اتومي تیوري/نظریه

اتومي تیوري یوه علمي نظریه ده چې وايي ماده د اتوم په نوم له کوچنیو ذراتو څخه جوړه شوې. اتومي نظریه د اتومیزم په نوم له یو لرغوني فلسفي دود څخه سرچینه اخلي. د دغې نظریې پر بنسټ که چېرې یو کس وغواړي د مادې یوه برخه واخلي او پر کوچنیو برخو یې وویشي په پای کې هغه ټکي ته رسېږي چې نور یې پر کوچنیو برخو نه شو وېشلی. د لرغوني یونان فلیسوفانو د مادې دا وروستۍ فرضي ذرې اتوم ونومولې، هغه کلیمه چې د نه-پرې شوې په  معنا وه.

د ۱۸۰۰ لسیزې په لومړیو کې پوه جان ډالټون متوجه شو، داسې بریښي چې کیمیاوي مواد ترکيبېږي او د وزن پر بنسټ پر نورو موادو وېشل کېږي دا ښیي چې په پای کې هر کیمیاوي عنصر له نه وېشل کېدونکو او کوچنیو ذراتو څخه جوړ شي. تر ۱۸۵۰ ز کال لږ وروسته ځینې فزیک پوهانو د تودوخې او ګازونو خوځېدونکې/حرکي نظریې ته پراختیا ورکړه، چې له ریاضیکي اړخه یې د ګازونو چلند د دې فرضیې پر اساس جوړوه چې هغوی له ذراتو څخه جوړ شوي. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې البېرټ انېشتین او ژان پرین دا ثابته کړه چې براوني حرکت (په اوبو کې د دانو د ګرد غیر منظم حرکت) د اوبو د مالیکولونو د عمل له امله دی؛ د شواهدو دې درې کرښې د پوهانو تر منځ د اتومونو او مالیکولونو د حقیقت په اړه پاتې ګمانونه/ شکونه غلي کړل. د ۱۹مې پېړۍ په بهیر کې ځینې پوهانو خبرداری ورکړی و چې د اتوم په اړه شواهد غیر مستقیم وو، په دې توګه ښایي اتوم په حقیقت کې ریښتیا نه وي، خو په سترګو ریښتیا ښکاري.

پوهانو د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د مادې د جوړښت نسبتاً کره او له جزیاتو سره مل موډل جوړ کړ،  چې د معمولي مادې د جوړوونکو کوچنیو او نالیدونکو ذراتو د لا کره طبقه بندۍ لامل شو. اوس یو اتوم د یو کیمیاوي عنصر د اساسي ذرې په توګه تعریفېږي. فزیک پوهانو د شلمې پېړۍ په وروستیو کې دا کشف کړه هغه ذرات چې کیمیا پوهانو اتوم نومولې په حقیقت کې د لا ډېرو کوچنیو ذراتو (تر اتومي ذراتو هم کوچنۍ ذره) ټولګه ده، خو پوهانو دا نوم له مسودې څخه لرې ساتلی. د ذرې لومړنۍ اصطلاح  اوس هغو ذراتو ته په اشارې کارول کېږي چې په حقیقت کې د وېش وړ نه دي.

تاریخچه سمول

فلیسوفي اتومیزم سمول

دا نظریه چې ماده له جلا واحدونو څخه جوړه شوې یوه ډېره پخوانۍ نظریه ده چې په ډېری لرغونو فرهنګونو لکه هند او یونان کې څرګنده شوې. د "اتوم" کلیمه ( یوناني: ἄτομος; atomos)) چې د "نه پرې کېدونکي" په معنا ده, تر سقراط مخکې یوناني فلیسوفانو لیوسیپوس او د هغه شاګرد ديموکرېتوس (له میلاد څخه مخکې نږدې ۴۶۰ - ۴۷۰) له خوا نوې رامنځته شوه. ديموکرېتوس ګمان کاوه چې اتومونه د شمېر له پلوه بې‌شمېره، نه‌خلق شوي او ابدي دي او دا چې د یو څېز کیفیتونه د هغه ډول اتومونو پایله ده چې یاد څيز ورڅخه جوړ شوی. د دیموکرېتوس اتومیزم د وروستي یوناني فلیسوف اپيکوروس/Epicurus  (له میلاد څخه مخکې ۲۷۰ -۳۴۱) او د رومي اپيکوري شاعر لکرتیوس/Lucretius  (له میلاد څخه مخکې شاوخوا له ۵۵-۹۹) سم/اصلاح او تشرېح شو. د منځنیو پېړیو په لومړیو کې اتومیزم تر ډېره په لویدیځه اروپا کې هېر کړل شو. د دوولسمې پېړۍ په بهیر کې، د ارستو په تازه کشف شویو لیکنو ته په اشاره بیاځلي په لویديځه اروپا کې وپېژندل شو. د مادې په اړه د ارستو مخالف لیدلوری دا و چې ماده نامعینه او نه‌ختمېدونکې ده او کولی شي له محدودیت پرته ووېشل شي.  [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

په ۱۴مه پېړۍ کې د لوکرېتوس د طبیعت په اړه شعري دیوان او ډيوېژن لايرتي د یوناني فلیسوفانو ژوند او نظریې په ګډون د لویو وتلو اثارو بیا کشفېدلو چې د اتومیزم درسونه یې تشرېح کول، دې موضوع ته د پوهانو د ډېرې پاملرنې لامل شول. له دې سره، دا چې اتومیزم د ايپېکوریانیزم له فلسفې سره چې د اورټوډوکس عیسویت له ډېری ښوونو سره په ټکر کې و په اړیکه کې وه، ډېری اروپايي فلیسوفانو پر اتوم باور د منلو وړ نه باله. فرانسوي کاتولیک کشیش پير ګاسنډي (۱۵۹۲-۱۶۵۵) د اپيکوریان اتومیزم له سموونو سره بیا راژوندی کړ او څرګندونه یې وکړه چې اتومونه د خدای له خوا رامنځته شوي، که څه هم یاد اتومونه بې شمېره دي او پای نه مومي. هغه لومړنی کس و چې د «مالیکول» اصطلاح یې د اتومونو د تجمع لپاره وکاروله. د ګاسینډي اصلاح شوې اتومي نظریه په فرانسه کې ډاکتر فرانسوا برنیه (۱۶۲۰-۱۶۸۸) او په انګلیس کې د طبعي فلیسوف والټر چارلټون (۱۶۹۱-۱۶۲۷) له خوا دود/مشهوره شوه. کیمیاپوه رابرټ بویل (۱۶۲۷-۱۶۹۱) او فزیک‌پوه اېزاک نیوټن (۱۶۴۲-۱۷۲۷) دواړو له اتومیزم څخه دفاع وکړه او د ۱۷مې پېړۍ په پای کې د علمي نړۍ د ځينو برخو له خوا ومنل شو. [۳][۴]

جان ډالتون سمول

د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې د کیمیايي غبرګونونو په اړه اتومي نظریې ته له اشارې پرته دوه قانونه رامنځته شول. لومړنی مورد یې د کتلې د بقا قانون و چې د انټون لاوازیه له کار سره یې نږدې اړیکه لرله، یاد قانون وایي چې په یو کيمیاوي غبرګون کې ټوله کتله ثابته پاتې کېږي (په دې معنا چې غبرګونونه محصول ته ورته کتله لري). دویم یې د معینو نسبتونو قانون و. دا قانون د لومړي ځل لپاره په ۱۷۷۹ کال کې د فرانسوي کيمیا پوه جوزوف پروست له خوا رامنځته شو، دا قانون وايي چې که چېرې یو کيمیاوي ترکیب په‌خپلو جوړوونکو اجزاوو تجزیه کړل شي، د جوړوونکو اجزاوو کتله به اصلي مادې یا مقداري سرچینې ته له پام پرته یو شان وزني نسبتونه ولري.  [۷][۸]

جان ډالتون دغه پخوانی کار مطالعه کړ او پراختیا يې ورکړه، هغه له نوې نظریې څخه دفاع وکړه چې وروسته د څوګوني تناسب د قانون په نوم یاد شو: که چېرې وکولی شو ورته عناصر له یو بل سره ترکیب کړو تر څو یو شمېر بېلابېل ترکیبونه رامنځته کړو، بیا به په بېلابېلو ترکیبونو کې د دوو عناصرو د کتلې نسبت له کوچنیو صحیح شمېرو سره وښودل شي. دا په کيمیاوي غبرګونونو کې عامه بېلګه ده چې هغه مهال د جان ډالټون او ګڼو نورو کيمیاپوهانو له خوا کتل شوې وه. 

لومړی مثال-قلعي اوکسایدونه: ډالتون دوه قلعي اسیدونه په ګوته کړل. یو يې خاکستري رنګه پوډر دی چې په هغه کې د هرو ۱۰۰ قلعي برخو په مقابل کې ۱۳.۵ برخې اکسیجن شته دی. بل اوکساید سپین رنګی پوډر دی چې په هغه کې د هرو ۱۰۰ قلعي برخو په مقابل کې ۲۷ برخې اکسیجن شته دی. ۱۳.۵ او ۲۷ د ۱:۲ نسبت رامنځته کوي. دا اکسایدونه نن ورځ په ترتیب سره د قلعي (II) اوکسايد (SnO) قلعي (IV) اوکساید (SnO2) په نوم پېژندل کېږي. [۹]

دویم مثال-د اوسپنې اوکسایدونه: ډالټون د اوسپنې دوه اوکسایډونه په ګوته کړل. یو یې تور پوډر دی چې په هغه کې د اوسپنې د هرو ۱۰۰ برخو پر وړاندې نږدې ۲۸ برخې اکسیجن شته دی. بل یې سور رنګی پوډر دی چې په هغه کې د اوسپنې د هرو ۱۰۰ برخو پر وړاندې ۴۲ برخې اکسیجن شته دی. ۲۸ او ۴۲ د ۲:۳ نسبت جوړوي. نن ورځ دا اوکسایدونه د اوسپنې د (II) اوکساید (د wüstiteپه نوم ښه پېژندل شوی) او د اوسپنې (III) اوکساید (د زنګ اصلي رامنځته کوونکي مواد) په نوم یادیږي. فورمولونه یې په ترتیب سره FeO او Fe2O3  دي. [۱۰]

درېیم مثال-د نایتروجن اوکسایدونه:د نایتروجن درې اوکسایدونه شته دي چې د هر ۱۴۰ ګرامه نایتروجن لپاره په ترتیب سره ۸۰ ګرامه، ۱۶۰ ګرامه او ۳۲۰ ګرامه اکسیجن شته دی چې د ۱:۲:۴ نسبت راکوي. دوی په ترتیب سره نایتروجن اکساید (N2O)، نایتریک اوکساید (NO) او نایتروجن ډای‌اوکساید (NO2) دي.

سرچينې سمول

  1. Pullman, Bernard (1998). The Atom in the History of Human Thought. Oxford, England: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 31–33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-515040-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Kenny, Anthony (2004). Ancient Philosophy. 1. Oxford, England: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 26–28. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-875273-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Pyle, Andrew (2010). "Atoms and Atomism". In Grafton, Anthony; Most, Glenn W.; Settis, Salvatore (المحررون). The Classical Tradition. Cambridge, Massachusetts and London, England: The Belknap Press of Harvard University Press. د کتاب پاڼي 103–104. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-03572-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Cohen, Henri; Lefebvre, Claire, المحررون (2017). Handbook of Categorization in Cognitive Science (الطبعة Second). Amsterdam, The Netherlands: Elsevier. د کتاب پاڼې 427. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-08-101107-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Welcome to CK-12 Foundation | CK-12 Foundation". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Berryman, Sylvia, "Democritus", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2008 Edition), Edward N. Zalta (ed.), http://plato.stanford.edu/archives/fall2008/entries/democritus
  7. Weisstein, Eric W. "Lavoisier, Antoine (1743-1794)". scienceworld.wolfram.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Law of definite proportions | chemistry". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Dalton (1817). A New System of Chemical Philosophy vol. 2, p. 36
  10. Dalton (1817). A New System of Chemical Philosophy vol. 2, p. 28