ابي کلي فاسټر (د ۱۸۱۱ ز کال د جنورۍ ۱۵مه – د ۱۸۸۷ز کال د جنورۍ ۱۴مه) یوه امریکایۍ ټولنیزه اصلاح‌غوښتونکې او د تور پوستانو د غلامۍ مخالفه وه چې له ۱۸۳۰مې لسیزې نه تر ۱۸۷۰یمې لسیزې پورې فعاله وه. اغلې کلي د امریکا د غلامۍ ضد ټولنې لپاره د مالي مرستو راټولوونکې، ویناواله او د کمېټو تنظیموونکې شوه، چې دلته یې له «ویلیم لویډ ګریسون» او نورو راډیکالانو سره نږدې همکاري لرله. ابي کلي له «سټېفن سیمونډز فاسټر» سره واده وکړ او دوی دواړو د ښځو او هغو افریقايانو د برابرو حقونو لپاره کار وکړ چې د امریکا په لویه وچه کې غلامان وو.[۵]

ابي کلي
ابي کلي
ابي کلي

د شخص معلومات
زېږون نوم
پيدايښت ۱۵ جنوري ۱۸۱۱[۱][۲][۳]
مړینه 14 جنوري 1887 (76 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک د رای حق غوښتونکی (سفراګېټ)   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ې) انگليسي [۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ژوند لومړي وختونه سمول

ابي کلي د ۱۸۱۱ زکال د جنورۍ میاشتې په ۱۵مه نېټه، د «وینګ» او «لیډیا کلي» په کور کې وزېږېده. مور او پلار یې د «ماساچوسټ» ایالت په «پلهام» سیمه کې کروندګر وو. کلي په «ووسټر» کې له کورنیو کښت‌زارونو سره په مرسته کې لویه شوه او دا هغه ځای و چې په مینه‌ناکه فضا کې یې روزنه ترلاسه کړه. کلي او کورنۍ یې د «ماساچوسټ» ایالت «اکسبرېج» ته نږدې «د کواکور د میاشتنۍ ناستې» غړي وو. ابي کلي په «ووسټر» کې خپلې زده‌کړې پیل کړې. د فاسټر لور وروسته ولیکل: "ابي په ووسټر کې د نجونو په تر ټولو ښه خصوصي ښوونځي کې شامله شوه." دا چې په ووسټر کې د نجونو لېسه نه وه او د ابي مور او پلار د خصوصي ښوونځیو د لګښتونو وس نه درلود، ابي کلي هم په ۱۸۲۶ زکال کې د «روډ ایلنډ» ایالت د «پرویډنس» سیمې په «نیو انګلنډ فرېنډز بورډېنګ» ښوونځي کې زده‌کړو ته دوام ورکړ. کلي د ښوونځي تر لومړي کال وروسته دوه کاله تدریس وکړ او د زده‌کړو د دوام لپاره یې څه ناڅه پیسې برابرې کړې. په ۱۸۲۹ ز کال کې یې د خپلو زده‌کړو وروستی کال هم بشپړ کړ او په ډېره ښه کچه فارغه شوه.  [۶][۷][۸][۹][۱۰]

ابي په ځايي ښوونځیو کې د تدریس لپاره خپل پلرني کور ته را وګرځېده. په ۱۸۳۵ ز کال کې یې له خپل مور او پلار سره مرسته وکړه، چې په «میلبري» کې خپل نوي کور ته ولېږدي. وروسته بیا په ۱۸۳۶ز کال کې ماساچوسټ ته لاړه او هلته یې په یوه ځايي ښوونځي کې تدریس وکړ. هلته یې له داسې کواکرانو سره وپېژندل، چې د اعتدال، سوله‌غوښتنې او غلامۍ ضد نظریو لپاره یې تبلیغ کاوه. اغلې ابي د «سیلوسټر ګراهام» د تیوریو لېواله شوه او کله یې چې د «لېبرېټر» د غلامۍ ضد ورځپاڼې د اېډېټر «ویلیم لویډ ګریسون» وینا واورېده، د غلامۍ د له منځه وړلو عمومي لېوالتیا ورسره پیدا شوه. کلي «د لین د غلامۍ ضد ښځینه ټولنې» سره یوځای شوه او هلته د داسې کمېټې غړې شوه، چې په کلمبیا کې د غلامۍ ختمولو په موخه فدرال دولت ته د غوښتنې لپاره د لاسلیکونو د راټولولو مسؤلیت ور په غاړه شو. کلي په ډېره لېوالتیا سره خپل ماموریت ترسره کړ او په ۱۸۳۷ ز کال کې یې د «لین» سیمې د کابو نیمايي ښځو لاسلیکونه راټول کړي وو.[۱۱]

د غلامۍ ضد فعالیت سمول

ابي کلي په ۱۸۳۷ ز کال کې په متحدو ایالتونو کې تر اقتصادي ناورین وروسته «د لین د ښځو ټولنې» لپاره د مالي مرستو د را ټولولو مسؤلیت پر غاړه واخیست. د خپلو شخصي پیسو یوه برخه یې د امریکا د غلامۍ ضد ټولنې ته وبښله. اغلې ابي د «انجلینا ګریمک» په هڅونې سره په نیویارک کې د غلامۍ ضد ټولنې په ملي کنوانسیون کې د لین د ښځو ټولنې د لومړنۍ استازې په توګه خدمت وکړ. هلته یې د مالي مرستو د را ټولولو په اړه خبرې وکړې او د غلامۍ لغوه کولو لپاره یې د دغې ټولنې د اعلامیې د مسودې په چمتو کولو کې ونډه واخیسته. ابي کلي تر دغه کنوانسیون وروسته په غلامۍ ضد ټولنه کې ډېره ښکېله شوه، غوښتن‌لیکونه یې ووېشل، مالي مرستې یې راټولې کړې او د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره یې په کنفرانسونو کې ګډون وکړ. [۱۲]

کلي په ۱۸۳۸ ز کال کې، په «فیلاډلفیا» کې د امریکايي ښځو په لومړني غلامۍ ضد کنوانسیون کې خپله عمومي وینا واوروله، چې مخاطبین یې هم نارینه وو هم ښځینه. هغه مهال ښځو په عمومي ټولنو کې دغسې مخاطبینو ته وینا نه کوله. که څه هم معترضانو شور ماشور جوړ کړ، خو کلي په ډېر فصاحت سره د غلامۍ د لغوه کولو اصول واورول. اغلې ابي کلي په را وروسته میاشتو کې د نیو انګلینډ د غلامۍ ضد کنوانسیون په څېر ګډو(مختلطو) غونډو ته ویناوې وکړې او ځان یې د یوې پېژندل شوې څېرې په توګه ثابت کړ. د دې تر څنګ یې په یوه داسې کمېټه کې کار کاوه چې نارینه او ښځینه په کې ګډ وو.[۱۳]

په ۱۸۴۳ز کال کې یې د نیویارک ایالت په «بوفالو» ښار کې د لېبرال ګوند په کنوانسیون کې ګډونوالو ته وینا وکړه او په امریکا کې لومړنۍ ښځه شوه، چې په یوه ملي سیاسي کنوانسیون کې یې وینا وکړه.

اغلې کلي په را وروسته کلونو کې د ویناوالې او مالي مرستو راټولوونکې په توګه له غلامۍ ضد ټولنې سره مرسته وکړه. که څه هم د یوې داسې ښځې په توګه تل له مخالفتونو سره مخامخ وه، چې له نرانو سره یې له نږدې کار کاوه او هغوی ته یې په عمومي ځایونو کې ویناوې کولې، خو له دې سره سره يې هم خپل کار ته دوام ورکړ. که څه هم د ځینو له مخالفت سره به مخامخ کېده، خو دې خپلې تګلارې، له هغو افریقایانو سره شریکولې چې مخکې غلامان وو. "زه خوشحاله یم چې په رنګین‌پوستانو سره پېژندل کېږم. که څوک غواړي چې، هغوی ته په سپکه وګوري، مدافعان یې هم باید د هغوی په څېر وي." د ۱۸۴۹ ز کال په اکتوبر میاشت کې یې خپل ملګري «مایلو ټاونسنډ» ته لیک ولېږه او د غلامۍ ضد ټولنې لپاره یې د خپل کار په اړه ورته وویل: "موږ پوهېږو چې زموږ موخه مخ پر وړاندې روانه ده".[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ښځو حقونه سمول

د ښځو د حقونو لپاره مبارزه ډېر ژر د غلامۍ د سخت ‌درېځو مخالفینو لپاره نوی لومړیتوب شو او کلي هم په دې ډله کې وه چې د نیویارک ایالت په «سنکا فالز» ښار کې د «سنکا فالز کنوانسیون» تر جوړېدو پنځه کاله وړاندې یې دلته د ښځو د حقونو په اړه ویناوې کولې. اغلې کلي د «سوزن انتوني» او «لوسي سټون» په ګډون د ښځو د رایې حق غوښتونکې وهڅولې، چې په سیاسي فعالیتونو کې ونډه واخلي. اغلې کلي په ۱۸۵۰ ز کال کې د ماساچوسټ ایالت په ووسټر ښار کې د ښځو د حقونو د لومړني ملي کنوانسیون یوه مهمه ویناواله وه. (سنکا فالز د ښځو د حقونو لومړنی کنوانسیون و، چې په ۱۸۴۸ ز کال کې جوړ شو، خو ملي نه و).[۲۱][۲۲]

ابي کلي د امریکا تر کورنۍ جګړې وروسته، د اساسي قانون د پنځلسم تعدیل د تصویب ملاتړ وکړ. ځینې ښځینه فعالانې د هر هغه تعدیل په مقابل کې پورته شوې، چې ښځو ته یې د رایې حق نه ورکاوه. «سوزن انټوني» او «الیزابېت کډي سټاټون» له دغه تعدیل سره کلک مخالفت څرګند کړ او کلي له همدې امله ترې جلا شوه. کله چې تعدیل تصویب شو او «ګریسون» د غلامۍ ضد ټولنه منحل کړه، کلي د افریقايي‌توکمو امریکایانو او ښځو لپاره د برابرو حقونو په برخه کې کار ته دوام ورکړ.[۲۳]

کلي او مېړه یې «سټېفن سیمونډز فاسټر» په ۱۸۷۲ ز کال کې د خپلې ګډې شتمنۍ د مالیاتو له ورکړې ډډه وکړه. دوی استدلال وکړ چې: کلي رایه نه‌شي ورکولی، استازی نه‌ لري او د مالیاتو قرباني ده. که څه هم د دوی کښت ‌زار مصادره شو، وپلورل شو او بېرته یې ملګرو ورته واخیست، خو کلي له مالي ستونزو او کمزورې روغتیا سره سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ. ابي کلي په ۱۸۸۷ ز کال کې د مړینې تر وخته پورې خپلو راډیکالو ملګرو او نورو سیاسي شخصیتونو ته لیکونه ولیکل.[۲۴]

واده او کورنۍ سمول

ابي کلي تر څلور کلن مینتوب وروسته، په ۱۸۴۵ ز کال کې له خپل غلامۍ ضد همکار «سټېفن سیمونډز فاسټر» سره واده وکړ. دوی دواړو په ۱۸۴۷ ز کال کې د ماساچوسټ ایالت د ووسټر ښار په «ټاټناک» سیمه کې یو کښت‌زار واخیست او «د آزادۍ کښت‌زار» یې ونوماوه. د دوی دواړو یوازنۍ لور په ۱۸۴۷ کال کې وزېږېده. کلي تر ۱۸۵۰ ز کال پورې د ویناوالې او مالي مرستو راټولوونکې په توګه په ټول شمال کې خپلو هڅو ته دوام ورکړ، تر هغه وخته چې روغتیايي کمزورۍ، د سفرونو کمولو ته اړ کړه.[۲۵][۲۶]

ابي کلي فاسټر د ۱۸۸۷ ز کال د جنورۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه تر خپلې ۷۶یمې زیږدکلیزې یوه ورځ وړاندې مړه شوه.[۲۷]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123075063 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6fb5rf4 — subject named as: Abby Kelley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Abigail-Kelley-Foster — subject named as: Abigail Kelley Foster — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  4. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123075063 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  5. Sterling 1991، صص. 1--3, 14.
  6. "Valley Sites - Millville, Uxbridge: Friends Meetinghouse". NPS. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The Uxbridge Meeting House". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Sterling 1991، صص. 19--25.
  9. Sterling 1991، ص. 19.
  10. Sterling 1991، صص. 14--18.
  11. Sterling 1991، صص. 26--35.
  12. Sterling 1991، صص. 37--43.
  13. "In defense of Woman and the Slave..." NPS. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Morin 1994، ص. 19.
  15. Buffum, Lucille (1914). Elizabeth Buffum Chase- Her Life and its Environment. W. B. Clarke Co. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Johnson, Reinhard O. "The Liberty Party, 1840-1848: Antislavery Third-Party Politics in the United States." Baton Rouge: LSU Press, 2009, p.1647
  17. "Abby Kelley Foster resumes lecturing". Worcester Women's History Project. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Morin 1994، صص. 19--20.
  19. Sterling 1991، ص. 86.
  20. Sterling 1991، ص. 123.
  21. "In defense of Woman and the Slave..." NPS. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Abby Kelley Foster at First National Woman's Rights Convention". Worcester Women's History Project. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Morin 1994، صص. 25--27.
  24. "Liberty Farm". NPS. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Liberty Farm". NPS. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Sterling 1991، ص. 3.
  27. Morin 1994، ص. 27.