غزني

د افغانستان يو ښار چې د غزني ولايت مرکز هم بلل کيږي

غزني یو مهم ښار دي چې د افغانستان په ختیځ کې پروت دي. دغه ښار د غزني د ولایت مرکز دي او تقریبًا ۱۴۱،۰۰۰ نفوس لري.

غزني
(پښتو: غزني د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Residents of Ghazni City walk past newly constructed gates and monuments in Ghazni
Ghazni City
د غزني انځور

Map
کورډېناټونه: ۳۳°۳۲′۵۷″شمال ۶۸°۲۵′۲۴″ختیځ / 33.549166666667°شمال 68.423333333333°ختيځ / 33.549166666667; 68.423333333333   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هيواد  افغانستان
ولايت غزني ولایت
ولسوالۍ غزني ولسوالۍ
پلازمینه د:
پراخوالی
لوړوالی ۲٬۲۱۹ ميټره (۷٬۲۸۰ فوټ)
نفوس شمېرنه (2015)[۱]
 • ښار ۱۴۳,۳۷۹
 • ښاري سیمه ۱۴۳,۳۷۹
وروستي مالومات
وخت زون UTC (ه.ن.و+4:30)
جيو کوډ 1141269[۲]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

تاریخ

د تاریخ پوهانو په نظر غزني په ۱۵۰۰ کال کې عیسوی سنې مخکې د هندوستاني راج (پاچا) لخوا جوړ شو. په ۶ پیړۍ عیسوی سنې مخکې دغه ښار د کوروش ۲ د پوځونو لخوا ونیول شو. د غزني ښار تر ۷ پیړۍ پورې د بودهزم د مرکزونو څخه وو. په ۶۸۳ کال کې د عرب اردو غرني ونیو او خلکو اسلامي مذهب قابل کړل. په ۹ پيړۍ کې غزني د غزنوي سلطنت پایتخت شو. د غزنویانو د حکمرانو محمود غزنوي د غزني په پایتخت کې یوه لویه کلا جوړه کړه. غزنی د اسلامي تمدن پلازمینه او د افغانستان تاریخي ویاړ: د لوی امپراطور او ستر فاتح سلطان محمود غزنوي د واکمنۍ پرمهال غزنی نه یوازې د ښارونو ناوې بلل کیده بلکې د اسلام خپرولو لوی مرکز هم وو. سلطان محمود غزنوي د افغانستان په اسلامي دوره کې لومړنی پاچاه وو، چې له اصفهان، عراق، همدان او طبرستان پورې او ختیځ ته د گنگا تر څنډو ، شمال ته یې تر سیر دریا او خوارزم پورې او همدارنگه جنوب ته د بلوچستان او کاتیار تر ساحې پورې لویه امپراطوري جوړه کړې وه. په غزنوي دوره کې اسلامي مدنیت ته وده ورکړل شوه، ښارونه، ماڼۍ، مدرسې، جوماتونه، کتابخانې، موزیمونه، پلونه، لارې او د اوبو بندونه جوړ شول. کرنې، مالدارۍ او لاسي صنایعو، نقاشۍ او معمارۍ او سوداگرۍ پرمختگ وکړ. د فرهنگ په برخه کې زیات شمیر پوهان لیکوالان، شاعران، ریاضیدانان، منجمین او د هر مسلک او فن کسان را غونډ شوي وو. د بیلگې په توگه البیروني، ابوعلي سینا، عبدالحی گردیزي، موفق هروي همدارنگه ددري او پارسي ژبې شاعران لکه فردوسي، فرخي سیستاني، عنصري، منوچهري، حکیم سنايي، ناصر خسرو بلخي او داسې نور. دا چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې غزنی د اسلامي نړۍ د اسلامي تمدن د پلازمینې په توگه نومول کیږي زموږ د هیواد لپاره یو لوی او تاریخي ویاړ دی. له ټولو هیوادوالو او په ځانگړي ډول د غزني د شریفو او متدینو خلکو څخه مې هیله داده، چې ددې سپیڅلي مرکز په ساتلو او لا پرمختگ کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي او زموږ دا ملي او تاریخي ویاړ ژوندی وساتي. غزني په ۱۳ پیړۍ کي د چنگېز خان لخوا خراب شو. په ۱۸۳۹ کال گې د افغان-انگرېز د لومړۍ جگړې په وخت کې غزني د انگرېزي بوځ لخوا ونیول شو.

نور ولولئ

  1. "The State of Afghan Cities Report 2015". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. پیوستون : 1141269  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported