احساسات فزيالوژيکي حالتونه دي، چې د عصبي فزيالوژيکي (neurophysiological) بدلونونو په واسطه رامنځته شوي دي او په بېلابېلو وختونو کې له افکارو، احساساتو، سلوکي ځوابونو او د خوښۍ او خپګان له درجو سره ملګري وي. د احساس د پېژندنې يعنې تعريف لپاره د نظريو هېڅ علمي توافق نشته. احساسات ډېری وختونه له حالت، مزاج ( طبيعت)، شخصيت، ترتيب او د نوښت له ځواک سره تړلي دي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د احساس په اړه په تېرو دوولسيزو کې د روانپوهنې، طب، تاريخ، د احساساتو ټولنپوهنې او د کمپيوټر علم په ونډې اخېستلو او همکارۍ سره څېړنه زياته شوې ده. ځينې نظريې چې د احساساتو د اصليت، دندې او نورو اړخونو د وضاحت هڅه کوي، په دې مقالې سره زياته پياوړې څېړنه پاللې ده. د احساس په مفهوم کې د څېړنې اوسنۍ ساحې د موادو پرمختګ رانغاړي، چې احساس تحريک او استنباطوي. د دې تر څنګ د (PET) او (fMRI) ځيرل (scan) په اعصابو کې د متاثره شوي انځور د پړاوونو په څېړنه کې مرسته کوي. [۷]

د ميخانيکي لید له مخې کولی شو احساسات داسې تعريف کړو: يوه مثبته يا منفي تجربه، چې د فزيولوژيکي فعاليت په يوې ځانګړې طرحې پورې تړلې ده، احساس دی. احساسات بېلابېل فزيالوژيکي، سلوکي او ادراکي بدلونونه توليدوي. د احساساتو اصلي ونډه د توافقي سلوک هڅول وو، چې پخوا به د بقا، بيازېږېدنې او د خپلوۍ ټاکنې کې يې د جينونو تېرېدنې سره مرسته کړې ده. [۸][۹]

په ځينو نظریو کې ادراک د احساس يو مهم اړخ دی. که څه هم نورې نظريې ادعا کوي، چې احساس له ادراک څخه بېل دی او کولی شي ادراک ته پرمختګ ورکړي. په شعوري ډول د يوه احساس تجربه کول د هغې احساس له يوې تېرې فرضي تجربې څخه د يوه ذهني استازولۍ څرګندول دي، چې بېرته د خوښۍ او خپګان په يوه اصلي حالت پورې تړلی دی. د اصلي حالتونه تجرې د شفاهي تشرېحاتو په واسطه رامنځته شوي دي،چې يو داخلي حالت تشرېح کوي. [۱۰][۱۱]

احساسات پېچلي دي. په دې اړه ګڼ نظريات شته چې، ایا احساسات زموږ په سلوک کې د بدلونونو سبب کېږي که نه. له يوه پلوه، د احساس فزيالوژي د عصبي سيستم له پارونکې برخې (arousal) سره نږدې اړيکه لري. احساس له سلوکي تمايل سره هم نښتی دی. ډېر ويونکي [هغه څوک د ځان په نسبت چاپيريال ته زيات پام کوي] خلک په ډېر احتمال ټولنيز دي او خپل احساسات بيانوي، په داسې حال کې چې کم ويونکي [هغه څوک چې د چاپيريال په پرتله ډېر ځان ته پام کوي] خلک په ډېر احتمال سره په ټولنيز ډول ډېر ګوښه نشين دي او خپل احساسات پټ ساتي. احساس ډېری وخت د هڅونې تر شا اصلي دليل او فکتور دی. له بله پلوه، احساسات سببي قوې نه دي؛ بلکې په ساده ډول د اجزاوو نښې او علامې دي چې کېدای شي هڅونه، احساسول، سلوک ( چلند ) او فزيالوژيکي بدلونونه راونغاړي، مګر له دې اجزاوو هېڅ يو يې احساس نه دی. احساس يو موجود هم نه دی، چې د دې اجزاوو سبب کېږي. [۱۲][۱۳]

احساس بېلابېلې برخې، لکه: شخصي تجربه، ادراکي پړاوونه، څرګندوونکی سلوک، رواني فزيالوژيکي بدلونونه او وسيلوي سلوک رانغاړي. يو وخت عالمانو هڅه وکړه چې په يو له اجزاوو سره احساس مشخص کړي، چې ويليم جيمز (William James) په شخصي تجربو او په وسيلوي سلوک سره سلوکيات مشخص کول. رواني فزيالوژيستانو په فزيالوژيکي بدلونونو سره احساس مشخص کاوه او .... په راوروسته زمانه کې د احساس په اړه ويل کېده چې: د ټولو برخو( اجزاوو) لرونکی دی. د احساس بېلابېلې برخې په بېلابېل ډول په علمي روزنې باندې د تکيې تر حده ډلبندي شوي دي. په روانپوهنه او فلسفه کې احساس په نمونه يي او قسمي ډول يوه شخصي شعوري تجربه راشاملوي چې په ابتدايي ډول د روانپوهنې فزيالوژيکي اصطلاحاتو، بيولوژيکي غبرګونونو او ذهني حالتونو په واسطه ډلبندي شوي دي. د احساس يوه ګڼه برخه تشرېح په ټولنپوهنه کې موندل شوې ده. د بېلګې په توګه: پيګګي تويټس (Peggy Thoits) احساسات د فزيالوژيکي اجزاوو، کلتوري او احساساتي نښو (قهر، حيرانتيا...) څرګندوونکو جسمي عملونو او د حالتونو او قرينې ارزونې شاملولو په توګه تشرېح کړل. [۱۴]

ريښهسمول

د (emotion) کليمه، ۱۵۷۹ز کلونو ته ورګرځي، چې له فرانسوي کليمې (émouvoir) څخه تر لاسه شوې ده او د پارولو او هڅولو معنا لري. د احساس اصطلاح علمي بحث کې سختو احساساتو، عاطفې او لمسوونې ته د پراخ بنسټه اصطلاح په توګه معرفي شوه. د (emotion) وییکی، د ۱۸۰۰ ز پېړۍ په لومړیو کې د توماس براون له خوا اختراع شوه او دا شاوخوا ۱۸۳۰ ز لسيزه ده چې د احساس معاصر مفهوم په لومړي ځل د انګلیسي ژبې لپاره راښکاره شو. له ۱۸۳۰ ز څخه وړاندې هېچا هم احساسات حس نه کړل. د دې پر ځای دوی نور شيان، لکه: نفسي غريزې يا سخت احساسات، د ضمير پېښې او اخلاقي عاطفې حس کړې او دوی يې په ډېر متفاوت ډول تشرېح کړل، نسبت دې ته چې اوس موږ احساسات څنګه پېژنو. [۱۵][۱۶][۱۷]

ځينې ګڼې کلتوري څېړنې په دې دلالت کوي چې، د احساس او بنسټيزو احساساتو، لکه: غوصې او خپګان ډلبندي طبيعي نه ده او د دې مفاهيمو قلمرو او پولې د ټولو کلتورونو په واسطه په متفاوت او بېلابېل ډول ډلبندي شوي دي. که څه هم نورې څېړنې استدلال کوي چې، د احساساتو ځينې طبيعي بنسټونه شته. د طب د عقلي ناروغتيا د مطالعې په څانګه او روانپوهنه کې د احساس د څرګندولو او ترلاسه کولو یوه ناتواني په ځينو وختونو کې د (alexithymia) په توګه راجع کېږي. [۱۸][۱۹][۲۰]

تاريخچهسمول

د انسان طبيعت او وروستي جسمي حسونه تل د مفکريو او فيلسوفانو د علاقې برخه ده. دا علاقه په زياته پراخه توګه د ختيځو او لويديځو دواړو ټولنو په واسطه ستره علاقه ده. احساساتي حالتونه په سپېڅلې او د انسان د مغز او بدن روښانفکرۍ سره ملګري دي. د افرادو په ټول ژوند کې بدلېدونکي عملونه او د حالت بدلولونه يې د ډېرو غربي فيلسوفانو (ارستو، اپلاتون، دکارت، اکيانس، هابز) د ستر اهميت لرونکي دي، چې دوی ته لارښوونه کوي چې لويې نظريې وړاندې کړي، ډېری وخت رقابتي نظريې، چې ويې غوښتل احساس او د انسان د عمل وروستي هڅوونکي او د هغې زماني تسلسل تشرېح کړي.[۲۱]

د روښانفکرۍ په عصر کې سکاتلنډي مفکر ډيويډ هيوم (David Hume) يو انقلابي دليل مطرح کړ، چې غوښتل يې د انسان د عمل اصلي هڅوونکي تشرېح کړی. نوموړي مطرح کړل چې عملونه د وېرې، غوښتنو او نفسي غريزو په واسطه هڅول کېږي. نوموړي په ۱۷۷۳ ز کې «د انسان د طبيعت علمي رساله» (Treatise of Human Nature) په نوم خپل کتاب کې وليکل: «يوازې عقل او شعور هېڅکله نه شي کولی، د خوښې يو عمل ته يو محرک ( هڅوونکی) وي... دا هېڅګله نه شي کولی، د ارادې په لارښوونه کې د نفسي غريزې مخه ونيسي... عقل د نفسي غريزې غلام دی او بايد چې وي او هېڅکله نه شي کولی ،د دې په پرتله د بلې کومې دندې دعوه وکړي، چې خدمت او اطاعت يې وکړي. په دې کرښو سره هيوم (Hume) دعوه وکړه چې تشرېح کړي، چې دليل او اضافي عمل به د ځان د غوښتنو او تجربې تر کنترول لاندې وي. وروستي مفکرين کېدای شي مطرح کړي چې ،عملونه او احساسات د حقيقت له ټولنيز، سياسي، تاريخي او کلتوري اړخونو سره په ژور ډول ګډې اړیکې لري، چې کېدای شي په اعصابو او د ظاهري بدن د نورو برخو او د هغې له طبيعت سره په لوړه کچه له عصبي او فزيالوژيکي څېړنې سره ملګري وي. [۲۲][۲۳]

تعريفونهسمول

د (Lexico) پرليکه قاموس له مخې د احساس تعريف: « يو قوي احساس چې د يوه شخص له شرایطو، حالت او نورو سره له اړيکو څخه تر لاسه کېږی، احساس دی». احساسات مهمو داخلي او باندنیو پېښو ته ځوابونه دي. [۲۴][۲۵]

احساسات کولی شي ناڅاپي (تصادف) (لکه: وېره)، حالتونه (لکه: دښمني)، لنډ مهالي (لکه: غوصه) يا اوږد مهالي (لکه: خپګان) وي. رنځورپوه ميچل سي ګراهام (Michael C. Graham) ټول احساسات د زياتوالي په تسلسل باندې د شتون په توګه تشرېح کوي. په دې ډول وېره کېدای شي، له نرمې علاقې او اړيکې څخه سختې ته ترتيب شي يا شرم کېدای شي له ساده شرم څخه زهرناک شرم ته ترتيب شي. احساسات د ځوابونو اوغبرګونونو د همغږي شوې مجموعې د درلودلو په توګه تشرېح شوي دي، چې کېدای شي شفاهي، فزيالوژيکي، سلوکي او عصبي ميکانيزمونه په کې شامل کړي. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينېسمول

  1. Panksepp, Jaak (2005). Affective neuroscience : the foundations of human and animal emotions (الطبعة [Reprint]). Oxford [u.a.]: Oxford Univ. Press. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195096736. Our emotional feelings reflect our ability to subjectively experience certain states of the nervous system. Although conscious feeling states are universally accepted as major distinguishing characteristics of human emotions, in animal research the issue of whether other organisms feel emotions is little more than a conceptual embarrassment الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Emotion in the perspective of an integrated nervous system"]. Brain Research. Brain Research Reviews 26 (2–3): 83–86. May 1998. doi:10.1016/s0165-0173(97)00064-7. PMID 9651488. 
  3. Ekman, Paul; Davidson, Richard J. (1994). The Nature of emotion : fundamental questions. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 291–93. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195089448. Emotional processing, but not emotions, can occur unconsciously. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Cabanac, Michel (2002). "What is emotion?" Behavioural Processes 60(2): 69–83. "[E]motion is any mental experience with high intensity and high hedonic content (pleasure/displeasure)."
  5. Scirst=Daniel L. (2011). Psychology Second Edition. New York: Worth Publishers. د کتاب پاڼې 310. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1429237192. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Averill, James R. (February 1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Individual Differences in Emotional Creativity: Structure and Correlates"] (in en). Journal of Personality 67 (2): 331–71. doi:10.1111/1467-6494.00058. ISSN 0022-3506. PMID 10202807. 
  7. Cacioppo, John T.; Gardner, Wendi L. (1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Emotion"]. Annual Review of Psychology 50: 191–214. doi:10.1146/annurev.psych.50.1.191. PMID 10074678. 
  8. Schacter, D.L., Gilbert, D.T., Wegner, D.M., & Hood, B.M. (2011). Psychology (European ed.). Basingstoke: Palgrave Macmillan.
  9. Pinker, Steven (1997), How the Mind Works, New York: W. W. Norton & Company, د کتاب پاڼې 342 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Self-knowledge: its limits, value, and potential for improvement"]. Annual Review of Psychology 55 (1): 493–518. February 2004. doi:10.1146/annurev.psych.55.090902.141954. PMID 14744224. 
  11. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The experience of emotion"]. Annual Review of Psychology 58 (1): 373–403. January 2007. doi:10.1146/annurev.psych.58.110405.085709. PMID 17002554. 
  12. Gaulin, Steven J.C. and Donald H. McBurney (2003). Evolutionary Psychology. Prentice Hall. کينډۍ:ISBN, Chapter 6, pp. 121–42.
  13. Barrett LF, Russell JA (2015). The psychological construction of emotion. Guilford Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1462516971. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The sociology of emotions"]. Annual Review of Sociology 15: 317–42. 1989. doi:10.1146/annurev.soc.15.1.317. 
  15. Dixon, Thomas. From passions to emotions: the creation of a secular psychological category. Cambridge University Press. 2003. کينډۍ:ISBN. link.
  16. Smith, Tiffany Watt (2015). The Book of Human Emotions. Little, Brown, and Company. د کتاب پاڼي 4–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0316265409. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Smith, Tiffany Watt (2015). The Book of Human Emotions. Little, Brown, and Company. د کتاب پاڼي 4–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0316265409. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Culture and the categorization of emotions"]. Psychological Bulletin 110 (3): 426–50. November 1991. doi:10.1037/0033-2909.110.3.426. PMID 1758918. 
  19. Wierzbicka, Anna. Emotions across languages and cultures: diversity and universals. Cambridge University Press. 1999.
  20. Taylor, Graeme J. "Alexithymia: concept, measurement, and implications for treatment." The American Journal of Psychiatry (1984).
  21. Kagan, Jerome (2007). What is emotion?: History, measures, and meanings. Yale University Press. د کتاب پاڼي 10, 11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Mossner, Ernest Campbell (2001). The Life of David Hume. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Hume, David (2003). A treatise of human nature. Courier Corporation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Emotion | Definition of Emotion by Oxford Dictionary on Lexico.com also meaning of Emotion". Lexico Dictionaries | English. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Schacter, D.L., Gilbert, D.T., Wegner, D.M., & Hood, B.M. (2011). Psychology (European ed.). Basingstoke: Palgrave Macmillan.
  26. "Emotion". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Graham, Michael C. (2014). Facts of Life: ten issues of contentment. Outskirts Press. د کتاب پاڼې 63. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1478722595. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Graham, Michael C. (2014). Facts of Life: Ten Issues of Contentment. Outskirts Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1478722595. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Fox 2008، صص. 16–17.