ابو عبدالله بتانى. ليکنه: عبدالواجد نياﺯى

ستر نجومې ابو عبدالله بتّانی

ابو عبدالله محمد بن جابر بن سنان بتانی حرانی صابی مشهور په ابوعبدالله بتّانی ، منجم او سورى رياضى پوه ، د مثلثاتى فرمولونو بنسټ ايښودونکي چى نن هم ترى استفاده کيږى او د مسلمانانو سترو نجوميانو څخه وه، غرب فعلا هم دد نظرياتو څخه استفاده کوى.

په ۸۵۸ م کال کى پيدا شو او  ۹۲۹ م کال کى د نړۍ څخه وکوچيد.

مثلثات

بتانى لومړنې عالمانو څخه وه. چي سينوس مثلثات يي تعريف کړل ‌ او هغه ته جيب نوم ورکړ. د مبسوط ظلې تابع او د مُنْتَصَب ظلې تابع يى کامله کړه. او  

بتانى مثلثاتى فرمولونه چې اوس هم ترې استفاده کيږې. لومړې ځل ابداع کړل او يا جوړ کړل.

د بتانى علم تاثيرات په مسلمانو او غربى نجوميانو.

بتانى ته مسلمانو نجوميانو ستر مقام ورکړې ده.  

ابوریحان بیرونی د بتانى په نوم جلاء الاذهان فی زیج البتّانی‌  کتاب ليکلې ده.

او ابن خلدون د بتانى کتابونه تر ټولو  ښه او بهترين نجومى آثار ګڼل،

مُسلمه بن احمد مجریطی يو خلاصه کتاب د بتانى د کواکبو تعديلونو  ﺯيج په اړه وليکه.  

غربى نجوميانو بتانى خپلو آثارو کې آلباټګنیوس او آلباټینوس په نومونو ياد کړي دې او همداسى شرقى روم آثارو کې د اُپَتَنِس په نوم پيژندل کيږې.

،کپرنيک ﺯياتو مواردو کې د بتانى څخه نقل قول کړې، لکه د لمر حرکت او تقدیم اعتدالین.

تیکو براهه او يوهانس کپلر د بتانى رصدونو ته ډيره توجع کړې.

ګاليله خپلو لومړنې ليکونو کې د هغه رصدى کارونو باند رڼا اچولى ده.

او ریچارډ ډانثرن د ۸ پيړي انګلیس نجومى ځينو عملي کارونو کې دد رصدونو څخه استفاده کړې ده.

اثار

1. د بتانى مهم کتاب «الزیج الصابی» دى. چې د کتاب کې بطلمیوس اشتباهات اصلاح کړى.

2. کتاب معرفة مطالع البروج فی ما بین ارباع الفلک،

3. رسالة فی تحقیق اقدار الاتّصالات،

4. کتاب اربع مقالات فی احکام علم النجوم.

                          ''عبدالواجد نیازی''