د پکتیکا ملي راډیو

د پکتیکا ملي راډیو دا په پکتیکا ولایت کې یوه فعاله رسنۍ ده، چې د اطلاعاتو او کولتور ریاست پورې اړونده ده، چې په پکتیکا سربېره د غزني، پکتیا، میدان وردګ او لوګر ولایتونو په یوشمېر سیمو کې هم اورېدل کېږي. په شپه ورځ کې دولس ساعته خپرونې کوي او لګښت یې د دولت پر غاړه دی.