ادراک (پوهېدنه)

ادراک (په انګلیسي: cognition) د «فکر، تجربې او حسونو له لارې د پوهې د لاس‌ته راوړلو لپاره ذهني عمل یا لړۍ» ته ویل کېږي. د فکري کړنچارو او بهیرونو ګڼ‌شمېر اړخونه په‌کې شامل دي، لکه: نومېرنه (درک)، پاملرنه (توجه)، جاجنه (تفکر)، د پوهې تړښت، حافظه او کاري حافظه، قضاوت او ارزونه، استدلال او «محاسبه»، د ستونزو حلوَنه او تصمیم‌نیونه، مفهوم او د ژبې زېږون. ادراکي بهیر د اوسنۍ پوهې په کارولو سره نوې پوهه رابرسېري. [۱]

ادراکي بهیرونه په بېلابېلو برخو کې (په تېره بیا لاندې څانګو کې)، د بېلابېلو لرلیدونو له لارې شنل کېږي: ژبپوهنه، موسیقي‌پوهنه، بې‌هوښي، عصبي علوم، سادرملنه، ساه پوهنه، زده‌کړه، فلسفه، وګړپوهنه، ژوندپوهنه (بیولوژي)، سیستم‌پوهنه، سولپوهنه (منطق)، او د کمپیوټر ساینس. د ادراکي علومو په پراختیایي څانګه کې – په تدریج سره مستقله اکاډمیکه څانګه – د ادراک د شننې په موخه، نوموړې او هغو ته ورته تګلارې ترکیب شوې دي. [۲]

آرپوهنهسمول

د cognition (ادراک) وییکي مخینه پنځلسمې زېږدیزې پېړۍ ته رسېږي، کله چې دغه وییکی د «جاجنې او پوهاوي» په معنا ؤ. ګړنه د لاتین ژبې له cognitio (ازمایل، زده‌کول او یا پوهه) نه راغلې، چې دغه وییکی په خپل وار سره د cognosco فعل نه اخېستل شوی – د con (ورسره) او gnōscō (پوهېدل) یو جوړښت. د نوموړي فعل وروستۍ نیمایي برخه (gnōscō) په‌خپله د یوناني ژبې «gi(g)nόsko» فعل سره هم‌آرې ده (γι(γ)νώσκω، «زه پوهېږم» یا «زه پېژنم»).[۳][۴][۵]

لومړني مطالعاتسمول

که څه هم د cognitive وییکي مخینه پنځلسمې زېږدیزې پېړۍ ته رسېږي، خو ادراکي لړیو ته کابو اتلس پېړۍ دمخه پام ورګرځول شوی ؤ، چې له ارستو (۳۸۴ تر ۳۲۲ز) سره پیلېږي؛ ارستو ذهني دننیو فعالیتونو او د وګړو پر تجربه باندې د هغوی د اغېزې څرنګوالي ته ډېره لېوالتیا درلوده. هغه د حافظې، نومېرنې او ذهني انځورَونې پر ادراکي برخو باندې تمرکز وکړ او ډېره ورته مهمه وه، چې ډاډ ترلاسه کړي چې مطالعات یې د تجربي شواهدو پر بنسټ دي، یعنې داسې علمي معلومات وړاندې کړي چې په پوره امانت‌دارۍ سره له مشاهدې او تجربو نه راغونډ شوي وي. دوه زره کاله وروسته، د روښانتیا پېر په ترڅ کې د جان لاک او دوګالد سټیوارت له‌خوا د ادراک نومهالو مفهومونو لپاره بنسټ کېښودل شو (چې دوی د داسې یوه موډل د پنځونې لپاره هڅه کوله، چې مفکورې په کې ترلاسه او حافظې ته وسپارل شي او وروسته بیا د خپل په خوښه تنظیم کړل شي).[۶][۷][۸]

د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې، ادراکي موډلونه هم په فلسفه – په تېره بیا د ذهني فلسفې په اړه  لیکوالانو له‌خوا – او هم په رنځپوهنه کې – په ځانګړې توګه د هغو رنځپوهانو له‌خوا چې د لېونتوب د درملنې پر څرنګوالي باندې د پوهېدو په لټه کې وو، وپنځول شول. په بریټانیا کې، دغه موډلونه په څېړنتونونو (اکاډمیو) کې د ځینو پوهانو (لکه د لندن پوهنتون په کالج کې، جېمز سولي) له‌خوا تر څېړنې لاندې ونیول شول او ان په ۱۸۹۰ز کال کې د لومړنیو زده‌کړو پر ملي قانون باندې د غور پر مهال د سیاستوالانو له‌خوا وکارول شول. [۹]

ساه پوهنه په اروپا کې، د یوې مخ په ودې مطالعاتي څانګې په توګه راڅرګنده شوه، په امریکا کې هم ګڼ‌شمېر لارویان لري؛ د وېلهلم وونټ، هرمن ابینګهاوس، ماري ویټون کالکېنز او ویلیام جېمز په څېر ساینس‌پوهانو د انساني ادراک اړوند مطالعاتو کې خپلې لیکنې وړاندې کړې.

لومړني تیوري‌پوهانسمول

وېلهلم وونټ (۱۸۳۲ تر ۱۹۲۰ز) پر هغه باور باندې ټینګار لري، چې هغه یې باطن‌ليدنه (introspection) نومولې ده – د یوه وګړي د دنننیو احساساتو ازمېښت. د باطن‌ليدنې په لړ کې، اړینه ده چې ازمایل کېدونکی وګړی په دقت سره خپل احساسات د امکان تر بریده په عیني بڼه بیان کړي، ترڅو د وونټ له انده وړاندې شوي معلومات، «علمي» وارزول شي. که څه هم د وونټ لیکنې په هېڅ ډول لږې نه‌دي، نومهاله ساه پوهان د هغه میټودونه په بشپړه توګه ذهني بولي او د وګړي د ادراکي بهیر په اړه د پایلو ترلاسه کولو لپاره، د ازمېښت لا عیني لړیو باندې یې ډډه‌لګونه غوره ګڼي.[۱۰][۱۱]

هرمن ابینګهاوس (۱۸۵۰ تر ۱۹۰۹ز) ادراکي مطالعات سرته ورسول، چې له آره د انسان د حافظې فعالیت او ځاییدنه (ظرفیت) په کې ازمایل کېدل. ابینګهاوس خپل ازمېښتونه وپنځول چې په ترڅ کې یې له ۲۰۰۰ نه زیاتو څپو له مخې داسې وییکي جوړ کړل، چې شتون یې نه‌درلود ،(لکه: EAS). وروسته یې بیا د دغو غیرواقعي وییکو په زده‌کړه کې خپله وړتیا وازمایله. د وییکو د معنا ورکولو پر څرنګوالي باندې د پخوانۍ شته تجربې د اغېزې کنټرول کولو او همدا راز په اسانۍ سره د هغو د یادولو په موخه، هغه لاسي د واقعي وییکو پر ځای، غیرواقعي وییکي وټاکل. ابینګهاوس یو لړ لاملونه وانګېرل او مشاهده کړل، چې کېدای شي د غیرواقعي وییکو د زده‌کړې او رایادونې پر وړتیا باندې اغېزه ولري. یو له هغو لاملونو نه، چې هغه په پایله کې وليد، د لمسوونکو وییکو د لیکلړ وړاندې کولو او د ورته لیکلړ له یاده لوستلو او یا رایادولو ترمنځ مهالیز واټن ؤ. ابینګهاوس لومړنی کس دی چې د «زده‌کړې منحني» او «هېرولو منحني» یې ثبت او رسم کړلې. د هغه مطالعات، د لړیزو سکالوګانو زده‌کړه او پر حافظې باندې یې د اغېزو په اړوند څېړنو کې، په پراخه توګه اغېزمن تمام شول. [۱۲][۱۳][۱۴]

ماري وېټون کالکېنز (۱۸۶۳ تر ۱۹۳۰ز) د ارواپوهنې په ډګر کې د امریکا یوه اغېزمنه مخکښه وه. د هغې فعالیت هم د انسان د حافظې پر ظرفیت باندې متمرکز ؤ. کولای شو د «وروستۍ اغېزې»تر نامه لاندې یوه متداوله تیوري، د هغې ترسره شویو فعالیتونو ته اړوند وګڼو. «وروستۍ اغېزه»، چې د وروستي ازمېښت په برخه کې هم ورباندې بحث وشو، د وګړو هغه لېوالتیا ده چې هغو ته د لمسوونکو په یوې لړۍ کې د وروستیو وړاندې شویو برخو د بیا رایادولو وړتیا وربښي. د کالکېنز تیوري له نوموړې مطالعې او حافظې ته اړوند د هرمن ابینګهاوس ترسره شویو ازمېښتونو له پایلو سره نږدې اړیکه لري.[۱۵][۱۶]

ویلیام جېمز (۱۸۴۲ تر ۱۹۱۰ز) د ادراک علم په تاریخ کې یوه بله نامتو څېره ده. جېمز، پر باطن‌ليدنې باندې د وونټ پر ټینګار او د ابینګهاوس له لورې د بې‌معنا لمسوونکو پر کارولو باندې خورا خوابدی ؤ. هغه د دغو لارو پر ځای، د انسان په ورځني ژوند کې د تجربې پر زده کولو او د ادراک د مطالعې لپاره د هغو پر اهمیت باندې تمرکز وکړ. د ادراک تیوري او مطالعې لپاره د جېمز تر ټولو ستره ونډه، د «ارواپوهنې اصول» تر سرلیک لاندې د هغه درسي کتاب ؤ چې په لومړي سر کې یې د ادراک اړخونه (لکه: نومېرنه، حافظه، استدلال او پاملرنه) ازمایل کېږي.[۱۷]

رِنِه ډیکارت (۱۵۹۶ تر ۱۶۵۰ز) د اوولسمې پېړۍ فیلسوف ؤ، چې له «Cogito, ergo sum.» څیړنې سره راڅرګند شو او ژباړه یې دا ده: «زه فکر کوم، نو له‌دې امله زه شتون لرم». هغه د ادراک او ذهن د مطالعې لپاره یوه فلسفي تګلاره غوره کړه، غوښتل یې چې خلک هم د هغه په څېر ورسره په ګډه فکر وکړي، چې هغه ته ورته پایلو ته ورسېږي، خو د خپل خپلواک ادراک له لارې. [۱۸]

مېتاادراک (ادراک‌پوهنه)سمول

مېتاادراک، له خپلو فکري بهیرونو نه د یوه وګړي پېژندنه او د هغو ترشا بېلګو په اړه پوهاوي ته ویل کېږي. دغه گړنه، د meta له وییکي نه اخېستل شوې، چې د «هاخوا» یا «پورته» په معنا دی. مېتاادراک بېلابېلې بڼې درلودلای شي، لکه: د خپل تفکر پر څرنګوالي باندې فکر کول او د یوې ستونزې د حلولو لپاره له ځانګړو ستراتیژیو نه د ګټې اخېستنې پر مهال د وخت او څرنګوالی په اړه پوهېدل. مېتاادراک، په ټولیز ډول، دوه برخې لري: ۱) د ادراک په اړه پوهه. ۲) د ادراک تنظیمَونه.

مېتامیموري، د «حافظې» او «حافظې ته د مرستندویو» ستراتیژیو په اړه د پوهېدو په توګه تعریفېږي او د مېتاادراک یوه ځانګړې مهمه بڼه ده. په کلتورونو کې د مېتاادراکي پروسس کولو په اړه علمي څېړنې په لومړنیو پړاوونو کې دي، مګر داسې نښې نښانې شته چې په دې تړاو لا ډېر کار ممکن د ښوونکو او زده کوونکو ترمنځ د بین کلتوري زده‌کړو په برخه کې غوره پایلې وړاندې کړي.

د مېتاادراک په اړه د لیکنو مخینه کم تر کمه د یوناني فیلسوف ارستو (۳۸۴ تر ۳۲۲ مخکې تر میلاده) دوو اثرونو ته رسېږي: د روح په اړه (On the Soul) او د طبیعت په اړه لنډې رسالې (Parva Naturalia).

سرچینېسمول

  1. "Cognition". Lexico. Oxford University Press and Dictionary.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Von Eckardt, Barbara (1996). What is cognitive science?. Princeton, MA: MIT Press. د کتاب پاڼي 45–72. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780262720236. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Revlin R. Cognition: Theory and Practice. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Liddell HG, Scott R (1940). Jones HS, McKenzie R (المحررون). "γιγνώσκω". A Greek-English Lexicon. Oxford: Clarendon Press – عبر Perseus Project. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Franchi S, Bianchini F (2011). "On The Historical Dynamics Of Cognitive Science: A View From The Periphery.". The Search for a Theory of Cognition: Early Mechanisms and New Ideas. Amsterdam: Rodopi. د کتاب پاڼې XIV. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Revlin R. Cognition: Theory and Practice. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Matlin, Margaret (2009). Cognition. Hoboken, NJ: John Wiley & Sons, Inc. د کتاب پاڼې 4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Eddy, Matthew Daniel. "The Cognitive Unity of Calvinist Pedagogy in Enlightenment Scotland". Ábrahám Kovács (Ed.), Reformed Churches Working Unity in Diversity: Global Historical, Theological and Ethical Perspectives (Budapest: l'Harmattan, 2016): 46–60. https://www.academia.edu/28249746. 
  9. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The politics of cognition: liberalism and the evolutionary origins of Victorian education"]. British Journal for the History of Science 50 (4): 677–699. December 2017. doi:10.1017/S0007087417000863. PMID 29019300. 
  10. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Psychology as a science"]. Handbook of Psychology 1 (The history of psychology): 1–26. 2003. doi:10.1002/0471264385.wei0101. ISBN 0471264385. 
  11. Zangwill OL (2004). The Oxford companion to the mind. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 951–952. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Psychology as a science"]. Handbook of Psychology 1 (The history of psychology): 1–26. 2003. doi:10.1002/0471264385.wei0101. ISBN 0471264385. 
  13. Zangwill OL (2004). The Oxford companion to the mind. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 276. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Brink TL (2008). ""Memory." Unit 7". Psychology: A Student Friendly Approach. د کتاب پاڼې 126. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Short-term memory at the turn of the century: Mary Whiton Calkin's memory research"]. American Psychologist 47 (2): 170–174. 1992. doi:10.1037/0003-066X.47.2.170. 
  16. Matlin, Margaret (2009). Cognition. Hoboken, NJ: John Wiley & Sons, Inc. د کتاب پاڼې 5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Matlin, Margaret (2009). Cognition. Hoboken, NJ: John Wiley & Sons, Inc. د کتاب پاڼې 5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "René Descartes". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)