ابو سعيد احمد ساگزی

ابو سعيد احمد ساگزی د محمد زوی او د عبدالجليل ساگزي لمسی د سيستان د نومياليو پوهانو څخه و، او په نجوم کې يې تر دې حده لاس درلود چې د شرق ستر ستورو پېژندونکی علامه ابوريحان بيروني د سيستان د مياشتو نومونه دده له خولې راوړي دي او دده له آثارو څرگندېږي چې د خپل وخت نوميالی منجم هم و.

ليکلي آثار

دده له آثارو څخه چې اوس پاته دي هغه دا دي.

  1. کتاب في مساحة الاکر
  2. کتاب الماخوذات لارشميدس
  3. کتاب المدخل (په نجوم کې چې د ابو جعفر احمد بن محمد صفاري دپاره يې ليکلی و.)
  4. کتاب المعانی فی احکام النجوم
  5. کتاب الدلايل فی احکام النجوم
  6. کتاب الاختيار د ابو معشر د «الالوف» له کتاب څخه چاڼ دی
  7. منتخب کتاب المواليد چې د ابو معشر د «المواليد» څخه چاڼ شوی
  8. تحصيل القوانين د هغو قوانينو په باب کې دی چې د نجومي پېښو په پوهېدلو کې منجم ورته اړتيا لري.
  9. الجامع الشاهي چې د عضدالدوله ديلمی په نامه يې ليکلی و.
  10. هغه ليک چې د «انقسام خط مستقيم ذي نهاية بنصفين» په باب کې يې محمد صفاري زوی ابو جعفر احمد ته ليکلی و.
  11. هغه رساله چې د «عمل مثلث حاوي الزو ايامن خطين مستقيمين مختلفين» په باب کې يې د يمن د زوی نظيف دپاره ليکلی وه.
  12. د «خواص الشکل المجسم الحادث من ادارة القطع الزايد والمکافی رساله»
  13. رسالة فی اخراج الخطوط في الدواير الموضوعة من النقط المعطاة
  14. رسالة في الجواب عن المسايل التي سيل في حل الاشکال الماخوذة من کتاب الماخوذات الارشميدس. او نور ...

سرچينې

    1. تاريخ ادبيات در ايران - ۳۳۵ مخ
    2. د دهخدا الغتنامه - ۵۰۸ مخ