ارزښتمن نصيحتونه

ارزښتمن نصیحتونه

*۱_ ورځ مو دسهار په لمانځه او داللهﷻ په ذکر پېل کړئ، بریالیتوبونه به مو قدمونه ښکل کړي.*

*۲_ همېشه کوښښ وکړئ چې استغفار ډېر ولولئ، ځکه دغه کار مو شیطان د ځان وژنې تر بریده ناهيلی کولای شي.*

*۳_ هېڅکله دعا مه پریږدئ، ځکه دعا د ژغورنې رسۍ ده.*

*۴_ تل په یاد لره چې فرښتې دې خبرې لیکي ،نو داسې څه مه وایه چې وروسته پرې پښېمانه شې.*

*۵_ تل خوشبین اوسه، که څه هم ډېرو ستونزو محاصره کړی وې، ځکه هر ماښام سهار لري او هره ستونزه د حل لار.*

*۶_ که د غمونو او مصیبتونو تر برېد لاندې راغلې دغه کلمه ډېره لوله: لااله الاالله*

*۷_ په خپلو پېسو د غریبانو او فقیرانو دعاوې واخله*.

*۸_ اوږدې سجدې کوه، ځکه اوږدې او له وېرې ډکې سجدې، بهتره دي له دنګو ماڼیو څخه*.

*۹_ تر خبرو کولو مخکې فکر کوه، ځکه ځينې کلمې وژونکې وي.*

*۱۰ _ د مظلوم له آه او ښیراوو ځان وساته ځکه د اللهﷻ او دمظلوم د آه ترمنځ هېڅ پرده نشته.*

*۱۱_ که کتابونو، مجلو او ورځپاڼو ته وخت نه لرې خیر دی خو د قران کریم تلاوت هېڅکله مه پرېږده.*

*۱۲_ د خپلې کورنۍ د زغم او ډاډ سبب اوسه.*

*۱۳_ د خدایﷻ د رضا لپاره له خپل نفس سره مبارزه کوه، ځکه نفس تل داسې غوښتنې کوي چې د اللهﷻ د ناراضاتیا سبب ګرځي.*

*۱۴_ د مور او پلار لاسونه ښکلوه، دغه کار جنت ته د تګ لپاره یو سبب کیدلی شي.*

*۱۵_خپل زاړه کالي فقیرانو ته ورکوه ځکه ستا زاړه کالي د هغوی لپاره نوي دي.*

*۱۶_ تل کوښښ وکړه خوښ ژوند تېر کړې، ځکه ژوند تر هغه چې ته یې فکر کوې ډیر لنډ دی.*

*۱۷_ د دعا د قبلیدو لار دې د ګناه په وسیله مه تړه*.

*۱۸ _ که هر څومره سختي او مصیبت کې راګېر يې لمونځ وکړه الله ﷻ به دې مرسته وکړي*.

*۱۹_ د ټولو غمونو لامل له الله ﷻ سره واټن دی، ختم یې کړه چې الله ﷻ دې غمونه ختم کړي*.

*۲۰_ که چا دې غیبت وکړ خیر دی خپګان کولو ته اړتیا نشته، ځکه په خپل لاس خپلې نیکۍ تاته درکوي.*

*۲۱_ د جهنم اور او سختۍ را یاد کړه دغه کار دې له ګناه کولو منع کولای شي*.

*۲۲_ که غواړې چې نېکمرغي ترلاسه کړې کتابونه مطالعه کوه.*

*۲۳_ سبا تر هغې پریږده چې راشي د سبا د حوادثو په اړه مه پوښته، ځکه ته همدا نن ورځ بوخت یې! ننۍ ورځ نغده او سبانۍ ورځ نسیه ده.*

*۲۴_ مه خفه کېږه! د لمر تاو په یخ سیوري سره وژل کېږي، د غرمې تږی او جل وهلی په یخو اوبو خړوبېږي او وږی په ډوډۍ مړېږي، بې خوبی په خوب او ناروغي په روغتیا سره دوا کېږی! ته لږ صبر وکړه، نو الله تعالی به خیر کړي*.

*۲۵_خلکو ته سینه پراخه کړہ د نیکیو په لارښود او معلم مُحَمَّد ﷺ کې غورہ صفت ھمدا وو چې ھغه خپله سینه د خلکو پر وړاندی پراخه کړې وہ.*

*۲۶_ له تاسره همېشه د ځواکمنو، ځواکمن او د غنیانو، غني؛ الله تعالی مل دی، هېڅ وېره مکوه*.

*۲۷_ همېشه لمونځ کوه، ځکه هغه ستا سره قبر ته تلونکی دی.*

*۲۸_ صدقه کوه، ځکه صدقه تر ټولو ښه کار دی او تر نورو ښه صدقه؛ ښه او نېکه خبره کول دي*.

*۲۹_ کله چې دې له چا څخه خپل غیبت واورېده، نو هغه ته ووایه " له خدایه ووېرېږه*."

*۳۰_ د الله ﷻ او نبي کریم صلی الله علیه وسلم مینه اختیار کړه.