اراده، دارادې ذهني حالتونه دي چې فاعل ( استازی) په کې د عمل جريان ( بهیر) ته ځانونه سپاري او ژمنه کوي. پلان لرل چې سبا ته له ژوبڼ څخه ليدنه وکړې، د ارادې يوه بېلګه ده. د عمل پلان د ارادې منځپانګه ده، په داسې حال کې چې تعهد او ژمنتيا د دې منځپانګې پر وړاندې يوچلند ( سلوک ) دی. نور ذهني حالتونه کولی شي، د هغې د منځپانګې په توګه د عمل پلانونه ولري. کله چې يو چا ته يو پلان ښه ښکاره شي، مګر له ارادو سره توپير لري؛ ځکه چې دوی د دې پلان د درک کولو لپاره يو عملي ژمنتيا ( تعهد) نه رانغاړي. بريالۍ ارادې، د يوه عمل د ارادي جريان ( بهیر) په اړه راوړي، په داسې حال کې چې نابريالۍ ارادې، په داسې کولو کې ناکامېږي. ارادې، لکه: د نورو ذهني حالتونو په شان، اراديت لري، يعنې دا چې دوی د چارو ممکن حالتونه څرګندوي.

د ارادې نظريې هڅه کوي، چې د ارادو بېلوونکې بڼې راونغاړي. د باور – هيلې نظريه، په دودیز ډول واکمنه رسېدنه ده. د دې د يوې ساده نسخې له مخې، د ارادې لرل پرته له دې يو عمل د تر سره کولو له هيلې او له يوه باور نه چې يو څوک به يو عمل تر سره کوي، نور هېڅ نه دي. د باور – هيلې نظريې، په مکرر ډول د هغه واقعيت پر بنسټ نقد شوي دي، چې د يوه عمل تر سره کولو ته باورونه او هيلې يو هم يوه عملي ژمنتيا نه رانغاړي چې دا نظر ډېر واري په ګڼو برعکس بېلګو کې تشرېح شوی دی. د ارزونې نظريه هڅه کوي، چې په دې ستونزه د غير مشروط اصطلاحاتو کې د ارادو د تشرېح کولو په واسطه غالب شي. داسې ويلی شو چې، ارادې د ښه په توګه په څه نسبت کې يوازې د عمل ارادي جريان يا بهیر نه وړاندې کوي، مګر ټول شيان د ښه په توګه په نظر کې نيول شوي دي. دا رسېدنه د ځان د اداره کولو (akrasia) د حالتونو په تشرېح کې ستونزې لري. د بېلګې په توګه: هغه استازي تل د هغه څه د کولو اراده نه کوي، چې د عمل د تر ټولو غوره بهیر( جريان) په توګه يې ويني. په نږدې ډول يوه اړوند ارادې نظري، په غيرمشروط ارزونو سره نه؛ بلکې په ځواکمنو يا د نورو په نسبت په یاد وړ هيلو سره يې مشخص کوي. دا بيانوي چې، د کوم څه د کولو اراده په هيلو کې ډېره شاملېږي. د دې نظريې مخالفينو، د دې موخې په ښودلو سره ګڼې برعکس بېلګې په ښکاره الفاظو کې بيان کړې دي، چې ارادې تل دعامل په تر ټولو لويې هيلې سره نه په يو وخت او ځای کې نه رامنځته کېږي. یاد شوو نظرياتو ته يوه بله نظريه د ايزابيت انسکومب (Elizabeth Anscombe) له سببه ده اوهغه د ارادو او عملونو تر منځ بېلوالی نفې کوي. د نوموړې نظریې پر بنسټ : د يوې موخې اراده، وار له مخه د دې موخې پر لور د عمل يوه بڼه ده او د همدې له امله يو بېل ذهني حالت نه دی. دا دليل د هغو حالتونو د تشرېح کولو هڅه کوي، چې ارادې او عملونو ته په يوازې حالت کې راځي. په دې توګه چې کله استازی په برحاله د هغوی د پلان د درک کولو پر لور يا د ناکامو عملونو  په حالت کې کوم څه نه کوي. د ځان د ارتجاعيت نظریه وړانديز کوي چې، ارادې ځاني ارتجاعي دي، په دې ډول چې دوی يوازې د عمل ارادي بهیر نه وړاندې کوي؛ بلکې خپل ځان د عمل د سبب په توګه وړاندې کوي. هغه ادعا کوي چې، د ارادې د منځپانګې په کچه باندې واقع کېږي، له دې امله، اعتراض کړی شوې ده.

د ارادې (Intention) وییکی د مرتبطو پديدو يوې ډلې ته راجع کېږي. د دې دليل لپاره د نظرياتو پوهانو د ناسم پوهاوي د مخنيوي په موخه، ډېری وختونه د ارادو ګڼ ډولونه له يوه بله بېلوي. تر ټولو زيات بحث شوی توپير د ارادي او ناڅاپي ارادو تر منځ دی. ارادي پریکړې چې لومړنۍ ارادې هم ورته وايي، د راتلونکي لپاره پلانونو ته شاملېږي. دوی د راتلونکي پلان د لرې والي له مخې فرعي ډلبندي کېدلی شي. Proximal ارادې هغه پلانونو ته شاملېږي چې، يو څوک غواړي همدا اوس يې تر سره کړي، په داسې حال کې چې distal ارادې له لرې راتلونکي سره اړيکه او علاقه لري. له بلې خوا ناڅاپي ارادې هغه ارادې دي، چې استازی په پوښتنه کې د عمل د تر سره کولو پر مهال رهبري کوي. دوی ته د عمل په دننه کې ارادې يا په عمل پورې تړلې ارادې هم وايي. د ارادې (Intention) اصطلاح، په عادي ډول متوقع مفاهيمو يا پايلو ته راجع کېږي، چې استازی هڅوي، مګر په ځينو حالتونو کې هیله مندو جانبې اغېزو ته راجع کېدی شي، چې استازي ته نه مفاهيم دي او نه پایلې. په دې حالت کې ځينې وختونه د ضمني يا غير مستقيمې ارادې (oblique intention) اصطلاح کارول کېږي. ارادې په عقلي ډول د ارزونې( evaluable  )دي. دوی يا عقلي دي او يا غير عقلي. شعوري ارادې د ارادې نمونه يي بڼې دي: په دوی کې استازي، د دوی له موخو څخه خبر دی، مګر دا وړانديز شوی دی، چې عملونه کولی شي، د غير شعوري ارادو په واسطه هم رهبري شي، چې استازی يې په اړه نه دي خبر.

د ارادو تشکيل ځينې وختونه، د عمل د هيله بښوونکو متبادلو يا اختياري دورو د غور او فکر په واسطه مخکې دي او کېدای شي، په هغو پریکړو کې رامنځته شي، چې استازې يې په کې د دې اختياراتو تر منځ ټاکنه کوي. ارادې د نوښت، پياوړي کولو او پای ته د رسولو لپاره مسؤلې دي او په مکرر ډول د دې تشرېح کولو لپاره کارول شوي دي، چې ولې خلک په يوه ځانګړي سلوک کې بوختېږي. د ارادو په اصطلاحاتو کې د نورو په سلوک پوهېدل وار له مخه په کوچنيوالي کې رامنځته کېږي. په دې برخه کې مهم د حرکاتو، اشارو، پاملرنې او د سترګو د حرکت ونډه ده، چې د نورو په ارادو وپوهېږو او ګډې ارادې تشکيل کړو. د عمل په فلسفه  کې يوه مرکزي پوښتنه دا ده، چې ایا د ټولو ارادي عملونو لپاره دا سمه ده چې دوی د ارادو په واسطه مسبب دي. د سببي عمل نظريې موخه لري، چې د وار له مخه شته سلوکياتو او فاعلي معيارونو د ارادي سلوکياتو د مشخص کولو د څرنګوالي پر بنسټ سلوک اټکل کړي. په اخلاقو کې اردي او شعوري اصل بيانوي چې، که چېرې يو په اخلاقي ډول جايز وي، ځينې وختونه د دې عمل د تر سره کولو لپاره د استازي په ارادې ډډه لګوي.

پېژند(تعریف) سمول

اراده، ارادې ذهني حالتونه دي چې د هغه عمل پلان شاملوي چې استازي خپل ځان ورته ژمن بولي، لکه: د عمل پلانونه، دوی کولی شي سلوک رهبري کړي. د عمل پلان د ارادې منځپانګه تشکيلوي، په داسې حال کې چې ژمنتيا د دې منځپانګې پر وړاندې د استازي سلوک دی. د ارادې کليمه کېدلی شي دواړو ارادو ته وکارول شي. يعنې د راتلونکو ارادو، چې لا تر اوسه نه دي تر سره شوې او هغو ارادو ته سلوکيات همغه ډول چې رامنځته کېږي رهبري کوي. د ارادو وروستی هغه يې، لکه څرنګه چې پرې بحث وشو، ناڅاپي ارادې نومول کېږی. سبا ته د مطالعې اراده د راتلونکو ارادو يوه بېلګه ده، په داسې حال کې چې، د درې نمرو په ترلاسه کولو سره د يوې لوبې د ګټلو هڅه، په عمل پورې تړلې اراده شاملوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

Folk Psychology [د عمومي حس روانپوهنه هم ورته وايي] د باورونو، هيلو او ارادو په ګډون، د ذهني حالتونو پر بنسټ د انسان سلوک تشرېح کوي. دا وضاحت ( تشرېح) د هغې نظريې پر بنسټ ده، چې غواړي هڅوونکي سلوک او باورونو ته، د سلوک د مطلوبې موخې پر لور لارښوونه وکړي. دا کولی شي، د سببي ځنځير په اصطلاحاتو کې وپوهېدل شي. د بېلګې په ډول: هيلې د ارادو سبب کېږي، ارادې د عملونو سبب کېږي او عملونه د مطلوبې پایلې د تحقق سبب کېږي. [۹][۱۰][۱۱]

سرچينې سمول

  1. Honderich, Ted (2005). "Intention". The Oxford Companion to Philosophy. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Setiya, Kieran (2018). "Intention". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Mele, Alfred R. (15 January 2009). "40. Intention and Intentional Action". The Oxford Handbook of Philosophy of Mind (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Craig, Edward (1996). "Intention". Routledge Encyclopedia of Philosophy. Routledge. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Borchert, Donald (2006). "Intention". Macmillan Encyclopedia of Philosophy, 2nd Edition. Macmillan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Oppy, Graham. "Propositional attitudes - Routledge Encyclopedia of Philosophy". www.rep.routledge.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Pacherie, Elisabeth; Haggard, Patrick (2010). "What Are Intentions?". Conscious Will and Responsibility. A tribute to Benjamin Libet. Oxford University Press: 70–84. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Searle, J.R. (1983). Intentionality: An essay in the philosophy of mind. Cambridge, England: Cambridge University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Astington, J.W. (1993). The child's discovery of the mind. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Perner, J. (1991). Understanding the representational mind. Cambridge, Massachusetts: Bradford Books/MIT Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Malle, Bertram F.; Knobe, Joshua (March 1997). "The Folk Concept of Intentionality". Journal of Experimental Social Psychology. 33 (2): 101–121. doi:10.1006/jesp.1996.1314. S2CID 14173135. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)