ارتور دي ګوبينيو

جوزف ارتر دي ګوبينيو (زوکړه: ۱۸۱۶ د جولای ۱۴، مړينه: ۱۸۸۲ د اکتوبر ۱۳) يو فرانسوي اشرافي و، چې د توکمپالنې د پوهنيزې نظريې او «توکميزې نفوس شمېرنې» د کارونې په واسطه د توکمپالنې قانوني کولو کې د مرستې او د اريايي واکمن توکم نظريې د رامنځته کولو له امله خورا نامتو دی. د خپل وخت د خلکو او پوهانو لپاره د ناول ليکونکي، ديپلومات او يون ليکوال په توګه پېژندل شوی ګوبينيو د خواصو د حکومت هغه پلوی و، چې د ۱۸۴۸ ز کال له اوښتونونو څخه سمدستي وروسته يې د انساني توکمونو د نابرابرۍ په اړه يوه مقاله وليکله. ياده مقاله کې يې استدلال وکړ چې اشراف د عوامو پر وړاندې غوره وو او دا چې اشرافو د دې له امله د اريايي نسل زياتې ځانګړتياوې درلودې، چې له ټيټو توکمونو سره يې د خپلوۍ يا وينې لږې اړيکې درلودې.

ارتور دي ګوبينيو
ارتور دي ګوبينيو

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه
کاروونکي ژبه
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

د ګوبينو ليکنې د لوړوالي يا غوره والي پلويو سپين پوستو، د غلامۍ پلويو امريکايانو لکه جوسيا سي نوټ او هنري هوتزي له لورې چې خپل کتاب يې انګليسي ته وژباړه، په چټکۍ سره وستايل شوې. دوی د هغو برخو په ګډون د اصلي کتاب نږدې ۱۰۰۰ پاڼې له منځه وېوړې، چې امريکايان يې په منفي ډول د توکم له مخې د ګډ نفوس په توګه بيان کړي وو. المان کې د ګوبينيزم “Gobinism” په نوم د يو ټولنيز خوځښت په هڅولو سره د نوموړي کتابونه د ريچارد واګنر، د واګنر د زوم هاوسټن سټيوارټ چامبرلېن، رومانيايي سياستپوه پروفيسور ای سي کيوزا او د نازي ګوند هغو مشرانو په ګډون د سامي توکم ضد نامتو اشخاصو باندې هم اغېز درلود، چې وروسته يې د نوموړي کتاب چاپ ته چمتو (سم يا ايډيټ) او بيا ځلي خپور کړ. [۲]

د ژوند لومړي وختونه او ليکنې

سمول

ګوبېنيو د يوې پخوانۍ ښې جوړې شوې اشرافي کورنۍ څخه دی. پلار يې لوئيس يد ګوبينيو (۱۷۸۴ -۱۸۵۸ ز) يو فوځي لوړ رتبه مامور يا افسر او پياوړی شاهي پلوی و. مور يې اني لوئيس ماګديليني ډي ګيرسي د نااصل شاهي مالي چارواکي لور وه. د ډي ګيرسي کورنۍ ۱۸ پېړۍ کې د سينټ ـ ډومينګيو (نني هايتي) د فرانسوي پاچاهۍ مستعمره کې د يو څه وخت لپاره ژوند وکړ. ګوبينيو تل وېرېده چې ښايي د مور له اړخه تور پوستي نيکونه لري. [۳][۴][۵]

له فرانسوي اوښتون څخه د خپلې کرکې په څرګندولو سره ګوبينو وروسته وليکل: «زما د زېږېدنې ورځ د جولای ۱۴ ده او په همدې نېټه باندې باستيل نيول شوی و، چې د مخالفينو د يو ځای کېدلو څرنګوالی ثابتوي. د يو هلک او ځوان په توګه ګوبينيو له منځنيو پېړيو سره مينه درلوده، چې نوموړی يې د خپل وخت په پرته د غوره زړه ورتيا طلايي دوره بولي. يو څوک چې ګوبينيو د يو ځوان په توګه پېژني، نوموړی د مينه ناک شخص په توګه بيانوي، چې د شواليه [زړه ورتيا] نظريې او د اتلولۍ انګېزه يې درلوده او د هغه څه خوب يې ليده، چې تر ټولو اصيل او مهم و. [۶][۷]

د ګوبينیو بلار د بروبون جرګې “House of Bourbon” بيا رغولو ته ژمن و او له شاهي پوليګناک “Polignac” وروڼو سره يې فرانسې څخه تښتېدلو کې مرسته وکړه. نوموړي ته د ناپيليون د پټو پوليسو له لورې د بند سزا ورکړل شوه، مګر هغه وخت ازاد شو، چې متحدینو په ۱۸۱۴ ز کال کې پاريس ونيوږ د سل ورځو پر مهال د ډي ګوبينيو کورنۍ له فرانسې څخه وتښتېده. د واټرپولو له جګړې څخه وروسته د ناپيليون په وروستۍ ماتې پسې لويس ډي ګوبينيو د پاچا اتلسم لوی په شاهي ساتونکي ځواک “Royal Guard” کې د جګړن رتبې په ورکولو سره د باربون جرګې ته خپلې ژمنتيا له امله وستايل شو. د يو شاهي ساتونکي تنخوا خورا ټيټه وه او د ډي ګوبينيو کورنۍ د خپلې تنخوا لپاره هلې ځلې وکړې. [۸]

مګديلين ډي ګوبينيو خپل مېړه د خپلو ماشومانو د روزونکي چارلس ډي لا کوينډيري لپاره پرېښود. له خپل مئين سره يو ځای يې خپل زوی او دوه لورګانې د ختيځې فرانسې، سويزرلېنډ او د باډين سترې ډيوکي “Grand Duchy of Baden” سيمې د پراخه ګرځېدنو په اوږدو کې له ځان سره وګرځول. د ځان د ملاتړ په موخه يې چل يا دوکې ته مخه وکړه، چې له امله يې بندۍ شوه. د ګوبينيو مور د هغه لپاره سخت شرم وګرځېد، چې شل کلنۍ ته له رسېدلو څخه وروسته يې ورسره هيڅکله بيا خبرې ونه کړې. [۹][۱۰]

د ځوان ډي ګوبينيو لپاره چې د دوديزو اشرافي او کاتوليک ارزښتونو ته ژمن و، د خپل مور او پلار د واده له منځه تلل، له خپل عاشق سره يې د مور پرانېستې اړيکې، د هغې د دوکه ورکولو عملونه او په ثابت ډول بې وسۍ کې د ژوند کولو له امله تپل شوې ناکراري ټول خورا ژوبلونکي وو.

ځواني

سمول

ګوبينيو د خپلې ځوانۍ لومړنۍ برخه د انزلېګن “Inzligen” ښارګوټي کې تېره کړه، چې مور او د مور عاشق يې په کې اوسېدل. نوموړی په الماني ژبه کې روان [فصيح] شو. د بوربن ماڼۍ د کلک ملاتړي په توګه يې پلار وروسته له هغې له شاهي ساتونکي ځواک څخه لاس اخېستلو ته اړ و، چې د ۱۸۳۰ زکال د جولای اوښتون د اولينس جرګې پاچا لوئيس فليپ لي ريو سيټوين واک ته راوړ. نوموړي له پاچاهۍ سره د فرانسوي اوښتون د ميراث د همغږي کولو ژمنه وکړه. ځوان ګوبينيو د بوربن د ملاتړ په اړه د خپلې کورنۍ تاريخ ته په پام سره د جولای اوښتون فرانسې لپاره ناورين وباله. د نوموړي نظريات د کاتوليک فرانسې پر وړاندې د قانوني ژمنو نظرياتو له ډلې څخه وو، چې د بوربن مجلس له لورې اداره کېږي. د ډي ګوبينيو پلار په ۱۸۳۱ زکال کې د خپلو درې ماشومانو پالنه په غاړه واخېسته او زوی يې د خپلې ځوانۍ پاتې برخه د برېتاني “Brittany” په لورېنټ “Lorient” کې تېره کړه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

ګوبينيو خپل پلار نه خوښوه، چې هغه يې د ستړي او کتابي فوځي افسر په توګه له دندې حخه ګوښه کړ، چې د فکر د هڅولو توان نه لري. لورينټ “Lorient” په ۱۶۷۵ ز کال کې د فرانسوی ختيځ هند کمپنۍ لپاره د بنسټ په توګه ځکه رامنځته شوی و، چې د فرانسې پاچا څوارلسم لوی په اسيا لويه وچه کې د فرانسې د واکمن سياسي او اقتصادي ځواک جوړولو سترې هيلې درلودې. دا چې يادې هيلې رښتينې نه وې، نو ګوبينيو د له منځه تللي بري حس ته د دې له امله وده ورکړه، چې نوموړي په داسې يو ښار کې لوی شو، چې له اسيا سره د اروپايي سوداګرۍ لپاره د واکمنې خونې اوسېدلو په موخه جوړ شوی و. دا خوب د دې له امله رښتيا ثابت نه شو، چې هند د فرانسوي سترواکۍ پر ځای د انګليستان برخه شو. [۱۲]

ګوبينيو د يو ځوان په توګه له ختيځ سره مينه درلوده، لکه څرنګه چې په ۱۹ پېړۍ کې اروپا کې منځنی ختيځ پېژندل شوی و. هغه وخت چې نوموړي د سويس په “College de Bironne” کې زده کړې کولې، يو ملګري زده کوونکي يې ورياد کړل چې: « د نوموړي ټولې هيلې د ختيځ پر لور وې. نوموړي يوازې د مسجدونو او منارو خوب ليده؛ نوموړي خپل ځان مسلمان ګڼه او د مکې زيارت کولو ته چمتو و. ګوبينيو د فرانسوي ژباړونکي انټويني ګالاند “Antoine Galland” له لورې د ختيځ نکلونه يا کيسې خوښولې او زياتره وخت به يې ويل، چې غوښتل يې ختيځ پلوی شي. نوموړي د عربي، فرانسوي او ايراني کيسو ژباړې ولوستې او د فرانسويانو به اند «بې ځايه ختيځ پلوی» “unorientaliste de pacotille” شو. په ۱۸۳۵ ز کال کې ګوبينيو د سېنټ ساير “St. Cyr” فوځي ښوونځي د ننوتلو ازموينه کې بې پايلې شو. [۱۲][۱۵][۱۶]

د ۱۸۳۵ ز کال په سپټمر کې په جيب کې د پنځوس فرانکس په درلودلو سره د ليکوال جوړېدلو په موخه پاريس ته لاړه. فرانسې ته له خپل کاکا تيباوت-جوزف ډي ګوبينو سره لاړه، چې يو مشروعيت غوښتونکی و او له لوئيس فليپ سره يې بې کچې کرکه لرله. ګوبينيو د اشرافيت پر لور د خپل تمايل په څرګندولو سره د ليس سيلټي ‘Les Scelti’ (ټاکنه) په نوم د مشروعيت غوښتونکو روڼ اندو يوه ټولنه جوړه کړه، چې په خپله نوموړی، انځورګر ګيورمېن جان (الماني اون بوهن) او ليکوال مګزيم ډيو کېمپ ‘Maxime du Camp’ يې غړي وو. [۱۲][۱۷][۱۸]

سرچينې

سمول
  1. پیوستون : 118695568  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Gould, Stephen Jay (1996). The Mismeasure of Man. W. W. Norton & Company. pp. 359. ISBN 978-0393314250. Gobineau was undoubtedly the most influential academic racist of the nineteenth century. His writings strongly affected such intellectuals as Wanger and Nietzsche and inspired a social movement known as Gobinism.
  3. "Arthur de Gobineau French Diplomat, Writer, and Ethnologist". britannica.com. Archived from the original on 1 July 2016. نه اخيستل شوی 2 September 2016.
  4. "Gobineau, Joseph Arthur de". iranicaonline.com. 2012. Archived from the original on 17 May 2013.
  5. Biddiss 1970، م. 45.
  6. Biddiss 1970، م. 19.
  7. Biddiss 1970، م. 14.
  8. Budil 2008، م. 133.
  9. Biddiss 1970، م. 12.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Budil 2008، مم. 133–4.
  11. Biddiss 1970، م. 13.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ۱۲٫۳ Budil 2008، م. 134.
  13. Biddiss 1970، م. 11.
  14. Biddiss 1970، م. 20.
  15. Irwin 2016، م. 322.
  16. Irwin 2016، مم. 321–2.
  17. Biddiss 1970، م. 15.
  18. Biddiss 1970، م. 16.