احمد علي لاهوري

د اسلامي نړۍ د ځلانده ستوري، شیخ التفسیر مولانا (احمد علي) لاهوري"رحمة الله علیه" ژوند ته لنډه کتنه


ژباړه: عبد الجبار ننګیالی ”حنفي“


مولانا احمد علي لاهوري له هغه حقاني علماؤ څخه وو چي خپل ټول ژوند يې د الله تعالی د رضأ تابع کړی وو،  په خپل وخت کي محقق عالم، بي سارۍ مفسر، عارف او خدائ دوسته شخصیت وو. نوموړی د ګوجرانوالې د ښار د جلال په کلي کي چي د پاکستان د ایالت مربوط دی،  په ۱۳۰۴ هـ ق ، کې د روژي په دوهمه دې دنیا ته سترګي پرانیستلې دی. دغه ځلیدونکی نور په هغه میاشت کي دنیا ته راغلی په کوم کي چې قران نازل شوی دی او د ژوند تر پای یې خاص او عامو ته مستقیمه او د هدایت لار ښودلې.   


دده محترم پلار شیخ حبیب الله د چشتي طریقې د طرفدارانو او مریدانو څخه وو، مولانا احمد علي لاهوري د مور په مرسته په ابتدایه علومو شروع وکړله د هغه څخه وروسته درویش صفته شخص مولانا عبدالحق ته وسپارل شو او هغه په ډيره مینه او شفقت سره د مولانا لاهوري په تربیه او روزلو کي زیار او کوښښ وکړ.   


مولانا احمد علي لاهوري د یو څه مو دې څخه وروسته د بریتانیا د استعمار پر ضد انقلابي شخصیت او رهبر مولانا عبیدالله سندهي رحمه الله ته ولاړ او هغه خپل مرشد شیخ غلام محمد دین پوري ته وسپاره ، همدا رنګه مولانا احمد علي صاحب د مولانا تاج محمود امروتي رحمة الله علیه د جهادي او سر ښندونې کار نامو او انګیزو څخه برخمن او اغیزمن شو. کله چې د پاکستان د سند په ایالت د (ګوت پیرجندا) سیمه کي مولانا عبیدالله سندهي رحمة الله علیه د دارالرشاد مدرسه تاسیس کړه نو مولانا لاهوري په هغه وخت کې داخله وکړه نوموړي پخپله دغه مدرسه کي په زیار کوښښ او علاقې سره د ۶ شپږو کالو څخه وروسته دیني درسونه پوره کړل.  


  د مسلکي ژوند شروع:

مولانا احمد علي لاهوري د زده کړو څخه وروسته په همدغه دارالرشاد مدرسه کي په تدریس او ښوونه شروع وکړل او مولانا سندهي رحمة الله علیه ورته خپله لور هم په نکاح کړه.   


مولانا لاهوري صاحب تر درېو کالو پورې په پوره زیار سره په (ګوت پیرجندا) کي په تدریس بوخت وو ،  کله چې مولانا سندهي د ( جمیعت الانصار ) حزب تاسیس کړو نو مولانا احمد علي یې ” دارالرشاد مدرسې“ څخه ځانته وغوښت نوموړي د ( انتظارة المعارف القرآنیة ) په نامه ډله چي نوې فارغ سوي علماء په کې شامل وه اماده کړل، ددې ډلې هدف د حالاتو مطابق او غوښتنې سره دعوت او تبلیغ وو. مولانا احمد علي د عبید الله سندهي رحمة الله علیه سره اوږه پر اوږه د دغه  ډلي په پرمختګ کي زیار او تلاش کاوه. وروسته تر هغه د مولانا سندهي د توصیې سره سم د  نواب شاه په مدرسه کي په تدریس مشغول سو. یو څه موده یې په علیګړ کې هم تدریس ورکړی.  


سیاسې فعالیتونه:

مولانا عبیدالله سندهي د افغانستان د هجرت څخه وروسته خپل زوم او شاګرد مولانا لاهوري د (جمعیت الانصار) حزب مسئول و ګرځاوه. مولانا سندي چې کله په کابل کې اوسیده د خپلو همفکرو او مخلصو افرادو په واسطه یې مولانا لاهوري ته خطونه لیږل. د خط وړونکي په نیولو سره د انګلیس استعمارګرانو په هند کي ددغه حزب ټکول او له مینځه وړل پیل کړل.


د مولانا سندهي د خطونو په افشا سره مولانا لاهوري ونیول شو او د ډهلي څخه د "شیملا" محبس ته انتقال کړل شو. د  شیملا د محبس مسئول د مولانا لاهوري د ښو اخلاقو او کردار څخه دومره متأثر شو چې وس او طاقت یې رسیده نو مولانا لاهوري ته یې د هوسایې اسباب برابرول ، ددې تر څنګ یې د خپل کور څخه هم ځینی شیان مولانا لاهوري ته راوړل. یو څه عمر وروسته مولانا لاهوري د شیملا څخه لاهور او بیا "جالندر" ته انتقال شو.   


مولانا غلام محمد دین پورې هم په دغه اتهام سره بندي او هلته انتقال شو .مولانا احمد علي لاهوري د بند د یوڅه مودې څخه وروسته د لاهور "راهون" منطقې ته منتقل شو . د (CIO) د اطلاعاتو یو افسر ورته وویل چي دولت دي د سنده ایالت او یا دهلي ته نه استوي . او په دغه بابت کي اطمناني نه دي .نو تاسو باید په لاهور کي اقامت وکړئ.  ددغه کار لپاره یې د مولانا احمد علي څخه د دو ضامنانو غوښتنه وکړه چې هر ضامن به د حکومت سره (۱۰۰۰) روپۍ د ضمانت په شکل ږدي .


مولانا احمد علي رحمه الله په دغه دلیل سره چي په لاهور کي کوم شناخته او دوست نلري ، پیشنهاد وکړ چي د سند ایالت ته یې منتقل کړي. ولې دولت ور سره موافقه ونه کړل . نوموړي د ډیر تلاش وروسته د  دارالعلوم دیوبند  د زده کوونکو څخه مولانا قاضي ضیاالدین  پیدا کړ چې پدغه ورځو کي په لاهور کي وو . د هغه سره د ملاقات وروسته یې په  بلي واسطي سره یې په ډیر زحمت دوه ضامنان پیدا کړل چې په لاهور کي اوسیدل. مولانا احمد علي چي کله په زور سره په لاهور کي پاتې شو ، په مشکل سره وتوانید چي ضامن پیدا کړي. تر څو د استعمارګرو د قید څخه ځان خلاص کړي، لکن کلونه وروسته یې په خپلو دیني او علمي خدماتو سره ټول ښار روښانه او متأثره شو. په لاهور کي د اوسیدلو څخه وروسته یې د قران مجید تدریس شروع کړ او په کراره کراره سره یې د دوستانو په مهربانۍ او کومک سره د قران علوم د نشر او اسلام د پرمختګ لپاره یې د "خدام الدین " انجمن تأسیس کړ . مولانا لاهوري ددغه انجمن د مسئول په حیث انتخاب سو . ددغه انجمن له لوري د "خدام الدین " په نوم اونیزه چاپیدله چې تر نن ورځي پورې د ټولني لپاره په دیني خدمت او علمي مطالبو نشرولو مشغول دي.


مولانا احمد علي صاحب د ” قاسم العلوم “ په نوم مدرسه په لاهور کې تأسیس کړه چي لویو علماو او د عربي مدرسو فارغ التحصیل اشخاصو به ددغه مدرسي د تفسیر په دوره کي شرکت کاوه. د تفسیر دغه دوره دومره مشهوره سول چې د دارالعلوم دیوبند , مظاهر العلوم سهارنپور , مدرسه امینیة دهلي او د مراد آباد د شاهي مدرسي لوی لوی علماء به ددغه نوراني چینې د فیضاتو څخه ځانونه برخمن کول . دغه دوره به د د رمضان د اولي څخه بیا د ذولقعدې تر اخیره او د مولانا احمد علي لاهوري د ژوند تر پایه پوري وه.


د علامه محمد انورشاه کشمیري , علامه شبیراحمد عثماني او مجاهد الاسلام مولاناحسین احمد مدني رحمهم الله ، امضا تائید او شرکت د تفسیر په دغه دوره کي د  سند په حیث سته ، د قاسم العلوم مدرسة د مولانا لاهوري د وفات څخه وروسته دهغه زوی مولانا عبیدالله انور رحمة الله علیه له لوري تر ۱۴۰۵ هق پوري اداره کیده د مدرسې ساختمان په اجاره وو . د کار د کمبود او نورو مشکلاتو په راتلو سره د دې باعث شوه چي د  سبحان خان  په ساحه کي یو اندازه مځکه رانیول سي .د نوموړي مسجد او مدرسې تهداب او بنسټ د علامه شبیر احمد عثماني په واسطه سره کیښودل شو.


د مولانا احمد علي لاهوري رحمة الله علیه حق او رښتیا ویل:

مولانا احمد لاهوري ۲۵ کاله د ( جشن آزادي هند)  د اسرارو امانت دار او ستاتونکی وو،  په مصیبتونو کي د ملت په څنګ کي وو ، د بند سختۍ یې پر ځان یو وړې ، همیشه یې پر خوله د حق او رښتیا خبري وې .  کله چې به حکومت په یو فتنه آمیزه فعالیت شروع کول نوموړي به غاښ ماتوونکی جواب ور کاوه ،  د قدرت د خاوندانو په مخ کي به یې د حق ویل نه پټول . په همدغه سبب څو واره د خبرو کولو څخه منع شوی دی.  په ۱۹۳۱ م کال کي د لاهور د پوهنتون د رئیس له خوا چي انګیریزی وو. د (رسول الله صلی الله علیه وسلم ) په شان کي تندرويي کړې وه . خو مولانا لاهوري صاحب په ټول جرائت سره د نوموړي په مقابل کي د حق آواز پورته کړ ، چي په همدغه سبب سره بندي هم سو،  لکن د یو څه وخت وروسته حکومت د خپل دغه عمل څخه پښیمانه سو او مولانا احمد علي یې په عزت سره خوشې کړ.


  علمي خدمتونه:

د مولانا احمد علي لاهوري رحمه الله ټول ژوند د اسلام د خدمت لپاره وقف وو. نوموړي د قران کریم تفسیر، سنتِ رسول الله صلی الله علیه وسلم او د تصوف د علم د تدریس سره د قران کریم ترجمه په اردو ژبه سره وکړل . همدا رنګه یې ۳۴ رسالې اسلامي ټولني ته تصنیف او تقدیم کړي دي لکه :


①   تذکرة الرسول صلی الله علیه وسلم

②   اسلام مي نکاح بیوګان

③   ضرورة القران

④  اصلي حنفیت

⑤  رسول الله صلی الله علیه وسلم کا وظائف

⑥  میراث می حکم شریعت

⑦  توحید مقبول

⑧  عکس کا شرعي فیصله

⑨  صد صیت کا ګلدسته و فلسفه روز


مولانا احمد علي لاهوري د علامه ابوالحسن ندوي له لیدلورې:  

د اسلامي نړۍ ستر مفکر علامه ابوالحسن ندوي رحمة الله علیه د مولانا احمد علي سره صمیمانه اړیکي درلودې. د مولانا لاهوري د حضور څخه د تزکیې او عرفان په برخه کي زیات برخمن سوی دی او دده په توصیې سره یې دده د پیر شیخ غلام محمد دین پوري سره بیعت کړی وو. علامه ندوي صاحب د مولانا لاهوري په اړوند  فرمایې: مولانا احمد علي لاهوري په یوه خط کي ماته توصیه وکړل چي هیڅکله د دیوبند د علماؤ له لاري څخه مه ګرځه .


نوموړی د دیوبند د علماؤ څخه زیات متأثره وو . په خاص ډول بیا د مولانا ندوي رحمه الله سره زیات په یوه عقیده وو.  زما د تفسیر د دورې سند هم دده په لاس راکړل سو . مولانا لاهوري چي به یو ځای ته تلی چاته به یې اجازه نه ورکول چي دده استقبال وکړي . کله به داسي هم کیدل چي خلک به  په لاره کي دده په انتظار وه . لکن مولانا لاهوري رحمه الله به په پټه د هغه ځای څخه وتلی وو . هر ځای یې په خپل شخصي مصرف سفر کاوه او تبلیغي سفرونه یې هم کول. ما دده په ( حجة الله البالغه ) درس کې شرکت کړی دی، د تفسیر په درس کي يې د هري رکوع خلاصه ویل او طالبانو باید یاد کړې وای . دغه خلاصې مولاناسندهي  بیان کړي وې . د سیاسي تحولاتو په دوران کي یې تدریس ور کوی او په هغه وخت کي یې د قران لارښوني بیانولې . د ایت ارتباط ته یې توجه کوله،  د توحید د عقیدې، د خدائ جل جلاله،  د تعلق نبوي محبت، اخلاص او د نفس د تزکیې بیانونه دده د تفسیر د درس مهم ټکي وه. ( مجالس حسنه)


د مولانا احمد علي رحمه الله ځینی زرین اقوال:   


۱ - په هر کار کي مو باید د الله تعالي رضا هدف او مقصد وي .


۲- د قران مجید او احادیثو شرح په دوو جملو کي کیدای شي ، د الله تعالي عبادت وکړه او د هغه مخلوق په خدمت سره راضي کړه.


۳- زړه چه هر څومره سخت وي د خدائ جل جلاله په پرلپسې ذکر سره نرمیږي . لکه څنګه چي ډبره د اوبو په څاڅکو سره تغیر خوري.


۴- په دین کي استقامت وغواړه  کرامت مه غواړه ، ځکه چي د استقامت درجه پر کرامت ډیره ده.   


۵-  هغه قیمت بها نور چي له اولیاء الله څخه حاصلیږي د پادشاهانو په خزانو کي نه پیدا کیږي.   


د اخرت سفر:

دغه درویش شخصیت د رمضان په ۱۷ ، په کال ۱۳۸۳ هـ ق کي د جمعې مبارکي په ورځ د حق دعوت ته لبیک ووایه او دا فاني نړۍ یې د تل لپاره پریښودل.


په زرهاوو خلکو یې په جنازه کي ګډون کړی وو او د " میاني" په هدیره کي خاورو ته و سپارل شو . څو کلونه یې له قبره څخه د عطرو بوی پورته کیده .  


ماخذونه: تعليم السلام ويبپاڼه https://www.taleemulislam.net/bashpar.php?id=9980

اکابرعلماء کابرعلماء دیوبند، اداره اسلامیات ، ندوی ابوالحسن، مجالس حسنه، لکهنو او احیای علم دعوت .