اراکنید غڼې

اراکنید – Arachnid د کلاس نوم ېې اراکنیدا، د ګروپ نوم ېې ارتروپوډ ده. په اراکنید کې غڼې، لړمان او اوږد پښی پلار شامل دي. په فرعي کلاس کې ېې چې د اکاري په نامه یادیږي سپږې یا شني او خسک شامل دي. دغه خسک او سپږې انسان، حیوان او بوټو ته مرضونو هم انتقالولای شي.


عمومي ځانګړتیاوې بدن او په بدن پسې پیوندونه د اراکنید د بدن کچه له ۰.۰۸ ملي متره خسک نه نیولې تر د افریقا غټ لړم (هادو جېنس تروګلوډایټس) چې تر ۲۱ سانتي متره پورې اوږدوالی لري ده. همداسې ېې د بدن پیوندونه د لړم له لکۍ او د اوږد پښي پلار نه نیولې تر د خسک وړو پښو او ګرد ډبل بدن شته. د ځینو بدن ېې وېښته هم لري. لکه د ټولو ارترو پوډ په څېر اراکنید هم په برخو وېشل شوی بدن لري، سخت بهرنۍ اسکلیټ لري، بدن ېې پیوندونه لري، ډېر ېې نور حیوانات ښکار کوي. اراکنید زامې نلري، ځنې اراکنید د خپلې خولې لاړې د خپل ښکار بدن ته تذریق کوي او له هغې وروسته د ښکار شوي حیوانان د بدن مایع زبېښي. مګر د ځینو مکمل بدن یوه سیمه جوړوي لکه د سپږو، خسکو او اوږد پي پلار. دغې سیمې ته د پروزوما یا سیفالوتورکس(سراو مری) او بطن یا اوپیستوزوما وایي. د سترګو جوړښت ېې ساده ده.


سیفالوتورکس ېې سخت پوښ لري چې دغه پوښ د کاراپاس یا سخت قاب یا کاسه ورته وایي او په دې کاراپاس پسې شپږ جوړه ضمیمې نښتي چې اولې جوړې ته ېې د کېلیسوري نوم اخلې او خولې ته ېې نږدې وي په زیاتو ډولونو کې دغه جوړه ضمیمې د پنس شکل لري لکه په لړم کې، چې ډېر وخت دغه ضمیمې د ښکار د نیولو لپاره کاریږي او په ډېرو کې دغه پنسونه په لاندې برخه کې زهري کیسه لري. د ضمیمې دویمې جوړې ته ېې د پیډي پالپ یا پالپ نوم اخیستل کیږي چې په اراکنید کې د لمس دغړي په توګه کاریږي. په غڼو او اوږد پښي پلار کې دغه ضمیمه د پښو په څېر دي مګر په لړم کې کېلټ یا کېلیسوري په څېر ښکاري. د ضمیمو نورې څلور جوړې قدم وهونکې پښې دي د کومو په ذریعه چې حرکت کوي. د څلور جوړو ضمیمو کې اوله جوړه ځنې اراکنید د لمس لپاره کاروي لکه بې لکۍ لړم. په ځنې خسکو کې چې کله واړه وي دغه څلور ضمیمې مکملې نه وي یوازې دوه یا درې جوړې پښې لري خو کله چې بلوغیت ته ورسیږي بیا څلور جوړې شي. په ډېرو اراکنید کې سر او مری (سیفالوتورکس) او بطن سره وصل وي خو په ځنې اراکنید کې بیا لکه د ساقې په څېر یو تونل دواړه سره وصل کړي وي. بطن ېې له ۱۳ برخو جوړ وی چې د سومایت په نامه یادیږي. اولې برخې ېې یوازې په وړو کې لیدل کیږي او کله چې بلوغیت ته ورسیږي دغه اولنۍ برخې ورکې شي. په ځینو کې میسزوما موجوده وي چې له ۷ برخو جوړه شوی او میتازوما چې له پنځه برخو جوړه ده.


خپرېدل او پرېماني پرته له ځنې اراکنیدو چې په اوبو کې ژوند کوي ټول په وچه کې ژوند کوونکي د بل حیوان ښکار کوونکي دي. د غڼو د ډلې نوم ېې ارانیدا، د کروندګر یا اوږد پښي پلار د ډلې نوم ېې اوپیلیون، د فالس لړمانو د ډلې نوم ېې پسودوسکورپیون ده. او په اراکنید کې سپږې او خسک د اراکنید فرعي کلاس ده. په ټوله نړۍ کې شته دي. ځنې ېې په ګرمو او نیمه ګرمو سیمو کې ژوند کوي لکه د لمر غڼه، د بادونو لړم، بې لکۍ وایپ لړم. د مثل تولید په ډېرو موردونو کې نر په مستقیمه توګه ښځې ته سپیرماتوزوا نه انتقالوي. خپله کې مراسم لري او د همدې مراسمو له لارې ښځینه دې ته اړ باسی چې د سپرمو ژلاتینی کپسول ومني. د جنسي نزدیکت په وخت کې سپرم یوې کیسې ته چې د ښځینه د مثل تولید په سیستم کې ده انتقالوي چې د سپیرماتیکا په نامه یادیږي. ډېر اراکنید خپلې هګۍ په خاوره یا بلې محفوظې سیمه کې کوي او له هګیو کولو وروسته ېې خیال نه ساتي. خو د ځنې ګرموسیمو اراکنید بیا له خپلو هګیو سره پاتې کیږي او ساتنه ېې کوي. د ځنې لړمانو هګۍ په خیټه پسې لاندې نښتې وي او له ځان سره ېې ګرځوي. په ځنې لړمانو کې هګۍ د مور په خېټه کې وده کوي او بچیان ېې پیدا کیږي. د ډېرو وړو اراکنیدو د وړوکتوب د ژوند په اړه کافي مالومات نشته. ایکولوژي او چلند ډېر اراکنید سره له دې چې پرېمانه دي خود پټ ژوند کولو په وجه په چاپیریال کې نښکاري. ځنې سپږې او خسک پرازیت دي، ځنې غڼې اوبو ته نږدې ژوند کوي، ځنې خسک اوبلن دي او په اوبو کې ژوند کوي. ډېر اراکنید یواځې ژوند کوي او د لنډ وخت لپاره د جنسي نزدیکت په وخت کې راغونډیږي. سره له دې چې بهرنۍ کلک پوستکی لري له اوبو لرې والی کوي ډېر ېې په محفوظه سیمه کې ژوند اختیار کوي. ځنې ېې په سمڅو، خاور او د دېوارونو په سوریانو کې ژوند کوي. کوم ېې چې په سمڅو کې ژوند کوي ډېر ېې سترګې نلري. ځنې ېې غږ هم کوي. خواړه ډېر اراکنید په نورو وړو ارتروپوډ باندې خپل ځان تغذیه کوي. ځنې ېې د بوټو پرازیت دي لکه خسک او ځنې غڼې، ځنې ېې د ژوند څو دورې لري لمړی له حیواناتو بیا له بوټو خپل خواړه زبېښي. کوم چې پرازیتي دي د خولې برخه کې د زبېښلو لپاره غړي لري. ځنې ېې چې نور حیوانات ښکار کوي له ښکار کولو وروسته ېې بدن کې سوری کوي او د بدن په مایعاتو ېې ځان تغذیه کوي. ټول اراکنید په ډېره فعاله توګه خپل ښکار پسې ګرځي خو ډېر ېې بیا انتظار کوي

تړلې لیکنې سمول

غڼه