اجمل اټک يوسفزی

اجمل اټک يوسفزی يوشاعر او لیکوال دی چې تر د طالبانو پر مهال يو فعال خبريال و.

اجمل اټک يوسفزی

مخينه سمول

اجمل اټک يوسفزی د ننگرهار د کامې ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

زده کړې سمول

ښاغلي اجمل يوسفزي خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل او جلال اباد کې او منځنۍ زده کړې يې د کډوالۍ پر مهال د لرې پښتونخوا پر ځمکه د افغان کډوالو په بېلا بېلو ښوونځيو او مدرسو کې سر ته رسولي دي. اټک په ١٣٧٦ ل. کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پښتو څانگې نه بريالی وواته. هغه اوس مهال په اروپا کې د ناروې په هېواد کې مېشت دی.

په هېواد کې ېې دندې سمول

اټک يوسفزي برسېره پر دې چې ېې فرهنگي هلې ځلې کړې دي ، د طالبانو پر وخت د بلخ پوهنتون د ریس په توگه ېې هم دنده ترسره کړې ده . همداسې په کډوالۍ کې ېې د ورځ مجلې ، ښاخۍ مجلې، او واخان سره همکار پاتې شوی دی. اټک يوسفری د خپلو ځينو فرهنگيانو او فرهنگپالو ملگرو په مرسته او ملتيا د (ادبي ناستې) په نوم د يوه افغان فرهنگي بهير بنسټ ايښی چې هره مياشت په پرلپسې ډول ادبي غونډې کوي، پټه دې نه وي چې اټک د خپلو يو شمېر فرهنگپالو انډيوالانو په ملتيا د (افغان غږ ) په نوم يوه راډيو هم فعاله کړې چې د ايف ايم په څپو کې په پښتو ژبه خپرونې کوي او د انټرنېټ پر مټ يې تر هر چا غږ ور رسولی دی.

پنځونې او راټولونې سمول

  1. رڼې اوښکې (شعرونه -١٣٧٩ چاپکال)
  2. د ازمېښت ډولۍ (د کيسو ټولگه -١٣٧٨)
  3. د ځنگل ځناور(١٣٨١)
  4. ارگ يا مرگ -٢٠٠٢ع
  5. پښتانه مباح الدم دي (تاليف ٢٠٠٤ع)
  6. د جنت دېوالونه (طنزي ټولگه)
  7. زما زړه (شعري ټولگه )
  8. د بودا سلگۍ (د امارت يادښتونه -ناچاپ)
  9. نيمه نړۍ يوه هېواد کې ( ورځنۍ شننې -ناچاپ)
  10. يو کلی او څو څلي (د ارواښاد مراد علي صاحبزاده ، استاد خادم او موسی شفيق اند او ژوند - ناچاپ )
  11. بنډارونه ( ادبي بحثونه - ناچاپ )
  12. سيند په منگوټي کې ( د استاد صميم ادبي ليکونه - ناچاپ )
  13. ټوکو کې رښتيا ( د سياسي او ادبي ټوکو گډ جونگ - ناچاپ )

اخځونه سمول

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/09/090928_studio7_ajmalattakyousafzai.shtml