احمد شاه احمدي کيڼ لاسى منډه جوړونکى او ورو بالر دىد ١٩٨٣ کال د اکتوبر په ٢٠ نېټه په پکتيکا ولايت کې زيږيدلى دى احمد شاه احمدي چې د حاجي په نامۀ په خپله لوبډله کې مشهور دى په بيټينگ کې لومړى راوځي. دى په اوسنۍ ملي لوبډله کې يوازينى کيڼ لاسى بيټسمن دى . په کيڼ لاس د دۀ ورو بالينگ هم افغانستان ته د ديرو لوبو د گټلو موقع ورکړې ده. په څلورم پړاو کې احمد شاه له ايټاليا سره ٥٢ منډې وکړې خو په لوبيز ژوند کې يې تر ټولو ډيرې منډې ٧٣ دي . احمد شاه احمدي په ٢٠٠٤ کال کې له نيپال سره په يوه لوبه کې پنځه لوبغاړي هم سوځلي و. احمد شاه احمدي تر اوسه د افغانستان لپاره ٤٠٩ منډې د ٢٤.٠٥ په اوسط کې کړي دي . دۀ د ١٤.٥٠ په اوسط ٢٦ کسان هم سوځولي دي ، د احمد شاه تر ټولو غوره بالينگ د ١٧ منډو په بدل کې د درو کسانو سوځول و .