Aeromobil 2,5
آېروموبیل
هېواد سلواکيا
د موټر جوړونکي لومړي ماډل
د موټر ډول الوتونکي شخصي موټر
۵۰۰ کيلومتره / ۸۰۰ کیلومتره
په سړک کی سرعت ۱۶۰ کیلومترو په ساعت کی
په هوا کی سرعت ۲۰۰ کیلومترو په ساعت کی

آېروموبیل (په سلواکي: Aeromobil 2.5) د نړۍ لمړني الوتونکي موټر دي چی د سلواکيا په جمهوریت کی د سكښتگر دوشان کلاین لخوا طرح او جوړ شو. نومړي موټر د ښارونو پر سړکونو باندي حرکت کيدلای سی او د کوچني هوایی ډگر څخه پورته کېدلای سی. آېروموبیل د ۱۰۰ آسانو ځواکونو او څلورو استوانه ای ماشین روټاکس ۹۱۲ لخوا خوځول کېږي چی د اوبو او هوا لخوا سوړ کېږي. حجم یی ۱،۳۵ لیتر دی او پر سړک باندي حداکثر سرعت یی ۱۶۰ کيلومتره په ساعت کي دی. په هوا کی سرعت یی ۲۰۰ کیلومتره په ساعت کی دی. آېروموبیل د پولاد او کربن کامپوزپونو څخه جوړ شوي دی او د دي لپاره ټول وزن یی یوازې ۴۵۰ کیلوگرامه ده.

سرچینې