کېنېت سي. ډېويس

کېنېت سي. ډېويس انګلیسي: Kenneth C. Davis یو امریکايي تاریخ‌پوه او د لسګونو کتابونو لیکوال دی. د Don’t Know Much About په نامه د کتابونو لړۍ یې ډېره مشهوره ده. د ډېویس دویم کتاب Don’t Know Much About History کابو یو نیم میلیون ټوکه پلورل شوی چې د ۳۵ اوونیو لپاره د نیویارک ټایمز غوره کتاب وو.‍

د لیکوال په اړه د پیپل (People) په نامه امریکايي اوونیزه لیکي چې "د ډېویس لوستل داسې دی لکه یو څوک چې د خپل غوره ښوونکي ټولګي ته بېرته ورشي."

د نیویارک ټایمز له مخې، د لیکوال درې نور کتابونه، لکه Don’t Know Much About Geography، Don’t Know Much About the Civil War، او Don’t Know Much About the Bible هم د خرڅلاو نړۍ‌وال ریکارډ لري.[۱]

ډېویس نه یوازې دا چې له ښوونکو سره په ټولګیو کې ګډون کوي، بلکې په The Today Show، Good Morning America، CNN، National Public Radio او ګڼ‌شمېر نورو ټلویزیوني او راډیويي خپروونو کې هم راغلی دی. په USA Weekend اوونیزې کې د Don’t Know Much About په نامه برخه چلوي. ډېویس د نیویارک په ماونټ ورنان (Mount Vernon) کې زېږېدلی او په همدې ښار کې یې خپلې زده‌کړې بشپړې کړې دي. نن سبا له خپلې مېرمنې جوان (Joann) او دوو اولادونو جیني (Jenny) او کولین (Colin) سره په نیویارک کې ژوند کوي.

کتابونه سمول

سرچينې سمول

  1. "Don't Know Much About History". google.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Kenneth C. Davis, The Hidden History of America at War - Pritzker Military Museum & Library - Chicago". pritzkermilitary.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "The Hidden History of America at War: Untold Tales from Yorktown to Fallujah (Don't Know Much About): Kenneth C. Davis: 9781401324100: Amazon.com: Books". amazon.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

باندنۍ تړنې سمول