آن ترومرهاوزن بولینګ

آن ترومرهاوزن بولینګ
د شخص معلومات
پيدايښت ۱ جون ۱۹۴۳
مړینه 8 ډيسمبر 2000 (57 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۱]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
د کړنې څانګه جنتیک  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آن ترومرهاوزن بولینګ (زوکړه: د ۱۹۴۳ زکال د جون لومړۍ نېټه – مړینه: د ۲۰۰۰ زکال د ډسمبر ۸ مه) امریکايي عالمه او د آسونو د ژنټیک په برخه کې د نړۍ یو له مخکښو متخصصینو څخه وه چې د مالیکولي ژنټیک او سیټوژنټیک په په برخه کې یې څېړنې کړې دي. نوموړې د حیواناتو د نسب موندلو په برخه کې یو له مخکښانو څخه و چې دغه چاره یې په پیل کې د ۱۹۸۰ مې لسیزې پر مهال د هغوی د وینې د ګروپ د ټاکلو او وروسته یې په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې د هغوی د DNA ازموینو له مخې ترسره کوله. نوموړې له دې وروسته د آسونو د رنګ د ژنټیک پېژندلو له مخې په اسونو کې د ارثي ناروغیو او همدارنګه د آسونو د تکامل او د هغو د نژادي ودې اړوند د څېړنې له امله شهرت وموند. هغې د وحشي آسونو ژنټیک مطالعه کړ، د پرژوالسکي آسونو د ساتنې په برخه کې یې پام وړ چارې ترسره کړې او همدارنګه د آسونو د ژنوم د نقشې جوړونې د نړیوالې پروژې بنسټګره غړې وګرځېده. نوموړې د ډېویس، کالیفورنیا پوهنتون اسیسټانټ پروفیسره شوه او په ۲۰۰۰ زکال کې د مړینې پر مهال د حیواناتو د ژنیټیکي لابراراتوار اجرایوي مرستیاله وه. د ۲۰۰۰ زکال د ډسمبر په ۸ مه د ۵۷ کلونو په عمر د هغې ناڅاپي مړینه شدیدې مغزي سکتې ته اړوند وبلل شوه. [۲][۳][۴][۵]

لومړی ژوند او مسلک سمول

آن بولینګ (کورنی نوم یې ترومرهاوزن و) د ۱۹۴۳ زکال د جون په لومړۍ نېټه د اورګان په پورټلنډ کې د کلر بوین او د بونویل د برېښنا د ادارې د کارکوونکي ویلیام ارنست ترومرهاوزن په کورنۍ کې وزېږېده. هغه مهال چې د دوی کورنۍ د کلوراډو بولډر ته کډه وکړه، بولینګ د بولډر عالي لیسې ته ولاړه او په خپل ټولګي په تر ټولې مخکښې زده کوونکې واوښته. هغې د لیسانس زده کړې د مینه سوتا په کارلټون کالج کې بشپړې او په عالي درجه یې د لیسانس سند ترلاسه کړ. [۶][۷]

بولینګ په ۱۹۶۹ زکال د ډیویس، کالیفورنیا پوهنتون څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړ او د دوکتورا پای لیکنه یې د بوټو د ژنټیک اړوند د جورج لډیارډ سټبینز تر نظر لاندې بشپړه کړه. هغه په ۱۹۶۸ زکال کې په لاس انجلس کې له اکسیډنټال کالج کې سره مل شوه او ورپسې په ۱۹۷۳ زکال کې د ډیویس، کالیفورنیا پوهنتون له خوا استخدام شوه. په ۲۰۰۰ زکال کې هغې د خپلې مړینې پر مهال په ډیویس، کالیفورنیا پوهنتون کې د اسیسټانټ فروفیسورې او همدارنګه د حیواني ژنټیک د لابراتوار د مرستیالې اجرایوي مشرې په توګه کار کاوه. [۸][۹][۱۰]

هغې په ۱۹۸۱ زکال کې له مایکل بولینګ سره واده وکړ. دغې جوړې د ژنټیک د مطالعې سره پیاوړې علاقه لرله. هغې له واده مخکې په ۱۹۸۰ زکال کې د ژنټیکي ناروغیو اړوند د مایکل له څېړنیز کتاب څخه ګټنه کوله. مایکل بولینګ د عربي آسونو د ژنټیک اړوند یو شمېر مقالې د یو شمېر نشریاتو لپاره ولیکلې او همدارنګه یې په ګډه سره د عربي اسونو د وینې د ډولونو په اړه مایتوکندریايي DNA څېړنې ترسره کړې. د هغوی لور لیدیا د وترنرۍ کالج او همدارنګه د ډیویس، کالیفورنیا پوهنتون ته لاړه او د حیواناتو ډاکټره شوه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د حیواناتو د اصل او نسب پېژندنه سمول

بولینګ د اسونو د وینې د ډولونو او همدانګه د هغوی د DNA نسب موندنې په برخه کې لومړنۍ ازموینو ته وده ورکړه او د اسونو د نسب د ثبتونو د څو سازمانونو له دې ډلې د جوکي کلب، عربي آسونو د سازمان (په اصل کې د امریکا د عربي آسونو د ثبتولو د سازمان)، د امریکايي کوارټر آسونو د سازمان او د امریکايي مورګان آسونو د سازمان سلاکاره وګرځېده. په ۱۹۷۶ زکال کې نوموړې د حیواناتو د وینې د ګروپونو اړوند څېړنې خپرې کړې او د هغوی د وینې د ګروپونو څخه په ګټنې یې د هغوی د نسب موندنې په برخه کې ازموینې ترسره کړې. هغې د ثبت شوویو حیواناتو د نسب موندنې په موخه د وینې د ګروپونو له مخې د ازموینو ملاتړ وکړ چې ډیری د حیواناتو د نژاد ثبت کوونکو سازمانونو دغه چاره ترسره کړه. د دغې څېړنې پرمهال هغې د کیمرېزم د پدیدې اړوند څېړنه وکړه چې ځینې مهال یې د نسب د ازموینو د پایلو پر خلاف نتیجه ورکوله. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د ۱۹۹۰ مې لسیزې په وروستیو کې هغه مهال چې د نسب موندنې علم تکامل وکړ، هغې د DNA ډول د اغېز په اړه څېړنه وکړه او دې پایلې ته ورسېده چې د وینې د ګروپ په اندازه دغه لار هم د نسب موندنې لپاره اغېزمنه ده. د هغې لابراتوار د اسونو او اوښانو د نسب اړوند د DNA پایلې و ازمویلې – هغه ډولونه چې خپله بولینګ په خپلو څېړنو کې ترې ګټنه کړې وه – او مایکروسټلایټونه یې د ژوندیو کوچنیو موجوادتو د پېژندنې لپاره وکارول. د ازموینو دغه پروګرام د تي لرونکو حیواناتو اته نورو ډولونو ته هم پراختیا ومونده. [۲۲][۲۳]

بولینګ له خپلې چارو څخه د پرژوالسکي اسونو د تنوع د خوندیتوب په موخه د هغو د اصل او نسب موندنې په برخه کې کار واخیست. د نورو چارو ترمنځ هغې په اوکراین کې د اسکانیا نووا اسونو د رمې د اصل او نسب د موندنې اړوند کتاب بېرته ورغاوه. هغې په ګریټ بیسین کې د مسټانګ اسونو په ژنټیک څېړنه وکړه او وه یې موندله چې دغه آسونه د اهلي آسونو له نورو ټولو ډولونو سره ژنټیکي اړیکه لري. نوموړې همدارنګه د پاسو فینو آسونو د وینې په ګروپونو څېړنه ترسره کړه. [۲۴][۲۵]

له دې سره په ۱۹۹۶ زکال کې د حیواني ژنټیک لابراتوار د سکاټلنډ یارډ د پولیسو د مرکز لپاره یو شمېر غیرعادي چارې ترسره کړې؛ دغه مرکز له دغه لابراتوار څخه په یوه قتل کې د موندل شوې وینې په پېژندنې کې مرسته وغوښته؛ دغه لابراتوار وموندله چې د جنایت په صحنه کې دغه وینه د یوه سپي ده چې لامل وګرځېده څېړونکي د سپي څښتن چې په پېښه کې تورن و ومومي. بولینګ دغه مهال د دغه ازموین ځای مدیره وه او د دغه کار له امله یې د ازموینځای چارو ته پراختیا ورکړه څو وکولای شي د جرم په صحنه کې د حاضرو حیواناتو په پېژندنه او یا هم د هغو حیواناتو په پېژندنه کې چې خپله د غلا یا حیواني ځورونې د جنایاتو قرباني کېږي؛ مرسته وکړي. له هماغه پیله دغه لابراتوار د سپیانو د ملي ډیتابیس په جوړولو کې مرسته وکړه چې د سپیانو د جنګولو په پېښو کې د قضایي چلن په برخه کې ترې ګټنه کېدله. بولینګ همدارنګه د قچرو د نسب موندنې په برخه کې مقالې خپرې کړې. [۲۶]

ژنټیکي ناروغۍ او د آسونو د وېښتانو د رنګ په اړه څېړنه سمول

بولینګ د خپل کار له هماغه لومړیو څخه د آسونو د روزونکو او پالونکو لپاره د اصیلو حیواناتو د ژنټیکي ناروغیو او د اړوندو شرایطو په صورت کې د غبرګون د ډول اړوند لیکنې وکړې. هغې د عربي اسونو په نژاد باندې ګڼ شمېر څېړنې ترسره کړې چې په کې په عربي اسونو کې د سیربیلار ابیوتروفي ناروغي شاملېدله. په ۱۹۸۵ زکال کې هغه د کالیفورنیا په پوهنتون کې د هغو آسونو یوه رمه جوړه کړه چې یاده ناروغي یې لېږدوله او د دغه پوهنتون د لابراتوار کوچنۍ ډلې؛ څېړونکو ته د هغوی د  DNA اړوند معلومات برابرول. د دغې ناروغۍ په اړه د بولینګ خپلې لیکنې د هغې د مړینې تر مهاله خپرې نه شوې. خو د هغې دغه موندنې چې دغه ناروغي د وراثت په مغلوب حالت کې رامنځته کېږي او د الل لوری موندلی ډول دی تر اوسه اعتبار لري. په کلیفورنیا پوهنتون کې د هغې ځای ناستو د DNA ښودونکې ازموینه ترسره کړه چې په ۲۰۰۸ زکال کې یې پایلې ټولو ته د لاسرسي وړ وګرځېدې. په ۲۰۱۱ زکال کې د سیربیلار ابیوتروفي ناروغی مسبب وموندل شو او دغه حالت په قطعي ډول د یو مغلوب اتوزومال په توګه ثابت شو. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

بولینګ همدارنګه د آسونو په نورو نژادونو کې د یو شمېر ژنټیکي شرایطو اړوند، له دې ډلې په امریکايي کوارټر آسونو کې د هیپرکالمیک دوره یي فلج په اړه څېړنې وکړې. په ۱۹۹۶ زکال کې د هغې څېړنو وښوده چې د دغه ژنټیکي اختلال منشا په غالب ډول یو نارینه آس ته رسېږي چې وروسته د اغېزمن کوونکي په توګه وپېژندل شو. [۳۲][۳۳]

بولینګ د آسونو په ژنټیک کې د اړوندو مضرو بدلونونو سربېره په اسټرالیايي شپرډ سپي کې د ژنټیکي اخلال اړوند څېړنه ترسره کړه چې څرګندېده د مرل کټ له رنګ سره اړیکه لري. [۳۴]

د آس د ژنوم پروژه سمول

په ۱۹۹۰مه لسیزه کې بولینګ د اس د ژنوم د پروژې یو له مخکښانو څخه وه. دغه کار د انساني طبابت لپاره ډېره مهم و ځکه له مخې یې وموندل شوه چې لږ تر لږه ۹۰ ژنټیکي ناروغۍ شتون لري چې کولای شي هم انسانان او هم آسونه تر اغېز لاندې راولي. د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ زکال کې د آس د ژنوم لړۍ وموندل شوه او په ۲۰۰۹ زکال کې یې په بشپړ ډول نقشه جوړه شوه. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې سمول

  1. BnF catalogue général — د نشر نېټه: ۲۷ مارچ ۲۰۱۷ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — خپرونکی: Bibliothèque nationale de France
  2. "Veterinary Medicine News; In Memoriam" (PDF). UC Davis. Spring 2001. د کتاب پاڼې 11. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر June 5, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 12, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Veterinary Medicine News; In Memoriam" (PDF). UC Davis. Spring 2001. د کتاب پاڼې 11. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر June 5, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 12, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Ann Bowling Memorial". California-Nevada Arabian Sport Horse Association. د اصلي آرشيف څخه پر March 12, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 10, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Bowling, Ann T". Veterinary Genetics Laboratory. University of California, Davis. د اصلي آرشيف څخه پر October 2, 2000 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Millon, Lee V. (2002). "Ann Trommershausen Bowling (1943-2000)". Animal Genetics. 33 (2): 89–90. doi:10.1046/j.1365-2052.2002.00845.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په August 21, 1951 باندې). Pastor Shows Film Slides. Eugene Register-Guard
  8. Smith, A. T.; Stebbins, G. L. (1971). "A morphological and histological study of the tomato mutant 'curl'". American Journal of Botany. 58 (6): 517–524. doi:10.2307/2441033. JSTOR 2441033. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Veterinary Medicine News; In Memoriam" (PDF). UC Davis. Spring 2001. د کتاب پاڼې 11. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر June 5, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 12, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Bowling, Ann T". Veterinary Genetics Laboratory. University of California, Davis. د اصلي آرشيف څخه پر October 2, 2000 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Trommershausen-Smith, A. (1980). "Aspects of Genetics and Disease in the Horse". J. Anim. Sci. 51 (5): 1087–1095. doi:10.2527/jas1980.5151087x. PMID 7009534. د اصلي آرشيف څخه پر June 25, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2016. Bowling, Michael. "American Arabian population trends as reflected in analysis of Stud books XIV to XXX1I1." Arabian Horse World 19.10 (1979): 431. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  12. Bowling, AT; Del Valle, A; Bowling, M (February 2000). "A pedigree-based study of mitochondrial D-loop DNA sequence variation among Arabian horses" (PDF). Animal Genetics. 31 (1): 1–7. doi:10.1046/j.1365-2052.2000.00558.x. PMID 10690354. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Rothschild, Max F. (December 12, 2000). "Dr. Ann Bowling". AnGenMap. د اصلي آرشيف څخه پر December 9, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 4, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Lydia Bowling, DVM". California Veterinary Specialists Angel Care. د اصلي آرشيف څخه پر June 25, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Walden, Kat D. "The New Albion Stud 25th Anniversary Celebration". ECAHS Member News. د اصلي آرشيف څخه پر December 25, 2005 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 19, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Trommershausen-Smith, Ann; Suzuki, Yoshiko; Stormont, Clyde (1976). "Use of Blood Typing to Confirm Principles of Coat-Color Genetics in Horses". Journal of Heredity. 67 (1): 6–10. doi:10.1093/oxfordjournals.jhered.a108667. PMID 1262699. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Bowling, AT (February 1985). "Assignment of foal paternity when a mare is bred to two stallions". Theriogenology. 23 (2): 347–50. doi:10.1016/0093-691x(85)90036-6. PMID 16726003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Bowling, AT; Scott, AM; Flint, J; Clegg, JB (1988). "Novel alpha haemoglobin haplotypes in horses". Animal Genetics. 19 (2): 87–101. doi:10.1111/j.1365-2052.1988.tb00795.x. PMID 3415045. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bowling, AT; Stott, ML; Bickel, L (August 1993). "Silent blood chimaerism in a mare confirmed by DNA marker analysis of hair bulbs". Animal Genetics. 24 (4): 323–4. doi:10.1111/j.1365-2052.1993.tb00322.x. PMID 8239079. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Bowling, A.T. (January 1985). "The use and efficacy of horse blood typing tests". Journal of Equine Veterinary Science. 5 (4): 195–199. doi:10.1016/S0737-0806(85)80096-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Ann Bowling Memorial". California-Nevada Arabian Sport Horse Association. د اصلي آرشيف څخه پر March 12, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 10, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Bowling, AT; Eggleston-Stott, ML; Byrns, G; Clark, RS; Dileanis, S; Wictum, E (August 1997). "Validation of microsatellite markers for routine horse parentage testing". Animal Genetics. 28 (4): 247–52. doi:10.1111/j.1365-2052.1997.00123.x. PMID 9345720. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Ved Med History". Veterinary Genetics Laboratory. University of California, Davis. د اصلي آرشيف څخه پر March 14, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Bowling, AT; Nickel, LS (1992). "New A system allele of red cell alloantigens in Paso Fino horses". Animal Genetics. 23 (6): 557–9. doi:10.1111/j.1365-2052.1992.tb00179.x. PMID 1492709. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Bowling, AT (June 1994). "Population genetics of Great Basin feral horses". Animal Genetics. 25 Suppl 1: 67–74. doi:10.1111/j.1365-2052.1994.tb00405.x. PMID 7943986. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Ved Med History". Veterinary Genetics Laboratory. University of California, Davis. د اصلي آرشيف څخه پر March 14, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Bowling, AT (November 1980). "Counselling for genetic diseases of horses". The Veterinary Clinics of North America. Large Animal Practice. 2 (2): 377–89. doi:10.1016/S0196-9846(17)30169-6. PMID 7195098. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Cerebellar Abiotrophy". Veterinary Genetics Laboratory. University of California Davis. د اصلي آرشيف څخه پر June 4, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Mattsson, Anette (February 3, 2010). "Cerebellar Abiotrophy". Arabhorse.com. Arabian Horse World. د اصلي آرشيف څخه پر March 29, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 17, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Minnich, Beth (2011). "Cerebellar Abiotrophy Research Project at the UC Davis Veterinary Genetics Laboratory (VGL)" (PDF). Arabian Horse Foundation. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر June 2, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Brault, Leah S.; Cooper, Caitlin A.; Famula, Thomas R.; Murray, James D.; Penedo, M. Cecilia T. (February 2011). "Mapping of equine cerebellar abiotrophy to ECA2 and identification of a potential causative mutation affecting expression of MUTYH". Genomics. 97 (2): 121–129. doi:10.1016/j.ygeno.2010.11.006. PMID 21126570. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Bowling, AT; Byrns, G; Spier, S (August 1996). "Evidence for a single pedigree source of the hyperkalemic periodic paralysis susceptibility gene in quarter horses". Animal Genetics. 27 (4): 279–81. doi:10.1111/j.1365-2052.1996.tb00490.x. PMID 8856926. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Hyperkalemic Periodic Paralysis (HYPP)". Veterinary Genetics Laboratory. University of California, Davis. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Sponenberg, DP; Bowling, AT (September–October 1985). "Heritable syndrome of skeletal defects in a family of Australian shepherd dogs". The Journal of Heredity. 76 (5): 393–4. PMID 4056374. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Sellnow, Les (November 1, 2000). "Equine Genetics". The Horse. د لاسرسي‌نېټه May 18, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Researchers Complete Genome Of The Horse" (PDF). Veterinary Medicine News. Vol. 27 no. 2. UC Davis. Spring 2010. د کتاب پاڼې 5. د لاسرسي‌نېټه December 8, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Sequenced horse genome expands understanding of equine, human diseases". Cornell University College of Veterinary Medicine. August 21, 2012. د لاسرسي‌نېټه April 1, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Wade, C. M; Giulotto, E; Sigurdsson, S; Zoli, M; Gnerre, S; Imsland, F; Lear, T. L; Adelson, D. L; Bailey, E; Bellone, R. R; Blocker, H; Distl, O; Edgar, R. C; Garber, M; Leeb, T; Mauceli, E; MacLeod, J. N; Penedo, M. C. T; Raison, J. M; Sharpe, T; Vogel, J; Andersson, L; Antczak, D. F; Biagi, T; Binns, M. M; Chowdhary, B. P; Coleman, S. J; Della Valle, G; Fryc, S; et al. (November 5, 2009). "Domestic Horse Genome Sequenced". Science. 326 (5954): 865–867. doi:10.1126/science.1178158. PMC 3785132. PMID 19892987. د لاسرسي‌نېټه April 1, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)