احمد حسیني

احمد حسيني، یو كردي عالم او شاعر دی. په ۱۹۵۵ز کال د سوریې ختیځ په لودیځ کردستان د عامودا ښار کې زېږېدلې دی.

د فلسفي موضوعاتو زده کړه یې له دمشق پوهنتون څخه ترلاسه کړه.

احمد حسیني د کوردي ژبې یو پیاوړې شاعر او ادیب تېر شوې چې په خپله ژبه (کوردي ژبه) کې یې ډېر ستر، ستر دیوانونه پرېښي. د کوردي ژبې کره کتونکي دې د کوردي ژبې له اوسنیو شاعرانو سالار گڼي.

دې په له ۱۹۸۹ز کال راپدېخوا د السويد په ښارگوټي ک اوسېده. دده د شعرونو زیاتره قصیدې نورو نړیوالو ژبو لکه: عربي، ترکي، انگرېزي او الماني ته ژباړل شوې دي.

ده د شعر او شاعرۍ سره، سره ادپی نړۍ ته هم نه هېرېدونکي خدمتونه کړي، او په برېښیزه نړۍ کې یې خپل خدمتونو ته دوام ورکړې. د تبرېز او روجافا په نامه گورتپاڼو چلولونه هم د همدې ادیب پر غاړه وه، او د مرگ تر وخته یې خپلو ادبي هلوځو ته دوام ورکاوه.

مسلمان فيلسوفان
يعقوب كندي | ابن سینا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفیل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسكوی | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي | محمد قاسم نانوتوي | مولانا منصور انصاري | احمد حسیني