کیمیاګري (د عربي له ال-کیمیا؛ د لرغوني یونان له کومیا/ khumeía) د طبعي فلسفې یوه څانګه ده چې یو فلسفي او مخکې‌علمي دود و او له تاریخي پلوه په چین، هند، اسلامي نړۍ او اروپا کې تر سره کېده. کیمیاګري په خپله لويديځه بڼه کې د لومړي ځل لپاره په څو دروغي کتیبو/سیډوپېګرافیکل (له یهودي او عیسوي محتوا سره مل کتابونه چې هېڅ یوه یهودي او عیسوي ډله يې د خپل سپڅلي کتاب برخه نه بولي، ژباړن) متنونو کې چې په یوناني-رومي مصر کې تر ميلاد وروسته د لومړیو څو پېړیو په بهیر کې تصدیق شوې دي. [۱][۲][۳]

کیمیاګرانو/کیمیا پوهانو هڅه وکړه تر څو بېلابېل پاخه او بشپړ مواد خالص کړي. عامې موخې يې کریسوپویا (په مصنوعي ډول طلا جوړونه)، نجیبه فلزاتو (په ځانګړي ډول سرو زرو) ته د قلعي فلزاتو د بڼې اړونه (د مثال په ډول سرب); د تل پاتې اکسیر (یو ډول څښاک چې درملیز خواص لري) او داسې درملو جوړل وو چې د هرې ناروغۍ علاج وي. داسې اټکل کېده چې د انسان د روح او جسم بشپړتوب د کیمیاګرۍ د [1]مګنوم (لوی کار) اغېزه ده. د فلیسوفي ډبرو (دا یو جسم دی چې لږ ارزښته توکي په ډېر ارزښته توکو بدلوي، البته دا جسم ډبره نه ده، دا په کیمیاګرۍ کې جادویي وسیله ده چې د تيږې په اندازه کلکه او د موم په نرموالي انعطاف پذیره ده، ژباړن) د جوړونې دا مفهوم له دغو ټولو پروژو سره په بېلابېلو بڼو نښتی و. [۴][۲][۵][۶]

اسلامي او اروپايي کیمیاګرانو ازمویښتي تخنیکونو نظریو او اصطلاحاتو ته پراختیا ورکړه، چې ځينې يې لاهم کارول کېږي. هغوی د لرغونې یونان دا فلسفه چې هرڅه له څلورو عناصرو څخه جوړ شوي پرېنښوده او تمایل يې درلود چې خپل کارونه په پټ ډول خوندي کړي او تر ډېره به يې له شېفرونه او شېفري نښو څخه کار اخیست. په دوولسمه پېړۍ کې په اروپا کې د منځنیو پېړیو د اسلامي اثارو ژباړې د ارسطويي فلسفې د علم او نوي کشف په اړه د لاتینې کيمياګرۍ غوړېدلی دود رامنځته کړ. د کيمیاګرۍ دې دود د منځنیو پېړیو په وروستیو کې د لومړنیو مدرنو علومو (په ځانګړي ډول د کیمیا او طب) په پراختیا کې د پام‌وړ رول ولوباوه.  [۷]

د اېرېک جې. هولمیارډ او ماري-لیوس وون فرانز په څېر پوهانو له دې نيوکې سره سره چې هغوی باید د یو بل د بشپړوونکې په توګه په پام کې ونیول شي، د کيمیاګرۍ مدرن بحثونه په عمومي ډول د هغې د خارجي عملي کارونو پر ازموینه او د هغې پر پټو معنوي جنبو وېشل کېږي. لومړنۍ د فزیکي علومو د تاریخ پوهانو له خوا څارل کېږي چې موضوع د لومړنۍ کیمیا، طب او شارلاتانیزم (هغه کس چې په خوږه ژبه خلک خطا باسي) او د هغه فلسفي او مذهبي زمینې له اړخه ارزوي چې دغه پېښې په‌کې پېښې شوې. وروستۍ مورد د باطنیت، ارواپوهنې او ځینې روحاني تاریخ پوهانو سره لېوالتیا لرله. دې موضوع همدارنګه پر آدب او هنر هم روان اغیز درلود.  [۸][۹]

ريښه پيژندنه سمول

د کيمیاګرۍ کلیمه د زړې فرانسوي کليمې alquemie الکیمي څخه اخیستل شوې، چې د منځنۍ پېړۍ په لاتین کې د الکیمیا په توګه کارول کېده. دا نوم په خپله د ال-کیمیا (الخيمياء یا الكيمياء) عربي کلیمې څخه چې دوه برخې لري: د خېمیا (χημία) وروستۍ یوناني اصطلاح چې همدارنګه خومیا (χυμεία) او خمیا (χημία) هم لیکل کېږي – لاندې وګورئ؛ او د عربي معین توری (الـ) چې د «د» په معنا دی اخیستل شوې. دا تنظیم په یوځای ډول د ترانس ميوټېشن (په مصنوعي ډول د سرو زرو جوړونه) د پروسې په توګه ژباړلی شو چې په ترڅ کې يې الهي يا اصلي بڼه سره یوځای کېږي یا ترکېبېږي. د یوناني اصطلاح لپاره څو ايتیمولوژۍ وړاندیز شوې. لومړۍ يې د پانوپولیس د زوسیموس په واسطه (درېیمه او څلورمه پېړۍ) چې د کېما/ Khemeu په نوم کتاب له نوم څخه يې اخیستې وه، وړاندیز شوه. هېرمان ډېلز په ۱۹۱۴ ز کال کې داسې استدلال وکړ چې دا تر ډېره له چایما/ χύμαڅخه اخیستل شوې، چې د فلزي توکو د تشرېح کولو لپاره د شنګرۍ په واسطه جوړه شوې ده.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

نور يې ريښه له مصري نوم کېمې/ kēme  (پخوانی مصري لیک 𓆎𓅓𓏏𓊖 خمي) څخه بولي، چې د «تورې ځمکې» په معنا دي. چې نيل درې حاصل خېزې او باثمره خاورې ته اشاره کوي، ځکه چې د سرې بېدیا د کاڼو ضد دی. د مصر پېژندونکي والېس بج په وینا، د الکمیا عربي کلیمه په حقیقت کې د «مصري علم» په معنا ده چې د مصر لپاره له قطبي کلیمې کېمې/ kēme (یا منځنیو پېړیو کې د قطبي ژبې د بوهېري لهجې له معادلې کلیمې خېمې/ khēm) څخه په پور اخیستل شوې. لرغونې مصري کلیمې هم هېواد او هم تور رنګ ته اشاره کوله (مصر د سرو ځمکو د شواخوا بېدیا خلاف یوه «توره ځمکه» وه)؛ په دې توګه دا ريښه پېژندنه د «مصر د تورو هنرونو» مستعار نوم هم تشرېح کولی شي.

تاریخچه سمول

په کیمیاګرۍ کې څو فلسفي دودونه شاملېږي چې نږدې څلور زریزې او درې قارې په کې شاملېږي. شېفري ژبو او نښانو ته د دغو دودونو لېوالتیا د دوی د متقابلو اغیزو او جنتیکي اړیکو پیدا کول ستونزمنوي. یا کولی شي لږ تر لږه درې اصلي ريښې چې خپلواکې بریښي په‌خپلو لومړنیو پړاوونو کې تشخیص کړو: چيني کیمیاګري د چين له مرکزیت سره؛ د هند کيمیاګري د هند شبه قارې له مرکزیت او لویدیځه کيمیاګري د مدیترانې سیند په شاوخوا کې پېښه شوې او مرکز يې د زرو کلونو په بهیر کې له رومي-یوناني مصر څخه اسلامي نړۍ او په پای کې د منځنیو پېړیو اروپا ته بدل شو. چيني کیمیاګرۍ له تائویيزم (د مذهبي فلسفې نوم) او هندي کيمیاګرۍ له درامیک باورونو (هندي مذهبي باورنه) سره نږدې اړيکې لرلې. په بدل کې يې لویديځې کيمیاګرۍ له بېلابېلو لویديځو مذهبونو څخه تر ډېره خپلواک خو د هغوی تر اغېز لاندې خپل فلسفې نظام ته پراختیا ورکړه. دا لا هم یوه پرانیستې پوښتنه ده چې ایا دا درې رېښې ګډه سرچينه لري یا تر کومې کچې یو بل اغېزمن کړي؟

هېلېنسټي مصر سمول

د لویديځې کيمیاګرۍ پيل په ټولیز ډول په لرغوني هېلېنسټي مصر کې څارلی شو، چېرته چې د اسکندریې ښار د کيمياګرۍ د علم مرکز و او د یونان او روم په ډېری دورو کې يې خپل غوره‌والی ثابت کړ. د اندره- ژان فستوژير (André-Jean Festugière)، د کار په دوام مدرن څېړنکي په مصر کې راپورته شوې کيمياګري سرچینه د مصري زرګرۍ له هنر، د یونان له فلسفې او بېلابېلو مذهبي دودنو څخه بولي. په مصر کې د یوناني کيمیاګرۍ له ټولګې څخه د کيمیاګرۍ هنر د سرچينې پلټنه د متونونو د ورته لیکوالۍ له امله پېچلې شوې. له تاریخي پلوه د پانوپولېس د لومړني پېژندل شوي لیکوال زوسیموس ([2]فلیورېټ، له میلاد څخه نږدې ۳۰۰ کاله وروسته) رسالې د نورو لیکوالانو د ځاي په موندلو کې مرسته کولی شي. زوسیموس خپل کار د کیمیاګرۍ د پخوانیو لیکوالانو لکه یهودي ماري، سيډودیموکراتیس (څېړونکو دا نوم یو لړ یوناني لیکنو ته ورکړی چې تر سقراط وروسته لیکل شوې) او اګاتودایمون (په رومي مصر کې وروستۍ کيمیا پوهنه) پر بنسټ ولاړ کړ، خو د هر دغه ليکوال په اړه يې ډېر لږ معلومات لرل. د دوی د کار تر ټولو بشپړ اثر د سيډو-دیموکريتوس څلور کتابونه دي چې له میلاد څخه وروسته نږدې په لومړۍ میلادي پېړۍ کې لیکل شوي دي.    [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

وروستی څېړنې تمایل لري چې د زوسیموس پر شهادت ټينګار وکړي، چې له مخې یې د کيمیاپوهنې هنرونه د مصر [3]متالورژۍ او تشریفاتي عملیو ته ورګرځي. داسې استدلال هم شوی چې د کیمیاپوهنې لومړیو لیکوالانو د لرغونو فلسفي ښوونځيو له کلیمې څخه په پور اخیستې، خو د هغې هېڅ یو ښونګر یې هم په منظمه توګه نه دی پلی کړی. د پانوپولیس زوسیموس د وروستۍ پرهېزګارۍ په نوم کتاب کې (همدارنګه د وروستي شمېر په توګه هم پېژندل کېږي) لیکي او داسې وضاحت ورکوي چې د ټېنچېر (tinctures) لرغونی تمرین (د کیمیاوي هنرونو لپاره تخنیکي یوناني نوم) د ځانګړو شیاطینو په واک کې و او یوازې يې هغه کسانو ته ورزده‌ کاوه چې هغوی ته يې قرباني ورکوله. دا چې  زوسیموس شیاطین د «ځایونو ساتونکي» (οἱ κατὰ τόπον ἔφοροι) او هغه کسان چې دوی ته یې قرباني ورکوله «کاهنان» (ἱερέα) بلل، دا بیخي روښانه ده چې د هغه موخه د مصر خدایان او د هغوی کاهنان وو. زوسیموس په داسې حال کې چې پر هغه ډول کيمیاپوهنې يې نیوکه کوله چې د مصري کشیشانو او د هغوی له لارویانو سره په اړیکه کې و، هغه له دې سره سره د دغه دود نږدې تېر مهال د مصري معبدونو د مذهبي دود ريښه بلله.   [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې سمول

[1] د کیمیا پوهنې یوه اصطلاح ده چې د فیلسوفي ډبرو د جوړونې د پروسې لپاره کارول کېږي، ژباړن

[2]  هغه تاريخي دور ته اشاره کوي چې په ترڅ کې يې یو کس ژوندۍ يا فعال وي.

[3] د فلز را ایستنه، ژباړن

  1. Liddell, Henry George; Scott, Robert; Jones, Henry Stuart (1940). A Greek-English Lexicon. Oxford: Clarendon Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); "alchemy | Definition of alchemy in English by Oxford Dictionaries". Oxford Dictionaries | English. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Pereira, Michela (2018). Routledge Encyclopedia of Philosophy. Routledge. DOI:10.4324/9780415249126-Q001-1. ISBN 9780415250696. “Alchemy is the quest for an agent of material perfection, produced through a creative activity (opus), in which humans and nature collaborate. It exists in many cultures (China, India, Islam; in the Western world since Hellenistic times) under different specifications: aiming at the production of gold and/or other perfect substances from baser ones, or of the elixir that prolongs life, or even of life itself. Because of its purpose, the alchemists' quest is always strictly linked to the religious doctrine of redemption current in each civilization where alchemy is practiced.
    In the Western world alchemy presented itself at its advent as a sacred art. But when, after a long detour via Byzantium and Islamic culture, it came back again to Europe in the twelfth century, adepts designated themselves philosophers. Since then alchemy has confronted natural philosophy for several centuries.”
     
  3. Principe, Lawrence M. The secrets of alchemy. University of Chicago Press, 2012, pp. 9–14.
  4. Malouin, Paul-Jacques (1751), "Alchimie [Alchemy]", Encyclopédie ou Dictionnaire Raisonné des Sciences, des Arts, et des Métiers, I, تُرجم بواسطة Lauren Yoder, Paris, hdl:2027/spo.did2222.0000.057 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  5. "Alchemy", Dictionary.com الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  6. کينډۍ:Harvp.
  7. Newman, William R.; Mauskopf, Seymour H.; Eddy, Matthew Daniel (2014), "Chemical Knowledge in the Early Modern World", Osiris, 29: 1–15, doi:10.1086/678110, PMID 26103744, S2CID 29035688 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  8. Holmyard 1957, p. 16
  9. کينډۍ:Harvp.
  10. "Greek Word Study Tool". perseus.tufts.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. George Syncellus, Chronography, 18–9
  12. On the ancient definitions of alchemy in ancient Greek and Syriac texts see Matteo Martelli. 2014. "The Alchemical Art of Dyeing: The Fourfold Division of Alchemy and the Enochian Tradition", In: Dupré S. (eds) Laboratories of Art, Springer, Cham.
  13. Hermann Diels, Antike Technik, Leipzig: Teubner, 1914, p. 108-109. Read online
  14. کينډۍ:OED.
  15. New Scientist, 24–31 December 1987
  16. Festugière, André-Jean (2006). La révélation d'Hermès Trismégiste, Vol.1. Paris: Les Belles Lettres. د کتاب پاڼي 218–219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Martelli, Matteo (2019). L'alchimista antico. Editrice Bibliografica. د کتاب پاڼي 73–86. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788870759792. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. See Patai, Raphael (1995). The Jewish Alchemists: A History and Source Book. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 60–91. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780691006420. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Martelli, Matteo (2014). The Four Books of Pseudo-Democritus. Leeds: Maney. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Martelli, Matteo (2019). L'alchimista antico. Editrice Bibliografica. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788870759792. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Grimes, Shannon (2018). Becoming Gold. Auckland: Rubedo Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Dufault, Olivier (2019). Early Greek Alchemy, Patronage and Innovation in Late Antiquity. Berkeley: California Classical Studies. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781939926128. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Dufault, Olivier (2015). "Transmutation Theory in the Greek Alchemical Corpus". Ambix. 62 (3): 215–244. doi:10.1179/1745823415Y.0000000003. PMID 26307909. S2CID 10823051. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. The title of the τελευταὶα ἀποχή is traditionally translated as the "Final Count". Considering that the treatise does not mention any count nor counting and that it makes a case against the use of sacrifice in the practice of alchemy, a preferable translation would be "the Final Abstinence". See Dufault, Olivier (2019). Early Greek Alchemy, Patronage and Innovation. Berkeley: California Classical Studies. د کتاب پاڼي 127–131. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781939926128. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Dufault, Olivier (2019). Early Greek Alchemy, Patronage and Innovation. Berkeley: California Classical Studies. د کتاب پاڼي 118–141. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781939926128. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)