ګوستاو فيچنر

ګوستاو فيچنر
(الماني: Gustav Theodor Fechner د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوستاو فيچنر
ګوستاو فيچنر

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Gustav Theodor Fechner د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۹ اپرېل ۱۸۰۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 18 نومبر 1887 (86 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۱۰][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فزيک پوه
ارواپوه[۱۱][۱۲][۱۳]
فیلسوف
ليکوال[۱۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۱۵][۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر امانوېل کانت  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوستاو تيودور فيچنر “Gustav Theodor Fechner” ( ؛ الماني: ؛ زوکړه: ۱۸۰۱ د اپرېل ۱۹؛ مړينه: ۱۸۸۷ د نومبر ۱۸) يو الماني فزيکپوه، فيلسوف او ازمايښتي روانپوه و. په ازمايښتي روانپوهنه کې مخکښ او د روانپوهنياتو (د ذهن د اندازه کولو تخنيکونو) بنسټګر فيچنر د ۲۰ پېړۍ زيات پوهان او فيلسوفان ولمسول. نوموړي ته د S = K In I فرمول له لارې د يو محرک يا پارونکي د فزيکي زياتوالي او روانپوهنيز احساس تر منځ د ناخطي اړيکې د څرګندولو امتياز هم ورکول شوی دی، چې د وېبر او فيچنر “Weber-Fechner” د ګډ قانون په توګه وپېژندل شو. [۱۷][۱۸][۱۹]

د ژوند لومړي وختونه او پوهنيز مسلک سمول

فيچنر په “Lower Lusatia” کې موسکاو “Muskau” ته نږدې په (Groß Särchen) کې زېږېدلی دی، چې د نوموړي پلار، ماما او پلرني نيکه په کې کشيشان وو. د هغه مور جوهانا دوروتيا فيچنر (زوکړه: ۱۷۷۴)، چې کورنی نوم يې فيشر دی، هم له يوې مذهبي کورنۍ څخه وه. د دې مذهبي اغېزو سره سره فيچنر بيا هم د ژوند په وروستيو کې له خدای څخه منکر شو. [۲۰]

د فيچنر پلار سامويل تراوګوټ فيشر فيچنر “Samuel Traugott Fischer Fechner” (۱۷۶۵ – ۱۸۰۶ز) په بېلابېلو برخو کې ازاد فکره و. د بېلګې په ډول: خپل ماشومان واکسين کولو ته هڅول، هغوی ته لاتيني تدريسول او په لېوالتيا سره د مېوې کرل. نوموړی په ۱۸۰۶ ز کال کې له تمې پرته ومړ او کورنۍ يې ډېره غريبه پرېښوده. فيچنر د ايډوارډ کليمينس فيچنر “Eduard Clemens Fechner” (۱۷۹۹ – ۱۸۶۱ ز) په نوم يو مشر ورور او د ايميلي “Emilie”، کليمينټاين “Clementine” او ماتيلدي “Mathilde” په نومونو درې خويندې درلودې. هغه او ورور يې د پلار له مړينې څخه وروسته مخکې له دې چې په ډريسډن “Dresden” کې بېرته له خپلې مور او خويندو سره يو ځای شي، د يو څو کالونو لپاره د خپل پادري يا کشيش ماما له لورې وروزل شو. [۲۱][۲۲]

فيچنر په لومړي ځل په سوراو “Sorau” (په لويديځ پولينډ کې اوسني زاري ‘Zary’) کې زده کړې وکړې.

نوموړي په ۱۸۱۷ ز کال د ډريسډن په Medizinische Akademie Carl Gustav Carus کې د شپږ مياشتو لپاره او له ۱۸۱۸ ز کال څخه د ليپزيګ پوهنتون کې طب ولوست. ليپزيګ هغه ښار و چې نوموړي په کې خپل پاتې ژوند تېر کړ. نوموړي په ۱۸۲۳ زکال له ياد پوهنتون څخه د دوکتورا سند تر لاسه کړ. [۲۳][۲۴]

هغه په ۱۸۳۴ زکال ليپزيګ کې د فزيک پروفيسور وټاکل شو، مګر په ۱۸۳۹ ز کال يې د رنګه ښيښو له لارې په لمر کې د ځير کتنې په واسطه له انځورونو څخه د وروسته پايلو په اړه څېړنه کې خپله سترګه ژوبل کړه، په داسې حال کې چې د رنګ او ليد ښکارندې يې څېړلې او له رنځېدلو څخه وروسته يې استعفا ورکړه. وروسته له رغېدلو څخه بېرته د ذهن او له بدن سره د هغه د اړيکو څېړلو ته وروګرځېد او د يادو موضوعګانو په اړه يې بېلابېل عمومي درسونه يا ويناوې ورکړې، چې نوموړي په خپلو کتابونو کې رانغاړلي دي. په داسې حال چې بستر کې پروت و، فيچنر د ذهني او مادي احساساتو تر منځ اړيکې ته ځير شو. دا ځيرکي د روانپوهنې په وده کې ځکه ارزښتناکه ثابته شوه، چې د ذهني او فزیکي نړيو تر منځ اوسمهال يوه کميتي اړيکه وه. [۲۵][۲۶][۲۷]

مرستې يا خدمتونه سمول

فيچنر کيمياوي او فزيکې مقالې خپرې کړې او له فرانسوي ژبې څخه يې د “Jean-Baptiste Biot” او “Louis Jacques Thenard” له لورې ليکل شوي کيمياوي اثار وژباړل. نوموړي بېلابېل شعرونه او طنزيه ادبي ټوټې هم وليکلې. لکه: په ۱۸۲۵ ز کال کې د Vergleichende Anatomie der Engel په نوم طنزيه ټوټه، چې د “Dr. Mises” تر مستعار نوم لاندې يې ليکلی دی.[۲۸]

د فيچنر د دورې جوړونکی کار سمول

د فيچنر د دورې جوړونکی کار د “Elemente der Psychophysik” تر سرليک لاندې د هغه د ۱۸۶۰ ز کال کتاب و. نوموړي له مونيسټيک “Monistic” فکر څخه پيل وکړ، چې له مخې يې جسمي او شعوري دواړه حقيقتونه که څه هم د يو بل پر وړاندې د کمېدلو وړ نه دي، مګر د يوې رښتينولۍ يا حقيقت بېلابېل اړخونه دي. د نوموړي د نوښت ځواک د هغوی تر منځ د يوې کره رياضيکي اړيکې د موندنې په هڅه کې پروت دی. د نوموړي د پلټنو تر ټولو نامتو وتنۍ د فيچنر د قانون “Fechner’s Law” په نوم پېژندل شوی قانون دی، چې ښايي په لاندې ډول روښانه شي: [۲۹]

«سره له دې چې د يو احساس زياتوالی يا سختي ښايي په په يو حسابي پرمختګ کې زياته شي، مګر محرک يا هڅونکی بايد په هندسي وده کې زيات شي».

پورتنی قانون په پراخ ډول ګټور، مګر په ورته وخت کې د هر کمزوري او هرو پياوړو احساساتو لپاره بې پايلې ثابت شوی دی. د فيچنر قانون په خپله ګټوره کړۍ کې په دې معنا دی، چې احساس د فزيکي زياتوالي يوه لوګاريتمي دنده ده. اس اس سټيوينس “S . S. Stevens” په ګوته کړې ده، چې دا ډول يو قانون د هغه حقيقت لپاره ځواب نه وايي، چې د انګېزو (لکه: تورې، تياره خړې، خړې، روښانه خړې او سپينې رنګ شوې پاڼې) په منځ کې درک شوې اړيکې په ټول زياتوالي (لکه: د پاڼو د ځلا په کچه کې) کې په بدلون سره بدلون نه کوي. نوموړي د “To Honor Fechner and Repeal His Law” تر سرليک لاندې د خپل ۱۹۶۱ زکال نامتو مقاله کې وړانديز وکړ، چې د محرک زياتوالی د يوې قوې د قانون له لارې په ادارک پورې تړاو لري.

په هر ډول احساس کې د واحدونو په ګڼه کې د [پايلې؟] ترلاسه کولو لپاره د فيچنر عمومي فرمول (S = c log R) دی، چې S د احساس، R په عددي ډول د اټکل شويو انګېزو يا محرک او c د هغه ثابت په معنا سره دی، چې د حساسيت په هر ځانګړي ترتيب کې بايد د ازمايښت په واسطه په بېل ډول مشخص شوی وي. د فيچنر دليل په هغو برخو کې تر نيوکې لاندې راغلی دی، چې که څه هم محرک يا انګېزې يو له بل سره ترتيب يا يو ځای شوي دي، مګر احساسات نه دی يو ځای شوي. «ويليم جيمز “William James” وايي چې: «هر احساس خپل ځان د ناوېشونکي واحد په توګه څرګندوي او په دې فکر د هرې روښانه معنا لوستل بشپړ ناشوني دي، چې دوی د يو ځای شويو واحدونو کتلې دي». [۳۰]

د فيچنر د رنګ اغېز سمول

فيچنر په ۱۸۳۸ ز کال کې د هغه څه ادراکي وهم يا خيال وڅېړه، چې لا هم روښانه نه دی او تر اوسه ورته د فيچنر د رنګ اغېز وايي او په واسطه يې رنګونه د تور اوسپين په خوځنده نمونه کې کتل کېږي. انګرېز ژورنالېست او اماتور پوه چارلس بينهام “Charles Benham” په ۱۸۹۴ ز کال کې د څرخېدونکي توکي [غزل] د اختراع له لارې انګليسي ويونکو ته د اغېزې د زده کولو وړتيا ورکړه، چې د نوموړي نوم “Benham’s top” په کې تکرارېږي. روښانه نه ده، چې فيچنر او بينهام دې کله هم د کوم دليل له امله په رښتيني ډول يو له بل سره مخامخ کتلي وي.

مقاله خپره کړه سمول

فيچنر په ۱۸۷۸ ز کال کې يوه مقاله خپره کړه، چې نوموړي په کې د منځني يا وسط نظريه رامنځته کړه. نوموړی وروسته په ازمايښتي ښکلا پېژندنه کې بوخت شو او فکر يې وکړ، چې په هنري ډول د خوښونکو شيانو بڼې او بعدونه يا اندازې معلومې کړي. هغه په اصل کې د نقاشۍ له اندازو څخه د خپلو معلوماتو د بنسټ په توګه ګټه پورته کړه. د فيچنر د ۱۸۷۶ زکال په Vorschule der Aesthetik نومي اثر کې نوموړي د موضوعي قضاوتونو لپاره د بې ساري ترتيبونو له مېتود څخه ګټه واخېستله. [۳۱]

فيچنر ته په عمومي ډول د معلوماتو رسمي شننې ته د وسط يا منځني د ورپېژندلو امتياز ورکول کېږي. [۳۲]

فيچنر سمول

په ۱۸۷۱ ز کال کې فيچنر د ۷۳ synesthetes په منځ کې د رنګه توري د انځورونو د لومړۍ ازمايښتي سروې راپور ورکړ. فرانسيز ګالټون “Francis Galton” په ۱۸۸۰ ز لسيزه کې د نوموړي ياد کار وڅاره. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د کارپس کالوسم وېش “Corpus callosum split” سمول

د شعور په اړه د فيچنر د انګېرنو له ډله يوه يې هم په ماغزو پورې اړه لري. د نوموړي د وخت پر مهال باور روښانه وه، چې ماغزه په دوه اړخيز ډول متناسب يا انډول دي او دا چې د دواړو نيمو برخو تر منځ يو ژور وېش شته، چې د کارپس کالوسم په نوم د تارونو د يوې يو ځای کېدونکې کړۍ په واسطه سره تړلي دي. فيچنر وانګېرل چې که چېرې کارپس کولاسم ووېشل شی، د هوښيارۍ دوه بېل بهيرونه به يې په پايله کې تر لاسه شي؛ يعنې دوه دماغ به دوه شي. نوموړي تر اوسه باور درلود، چې د نوموړي نظريه به تر ازموينې لاندې ونه نيول شي؛ هغه ناسم و. د شلمې پېړۍ د نيمايي پر مهال روګر سپيري ‘Roger Sperry’ او مايکل ګازانيګا “Michael Gazzaniga” د وېشل شوي کارپس کولاسم لرونکو صرعي ناروغانو په اړه کار وکړ او ويې کتل، چې د فيچنر مفکوره سمه وه. [۳۸]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118532154  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12360846q — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Gustav-Theodor-Fechner — subject named as: Gustav Fechner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6155730 — subject named as: Gustav Fechner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Gustav Theodor Fechner — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Fechner,_Gustav_Theodor — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Gustav_Theodor_Fechner — subject named as: Gustav Theodor Fechner — سرليک: Store norske leksikon
  7. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2990 — subject named as: Gustav Fechner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/gustav-theodor-fechner — subject named as: Gustav Theodor Fechner — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  9. subject named as: Gustav Theodor Fechner — BIU Santé person ID: https://www.biusante.parisdescartes.fr/histoire/biographies/index.php?cle=20436
  10. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0026229.xml — subject named as: Gustav Theodor Fechner — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. http://www.tandfonline.com/doi/pdf/10.1300/J020v20n03_02
  12. http://www.tandfonline.com/doi/pdf/10.1207/S15326934CRJ1501_4
  13. http://www.tandfonline.com/doi/pdf/10.1080/09639289200000025
  14. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12360846q — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/28006499
  17. "Gustav Fechner - German psychologist and physicist". Encyclopedia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Fancher, R. E. (1996). Pioneers of Psychology (الطبعة 3rd). New York: W. W. Norton & Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-393-96994-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Sheynin, Oscar (2004), "Fechner as a statistician.", British Journal of Mathematical and Statistical Psychology (نشر May 2004), 57 (Pt 1), د کتاب پاڼي 53–72, doi:10.1348/000711004849196, PMID 15171801 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Michael Heidelberger (2004). "1: Life and Work". Nature from within: Gustav Theodor Fechner and his Psychophysical Worldview. University of Pittsburgh Press. د کتاب پاڼې 21. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780822970774. The study of medicine also contributed to a loss of religious faith and to becoming atheist. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Beiser, Frederick C. "Gustav Theodor Fechner". Stanford Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Michael Heidelberger (2004). "1: Life and Work". Nature from within: Gustav Theodor Fechner and his Psychophysical Worldview. University of Pittsburgh Press. د کتاب پاڼې 21. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780822970774. The study of medicine also contributed to a loss of religious faith and to becoming atheist. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Meischner-Metge, Anneros. "Chronological table to the life of Gustav Theodor Fechner". Leipzig University. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Fechner, Gustav Theodor at vlp.mpiwg-berlin.mpg.de.
  25. Boring, E. G. (1950). A history of experimental psychology (2nd ed.). (pp. 284-295) Appleton-Century-Crofts.
  26. Schultz, P.D., & Schultz, S.E. (2008). A History of Modern Psychology.(pp. 81-82).Thompson Wadsworth.
  27. کينډۍ:EB1911
  28. کينډۍ:EB1911
  29. کينډۍ:EB1911
  30. کينډۍ:EB1911
  31. Michael Heidelberger. "Gustav Theodor Fechner". /statprob.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Keynes, John Maynard; A Treatise on Probability (1921), Pt II Ch XVII §5 (p 201).
  33. Fechner, G. (1876) Vorschule der Aesthetik. Leipzig: Breitkopf und Hartel. Website: chuoft.pdf
  34. Galton F (1880). "Visualized Numerals". Nature. 21 (543): 494–5. doi:10.1038/021494e0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Galton F (1880). "Visualized Numerals". Nature. 21 (533): 252–6. doi:10.1038/021252a0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Galton F. (1883). Inquiries into Human Faculty and Its Development. Macmillan. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Campen, Cretien van (1996). De verwarring der zintuigen. Artistieke en psychologische experimenten met synesthesie. Psychologie & Maatschappij, vol. 20, nr. 1, pp. 10–26.
  38. [Gazzinga, M.S (1970). The bisected brain. New York: Appleton-Century-Crofts]