ادب او سماج

______پر پښتنو د پښتو ادب اغېز

فېصل فاران

پۀ پښتنو د پښتو ادب اثرات پۀ دوېمه معنا کښې پر ټولنه د ا دب اغېزه د سر ليک تر حده دا يوه مښلې موضوع ده. افلاطون چې د ریپبلک نه شاعر وباسي چې دا د نقل نقل کوي، د دې خبري شا ته هم پۀ ټولنه د ادب د اغېزي سوال پروت وي. دغه بېلبره مښلې او زړه ده. د معنوعيت لۀ مخه دا بېخي مهمه ادبي سوال کېدی شي. خو دغه سوال پۀ اصل کښې يو اړخيزه نۀ دی. د دې بل مطلب دا هم دی چې دا ادب چې د ټولني اغېزه پر ادب باندې وي، ځکه چې ادب پۀ خلا کښې نۀ راټوکېږي. دا پۀ هر حال د معروض ذهني عکس وي. ممکنه ده د داخليت ښکار ځينې مجهول اديبان بودلیر (Baudelaire) رمباد(Rimbaud)، ورلين(Paul Verlaine) غوندي د ذهني غل ډوبۍ ښکار اديبان ئې مثالونه راوړي. سمه خبره دا ده چې د ادب دوهمه معنا ابلاغ او تفهيم ده. خوا کۀ هغه د ابهام د خورې کړې لوړې شا ته ولې نۀ دي. بيا د فرائيډ (Freud)، یونګ (Carl Jung)، اېډلر(Adler) نه پس نفسياتو پۀ ابهام کښې هم ډېري معنې پېدا کړې دي. خو دا هر څۀ کۀ مونږ يو طرف ته کښېږدو او د ادب هغه ټول تاريخ راواخلو کوم چې د اتلسمي صدۍ د فرانس نه وړاندې دی نو ايا پۀ دې کښې د ابهاميت د دغي دورې نه مخکښې ټول ادبي دورونه د څو ذهنونو غل ډوبۍ ښکار ليکوالانو لۀ رويه مونږ رد کولی شو؟ د لوېديځ پۀ ترڅ ختيځ هم د ابهام سره زړۀ راکښون لرلی خو د دې د پاره ئې د ابهام د صنعت پۀ توګه باقاعده يو هنري چوکاټ جوړ کړی دی ځکه دلته معنې لرې دي، غېبې دي خو ورکې نۀ دي. لوېديځ د هغو معنو لټون پۀ فروفېسیز باندې ختمېږي چې د ورکو معنو سره سره ټول متن هم له منځه يوړل شي او د دې نتيجه کښې هم سپينه پاڼه باندې يو سواليه نخښه پاتې شي. کوم ادب چې ابلاغ نۀ لري هغه ادب ادب خو نۀ وي، د لېوني خوب به وي. د ليکوال بې منطقه ذهنيت ښودنه به کوي. خوا کۀ د هغې سره د ولين نظم وليکل شي کۀ د وال وي، هيڅ پروا نۀ کوي. ابلاغ افاقي حقيقت کښې د مرغانو چغا وي چې راواخلې د ونو بوټو خپلو کښې. ايکسپرېشن د پېغام پۀ ذريعه ابلاغ کېږي. پۀ ټولنه د ادب د اغېزي پۀ حقله غالباً چې عرب تر ټولو نه اساس قوم وۀ ځکه د شاعر پۀ پېدا کېدو ټولي قبيلې جشن لمانځلو. د دې مطلب دا وۀ چې هغوي د نن د شاعر د هغه جالب کار نۀ منکر وو چې د هغې لۀ مخه تخليقي عمل کښې د سر وينه تر تلو ورسي. د نوکونو وينه پکښې غاښونو ته رسي او د غوږونو وينه پکښي پښو ته رسي. ځکه هغوي شاعر د لساني حرب و ضرب يو اوزار ګڼلو او دې کښې شک نشته چې د جاهليت [دا یوه راویتي اصطلاح ده چې بحث طلب ده] دوره کښې غوره شاعران پېدا شوي دي او د ادب او د مقصد تر منځه د تړون بهترينه مثالونه پکښې موندلی کېږي چې دا هم ښکاره کوي چې د ادب تخليق ټوله دماغ سوزي ده، نۀ چې الهامي خبره ده. خو د ادب او د ټولنې تر منځه تړون هغه ځای کمزوری شي چې پۀ منځ کښې واسطه راشي. دغه واسطه کۀ د رياست دربار وي کۀ د مملکت اېوان وي. او ادب بيا د خېټې د دوزخ د سړولو د پاره يا د هوس اور د تازه ساتلو د پاره پۀ خصوصي تقاضو ليکونه شروع کړي. د دربار نه راواخله تر ټي وي ريډيو پوري د ادیب ليکوال دا هلې ځلې کۀ هغۀ ته وقتي ګټه هم ورسوي خو د دې وروستۍ پایله پایداره نۀ وي. د ادب او اولس حقيقي تړون لۀ منځه يوسي او د اولس تړون د ادب پۀ ځای لۀ مېډيا سره جوړ شي. الطاف حسېن حالي پۀ خپله مقدمه کښې د عبيد ذاکاني قزوېني وينا راوړي چې عالم او پوهه ليکوال وۀ. خپل کتاب د شاه ابو اسحاق شېراز دربار ته يوړو خو هغه ټوقمارو سره مشغول وۀ او دی ئې دربار ته پرې نۀ ښودو. د دې نه پس هغۀ غزل ګوئي شروع کړه او دې کښې يې لویه نامه تر لاسه کړه. د دې نه اندازه کېږي چې ماحول څنګه ليکوال تباه کوي. لرې به نۀ ځو، د عبدالله جان مغموم او حمد الله جان بسمل مثالونه به واخلو. چې دواړه ښۀ ذهین او قابلان وو خو د رېډيو ښکار شو. د رياستي پاليسي د مخه ئې ټول عمر ليکل وکړل. کېدی شي مالي لحاظ سره کامياب هم وي خو اد بي لحاظ سره به ئې څوک سبا نامه هم نۀ اخلي. وړاندې خبره وشوه چې ميډيا اديبان در اصل ميډيا جوړ کړي وي. د ميډيا جوړې کړې ډميانې وي. د دوي خپل ادبي تشخص ورک وي، لکه د سليم راز صاحب هغه لطيفه راياده شي چې يو سفر کښې ئې يو هلک ډېر خيال ساتلو چې دا پته ورته ولګېدله چې دا هغه سليم راز صاحب دی چې شاعر دی او پۀ ټي وي باندې راځي. خو د سفر پایله کښې د نازيه اقبال فون نمبر ورنه غواړي. دا لطيفه مونږ ته دا ښایي چې د نازيه اقبال او رحيم شاه د وئيلې شوې شاعرۍ شهرت د هغۀ نۀ دی، د سندر غاړي شهرت دی، څنګه چې د فېض احمد فېض نه فرمائش کېدو چې د مهدي حسن والا غزل ووايه. دا ډېره د حېرانتيا خبره ده چې د پښتو غوندې ژوندۍ ژبه چې پۀ هغه کښې د خپل پېغام رسولو دپاره ليکل کېږي او پۀ هغو کښې د ملا عبدالرحمان مومند دېوان شته چې ورته مقدس حېثيت حاصل دی. بلکې دا ئې لا څۀ کوې چې د خاطر افرېدي غوندي يو روماني شاعر هم ورته دومره خوږ دی چې هر روماني شعر هغۀ پسي وتړي چې د هغه شاعر معلوم نۀ وي. نن د دغې ژبې رښته خپل اولس سره "د شنو سترګو جينۍ ده"، "خودکشه دهماکه يمه" غوندې سندرو پۀ ذريعه پاتې ده. د اجمل او سائل نه پکښې رحيم شاه او شهسوار زيات معروف دي. د شخصيت او د ليک او فن دغه تړاو مي دلته ځکه پۀ ګوته کړو چې زموږ ټولنه پۀ ذهني توګه لا د شخصيت پرستۍ دورې نه نۀ ده وتلې، کۀ هر څو ډېر د ليک او شخصيت تر منځه د تعلق نه سر غړونه وکړي. د ليک نه پس د ليکونکي د مرګ نغارې وډنګوي، خو شخصيت زمونږ اهمه مسئله ده. دلته زۀ خپله يوه واقع شريکول غواړمه. ما يوه غونډه کښې يو پېره د قلندر مومند صاحب پۀ نظم ګویۍ باندې يو ليک تنقيد ته وړاندې کړو، ټولې غونډې پۀ شريکه باندې هغه ليک رد کړو او پۀ ليک باندې د تنقيد پۀ ځای ئې ما باندې تنقيد شروع کړو. ما دغه غونډې ته د قلندر مومند صاحب غزل پۀ خپله نامه تنقيد ته وړاندې کړو. غونډې بيا د غزل پۀ هر شعر باندې سختې نیوکې وکړې. چې تنقيد ختم شو نو ما ورته ووئيل چې دا خو زما غزل نۀ وۀ. د قلندر مومند صاحب شاعري وه. اوس پۀ دې ټولنه کښې د ليک او شخصيت تر منځه تړون او د دې تړون تاثر لۀ مخه پۀ افرادو د ليک اثر چې پۀ اصل معنو کښې هغه د ليک نۀ د شخصيت اثر وي، د هغې نه به څوک سترګې پټوي او بده به کوي. بله واقعه دلته راوړل غواړم. څۀ موده مخکښې ما ته يو غزل چا پۀ موبائل راولېږلو چې ما ته بېخي بېخونده ښکاره شو، ډیلیټ مې کړو. درېمه ورځ ملګري پوښتنه وکړه چې غزل دې وکتو؟ څنګه وۀ؟ ما ورته ووئیل چې خوند ئې رانۀ کړو. ما ته ئې ووئيل چې بيا ئې وګوره. ما ورته ووئيل چې ما لۀ منځه وړی دی، بيا ئې راولېږه. هغۀ دا راته ووئيل چې دا د رحمت شاه سائل صاحب غزل وۀ. ما وئیل ښه تۀ ئې بيا راولېږه. چې بيا مې د سره وکتو، دومره بې خونده هم نۀ وۀ. ما پکښې د معنوعيت ذائقه پېدا کړه. وجه صرف دا وه چې دا غزل نۀ دی، د غزل شا ته د رحمت شاه سائل ټول جدوجهد د هغۀ ټوله شاعري ده او د دغه هر څۀ پۀ شاعرۍ کښې مې د غزل نه معنوعيت راوباسلو. اوس اندازه لګول پکار دي چې زما غوندې ليکوال چې د هغۀ څلورويشت ساعته سوچ تنقيد ته وي، هغه کۀ د شخصيت تصور داسي کولی شي نو پۀ اولس باندې به د شخصيت څومره اغېزه لوېدل کېږي. ځکه دلته پۀ پښتو باندې د پښتو ادب اثر سره د شخصيتونو اثرات هم دي. خو دغه شخصيت د ليکونکي د ليکلو موادو لۀ کبله پېدا کېږي او ليک کښې ئې د تخيل او تصور د پاره ډېر زيات ځای وي. ځکه دغه شخصيت سره معنوي مينه پېدا کول هم عجيبه نۀ ده. ما مخکښې د خاطر افرېدي مثال راوړو. د هغۀ ليکلې شاعري غم ځپلې ده ځکه هغه غم ځپلی شعر چې شاعر یې معلوم نۀ وي، خاطر پسي وتړلی شي. دغسي هر اخلاقي شعر پۀ ملا عبدالرحمان مومند تړل هم دغه واقعه ده. بهر حال د روښاني دورې نه پس کلاسيکي دوره لۀ مينځه وباسو چې هلته د ټولنې او ادب تر منځه تړاو مطلب د ادب او اشرافيه تر منځه د تړاو مترادف دی. دې ته يوه استثنٰی ده چې هغه ملا عبدالرحمان مومند دی چې هغه پۀ بېخي لويه او پۀ عمومي مخه پښتون اولس منلی او ستائیلی دی. نو د دغه کلاسيکي دورې پۀ عروج کښې هم د ادب او اولس تر مېنځه تړاو مونږ د چاربېتي د جهانيت پۀ صورت باندې بيا مومو. دا د حېرانتيا خبره نۀ ده چې څنګه ۱۷۵۰ نه راواخله تر ۱۹۸۰زېږديز پورې چاربېتمار د پښتون پۀ ټولنه کښې څرګندېږي. دې وروستو کلونو کښې د دې خبرې نامه ثبتونه جوړ شي. دې دوره کښې چاربېتمار اولس کښې ترجماني کوي. کوم څۀ کښې چې اولس زړۀ راکښون لري، پۀ هغو باندې چاربېتي ليکي. د عشق او ميني لۀ هغه چاربېتو کۀ سترګې پټې کړو چې د خانانو د حجرو شاعرانو ليکلې دي او اصل د کلاسيک غزل د انحطاط ليکلی کېږي. خو مونږ پوهه شو چې چاربېته پۀ اصل کښې د خپل دور شعري رپورتاژ وۀ او واقعيت ته پۀ اصل کښې منظوم صورت ورکول د دې بنيادي جواز وۀ. خوا کۀ هغه د هڼ د بېړۍ د ډوبېدو پېښه وي کۀ د سپي د وژلو واقع وي کۀ د سېد شاهي او سيد مرشاهي جنګونه وي، د چاربېتي شاعر پۀ لویې وړې هره پېښه باندې نظر ساتلی دی. خدايي خدمتګار خوځښت سره کۀ يو بدلښت دا راغلو چې زياتره چاربېتي شاعرانو قامي نظمونه ليکل شروع کړل، دا د خدايي خدمتګار غورځنګ بخښنه وه چې چاربيتي شاعرانو له ئې سياسي شعور، سماجي ادراک او فقري قوت ورکړو د کوم چې بيا هغه نومونه مونږ د غېرت چيغه پۀ صورت باندې وينو. خو د خدایي خدمتګار اديب د وړاندې د جلسې پنډال او سياسي دريځ وۀ ځکه د دوي ګردود اوچت دی او دې کښې د مخاطبې احساس او د تقويم معنوعيت هم نۀ ليدل کېږي. د دې تقريري معنويت سلسله تر اوسه پوري زمونږ پۀ زياتره شاعرۍ کښې موندلې کېږي. خو دا پۀ ذهن کښې ساتل پکار دي چې اجمل او سائل دواړه د لویې ګڼې شاعران دي خو د دې مفکوره لویه خبره نۀ ده، دا د قامي تحريک پېغام دی او دې پېغام سره ذهني نزدې والی لرونکي به خامخا دغه شاعري خوښوي ځکه د دغه شاعرانو د پښتنو پۀ ټولنه باندې د غني او د حمزه غزل دی چې اولس باندې د هغې د شاعرۍ اثر پۀ ژوند ټولني اعتقاد او سياست د هغې څخه خپله نظري زاويه هم شامله ده. خو دې نه هم سترګي نۀ دي پټول پکار چې دا دواړه ستر ليکوالان هم خصوصاً حمزه شنواري اولس ته د کېسټ ويډيو ټي وي پۀ ذريعه رسېدلی دی. خو چونکې د دوي پۀ تخليقاتو کښې زور دی ځکه دوي اولس باندې ځان منلی. حمزه شنواري سره بيا د غني خان مقابله کښې د پښتنو د پاره د تصوف غوندې دلپزيره حکايت او د پښتون قامیت مذکوره وه. زۀ خو نادان غوندی ليکوال يم، پۀ دې البته نۀ پوهېږم چې دغه سستايت او د ۱۹۴۸ د کشمير د غزا تر منځه څۀ تړون وۀ او کۀ نۀ؟ البته پۀ دې ښۀ پوهېږم چې حمزه شنواري پۀ فکري توګه د خدايي خدمتګار خوځښت نه متاثره وۀ چې ناول "نوې چپې" ئې روڼ مثال دی او دا پخلاوی کوي چې:_

سلسله د نبوت کۀ ختمه نۀ وه 

باچاخان به پېغمبر د پښتنو وۀ