آګاتا کریسټي

ډېم آګاتا مري کلاریسا کریسټي، لیډې مالووان، DBE (د ۱۸۹۰ز کال د سپټمبر په ۱۵مه زېږېدلې – د ۱۹۷۶ز کال د جنوري ۱۲مه)، یوه انګلیسۍ لیکونکې وه چې د خپلو ۶۶ جاسوسي ناولونو او ۱۴ د لنډو کیسو ټولګو له امله، په ځانګړې توګه هغه کیسې چې د افسانوي جاسوسانو لکه هرکول پویروټ او مېس مارپل په هکله څرخېدلې، شهرت درلود. هغې همدارنګه د موږګ لومې په نوم د نړۍ ترټولو اوږده ډرامه ولیکله چې د ۱۹۵۲ز کال راهیسې په وېسټ انډ کې ترسره کېږي، او همدارنګه د مېري وېسټماکاټ په مستعار نوم یې شپږ رومانه ولیکل. په ۱۹۷۱ز کال کې، په ادبیاتو کې د هغې د ګډون له امله، د (DBE) ماډل په توګه وپېژندل شوه. د ګینس نړیوالو ریکارډونو کتاب کریسټي د ټولو دورو د ترټولو ډېر پلورلرونکې افسانه لیکونکې په توګه معرفي کوي، د هغې رومانونه له دوه میلیونو څخه ډېر ځلې پلورل شوي دي.

آګاتا کریسټي
(انګلیسي: Agatha Christie د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آګاتا کریسټي
آګاتا کریسټي

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Agatha Mary Clarissa Miller)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۵ سپټمبر ۱۸۹۰[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
مړینه 12 جنوري 1976 (86 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۸][۱۹][۲۰][۱۷][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا (۱۹۲۷–۱۲ جنوري ۱۹۷۶)[۲۸]
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (۱۵ سپټمبر ۱۸۹۰–۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک رنځورپاله [۲۸]
ليکوال [۲۴][۲۵][۲۸]
سکرين ليکوال
شاعر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲۹][۳۰][۳۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
آګاتا کریسټي
آګاتا کریسټي

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کریسټي په تورکوې، دوون (Torquay, Devon) کې د منځنۍ کچې لرونکې شتمنې کورنۍ کې زېږېدلې ده او په لویه کچه یې کور کې زده‌کړې کړي. هغه په لومړیو کې د شپږو پرله پسې ردولو(rejections) سره یوه ناکامه لیکونکې وه، خو په ۱۹۲۰ز کال کې په سټایل کې له اسرارو ډکې معاملې (The Mysterious Affair at Styles) له خپرولو سره، چې جاسوس هرکول پایروټ یې انځوراوه، دې موضوع بدلون وموند. د هغې لومړی خاوند آرچیبالډ کریسټي وو؛ هغوی په ۱۹۱۴ز کال کې واده وکړ او مخکې له طلاق څخه په ۱۹۲۸ز کال کې د یوه ماشوم خاوندان شول. د دواړو نړیوالو جګړو په اوږدو کې، هغې د روغتون درملتونونو کې خدمت کاوه، او له دې لارې یې په خپلو ناولونو، لنډو کیسو او ډرامو کې د انځور شویو زهرو په هکله معلومات لاس ته راوړل. په ۱۹۳۰ز کال کې له لرغونپوه ماکس مالووان سره له واده کولو وروسته، هغې هرکال څو میاشتې په منځني ختیځ کې په کیندنو تېرول او په دې هنر کې د خپل لومړي لاس پوهې څخه یې په خپلو افسانو کې کار اخیسته.

د ژباړې شاخص (Index Translationum) په اساس، هغه لا هم د ترټولو ډېر ژباړل شوې لیکونکې په توګه پېژندل کېږي. او وروسته هلته هیڅوک هم نه وو، په نوم د هغې رومان، د ۱۰۰ میلیون نسخو له پلور سره، د ټول وخت یو له ډېرو پلورل شویو کتابونو څخه دی. د کریسټي، د موږک لومې، ډرامه په نړۍ کې د ترټولو اوږدې ډرامې ریکارډ له ځانه سره لري. د ۱۹۵۲ز کال د نومبر په ۲۵مه د سفیرانو تیاتر د لندن په لوېدیځ کې پرانېستل شو او د ۲۰۱۸ز کال تر سپټمبره پورې له ۲۷۵۰۰ څخه ډېرې ډرامې په کې اجرا شوې. دا ډرامه د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې د COVID-19 بندیزونو له امله وتړل شو او د ۲۰۲۱ز کال په مې کې بیا پرانیستل شو.

په ۱۹۵۵ز کال کې، کریسټي د امریکا د اسرارآمیزو لیکونکو د غوره جایزې لومړنۍ ګټونکې وه. د هماغه کال په وروستیو کې، د څارنوالۍ لپاره شاهد، د غوره ډرامې په توګه د اډګار ډالۍ ترلاسه کړه. په ۲۰۱۳ز کال کې، د جرمي لیکوالانو ټولنې ۶۰۰ مسلکي رومان لیکونکو لخوا هغه د غوره جرمي لیکونکې په توګه او د راجر آکرویډ وژنې رومان، د تاریخ ترټولو غوره جرمي رومان په توګه وټاکل شول. د ۲۰۱۵ز کال په سپټمبر کې، او وروسته هلته هیڅوک هم نه وو، د لیکوالانو مالکیت لخوا «د نړۍ غوره کریسټي» په توګه معرفي شو. د کریسټي ډېری کتابونه او لنډې کیسې د ټلویزیون، راډیو، ویډیویي ګېم، او ګرافیکي ناولونو لپاره تطبیق شوي دي. له ۳۰ ډېر سینمایي فلمونه د هغې کار په اساس جوړ شوي دي.[۳۲]

ژوند او مسلک سمول

ماشومتوب او ځواني: ۱۸۹۰ – ۱۹۰۷ سمول

آګاتا مري کلاریسا میلر د ۱۸۹۰ز کال د سپټمبر په ۱۵مه کریسټي په تورکوې، دوون کې د منځنۍ کچې لرونکې شتمنې کورنۍ کې زېږېدلې ده. د فرډریک آلوا میلر «یو باذاته شریف سړی» او مېرمنې یې کلاریسا مارګارټ «کلارا» میلر، چې د بومر خورزه وه، له درې اولادو څخه ترټولو کوچنۍ لور وه.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د کریسټی مور کلارا د بریټانیې پوځ افسر فېډریک بومر او د ویسټ په نوم د هغه د مېرمنې مېري آن بومر څخه په ۱۸۵۴ز کال کې په ډوبلین کې وزېږېده. بومر په ۱۸۶۳ز کال کې په جرسي کې ومړ او خپله کونډه یې پرېښوده ترڅو کلارا او وروڼه یې له کم عاید سره هغه لویه کړي. د بومر له مړینې دوه اونۍ وروسته، د مېري خور، مارګارټ وېسټ، له ناټانیل فرای مېلر، د وچو محصولاتو سوداګر او د متحده ایالتونو وګړي، سره واده وکړ. له مېري سره د مالي مرستې لپاره، هغوی پرېکړه وکړه چې نهه کلنې کلارا څخه پالنه وکړي. دا کورنۍ په ټیمپرلي، چېشایر کې ځای پرځای شول. مارګارېټ او ناټانیل له یوبل څخه هیڅ اولاد هم نه درلود، خو ناټانیل له خپل پخوانۍ مېرمن څخه یو ۱۷ کلن زوی د فرډ مېلر په نوم درلود. فرډ د نیویارک په ښار کې وزېږېد او په سویس کې د خپل بورډینګ ښوونځي له خوشې کولو وروسته یې ډېر سفرونه درلودل. هغه او کلارا په ۱۸۷۸ز کال کې په لندن کې واده وکړ. د هغوی لومړنی اولاد، مارګارټ فرای «مج» په ۱۸۷۹ز کال کې په تورکوې کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. د هغوی دوهم اولاد، لوئیس مونټان «مونټي» د نیوجرسي په موریسټاون کې په ۱۸۸۰ز کال کې وزېږېد، په داسې حال کې چې کورنۍ د یوه اوږده سفر لپاره په متحده ایالتونو کې وه.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

کله چې د فرډ پلار په ۱۸۶۹ز کال کې ومړ، هغه کلارا ته ۲۰۰۰ پونډه (په ۲۰۲۱ز کال کې کابو د ۲۰۰۰۰۰ پونډو معادل) پرېښودل. په ۱۸۸۱ز کال کې هغوی له دې پیسو څخه په تورکوې کې د اشفیلډ په نوم د یوه کور اخیستو لپاره کار واخیست. همدا ځای وو چې د هغوی دریم او وروستی اولاد، آګاټا په ۱۸۹۰ز کال کې وزېږېد. هغې د خپل ماشومتوب دوره «ډېره خوشاله» توصیف کړه. د میلر کورنۍ ډېری وخت په دوون کې ژوند کاوه، خو اکثراً به د هغې میرنۍ نیا/غټې توړۍ، مارګارټ میلر لیدو ته ایلینګ ته او د مېري بومر نیا لیدو لپاره بیزواټر ته تلل. یو کال یې له خپلې کورنۍ سره له هېواده بهر، د فرانسې پیرنیس، پآریس، دینارد او ګورنسي کې تېر کړل. له هغه ځایه چې خور او ورور یې ډېر ترې لوی وو او د هغوی په ګاونډ کې ډېر لږ ماشومانو شتون درلود، کریسټي خپل ډېر وخت له کورني څارویو سره او له خپلو خیالي ملګرو سره تېروه. هغه بلآخره په تورکوې کې له نورو نجونو سره ملګرې شوه او یادونه یې وکړه چې «زما د وجود غوره نښه» د The Yeomen of the Guard په نوم، د ګیلبرټ او سولیوان لخوا جوړه شوې ډرامه کې د نورو ځوانانو ترڅنګ د هغې شتون وو، چې په هغې ډرامه کې یې د اتل، ډګروال فایرفکس رول لوبوه.[۴۶][۴۷][۴۸]

د کریسټي په وینا، کلارا باور درلود چې تر ۸ کلنۍ پورې باید لوستل زده کړي؛ د هغې د تجسس نه په مننې سره، هغه په څلور کلنۍ کې په لوستلو بوخته وه. خور یې یوه ښوونځي کې لیلیه وه، خو د هغوی مور اسرار درلود چې کریسټي باید په کور کې زده‌کړه وکړي. په پایله کې، پلار او مور او خور یې د لوستلو، لیکلو او حساب برخو کې د هغې په زده‌کړو نظارت درلود، هغه موضوع چې هغې ترې په ځانګړې توګه خوند اخیست. هغوی همدارنګه هغې ته موسیقي ورزده کړه او هغې د پیانو او مانډولین غږول زده کړل.[۴۹]

کریسټي له ماشومتوب راهیسې یوه لېواله لوستونکې وه. د هغې په لومړیو خاطراتو کې د مېرمن مولزورث او اډیټ نسبیټ لخوا لیکل شوي د ماشومانو کتابونو لوستل وو. کله چې لږ لویه شوه، د سوریال اډوارډ لیر او لوئیس کارول شعرونو خوا ته یې مخه کړه. هغې د ځوانۍ په دوره کې د آنټوني هوپ، والټر اسکاټ، چارلز ډیکنز او الکسانډر ډوماس له اثارو خوند اخیست. د ۱۹۰۱ز کال په اپرېل کې، کله چې ۱۰ کلنه وه، د «غوا ښویېدنه» په نوم هغې خپل لومړنی شعر ولیکه.[۵۰]

په ۱۹۰۱ز کال کې، د هغې د پلار روغتیا خرابه شوې وه، کوم څه چې د هغې په فکر د زړه مشکلات وو. فرډ د ۱۹۰۱ز کال په نومبر کې سږو پړسوب او د پښتورګو مزمنې ناروغۍ له امله ومړ. کریسټي وروسته وویل چې په ۱۱ کلنۍ کې د هغې د پلار مړینه په اصل کې د هغې د ماشومتوب دورې پای وو.[۵۱]

سرچينې سمول

  1. https://www.familysearch.org/ark:/61903/1:1:QJ81-65FD
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118968277 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118520628 — د نشر نېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Agatha-Christie — subject named as: Dame Agatha Christie — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6g15ztr — subject named as: Agatha Christie — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/3916 — subject named as: Agatha Christie — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa359804/agatha-christie — subject named as: Agatha Christie — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Itaú Cultural — خپرونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/agatha-christie — subject named as: Agatha Christie — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1563 — subject named as: Agatha Christie — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?928 — subject named as: Agatha Christie — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p59396.htm#i593957 — subject named as: Agatha Mary Clarissa Miller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?numauteur=-51112 — subject named as: Agatha CHRISTIE — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ subject named as: Agatha Christie — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/b6c1b727607d48bb956d025c3377024b — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ subject named as: Agatha Christie — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=5818 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/christie-agatha-mary-clarissa — subject named as: Agatha Mary Clarissa Christie — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Agatha_Christie — subject named as: Agatha Christie — سرليک: Store norske leksikon
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Le Delarge artist ID: https://www.ledelarge.fr/8137_artiste_CHRISTIE_Agatha — subject named as: Agatha CHRISTIE — دوتنه: Jean-Pierre Delarge — خپرونکی: Gründ او Jean-Pierre Delarge — ISBN 978-2-7000-3055-6
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ subject named as: Agatha Christie — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF11000
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0017674.xml — subject named as: Agatha Christie — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=millera — subject named as: Agatha Christie
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=agatha;n=miller — subject named as: Agatha Miller
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/3638 — subject named as: Agatha Christie
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/15271 — subject named as: Agatha Christie — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ ۲۴٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1686/ — د نشر نېټه: ۱۲ فبروري ۲۰۲۱
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ ۲۵٫۲ https://cs.isabart.org/person/31922 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000007378 — subject named as: Dame Agatha Christie — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  27. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000007378 — subject named as: Dame Agatha Christie — سرليک: A Historical Dictionary of British Women — نسخهدوهم — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118520628 — د نشر نېټه: ۱۲ اگسټ ۲۰۲۳
  29. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118968277 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  30. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7686755
  31. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/33244771
  32. "Result of world's favourite Christie global vote". Agatha Christie. 22 December 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 13 January 1976 باندې). [{{{url}}} Obituary. Dame Agatha Christie]. The Times.
  34. Morgan, Janet P. (1984). Agatha Christie: A Biography. London: HarperCollins. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-00-216330-9. مؤرشف من الأصل في ۱۲ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Marriage Register. St Peter's Church, Bayswater [Notting Hill], Middlesex, 1878, No. 399, p. 200.
  36. Birth Certificate. General Register Office for England and Wales, 1890 September Quarter, Newton Abbot, volume 5b, p. 151. [Christie's forenames were not registered.]
  37. Baptism Register. Parish of Tormohun, Devon, 1890, No. 267, [n.p.].
  38. Goff, Gerald Lionel Joseph (1891). Historical records of the 91st Argyllshire Highlanders, now the 1st Battalion Princess Louise's Argyll and Sutherland Highlanders, containing an account of the Regiment in 1794, and of its subsequent services to 1881. R. Bentley. د کتاب پاڼي xv, 218–19, 322. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Burials in the Parish of St Helier, in the Island of Jersey. 1863. د کتاب پاڼې 303. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Thompson, Laura (2008), Agatha Christie: An English Mystery, London: Headline Review, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7553-1488-1 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Marriage Register. Parish of Westbourne, Sussex, 1863, No. 318, p. 159.
  42. Naturalisation Papers Archived 24 October 2019 at the Wayback Machine.: Miller, Nathaniel Frary, from the United States. Certificate 4798 issued 25 August 1865. The National Archives, Kew. HO 1/123/4798.
  43. Birth Certificate. General Register Office for England and Wales, 1879 March Quarter, Newton Abbot, volume 5b, p. 162.
  44. (په 26 June 1880 باندې). [{{{url}}} Births]. London Evening Standard.
  45. Christie, Agatha (1977). Agatha Christie: An Autobiography. New York City: Dodd, Mead & Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-396-07516-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Death Certificate. General Register Office for England and Wales, 1869 June Quarter, Westbourne, volume 02B, p. 230.
  47. (په 5 October 1880 باندې). [{{{url}}} Auctions. Torquay]. Western Times [Exeter, Devon].
  48. (په 20 May 1881 باندې). [{{{url}}} Arrivals]. Torquay Times.
  49. Christie, Agatha (1977). Agatha Christie: An Autobiography. New York City: Dodd, Mead & Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-396-07516-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. The Mystery of Agatha Christie – A Trip With David Suchet (Directed by Claire Lewins). Testimony Films (for ITV). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Death Certificate. General Register Office for England and Wales, 1901 December Quarter, Brentford, volume 3A, p. 71. ("Cause of Death. Bright's disease, chronic. Pneumonia. Coma and heart failure.")