اجمل خان ذاهد ځدراڼ اصلا د خوست ولايت په ځدراڼ قبيلې پورې اړه لري . د کډوالۍ په ديار کې په 1983 ز.کال ټل ضلع هنگو کې دنيا ته سترگې غړولي .


مخینه

زده کړې

،په کال 1987 زېږدي کې د افغانستان کمېشنرۍ مربوط ښوونځي کې داخل او په 1995 زېږدي کې يي منځنۍ دوره په کاميابۍ سره سرته ورسوله.د نورو زده کړو لپاره په پاکستاني گورنمنټ های سکول کې په 1996 دا خل او په 1998 کال کې په کاميابۍ فارغ شو، په 1998 کال کې گورنمنټ ډگري کالج وټې پوهنې په برخه کې تحصيل وکړاو په 2003 زېږدي کال کې کاميابي سره پای ته ورساوه، د سکول زده کړو تر څنگ يي د انگلسي ژبې او کمپيوټر په برخه کې پوره تجربه لاس ته راوړيده.

دندې

په خپل زيږدلي ځای ټل (I.E.L.C ) سنټر کې څلور کاله د کمپيوټر او انگلسي ژبې د استاد په حيث پاتې شويدی. په کمپيوټر کې له زياتو پوهې لاس راوړلو په موخه د سوېلي اسيا هيوادونو ته لاړ، او دهغه ځای څخه وروسته بيا سویس هېواد نړېوال ښار جينوا ته ولاړ او تر اوسه پورې په سویس هېواد کې د جينېوا ښار کې مېشت دی .

چاپ شوي نښېرونه

ښاغلي ذاهد په کډوالۍ کې هم د سولگر پوهنې اړوند ډېر اړین او ابتدايي کتابونه ژباړلي دي او لا هم اړوندې څانگې کې په ژباړې بوخت دی . لاندې کتابونه یې تر اوسه ژباړلي او خپاره کړي یې دي .

  1. هارډ وييير (سختکالی)او نيټ ورکينگ (جال کاريال )
  2. کمپيوټر پخپله زده کړۍ (لارښود کتاب)
  3. مايکروسافټ ورډ 2007
  4. مايکروسافټ ايکسيل 2007
  5. مايکروسافټ پاورپوائينټ 2007
  6. مايکروسافټ ايکسيس 2007

ناچاپه نښېرونه

  1. مايکروسافټ ورډ 2010 او د مايکروسافټ پنځونې تاريخچه
  2. مايکروسافټ ايکسيل 2010
  3. مايکروسافټ پاورپوائينټ 2010
  4. مايکروسافټ ايکسيس 2010


ستاينیزې

سرچینې