ارتودوکس یهودیت

ارتودوکس یهودیت د معاصر یهودیت د دودیزو او له عقیدوي پلوه محافظه کارو څانګو لپاره یوه ټولیزه اصطلاح ده. دغه څانګه د الهیات پوهنې له پلوه د لیکلي او شفاهي تورات له مخې، څرنګه چې د خدای له لوري په سینا غره کې نازل شوی دی او له هغې وروسته په تواتر سره لېږدول شوی دی، تعریفېږي.

ارتودوکس یهودیت له همدې کبله د یهودي قانون یا هلاخا له یو سخت دریځي تطبیق څخه ملاتړ کوي، کوم چې باید صرف د دودیزو مېتودونو او د پېړیو په اوږدو کې له پخواني تداوم څخه په پیروۍ سره تفسیر او تعیین شي. ارتودوکس یهودیت ټول هلاخي سېستم په بشپړه توګه د قطعي وحې له لارې نازل شوی او له بهرنۍ اغېزې څخه مبرا ګڼې. مهم اعمال پکې د سبت (شنبې ورځې) رعایتول، د کشروت خوړل او د تورات لوستل دي. مهمې لارښوونې یې په راتلونکې کې د هغه مسیح راتګ، څوک به چې په یورشلم کې د معبد په ودانولو سره  یهودیت بېرته تطبیقوي او ټول یهودیان به اسراییلو ته راټولوي، په اخرت کې د مړیو په بدني بیا را ژوندي کېدو باندې عقیده، صالحانو او ګناهکارانو ته د الهي اجر او جزا شاملوي.

ارتودوکس یهودیت یوه متمرکزه فرقه نه ده. د نوموړې فرقې د بېلابېلو فرعي ګروپونو تر منځ اړیکې ځینې وخت ترینګلې کېږي او د ارتودوکسیَت دقیق حدود تر سختو بحثونو لاندې راځي. په اټکلي ډول، ارتودوکس یهودیت ښایي د حریدي یهودیت، چې ډېر محافظه کار او مُنزوی دی، او معاصر ارتودوکس یهودیت تر منځ، کوم چې بهر ټولنې ته نسبتاً بې تعصبه او پرانیستی دی، ووېشل شي. دغه دواړې څانګې بیا پخپله له مستقلو ټولنو څخه تشکیل شوې دي. دغه دواړې څانګې په ګډه سره،  تقریباً په منظم ډول انحصار پالې دي، چې ارتودوکسي عقیده د یهودیت یوه بڼه نه، بلکې پخپله یهودیت بولي.

دغه خوځښت د دودیزو عقایدو له پیروۍ سره سره، یوه نوې ښکارنده ده. دغې فرقې له ۱۸مې زېږدیزې پېړۍ څخه را په دې خوا د یهودانو د خلاصون ټولنې د ړنګېدو په پایله کې ظهور وکړ، او تر ډېرې کچې پورې یې د سیکولاریت د فشارونو پر وړاندې او د هغه د ځایناستو سیالانو پر وړاندې له هوښیارانه مبارزې څخه بڼه اخیستې ده. دین ته اهتمام کوونکي او له عقیدوي پلوه واقف او پوه ارتودوکس یهودیان د ټولو یهودو په منځ کې یوه مشخصه لږکۍ ډله ده، اما همدارنګه ځینې په نیمګړې توګه پیروي کوونکي او عمل نه کوونکي افراد هم پکې دي کوم چې ځانونه ارتودوکسي عقیدې ته منسوبوي یا یې هویت لري. نوموړې د یهودیت تر ټولو لویه مذهبي ډله ده چې معتقد پیروان یې په اټکلي ډول ۲ میلیونه اټکل شوي دي، او لږ تر لږه له دې سره مساوي شمېر تش په نامه غړي لري.

تعریفونه سمول

د ارتودوکس یهودیانو تر ټولو لومړنۍ پېژندل شوې یادونه په ۱۷۹۵ز کال کې په برلینش موناستشریفت (Berlinische Monatsschrift) مجله کې شوې ده. د ارتودوکس کلیمه د جرمني د روشنګرۍ دورې له عامې علمي نسخې څخه مستعاره شوې ده، او یوې ځانګړې مذهبي ډلې ته د اشارې په توګه نه، بلکې  د هغو یهودیانو لپاره کارول شوې ده چې د روشنګرۍ مخالف وو. د ۱۹مې زېږدیزې پېړۍ په لومړیو او نیمايي کې، د جرمني یهودیانو په منځ کې د پر مختلیو خوځښتونو او په ځانګړې توګه د لومړني اصلاح غوښتونکي یهودیت په رامنځته کېدو سره، د ارتودوکس عنوان د هغو دودیزو یهودیانو لقب وګرځېد چا چې د عصري کېدنې غورځنګ له لوري د راپورته شویو مسایلو په اړه محافظه کارانه دریځونه خپلول. هغوی پخپله دغه پردی عیسوي نوم نه خوښاوه او د "صحیح- تورات" (gesetztreu) عنوانونو ته یې ترجېح ورکوله او کله به یې په ډاګه کوله چې هغوی دغه نوم یوازې د اسانۍ لپاره کاراوه.[۱]

جرمني ارتودوکس مشر خاخام سامسون رافایل هېرش هغه عقیدې ته چې معمولا د ارتودوکس یهودیت په نامه بلل کېږي اشاره کړې ده؛ په ۱۸۸۲ز کال کې کله چې خاخام ازرئیل هېلډشېمر په دې پوه شو چې عام خلک په دې پوهېږي چې د نوموړي فلسفه او لېبرال یهودیت له بنسټه تفاوت لري، نو د ارتودوکس کلیمه یې په هېلډشېمر کې له خپلې مدرسې څخه لرې کړه. په ۱۹۲۰مه زېږدیزه لسیزه کې، دغه اصطلاح ان په ختیځه اروپا کې مروجه او ومنل شوه او تر اوسه په همدې بڼه پاتې شوې ده.[۲]

ارتودوکس له اېډیولوژیک اړخه ځان د زمانو په اوږدو کې د یهودیت یوازینی متواتر تداوم بولي، لکه څنګه چې د عصریت تر کړکېچ پورې همداسې و؛ په زیات شمېر بنسټیزو اړخونو کې، لکه له تحریف څخه د مبرا تورات په تقدس باندې اعتقاد یا د یهودي قانون له مخې په یهودي شریعت باندې د حکم کولو په صورت کې په سنتو او دود باندې په کلکه توګه منګولې لګول، چې ارتودوکس عقیده په حقیقت کې همداسې ده. د نوموړې عقیدې سیالانو په اغلب ډول همدا نظریه لرله، چې له پخوا زمانې څخه د یو فوسیل شوي پاتې شوني په سترګه یې ورته کتل او د خپلو سیالانو اېډیولوژۍ ته یې اعتبار ورباښه. بناءً، د ارتودوکس اصطلاح زیاتره وخت په کلي توګه دودیزو (حتې که هغه په جبري توګه، له عصریت پالو غیر ارتودوکسو خوځښتونو سره د نه تړاو په معنا وي) معبدونو، د دعا مراسمو، د صومعې له مقرراتو څخه پیروۍ او داسې نورو موضوعاتو ته اشاره ده.

په هر حال، علمي څېړنو د یو ډېر ظریف مېتود په لاره اچولو سره، دا په ډاګه کړې ده چې د ارتودوکس اېډیولوژۍ او د هغې د بنسټیزو چوکاټونو رامنځته کېدنه پخپله د عصریت له خوا اغېزمنه شوې ده. له همدې امله په هغه نړۍ کې چې نوموړې نظریې نور شواهد نه لرل د دود له مفهوم څخه دفاع او حمایت یوه اړتیا شوه. کله چې د سيکولار کولو ژورې اېډیولوژۍ او د اشتراکي بنسټونو له منځه تلنې د یهودي ژوند د زاړه نظم جرړې وایستې، دودیز عناصر سره متحد شول تر څو ډلې تشکیل کړي کومو چې خپل جلا شخصي درک درلود. دغه امر او نور ټول هغه څه چې ورسره تړلي وو، یو د پام وړ بدلون رامنځته کړ، ځکه چې ارتودوکسانو باید  له نویو شرایطو سره له بل هېچا څخه لږ توافق نه وی ښودلی. هغوی ځینې وختونه په سخت دریځۍ سره، نویو کړنلارو او فکري طرزونو ته پراختیا ورکړه.

"ارتودوکس مذهب ته دعوت" یوه متعلقه پروسه وه، چې له سیمه ییزو شرایطو څخه یې بڼه اخیستې وه او د هغو تهدیدونو په کچه پورې تړلې وه، کوم یې چې د پلویانو له خوا حس کېدل. په ۱۸۶۰مه زېږدیزه لسیزه کې په مرکزي اروپا کې، په جرمني او هنګري کې یو په بشپړ ډول مشخص شوی ارتودوکس هویت راښکاره شو؛ چې دا هویت په ختیځه اروپا د نړیوالو جګرو تر منځ دوره کې په یو څه لږ قاطعیت سره را ظاهر شو.

په اسلامي خاوره کې د مېشتو یهودیانو تر منځ، یواځې په ۱۹۷۰یمه زېږدیزه لسیزه کې، وروسته له هغې چې هغوی اسراییلو ته مهاجرت وکړ، په لوړه پیمانه ورته پروسې واقع شوې. ارتودوکسي عقیده زیاتره وخت د ډېرې زیاتې محافظه کارې عقیدې په توګه بیانېږي، چې بدلون ته د مشروعیت ور بخښلو له وېرې هغه دودونه چې یو وخت پیاوړي وو، تحمیلوي. په داسې حال کې چې دا کار کله کله سم نه و، د بدلون ممنوعیت او د یهودیت میراث د هغه په مسیر کې منجمد کول یې ټاکونکې ځانګړتیا وه، بل خوا په یوه عصري له دودیز عرف سره نا اشنا نړۍ کې د یهودیت د یوې څانګې انطباق ته اړتیا وه. ارتودوکسي عقیدې د بېلابېلو عکس العملونو د طیفونو په توګه ـــ لکه څرنګه چې بینامین براون تعریف کړې ده، پراختیا موندلې ده چې په زیاترو حالاتو کې له توافق او زیات نرمښت سره مله ده. په دې وختونو کې څېړونکي، په عمده توګه د ۱۹۸۰یمې زېږدیزې لسیزې له نیمایي څخه را په دې خوا، ارتودوکس یهودیت په خپل ځان کې د یوې ځانګړې څانګې په توګه څېړي، او ارزوي چې له عصریتوب سره د مقابلې اړتیا په څه ډول باورونو، اېډیولوژۍ، ټولنیزو جوړښتونو او هلاخي احکامو ته بڼه ورکړې ده او بدل کړی یې دی او له یهودي دودیزې ټولنې څخه یې یو مخ جلا کړی دی. [۳]

تاریخ سمول

د عصریت کړکېچ سمول

د ۱۸مې زېږدیزې پېړۍ تر دویمې نیمایي پورې، په مرکزي او لوېدیځه اروپا کې په یهودي ټولنو کې، خپلواک خوځښتونه، چې د ټولنې په شراکتي نظم کې یوه بله شتمني وه، له خپلو جلا متمایزو او تعهدونو سره موجود وو. د نوموړو خوځښتونو مشري د شتمنو ساتندویانو د طبقې (parnasim) له لوري کېده، او له قضایي پلوه د هغو خاخامي محکمو تابع وو کومو چې تر ډېره په مدني مسایلو باندې فیصلې کولې. د خاخامانو طبقې کټ مټ د عیسویانو د روحاني ملایانو په څېر د اخلاقو او زده کړو انحصار خپل کړی و. د یهودیت قانون اصل بلل کېده او په سر سختو سرغړوونکو (معمولي ګناه کول د ملامتۍ سره مخ کېدل، اما بیا هم د زغملو وړ وو) باندې له ټولو عمومي سزاګانو سره لکه له زندان، جریمې، دُرې وهنې، تحقیر، او په ځانګړې توګه له تکفیر سره پلی کېده. له غیر یهودي ټولنې سره کلتوري، اقتصادي او ټولنیزه تبادله محدوده او تنظیم شوې وه.

سرچينې سمول

  1. Blutinger, Jeffrey (2007). ""'So-Called Orthodoxy': The History of an Unwanted Label"". Modern Judaism. 27 (3): 310. doi:10.1093/mj/kjm005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Yosef Salmon, Aviezer Ravitzky, Adam Ferziger. Orthodox Judaism: New Perspectives (in Hebrew). The Hebrew University Magnes Press, 2006. pp. 5–22, etc.
  3. See for example: Benjamin Brown, The Varieties of Orthodox Responses, Ashkenazim and Sephardim (Hebrew). In: Aviezer Ravitzky, Shas: Cultural and Ideological Perspectives, Am Oved, 2006.