ژوند سرچينه

طبیعي پروسه چې له مخې یې ژوند د غیر ژوندي موادو څخه رامینځته کیږي ، لکه ساده عضوي مرکبات
(له آبیوجنیزس نه مخ گرځېدلی)

په بیولوژي کې، آبیوجنیزس یا د ژوند سرچېنه یوه طبیعي پروسه ده چې په هغه کې د ساده عضوي مرکباتو په شان نا ژوندي موادو څخه ژوند رامنځته شوی دی. غالبه علمي فرضیه دا ده چې چې ناژوندي موجوداتو څخه ژوندي موجوداتو ته انتقال یو واحده پېښه نه وه، بلکې د پېچلتیا مخ په زیاتېدو یو تکاملي بهیر وو چې په هغه کې د استوګنېدو وړ یوې سیارې جوړېدل، د عضوي مالیکولونو پرېبیوټیک سنټیز، مالیکولي ځان نقلول، ځان جوړونه، اوټوماټیک کاټالیزس او د حجروي غشاګانو راڅرګندېل شامل وو. د دې پروسې د بېلابېلو مرحلو لپاره ګڼ شمېر سپارښتنې شوي دي.

د آبیوجنیزس د مطالعې موخه د دې ټاکل دي چې څرنګه مخکې له ژونده کیمیاوي غبرګونونو په ځمکه کې د اوسني شرایطو څخه بدلو حالاتو کې د ژوند رامنځته کېدو لامل شوې. په لومړۍ درجه کې د بیولوجي او کیمیا ابزارو څخه کار اخلي، له نویو لاروچارو سره چې د ګڼو علمونو رامنځته کېدو کې هڅه کوي. ژوند د اوبو او کاربن تخصصي کیمیا له لارې عمل کوي او په عمده ډول د کیمیاوي موادو په څلورو کلیدي کورنیو استوار دی: لیپیډونه د حجروي غشا لپاره، کاربوهایډرېټونه لکه قندونه، امینو اسیډونه د پروټین میټابولیزم لپاره او نوکلیک اسیډونه، DNA او RNA د میراثي میکانیزمونو لپاره. د آبیوجنیزس هره بریالۍ تیوري باید د دې مالیکولي ډلو سرچینې او غبرګونونو په هکله توضیح ورکړي. د آبیوجنیزس ډېری لیدلوري دا څېړي چې څنګه ځان نقلوونکي مالیکولونه یا د هغوی اجزا رامنځته کېږي. څېړونکي په عموم ډول فکر کوي چې اوسنی ژوند د RNA له نړۍ څخه سرچینه اخلي، که څه هم کېدای شي له RNA څخه مخکې هم نور ځان نقلوونکي مالیکولونه شتون ولري.

په ۱۹۵۲م کال کې د میلر-اوري کلاسیک تجربې څرګنده کړه چې ډېری امینو اسیډونه، د پروټینونو کیمیاوي ترکیبونه، کېدای شي له غیرعضوي مرکباتو څخه رامنځته شي البته د هغو شرایطو لاندې چې د ځمکې لومړني ترکیباتو تکرار لپاره په پام کې نیول شوي دي. د انرژۍ بهرنۍ سرچینې کېدای شي د دې غبرګونونو لامل شوې وي، له هغې جملې څخه برېښنا، وړانګې (شعاع)، فضا ته د کوچنیو اسماني ډبرو د ننه کېدل او د سیند او سمندرونو په څپو کې د پوقاڼو چاودل یاد کړو. نورې کړنلارې (د «لومړي میټابولیزم» فرضیې) په دې تمرکز کوي چې په کیمیاوي سیسټمونو کې کاټالیزس به څنګه په لومړنۍ ځمکه کې د ځان نقلونې اړین مختاړي مالیکولونه رامنځته کړي وي.

یو جینومیکي کړنلاره په دې لټه کې ده ترڅو د آرکیا او باکټریا ګانو ترمنځ ګډو جینونو پېژندلو له لارې، د ژوند دوه اصلي برخو غړي (چېرته چې یوکاریوټان د آرکیا برخې پورې تړلي دي)، مډرن موجوداتو نړیوال وروستنی ګډ پلار (LUCA) ځانګړی کړي. داسې ښکاري چې ۳۵۵ جېنه په ټول ژوند کې ګډ دي؛ د هغوی طبیعت څرګندوي چې LUCA د Wood-ljungdahl لارې سره له هوا پرته ژوند کاوه، خپله انرژي یې د کیمیآسموزس له لارې لاس ته راوړه او خپل ارثي مواد یې له DNA، جنیټیکي کوډ او رایبوزوم سره ساتل. که څه هم LUCA څلور میلیارډ کاله پخوا ژوند کاوه، خو څېړونکي باور نلري چې چې دا به د ژوند لومړنۍ بڼه وي. پخوانۍ حجرې کېدای شي سوري لرونکې غشا لرلې وي او د طبیعي تدریجي پروتون په واسطه د سمندر په تل کې د هیډروټرمال سپین لوګي والا دروازې ته نږدې به تغذیه کېږي.

ځمکه په کایناتو کې یوزاینی ځای دی چې د ژوند پناهګاه په توګه پېژندل کېږي او د ځمکې فوسیلي نښې د آبیوجنیزس لا ډېر معلومات څرګندوي. ځمکه ۴.۵۴ میلیارډ کاله مخکې (Gya) جوړه شوې وه؛ د ځمکې په سر لومړني بې له شکه شواهد کابو ۳.۵ میلیارډ کاره مخکې ته ورګرځي. داسې ښکاري چې فوسیلي مایکروارګانیزمونو د هایډروټرمال دروازې رسوباتو کې له کوېبک څخه ۳.۷۷ تر ۴.۲۸ میلیارډ کاله پخوا ژوند کاوه، یانې ۴.۴ میلیارډ کاله پخوا د هاډیان په اوږدو کې د سمندرونو جوړېدو پسې سمدستي.

عمومي کتنه سمول

ژوند کې له (ارثي) بدلونونو سره تولید مثل شامل دي. ناسا ژوند د «په خپلو پښو ولاړ یوه کیمیاوي سیسټم چې د دارویني تکامل وړتیا لري» په توګه تعریفوي. داسې یو سیسټم پېچلی دی؛ نړیوال وروستنی ګډ پلار (LUCA) چې په لوړ ګومان د یوه حجروي موجود په توګه یې کابو ۴ میلیارډ کاله پخوا ژوند کاوه، پخوا په خپله DNA کې سلګونه جېنونه لرل چې د اوسني ژوند جنیټیکي کوډ کې کارول شوي دي. دا په خپل وار سره ښکاروي چې هلته د پیغام رسوونکې RNA، لېږدوونکې RNA او رایبوزومونو په ګډون حجروي ماشینونه شتون لري چې د پروټینونو لپاره کوډونه وژباړي. دې پروټینو کې انزایمونه هم شامل دي ترڅو له هوا پرته تنفس یې د بایوکیمیاوي Wood-Ljungdahl مسیر له لارې تنظیم کړي، او د بېلګې په توګه یو DNA پولیمراز ترڅو خپل جنیټيکي مواد تکثیر کړي، یادولی شو.[۱][۲][۳][۴]

د آبیوجنیزس یا د ژوند سرچینې څېړونکو لپاره ننګونه دا ده چې توضیح کړي څنګه دا پېچلی او یوبل پورې تړلی سیسټم پراختیا موندلی شي، ځکه په لومړي لید کې داسې ښکاري چې د دندې فعالېدو لپاره د هغه ټولې برخې اړینې دي. د بېلګې په توګه، یوه حجره، څه په LUCA کې څه هم یو مډرن موجود کې، د خپلو رایبوزومونو په کارونې سره DNA پولیمراز تولیدوي او RNA ګانې د DNA پولیمراز جین ویلو او ژباړې لپاره په خپله DNA کې لېږدوي. DNA له پولیمراز پرته کاپي کېدلی نشي؛ له DNA پرته پولیمراز او ټولې نورې اجزاوې نشي جوړېدلی. دې پروسه کې کېدای شي د مالیکولي ځان نقلونې، د حجروي غشاوو او اوټوکاټالیز په شان ځان جوړونې برخې شاملې وي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د LUCA په شان ژوندۍ حجرې د پراختیا لپاره مختاړي په کافي اندازه واضح ندي، که د هغو په جزیاتو کې د نظراختلاف شتون ولري: د معدني موادو او مایع اوبو سرچینو سره د اوسېدو وړ یوه نړۍ شکل نیسي. پرېبیوټیک سنټېز د ساده عضوي مرکباتو یوه لړۍ جوړوي چې د پروټینونو او RNA په شان پولیمرونه ترې جوړېږي. له LUCA وروسته لړۍ هم په اسانۍ سره د درک کېدو وړ ده: دارویني تکامل له متنوع بایو کیمیایي وړتیاوو او بڼو سره د ډولونو پراخې لړۍ پراختیا لامل شو. په هرحال، لکه د LUCA په شان د ژوندیو موجودات اخېستل کېدو په هکله، په بشپړ ډول پوهېدو څخه ډېره لرې ده.[۱۲]

که څه هم ځمکه یوازنی ځای دی چې هلته ژوند پېژندل شوی، د ستوربیولوژي علم په نورو سیارو کې د ژوند نښو نښانو پسې ګرځي. د ژوند سرچینې په هکله د ناسا ۲۰۱۵م کال سټراټېژي په دې لټه کې ده ترڅو دا معما د تعاملاتو پېژندلو، منځګړيو جوړښتونو او فعالیتونو، انرژي سرچینو او چاپېریالي فکټورونو له لارې چې د پراختیاوړ ماکرومالیکولي سیسټمونو په تنوع، ټاکنې او تکثر او همدارنګه د لومړنیو معلوماتي پولیمرونو د کیمیاوي منظرې نقشه کولو له لارې، حل کړي. د هغو پولیمرونو څرګندېدل چې کولی شي تکثر وکړي، جنیټیکي معلومات ذخیره کړي او د ټاکنې لپاره ځینې ځانګړتیاوې څرګندې کړي، په لوړ ګومان د پرېبیوټیک کیمیاوي تکامل په پیدا کېدو کې حیاتي ګام وو. دا پولیمرونه په خپل وار سره له ساده عضوي مرکباتو لکه نوکلیوبېزونو، امینو اسیډونو او قندونو څخه اخیستل شوي چې په چاپېریال کې د غبرګونونو له امله هم رامنځته کېدی شي. د ژوند سرچینې په هکله یوه بریالۍ نظریه باید دا توضیح کړي چې دا ټول کیمیاوي مواد څنګه رامنځته شوي دي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې سمول

  1. Trifonov, Edward N. (17 March 2011). "Vocabulary of Definitions of Life Suggests a Definition". Journal of Biomolecular Structure and Dynamics. 29 (2): 259–266. doi:10.1080/073911011010524992. PMID 21875147. S2CID 38476092. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Voytek, Mary A. (6 March 2021). "About Life Detection". NASA. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Witzany, Guenther (2016). "Crucial steps to life: From chemical reactions to code using agents" (PDF). BioSystems. 140: 49–57. doi:10.1016/j.biosystems.2015.12.007. PMID 26723230. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Howell, Elizabeth (8 December 2014). "How Did Life Become Complex, And Could It Happen Beyond Earth?". Astrobiology Magazine. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ فبروري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Oparin, Aleksandr Ivanovich (2003) [1938]. The Origin of Life. تُرجم بواسطة Morgulis, Sergius (الطبعة 2). Mineola, New York: Courier. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0486495224. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Peretó, Juli (2005). "Controversies on the origin of life" (PDF). International Microbiology. 8 (1): 23–31. PMID 15906258. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ اگسټ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Compare: Scharf, Caleb; et al. (18 December 2015). "A Strategy for Origins of Life Research". Astrobiology. 15 (12): 1031–1042. Bibcode:2015AsBio..15.1031S. doi:10.1089/ast.2015.1113. PMC 4683543. PMID 26684503. What do we mean by the origins of life (OoL)? ... Since the early 20th century the phrase OoL has been used to refer to the events that occurred during the transition from non-living to living systems on Earth, i.e., the origin of terrestrial biology (Oparin, 1924; Haldane, 1929). The term has largely replaced earlier concepts such as abiogenesis (Kamminga, 1980; Fry, 2000). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Weiss, M. C.; Sousa, F. L.; Mrnjavac, N.; Neukirchen, S.; Roettger, M.; Nelson-Sathi, S.; Martin, W.F. (2016). "The physiology and habitat of the last universal common ancestor". Nature Microbiology. 1 (9): 16116. doi:10.1038/NMICROBIOL.2016.116. PMID 27562259. S2CID 2997255. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Witzany, Guenther (2016). "Crucial steps to life: From chemical reactions to code using agents" (PDF). BioSystems. 140: 49–57. doi:10.1016/j.biosystems.2015.12.007. PMID 26723230. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Howell, Elizabeth (8 December 2014). "How Did Life Become Complex, And Could It Happen Beyond Earth?". Astrobiology Magazine. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ فبروري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Tirard, Stephane (20 April 2015). Abiogenesis – Definition. Encyclopedia of Astrobiology. د کتاب پاڼې 1. doi:10.1007/978-3-642-27833-4_2-4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-642-27833-4. Thomas Huxley (1825–1895) used the term abiogenesis in an important text published in 1870. He strictly made the difference between spontaneous generation, which he did not accept, and the possibility of the evolution of matter from inert to living, without any influence of life. ... Since the end of the nineteenth century, evolutive abiogenesis means increasing complexity and evolution of matter from inert to living state in the abiotic context of evolution of primitive Earth. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Walker, Sara I.; Packard, N.; Cody, G. D. (13 November 2017). "Re-conceptualizing the origins of life". Philosophical Transactions of the Royal Society A. 375 (2109): 20160337. Bibcode:2017RSPTA.37560337W. doi:10.1098/rsta.2016.0337. PMC 5686397. PMID 29133439. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "NASA Astrobiology Strategy" (PDF). NASA. 2015. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Oparin 1953, p. vi
  15. Peretó, Juli (2005). "Controversies on the origin of life" (PDF). International Microbiology. 8 (1): 23–31. PMID 15906258. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ اگسټ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Warmflash, David; Warmflash, Benjamin (November 2005). "Did Life Come from Another World?". Scientific American. 293 (5): 64–71. Bibcode:2005SciAm.293e..64W. doi:10.1038/scientificamerican1105-64. PMID 16318028. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Yarus 2010, p. 47
  18. Ward, Peter; Kirschvink, Joe (2015). A New History of Life: the radical discoveries about the origins and evolution of life on earth. Bloomsbury Press. د کتاب پاڼي 39–40. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1608199105. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)