اراسموس ډاروین

اراسموس رابرټ ډاروین (۱۲ د ډسمبر ۱۷۳۱ زېږېدنه – ۱۸ د اپریل ۱۸۰۲ مړینه) انګلیسی ډاکټر و. د میډلینډ روښانتیا یو له مهمو مفکرینو، طبیعي فیلسوف، فزیولوژیست، د غلامانو د سوداګرۍ د لغوه کولو غوښتونکی،  اختراع کوونکی او شاعر و.[۱][۲]

د هغه په شعرونو کې ډېری طبیعي تاریخونه، چې له هغې ډلې د ودې یا تکامل او د ژوند د ټولو ډولونو د تړاو څرګندونه په کې شامله ده.

هغه د ډاروین – ویج ووډ د کورنۍ غړی و، چې په هغې ډلې کې د هغه لمسی چارلس ډاروین او فرانسیس ګالټن هم شامل دي. ډاروین د برمینګهم د قمري ټولنې، چې د مخکښو صنعتکارانو او طبیعي فیلسوفانو د بحث ټولنه وه، بنسټ ایښودونکی غړی و.

درېیم جورج له ده غوښتي و چې د پاچا ډاکټر شي، خو ده یې غوښتنه رد کړې وه.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې سمول

ډاروین په ۱۷۳۱ ز کال کې د انګلستان نیوارک-ان-ټرینټ ته نږدې د نوټینګمشایر په ایلسټون هال کې زیږیدلی، رابرټ ډاروین د ایلسټون (۱۶۸۲-۱۷۵۴) چې یو وکیل او ډاکټر و او د هغه مور الیزابیت هیل (۱۷۰۲-۹۷)  په اوو ماشومانو کې ترټولو کوچنی زوی و، د اراسموس نوم د هغه د کورنۍ د یو شمیر غړو له خوا کارول شوی چې دا نوم د هغه د نیکه اراسموس ارل له نوم نه اخیستل شوی چې د اولیور کروم ویل په مشرۍ د انګلستان نظامي ډلګی مشر و. خویندې او وروڼه يې دا دي:[۳]

  • رابرټ وارینګ ډاروین (۱۷ د اکتوبر ۱۷۲۴ – ۴  د نومبر ۱۸۱۶)
  • الیزابیت ډاروین (۱۵ د سپټمبر ۱۷۲۵ – ۸ د اپریل ۱۸۰۰)
  • ویلیم الوی ډاروین (۳ د  اکتوبر ۱۷۲۶ – ۷  د اکتوبر ۱۷۸۳)
  • این ډاروین (۱۲ د نومبر ۱۷۲۷ – ۳ د اګست ۱۸۱۳)
  • سوزانا ډاروین (۱۰ د اپریل ۱۷۲۹ – ۲۹ د سپتمبر ۱۷۸۹)
  • جان ډاروین، د ایلسټون رییس (۲۸ د سپټمبر ۱۷۳۰ - ۲۴ د مې ۱۸۰۵)

هغه په چیسټرفیلډ ګرامر ښوونځي کې، بیا وروسته د کیمبرج په سینټ جان کالج، کې زده کړې وکړې. هغه خپلې طبي زده کړې د اډینبورګ طبي پوهنتون کې ترلاسه کړې؛ دا لا معلومه نه ده چې ایا هغه کله هم د MD رسمي سند ترلاسه کړی و، که نه.[۴]

ډاروین په ناټینګهم کې په ۱۷۵۶ ز کال کې د یو ډاکټر په توګه ژوند پیل کړ، خو له لږو پرمختګونو سره مخ شو او په راتلونکي کال کې لیچفیلډ ته لاړ ترڅو هلته یې کارونه په ښه توګه پر مخ لاړ شي. د هغه له راتګ نه څو اونۍ وروسته، د درملنې د نوي کورس په پیلولو سره، هغه د یو ځوان کب نیونکي ژوند چې د مړینې په حال کې و وژغوره. په دې کار سره هغلته د ډاروین د بریالیتوب تضمین وشو. ډاروین په میډلینډز کې له پنځوسو کلونو ډېر یو تکړه او بریالی ډاکټر و. دریم جورج هغه ته بلنه ورکړه چې شاهي طبيب شي، خو ډاروین ونه منله.[۵]

شخصي ژوند سمول

ډاروین دوه ځله واده کړی او ۱۴ ماشومان یې درلودل، د دوو لورګانو په ګډون چې له یوې کارمندې نه یې په نامشروع توګه وه او ښايي یوه بله نامشروع لور یې هم وي.

په ۱۷۴۷ ز کال کې هغه د مري (پولي) هاوارډ (۱۷۴۰-۱۷۷۰) د چارلس هاوارډ لور سره واده وکړ. هغوی څلور زامن او یوه لور درلوده، چې دوه یې (یو زوی او یوه لور) په ماشومتوب کې مړه شوي وو:[۶]

  • چارلس ډاروین (۱۷۵۸-۱۷۷۸)، طبیعت پوه
  • ایراسموس ډاروین) ۱۷۵۹-۱۷۹۹(
  • الیزابیت ډاروین (۱۷۶۳، څلور میاشتې ژوندی پاتې شو)
  • رابرټ وارینګ ډاروین (۱۷۶۶-۱۸۴۸)، د طبیعت پوه چارلس ډاروین پلار
  • ویلیم الوی ډاروین (۱۷۶۷چې ۱۹ ورځې ژوندی پاتې شو)

د ډاروین لومړۍ مېرمن په ۱۷۷۰ ز کال کې مړه شوه. د رابرټ د څارنې لپاره مري پارکر د روزونکې  په توګه وګومارل شوه. د ۱۷۷۱ ز کال په وروستیو کې، ګومارونکي او کارمندې یو او بل سره نږدې اړیکې درلودې او  دوه نامشروع لورګانې یې درلودې:

  • سوزانا پارکر (۱۷۷۲-۱۸۵۶)
  • مري پارکر جونیر  (۱۷۷۴-۱۸۵۹)

سوزانا او مري جونیر وروسته د نجونو لپاره د لیلیې ښوونځی تاسیس کړ. په ۱۷۸۲ ز کال کې، مري له جوزف ډی (۱۷۴۵-۱۸۱۱) سره، چې د برمنګهم یو سوداګر و واده وکړ، او له هغه ځایه لاړه.

مړینه سمول

ډاروین د ۱۸۰۲ ز کال د اپریل په ۱۸ نېټه څو اونۍ وروسته له هغه چې د ډربي په شمال کې Breadsall Priory ته لاړ په ناڅاپه توګه مړ شو.  د ۱۸۰۲ ز کال میاشتنۍ مجلې د ډاکټر ډاروین په ژوندلیک د یادښتونو په راپور کې لیکي چې «په تیرو څو کلونو کې، ډاکټر ډاروین د خپلې سینې او سږو له التهاب یا پاړسوب سره مخ و؛ هغه د دې ناروغۍ خورا جدي حمله تېره کړې وه. په وروستي پسرلي کې، د څو ځله وینې ضایع کولو وروسته، د یو جراح په مرسته، په ​​​​ډیرې سختۍ سره روغ شو».[۷]

بیوګرافیک یادښتونه لیکي، چې «د ډاروین د مرګ په هکله بېلابېلې څرګندونې شته: ښايي د ډاروین مړینه د سړې تبې له امله پېښه شوې وي. ډاکټر فاکس دا ناروغۍ چې د ډاروین د مړینې لامل شوې د د سینې انژین بولي».

د هغه مړی د بریډسال په ال سینټز کلیسا کې ښخ شوی دی.

لیکنې سمول

د بوټي پېژندنې کارونه او د لیچفیلډ بوټي پېژندنې ټولنه سمول

ډاروین په «لیچفیلډ کې د بوټي پېژندنې ټولنه» رامنځته کړه چې تل په غلط ډول د لیچفیلډ بوټي پېژندنې ټولنې په نوم یادېدله (له نوم پرته، یوازې د دریو کسانو، اراسموس ډاروین، سر بروک بوتبي او ښاغلی جان جیکسن، د لیچفیلډ کلیسا سرپرست له خوا جوړه شوې وه) د کارل لینیوس سویډني بوټي پېژندونکي د اثارو ژباړې له لاتین نه انګلیسي ته اوه کاله وخت ونیو. پایله یې دوه خپرونې وې: د ۱۷۸۳ او ۱۷۸۵ ترمنځ د سبزیجاتو یا سبو سیسټم، او په ۱۷۸۷ ز کال کې د بوټو کورنۍ وې. ډاروین په دې ټوکو کې، د ډېریو بوټو یا نباتاتو انګلیسي نومونه چې موږ یې نن ورځ کاروو رامنځته کړه. [۸][۹][۱۰]

ډاروین بیا د «بوټو یا نباتاتو مینې»، په نوم یو اوږد شعر ولیکه، چې دا د لینه د مشهورو اثارو توضیح وه. ډاروین د نباتي اقتصاد په نوم هم کتاب ولیکه، او دا دواړه اثار یوځای د بوټې پېژندنې د باغ په نوم خپاره شوو. هغه نور لیکوالان چې دی یې تر تاثیر لاندې راوست انا سیوارډ او ماریا جیکسن وو.

زونومیا سمول

د ډاروین ترټولو مهم علمي اثر، Zoonomia (۱۷۹۴-۱۷۹۶)، د رنځپوهنې د سیسټم او د «نسل» په اړه یو فصل لري. د اراسموس ډاروین اثار د هغه د طبیعت پوه لمسي چارلس ډاروین له خوا لوستل شوي او تبصره يې پرې کړې ده. اراسموس ډاروین خپلې تیورۍ د ډیویډ هارټلي د رواني تیوري پر بنسټ رامنځته کړې دي. [۱۱]

نور فعالیتونه سمول

ډاروین په ۱۷۶۱ ز کال کې د شاهي ټولنې د غړي په توګه وټاکل شو.[۱۲]

د قمري ټولنې سربیره، اراسموس ډاروین د خپل اوښي سمویل فاکس په شان له نفوذ لرونکې ډربي فلسفي ټولنې سره تړاو درلود. هغه، هوا او ګازونه د ناروغانو د انتاني او سرطاني ناروغیو د کمولو لپاره  تر ازمویښت لاندې ونیول. په کلیفټن کې پنیوماتیک انسټیټیوټ په ۱۷۹۹ کې د دې نظرونو د کلینیکي ازموینې لپاره تاسیس شو. هغه د ورېځو د جوړښت په هکله څېړنه وکړه، چې پایله یې په ۱۷۸۸ کال کې یې خپره کړه.

ډاروین په ۱۷۹۲ کې، په فلاډیلفیا کې د امریکا د فلسفي ټولنې د غړي په توګه وټاکل شو.[۱۳][۱۴]

سرچينې سمول

  1. Hassler, Donald M. (1963). Erasmus Darwin (په انګلیسي ژبه کي). د کتاب پاڼې 164. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Graves, Joseph L (2003). The Emperor's New Clothes: Biological Theories of Race at the Millennium. د کتاب پاڼې 57. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8135-3302-5. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Burke's Landed Gentry, Darwin formerly of Downe, 1966
  4. کينډۍ:Acad
  5. Duffin, C.J.; Moody, R.T.J.; Gardner-Thorpe, C. (2013). A History of Geology and Medicine. Geological Society. د کتاب پاڼې 336. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86239-356-1. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. کينډۍ:Cite ODNB
  7. "Darwin Correspondence Project". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. George 2014.
  9. Uglow 2002b.
  10. Uglow 2002a.
  11. "Erasmus Darwin, Zoonomia: Project Gutenberg text XXXIX.4.8". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Hassler, Donald M. (1963). Erasmus Darwin (په انګلیسي ژبه کي). د کتاب پاڼې 164. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Shelley, Mary. "Introduction" Frankenstein (1831 edition) Gutenberg "Many and long were the conversations between Lord Byron and Shelley, to which I was a devout but nearly silent listener. ... They talked of the experiments of Dr. Darwin, (I speak not of what the Doctor really did, or said that he did, but, as more to my purpose, of what was then spoken of as having been done by him,) who preserved a piece of vermicelli in a glass case, till by some extraordinary means it began to move with voluntary motion." [underlining added]