ډاکټر محمد يوسف خان (۱۹۱۷ - ۲۳ د جنوري، ۱۹۹۸ ز.) له ۱۰ د مارچ ۱۹۶۳ ز. کال نه تر ۲ د اکتوبر، ۱۹۶۵ ز. کال پورې د افغانستان لومړی وزير او د باندنيو چارو وزير پاتې شوی. هغه يو ټېکنوکرات ؤ چې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په حکومت کې په دندې گومارل شوی ؤ. هغه د افغانستان لومړنی لومړی وزير ؤ چې د افغانستان د شاهي کورنۍ سره يې اړيکې نه وې. نوموړي په ۲۹ د اکتوبر، ۱۹۶۵ ز. کال کې د خپلې دندې استعفاء وکړه.

ډاکټر محمد يوسف خان

تر محمد يوسف وروسته محمد داوود خان د افغانستان د لومړي وزيرۍ پر دندې وگومارل شو، او په ۱۹۵۰ ز. کالونو کې يې محمد يوسف د کانونو او صنايعو د وزير په توگه په دندې وگوماره.