ارسطويي فزیک

ارستويي فزیک د طبیعي علومو یو ډول دی چې د یوناني فیلسوف ارستو (۳۸۴-۳۲۲ مخزېږد) په اثارو کې تشرېح شوی دی. ارستو په خپل اثر «فزیک» کې غوښتل د بدلون د هغو ټولیزو اصولو بنسټ کېږدي چې پر ټولو طبیعي (ژوندیو او غیر ژوندیو)، اسماني او ځمکنیو اجسامو حاکم دي – لکه ټول حرکتونه (د ځای په نسبت بدلون)، کمي بدلونونه (اندازې یا شمېر ته په کتو بدلون)، کیفیتي بدلون او اساسي بدلون (هست کېدل یا له منځه تلل). د ارستو له نظره فزیک یوه پراخه ساحه وه او هغه موضوعات په کې شاملېدل چې دا مهال د ذهن فلسفه، حسي تجربه، حافظه، اناتومي او بیولوژي بلل کېږي. فزیک د هغه فکر بنسټ و چې د ارستو ډېری اثار پرې ولاړ وو.

د ارستويي فزیک مهم مفاهیم د متحدالمرکزو کرو په ډول د کایناتو یا عالم جوړول دي چې ځمکه یې په مرکز او اسماني اجرام یې په شاوخوا کې واقع دي. د ځمکې کره له څلورو عناصرو یعنې خاورې، هوا، اور او اوبو څخه جوړه ده او د بدلون او زوال په حال کې ده. اسماني کرې له پنځم عنصر یعنې نه بدلېدونکي ایتر څخه جوړې دي. له دغو عناصرو څخه جوړ اجسام طبیعي حرکتونه لري: هغه چې په وچه او اوبو کې دي، سقوط یا را لوېدو ته تمایل لري. هغه چې له هوا او اور څخه جوړ دي، هغه پورته ځي. د دغه حرکت چټکتیا یا سرعت د اجسامو له وزن او د چاپېریال له تراکم سره تړاو لري. ارستو استدلال کاوه چې خلا نه‌شته، ځکه چې بیا چټکتیاوې بې‌نهایته کېږي.

ارستو د بدلون څلور هغه علتونه تشرېح کړل چې په ځمکه کې لیدل کېږي: مادي علت، صوري یا شکلي علت، د اغېزناک‌توب علت او غايي یا موخیز علت. د ژوندیو موجوداتو په اړوند د ارستو بیولوژي د طبیعي نوعو پر کتنه تکیه وه چې هم یې اصلي یا لومړني ډولونه په کې شامل وو او هم هغه چې ورسره اړوند وو. ارستو په اوسنۍ معنا ازمېښتونه ونه‌کړل، بلکې د اطلاعاتو په راټولولو، مشاهده‌يي پروسیجرونو لکه تسلیخ [د یوه حیوان د اناتومۍ د څېړنې لپاره د بدن پرانیستل] او د بدن د اندازې او عمر د اوږدوالي په څېر اندازه کېدونکو مقادیرو تر منځ د اړیکو په اړه یې پر فرضیو تکیه وکړه.

مېتودونه سمول

که څه هم د ارستو اصول له ګډو انساني تجربو سره اړخ لګوي، خو پر کمي او کنترول شویو ازمېښتونو ولاړ نه دي، له همدې امله زموږ نړۍ په هغه دقیق او کمي ډول نه‌شي تشرېح کولی چې له ساینس څخه یې تمه کېږي. د ارستو هم‌عصرو لکه اریستارخوس دغه اصول رد کړل او پر ځای یې د لمر د مرکزیت تیوري وړاندې کړه، خو د دغو خلکو نظرونه هم په پراخ ډول ونه‌منل شول. دا ستونزمنه وه چې د ارستو اصول دې د معمولي ورځنیو مشاهداتو له لارې رد شي، خو وروسته چې کله د تلسکوپ په څېر د پرمختللو تکنالوژيو په مرسته د دقیقو ازمېښتونو علمي مېتودونه رامنځته شول، د ارستو لیدلوري یې وننګول.[۱][۲][۳]

مفاهیم سمول

طبیعي ځای سمول

د جاذبې په اړه د ارستو نظر دا دی چې ټول اجسام د خپل طبیعي ځای پر لوري حرکت کوي. ځمکه او اوبه هغه عناصر دي چې ځای یې «د نړۍ مرکز» دی. د اوبو طبیعي ځای د ځمکې په شاوخوا کې یو متحدالمرکزه قشر دی، دا چې ځمکه درنه ده نو په اوبو کې دننه ځي. د هوا طبیعي ځای هم هغه متحدالمرکزه قشر دی چې د اوبو قشر یې احاطه کړی دی؛ حبابونه پورته ځي. د اور طبیعي ځای تر هوا پورته خو تر ډېرې ننوتلې اسماني کرې لاندې دی.[۴][۵][۶]

طبیعي حرکت سمول

ځمکني اجسام هغو څلورو عناصرو ته په کتو سره چې ترې جوړ شوي دي، څه ناڅه پورته ځي یا را لوېږي. د بېلګې په توګه تر ټولو دروند عنصر ځمکه او د دې تر څنګ اوبه د مرکز پر لوري را لوېږي یا سقوط کوي. په مقابل کې تر ټولو سپک عناصر لکه هوا او په ځانګړي ډول اور پورته ځي او له مرکز څخه لرې کېږي.[۷]

ارستو وویل، کله چې دوه جسمونه په یوه ډول ننوځي یا را لوېږي، سرعت یې له وزن سره مستقیمه اړیکه لري او له هغه چاپېریالي تراکم یا کثافت سره چې حرکت په کې کوي، معکوسه اړیکه لري. ارستو چې کله د دوی سرعت تشرېح کاوه، باید څرګنده کړې یې وای چې له خلا څخه د را لوېدونکو اتومونو د سرعت پرتله کولو لپاره هېڅ محدودیت نه‌شته، (هغوی کولای شي نامحدود چټک حرکت وکړي، ځکه په خلا کې یې د پاتې کېدو لپاره هېڅ ځانګړی ځای نه‌شته). له دې سره سره، اوس‌مهال دا پوهه موجوده ده چې د هوا په څېر په یوه داسې چاپېریال کې چې نسبتاً مقاومت ونه‌لري، تمه کېږي چې دوه جسمونه کابو مساوي سرعتونه ولري، ځکه دغه دواړه جسمونه له خپل جرم سره متناسبه جاذبه تجربه کوي او په مساوي سرعت شتاب اخلي یا چټکېږي. دغه موضوع له اتلسمې پېړۍ وروسته هغه مهال څرګنده شوه چې د خلا ازمېښتونه پیل شول، خو تر دې شاوخوا دوه سوه کاله وړاندې ګالیله وښوده چې د بېلابېلو وزنونو لرونکي اجسام په یوه وخت کې ځمکې ته رسېږي.[۸][۹][۱۰]

د ارستويي فزیک ژوند او مرګ سمول

د ارستويي فزیک حاکمیت چې د فزیک لومړنۍ پېژندل شوې حدسي تیوري ده، کابو دوه زره کاله یې دوام وکړ. د ډېرو مخکښانو لکه کوپرنیک، تیکو براهه، ګالیله، ډکارټ او نیوټن تر څېړنو وروسته عمومي توافق داسې وشو چې ارستويي فزیک نه سم دی او هم د تطبیق وړ دی. له دې سره سره یې د اوولسمې پېړۍ تر هغه مهاله چې تر څو پوهنتونونو خپل نصابونه اصلاح کول، د یوې تحصیلي څانګې په توګه دوام وکړ.[۱۱]

په اروپا کې د ارستو تیوري په لومړي ځل د ګالیله د څېړنو په پایله کې بې‌اعتباره شوه. ګالیله د تلسکوپ په مرسته ولیدل چې سپوږمۍ په بشپړ ډول صافه نه ده، بلکې داسې ژۍ او غرونه لري چې د صافې سپوږمۍ په اړه د ارستو له نظر سره بېخي په ټکر کې دي. ګالیله هم له تیوریک پلوه پر دغه نظر نیوکه وکړه؛ ده وویل چې یوه صافه سپوږمۍ رڼا په ناهوار یا هسک او ټيټ ډول منعکسوي، په داسې ډول چې د سپوږمۍ د دایرې څنډې د هغې نقطې په نسبت متفاوته روښنایي ولري چې له هغه ځایه د مماس سطحه د لمر رڼا په مستقیم ډول سترګو ته منعکسوي. یوه ناهواره سپوږمۍ په ټولو خواوو کې په مساوي ډول منعکسېږي او پایله یې لکه څرنګه چې لیدل کېږي، یوه کابو مساوي روښنايي ده. ګالیله دا هم ولیدل چې مشتري سپوږمکیانې لري – یعنې هغه اجرام چې تر ځمکې پرته د نورو اجسامو پر شاوخوا را څرخېږي – او د زحل پړاوونو ته یې اشاره وکړه چې ویې ښوده زهره (او په ضمني ډول عطارد) د ځمکې پر ځای د لمر پر شاوخوا څرخېږي.[۱۲]

د یوې افسانې له مخې ویل کېږي چې ګالیله داسې توپونه له «پیزا برج» څخه را خوشي کړل چې تراکم یا کثافت یې مختلف و او ویې لیدل چې سپک او درانه توپونه کابو په یوه سرعت ځمکې ته رسېږي. د ده ازمېښتونه پر هغو توپونو ترسره کېږي چې پر خمو سطحو را لوېږي، په دومره ورو اندازه د را لوېدو یا سقوط یو ډول چې له پرمختللو وسایلو پرته اندازه کېږي.

د اوبو په څېر په یوه نسبتاً متراکم چاپېریال کې دروند جسم د سپک جسم په پرتله چټک سقوط کوي یا لوېږي. ارستو له همدې امله ګومان وکړ چې د سقوط یا را لوېدو سرعت له وزن او د چاپېریال له تراکم سره معکوسه اړیکه لري. دی په اوبو کې د اجسامو د لوېدو تجربې په دې باوري کړ چې اوبه د هوا په نسبت لس برابره تراکم لري. ګالیله د متراکمې هوا د یوه حجم وزن وکاته او ویې ښوده چې د هوا تراکم یې څلوېښت برابره زیات اټکل کړی دی. هغه د خمو یا مایلو سطحو په ازمېښتونو کې دې پایلې ته ورسېد چې که اصطحکاک له پامه وغورځول شي، ټول اجسام په مساوي چټکتیا سره سقوط کوي (چې دا هم ناسمه خبره ده، ځکه یوازې اصطحکاک نه، بلکې د اجسامو د تراکم په نسبت باید د چاپېریال تراکم هم له پامه وغوځول شي. ارستو سم پوه شوی و چې متوسط تراکم یو ضریب دی، خو د جسم د تراکم یا کثافت پر ځای یې د جسم پر وزن تمرکز کړی و. ګالیله متوسط تراکم له پامه وغورځاوه او له همدې امله د فضا په اړه سمې پایلې ته ورسېد).[۱۳]

سرچینې سمول

  1. Lang, H.S. (2007). The Order of Nature in Aristotle's Physics: Place and the Elements. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 290. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521042291. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. White, Michael J. (2009). "Aristotle on the Infinite, Space, and Time". Blackwell Companion to Aristotle. د کتاب پاڼې 260. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Rovelli, Carlo (2015). "Aristotle's Physics: A Physicist's Look". Journal of the American Philosophical Association. 1 (1): 23–40. arXiv:1312.4057. doi:10.1017/apa.2014.11. S2CID 44193681. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. De Caelo II. 13-14.
  5. For instance, by Simplicius in his Corollaries on Place.
  6. El-Bizri, Nader (2007). "In Defence of the Sovereignty of Philosophy: al-Baghdadi's Critique of Ibn al-Haytham's Geometrisation of Place". Arabic Sciences and Philosophy. 17 (1): 57–80. doi:10.1017/s0957423907000367. S2CID 170960993. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Tim Maudlin (2012-07-22). Philosophy of Physics: Space and Time: Space and Time (Princeton Foundations of Contemporary Philosophy) (p. 2). Princeton University Press. Kindle Edition. "The element earth's natural motion is to fall— that is, to move downward. Water also strives to move downward but with less initiative than earth: a stone will sink though water, demonstrating its overpowering natural tendency to descend. Fire naturally rises, as anyone who has watched a bonfire can attest, as does air, but with less vigor."
  8. Bodnar, Istvan, "Aristotle's Natural Philosophy" in The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Spring 2012 Edition, ed. Edward N. Zalta).
  9. Gindikin, S.G. (1988). Tales of Physicists and Mathematicians. Birkh. د کتاب پاڼې 29. LCCN 87024971. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780817633172. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lindberg, D. (2008), The beginnings of western science: The European scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context, prehistory to AD 1450 (2nd ed.), University of Chicago Press.
  11. "Aristotle's physics". د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Galileo Galilei, Dialogue Concerning the Two Chief World Systems.
  13. Galileo Galilei, Two New Sciences.