هغه كليسا چي پنځه سوه كاله تاريخ يي درلودى.......... لیکوال:محمدالیاس داعي.......... په يوه كوڅه كي نسبت نورو ته دخلكو ګڼه ګونه زياته وه پوښتنه مي وكړه ولي دښځو ګڼه ګوڼه ډيره ده؟ اګنشكا خپلي غوړي بوري سترګي كلكي كلكي ولغړولي ،شونډي يي داسي سره كلكي كړي تابه ويل سزا وركوي ويي ويل: دلته دستاكهولم دښار ترټولو مشهوره او ستره كليسا ده.

ستاكهولم دسويډن دهيواد پلازمينه ده ،ناروي،سويډن،دنمارك او ځينو نورو ته دنړۍ دبام يا چت نوم هم كارول كيږي ځكه چي دمځكي وشمالي قطب ته ډيري نږدي يخي سيمي دي.

په دي ښار كي ښځي نسبت نارينوو ته پرمذهبي چارو ټنګي دي ځكه نو دكليسا تر مخي ډيري ليدل كيدي.

داچي په ستاكهولم ښار كي تر ټولوتاريخي او ستره كليسا وه نو موږ يي هم دليدو لپاره دننه ولاړو،دكليسا تر كږو وږو دروازو چي تيريږم وار په وار موسيقي لوړيږي.

مادكليسا لوړو پوړونو او دهليزونو ته كتل چي اګنشكا راته ږغ كړه داعيييي!!! كه ګورم داګنشكا لوړه او دنګه ونه په داسي حال كي ديوه منځني دهليز لوري ته كږه ده چي غواړي دلاس په نغوته ماته يوڅه نوي راوښيي. ددهليز په هغه ليري پاى كي يوه لويه ډله ،ځيني ولاړ او ځني ناست تر سترګوكيږي ،ددوي اكثره ارام نه مالوميږي زه نه پوهيږم خوسره ښووري. ددې لپاره چي ښه پوه سم څه كوي نو څو قدمه مي داګنشكا دلاس داشاري سره كرار كرار پيل كړه ،اوس مالوم سوه چي ټول دهغه كس په اشاره خوله اولاس ښوروي چي سپيني جامي يي په تن دي اوكله لاسونه لكه دهوا مرغه يوه لوري ته اوكله هم بل لوري ته ښوروي.

دوي موسيقي ږغول، ځينو تنكيو ځوانانو ورته سرنده ږغول او نږدي شلو په شنو جامو كي پيچلو ښكلو نجونو تر خولي په يوه ږغ اوازونه ايستل. دستي مي دافغانستان دملي سورود يوه برخه په ذهن كي راوګرځيدل،نږدي وو چي سوال وكړم ايا دوي ملي سورود ثبت كوي؟ وروسته مي يوه ډله وليدل چي ددوي دږغونو په بدرګه كي ګډيږي .

بلكل حيرانوونكي وه ،ځكه مااوريدلي وه چي عيسويان او يهودان دخپل خداى عبادت لپاره كليسا ته ځي ،دوي هلته يوازي راز اونياز كوي خو ماته داهرڅه ځكه بل ډول وه چي موږ په خپل مذهبي ځايونواو جوماتونو كي يوازي عبادت كوو،هلته الله دځان لپاره تر نورو ټولو ځايونو نږدي بولو ،حتي دخپل موبايل ږغ هم بندوو .

مګر په ستاكهولم كي ددي تاريخي كليسا حالت ډير خراب وو د اوسنۍ زماني ځوانانو او پيغلو په كي دعبادت په ځاى موسيقي ږغول هغوي داسي نڅاكول تابه ويل الوزي كله لاسونه يوه لوري ته اوكله هم بل لوري ته

زه داسي يخ پخ ولاړوم چي اګنشكا ږغ كړه هى! راځئ چي ځو داكسان دموسيقي ديوه ستر كنسرت لپاره تيارى نيسي كه چيري په ستاكهولم كي وى نو بيا به همدي كليسا ته راسو.