آتريال فېبرېلېشن
آتريال فېبرېلېشن (په انگرېزي:Atrial fibrillation) د زړه تر ټولو عامه ارېتمي (د زړه نامنظمه غورځېدنه) ده. دا حالت کېدای شي د ناپېژندل شوو اسبابو له مخې يا هم يو نازيانمنه حالت وي او له ځانه هېڅ نښې نښانې و نه ښيي، خو اکثراً آتريال فېبرېلېشن د زړه ټکان، بې هوشي، د ټټر درد او د زړه احتقاقي ناسوبتيا اړونده گڼل کېږي.
آتريل فېبرېلېشن د مغزي سکتې امکان ډېروي او د عامو خلکو په پرتله د آتريل فېبرېلېشن ناروغانو کې د مغزي سکتې د رامېنځ ته کېدنې وېره تر ۷ برابره ډېره ده، او دا په نورو عاملونو (لکه د وينې لوړ خج) هم اړه لري. آتريل فېبرېلېشن د نبض په کتلو سره پېژندل کېږي خو د شتون تثبيت يې د اېکوکارډيوگرام يا د زړه گراف په مرسته چې د P څپې نشتوالی او د زړه د بطنونو نامنظمه حرکت له مخې ښکاري، ترسره کېږي.
په آتريل فېبرېلېشن کې غيرمنظمه برېښنايي امپلسونه د سېنوآتريل غوټې لخوا رامېنځ ته کېږي. داسې نامنظمه برېښنايي څپې اکثراً د پلمونري وريدونو په بېخ کې رامېنځ ته کېږي او د زړه د بطنونو په لور د نامنظمه برېښنايي څپې په توگه خوځېږي او د زړه ټکان رامېنځ ته کوي. آتريل فېبرېلېشن په يوه ورځ کې څو واره له څو دقيقو نه تر څو ورځو پورې او يا هم د تل لپاره راپېښېدلی شي. يو شمېر طبي حالتونه د آتريل فېبرېلېش خطر ډېروي، په ځانگړي توگه د مېټرال سټېنوسېز (د زړه د مېټرال وال په تنگېدو کې) په وخت کې.
د آتريال فېبرېلېشن درملنه د درملو پرته هم کېدای شي او هغه داسې چې د زړه ټکان نورمالې کچې ته راټيټ شي او يا د زړه رېتم نورمال حالت ته راوستل شي. هممهاله برېښنايي کارډيوورژن هم د زړه د رېتم په نورماله ستنولو کې کارېدلی شي. جراحي او د کتيتر پر بنسټ شته درملنې هم د په ځينو ناروغانو کې آتريال فېبرېلېشن د بياپېښېدنې مخه نيسي. هغه خلک چې د آتريال فېبرېلېشن په حالت اخته وي اکثراً د وينې د پرڼ کېدو ضد درمل لکه وارفارين د دې لپاره کاروي چې مغزي سکتې د خطرونو په کتلو سره د وروستي نومېدلي حالت د پېښېدو مخه ونيسي. څنگه چې عمر ډېرېږي، همداسې د آتريال فېبرېلېشن د پېښېدلو چانس هم ډېرېږي، او هغه کسان چې عمرونه يې له ۸۰ کالو پورته دي په هغو کې ۸٪ د آترېال فېبرېلېشن ناروغي لري. د آتريال فېبرېلېشن اوندن حالت د مړينې د پېښېدو وېره په ډېروي. د ټولو مغزي سکتو درېيمه برخه د آتريال فېبرېلېشن په سبب رامنځ ته شوي.