آپل: (انګلیسي نوم Apple) آپل یو آمریکایې څوملتي شرکت ده چې د الکترونیکي وسایلو او کمپیوټري وسایلو د جوړولو په برخه کې کار کوي. دا شرکت د لمړي ځل لپاره د (Apple computer inc.) په نوم د امریکا د کالیفورنیا ایالت په کوپرتینو ښار کې، په ۱۹۷۷م کال کې د ۲۱ کلن استیون وزنیاک، ۱۶کلن استیو جابز او رونالد وین له لورې پرانیستل شو.

آپل شرکت

دې شرکت په اویایمه لسیزه کې مایکرو کمپیوټرونه آپل۱، آپل۲، آپل۳ او له هغه وروسته مکینتاژ بازار ته وړاندې کړل.

آپل د هارډویر په جوړولو کې هم ښه شهرت لري، د هارډیر په برخه کې د آپل شرکت مشهور محصولات عبارت دې له: آیپډ، آی مک، مک بوک، آی پډ، آیفون، آپل واچ او آپل ټي وي.

او د دې شرکت مشهور سافټویرونه عبارت دې له: آی ټونز، آي لایف، آي ورک او عامل سیستم لکه مک.

د دې شرکت اجرائي مدیریت د استیو جابز په غاړه وه، چې په ۲۰۱۱م کال کې یې له خپل مرګ څخه یوه میاشت مخکې استعفا وکړه، او په ځاي يې ټیم کوک د دې شرکت د اجرائي مدیر په توګه کار پیل کړ.

آپل شرکت په ۲۰۱۷م کال کې پرلپسي د لسم ځل لپاره د کال تر ټولو ستایل شوی شرکت ونومول شو.

د ۲۰۱۸ م کال د اګسټ په میاشت کې په تجارتي بازار کې د آپل شرکت آرزښت له یو تریلیون ډالرو څخه واوښت، چې دا د نړۍ په تاریخ کې لمړۍ شرکت شو چې ارزښت یې له یو تریلیون ډالرو اوړي.

د آپل شرکت مخینه ۱۹۷۶ تر اوسه سمول

۱۹۷۶- ۱۹۸۰ سمول

۱۶ کلن ستیو جابز او ۲۱ کلن استیون وزنیاک له ۱۹۷۱م کال څخه مخکې هم ملګرتیا درلوده، خو په ۱۹۷۱م کال کې یې د تخنیکي سامان آلاتو په جوړولو شروع وکړه، او په همدي کال کې یې د Blue box په نوم یوه دستګاه جوړه کړه چې په لري واټن کې به یې تلفوني آړیکې ټینګولي، چې دا دستګاوې به یې په ۱۰۰ ډالرو په غیر قانوني ډول پلورلي.

جابز د خپل بلو بکس په آړه وایې: که بلو بکس نه وای نو آپل به هم نه وو، د بلو بکس بریا د آپل شرکت پیل وو.

په ۱۹۷۵م کال کې جابز او وزنیاک وکولای شول چې یو بل شخصي کمپیوټر جوړ کړي. دوی به لمړۍ د جابز په کور کې کمپیوټرونه جوړول او بیا به یې په کمپيوټر پلورنځیو کې په ۶۶۶ ډالرو پلورل. د دوي کمپیوټر د ښه کیفیت له آمله زیات مشهور شو، تر دې چې د Byte shop کمپیوټر پلورنځۍ له دوي څخه د ۵۰ کمپیوټر غوښتنه وکړه چې د هر کمپیوټر قیمت یې ۵۰۰ ډالر ښودلي وو، چې دا د دوي لمړۍ بریا وه.

او له هغه وروسته استیو جابز، استیون وزنیاک او رونالد وین په ۱۹۷۷م کال کې د Apple1 کمپیوټر په وړاندې کولو سره دا شرکت د Apple Computer inc. په نوم په رسمي ډول پرانستل، او په کم وخت کې یې د زیاتو کمپیوټرونو په پلورولو سره زیات اعتبار تر لاسه کړ. او په همدې کال یې یو بل ډول کمپیوټر د Apple2 په نوم بازار ته وړاندې کړ، چې د ښه سرعت او مجهزوالي له کبله یې له نورو سیالانو څخه مخکې والی وموند. په ۱۹۸۰م کال کې آپل شرکت د دې کمپیوټرونو دریم ماډل د Apple3 په نوم بازار ته وړاندې کړ، چې د دې ماډل سرعت له Apple2 کمپیوټر څخه زیات وو. خو په عین وخت کې یې د خپل وخت له لوی سیال آی بې ایم سره چې د خپلو کمپیوټرونو د تجهیز لپاره د DOS عامل سیستم په جوړولو بریالی شوي وو، او د پلور بازار یې ډیر ښه وو، قوي سیالي پیل کړه. خو هغو ستونزو له امله چې د Apple3 په ماډل کې یې شتون درلود، په سلهاوو پلورل شوي کمپیوټرونه بیرته آپل شرکت ته وګرځول شول. خو دا چې د دې ستونزو حل سخت وو، نو له دې امله یې د یو نوي ماډل په جوړولو کار شروع کړ.

لیزا او مکینتاژ ۱۹۸۱-۱۹۸۹ سمول

په ۱۹۸۳م کال کې آپل شرکت وکولای شول د (Lisa) ماډل منځ ته راوړي، دا لمړۍ کمپیوټر وو چې په ماووس او عامل سیستم یې کار کول او د ګرافیک، ایکنونو او کړکیو درلودونکی وو. چې د دې کمپیوټرونو جوړول د شخصي کمپیوټرونو په برخه کې یو انقلاب رامنځ ته کړ. له هغه وروسته په ۱۹۸۴م کال کې آپل شرکت مکینتاژ عامل سیستم جوړ کړ، چې د دې شرکت د ډېر مشهورتیا سبب شو. او په دې وخت کې د مکینتاژ لپاره د آډوب کمپنۍ له لورې ځیني پروګرامونه هم جوړ شو. لکه: Page maker او له هغه وروسته د عکس، غږ او ویډیو ایډيټ لپاره د آډوب شرکت نور پروګرامونه هم جوړ کړو، او سمدستي د موسیقي او فلمونو مینوالو هم د مکینتاژ کارولو ته مخه کړه، او آپل شرکت لا مشهور شو. ځیني ډېر مشهور پروګرامونه لکه: مایکروسافټ ورډ او آډوب فوتوشاپ هم د لمړۍ ځل لپاره د مکینتاژ لپاره جوړ شوي وو.

طلایې دوره ۱۹۸۹-۱۹۹۱ سمول

په ۱۹۸۹م کال کې آپل شرکت د لیږدیدونکو کمپیوټرونو نوی ماډل د Macintosh Portable په نوم او له هغه وروسته بل ماډل د PowerbooK په نوم بازار ته وړاندې کړ.

دا پاور بوک چې آپل د سوني په مرسته جوړ کړی وو، دا ځانګړې درلودي: دوه ساعته بطري، ۹ اینچه د مانیتور صفحه او ۲۰ مګابایته هارډ ډرایو.

دا ماډل په ۱۹۹۱م کال کې د آپل شرکت لپاره ډیر ګټور وو، دومره چې د آپل شرکت په تاریخ کې د دې ماډل کمپیوټرونو دوره د طلایې دوري په نوم نومول شوي ده.

پاوربوک:- ۱۹۹۰-۱۹۹۳ سمول

تر ۱۹۸۹م کال پورې د لویو کمپیوټرونو له جوړوولو وروسته د آپل شرکت د لیږدیدونکو کمپیوټرونو په جوړولو شروع وکړه، او په پایله کې یې د لیږدیدونکو کمپیوټرونو دری ماډلونه رامنځ ته کړو. مهم او مشهور یې Powerbook وو، چې په ۱۹۹۱م کال کې یې د سوني په مرسته جوړ کړ، چې دا ماډل د لپټاپ کمپیوټرونو پیل وو.

د آپل شرکت وروستي محصولاتو، د دې شرکت شهرت او ښه کیفیت هم د میزي کمپیوټرونو او هم د لیږدیدونکو کمپیوټرونو په برخه کې ثابت کړ.

د Powerbook بریا او په دې وخت کې د آپل شرکت د ځینو نورو محصولاتو بریا د دې شرکت عواید ډیر لوړ کړل. نو له دې امله له ۱۹۸۹م تر ۱۹۹۱م کلونو پورې د آپل شرکت طلایې دوره وه.

خو دې طلایې دوري زیات دوام پیدا نه کړ، په دې وخت کې د مایکروسافټ له لوري د وینډوز وړاندې کول، چې کارول یې له مکینتاژ څخه اسانه وو، د آپل شرکت لپاره ستونزې رامنځ ته کړي. که څه هم په دې وخت کې آپل مایکروسافټ شرکت تورن کړ چې وینډوز یې له مکینتاژ څخه کاپي کړی، خو بیا هم مایکروسافټ د وینډوز پرمختګ ته دوام ورکړ.

۱۹۹۶-۲۰۰۵ سمول

د ۱۹۹۰م کلونو وروسته آپل شرکت دې پایلي ته ورسید چې د کمپیوټرونو په برخه کې د پرمختګ لپاره باید مکینتاژ بیرته له سره ولیکي. ځکه مکینتاژ نشوای کولای چې د کارونکو آړتیاوې په سم ډول پوره کړي، او د کمپیوټر له نویو پروګرامونو، نوي هارډویرونو او نوي عامل سیستم سره سم کار وکړي.

په ۱۹۹۵م کال کې آپل د مکینتاژ په مرسته وکولای شول د Imac په نوم یو نوی او مکمل عامل سیستم رامنځ ته کړي، د ښه کیفیت له امله په ۱۹۹۸م کال کې ۸۰۰۰۰۰ د Imac سیستمونه وپلورل شول، چې له ۱۹۹۳م کال وروسته دا لمړۍ کال وو چې د آپل شرکت ښه عایدات درلودل. په ۲۰۰۱م کال کې آپل شرکت Mac OS X وړاندې کړل چې له Next step او BSD څخه جوړ شوي وو. د ۲۰۰۱م کال په وروستیو کې آپل شرکت لمړی Ipod چې د غږ د خپرولو او له ځان سره د آسانه لیږدیدو وړتیا یې لرله، بازار ته وړاندې کړل، چې ډېر وپلورل شول.

د ۲۰۰۵م کال په مارچ میاشت کې آپل د سوني له Blu-ray څخه ملاتړ اعلان کړ، او له Blu-ray association سره یو ځای شول.

جابز د ۲۰۰۵م کال د جنوري په میاشت کې وویل: مکینتاژ به له Powerbook څخه Intel ته بدل کړو، خو دا کار تر ۲۰۰۷م کال پورې وخت نیسي.

د Intel دوره – ۲۰۰۶ څخه تر اوسه سمول

آپل د لمړي ځل لپاره د ۲۰۰۶م کال د جنوري په لسمه نیټه خپل لمړي کمپیوټرونه د اینټل په CPU سره بازار ته وړاندې کړو. نوي لپټاپ macbook pro د پخوانیو Powerbook په ځای بازار ته وړاندې شوي وو. چې سرعت یې له پخوانیو Powerbook څخه څلور ځله زیات وو. او د نوي آی مک سرعت هم دوه، دری ځله زیات شوی وو. چې د دواړو Intel د Core duo له تکنالوژي څخه ګټه اخیسته.