سيد شمس الدين مجروح

سيد شمس الدين مجروح (زوکړه ۱۲۸۹ ل ل کال د کونړ ولايت د اسمار ولسوالۍ ـ مړینه ۱۳۸۱ ل ل کال امريکا)، (په انگرېزي: Sayed Shamsuddeen Majrohافغانستان د عدليې پخوانی وزير، شاعر او ليکوال وو.

پدې انځور کې سيد شمس الدين مجروح ۱۹ کس دی
سيد شمس الدين مجروح د ا فغانستان د عدليې پخوانی وزير، يو ليکوال او مخور شخصيت و
پدې انځور کې سيد شمس الدين مجروح ۱۹ کس دی

مخينه

سيد شمس الدين مجروح پر ۱۲۸۹ لمريز لېږدي کال د افغانستان د کونړ د اسمار ولسوالۍ په شينکوړک کلي کې زېږېدلی دی. پلار يې سيد حضرت شاه نومېد، چې د تيرگړيو په پاچا صاحب مشهور وو. مجروح په ۳ کلنۍ کې د خپل پلار له سيوري بې برخې شو، روزنه او پالنه يې يوازې د مور پر غاړه پاتې شوه، چې له برکته يې د هېواد يو ستر علمي، سياسي او ادبي شخصيت شو.

هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کور و کلي کې ترسره کړې. څنگه چې هغه مهال د هېواد په هره سيمه کې ښوونځي نه ول، نو مجروح صاحب هم ونه شو کړاى چې ښوونځي ته ولاړ شي. په دې توگه يې ټولې زده کړې په خپل کور و کلي کې تر سره کړې. د مجروح د زده کړو څرک د هغه له خپلې دغې ليکنې، چې د خپل ځان په اړه کړې، ښه کېدای شي:

«ما چې د خاورو خاشاکو د لوبو دوره طى کړه او پاڅېدم، جامې مې وڅنألې (يعني د کوچنيتوب لومړۍ مرحله مې پاى ته ورسوله) بيا مې غير د کتاب او قلم نه بله مشغله نه لرله. زموږ د کلي شاوخوا لوړو غرونو، گنگو ځنگلونو، روانو اوبو، اکو رودونو او نورو قدرتي مظاهرو په ما کې د شعر شاعرۍ قريحه ژوندۍ کړه…»

که څه هم اروښاد مجروح رسمي زده کړې نه وې کړې، خو د خپل استعداد او وړتياوو له مخې ستره علمي خزانه وه؛ له پښتو او دري پرته په عربي، انگليسي او اردو ژبو هم پوهېده. نوموړی د ژبو د نړۍ تر څنگ د شعر و شاعرۍ په نړۍ کې هم دومره مخکې ولاړ چې شعر او نثر يې دومره خواږه دي چې ارواښاد استاد الفت د هغه د منتخبو اشعارو د ټولگې په سريزه کې داسې څرگندونه کړې: «د ښاغلي اديب سيد شمس الدين مجروح له لوړې قريحې او شعر روزونکي استعداد څخه ځينې داسې اشعار پيدا شوي دي چې که د اشعارو پېرل او پلورل رواج واى او د شعر په ورکړه راکړه د يوه شعر د بل کېدلى ما به خپل څو شعرونه د ده په يوه شعر ورکړي وو…»

رسمي دندې يې

د مجروح صاحب د رسمي او دولتي دندو په اړه په دې ډول يادونه کوو:

سيد شمس الدين مجروح چې کله له کلي څخه کابل ته ولاړ، نو بيا ډېر ژر د محمد هاشم خان د صدارت په دوره، يانې پر ۱۳۱۳ ل ل کال د اعيانو د مجلس غړى وټاکل شو. پر ۱۳۱۷ ل ل کال د افغان ملي بانک د تفتيش د عمومي سروال (رئيس) او د حکومت استازى وټاکل شو او د همدې کال په پاى کې د قند جوړولو فابريکې او د پيترول شرکت د سروال په توگه وگومارل شو. تر دې وروسته يې د تعاوني ايپو او د دولتي انحصاراتو د سروالۍ (رياست) دندې هم ترسره کړې.

د ۱۳۲۸ لمريز لېږدي کال په لړم مياشت کې د قبايلو د مستقل رياست مرستيال او کفيل او پر ۱۳۲۹ ل کال د کب پر ۱۶ د قبايلو د مستقل رئيس په توگه وگومارل شو. پر ۱۳۴۲ ل ل کال د ډاکټر محمد يوسف په کابينه کې د عدليې وزير او پر ۱۳۴۴ ل کال د صدارت مرستيال شو. د ديموکراسۍ په لسيزه کې د افغانستان د اساسي قانون د جوړولو د کمېټې مشر وو او پر ۱۳۴۶ ل کال په مصر کې د افغانستان لوى سفير وټاکل شو؛ بيا د مشرانو جرگې انتصابي غړى شو. مجروح پر ۱۳۵۲ ل کال کورناستی (متقاعد) شو.

کله چې روسانو زموږ پر گران هېواد افغانستان يرغل وکړ، نو مجروح صاحب د ډېرو نورو افغانانو په څېر د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شو او پر ۱۳۵۸ ل کال له خپلې کورنۍ سره پېښور ته کډوال شو. په پېښور کې يې د کنفرانسونو او نورو ديپلوماتيکو هلو ځلو له لارې د هېواد د خپلواکۍ په لار کې ډېرې هلې ځلې وکړې. مجروح څو کاله په پېښور کې وو، خو پر ۱۹۹۰ ز کال د امريکا متحدو ايالتونو ته ولاړ او د ژوند تر پايه يې هلته په جلاوطنۍ کې شپې ورځې سبا کولې.

ارواښاد استاد مجروح د خپلو دولتي بوختياوو تر څنگ د ادبي، ټولنيزو او مذهبي مسايلو په اړه د څېړنې چارې هم پر مخ بيولې او په دې لړ کې يې هم خورا په زړه پورې کارونه کړي دي. هغه به پر هغو کسانو سخت گوزارونه کول چې له اسلام څخه به يې د خپلو گټو لپاره استفاده کوله. د همدغې زوږيې له اړخه ښاغلى عبدالروف بېنوا د اروښاد مجروح په اړه ليکي:

«ښاغلى مجروح د مطالعې ډېر شوق لري او د همدغه شوق اثر دى چې په اکثرو ادبي، اجتماعي، فلسفي او مذهبي سختو مسايلو کې د ښه تحقيق خاوند دى، په تېره بيا د روحياتو او فلسفې سره زياته دلچسپې لري… دا ښاغلى خنده رويه باوقاره سړى دى، ازاد طبيعت لري او په حق ويلو کې د چا پروا نه ساتي.»

رښتيا هم چې ارواښاد مجروح په حق ويلو کې د چا پروا نه ساتله. هغه مهال چې ډېرو ښاغليو به د مصلحتونو له مخې خبره نه کوله، ده به په ډاگه په هغو واکمنو دا نيوکه کوله چې د افغانستان د ملي گټو پر خلاف يې گامونه پورته کول، په دې لړ کې يې نه د مجاهد پروا کړې او نه د طالب او نه د بل.

اړينه ده وويل شي چې د هېواد يو بل لوی علمي شخصيت سيد بهاو الدين مجروح د ده زوی وو، چې د «ځانځاني ښامار» په نامه نامتو اٍثر يې کښلی دی. يو امريکايي ليکوال P.J.O'Rourke په خپل کتاب کې چې پر ۱۹۹۱ زېږدي کال په نيويارک کې چاپ شوى، د سيد بهاوالدين مجروح په اړه داسې ليکي: واشنگتن له «مج» يانې مجاهدينو سره د افغانستان د خپلواکۍ لپاره مرسته وکړه، خو افغانانو يوازې يو روښانفکر درلود چې هغه يې هم په جهاد کې له لاسه ورکړ.

مړينه

د هېواد دا علمي شخصيت سيد شمس الدين مجروح د ۱۳۸۱ لمريز کال د دونۍ (دوشنبې) پر ورځ (د ۲۰۰۲ ز کال د جون پر ۲۴) له هېواده لرې په امريکا متحدو ايالتونو کې له دې نړۍ سترگې پټې کړې. د هغه جنازه په درنښت افغانستان ته راوړل شوه او په کونړ ولايت کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي اثار يې

سيد شمس الدين مجروح په سلگونو مقالې ليکلې، چې د هېواد دننه او له هغه نه بهر په بېلا بېلو خپرونو کې چاپ شوې دي. نور اثار يې دادي:

۱- منتخب اشعار (د شعرونو غونډ) کابل چاپ.

۲- ياد فرياد (د شعرونو غونډ) د ۱۳۶۴ ل کال پېښور چاپ.

۳- د عمر خيام د رباعياتو پشتو ژباړه.

۴- پريشانه خوب.

اخځونه

۱- http://database-aryana-encyclopaedia.blogspot.com/2009/07/blog-post_8712.html

۲- http://www.payam-aftab.com/fa/doc/news/170/%D8%B3%DB%8C-%D8%AF-%D8%B4%D9%85%D8%B3-%D8%A7%D9%84%D8%AF-%DB%8C%D9%86-%D9%85%D8%AC%D8%B1%D9%88%D8%AD Archived 2017-07-23 at the Wayback Machine.

۳- http://www.taand.com/pal/?p=3599 Archived 2019-09-26 at the Wayback Machine.

۴- بشارت، محمد حکيم، سيد شمس الدين مجروح (ادبي مقالې او تحليلونه)، د ۱۳۹۴ لمريز کال چاپ، د ژوندليک برخه. ‎