گريشک ولسوالۍ د افغانستان د هلمند ولايت یوه ولسوالۍ ده. په دې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۱۶۶،۸۲۷ وگړو ته رسېږي.[۱] ګریشک ولسوالۍ چي رسمي نوم یې نهرسراج ولسوالي دی. دا ولسوالۍ د هلمند ولایت تر ټولو گڼمېشته او ستراتیژیکه ولسوالي ده، چي یو وخت د هلمند مرکز هم دا و.

مساحت

دا ولسوالۍ ۱۶۶۳ کیلومتره مربع مساحت لري. چي له ښار پرته نوري ټولي سیمي یې کلیوالي او کرنیزې ځمکې دي. دا مهال ۱۷۲۴۱۹ جریبه کرنیزه ځمکهلري، چي دا ټوله ځمکهد ۱۵۶۵۵ کسانو په نومونو ثبت ده.

څلورخواوې

دې ولسوالۍ څلور خواوي په دې ډول دي: غرب ته نادعلي ولسوالي او مرکز لښکرگاه، شمال ته نېمروز، ختیځ ته یې روزگان او یو څه د کندهار ولایت برخي او جنوب ته یې لښکرگاه او د کندهار میوند ولسوالۍ پرته ده.

کرنیز توکي

خلک یې زیاتره په زراعت بوخت دي، چي غنم، جوار، پیاز، پنبه، مۍ او نورې غلې دانې یې عمومي کر دی.

مشهور کلي او سیمې او مېشت توکمونه

عمومي سیمي یې له زنبلي، میرمند اب، مالگیر، سپین مسجد، حیدر اباد، تُرمه، یخچال، ده ادم خان او اوبازان څخه عبارت دی او په دقیق ډول ۸۰۷ عمده کلي لري، چي د نفوسو شمېر یې ۱۱۰۳۰۰ تنه ته رسیږي چي ۹۵ یې پښتانه او ۵ سلنه یې تاجک، هزاره، ترکمن او نور توکمونه میشت دي.

زده کړه

خلک یې تر نورو ولسوالیو په پرته زیات له زده کړي سره مینه لري دم گړی پکي ۴۳ ښوونځۍ فعال دي چي مشهوري یې میخانکي لیسه، ابولفتح بستي لیسه او لو ادې لیسې څخه ده عبارت دی، چي یادو لیسو کي د نجونو لیسې هم شاملي دي. دم گړي لا هم ډیری شمیر ښوونځي تړلی.

امنیتي حالت

د ګریشک ولسوالۍ اطرافي تقریباً تر نیمه زیاته برخه د دولت له کنټروله وتلې او طالبانو په ولکه کي ده. دلته د ظاهر شاه د پاچاهي پر مهال دلته د مالوچو یوه فابریکه هم فعاله وه چي اوس له فعالیته لوېدلې.

لویې لارې

د کابل کندهار لویه لار ددې ولسوالۍ پر سینه تیریږي او دهلمند سیند یې په پښو کي تیریږي. له مدې سینه بیله سوې ویاله(بغرا) هم ددې ولسوالۍ په بازار کي تېره سوې، چي د بریښنا لپاره هم ورباندي بند جوړ دی او فلحاله ورنه ګریشک هره شپه روښانه وي.

دا هم وگورۍ

ماخذونه

  • د احمد شاه پاڅون ځاني یادښتونه،
  • د ګریشک ولسوالۍ د کرنې مدیر حاجي عبدالله ځانگړي یادښتونه.

سرچينې