ابی بن خلف د مکی د مشرکینو څخه د اسلام یو لوی دښمن و د هجرت مخکې نوموړي یوه ورځ نبي علیه السلام ته ویل : چې ما یو آس ساتلی دی ډېر ښه خوراک ورکوم پردی آس به سپریږم او تا به قتلوم ( نعوذ بالله ) پیغمبرعلیه السلام یوه ورځ په ځواب کې ورته وویل :چې ان شاء الله زه به تا قتلوم ،

د احد په جنگ کې أبی بن خلف د نبی علیه السلام تلاش کاوی او دا یې ویل :که چیری دی [یعني محمد ص] نن پاتی شی نو بیا زما خیر نشته . کله چې دی دحملې په اراده سره ونبي علیه السلام ته نژدی ورغی صحابه ؤو اراده وکړه چې د لیری څخه یی ختم کړی نبي علیه السلام وویل : پری یی ږدئ چې کله دی نږدی شو نونبي علیه السلام د یو صحابي دلاسه څخه برچه واخیسته او دغه کافر یی په ووهل ، برچه یې پرغاړه ولگیده او یوسپک زخم یی پرغاړه پیدا شو .

مگر د هغه په وجه سره د آس څخه ولویدی او د څو واره غورځیدو وروسته لښکر ته ور ورسیدی او نعرې یی وهلی چې قسم په خدای زه محمد ص قتل کړم ،کفارو ده ته اطمنان ورکی چې لږ گریدلی دی هیڅ فکر مه کوه ،لیکن ده به ویل چې محمدص ماته په مکه کې وویل چې زه تا قتلوم ،قسم په خدای کچیری ده پر ما باندی ناړې توکړی وای نو هم به زه مړ کیدم . فرمایی چې د ده د نعرو آواز داسی شو لکه د غوائی رمباړی .

ابوسفیان چې د هغه جنگ مشر و وده ته پیغور ورکړ چې د دې لږ گریدو په وجه دومره نعرې وهی!! أبی بن خلف وویل چې ته خبر یی چې دا د چا وهل دی دا محمد ص وهل دی زه دومره په تکلیف یم په لات او عزی سره [چې دوه مشهور بتان دی] زما قسم دی که دا تکلیف پرټول حجاز باندی تقسیم شی نو ټول به هلاک شی محمدصلی الله علیه وسلم ماته په مکه کې وویل ، چې زه به تا قتلوم نو زه هم هغه وخت پوه شوم چې د ده په لاس به ضرور مړ کیږم . زه دی درواغجن نشم بللای که چیری د دی خبرداری وروسته ده پر ما باندی ناړې توکړی وای نو هم به زه دهغه څخه مړ کیدم دغه و چې مکې مکرمې ته د رسیدو یوه ورځ مخکی په لار ی کې مړ شو.

زموږ مسلمانانو لره دا ډېره د غیرت او عبرت خبره ده چې یو کافر او سخت دښمن د نبی علیه السلام د خبری پر رښتیا والی دومره یقین درلودی چې ده پخپل مرگ کې هم څه شک او شبه نلرله . لیکن موږ د نبی علیه السلام د منلو باوجود د علیه السلام د رښتینولی سره سره او له هغه سره د محبت د دعوی باوجود په څومره ارشاداتو او هدایاتو عمل کوو او د کومو شیانو څخه چې علیه السلام عذاب بیان کړی دی د هغه څخه څومره وېره لرو . هر انسان دی پخپل گریوان کې وگوری .