اختراع یوه نوې او بې سارې وسیله، ترکیب، پروسه، یا میتود دی. د اختراع پروسه د یو محصول د پرمختیا له ټولو انجینري پروسو څخه یوه پروسه ده، چې ښايي د یو ماشین یا محصول او یا د یوې وسیلې یا پایلې لپاره د نوې پروسې وده یا رامنځته کول وي. هغه اختراع چې یو بشپړه بې ساري پایله یا عملکرد/دنده رامنځته کړي ښايي یو بنسټیز پرمختګ وي. دا ډول اثار نوي دي او په همغه برخه کې متخصصو افرادو ته څرګند نه دي. یو مخترع ښايي د لوې بریا یا ماتې په لور لوی ګام اوچت کړي.  

مخترع هغه کس دی چې اختراع یې رامنځته کړې یا کشف کړې وي. د مخترع کلیمه له لاتیني فعل (invenire, invent) څخه اخیستل شوې چې د موندلو په معنا ده. که څه هم اختراع له ساینس او انجنیري سره نږدې اړیکه لري، خو مخترعین معمولاً انجینران یا ساینس پوهان نه دي. [۱][۲][۳]

ځینې اختراعات ثبت کېدی شي. د اختراعاتو د ثبت سیستم د مخترعینو د هڅونې لپاره د دوی د خورا نویو، ناڅرګندو او ګټورو اختراعاتو د محدود‌والي او انحصاري کولو په موخه رامنځته شو. د اختراع د ثبت حق له قانوني پلوه  د مخترعې د معنوي ملکیت د خوندیتوب حق دی چې له قانوني پلوه دا روښانوي چې ادعا شوې اختراع په حقیقت کې هم یوه اختراع ده. د اختراع د ثبت قوانین او الزامات په ېلابېلو هېوادونو کې یو له بل سره توپیر لري او د اختراع د ثبت پروسې ترلاسه کول تر ډېره ستونزمن کار دی.  

د اختراع بله معنا فرهنګي/کلتوریزه اختراع ده، د نویو ګټورو ټولنیزو چلندونو ټولکه ده چې د خلکو له خوا منل شوې او نورو ته لېږدول شوې. د ټولنیزو اختراعاتو مؤسسې په کتابونو او مجلو کې ډېری دغه نظريې راټولې کړې دي. اختراعات همداراز د خلاقیت او هنري طرحو اړینه برخه ده. اختراعات ځینې وختونه د انسان د پوهې، تجربې یا وړتیا مرزي کرښې ته پراختیا ورکوي.   [۴][۵]

ډولونهسمول

اختراعات په درې ډوله دي: تکنالوژيکي- علمي چې طبابت هم په کې شاملېږي، سیاسي ټولنیزې چې حقوق او اقتصاد په کې شاملېږي او انسان‌پاله یا فرهنګي.

په تکنالوژيکي- علمي اختراعاتو کې د رېل‌پټلۍ، هوانوردي، واکسناسیون، هایبردایزېشن (hybridization)، انتي بیوتیک، ستورپوهنه/فضانوردي، هولوګرافي (holography)، اتومي بم، محاسبات، انترنېټ او ځيرک تلېفونونه شامل دي. 

په سیاسي ټولنیزو اختراعاتو کې سیا سي قوانین، بنسټونه او نوي پروسیجرونه شامل دي چې د ټولنیز چلند میتودونه بدلوي او د دوه‌اړخیزو انساني اړیکو او سازمانونو نوې بڼې رامنځته کوي. د مثال په ډول د بریتانیا پارلمان، د امریکا اساسي قانون، په بریتانیا کې د منچستر د سوداګرۍ عمومي اتحادیه، سور صلیب، المپيکي سیالۍ، ملګري ملتونه، اروپايي اتحادیه او د انساني حقوقو نړیواله اعلامیه یادولی شو. همداراز د رایې حق، سوسیالیزم، صهیونیزم، فېمنیزم او د حیواناتو د وېګانیزم / veganism (د حیواني محصولاتو نه کارول) حقوقو ته هم اشاره کولی شو.

په انسان‌پاله اختراعاتو کې په ټوله کې کلتور شاملېږي، او د ګنو نورو ساینسي علومو په کچه اړینې او بدلون راوستونکې دي. که څه هم خلک تمایل لري چې هغوی ته په کم نظر وګوري. د مثال په ډول د ژب‌پېژندنې په برخه کې ډېری د الفبا توري اختراع شوي لکه څنګه چې د نویو کلیماتو د اختراع (neologisms ) په برخه کې شکسپير(Shakespeare) شاوخوا ۱۷۰۰ کلیمې اختراع کړې. په ادبي اختراعاتو کې حماسه، تراژيدي، کمېډي، ناول، غزل، بیاخپرونه/ بیاچاپونه (Renaissance)، نئوکلاسیزم (neoclassicism)، خیال‌پالنه/رومانتیزم (Romanticism)، نښان‌پالنه/ سمبولیزم، ښکلا‌پالنه/جمالیات، سوسیالیستي ریالیزم،سورریالیزم (Surrealism)، پوست‌مدرېنیزم (postmodernism) او د فروېډ (Freud) په وینا رواني تحلیلونه شامل دي.    

د هنرمندانو او سندرغاړو له اختراعاتو څخه په روغني رنګ نقاشي، عکاسي/انځورښکنه، سینما، د موسیقي تونالېتي (musical tonality)، اتونالیتي (atonality)، جاز، راک، اوپېرا (opera) او سېمفونی اورکېستر(symphony orchestra) یادولی شو. فلیسوفانو منطق څو ځلې  اختراع کړی، لکه دیالتیکت/dialectics (د منطق په اړه فلسفې نظریه، د مباحثې او مناظرې په معنا)، اېډیالیزم، ماتریالیزم/مادیت، یوتوپيا/ utopia (د مطلوبو ځانګړنو لرونکې خیالي ټولنه، هغه څه چې نشته په معنا)، انارشېزم، نښان پېژندنه، فېنومينولوژي (د لرغوني یونان فلسفه، څه چې لیدل کېږي په معنا)، چلند‌پالنه، مثبت‌پالنه، واقعیت‌پالنه، او جوړښټ‌ماتونه/تخریب.  دیني مفکرین د داسې اختراعاتو مسؤلیت پر غاړه لري لکه توحید، پانتي‌ایزم، میتودیزم /Methodism (د مسیحي مذهب څانګه)، مورمونیزم (د عیسي ع د وروستیو پیروانو مذهب)، بُت‌ماتونه، پيوریتانیزم/ puritanism (د مسیحي مذهب څانګه)، ديېزم deism/ (له دیني مسائلواو پيغمبرانو پرته،یوازې په خدای عقیده چې په خپلو بندګانو اغیز نه کوي)، سېکولریزم/دیني خپلواکي، ایکيومینیزم/ ecumenism (د عیسویانو تر منځ د یوالي غورځنګ)، او بهايي دینداري. داسې برېښي چې له دې څخه ځینې څانګې، ښکلي هنرنو، او تمایلات ښايي له پخوا څخه شته وو یا په‌خپله په‌خپل میل رامنځته شوي، خو ډېری يې اختراع‌کوونکي/مخترعان لري.         [۶]

پروسېسمول

عملي وسایلسمول

د یوې اختراع نظریې ښايي د یو کاغذ یا کمپيوټر پر مخ له لیکلو یا رسمولو سره، د تېروتنې او آزموینې په واسطه د موډلونو، تجربو او ازموینو له لارې یا د اختراع د بشپړې طرحې له جوړولو سره رامنځته کېږي. فکري توپان هم ښايي د یوې اختراع لپاره د نویو نظریو څرک وي. ګډې خلاقانه پروسې کله کله د انجنیرانو، طراحانو، معمارانو او پوهانو له خوا کارول کېږي. د مشترکو مخترعانو نومونه د اختراع د ثبت‌لیک کې لیکل کېږي.

پردې سربېره ډېری مخترعان د خپلو کاري پروسو ریکارډ په یوه کتابچه، یادداشت، عکس او داسې نورو کې ساتي، چې له ډلې يې لیوناردو ده وېنسي (Leonardo da Vinci)، ګالیلو ګالیله (Galileo Galilei)،انجلېستا تورچیلي (Evangelista Torricelli)، توماس جفرسون (Thomas Jefferson) او البرت انېشتین (Albert Einstein) یادولی شو. [۷][۸][۹][۱۰]

د یوې اختراع د پرمختیا په پروسو کې لومړنۍ نظریه ښايي بدلون ومومي. دا اختراع ښايي د کاروونې وړ او لا ساده کړای شي. ښايي پراختیا ومومي یا ان ښايي په يو متفاوت شي بدله شي. پر يوه اختراع کار کولی شي بلې اختراع ته لار پرانیزي. [۱۱]

تاریخ ښيي چې د اختراع د مفهوم بدلول په یوه کاري وسیله باندې تل چټک یا مستقیم نه دی، اختراعات هم ښايي د وخت په تېرېدو او د بدلونونو له رامنځته کېدو سره لا ګټور شي. د مثال په ډول پاراشوټ هغه وخت ګټور ثابت شو کله چې ځواکمنې الوتنې یو واقعیت و. [۱۲]

مفهومي وسایلسمول

اختراع ډېری وختونه یوه خلاقه پروسه ده. یو خلاص او پلټونکی ذهن مخترع ته اجازه ورکوي چې له پېژندل شویو شیانو څخه وړاندې وویني. د یو نوي امکان لیدل، اړیکه یا ارتباط کولی شي د یوې اختراع څرک رامنځته کړي. په خلاق فکر کې معمولاً د بېلابېلو قلمرونو مفاهم یا عناصر شامل دي چې په نارمل ډول سره یوځای نه وي. ځینې وختونه اختراع کوونکي د بېلابېلو برخو یا قلمروونو ترمنځ کرښې له پامه غورځوي. 

لوبهسمول

لوبه ښايي د اختراع لامل شي. د ماشومتوب د دوران پلټنه/تجسس، تجربې او تخیل کولی شي د فرد د لوبو غریزې ته پراختیا ورکړي. اختراع کوونکي فکر کوي چې دوی اړتیا لري له هغه شیانو سره لوبې وکړي او په کې پلټنه وکړي چې مینه ورسره لري، او دا داخلي انګېزه د نویو خلاقیتونو د رامنځته کولو لامل کېږي.  [۱۳][۱۴]

ځینې وختونه ښايي داسې وبريښۍ چې اختراعات او نظریې په خپله، په خپل سر د تخیل په مهال رامنځته کېږي، په ځانګړي ډول کله چې ذهن له خپلو معمولو اندېښنو څخه اوزګار شي. د مثال په ډول جې.کې. رولېنګ (J. K. Rowling) د هري پاټر مخترع او فرانک هورنبي (Frank Hornby) د ماکانو (Meccano) اختراع کوونکي دواړو لومړی د اورګاډي په یو سفر کې خپلې نظریې درلودې. [۱۵][۱۶][۱۷]

په مقابل کې، بريالي فضايي انجنیر مېکس مونګ (Max Munk) د موخه لرونکي فکر پلوي وکړه. [۱۸]

بیا ځلي تصور کولسمول

اختراع نوي لېد ل دي. اختراع کوونکي زیاتره د نوي نظر تصور کوي او د خپل ذهن په سترګو یې ګوري. نوي نظرونه هغه وخت رامنځته کېدی شي کله چې هوښیار ذهن له موضوع یا ستونزې مخ واړوي، کله چې د مخترع تمرکز په یو بل څه وي، یا هم د خوب او آرام پر مهال. یوه نوې نظریه ښايي د و مې موند شېبې په یوه ځلا/فلش کې رامنځته شي. د مثال په ډول د یوې نظریې د کشف لپاره له کلونو کار وروسته د عام نسب تیوري د انشتین ذهن ته د یوې حل لارې په توګه په خوب کې ورغله چې « د یو خورا لوی ځناور په شان چې نه هېرېدونکی اغېز لري، په يوه روښانه لید کې یې د کایناتو یوې لویې نقشې عمومي طرحه په خپله برابره کړه. اختراعات ناڅاپي هم کېدی شي لکه د پولي تترا فلوئوروايتۍنول (polytetrafluoroethylene ) په برخه کې چې د تيفلون (Teflon) په تجارتي نوم مشهوردي.[۱۹]

سرچینېسمول

  1. inventor. Dictionary.com. Retrieved 1 October 2017.
  2. invent. Merriam-Webster. Retrieved 1 October 2017.
  3. * Inventor. Encyclopædia Britannica. Retrieved 1 October 2017.
  4. Saper, Craig J. (1997). Artificial Mythologies : a Guide to Cultural Invention. University of Minnesota Press. OCLC 437188488. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8166-8773-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Albery, Nicholas. (1995). Best ideas : a compendium of social innovations : the latest ideas and award-winning schemes from the Institute for Social Inventions. Institute for Social Inventions. OCLC 36969054. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-948826-37-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Epstein, Mikhail (2016-12-20). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "کينډۍ:Title case"]. Common Knowledge 23 (1): 1–18. doi:10.1215/0961754x-3692079. ISSN 0961-754X. 
  7. Grissom, Fred. (2005). Inventor's Notebook, The. Nolo. OCLC 1007922528. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781406318289. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Leonardo da Vinci: Artist, Scientist, Inventor by Simona Cremante (2005)
  9. "Jefferson's Papers at the Library of Congress". Memory.loc.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "about Albert Einstein". د لاسرسي‌نېټه Jun 1, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Continuation Patents at the U.S. Patent and Trademark Offices". Uspto.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. White, Lynn: The Invention of the Parachute, Technology and Culture, Vol. 9, Nremante (2005)
  13. "Lemelson Centers Invention at Play : Inventors Stories". Inventionatplay.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Juice: The Creative Fuel That Drives World-Class Inventors (2004), p.14-15 by Evan I. Schwartz.
  15. Smith, Sean. "J. K. Rowling: A Biography." Michael O'Mara Books Limited, 2001.
  16. Claxton, Guy. "Hare Brain, Tortoise Mind: Why intelligence increases when you think less". Fourth Estate, London, 1997.
  17. Jack, Ian. "Before the Oil Ran Out: Britain 1977-87". Martin Secker & Warburg Ltd, 1987.
  18. "Engines of our Ingenuity No. 1990: Max Munk". د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Einstein: A Life by Denis Brian p.159 (1996)