د TCP/IP د پروټوکول ټولې برخې په شبکه کې یو کمپیوټر د هغه د IP ادرس څخه پیژني، د شبکې هر سیستم او آله باید د ځانګړې او بیل آی پي ادرس څښتن و اوسي تر څو د شبکې نور سیستمونه د همدغه ادرس یا پتې له مخې ورسره په تړاو کې و اوسي او هغه څه چې نوموړي سیستم ته لیږدوي د هغه د همدغه ادرس په پیژندلو سره هغه ته ولیږدوي.

یو IP ادرس د 32 بیټو (Bits) څخه جوړ شوی چې اته بایټه کیږي او هر بایټ پکې د بل څخه د یو ټکي په وسیله بیلیږي لکه 190.170.10.140 . د اتبه بیټو په حساب تر ټولو لوی عدد (11111111) دی . نو په دغه حساب تر ټولو لوی آی پي ادرس به عبارت وي له (11111111.11111111.11111111.11111111) څخه، نوموړی آی پي ادرس مو د دوو یا Binary System پر بنسټ حساب کړو،که نوموړی عدد د لسو سیستم یا اعشاري سیستم Decimal System ته واړوو نو تر ټولو لوی آی پي ادرس به عبارت وي له 255.255.255.255 څخه.

په یوه آی پي ادرس کې د ټکو په وسیله بیل شوی هر عدد د Octet په نوم یادیږي او د پورته حساب له مخې د صفر څخه تر 255 پورې قیمتونه اخیستلای شي او په هر اوکټیټ کې 256 ادرسونه راتللای شي چې ورڅخه ټول(256 x 256 x256x256) یا 4.3 څلور اعشاریه درې ملیارده ممکن آی پي ادرسونه لاس ته راځي، خو د آی پي ادرسونو د ځینو جوړښتونو له مخې نوموړي ټول ادرسونه نشي کارول کیدای د بیلګې په ډول صفر (0) د کورني نیټورک ادرس ښایي او 255 په شبکه کې د ټولو شاملو کمپیوټرونو لپاره د بروډ کاسټ broadcast په ډول استعمالیږي، له همدې امله حقیقي آی پي ادرسونه د یو 1 څخه تر 254 پورې قیمتونه اخلي (کاروي).

یو آی پي ادرس د دوو برخو څخه جوړ شوی، لومړۍ برخه یې د شبکې یا نیټورک برخه او دوهمه یا اخیري برخه یې د هاسټ برخه ښایي. مثلاً په 174.25.208.18 ادرس کې شاید لومړۍ برخه یا 174.25 د هغه شبکې ادرس وي چې کمپیوټر ورسره تړلی او دوهمه برخه 208.18 خپله د نوموړي کمپیوټر یا هاسټ ادرس دی، له همدې کبله کله چې معلومات د یو څو سره تړلیو شبکو تر مینځ لیږدول کیږي نو د آی پي ادرس د نیټورک برخه دا دنده لري چې مطلوب نیټورک په نښه کړي، کله چې معلومات نوموړي نیټورک ته راورسیږي بیا د هاسټ د برخې دنده ده چې د همدې محلي شبکې دننه هغه کمپیوټر په نښه کړي چې معلومات ورته لیږل کیږي.

د آی پي ادرس ښه بیلګه ستاسو ګرځنده تلیفون نمبر دی، د بیلګې په ډول که ستاسو د موبایل نمبر 0778 026 905 وي، تاسو پوهیږئ چې د شبکې برخه چې ایم ټي این دی 0778 او پاتې ارقام د نوموړې شبکې دننه ستاسو د خپل ګرځنده تلیفون ادرس ښایي. که تاسو ته څوک تلیفون کوي د هغه تلیفون لومړی شبکې (ایم ټي این) ته ځي، هلته دا کتل کیږي چې آیا په شبکه کې نوموړی نمبر فعال دی او کنه، که نمبر مو فعاله وي تاسو ته د شبکې له لوري زنګ راځي او که نه وي تلیفون کوونکی د نمرې د نه شتون ځواب یا نه فعالیت ځواب اوري.

د دې لپاره چې د یو IP ادرس د نیټورک او هاسټ Host برخې څه ډول وټاکل شي آی پي ادرسونه په مختلفو ګروپونو یا کلاسونو ویشل شوي دي.