ګاورنر موریس

ګاورنر موریس
(انګلیسي: Gouverneur Morris د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګاورنر موریس
ګاورنر موریس

د شخص معلومات
پيدايښت ۳۱ جنوري ۱۷۵۲[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 6 نومبر 1816 (64 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای نيويارک  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۶]
ډیپلوماټ
ليکوال[۷]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګاورنر موریس [په انګلیسي ژبه: Gouverneur Morris، انګلیسي تلفظ: (/ɡʌvərnɪər mɒrɪs/ gʌ-vər-NEER MOR-ris) ] یو امریکايی سیاستوال، د امریکا د آزادۍ انقلابي جنګ د مشرانو ( Founding Father of the United States) غړی او د کانفدراسیون د منشورونو (Articles of Confederation) او د متحده ایالاتو د اساسي قانون (United States Constitution) د لاسلیک کوونکو څخه ؤ. نوموړي د متحده ایالاتو په اساسي قانون مقدمه (Preamble to the United States Constitution ) ولیکله او " د اساسي قانون لیکونکی" وبلل شو. په داسې حال کې چې ډېرو امریکایانو لاهم ځانونه د دوی د اړوندو ایالتونو اتباع ګڼل، موریس د ایالتونو د یوې اتحادیې د تابعیت نظریه مطرح کړه. همدارنګه دی د اساسي قانون د کنوانسیون د حاضرینو ترمنځ د مریتوب یو ښکاره مخالف ؤ. نوموړي له ۱۸۰۰ز کال څخه تر ۱۸۰۳ز کال پورې د متحده ایالاتو په مشرانو جرګه (United States Senate) کې د نیویارک استازولي وکړه.[۹][۱۰][۱۱]

موریس په اوسني نیویارک ښار کې په يوه شتمنه او جایداد لرونکې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. ده له کېنګ کالج چې اوس یې کولمبیا کالج بولي څخه تر فارغېدو وروسته له قاضي ویلیم سمیت څخه حقوق وویل او د وکالت په ازموینه کې بریالی شو. نوموړی مخکې له دې چې په ایالاتي کنګرې (Continental Congress) کې دنده ترسره کړي، د نیویارک ولایتي کانګرس (New York Provincial Congress) کې د خلکو استازولي کوله. کانګرس ته په دویم ځل ټاکل کېدو کې له ماتې وروسته فېلادلفیا ته ولاړ او د متحده ایالاتو د مالي چارو مرستیال رئیس (U.S. Superintendent of Finance) شو. نوموړي د ۱۷۸۷ز کال د اساسي قانون په کنوانسیون (Constitutional Convention) کې د پنسلوانیا استازولي وکړه، په دغه کنوانسیون کې یې د یوه پیاوړي مرکزي حکومت ملاتړ وکړ. نوموړي د هغې کمېټې غړیتوب درلود چې د متحده ایالاتو د اساسي قانون نهایي مسوده یې ولیکله.

د اساسي قانون له تصویب کولو وروسته، موریس په فرانسه کې د متحده ایالاتو د سفیر په توګه وګومارل شو. نوموړي د فرانسې په انقلاب (French Revolution) او د آنټویناټ په اعدامولو نیوکه وکړه. موریس په ۱۷۹۸ز کال کې متحده ایالاتو ته راستون شو او د ۱۸۰۰ز کال د مشرانو جرګې په ټاکنو کې بریالی شو. د فدرالي حکومت غوښتونکي ګوند ( Federalist Party) سره د تړاو درلودو په پار د ۱۸۰۳ز کال په ټاکنو کې نوموړې جرګې ته بیا ځلي بریالی نه شو. د جرګې تر پرېښودلو وروسته، د ایري کانال کمیسون (Erie Canal Commission) د رئیس په توګه یې خدمت وکړ.

د ژوند لومړني وختونه سمول

موریس د ۱۷۵۲ز کال د جنوري په ۳۱ نېټه وزېږېد، د لوئیس موریس جونیر (۱۶۹۸ز-۱۷۶۲ز) او د ده د دویمې مېرمنې سارا ګاورنر (۱۷۱۴ز-۱۷۸۶ز) زوی ؤ. د موریس کوچنی نوم د ده د مور د کورني نوم څخه اخیستل شوی دی؛ نوموړې د یوې هوګوناټ (Huguenot) کورنۍ سره تړاو درلو چې لومړی يې هالنډ او بیا نیو امسټردیم ته نقل مکان کړی ؤ. په هالنډي او فرانسوي دواړو ژبو کې (Gouverneur ) د "والي" معنا لري.[۱۲]

د موریس ناسکه ورور لوئیس موریس د آزادۍ د اعلامیې د لاسلیکوونکو څخه ؤ، د ده بل ناسکه ورور سټاټس لانګ موریس د امریکایي انقلاب په اوږدو کې په برتانوي فوځ کې یو وفادار جنرال ؤ او د موریس نیکه لوئیس موریس د نیویارک د سترې محکمې رئیس او د نیو جرسي برتانوي والې ؤ.

د موریس وراره لوئیس ریچارډ موریس د ویرمونټ په ولسي جرګه او د متحده ایالاتو په کانګرس کې دندې ترسره کړې دي. د هغه د ورور لمسي ویلیم م. مریدیت د زاخاري ټایلر د ولسمشرۍ په وخت کې د خزانې وزیر ؤ.

د موریس پلار لوئیس موریس د ډېر جایداد مالک او قاضي ؤ.

ګاورنر موریس د هارلېم سیند شمال خواته پرتې استوګنیزې سیمې موریزیانا کې په خپل کورني جایداد کې وزېږېده، چې نوموړې سیمه هغه وخت د ویسټچر ولسوالۍ (Westchester County) او اوس د د برونکس برخه ده. ځیرک زده کونکي موریس په دولس کلنۍ کې په کېنګ کالج، اوسنی په نیویارک ښار کې کولمبیا پوهنتون کې نوم لیکنه وکړه. هغه په ۱۷۶۸ز کال کې د لیسانس او ۱۷۷۱ز کال کې د ماسترۍ سند تر لاسه کړ. موریس له قاضي ویلیم سمیت څخه د حقوقو زده کړې وکړې او په ۱۷۷۵ز کال کې یې د وکالت (bar) ازموینه کې ګډون وکړ.

حرفوي ژوند سمول

موریس د ۱۷۷۵/ مې/ ۸ نېټه په سویلي ویسټچر ولسوالۍ (اوسنۍ برونکس ولسوالۍ) کې د خپلې قبیلې د استازولۍ په پار، د نیویارک په ولایتي کانګرس (جرګه) کې وټاکل شو. د کانګرس د یوه غړي په توګه، هغه د خپلو نورو ملګرو استازو سره په ګډه د نوموړې ولسوالۍ په یوه خپلواک ایالت بدلولو تمرکز وکړ. په هر ترتیب، د هغه د خپلواکۍ وړاندیز دی د خپلې کورنۍ او همدارنګه د ده د ښوونکي ویلیم سمیت سره، چې له برتانیې څخه د متحده ایالاتو د آزادۍ لپاره د مبارزې په وخت کې یې د آزادۍ غوښتونکو ګوند پرېښی و، په ټکر کې واقع کړ. موریس له ۱۷۷۷ز کال څخه تر ۱۷۷۸ز کال پورې د نیویارک د ایالتي جرګې (New York State Assembly) غړی و.[۱۳]

د لانګ آیلنډ له جګړې وروسته. په ۱۷۷۶ز کال کې برتانویانو د نیویارک ښار ونیوه. د موریس مور چې یوه وفاداره (Loyalist) وه، خپله کورنۍ کلا چې له منهتن څخه د هرلېم سیند پورې غاړې ته پرته وه، برتانویانو ته د فوځي استفادې په پار وقف کړه.

ایالاتي کانګرس سمول

موریس په قاره اي کنګره کې د استازي په توګه وګومارل شو او د ۱۷۷۸ز/ جنوري/ ۲۸ نېټه په چوکۍ کېناست. نوموړی د جورج واشنګټن سره د یوې کمېټې د غړي په توګه وټاکل شو چې د نظامي اصلاحاتو د همغږۍ مسئولیت یې په غاړه درلود. په فورګ دره (Valley Forge) کې د پوځی کمپ تر لیدنې وروسته، هغه د عسکرو حالت ډېر خواشینی کړ چې په کانګرس کې یې د ایالتي فوځ په استازولۍ خبرۍ وکړې او متعقباً یې د دوی سره د ښوونې، میتودونو او مالي لګښتونو په برخو کې د بنسټیزو اصلاحاتو په تصویب کولو کې مرسته وکړه. همدارنګه هغه په ۱۷۷۸ز کې د کانفدراسیون منشورونه لاسلیک کړل چې د لاسلیک کونکو ترمنځ تر ټولو کم عمره و.

په ۱۷۷۸ز کال کې هغه وخت چې د کانوې کېبل (Conway Cabal) ډله د قدرت په اوج کې وه، د ایالاتي کانګرس ځینو غړو د جورج واشنګټن په خلاف د ناباورۍ د رایې ورکولو هڅه وکړه. که دغه ډله بریالۍ شوې وای، د واشنګټن پښې به تر نظامي محکمې رسېدلې وې او د ایالتي فوځ د قواوو سرقمندانۍ له دندې به ګوښه کړل شوی وای. ګاورنر موریس خپله فیصله کوونکې رایه د واشنګټن په حق کې وکاروله چې د قواوو سرقمندان په توګه پاتې شو. [۱۴]

وکیل او تاجر سمول

په ۱۷۷۸ز کال کې کانګرس ته په دویم ځل ټاکل کېدو کې، هغه ته، ماتې ورکړل شوه، د ماتې غټ دلیل یې د یوه پیاوړي مرکزي حکومت څخه د ده ملاتړ ؤ، چې دی يې په نیویارک کې د غیر متمرکز حکومت د رایجو نظریو سره په تقابل کې واقع کړی ؤ. ده چې په خپل ایالت کې ماتې وخوړله د پنسلوانیا، فېلادلفیا ښار ته ولاړ ترڅو هلته د وکیل او تاجر په توګه کار وکړي

په ۱۷۸۰ز کال کې موریس په فېلادلفیا کې ترافیکي حادثه وکړه او کیڼه پښه یې له زنګانه کښته پرې کړل شوه. د نوموړي د معلولیت او په ولسي جرګه کې د خدماتو په خاطر له نظامې دندې څخه د ده د اتوماتیک معافیت سره سره یې "د لنډ وخت لپاره" د نیویارک د ښار د محافظت په پار په یوه اتحادیه کې ، چې د اوسني نیویارک ګارډ (New York Guard) بنسټ ایښودونکې ګڼل کېږي، ګډون وکړ.

عمومي دفتر او د اساسي قانون کنوانسیون سمول

موریس په فېلادلفیا کې د رابرت موریس تر لاس لاندې د متحده ایالاتو د مالي چارو د مرستیال رئیس په توګه وګومارل شو. نوموړی په ۱۷۸۷ز کال کې د اساسي قانون په کنوانسیون کې د پنسلوانیا د استازي توګه وټاکل شو. د کنوانسیون په وخت کې هغه د واشنګټن او نورو هغو اشخاصو سره ملګري او یو ځای شو چې د یوه پیاوړي مرکزي حکومت غوښتونکی وو. موریس د سبک او تنظیم په کمیټه کې د خدمت کولو په پار وټاکل شو، دا یوه پنځه کسیزه کمېټه (چې ریاست یې ویلیم سمیول جانسن کاوه) وه چې د د اساسي قانون د مسودې نهایې بڼه یې ولیکله. کاترین ډرینکر بوېن په ۱۹۶۶ز کال کې چاپ شوي خپل کتاب " په پنسلوانیا کې معجزه " کې موریس د کمېټې لیکونکی ("amanuensis") بللی دی، په بله وینا؛ د موریس قلم د مسودې د ډېرې برخې او نهایي خپرې شوې بڼي مسئول ؤ. [۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13197338t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Gouverneur-Morris — subject named as: Gouverneur Morris — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w66d5sdm — subject named as: Gouverneur Morris — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4718 — subject named as: Gouverneur Morris — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/morris-gouverneur — subject named as: Gouverneur Morris — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. او http://hdl.handle.net/10427/005073 A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825 — د نشر نېټه: ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰ — خپرونکی: American Astronomical Society او Tufts University
  7. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  8. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13197338t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  9. Brookhiser, Richard (Spring 2002). "The Forgotten Founding Father". City Journal. New York, NY: Manhattan Institute for Policy Research. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Documents from the Constitutional Convention and the Continental Congress. Library of Congress.
  11. Wright, Jr., Robert K. (1987). "Gouverneur Morris". Soldier-Statesmen of the Constitution. United States Army Center of Military History. CMH Pub 71-25. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Gouverneur Morris [1752–1816]". New Netherlands Institute. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. ANB "Gouverneur Morris"
  14. "The True George Washington," written by Paul Leicester Ford, published by J. Lippincott, the printing of the year 1900
  15. Bowen, Catherine Drinker. Miracle at Philadelphia. 1986 edition. p. 236.
  16. Chernow, Ron. Alexander Hamilton. Penguin, 2004. p. 239.
  17. Raphael, Ray (2009). Founders: The People Who Brought You a Nation. New York, NY: The New Press. د کتاب پاڼې 404. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59558-327-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)