ارمينيايي ملي خوځښت

ارمينيايي ملي خوخښت کې ټولنيز، کلتوري، خو په بنسټيز ډول سياسي او پوځي خوځښتونه شامل وو، کوم چې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال او له هغې وروسته کلونو کې خپل اوج ته ورسېد، په ابتدايي ډول يې په عثماني او روسي سترواکيو کې د ارمينيايانو لپاره د غوره حيثيت غوښتنه کوله، خو بالاخره يې د يو ارمينيايي دولت د تر لاسه کولو هڅې کولې.[۱][۲][۳]

د عثماني سترواکۍ تر واکمنۍ لاندې د روښانفکرۍ له عصر او ملتپالنې له عروج څخه په اغېزمن کېدو سره، ارمينايي ملي خوځښت په 1860ز لسيزه کې جوړ شو. د دې راپورته کېدل په بالکان ملتونو کې د خوځښتونو پیدا کېدو ته ورته و، په ځانګړي ډول د يونان انقلابيان، څوک چې د يونان د خپلواکۍ په جګړه کې وجنګېدل. ارمينيايي élite او ګڼو وسله والو ډلو د ختيځې عثماني سترواکۍ د ډېرو کلیوالو مسيحي ارمينيايي وګړو د مسلمانانو د داړه مارۍ او ناوړه چلند څخه د خوندي کولو هڅه وکړه، خو په لومړي سر کې يې وروستۍ موخه دا وه چې د عثماني سترواکۍ په شپږو ارمينيايي ميشتو ولايتونو کې پر اصلاحاتو ټينګار وشي، او په دې موخه کې له ناکامۍ وروسته، په هغو سيمو کې د يو ارمينيايي دولت جوړول چې ارمينيايان پکې اوسېدل، چې هغه مهال د عثماني سترواکۍ او روسي سترواکۍ تر واک لاندې وې.[۴][۵]

د 1880ز لسيزې په وروستيو کې پيل شوی دا خوځښت، د سترواکۍ په ختيځو سيمو کې د عثماني حکومت او کردانو د بې نظميو پر ضد په چریکي جګړو کې مصروف و، چې مشري يې درې ارمينيايي سياسي ګوندونو کوله چې هغه Social Democrat Hunchakian ګوند، Armenakan ګوند، او ارمينيايي انقلابي فدراسيون وو. ارمينيايانو روسان د ترکانو پر ضد جګړه کې خپل طبيعي متحد باله، سره له دې چې روسانو په قفقاز کې ځپونکې تګلارې پر ځای ساتلې وې. د بالکان له جګړې وروسته په اروپا کې د خپل شتون له لاسه ورکولو  وروسته، عثماني دولت اړ شو چې د 1914ز کال په لومړيو کې د ارمينيا د اصلاحاتو کڅوړه لاسليک کړي، خو دا هم د لومړۍ نړيوالې جګړې له امله ګډه وډه شوه.

د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال، په عثماني سترواکۍ کې اوسېدونکي ارمينيايان د حکومت له خوا د ارمينيايي نسل وژنې پر مهال په منظم ډول له منځه يوړل شول. د يو شمېر اټکلونو تر مخې، له 1894 څخه تر 1923ز کال پورې، د عثماني سترواکۍ له خوا شا اوخوا 1500000-2000000 ارمينيايان ووژل شول. د عثماني کورنيو چارو وزارت له خوا د ارمينيايانو د له منځه وړلو له پرېکړې او په لومړي ځل د 1915ز کال د فبرورۍ په پنځه ويشتمه نېټه د 8682 لارښونې د پلې کولو څخه وروسته، لسګونه زره روسي ارمينيايان د روسيې له پوځ سره د ارمينيايي رضاکارو واحدونو په توګه يوځای شول، چې د روسيې له خوا د خپلواکۍ ژمنه ورکړل شوې وه. تر 1917ز کال پورې، روسانو د عثماني سترواکۍ ډېرې هغه سیمې نيولې وې چې ارمينيايان پکې اوسېدل. په هر حال، د اکتوبر له انقلاب وروسته، روسي سرتېري په شا شول او ارمينيايان يې يو په يو د ترکانو په وړاندې پرېښودل. د 1918ز کال د مۍ په اته ويشتمه نېټه ارمينيايي ملي شورا د ارمينيا د جمهوريت اعلان وکړ، او په دې ډول يې د سويلي قفقاز په هغو سيمو کې ارمينيايي دولت جوړ کړ چې اوسېدونکي يې ارمينيايان وو.[۶]

تر 1920ز کال پورې، په روسيه کې بالشويکي حکومت او د انقرې حکومت په خپلو هېوادونو کې په برياليتوب سره واک ته ورسېدل. ترکي ځواکونو په برياليتوب سره د ارمينيا لوېديځه نيمايي اشغال کړه، په داسې حال کې چې د 1920ز کال د ديسمبر په مياشت کې سره پوځ په ارمينيا جمهوريت يرغل وکړ، او له خپلې خاورې سره يې ضم کړ. د بالشويکي روسيې او کمالستي ترکيې تر منځ په 1921ز کال کې د دوستۍ يو تړون لاسليک شو. د ارمينيا هغه سیمې چې پخوا د روسيې تر واک لاندې وې، ډېره برخه يې په شوروي اتحاد کې ضم شوې، د کومو په ځينو برخو کې چې ارمينيايي شوروي ټولنپال جمهوريت جوړ شو. له نسل وژنې کډوال شوي سلګونه زره کسان په منځني ختيځ، يونان، فرانسې او متحده ايالاتو کې پاتې شول، او په دې ډول د ارمينيايانو د کډوالو شويو يو نوی پړاو پيل شو. شوروي ارمينيا تر 1991ز کال پورې موجوده وه، تر هغه وخته چې شوروي اتحاد وپاشل شو او اوسنی د ارمينيايي (درېيم)  جمهوريت جوړ شو.

ملتپالنه د اروپا په پرمختګ کې يو مهم عنصر و. په نولسمه پېړۍ کې، د رومانوي ملتپالنې يوې څپې د اروپا لويه وچه په خپله غېږه کې ونيوله، او د دې لويې وچې هېوادونه يې بدل کړل. د المان او ايټاليې په څېر  يو شمېر نوي هېوادونه، د هغو کوچنیو دولتونو په یوځای کېدو سره جوړ شول، چې شريکه "ملي پېژندګلو" يې درلوده. د رومانيې، يونان، پولنډ او بلغاريې په څېر نور د خپلواکيو په ګټلو سره جوړ شول. د ملتپالنې د عروج پر مهال، ارمينيايان د عثماني سترواکۍ او روسي سترواکۍ په منځ کې اوسېدل. په 1827-1828ز کلونو کې، Tsar Nicholas I د روسيې او فارس په جګړه (1826-1828) کې له ارمينيايانو مرسته وغوښته، او له هغوی سره يې ژمنه وکړه چې له جګړې وروسته به يې ژوند ښه شي. په 1828ز کال کې، روسيې د ترکمانچي د تړون سره، Yerevan، Nakhichevan او د دې شا اوخوا کلیوالې سيمې له خپلې خاورې سره ضم کړې. هغه ارمينيايان چې لا هم د فارس تر واکمنې لاندې اوسېدل، وهڅول شول چې روسي ارمينيا ته وکوچېږې، او شا اوخوا 30000 کسانو دا غوښتنه ومنله. په 1828ز کال کې، روسيې د جګړې اعلان وکړ، او د Adrianople په تړن کې، Akhalkalak او Akhaltsikhe له روسيې سره تبادله شول. دا مهال د کډوالۍ يوه نوې څپه خپره شوه، په دې ډول چې 25000 عثماني ارمينيايان روسي ارمينيا ته ولاړل. د ارمينيايانو د پام وړ برخه روسيې له خپلې خاورې سره ضم کړه. په 1897ز کال کې، په روسي سرشمېرنه کې وويل شول چې 1127212 ارمينيان په روسي ځمکو کې موجود وو (په Erivan، 439926؛ په Elizavetpol کې 298790؛ په Kars کې 72967، په Tiflis کې 230379، په Baku کې 52770، په Chernomorsk کې 6223، په Daghestan کې 1652، په Kutais کې 24505). په همدې موده کې (Vital Cuinet 1896) په عثماني سترواکۍ کې د ارمينيايانو شمېر 1095889 و (په Adana  ولايت کې 97450، په Aleppo ولايت کې 37999، په Ankara ولايت کې 94298، په Bitlis ولايت کې 131300، په Bursa ولايت کې 88991، په Diyâr-ı Bekr ولايت کې 67718، په Erzurum ولايت کې 134967، په İzmir ولايت کې 15105، په İzmit کې 48655، په Kastamonu ولايت کې 2647، په Mamure-ul-Azil ولايت کې 79128، په Sivas ولايت کې 170433، په Trebizond ولايت کې 4720، په Van ولايت کې 79998). ډېرو ارمينيايي اوسېدونکي له روسي دودونو سره بلد وو. د ارمينيايانو لپاره روسيه د روپا پر لور يوه لاره هم وه.[۷][۸][۹]

په 1836ز کال کې، روسي کېدل، د روسيې په کلتوري پرمختګونو کې "محدود" روسي اصلاحات شامل وو. روسيې ارمينيايي کليسا هدف وګرځوله. روسيې په ټولنه کې د کليسا پرمختګونه کم کړل. [۱۰]

په 1839ز کال کې، په عثماني سترواکۍ کې د ملتپالنې د خوځښتونو د څپې د مخنيوي په هڅو کې، د محمود دويم او عبدالمجيد اول په څېر واکمنانو او تر څنګ يې د نومياليو سمونپالانو له ذهنونو څخه د Tanzimât پړاو (د اصلاحاتو پړاو) ووت، څوک چې په اروپا کې زده کړې تر لاسه کړې سياستوال وو. په Tanzimât کې د عثمانيزم تګلارې شاملې وې، د کوم معنا چې دا وه چې په عثماني ځمکو کې اوسېدونکي مختلف خلک سره يوځای کړي، "که مسلمانان وي که نا مسلمان، ترکان وي که يونانيان، ارمينيايان وي که يهوديان، کردان وي، که عربان". د همدې موخې لپاره، د سيکولر قانون په ګټه اسلامي قانون څنډې ته کړای شو. دا تګلاره په رسمي ډول د 1839ز کال د Rose Chamber د سلطنتي نسخې په مټ پيل شوه، چې د قانون په وړاندې يې د مسلمانو او غېر مسلمانو عثمانيانو برابري اعلان کړه. [۱۱][۱۲]

سرچينې

سمول
  1. Chahinian, Talar (2008). The Paris Attempt: Rearticulation of (national) Belonging and the Inscription of Aftermath Experience in French Armenian Literature Between the Wars. Los Angeles: University of California, Los Angeles. p. 27. ISBN 9780549722977.
  2. Mikaberidze, Alexander (2011). Conflict and Conquest in the Islamic World: A Historical Encyclopedia, Volume 1. Santa Barbara, California: ABC-CLIO. p. 318. ISBN 9781598843361.
  3. Rodogn, Davide (2011). Against Massacre: Humanitarian Interventions in the Ottoman Empire, 1815-1914. Oxford: Princeton University Press. p. 323. ISBN 9780691151335.
  4. Hovannisian, Richard G. (1992). The Armenian Genocide: History, Politics, Ethics. Palgrave Macmillan. p. 129. ISBN 9780312048471.
  5. Chahinian, Talar (2008). The Paris Attempt: Rearticulation of (national) Belonging and the Inscription of Aftermath Experience in French Armenian Literature Between the Wars. Los Angeles: University of California, Los Angeles. p. 27. ISBN 9780549722977.
  6. Auron, Yair (2000). The Banality of Indifference: Zionism and the Armenian Genocide. Transaction Publishers. p. 44. ISBN 9781412844680.
  7. Bournoutian. Armenian People, p. 105
  8. (Peimani 2009, pp. 236)
  9. Vital Cuinet, La Turquie d'Asie: géographie administrative, statistique, descriptive et raisonée de chaque province de l'Asie-Mineure, 4 vols., Paris, 1890-95.
  10. (Peimani 2009, pp. 237)
  11. "The Tanzimat: Secular Reforms in the Ottoman Empire - A brief look at the adoption of Secular Laws in the Ottoman Empire with a particular focus on the Tanzimat reforms (1839-1876)" (PDF). Faith Matters.
  12. "The Invention of Tradition as Public Image in the Late Ottoman Empire, 1808 to 1908", Selim Deringil, Comparative Studies in Society and History, Vol. 35, No. 1 (Jan., 1993), pp. 3-29