ابراهيم د ادهم ځوی
ابراهیم ابن ادهم هغه واکمن چې بیا صوفي شو.
لومړی روایت:
یوبل روایت دی چې یوه شپه د بلخ نوموتی سلطان ابراهیم ادهم په خپله ماڼۍ کې د خدای (ج) په ذکر اوستاینه بوخت و. چې په دغه مهال د ماڼۍ په بام د پښوښکالو واوریدله شوه او دی يې له ذکر ویوست. له ماڼۍ راووت د پام خواته يي وکتل دوه کسه چې سپینې جامې يي په تن وې پربام ولاړ ول .خو هرې خواته به يي اوتر اوتر کتل.ادهم ورغږ کړ. ای ناپوهانو! تاسوپه دې نیمه شپه کې دپادشاه دماڼۍ پر بام څه غواړئ؟
هغوئ يې په ځواب کې ورته وویل:زموږڅخه اوښان ورک شوي.ښايي دلته به راغلی وي.
ابراهیم ادهم په غوسه ورته وویل: ناپوهانو دا څنګه کیدای شي چې اوښان مو د بام سرته وخیژې؟ موږ ناپوهان نه وو اونه یوو ، ای غافله! که په شاهی ماڼۍ کې په نازکوغالیو او وریښمینو نالیو عبادت اولمونځ کیدای شي نو بیا اوښان هم بام ته راتلای شي. د هغوئ په همدې خبره د ادهم غوسه نوره هم زیاته شوه. خپلو عسکرو ته یی امر وکړ، دواړه له بامه راکوز کړئ او ورته جزا ورکړئ، خوکله چې حاضرباشان اوعسکر بام ته وختل هیڅ يي و نه لیدل، اک پک شول د سپینو جامو کسان تری تم شوي ول. له دې واقعې وروسته ادهم له سلطنته لاس په سر شو او له درویشانو سره مل.
بل روایت :
د ابراهیم ادهم د توبي کولو او د تصوفی لوری ته د را دانګلوپه اړه بیلابیل روایتونه رانقل شوي. په ځینو کې يي څه ناڅه د روایت د بیانولود ډول اوطرز په برخه کې اختلافات اوتوپیرونه هم لیدل کیږي. خو د منځپانګې له اړخه بیا دومره سره تیروبیر نه دي. دا چې ادهم څه ډول توبه کړي اوفقیري او درویشي ته يي څرنګه مخه کړي ده. نور بیا