دآنتن تاریخچه سمول

    دلمړی ځل لپاره انتن دیو جرمني پروفیسور(Hertz)  په واسطه په(۱۸۸۶ م)کال کښې جوړشو. نوموړي آنتن اخیستل اولیږل دواړه کول. دترانسمیټ لپاره ئې له ډایپول آنتن څخه ګټه اخیسته اود Receiving لپاره يې له لوپ آنتن  څخه ګټه اخیسته.له هرتزڅخه شل کاله وروسته مارکوني دهرتزکړنلاري ته پراختیاورکړه داسي آنتن يې جوړکړچې یومتراوږدوالي موج لرونکې ؤاوفریکونسي يې لیږله..
       		                    انځور(۱-۱)

دآنتن پیژند ګلوی سمول

    آنتن یوه الکتریکښې  اله ده چې په وایرلیس ډول سره Transmitter&Receiverارتباطات قائمويي. یاهغه وسیله ده چې راډیوئي موجونه لیږي اورانیسې.آنتن په لاندې حالاتوکښې استعمالیږي .

۱-Broadcast. ۲-Point-to-Point ارتباطاتو کښې استفاده کیږی.اوهمدارنګه په فزیکي ډول سره آنتن له کانډکتورڅخه جوړشوي دې چې الکترومګناټیک ساحه خپروي.په دغواخیروکلونوکښې دبی لاینه(Wireless) ډیره غوښتنه کیږی نو انتن همدارنګه یو بي لاینه (Wireless) سیستم ته دري اساسي خصوصیات یا پراپرټیز ورپه برخه کوي. 1- Gain 2- Direction 3- Polarization

    آنتن یوه مکانیکي وسیله ده چې الکترو مقناطیسي موجونه په الکتریکي اوبرعکس تبدیلوي او همدارنګه ویلي شوچې انتن یوه اوسپنیزه اله یا وسیله ده چې موجونه له یوحالت څخه بل حالت ته اړوې(Electrical to Electromagnetically) نو مونږزیات هغه په خپریدنه باندې پیژنو،
    نو آنتن یووسیله دنیولو اولیږلوده. یا انتن هغه اوسپنیزه اله دی چې دالکترومقناطیسې موجونود لیږلو اورانیولو لپاره کارول کیږي. چې دا انتنونه په یوه مناسبه فریکونسې عیاریږی چې دهمدغې فریکونسۍ په اساس (Sending&Receiving)کوي په اوس حال کښې دزیات ظرفیت لپاره په مخابراتې شبکوکښې کارول کیږی  مګرمخکښې دانه ؤ.اوهمدارنګه نن ورځ په ښه سرعت سره اومناسب قیمت سره نظرپخوانې وخت ته کارکوي یعنی دا چې مخکښې دانه ؤ.

انځور (۱-۲)


آنتنونه دبصیرت( لیدنې) څښتن دې سمول

     نن ورځ په نړۍ کښې د لاین (سیم) په ځاي له موجونوڅخه داستفاده کولولپاره زیات کوښښونه روان دې چې کمپیوترددې کار سرته رسولو باندې بوخت دې چې له هغوڅخه یې یوه برخه پای ته رسیدلې ده مګریوه برخه اوس هم دازمیښت لاندې دی. دبیلګې په بڼه دسټلایت اړیکې دعادې آنتن له لاري څخه  Receive & Send)) کیږی نوزیات کارونه له دغي لاري څخه سرته رسیږي چې له ډیرو پرمختلیلوطریقونه  په مخابراتې او خصوصي برخوکښې استفاده کیږی. ددې په خاطر چې آنتنونه دلیدنې څښتن دې په عملی بڼه یې دبیلګې سره مقایسه کوو. 
    دبیلګې په بڼه خپلي سترګي بندې کړئ اوپه اوطاق کښې یودستاسو له ملګروڅخه حرکت کوي خبري ورسره وکړئ نوکولي شي چې څوداني ملګري په همدی اطاق کښې وپیژنۍ( تشخیص کړي) نوعلت داده چې دغه غږ دغوږونوپه واسطه اوریدل کیږی نوغږپه دوه مختلفووختونوکښې غوږونوته ورسیږي نومغززیات محاسبات تر سره کوي ترڅودسړي دغږیدوځاي پیداکړي نو دغوږونوپه واسطه جمع کیږی اومغز ته انتقالیږي نو هغه غږچې لوړوي نسبت هغه غږته چې ټیټ وي ژرپیژندل کیږی(اورو يې) نودآنتن سیستم هم دغه کارسرته رسوي چې دغوږپه ځای له آنتن څخه استفاده کوومګرفرق يې داده چې انتن دواړخیزه دستګاه ده له هغه طرف نه چې سګنال آخلی له همغه طرف نه بیرته لیږي نو بنا پر دې دڅوآنتنونو له استفاده کولونه سګنال قوي کیږی.          

دیوآنتن رول په مخابراتې سیستم کښې سمول

     آنتن په مخابراتې برخو کښې له ټولوڅخه زیات استـفاده کیږی دآنتن انرژې دراډیویې فریکونسي له لیګوونکي شخص څخه ټولي نړۍ ته اوبیرته همدغه شخص ته راځي.هغه طریقه چې دغه فریکونسي په هواکښې توضیع کیږی اوبیرته ورڅخه لاس ته راځي داچې له موتورنه کاراخیستل کيږي نو کولي شووچې یوه نوي اوباکیفیته  شبکه ورڅخه لاس ته راوړو.لکه څرنګه چې له نني حالت څخه معلومیږی چې د راډیو فریکونسی انرژې په هوا یا فضا کښې دطیف (Spectrum) له لاری خپروی او بیرته یی رانیسی نو انتن په مخابراتی سیستم کښې ډیرمهم رول لوبوی او لری نوځکه ورڅخه زیاته استفاده کیږي.

په عومومي ډول سره دآنتن ډولونه

انتنونه په دوه ډوله دی: ۱- دآنتن دسګنال خپریدل پرڅلوروخواوو ۲- آنتن دسګنال خپریدل په یوه طرف سره

۱- له آنتن څخه دسګنال خپریدل په هرطرف سره

    له هغې ورځي نه چې بی لاینه(Wireless) ارتباطات شروع شوي دې له آنتن  څخه کاراخیستل کیږی نو دغه ډول آنتن په هرطرف سګنالونه خپروي اوبیرته يې لاس ته راوړي نو دغه رنګه آنتنونه داوبوله څاڅکوسره ورته والي لری نو که چیرته داوبو په سطحه باندې یوجسم ولږیږي نواوبه ورڅخه رابهیږي (راوځي) نو له آنتن څخه سګنال خپریږي اوهریوته ډیرکم ورسیږي نوزیات کوښښ کیږی چې دغه ستونزي له منځه یوسي نو دخپریدنې له استفاده کولوسره،دغه تداخلات زیاتي ستونزي منځ ته راوړي  ځکه که چیرته سګنال استفاده کوونکي ته ونه رسیږي نو دایوغټه ستونزه ده نو دوي کوښښ کوي چې دطیف(Spectrum) اندازه کمه کړي ترڅو دغه ستونزي له منځه یوسي  فریکانس محدود کوي چې دا محدودیت ددې سبب ګرځې چې شبکه تل اصلاح کړي دا  ځکه چې تداخلات زیات صورت نیسي.چې په دی اخیرو کلونو کښې دتکنالوژی محدودیت د بی لاینه (Wireless) دکیفیت او ظرفیت اوهمدارنګه ددې سیستم خصوصیات د انتن دقوانینو او جوړونه په بی لاینه سیستم (Wireless)‎ کښې  دتغیراتو سبب وګرځیده

۲- له آنتن څخه دسګنال خپریدل په یو طرف سره

    دغه آنتن دارنګه جوړشوي هرهغه طرف چې دپاملرني  وړوي نو ورباندې سګنال لیږي اورانیسي مثلاً یوناحیه(برخه) ۳۶۰درجي چې دا  ۳/۳۶۰ نو۱۲۰کیږی نوپه دري سکتورونوتقسیم کوي. مثلاً دآنتن ګین په یو طرف باندې ایجادکوي نوله ګین نه مطلب ګټه ده. چې دا  د هوښیارو انتنونو دسیستمونو  له برخو سره مربوطه ندی. دا ځکه چې لګول شوی انتنونه دهر کانال په برخه کښې څو برابره کوي 

دآنتن ډولونه په لاندې ډول دې:

(1) Dipole Antenna (5) Parabolic or Direction Antenna (2) Yagi -Uda antenna (6) Radar Antenna (3) Direction Antenna (7) Sector Antenna (4) Omni Antenna

          Dipole Antenna -1
     دا آنتنونه ډیرمشهوراوپه پراخه کچه استعمالیدونکي آنتنونه دې.اونوردآنتنواساسي عضوده.یعني معنائی داده چې دوه پله لرونګي آنتنونه دې اود دواړوپلواوږدوالې ئی سره مساوي دې یعني دوه برخې لري،هغه کیبل چې دغه آنتنوته پرې پاورورکول کیږی د(Feeder) په نوم یادیږي چې معمولاً کوکسیل کیبل وي اوهمدارنګه دغه آنتنونه دReceiving)).لپاره استعمالیږی.

پدې کښې یوډول داسې آنتنونه شته چې یواځي مخامخ ساحه دپوښښ لاندې راولي، ددواړوپولوپه آخرووبرخوکښې ولتاژ اعظمي ده او اعظمي جریان ددواړو پلووپه منځ کښې وي او الکتریکي او مقناطیسی ساحي خپروي . دډایپول آنتنونومقاومت (73)Ohms دي او همدارنګه په دوه ډوله دې

                                                                                                           Half wave Dipole Antenna           ب - Full wave dipole Antenna   الف-

الف- Antenna Full wave dipole

     دغه آنتنونه زیات د(TV ) لپاره استعمالیږي.دغه آنتنونه (۳۶۰) درجي ساحه د پوښښ لاندې راولي

مقاومت(۳۰۰)اووم ده اوهمدارنګه لوړ بندویت اوزیات چینلونه اخیستلای شي. دپوښل شوي ساحې هرطرف ته انرژي په مساویانه ډول سره رسوی او همدارنګه په لنډو فاصلوکښې ورڅخه استفاده کیږي. انځور(۱-۳)


ب-Half wave Dipole Antenna

     دغه ډول ډایپول آنتنونه دهرتژ (Hertz)آنتن هم ورته ویل کیږی او د(۱۸۰)درجو په اندازي سره ساحه د پوښښ لاندې راولي  دغه آنتنونه چې کومه ساحه پوښي هغه نیمه دایره ده او همدارنګه هر پول(  )ساحه پوښي چې مجموعاً(  )درجي یا (۱۸۰)درجوپه اندازه سره ساحه پوښښ لاندې راولي دکوکسیل په واسطه پاورورکول کیږی اوهم سیګنال په کښې انتقالیږي اوهمدارنګه په( TV)کښې استعمالیږي چې مقاومت ئي معمولاً (۷۳)اووم او(۷۵)اووم ده.دالکتریکي ساحي او مقناطیسي ساحي ترمنځ زاويه(۹۰)درجي ده.

انځور(۱-۴).



Yagi-Uda Antenna -2

     دغه آنتنونه له څوبرخوڅخه جوړشوي دې چې ترټولولویه برخه ئي Reflector ده دنده ئي داده چېDriver ته سیګنال منعکس کوي Driver هغه برخه ده چې پاورورکول کیږی. یوجاپاني عالم په Driver کي له Dipole Half آنتن څخه کارواخیسته. اکثراً دتلویزون لپاره استعمالیږي.دوه بانده سپورت کولاي شيVHFاو HF   اوهمدرانګه Reflector ئي له Driver څخه 5% لوي ده او همدارنګه Driver له Director څخه 5% لوي ده .

په لنډ ډول سره Yagi- Uda Antenna دری برخي لری ۱- Reflector: دانتن هغه برخه دی چې Driver ته سګنالونه منعکس کوي. ۲- Driver: دانتن هغه برخه ده چې پاورورکول کیږی. ۳- Director: داهغه برخه ده چې سیګنالونه اخلي هر څو مره چې د Directorتعداد زیات وي په همغه اندازه ئي ګین(Gain) زیاتیږي.دډایریکتورونو ترمنځ فاصلي سره مساوي دې.

                                             انځور(۱-۵).


Direction Antenna -3

    هغه آنتنونه دې چې پترن ئی مستقیم ډول ده او یوه مستقیمه ساحه تر پوښښ لاندې راولي چېRF په یو لوری په برجسته ډول لیږی .لکه سرک او لويي لاري اوس وخت کښې دغه آنتنونه په سکتور کښې استعمالیږي.

Omni Antenna -4

    دغه آنتنونه کاملاً(۳۶۰) درجی ساحه پوښښ لاندې راولي اوپه Open Areas کښې استعمالیږي.

په ښاري ساحوکښې کارول کیږی ګین ئی له Direction آنتنوڅخه کم ده اود Omni آنتن دپوښښ ساحه دایروي ده او همدارنګه د Direction آنتن دپوښښ ساحه مستطیل ده.

          انځور(۱-۶).


.

۱ –Omni آنتن ۲-Direction آنتن

Parabolic or Direction Antenna

    پارابولیک آنتنو نه له نوم څخه معلومیږي چې کاسه ډول آنتنونه دې دغه آنتنونه لوي ګین لري د Radio ،TVاو Data Communication لپاره آستعمالیږي د TransmitاوReceiver  کښې استعمالیږي دوه Reflectors لري.

۱-Main Reflector اصلي ۲-Sub Reflector فرعې په GHZ فریکونسي کښې کارکوي او قطرئي په متردې.

    پارابولیک آنتنونه په مایکروویو او سټلایټ کښې استعمالیږي.له اوسپنه څخه جوړشوي،سطحه ئی زیږه ده ځکه په ښویه سطحه سیګنال ښه انحراف کوي. د Indoor او Outdoor فاصلي نږدې دې او همدارنګه د Wave Guide په واسطه سره وصلیږي.

پارابولیک آنتنونه د Focus(متمرکز) له نظره په دري ډوله دې ۱- Direct focus:چې Focus مخامخ موقعیت لري. ۲-Offset focus : چې فرعې ریفلیکتور ئی له اصلي ریفلیکتور سره ۲۲ درجي زاویه لري . ۳- Indirect focus داډول انتنونه د ډایریکټ فوکس انتنونو مخالف دی



                                                                                                                     Offset focus



رادار سمول

((Radar

    رادار له  Radio Detection And Ranging  څخه اخيستل شوي دی، چې د راډېويی امواجو پواسطه د هدف  target  پلټل او د هغه خصوصياتو معلومولو په معنادی. او هغه دستګاه ده. چې له يوي مشخصې نقطي څخه په درې اړخیزه فضا کښې د هدف موقيعت او فاصله تعنيوي. رادار د فضا په لور مختلف لوریو سره په دوامداره ډول سيګنالونه ليږي. چې په فضا کښې د کوم جسم  سره د ليږدولو وروسته نوموړی سيګنال د دوهم ځل لپاره د رادار د آنتن په لوري انعکاس کيږي، چې له نوموړي تر لاسه شوي سيګنال څخه د جسم فاصله او طرف تعينيږي. دا هغه اساسی اولمړنۍ کړنې دي د کوم پواسطه چې د رادار دستګاه کار او فعاليت کوي. 

رادار له اساسي او ډير استعماليدونکي الکترونيکي دستګاه څخه ده. چې د مختلفو اهدافو لپاره استعماليږي. لکه:

د فضايي نظامي اهدافو تر لاسه کولو لپاره، د هدف د فاصلې د اندازه کولو او په نښه کولو. د نظامي توغند يو د رهنمايی کول او کنترولول. د استخباراتي مالوماتو راټولول. د هوايي چلند د ترافيک د کنترول. د هوا حالاتو وړاندېني او داسي نور.

    د هدف د فاصلی د تعينولو لپاره رادار د فضا په لور رادېويي امواج استويی، نوموړی امواج په فضا کښې د کوم جسم سره د لږيدلو وروسته د رادار د آنتن پر لور انعکاس کوي. د رادار دستګاه د انعکاس شوي سيګنل د تحليل او تجزيی څخه د سيګنل د تګ او راتګ وخت تعينووي. که چیري د سيګنل د تګ راتګ وخت په t  وښودل شي. 
     نو دسيګنل تګ تر هدف پوري په  t/2 وخت کښې صورت نيسي. او څرنګه چې پوهيږو د راډېويي امواجو سرعت تقريبا د نور له سرعت  (3x108 m/s)  سره مساوي دې. نود  رادار  څخه تر هدف پوري  د لاندې  فورمول پواسطه محاسبه کيږي.
  د رادار څخه تر هدف پوري فاصله
په پورتني  فورمول کښې  v  د راډېويي امواجو  سرعت او  t  د سيګنل د تګ راتګ وخت دې.

همدارنګه د پورتني فورمول پواسطه د هدف فاصله د رادار دستګاه څخه محاسبه کولای شو. او د هدف خوا د انعکاس شوي سيکنل له خوا څخه تعينيږي.

                                               انځور(۱-۱۱)





د رادار د سيستم عناصر

  Radar Elements System  

د رادار دستګاه اساسی عناصر په لاندې ډول دی لکه: دوه لاري (Duplexer) ليږونکي (Transmitter) اخيستونکي (Receiver) انتن (Antenna)

دوه لاری (Duplexer)

    ددې دنده دلوړسیکنال تضعیف کول او ظعیف سیګنال لوړکول، دوه لاريduplexer له ليږوونکي څخه ډير قوي  پلزونه تر لاسه کوي. او د آنتن  په لوري رهنمايي کوي. او کوم انعکاس شوی سيګنل چې د آنتن پواسطه  ترلاسه کيږي د دوه لاري له لاري اخيستونکي  receiver  ته ورسيږي. نو دوه لاريduplexer  د ليږونکي  transmitter د قوي پلز لرونکي سيګنالونو او د آنتن پواسطه ترلاسه شوي نسبتا ضعيف انعکاس شوي سيګنالونو تر منځ د بيلوونکي او تشخيصوونکي وظيفه  په غاړه لري. همدارنګه دوه لاري انعکاس شوي سيګنل د تحليل او تجزيي لپاره کنترولونکي controller  ته ليږي. او انتن په عينی وخت کښې هم سيګنل ليږي او هم سيکنل تر لاسه کوي.چې د رادار دستګاه انتن د ليدونکې صفحي  کنترولونکي display controller  پواسطه کنتروليږي.

اخیستونکی (Receiver)

   اخيستونکي  receiverانعکاس شوي سيګنالونه له دوه لاريduplexer  څخه ترلاسه کوي، چې تقريبا د ډيماجوليشن او ډيکوډ کولو عمليه پرې سر ته رسوي، وروسته بيا نوموړی سيګنل د تحليل او تجزيې لپاره کنترولونکي  controller  ته استووي.د دقيقې نتيجې تر لاسه کولو لپاره کنترولونکېcontroller د ليږونکي او اخيستونکي د کړنو وختونه سره یووخت کوي. څرنګه چې مخکښې ذکر شو،  په کنترولونکې کښې د وخت محاسبه کول، د ليږونکي او اخيستونکي د کړنو وختونه یووخت کول او همدارنګه دوه لاريduplexerهم ډير مهم شميرل کيږي.څرګندونکې کنترولونکېcontrol display د هدف ترلاسه کولو لپاره سيګنل ته د ورکړل شوي وخت محاسبه سرته رسوي، چې په همدې اساس د هدف فاصله تعينولي شو.


آنتـن

    آنتن د کنترولونکي  controller برقي سيګنلونو پواسطه په دوامداره ډول کنتروليږي. د رادار په سيستمونو کښې د هدف  target  په نښه کولو لپاره له متغير طرف لرونکي ارې  Phased array آنتنونو څخه استفاده کيږي. چې د نوموړو آنتنو طرف اوخواوی متغير دې. چې په همدې اساس کنترلونکي د هدف دقيقه زاويه پيداکولای شي. نوموړي آنتنونه اکثره وخت څو وړانګی  Beamsد فريکانسيو په مختلفو جګوالی سره   Elevation frequency rangeد هدف په لوري خپريږي، تر څو د هدف ارتفاع له ځمکښې څخه محاسبه کړي، تر څو د هدف دقيق موقيعت په دري اړخیزه فضا کښې په ډير دقت سره وپيژندل شي.
    په فضا کښې د هدف دقيق موقيعت په نښه کولو لپاره د رادار په دستګاوو کښې له متغير طرف لرونکي ارې انتن څخه استفاده کيږي. چې ډيري نري او کمسوری  Narrowedوړانګی د هدف په لوري خپروي. او نوموړي وړانګی د آنتن طرف تغيرونکي  Phased Shifter  پواسطه کنترولوي، او نوموړي طرف تغيرونکي په لوړ سرعت سره تغير کوي تر څو د هدف حرکت تثبيت کړي. کله چې  آنتن  د هدف په لوري سيګنل واستوي، د هدف سره د ليږلو وروسته يو ايکو  echo  سيګنل تر لاسه کوي. او د هدف د موقيعت په تغير سره نوموړی ايکو صفر  zero  کيږي. نو آنتن داسي عيار شوي وي چې په چالاکې سره د هدف نوي موقيعت په نښه کړي. نو د هدف لومړي موقيعت او دوهم موقيعت تر منځ د وخت توپير محاسبه کيږي. او په همدې اساس سرعت د هدف تعينږي.څرنګه چې الکترومقناطيسي امواج تقريبا د نور په سرعت حرکت کوي. نو د هدف په نښه کول خورا  په ډير دقيق ډول سره انتخابيږي.