کينډۍ:د حضرت پېغمبر اکرم (ص) ژوند

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د رسول اکرم ژوند

ليکوال:  شيخ جعفر سبحاني

(د تفسير جاويد مولف)

ژباړن : اجرالدین اقبال


د ژباړن خبرې

لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ کَثِيراً = په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېله من وي او خداى ډېر يادوي.

(الاحزاب-21 آيت)

       د اسلام ستر پېغمبر؛حضرت محمد (صلى الله عليه و آله) انسانانو ته بېلګه دى، چې تر پېژندلو وروسته يې بايد لاروي وشي، زموږ ديني ټولنې،چې د تاريخ په  بهير کې يې د يرغلګرو پر وړاندې بې سارې سرښندنې کړي او نيت يې هم د "محمد رسول الله" (ص) په مشرۍ د ديني نظام ټينګول وو؛ خو متاسفانه د ټولنې د فرهنګي،سياسي،علمي،اقتصادي او تشکيلاتي ودې د نشتوالي له امله،دې موخې ته نۀ ده رسېدلې؛خو اوس چې د لوى خداى په فضل،د هېواد په اساسي قانون کې، نظام،"اسلامي جمهوريت" نومول شوى؛ نو ټولو هېوادوالو ته قانوني لار پرانستل شوې،چې په دين ځان پوه کړي او پلي کولو ته يې راودانګي؛ نو په همدې موخه موږ دا ژباړه را وړاندې کړه،چې د اسلامي نړۍ د مشهور اسلامپوه "شيخ جعفر سبحاني"(د "تفسير جاويد" د مولف)  ليکنه ده او د يو داسې پېر په تمه،چې ګرد هېوادوال مو د اسلام له پېغمبر(صلى الله عليه و آله) نه د سمې پوهېدنې په رڼا کې د "اسلامي جمهوري نظام" په غښليتا کې يو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي او په هېواد کې د(مدينة النبي) په لاروۍ ارماني ټولنه جوړه کړي.


لومړى څپرکى

د "عربستان" ټاپو وزمه يا  د اسلامي تمدن  زانګو

"عربستان" د اسيا په جنوب ختيځ كې لويې ټاپووزمې دي، چې پراخوالى يې3 ميليونه مربع كيلومټره دى.دا ټاپوزمې د غير متوازي الاضلاع مستطيل په څېر دي،چې شمال ته يې "فلسطين" او د "شام" دښته،ختيځ ته يې "حيره"، "دجله"، "فرات" او  "فارس خليج"، جنوب ته يې د "هند" سمندر،  د "عمان خليج" او ختيځ ته يې سور سمندر پروت دى.

دا ټاپووزمې له پخوا راهېسې پر درېو برخو وېشلى وې:

1 – شمالي او لويديزه برخه يې "حجاز".

2 – ختيزه او مركزي برخه يي د عربو صحرا.

3 – جنوبي برخه يې "يمن" نومېږي.

په دې  ټاپووزمې كې سترې او تودې دښتې پرتې دي،چې د استوګنې وړ نۀ دي،چې يوه يې هم د "باديه سماوه" دښته  ده،چې نن ورته  "نفوذ"ويل كېږي او بله دښته،چې تر "فارس خليج" پورې پرته ده؛د "الربع الخالي" په نامه يادېږي،چې پخوا يې ددې دښتې يوې برخې ته "احقاف" او بلې ته "دهنا" ويله.د همدې دښتو له امله ددې ټاپووزمې درېمه برخه وچه،بې كښته او د استوګنى وړ نۀ ده.يوازې كله كله د بارانو له امله پکې څه اوبه راغونډېږي،چې ځينې عربي ټبرونه،لنډه موده څړ ته څاروي ورولي.

ددې ټاپووزمې هوا په دښتو او مركزي برخو كې ډېره ګرمه او وچه ده او په ساحلونو كې مرطوبه او په ځينو سيمو كې معتدله ده.

 په دې  هېواد كې يو لړ غرونه هم شته،چې له جنوبه شمال ته غځېدلي چې لوړه څوكه يې نژدې ٢٤٧٠ متره ده.

د سرو او سپينو زرو او ګران بيه تيږو كانونه له پخوا ددې ټاپووزمې له شتمنۍ شمېرل کېږي.

 له څارويو ځنې يې ډېر خلك "اوښان" او "اسونه" روزي او په مرغانو كې "كوتره" او "فيل مرغ"  تر نورو مرغانو ډېر ساتل كېږي.

نن د "عربستان" عايدات د تېلو له رااېستلو او پلورلو له لارې دي،چې د تېلو مركز يې د "احسا‌ء" د "ظهران"  په ښار كې دى.

د زياتې پوهېدنې لپاره لاندې شرح ته پام وكړئ:



"حجاز":

 له حجازه د "عربستان" شمالي برخه جوړه شوې او ټوله خاوره يې له "فلسطينه" نيولې،د "يمن" تر پولې پورې،د "سره سمندر" پر غاړه پرته ده، يوه غرنۍ سيمه ده،چې دښتې يې د كښت وړ نۀ دي.د "حجاز" مهم ښارونه "مكه" او"مدينه" دي."حجاز" له پخوا دوه بندرونه درلودل،چې له "جدې" به د مكې خلكو او د "ينبوع" له  بندره به د مدينې خلكو استفاده كوله، دا دواړه بندرونه د "سره سمندر" پر غاړه پراته دي.

مكه معظمه:

"مكه" د نړۍ له مشهورو ښارونو او د "حجاز" د وګړيو ګڼ مېشت ښار دى،چې د سمندر له سطحې نژدې 300 متره جګ پروت دى.د مكې ښار له لرې؛ځکه نۀ ليدل كېږي،چې په غرونو کې پروت دى.

د مکې د ښار تاريخچه

د مكې د ښار تاريخ د حضرت "ابراهيم"عليه السلام له وخته پېل شوى. هغه خپل زوى حضرت "اسماعيل" عليه السلام او مور بي بي"هاجره" يې استوګنې ته، دې ښار ته ولېږل، زوى يې هلته د هماغې شاوخوا له يوه استوګن يوه ټبر سره خپلوي وكړه،.

حضرت "ابراهيم" عليه السلام د خداى په حکم د كعبې خونه جوړه كړه او د يو لړ سمو روايتونو په رڼا كې ليدل كېږي،چې كعبه د حضرت نوح عليه السلام يادګار و، چې حضرت "ابراهيم" عليه السلام بېرته جوړه كړه.



مدينه:

د مکې په شمال كې يو ښار دى، چې تقريبا ٤/٥١٨ کيلومټره (90 فرسنګه) ترې لرې ده. په شاو خوا كې يې باغونه دى او ځمكه يې د ونو ودې او كښت ته تياره ده. له اسلام مخکې نوم يې "ثيرب" و او د پېغمبر اکرم تر هجرت وروسته ورته "مدينة الرسول" ويل كېږي. بيا وروسته د اسانتيا لپاره ترې مضاف اليه لرې كړ او نوم يې مدينه شو.

 په  تاريخ كې لولو: لومړي خلك،چې پردې ځمكه اوسېدل، د "عمالقه" ټبر و او بيا د "يهودو" ټبر و او ورپسې "اوس" او "خزرج" وو،چې په مسلمانانو كې ورته "انصار" ويل كېدل.

 مدينه،د "حجاز" د نورو سيمو پر خلاف د يرغلګرو له لوټه خوندي پاتې شوې او د "روم" او "فارس" د امپراتورۍ د تمدن آثار پکې نۀ ليدل كېږي؛ځكه ځمكې يې د كښت وړ نۀ وې او د اوسېدو وړتيا يې هم نۀ درلوده؛نو ځكه د دې ارزښت يې نۀ درلود،چې يرغل پر وشي.

له اسلام مخكې عرب

له اسلام مخكې د عربو پېژندو ته له لاندې سرچينو ګټه اخيستاى شو:

1 _ "تورات"؛سره له دې،چې ډېرې اړونې پکې شوې دي.

2 _ په منځنيو پېړيو كې د روميانو او يونانيانو ليكنې.

3 _ مسلمانو مورخينو ليكلي تاريخونه.

4 _ ختيځ پوهانو راسپړلي لرغوني آثار.

واقعي ده،چې له ډېر وخت راهېسي،د "عربستان" په ټاپووزمه كې ډېرو ټبرونو ژوند كړى،چې د وخت په تېرېدو،پېښو له منځه وړي دي؛خو په تاريخ كې د لاندې درېو ټبرونو نومونه تر نورو ډېر ځلېدلي دي، چې نور ټبرونه ترې راټوکېدلي دي:



1_"بائده":

 د پوپنا شوي په مانا ده؛ځكه دا قوم د پر له پسې سرغړونو له امله،په ځمكني او اسماني بلاګانو نابود شوى و.كېداى شي دا هماغه د "عاد" او "ثمود" قومونه وو،چې په قرآن شريف كې هم راغلي دي.



2_"قحطانيان":

 د "يعرب بن قحطان"  زامن دي،چې په "يمن"  او د "عربستان" په جنوبي برخو كې مېشت وو،چې ورته اصيل عربان ويل كېږي او ننني يمنيان  او د اسلام په لومړيو كې دوه ټبرونه؛"اوس" او "خزرج" هم د "قحطان" له ځوځاته دي.قحطانيانو ډېر حكومتونه درلودل او د "يمن"  په ودانۍ او جوړونه كې يې خورا كوښښ كړى او تمدنونه يې پر يادګار پرېښې دي.

نن د هغوى كتيبې او ليکنې په علمي اصولو لوستل شوې،چې تر يوه حده يې د قحطانيانو پر تاريخ رڼا اچولې او څومره،چې له اسلام  مخکې، د عربي تمدن په باب خبرې كېږي؛ ټول په همدې "يمني" ټبر پورې تړاو لري.



3 _"عدنانيان":

 د حضرت "ابراهيم" عليه السلام د زوى اسماعيل عليه السلام زامن دي. ددې قوم د ريښې په باب به په راتلونكې كې بحث وكړو؛خو په لنډو يې راخلو :

 "ابراهيم"عليه السلام موظف شو،چې خپل زوى حضرت اسماعيل عليه السلام او مور يې حضرت "هاجره" مكې ته ولېږي. حضرت "ابراهيم"  عليه السلام هغوى له فلسطينه يوې وچې او ژورې درې؛"مكې" ته ولېږل؛خو خداى پرې ولورېد او د "زمزم چينه" يې ور  برخه كړه .

 حضرت "اسماعيل"  عليه السلام د "جرهم" له ټبر سره خپلوي وکړه،چې مکې ته نږدې اوسېدل او خداى زامن وركړل، يو يې عدنان و، چې نسب يې حضرت "اسماعيل"  عليه السلام ته رسي. د عدنان زامن پر بېلابېلو ټبرونو ووېشل شول،چې مشهور يې "قريش" او بيا په قريشو كې "بني هاشم" وو.



د عربو عمومي اخلاق له دې بحثه مطلب هغه خويونه او ټولنيز آداب دي،چې له اسلام مخكې په عربو كې وو. په يوه عمومي كتنه كې د عربو لنډې ځانګړنې دا دي:

د جاهليت د وخت عرب،په تېره بيا د "عدنان" زامن، ارت لاسي او مېلمه پالي وو. په امانت كې يې ډېر لږ خيانت كاوه، د تړون ماتول ورته نابښوني ګناه وه،د عقيدې په لار كې له ځانه تېر او د فصاحت خاوندان وو. پكې ډېر د قوي حافظو خاوندان وو،چې شعرونه او خطبې يې يادولې او په شعر او وينا كې په خپل وخت كې تر ټولو مخكې وو. مېړانه يې د خولو متل وه. پر اس سپرېدو او غشي اېشتو كې يې ځانګړى مهارت درلود او له دښمنه تېښته يې بده ګڼله؛خو پردې سربېره،څه اخلاقي يې فسادونه درلودل،چې د هغوى ټولې ځانګړنې يې له منځه وړې وې او كه د شپږمې پېړۍ په منځ كې پرې له غېبه د اسلام د رحمت وړانګې نۀ واى لګېدلې؛نو د "عدناني" عرب يو تن به هم نۀ واى پاتې او يو ځل بيا به د "بائده" عربو لړۍ راژوندۍ شوې وه.

حضرت "علي" (ک) هم په يوه خطبه كې له اسلام مخكې د عربو حالات ډېر د تاسف وړ ښوولي دي:

((خداى تعالى حضرت "محمد" (صلی الله عليه واله) نړيوالو ته وېروونكى او د وحې او خپل كتاب پېغمبر وټاكه. حال دا چې تاسې عربو ډېر بد دود او دين درلود او په بدو ځايو كې اوسېدلئ؛ په وچو دښتو،مارانو او ملخانو كې مو ژوند كاوه،مردارې اوبه مو څښلې او بد خواړه (د خرما د زړيو اوړه او څرمښكۍ) مو خوړل. د يو بل وينې مو تويولې.له خپلوانو سره مو راشه درشه نۀ درلوده. د بوتانو عبادت مو كاوه او همېشه مو ګناهونه  كول.))

موږ د "حجاز" د خلكو پر ژوند لا پوهېدو ته د "اسعد بن زراره" کيسه را اخلو:

 په مدينه كې په كلو كلو د "اوس" او "خزرج" د ټبرونو په منځ كې د جګړې اور بل و؛يوه ورځ د "خزرج" د ټبر يو مشر "اسعد بن زراره" مكې ته ولاړ،چې د قريشو مالي او پوځي ملاتړ تر لاسه كړي او د خپل پلار نيكه دښمن له منځه يوسي. هغه د پخوانۍ دوستۍ له مخې،نېغ د "عتبه بن ربيعه"  كره ولاړ او د خپل راتګ موخه يې ورته وويله.

عتبه ورته وويل: "موږ دې غوښتنه منلاى نۀ شو؛ ځكه نن موږ څه عجيبه کورنۍ ستونزې لرو؛په موږ كې يو سړى راپاڅېدلى او خدايان مو بد ګڼي،نيكونو ته مو بې عقله وايي او په خوږه ژبه يې يوه ډله ځوانان هم په  ځان پسې كړي او له همدې لارې يې په موږ كې ژور اختلاف پيدا كړى،چې د حج موسم وي؛نو له "شعب ابوطالبه" بهر راوځي او په "حجر اسماعيل" كې كېني او خلك خپلې لارې ته رابولي او چې حج تېر شي؛نو په "شعب ابوطالب" كې وي."

"اسعد"مخكې له دې،چې د قريشو له نورو مشرانو سره وګوري؛نو هوډ يې وکړ،چې مدينې ته ستون شي؛خو د عربو په دود يې زړۀ وغوښتل ، چې د خداى د كور زيارت وكړي؛خو عتبه وېرولى و،چې كېداى شي،د طواف پر مهال د هغه سړي خوږ غږ درباندې اغېز وكړي. بلخوا، بې د خداى د كور  له زيارته هم له مكې وتل بد ګڼل كېدل؛خو په پاى کې،چې نۀ سيخ وسوځي او نۀ كباب، په خپلو غوږونو كې مالوچ كېښوول،چې د هغه سړي خوږې خبرې او غږ وا نۀ وري. اسعد غلى ""مسجدالحرام"" ته ننووت او طواف يې پېل كړ. په لومړي طواف كې يې سترګې پر پېغمبر اکرم (ص) ولګېدې؛و يې ليدل چې يو سړى په "حجر اسماعيل" كې ناست دى او يوه ډله "بني هاشم" ساتندويان ترې راتاو دي ؛ خو له دې وېرې،چې د پېغمبر اکرم خبرې پرې اغېز و نۀ کړي؛مخكې را نۀ غى. په دويم طواف كې يې له ځان سره وويل: دا څه د بې عقلو كار دى، چې زه يې كوم؟ كېداى شي سبا په مدينه كې په دې باب وپوښتل شم؛نو بيا به ورته څه ځواب وركوم؟! نو اړينه يې وګڼله،چې د پېښې په باب څه معلومات لاس ته راوړي. څو ګامه رامخکې شو او په جاهلي دود يې سلام واچاوه او ويې ويل: انعم صباحا !

پېغمبر اکرم ورته وويل: زما خداى تر دې غوره سلام اچول را لېږلى دى او هغه ((السلام عليكم)) دى. بيا اسعد د موخو په باب وپوښت، چې پېغمبر اکرم ورته په ځواب كې د انعام سورت 151 او 152 آيتونه وويل، چې پکې د جاهليت د وخت د عربو ټول روحيات راغلي وو.

 دا دوه آيتونه د هغه ملت د ټپونو ملهم وو، چې يو سل و شل كاله له يو بل سره جنګېدلي وو؛نو ځكه يې د اسعد پر زړۀ اغېز وكړ او ځاى پر ځاى يې اسلام راووړ او له پېغمبر اکرمه يې وغوښتل،چې "يثرب" ته يو مبلغ ولېږي، پېغمبر اکرم هم حضرت "مصعب بن عمير" (رض) ولېږه.

 كه ددې دوو آيتونو مانا ته ځير شو؛نو د عربو له حالاتو به ښه خبر شئ؛ ځكه په آيتونو كې په ډاګه شوې، چې ناوړو اخلاقي ناروغيو د عربو ژوند ګواښه؛ نو ځكه موږ آيتونه له ژباړې سره راوړي دي.

 

قُلْ تَعَالَوْاْ أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلاَّ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ = (ورته) ووايه : (( راشئ، ستاسې پالونكي، چې پر تاسې څه حرام كړي، درته ولولم :" دا چې څوك له خداى سره مۀ شريكوئ او له  مور و پلار سره نېكي وكړئ او خپل اولاد د تنګسې  له (وېرې) مۀ وژنئ ،موږ تاسې او هغو ته روزي وركوو او ناوړه چارو ته ښكاره وي كه پټ، مۀ نژدې كېږئ  او هغه نفس (انسان)،چې خداى دروند ګڼلى، مۀ وژنئ ؛ خو پر حق ( او د استحقاق له مخې ) دا هغه څېزونه دي، چې خداى درته د هغو سپارښتنه كړې ده، ښايي چې له عقله کار واخلئ. "

وَلاَ تَقْرَبُواْ مَالَ الْيَتِيمِ إِلاَّ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُواْ الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ لاَ نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُواْ وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى وَبِعَهْدِ اللّهِ أَوْفُواْ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ = او د يتيم ( پلار مړي ) مال ته تر هغه مۀ نژدې كېږئ، څو د مړانې منګ او ځلميتوب ته نۀ وي  رسېدلى؛خو په غوره توګه پکې تصرف کړاى شئ او په  مچ او تول كې بشپړ انصاف وكړئ، موږ پر هر چا د هغه  تر وسې هومره  پېټى ږدو او چې کله ( د منځګړتوب يا شاهدۍ لپاره) خبرې كوئ؛نو په عدالت يې وكړئ،كه څه هم (ستاسې) د خپلوانو (په باب) وي ا و له خداى سره ژمنه پوره كړئ . خداى تاسې ته ددې څيزونو سپارښتنه كوي، ښايي چې نصيحت ومنئ .

ددې آيتونو مضامين او له "اسعد" سره د پېغمبر اکرم خبرې راښيي دا ټول ناوړه خويونه د هغه وخت په عربو كې وو؛نو ځكه د خداى استازي "اسعد" ته د خپلو موخو بيانولو لپاره دا آيتونه ولوستل.( 1)



په "عربستان" كې مذهب

حضرت "ابراهيم"  خليل،چې کله پر "حجاز" د توحيد بيرغ ورپاوه؛نو يوه ډله يې پلويان شول؛خو دا معلومه نۀ ده،چې د توحيد د ډګر دې ننګيالي څومره وکړاى شو د خداى د عبادت كوونكيو منظمې ليکې جوړې كړي ؟

حضرت "علي" (ک) د "نهج البلاغې" په لومړۍ خطبه كې د عربو د دين په باب ويلي:

 ((هغه وخت بېلابېل ټبرونه وو،چې ډول ډول مذهبونه او بدعتونه يې درلودل. يوې ډلې به خداى له خلقت سره ورته كاوه. ځينو به د خداى په نامه كې تصرف كاوه؛لكه بوت پالو،چې د "لات" د بوت نوم له "الله" څخه او "عزى" يې له "عزيز" څخه اخېستى و.،چې بيا خداى د پېغمبر اکرم له لارې پر سمه كړل او الهي پوهنې يې وروښوول.))

د جاهليت د  وخت روښانفکرو عربو به د سپوږمۍ او ستورو عبادت كاوه؛خو منځنۍ طبقې چې زياترو يې پر ټبريز او كورني خدايانو سربېره، د كال د ورځو په شمېر، بوتانوعبادت كاوه او د هرې ورځې پېښې يې ور پورې اړوندې ګڼلې.

 تر حضرت "ابراهيم"  خليل الله وروسته،"عمرو بن  قصى" په مكه كې  بوتنمانځنه پېل كړه؛خو په لومړيو ورځو كې دومره پراخه نۀ وه؛بلكې  په پېل كې بوتان يوازې شفاعت كوونكي وو؛خو څه موده وروسته يې د ځواک خاوندان وګڼل.

 د كعبې په شاوخوا كې اېښوول شوي بوتانو و ته به،ټولو ټبرونو ورته درناوى كاوه؛ خو ټبريز بوتانو ته يوازې خپل  ټبر عبادت كاوه او دا چې د هر ټبر بوت خوندي او معلوم پاتې شي؛نو وروسته يې ورته ځانګړي ځايونه جوړ كړل او ددې معابدو كونجيګانې به نسلونو ته لاس پر لاس کېدې.

 هر چا به خپل كورني بوتان شپه و ورځ نمانځل او كله به، چې سفر ته تلل؛نو ځانونه يې پرې مږل او د مسافرت پر مهال يې د دښتو كاڼي لمانځل او چېرې به،چې ورسېدل؛نو څلور كاڼي به يې انتخابول او پكې تر ټولو ښکلي به يې خپل "خداى" كړ او له نورو يې نغري جوړول.

 د مکې خلكو له "حرم" سره مينه درلوده او په مسافرت كې يې له دې ځايه له ځان سره تيږې وړلې او چېرې به،چې اوسېدل؛نو هلته يې په احترام په يو ځاى كې اېښوول او عبادت به يې كاوه او كېداى شي دوى هماغه "انصاب" وي،چې پر  ښوييو تيږو اړول شوي دي.ددې پر وړاندې "اوثان" وو، چې ډبرينې مجسمې وې او"اصنام" هغه بوتان دي، چې له سرو يا سپېنو زرو يا لرګي يې جوړ كړي وو.

" لات"، چې سپين رنګى بوت و د خدايانو مور ګڼل كېده ، چې معبد يې "طايف" ته نږدې و، "منات" د برخليك، مرګ او اجل خداى و، چې معبد يې د مكې او مدينې تر منځ و.

"ابوسفيان" د احد په جګړه كې "لات"او عزى" راوړي وو، چې مرسته ترې وغواړي.

 د همدې ډول ډول معبودانو او خدايانو پايله وه، چې تل د دې وحشي بېديانيو تر منځ شخړې،جګړې او اختلافونه وو،چې خورا مادي او معنوي زيانونه يې ور ورسول.

حضرت "علي" (ک) د نهج البلاغې په 26مه خطبه كې د هغه وخت حالات داسې ښوولي دي:

 ((خداى حضرت "محمد" پېغمبر كړ،چې نړيوال ووېروي او هغه يې د خپلو اسماني احكامو امين كړ،حال دا چې اى عربو! تاسې ډېر بد دين درلود او پر بدو ځمكو اوسېدئ،د زيږو تيږو او چيچونكيو مارانو په منځ كې مو ژوند كاوه،خړې اوبه مو څښلې او بد خواړه مو درلودل،د يو بل وينه مو تويوله او د خپلوۍ مزي مو شلول،د بوتانو عبادت مو كاوه او په ګناه كې ډوب وئ))

په عربو كې د ښځې موقعيت

په هغه وخت كې ښځه ډېره په تنګسه كې وه او په بد حال يې شپې ورځې سبا كېدې او په دې باب نازل شوي آيتونه تر ټولو رښتيني ګواهان دي:

وَإِذَا الْمَوْؤُدَةُ سُئِلَتْ= او چې كله ژوندۍ ښخې شوې نجلۍ وپوښتل شي: ( تکوير/8)

 رښتيا چې انسان به څومره په بې لاريو كې ښکېل وي،چې د خپل زړۀ ټوټه تر خړو خاورو لاندې كړي او له چغو يې اغېزمن نۀ شي او زړۀ يې پرې و نۀ سوځي.

د دې رواج بنسټګر د "بني تميم" ټبر و او داسې،چې د"عراق" واكمن  "نعمان بن منذر" خپل مخالفين وځپل او د هغوى مالونه يې ولوټل او ښځې يې ورته بنديانې كړې. د "بني تميم" استازي ولاړل او له نعمان بن منذره يې وغوښتل،چې ښځې يې ورستنې کړي؛خو ځينو يې په زندان كې ودونه کړي وو او نعمان ازادې پريښووې،چې له مړونو سره پاتې كېږي او كه له خپلو پلرونو سره ځي.

 د "قيس بن عاصم" لور د پلار  له كوره د مېړه كور غوره وباله او له خپل پلار سره ستنه نۀ شوه. دې خبرې پرې سخت اغېز وكړ او له ځان سره يې ژمنه وكړه،چې تر دې وروسته به د پيدايښت پر مهال خپلې ټولې لوڼې وژني،چې بيا دا دود په نورو ټبرونو كې هم خپور شو.

 "قيس بن عاصم"،چې رسول اکرم ته ورغى؛نو يوه انصاري د هغه د لوڼو په باب وپوښت. قيس په ځواب كې ورته وويل: ما خپلې  ټولې لوڼې ژوندۍ ښخې كړې؛خو د خلي هومره مې هم پرې زړۀ نۀ دى سوځېدلى؛ خو پر هغې يوې مې زړۀ وسوځېد،چې: ((پر سفر وتلى وم او د ښځې د زېږون وخت مې رانږدې و. سفر مې اوږد شو،چې راستون شوم؛نو له ښځې مې د زېږون پوښتنه وكړه .راته يې وويل:مړ ماشوم مې شوى و او ښخ مو كړ؛خو حقيقت دا و،چې لور يې زېږولې وه او زما له وېرې يې خپلو خويندو ته سپارلې وه.كلونه كلونه تېر شول او لور مې پېغلوټې شوه؛ خو زه ترې خبر نۀ وم. يوه ورځ په كور كې ناست وم، چې ناڅاپه  يوه نجلۍ راننوته او د خپلې مور پوښتنه يې وكړه؛ډېره ښكلې نجلۍ وه، وښتان يې چوڼي كړي وو او غاړه كۍ يې پر غاړه وه .مېرمن مې وپوښتله: دا ښکلې نجلۍ څوك ده؟ ښځې په ژړغونې حال وويل: دا ستا لور ده، دا هماغه ماشوم دى،چې تۀ پر سفر وتلى وې او وزېږېده  او له تا  مې پټه كړې وه.زما چوپتيا د رضايت نښه وه،فكر يې كاوه زه به لور نۀ وژنم؛ نو ځكه مې مېرمن ډاډه له كوره ووته؛خو له ځان سره مې ژمنه وکړه. لور مې له لاسه ونيوه او له كوره لرې مې بوتله او د كندې په اېستو بوخت شوم.  لور مې همدا پوښتل: دا كنده څه ته وباسې؟ كنده مې،چې وايسته؛نو په راكښو راكښو مې پکې ورواچوله او خاورې مې پرې ور واړولې او چغو ته مې يې غوږ ونه نيو. همداسې يې ژړل او چغې يې وهلې: پلارجانه ! ما تر خاورو لاندې ښخوې؟! په دې  دښته كې مې چا ته پرېږدې؛ خو ما پرې چورت خراب نۀ کړ او همداسې مې پرې خاورې ور اړولې، چې تر څو خاورو لاندې ډوبه شوه. هو! يوازې پردې لور مې زړۀ سوځېدلې و.))

د قيس كيسه چې پاى ته ورسېده؛نو د حضرت رسول سترګې له اوښكو ډكې شوې او ويې ويل: "ان هذه لقسوه و من لا يرحم لا يرحم"؛ يعنې دا د  سخت زړي كار دى او هر څوک (ملت)،چې زړۀ سوى ونۀ لري؛نو د خداى د رحمت په تمه دې هم نۀ وي.

[يادونه: ابن اثير په اسدالغابه كې له قيس روايت كړى، چې پېغمبر اکرم وپوښتل: تر اوسه دې څو لوڼې ژوندۍ ښخې كړي؟ ورته يې وويل: دولس ].(2)



په عربو كې خرافات

د حضرت پېغمبر اکرم له وياړنو يو دا هم دى،چې له خرافاتو،اوهامو، افسانو او خيالونو سره يې مبارزه وكړه او د بشر له عقله يې د خرافاتو دوړې وڅنډلې او ويې ويل:((زه ځکه راغلى يم،چې د بشر فكري قوت غښتلى كړم او هر ډول خرافات له منځه  يوسم،كه څه هم زما د موخې په پرمختګ كې مرستندوى وي. ))

 د نړۍ سياستوال،چې پر خلكو بې له واکمنۍ بله موخه نۀ لري او له هرې وسيلې خپل مطلب ته له رسېدو ګټه اخلي،ان كه ناسم عقايد يې هم وي؛ خو كه له دوى سره پر خلكو په حكومت كولو كې په كارېږي؛نو له رواجولو او تبليغولو يې ډډه نۀ کوي؛خو د اسلام پېغمبر له خرافاتو سره په ټينګه مبارزه كوله،ان له ناسمې ګروهې سره،چې د موخې په پرمختګ كې يې هم ورسره مرسته كوله؛ټوله هڅه يې دا وه،چې خلك د حقيقت بندګان كړي، نۀ د خرافاتو او افسانو!

په دې  باب لاندې کيسه د لوستو ده:

..... د پېغمبر اكرم زوى "ابراهيم"  ومړ.پېغمبر اکرم (ص) يې پر مړينه خورا غمجن او ويرجن و او بېواکه يې اوښكې تويولې، پر دې ورځ لمر تندر ونيو. د عربو اوهام پالو او افسانه خوښيو، د لمر تندر نيول د پېغمبر اکرم عظمت وباله او ويې ويل: لمر د پېغمبر اکرم د زوى پر مړينې خواشينى دى؛ نو ځكه تندر نيولى دى. پېغمبر اکرم، چې دا خبره واورېده؛ نو پر منبر يې وويل:((سپوږمۍ او لمر د هغه (ج) د ځواک نښې دي او حکم ته يې سينه پر لاس دي او د چا مرګ  او ژوند ته نۀ ژاړي،چې لمر يا سپوږمۍ تندر ونيوه؛نو د آيت لمونځ وكړئ. )) له منبره راكوز شو او له خلكو سره يې د ايات لمونځ وكړ.(3)

دې خرافي فكر،چې لمر د پېغمبر اکرم د زوى پر مرګ خواشينى دى؛ نو ځكه تندر نيولى،كړاى شول د خلكو عقيده پر پېغمبر اکرم نوره هم پخه كړي او په پايله كې له پېغمبراکرم سره د موخې په پرمختګ كې يې مرسته وكړي؛خو پېغمبر اکرم په دې نۀ خوښېده،چې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره د خلكو له خرافاتو او افسانو ګټه واخلي.

 حضرت "محمد" (ص) نۀ يوازې د رسالت پر مهال له بوتانو او خرافاتو سره ټينګه مبارزه كوله؛بلكې په وړكتوب كې هم سخت د خرافانو او افسانو مخالف و:

 پېغمبر اکرم لا څلور كلن نۀ و،چې په دښته كې يې له خپلې رضاعي مور "حليمې" بي بي سره ژوند كاوه.يوه ورځ  يې وغوښتل،چې له  رضاعي وروڼو سره دښتې ته ولاړ شي. حليمه بي بي وايي: د هماغې ورځ پر سبا مې "محمد" پرېمنځه،وېښتان مې غوړ كړل، سترګې مې يې تورې کړې او دا، چي د دښتې لېوان يې و نۀ داړي؛نو "يماني مهره" مې ورته په غاړه كې واچوله. "محمد" مهره له غاړى لرې كړه او راته يې وويل: "مور جانې! خداى مې مل او تل راسره دى او همغه مې ساتي."(4)



خرافات  د جاهلي عربو په عقايدو كې

تاريخ ددې ټاپووزمي د خلكو ډېر خرافات ليكلي دي. د "بلوغ الارب فى معرفه احوال العرب" د لېكوال يو لړ شواهد راټول كړي او څوك،چې دا كتابونه لولي؛پوهېږي چې د عربو ذهن څومره له خرافاتو ډك و او همدا بې بنسټه افسانې وې،چې دا ملت يې تر نورو ملتونو په پرتله له پر مختګه شاته کړى و او د اسلام د پرمختګ په مخكې تر ټولو لوى خنډ همدا خرافات وو؛نو ځكه پېغمبر اکرم تر پسى وسې زيار اېست،چې د جاهليت ريښې له بېخه راولوړي او، چې حضرت "معاذ بن جبل"(رض) يې "يمن"  ته لېږه؛ورته يې وويل: (( معاذه! د جاهليت ريښې، افكار او خرافاتي عقايد له منځه يوسه او د اسلام دود را ژوندى كړه،چې هماغه د تعقل او تفكر لار ده. ))(5)

پېغمبر اکرم به ويل: (( د اسلام په راتګ سره ټول خرافات او افسانې له منځه ولاړې او تر پښو لاندې مې شوې. )) (6)

د بېلګې په توګه: باران اورېدو ته د اور لګول:

په "عربستان" كې په زياترو فصلونو كې وچكالي وي؛نو د هغه ځاى خلكو به باران ورېدو ته د "سلع" او "عشر" د ونې لرګي راټولول او د غوا په لكۍ پورې به يې تړل او غوا به يې د غره سر ته خېژوله او هلته به يې دې لرګيو ته اور اچاوه. دا چې د "عشر" په ونه كې چاودونكي توکي وو؛نو د اور لمبې به ترې اوچتېدې او غوا به د وېرې او سوځېدو له امله رمباړې وهلې. عربو به دا ناځوانه عمل ځکه كاوه،چې د برېښنا او د غوا رمباړو ته يې "تالنده" ويله او دا كار يې د باران په کېدو كې اغېزمن ګاڼه.

كه غوا به اوبه نۀ څښلې؛نو "غويى" يې واهه: غواګانې او غويان يې اوبو څښلو ته د لښتي غاړې ته بوتلل،كله به داسې هم كېدل،چې غويانو به ښې ډېرې اوبه څښلې؛خو غواګانو به اوبو ته خوله نۀ وروړله  او داسې يې انګېرله،چې ددې كار لامل هغه دېوان دي،چې د غويانو په فكرونو كې ناست دي او غواګانې اوبو څښلو ته نۀ پرېږدي؛ نو ځکه يې د  دېوانو شړولو ته د غويانو وهل پېل كړل.

اوښ يې د قبر تر څنګ تاړه،چې خاوند يې د قيامت پر ورځ پياده محشر ته رانۀ شي: مشر به چې ومړ؛نو د قبر تر څنګ يې كنده اېسته او اوښ يې پکې تاړه او خوراك،څښاك يې پرې بنداوه دا كار يې؛ځكه كاوه،چې مړى د قيامت پر ورځ پر اوښ سپور محشور شي؛نۀ دا چې د محشر ډګر ته پلى راشي.

له خپګان او وېرې بچ كېدو ته يې له دې وسايلو کار اخېسته:

 چې ښار ته ورننوتل؛نو د "وبا" او دېوانو له وېرې، د ښار په ورۀ كې درېدل او لس ځله يې د خره هنګا اېسته او كله يې داسې هم كول،چې د ګيدړې هډوكي يې په غاړه كې اچول او لار به چې ترې وركه شوه؛نو جامې به يې پر څټ اغوستې.

 سفر ته چې وتل؛نو د ښځو له خيانته ډېر وېرېدل؛نو د ډاډ لپاره يې يو تار د ونې پر ډډ تاړه،چې راستانه به شول؛كه تار به پر خپل ځاى و؛نو ګڼله يې،چې ښځې يې ورسره خيانت نۀ دى كړى او كه تار به ايله شوى يا نۀ و؛نو پر ښځه يې د خيانت تور لګاوه.

 د ماشومانو غاښونه يې،چې وتل؛نو غاښ يې په دوه ګوتو كې نيوه اود لمر خوا ته ورګوزاروه يې او ويل يې: لمره! له دې راته ښه غاښ راكړه.

 كه د كومې ښځې مړه بچي كېدل؛نو دا چې نور بچي يې ژوندي وشي؛ نو د ښځې قدم يې د اوو مشرانو پر قبرونو ايښووه.


له خرافاتو سره د اسلام مبارزه

اسلام له دې خرافاتو سره په بېلابېلو بڼو مبارزه كړې.يوه ورځ عربو يوه ډله بېدياني عربو،ناروغان راوستلي وو،چې په غاړه كې يې د تيږو او هډوكو امېلرنه اچولي وو او رسول اکرم يې ددې ناروغيو د درمل په باب وپوښت.

رسول اکرم ورته وويل:

((ناروغ ته پكار دي،چې د خپلې رنځ درملنه وكړي؛ځكه خداى كه درد پيدا كړى؛نو ورسره يې درمل هم پيدا كړي دي. ))

 ان چې حضرت سعد بن وقاص (رض) د زړۀ ناروغه شو؛نو رسول اکرم ورته وويل: (( مشهور طبيب "حارث كلده" ته يې يوسئ )) او په خپله پېغمبر اکرم هم ورته دارو وښوول.

 د يوه سړي د زوى ستونى خوږېده او ورته يې په غاړه كې بند اچولى و، چې رسول اکرم ته يې راووست. پېغمبر اکرم ورته وويل:

 ((زامن مو په دې جادويي بندونو مۀ وېروئ. په کار ده،چې درملنې ته يې "هندي عود"(اګر) وكاروئ .))

امام صادق وايي: (( ډېرې  لاسپټۍ او ځړېدلې څيزونه شرك وي. ))

يعنې دا راځوړند شوي د رنځ په درمل كې اغېزمن نۀ وي.

پېغمبر اکرم او وارثانو (ځايناستيو) يې خلكو ته د درملنې په باب لارښوونې كولې، چې د محدثانو په "طب النبي" او "طب الرضا" كې راټول كړي، چې دا كار هم د عربي جاهليت د خرافاتو پر خوله  کلک سوك و.

په "حجاز" كې علم او پوهه

د "حجاز" خلكو ته يې ُامي ويل. ُامى؛يعنې هغه چې زده كړه يې نۀ وي كړي؛يعنې انسان هماغسې، چې له موره شوى وي،هماغسې پاتې شي.

 په عربو كې د علم او پوهې په باب درته ووايم،چې کله  د اسلام لمر راوخوت؛ نو په قريشو كې يوازې د اوولسو (17) تنو ليک لوست زده و. په مدينه كې د اوس او "خزرج" په ټبرونو كې يوازې يوولسو تنو دا كمال درلود.(7)

د عربو پر دود او حکم ښې پوهېدنې ته وګورئ:

الف: "بلوغ الارب فى معرفه احوال العرب" د محمود الوسي ليكنه د 1270 س مړ .

ب: المفصل في تاريخ العرب قبل الاسلام د جواد علي ليكنه.

درېم څپرک

د پېغمبراکرم نيكونه


1 _ د توحيد اتل؛حضرت "ابراهيم"  خليل الله

د حضرت "ابراهيم"  عليه السلام پر ژوند له رڼا اچولو موخه د حضرت "محمد"(ص)د نيكونو پېژندنه ده؛ځكه د پېغمبر اکرم نسب حضرت "اسماعيل"  عليه السلام ته رسېږي او دا،چې حضرت "ابراهيم"  او "اسماعيل"  عليهما السلام د عربو او اسلام د تاريخ په جوړونه كې خورا زياته ونډه لري؛ نو ځكه مناسبه به وي،چې په لنډو يې د ژوند د حالاتو په باب بحث وشي.


د حضرت "ابراهيم"(ع) زېږنځى

د توحيد اتل په داسې چاپېريال كې د ژوند لومړۍ ساه واخېسته، چې د بوتلمانځنى او انسان پالنې تياره پرې خپره وه؛انسانانو په خپل لاس جوړ كړيو بوتانو او ستوريو ته سجدې كولې.

د توحيد د اتل زېږنځى د "بابل" سيمه وه، چې تاريخپوهانو دا ځاى  په "اووګونوعجايبو" كې شمېرلى او ددې سيمې د تمدن او عظمت په باب ډول ډول روايتونه كښل شوي دي.

مشهور تاريخپوه "هيرودتس" ليكلي: بابل د مربع په ډول جوړ شوى، چې د هرې څنډې اوږدوالى يې 120 فرسنګه او محيط يې 480 فرسنګه دى.

 كه څه هم په دې خبره كې څه مبالغه شوې؛خو بيا هم انكار ترې نۀ شي كېداى. نن د "دجلې" او "فرات" د سيندونو پر غاړو تر خاورو لاندې كنډرې پاتې دي او پر هر ځاى يې د مرګ په څېر چوپتيا خپره ده، چې كله كله دا چوپه چوپتيا د "لرغونپوهانو" په كنلو له منځه ځي.

حضرت "ابراهيم"  عليه السلام د "نمرود بن كنعان" د واکمنۍ پر مهال وزيږېد."نمرود" سره له دې،چې بوت نمانځى و،پر خلكو يې خدايي هم پلورله. ډېره عجيبه ښكاري،چې څرنګه كېداى شي يو تن هم بوت لمانځى وي او هم پر خلكو خدايي وپلوري،چې همداسې يو مطلب په قرآن كې د "مصر" د "فرعون" په باب راغلى دى: "موسى بن عمران" چې په خپل قوي منطق د "فرعون" حكومت ولړزاوه؛نو د "فرعون" پلويانو نيوكه وكړه او ويې ويل:

وَقَالَ الْمَلأُ مِن قَوْمِ فِرْعَونَ أَتَذَرُ مُوسَى وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ

= او فرعون ته د هغه د قوم مشرانو وويل : (( ايا تۀ موسى او قوم يې همداسې پرېږدې،چې پرځمكه فساد خپوركړي،تا او ستا خدايان پرېږدي؟! و يې  ويل :" ژر به يې زامن ووژنم او ښځې(لوڼې) به يې ژوندۍ پرېږدم (،چې زموږ خدمت وكړي ) او موږ پرې بشپړ برلاسي يو .)) (اعراف/127) (8)

 ښكاره ده،چې فرعون د خدائي ادعا كوله او فرعون و، چې ويل يې: فَقَالَ أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى = نو ويې ويل:(( زه ستاسې ستر پالونكى يم! )) (9)  او همداسې "ما علمت الكم من اله غيري"؛ خو په عين وخت كې بوت لمانځى هم و.

وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَل لِّي صَرْحًا لَّعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِينَ=

او فرعون وويل: ((د قوم مشرانو! زه خو بې له ځانه تاسې ته كوم بل خداى نۀ پېژنم.(خو د لا ډېرې څېړنې لپاره) هامانه! ماته پرخټه اور بل كړه (خښتې پخې كړه) او يوه لوړه ماڼۍ راته جوړه كړه، ښايي چې د موسى د خداى (پرحال) خبر شم او زه خو په ټينګه هغه  دروغجن ګڼم.)) (قصص/38)  (10)

 د بوت لمانځيو په منطق كې هېڅ ممانعت نشته،چې يو تن د خلكو معبود او خداى وي او په عين حال كې په خپله معبود هم د ستر خداى عبادت وکړي؛ځكه له خداى او معبوده يې موخه د نړۍ خالق نۀ دى؛بلكې هغه دى،چې په يوه بڼه تر نورو غوره وي او د ژوند پر چارو  يې واكمن شي.

 تاريخ ليكي: په "روم" كې به يوې كورنۍ پرله پسې مشران لمانځل،په عېن حال كې،چې هغوى په خپله  د نورو خدايانو عبادت  هم كاوه.

د نمرود هوښياري دا وه، چې د هغه وخت پوهان،چې "منجمان" او "پاليان" وو،له ځانه راټول كړي وو،چې د پاليانو د تسليمدو له لارې يې عام خلك ښكېل كړي وو. پردې سربېره،د حضرت "ابراهيم"  عليه السلام يو خپلوان "آزر"،چې په خپله انځورګر او "ستورپوه" هم و،د نمرود له درباريانو و،چې دا خبره د حضرت "ابراهيم"  عليه السلام د  موخو پر وړاندې خنډ و؛ځكه يې مخالفت كاوه او پر خلكو سربېره،ټبر يې هم ورسره مخالف و.

نمرود د خوندونو او خوبونو په ژوند كې ښخ وېده و، چې ناڅاپه ستور پوهانو د خطر زنګ وواهه او ويې ويل: حكومت به دې داسې څوك ړنګ كړي،چې په همدې سيمه كې دى.

نمرود يې د غفلت له خوبه راپاڅاوه او ويې پوښتل: آيا زېږېدلى دى كه نۀ؟ ورته وويل شو: نۀ! نمرود (په هماغه شپه،چې د ستورو پوهانو په وينا د "ابراهيم"  عليه السلام څاڅکى تړل كېده) د ښځو او ميړونو د جلا والي حكم وكړ. د نمرود سرتېرو ماشومان وژل او دايانو ته يې امر وكړ،چې دولت له نويو زېږېدلو ماشومانو خبر كړي.

 اتفاقا په هماغه شپه، چې د ښځو او سړيو د كوروالي مخه نيوى شوى و؛ د "ابراهيم"  عليه السلام څاڅکى وتړل شو او د حضرت "ابراهيم"  عليه السلام د مور ګېډه شوه؛خو د حضرت "موسى" عليه السلام د مور په څېر د ګېډې وخت يې په پټه تېر كړ، تر زېږون وروسته يې خپل زوى غار ته يووړ او كله كله به  ليدو ته ورتله.

  نمروديې ظلمونو ډاډه كړى و،چې ګنې د خپلې واکمنۍ راپرځوونکي يې وژلي دي.

 "ابراهيم"عليه السلام ديارلس كاله په غار كې تېر كړل،چې ورتګ  ورته سخت و.مور يې ديارلس كاله وروسته له غاره راواست. حضرت "ابراهيم"  سيمې ته راغى او خپلې ټولنې ته ورننووت. نمروديانو نوې څېره وليده. د "ابراهيم"  عليه السلام مور وويل:دا زما زوى دى او د منجمانو له وړاندوينې مخكې زېږېدلى و.(11)

 "ابراهيم"  عليه السلام له غاره راووت او خپل "فطري توحيد" يې د ځمكې، اسمان،ځلانده ستوريو، شنو ونو او بوټو په ليدو پوره كړ.

 يوه ډله يې وليده، چې د ځينو ستوريو د ځلا پر وړاندې يې خپل  عقل او هوښ له لاسه وركړى.ځينې يې وليدل، چې كفر يې تر دوى هم ټيټ دى او هغه دا،چې د توږل شويو بوتانو عبادت كوي او تر دې ټولو بده خو دا وه،چې يو تن د خلكو له ناپوهۍ ناوړه ګټه اخلي او پر خلكو خدايي پلوري.

 "ابراهيم"  عليه السلام ددې درېو واړو طبقو پر وړاندې خپله مبارزه سمباله كړه، چې قرآن شريف هم راخېستى ده.

 

بوت ماتى "ابراهيم"(ع)

اختر راغى او د "بابل" غافلو خلكو د ستړيا د لرې كېدو او د اختر د مراسمو پرځاى كولو ته دښتې ته راووتل؛ښار تش شو،په بوتانو پسې د "ابراهيم"  عليه السلام بد ردو،خلك پرېشانه کړي وو؛نو ځكه يې غوښتل "ابراهيم"  هم ورسره ولاړ شي؛خو دا وړانديز يې د "ابراهيم"  عليه السلام پر ناروغۍ ځواب شو.

 "ابراهيم"  عليه السلام:"ناروغ يم" او په دې توګه يې ورته منفي ځواب وركړ او د اختر په مراسمو كې يې ګډون ونۀ کړ.

 په رښتيا،چې هغه ورځ  "موحد" او "مشرك" دواړو ته د خوشحالۍ ورځ وه؛د مشركانو د پخواني اختر ورځ وه،چې د پلار نيكونو د ميراث ژوندي كولو ته دښتو او د غرو غاړو ته تللي وو او د "توحيد اتل" ته هم نوى اختر و،چې له پخوا ددې ورځې راتلو ته سترګې پر لار و،چې ښار له اغيارو پاك وويني او د كفر او شرك نښې له منځه يوسي.

د خلكو وروستۍ ډله هم له ښاره ووته. "ابراهيم"  عليه السلام دا وخت ارزښتناك وګاڼه او پر خداى له ايمانه په ډك او ډاډه زړۀ،بوت خونې ته ورننووت؛په بوت خونه كې يې توږل شوي لرګي او بوتان وليدل. ډول ډول خوړو "ابراهيم"  عليه السلام حيران كړ،چې بوت لمانځيو د تبرك لپاره بوتانو ته ايښي وو؛د ډوډۍ او خوړو پر لور ورغى، په ملنډو يې كپ ډوډۍ راواخيسته او بوت ته يې وويل:(( دا رنګارنګ خواړه ولې نۀ خورې؟ )) خو بوت ځان نۀ شو خوځواى او نۀ يې څه خوړاى شو.په بوتخونه كې چوپه چوپتيا وه؛ خو د "ابراهيم"  عليه السلام د  تبره ګوزارونو بوتان دړې وړې كړل او يوازې تر ټولو لوى بوت يې روغ پرېښود او تبر يې ورپر غاړه كړ، له دې كاره يې موخه دا وه، چې وښيي،بوتان لوى بوت مات كړي  او بل دا، چې "ابراهيم"  عليه السلام پوهېده،چې مشركان به تر راستنېدو وروسته، ځان د پېښې په علت پوهوي او دا به په ظاهر يو مصنوعي او بې حقيقته كار وګڼي؛ځكه باور به و نۀ کړي د بوتانو ماتى لوى بوت دى؛ځكه ځواک،حركت او فعاليت نۀ لري؛نو ځکه دلته به "ابراهيم"  عليه السلام له تبليغاتو او خبرو په ګټنه ووايي:تاسې په خپله ووياست: دا لوى بوت، چې خوځېداى نۀ شي؛نو څرنګه يې عبادت كوئ؟

لمر په پرېوتو و.خلك ډلې ډلې د ښار پر لور را روان شول.د بوتانو د عبادت مراسم راورسېدل،يوه ډله معبد ته ننوته او عجيبه منظره يې وليده،چې د خدايانو د ذلت نښه يې وه. له بې صبرۍ سره جوخت،پر بوت خونې مرګونې چوپتيا واكمنه وه.

 يو تن خوله راوسپړله او ويې ويل: دا كار چا كړى؟د "ابراهيم"  عليه السلام مخېنې او په بوتانو پسې بد رد ويلو،خلك ډاډه كړل،چې دا د "ابراهيم"  كار دى.

د نمرود په مشرۍ د محاكمې جرګه جوړه شوه.ځوان "ابراهيم"  عليه السلام له خپلې مور سره په ستره محاكمه كې له پوښتنو او ګروېږنو سره مخ  شو.

 د مور جرم يې دا و،چې ولې يې حكومت د خپل زوى له زوكړې نۀ و خبر كړى،چې وژلى يې واى.

د "ابراهيم"  عليه السلام مور وويل: (( ما وليدل،چې د هېواد نسل مخ په تباه كېدو دى؛نو ځكه مې حكومت خبر نۀ کړ،دا چې د زوى راتلونكې به مې څرنګه كېږي،كه زما زوى هماغه وي،چې وړاندويونكيو خبر وركړى و؛نو نيت مې و،چې پوليسو ته يې وسپارم او كه هماغه سړى نۀ وي؛نو ما په دې كار د هېواد ځوان نسل ساتلی دى.))

 هغوى د "ابراهيم"  عليه السلام د مور منطق قانع كړل. د "ابراهيم"  عليه السلام د محاكمې وخت راورسېد.

 هغه وويل: ښايي دا د هغه لوى بوت كار وي.تاسې كړاى شئ،و يې پوښتئ؛ البته كه د خبرو وس ولري.

 د سپكاوي او ملنډو له دې رډ ځوابه مطلب دا و،چې "ابراهيم"  عليه السلام پوهېده،چې هغوى به داسې ځواب وركوي: ابراهيمه! تۀ ښه پوهېږې،چې دا بوتان د خبرو وس نۀ لري او له دې خبرې به "ابراهيم"  (ع) وکړاى شي د قاضيانو پام يو اساسي ټكي ته واړوي او هماغسې و هم شول،چې "ابراهيم"  عليه السلام ذهني وړاندوينه کړې وه.

 "ابراهيم"  عليه السلام ورته وويل:((كه هغوى داسې وي،چې تاسې واياست؛ نو ولې يې عبادت كوئ او خپلې اړتياوي ترې غواړئ؟ ))

د قاضيانو زړونه او عقل د ناپوهۍ او تعصب په جال کې راښکيل وو او د "ابراهيم"  عليه السلام ددې غاښ ماتي ځواب پر وړاندې يې بې له دې بله چاره نۀ درلوده،چې په اور كې يې وسوځوي.

 اور يې بل كړ او د توحيد اتل  يې پکې ورګوزار کړ؛خو د  خداى په پېرزوينه،اور پرې اغېز ونۀ کړ؛بلكې د بشر په لاس جوړ شوى دوزخ پر ګلستان واوړېد.(12)



د حضرت "ابراهيم"  خليل الرحمن  مهاجرت

د بابل محكمې "ابراهيم"  عليه السلام  پر تبعيد او شړلو محكوم كړ او هغه هم ناچاره و،چې وطن پرېږدي او د "مصر" او "فلسطين" پر لور روان شي. د "عمالقه" ځايي واكمنو "ابراهيم"  عليه السلام ته ښه راغلاست ووايه او ډول ډول ډالۍ يې وركړې،چې يوه يې هم د "هاجرې" په نامه مينځه وه.

د "ابراهيم"عليه السلام كور ودانې "سارا" لا تر اوسه اولاد نۀ درلود. هغې "ابراهيم"عليه السلام وهڅاوه،چې له هاجرې سره كوروالى وكړي؛كېداى  شي د اولاد خاوند شي او د بې بنيادۍ د غم شپې يې د خوښۍ پر سبا بدلې شي.

 واده تر سره او څه موده وروسته يې زوى وشو،چې نوم يې پرې "اسماعيل"كېښود. ډېر وخت لا تېر شوې نۀ و،چې خداى پر سارا هم ولورېده او هغې ته يې هم زوى وركړ، چې نوم يې "اسحق"(ع) شو.(13)

څه موده وروسته "ابراهيم"  عليه السلام د خداى له لوري وګومارل شو،چې "اسماعيل"  عليه السلام او مور يې جنوب لوري مكې ته يوسي او په يوه دره كي يې مېشت كړي،چې څوك پکې نۀ اوسېږي او يوازې كله كله به هغو كاروانو هلته اړول،چې له "شام" نه "يمن" تلل او د كال په نورو وختونو كې به د "عربستان" د نورو دښتو په څېر،سوځنده او له هر ډول اوسېدونكيو تشه وه. په دغسې چاپېريال كې استوګنه،هغې ته ډېره سخته وه، چې په "عمالقه" كې يې ژوند كړى و.

د دښتې سوځنده ګرمۍ او ګرمو بادونو،د هاجرې په سترګو كې د مرګ حالات انځور كړي وو،چې په خپله "ابراهيم"  عليه السلام هم دې پېښې ته انديښمن و. "ابراهيم"  عليه السلام د اوښ پړى په لاس كې نيولى و او حال دا چې د اوښكو سېلاب يې له سترګو را روان و، هاجرې  ته يې وويل: ((هاجرې! دا ټول كارونه د خداى حکم دى او  بې د خداى د حکم له منلو بله چاره نۀ لرم،د خداى پر پېرزوينه او لورېنه ډاډه اوسه او ډاډ لره، چې هېڅكله به مو خوار او ذليل نۀ کړي.)) بيا يې خداى ته وويل:

وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هََذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُم بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَى عَذَابِ النَّارِ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ= او هغه وخت (درياد كړه)چې "ابراهيم"  وويل: ((پالونكيه ! دا د امن ښار كړه او استوګنو ته يې چې پرخداى او قيامت ايمان لري ( ډول ډول ) مېوې روزي كړه.)) و يې ويل :( ستا دعا مې قبوله كړه او مؤمنان مې له ډول ډول بركتونو برخمن كړل؛) خو هغوى چې كافر شوي، ډېر لږ يې برخمنوم، بيا يې د اور عذاب ته راكاږم، چې (څه) ناوړه عاقبت دى!))

 .(بقره/126)  ( 14)

"ابراهيم"  عليه السلام هغوى پرېښوول او چې له غونډۍ راښكته كېده؛ نو شا ته يې كتل او له خدايه يې ورته خېر غوښته.

كه څه هم په ښكاره دا مسافرت ستونزمن و؛ خو وروسته څرګنده شوه، چې ډېرې سترې پايلې يې درلودې؛ د بېلګې په توګه: د کعبې جوړېدل، د توحيد د بيرغ  رپول او د ژور ديني غورځنګ د ريښو ښخېدل. د زمزم چينه  څنګه پيدا شوه؟

"ابراهيم"  عليه السلام، د خپل اوښ پړى ونيو او په ژړا يې د مكې پر خاوره، هاجره او خپل زوى "اسماعيل"  عليه السلام پرېښود. ډېر وخت تېر نۀ و،چې د هاجرې او "اسماعيل"  عليه السلام خوراك او څښاك خلاص شول او د هاجرې تيونه هم وچ شول. د زوى حال يې بد شو،مور يې له دې غمه سخته په ژړا وه. تر هوره له ځايه راپاڅېده، روانه شوه او د "صفا" غونډۍ ته راورسېده، له ورايه يې سترګې د اوبو پر سراب ولګېدې، په منډه يې ځان ورورساوه؛ خو اوبه يې پيدا نۀ کړې. د زوى ژړا او تندې سخته وارخطا كړې وه او د اوبو په تمه يې اوه ځل د "صفا" او "مروه" په منځ كې منډې ووهلې،چې په پاى کې نهيلې راغله او د زوى په څنګ كې كېناسته. د ماشوم يې ساه لنډه لنډه كېده او نور پکې د ژړا طاقت هم نۀ و پاتې، چې په دې  وخت كې د "ابراهيم"  عليه السلام دعا قبوله شوه. ستړې مور د زوى تر پښو لاندې رڼې اوبه وليدې،چې راخوټېږي. مور چې د زوى د ژوند د وروستيو سلګيو شاهده وه او يقين يې درلود، چې د زوى د روح مرغۍ  يې څو شيبې وروسته الوځي؛ نو د اوبو په ليدو دومره خوشحاله وه، چې په جامو كې نۀ ځايېده او په رڼو اوبو يې زوى او ځان مور كړ. د نهيلى ورځې ترې خورې شوې او ښادي پرې راغله.(15)



ليده کاته

"ابراهيم"  عليه السلام به كله كله د خپل ګران زوى او ښځې كتو ته مکې ته راته. په يوه سفر كې يې چې كېداى شي،لومړى سفر يې وي، "اسماعيل"  عليه السلام په كور كې و نۀ ليد،په هغه وخت كې "اسماعيل"  عليه السلام سړى شوى و او د "جرهم" د ټبر له يوې انجلۍ سره يې واده كړى و. "ابراهيم"  عليه السلام ښځه يې وپوښتله: مېړه دې چېرې دى؟ ورته  يې وويل: ښكار ته وتلى دى. بيا يې وپوښتله: خواړه لرې؟ ويې ويل: نۀ!

 "ابراهيم"  عليه السلام د خپلې نږور له دې چلنه خپه شو او ويې ويل: (( چې "اسماعيل"  عليه السلام راغى؛نو زما سلام پرې ووايه او ورته ووايه: د كور درشل دې بدل كړه )) او بېرته ولاړ.

"اسماعيل"  عليه السلام، چې راورسېد؛نو د خپل پلار بوى يې احساس كړ او پوه شو،چې بايد خپلې ښځې ته طلاق وركړي؛ ځكه داسې ښځې د داسې مېړه لياقت نۀ درلود.(16)

كېداى شي ذهن ته پوښتنه راشي،چې ولې "ابراهيم"  عليه السلام تر دومره مزله وروسته،صبر و نۀ کړ چې زوى يې له ښكاره را وګرځي او بې د زوى له ليدو بېرته ستون شي؟

تاريخپوهان وايي:دا بيړه ځکه وه،چې له "سارا" بي بي سره يې ژمنه كړې وه، چې تر دې زيات پاتې نۀ شي. هغه به ژمنه نه ماتوله.

 تر دې سفر وروسته "ابراهيم"  عليه السلام وګومارل شو،چې مكې ته ولاړ شي او كعبه،چې د "نوح" په طوفان كې ورانه شوې وه،بيا جوړه كړي او د "اهل توحيد" د زړونو پام وروګرځوي.

 قرآن ګواه دى،چې د مکې دښته د "ابراهيم"  عليه السلام د عمر په وروستيو كې پر ښار اوښتې وه؛ځكه "ابراهيم"  عليه السلام له خدايه غوښتي وو :

 وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا الْبَلَدَ آمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَن نَّعْبُدَ الأَصْنَامَ

 او (دريادكړه) چې كله ابراهيم وويل :(( پالونكيه ! دا ښار[=مكه ] امن كړه او ما او زما اولا د له بوت لمانځنې لرې وساته! (17)

  حال دا چې دښتې ته د راننوتو پر مهال يې ويلي وو: (( خدايه! دا ښار د امن ښار كړې )) (18)

غوره خو دا وه،چې د بحث  پوره كولو ته د كعبې د جوړېدو پر تاريخ هم رڼا واچو؛خو دا چې له خپل بحثه لرې نۀ وځو؛ نو د پېغمبر اکرم د ځينو نيكونو پر ځانګړنو رڼا اچوو:     

2 _ قصى بن كلاب:

د پېغمبر اکرم نيکونه دادي:

"عبدالله"،عبدالمطلب بن هاشم،عبد مناف،قصى كلاب،مره،كعب ، لوى،غالب، فهر، مالك، نضر، كنانه، خزيمه، مدركه، الياس، ضر،نزار، معد او عدنان (19)

د حضرت "محمد" (ص) نسب په "معد بن عدنان" پورې همداسې دى، چې وويل شو؛خو له هغه پورته، تر حضرت "اسماعيل"  عليه السلام پورې پکې اختلاف دى او د هغو روايتونو په رڼا كې،چې حضرت "ابن عباس" (رض) له پېغمبر اکرم نه رانقل كړي،چې پېغمبر اکرم ويلي وو،چې نسب مې عدنان ته ورسېد؛نو نور مخكې مۀ ځئ؛ ځكه چې كله به حضرت "محمد"(ص) هم خپل  نسب وايه؛نو له "عدنانه" به مخكې نۀ ته او امر يې كړى و،چې نور خلك دې هم له عدنانه تر "اسماعيل"  عليه السلام پورې د  نسب په باب څه نۀ وايي او ويل يې: (( څه چې يې د نسب په باب په عربو كې مشهور دي،سم نۀ دي؛نو ځكه ما هم هغه راخېستي،چې سم دي. )) (20)

نوموړي د عربو په تاريخ كې نوميالي کسان دي او د اسلام تاريخ د هغوى د ځينو په ژوند پورې اړه لري؛نو ځكه له "قصى" تر "عبدالله" (د حضرت "محمد" (ص) پلار) پورې،پر تاريخ رڼا اچوو او له نورو تېرېږو.(21)


قصى

 د پېغمبر اکرم څلورم نيكه دى. د هغه مور " فاطمې " د "كلاب" له ټبر سره واده وكړ، ډېر وخت لا نۀ و تېر شوى،چې اولاد يې وشو،چې "زهره" او "قصى" يې پرې نومونه كېښوول. دويم اولاد يې په زانګو كې و، چې د فاطمې مېړه ومړ او دا ځل يې له "ربيعه" سره واده وكړ او ورسره "شام" ته ولاړه. د قصى د پلارګنۍ يې ملاتړ كاوه؛خو چې د قصى او د ربيعه د ټبر په منځ كې اختلاف رامنځ ته شو او پايله دا شوه،چې له كوره يې وشړله او مور يې له دې كاره ډېره اغېزمنه او اړه شوه،له ځان سره يې مكې ته يوسي. د تقدير كارونو مكې ته راورسول او پکې شته استعدادونه ددې لامل شول،چې د مکې د خلكو، په تېره بيا د "قريشو" پام ځان ته را واړوي. ډېر وخت لا تېر شوى نۀ و،چې د مكې د حكومت د لوړو پوړيو او د مكې د كونجيګانو خاوند شو. خورا زيات اثار يې پرېښوول. خلك يې دې ته وهڅول،چې د كعبې په شاوخوا كې كورونه جوړ كړي. عربو ته يې د "دارالندوه" په نامه "شوراځاى" جوړ كړ،چې عرب پکې راټولېدل او خپلې ستونزې يې هوارولې. په پينځمه ميلادي پېړۍ كې ومړ او دوه نوميالې زامن؛ "عبدالدار" او "عبد مناف" ترې پاتې شول.

  عبد مناف "عبد مناف" د پېغمبر اکرم درېم نيكه دى. نوم يې "مغيره" او لقب يې "قمر البطحاء" دى  او تر خپل ورور "عبدالداره" کشر و. د خلكو په زړۀ كې يې ځانګړى ځاى درلود،تل به يې ويل:پرهېزګار اوسئ،تقوى ولرئ، د ښه چلن خاوندان او زړه سواندي اوسئ.

 ددې لوى موقعيت پر درلودو سربېره يې له خپل ورور "عبدالدار" سره سيالي نۀ کوله او په دې هڅه كې نۀ و،چې ځان د كعبې لوړى پوړۍ ته ورسوي. پلار يې وصيت كړى و، چې حكومت او رياست به د "عبدالدار" وي؛خو د وروڼو تر وفات وروسته يې زامن په منصب ونښتل او تر ډېرو شخړو وروسته پُخلا شول او پرېكړه يې وكړه،چې د کعبې او "دارالندوه" رياست د عبدالدار زامنو ته وركړي او د کعبې حاجيانو ته د اوبو ورکړه او مېلمه پالنه د "عبدمناف" زامنو ته وسپاري،چې دا وېش د اسلام تر راتګه پورې پاتې شو.



هاشم

"هاشم" د پېغمبراکرم دويم نيكه و،چې نوم يې "عمرو" او لقب يې "علاء" و، چې د "عبدالشمس" غبرګونى ورور و او د دوو نورو وروڼو نومونه يې "مطلب"  او "نوفل" وو.

تاريخ ليكي: هاشم او عبدالشمس سره غبرګوني وو او د زوكړې پر مهال،د هاشم ګوته د عبدالشمس په تندي پورې نښتې وه او د بېلولو پر مهال ترې ډېره وينه تويه شوه، چې خلكو دا كار بد فال وګاڼه.(22)

د هاشم د اخلاقو يوه بېلګه دا ده: چې د ذى الحجې مياشت به وليدل شوه؛نو کعبې ته به راته او د کعبې دېوال ته به يې تكيه وهله او خلكو ته به يې ويل:(( قريشو! تاسې هوښيار او شريف عرب ياست،نژاد مو تر ټولو غوره دى،خداى تاسې د خپل كور تر څنګ مېشت كړئ او د "اسماعيل"  عليه السلام تر نورو زامنو يې تاسې فضيلتمن كړئ. زما ټبره! په دې  مياشت كې د خداى د كور زيارت كوونكي په مينه راځي، هغوى د خداى مېلمانه دي. پالنه  يې ستاسې دنده ده. په هغوى كې ډېر بېوزله له لرې ځايو راځي.ددې كور پر خاوند قسم! كه مې وسه واى،چې د خداى د مېلمنو مېلمستيا مې كړې واى؛نو كله به مې هم له تاسې مرسته نۀ واى غوښتې؛خو اوس مې چې څومره له وسې كېږي او په حلاله مې لاس ته راوړي،په دې  لار كې يې لګوم او ستاسې دې پر دې كور قسم وي د حرامو مال او يا د سود د مال له لګونې او يا له هغې لګونې ډډه وكړئ، چې خوښه مو نۀ وي. ))

د هاشم واكمني له هر لوري د مكې د خلكو په ګټه وه او د خلكو د ژوند په ښه كولو كې يې خورا زياته ونډه درلوده.په قحطۍ او وچ كالۍ كې يې مېړانه او ښه ځواني ددې لامل وه، چې خلك و نۀ ځپل شي. د مکې د خلكو د سوداګريزو چارو ښه كولو لپاره يې کوټلي ګامونه اوچت كړي، چې بېلګه يې د غسان له امير سره تړون دى او دا كار ددې لامل شو، چې ورور يې عبدالشمس د حبشې له امير سره ، مطلب او نوفل دوو نور وروڼو يې د "يمن"  او د فارس له اميرانو سره تړون وكړ، چې دواړه لوري په ازادۍ او امنيت كې سوداګريزه راكړه وركړه ولري ، چې ددې تړون له امله ډېرې ستونزې هوارې شوې او په مكه كې ډېر بازارونه جوړل شول، چې د اسلام د ستوري تر ځلېدو پورې، پر خپل ځاى پاتې وو.د هاشم له ګټورو ګامونو دا دي، چې قريشو ته يې په ژمي كې "يمن"  ته او په اوړي كې "شام" ته د سفر چارې برابرې كړې او دا كار د اسلام تر راتګ څه موده وروسته هم و.



اميه بن عبد شمس

اميه "د عبدالشمس زوى د هاشم وراره"، د خپل تره له سترتوب او مقام سره كينه درلوده او په ورکړه او خېراتونو يې غوښتل د خلكو زړونه  لاس ته راوړي؛ خو د هاشم كړنلارې ته يې دوام ورنه كړاى شو؛ نو ځكه يې ورپسې سپکې سپورې پېل كړې؛خو د اميه دې خولې راسپړلو خلکو ته د هاشم،عزت او مقام لا پسې نور هم زيات كړ. د "اميه"په زړۀ كې د كينې لمبې همداسې تاوېدې، تر څو چې يې خپل تره دې ته اړ كړ،چې د عربو پوهانو "پاليانو"  ته به ولاړ شو او چې پر چا يې خوښي وښووه؛ نو هماغه به د دې سيمې چار مشر وي.

 د هاشم ستريا او پراخه سينه ددې لامل وه،چې له خپل وراره سره لاس و ګرېوان نۀ شي؛خو د اميه ټينګار دې ته اړ كړ،چې په دوو شرطونو دا كار وكړي:

الف: په موږ كې،چې هر يو محكوم شو؛نو د حج پر ورځ به سل تور سترګي اوښان قرباني كوي.

ب: محكوم به د لسو كالو لپاره له مكې وځي.

پر هاشم چې د عربو د پوهانو "عسفان" سترګې ولګېدې؛ نو له واره يې د هاشم ستاينه پېل كړه او د مخكنۍ پرېكړې له مخې، "اميه" اړ شو مكه پرېږدي او لس كاله جلا وطني په "شام" كې تېره كړي.(24)

ددې موروثي كينې آثار تر اسلام نه 130 كاله وروسته هم پاتې شول، چې پايله يې داسې خيانتونه وو،چې د بشريت په تاريخ كې يې سارى نۀ درلود.

پورتنۍ کيسه پردې سربېره، چې د دوو ټبرونو په منځ كې د اختلاف پر ريښو رڼا اچوي،د امويانو د نفوذ لاملونه هم راښكاره كوي او ښايي د شاميانو او امويانو ترمنځ پخوانيو اړيكو،په دې سيمه كې د امويانو حكومت ته سرېزه او مناسبې لارې چارې برابرې كړې وې.



د هاشم واده

"سلمى" د  "عمرو خزرجي" لور، شريفه ښځه وه،چې له مېړه يې طلاق اخېستى و او نۀ يې غوښتل، چې بيا له  چا سره واده وكړي.

 هاشم "شام" ته د راستنېدو پر مهال په "يثرب" كې پاتې شو او پر "سلمى" يې مركه وكړه. د هاشم ستريا،ښه ځواني، شتمني او نومتيا (شهرت) يې د دې لامل شو،چې "سلمى" پر دوو شرطو ورسره واده وكړي، چې يو يې دا و:

د زېږون پر مهال به په خپل ټبر كې يم او د تړون له مخې،چې د زېږون وخت راورسېد؛نو "يثرب" ته راستنه شوه او هلته يې زوى وشو، چې"شيبه" يې پرې نوم كېښود،چې وروسته پر " عبدالمطلب" مشهور شو، تاريخ پوهانو ددې نوم اېښوونې کيسه داسې ليكلې:

هاشم چې احساس كړه،چې د ژوند د  كتاب پاڼې يې مخ پر خلاصېدو دى؛ نو خپل ورور "مطلب" ته يې وويل:(( وروره! خپل مريي شيبه دې در واخله))؛ځکه هاشم په خپل زوى د "عبدالمطلب" نوم اېښې و؛ نو پر همدې نوم مشهور شو.

 په تاريخ كې داسې هم راغلي:يوه ورځ د مكې يو اوسېدونكى د "يثرب" له كوڅو تېرېده،چې يوې ډلې ماشومانو د غشيو لوبه كوله؛نو يو ماشوم، چې لوبه وګټله؛ وويل: د مکې د ښاغلي زوى يم. د مكې اوسېدونكى مخكې ولاړ او ويې پوښت: تۀ څوك يې؟  ځواب يې واورېد: شيبه د هاشم بن عبدمناف زوى. دا سړى، چې له يثربه مكې ته ستون شو؛ نو د هاشم ورور او د مكې رئيس يې له دې بهيره خبر كړ. تره د خپل وراره په فكر كې شو او "يثرب" ته ورغى. وراره ته يې،چې وليدل،چې بيخي د هاشم په څېر دى. له سترګو يې اوښكې راتويې شوې او په غېږ كې يې ونيو.

 مور يې نۀ غوښتل چې شيبه له خپل تره سره ولاړ شي؛خو "مطلب" پخه اراده كړې وه، چې له ځان سره يې بوځي،چې بالاخره "مطلب" خپلې هېلې ته ورسېد او د مور تر اجازې وروسته يې له ځان سره مكې ته راووست.

 په لار كې د "عربستان" سوځنده لمر،د شيبه مخ وسوځاوه او جامې يې په دوړو شوې؛نو چې مكې ته راننوتل،خلكو خيال كاوه،چې دا د مطلب مريي دى او يو بل ته يې ويل، چې دا ځوان د "مطلب" مريى دى.

 سره له دې،چې مطلب به ويل :((دا ځوان مې وراره دى ))؛ خو لا چا د چا پر خولو برغولى ايښى دى؟، چې بالاخره د "مطلب" وراره پر "عبدالمطلب" مشهور شو.(24)

او كله ويل كېږي؛ځكه ورته "عبدالمطلب" وايي،چې د خپل تره په مينه ناكه غېږ كې وروزل شو او د هغه ځاى له دود سره سم،د روزونكي د درناوي او احترام لپاره يې ورته د هماغه سړي مريى وايه.



عبدالمطلب

"عبدالمطلب" د "هاشم" زوى د پېغمبر اکرم لومړى نيكه دى. د قريشو مشهور ارت لاسى مشر و، چې ټولنيز ژوند يې له حساسو او روښانو ټكيو ډك دى. د مشرۍ  پېښې يې د اسلام په تاريخ پورې اړه لري؛ نو ځكه يې يو څو را اخلو:

شك نۀ شته،د انسان چې څومره روح غښتلى وي؛نو پر فكر او كړنلار يې اغېز كوي،داسې كسان شته،چې په مېړانه د چاپېريال له عواملو سره جنګېدلي او ځان يې له هر ډول ککړتيا خوندي ساتلى دى؛زموږ د خبرو ننګيالى هم د داسې انسانانو بېلګه ده،چې د ژوند په كتاب كې يې ډېرې روښانه پاڼې ليدل كېږي.

 فكر وكړئ،يو سړى چې په داسې ټولنه كې اتيا كاله ژوند وكړي،چې بوت لمانځنه،شراب څښل،سود خوړل، وژنه او فحشا يې د ژوند عادي چارې وي او په خپله يې يو ګوټ شراب هم نۀ وي څښلي او خلك د وژنې، فحشا او له محارمو سره له واده ژغوري؛نو پوه شئ  دا ډول كسان ډېر لږ پيدا كېږي.

 هو! د اسلام د پېغمبر نيكه بايد داسې سپېڅلى انسان وي. چې په باب يې ويل كېږي،چې په هغه بوت لمانځنې زمانه كې موحد انسان و، چې پر معاد يې  ايمان درلود او تل يې ويل: (( ظالم به په همدې دنيا كې د خپلو كړنو سزا ويني او كه داسې و نۀ شول؛ نو د قيامت پر ورځ خو يې ويني ويني. )) (25)

"حرب بن اميه" د "عبدالمطلب" خپلوان و،چې په خپله هم د قريشو له سترو شخصيتونو و. په ګاونډ كې يې يو يهودى اوسېده،چې يوه ورځ د "تهامه" په بازار كې په غوسه شو او د هغه او "حرب" په منځ كې شخړه رامنځ ته شوه او يو بل ته يې ترخې خبرې وكړې او دا شخړه ددې لامل شوه،چې يهودى د حرب په  لمسون ووژل شي.

 "عبدالمطلب"،چې له دې پېښې خبر شو؛نو ورسره يې مړى ژوندى پرېښود او كوښښ يې كاوه،چې له حربه د يهودي د وينې بيه واخلي او د هغه كورنۍ ته يې وركړي.

 دا پېښه راښيي،چې "عبدالمطلب" څومره عادل او د بېوزليو ملاتړ و.



پر خبره ولاړ

سره له دې چې جاهلي عرب په اخلاقي فساد كې ډوب وو؛ خو بيا هم ځينې داسې ځانګړنې يې درلودې،چې د ستاېنې وړ وې؛لكه د تړون ماتول په کې ناوړه كار او ګناه بلل كېده. كله چې به د  عربو له نورو ټبرونو سره ډېر لوى لوى تړونونه کېدل؛ نو تر پايه به پر خپله  خبره ولاړ وو.

"عبدالمطلب" د زمزم چينې د شاوخوا د جوړولو پر مهال  احساس كړه، چې د زيات شمېر اولاد د نۀ درلودو له امله،په قريشو كې کمزورى او بېوسى دى؛ نو ځكه نذر يې وكړ، چې كه د اولاد شمېر يې لسو ته ورسېد؛ نو يو به د كعبې مخې ته قرباني كړي؛خو له دې نذره يې څوك خبر نۀ کړل. ډېر وخت لا نۀ و تېر،چې د زامنو شمېر يې لسو ته ورسېد او وخت يې رارسېدلى،چې پر خپله خبره ودرېږي."عبدالمطلب" ته ددې پېښې تصور ډېر سخت و او وېره يې درلوده،چې كه دا كار و نۀ کړي؛ نو د تړون ماتيو په ډله كې به راشي؛نو ځكه يې دا خبره خپلو زامنو ته وكړه،چې دې كار ته په خپلو زامنوكې پچه واچوي. پچه يې واچوله، چې د "عبدالله" (د پېغمبر اکرم د پلار) په نامه راوخته. "عبدالمطلب" يې بې ځنډه لاس ونيو او د قربانۍ ځاى ته روان شول.

د "قريشو"؛نرو ښځې له دې كاره خبر شول؛خلكو ژړل او هر چا ويل: كاشکې! زه يې ددې ځوان پر ځاى حلال كړى وم.

قريشو مشرانو وويل:((كه كېداى شي پر ځاى يې خپله شتمني قرباني كړو؛نو چمتو يو له خپلې شتمنۍ تېر شو. ))

 "عبدالمطلب" دې سترو احساساتو ته حيران و او چورت وړى و،چې ګنې د تړون ماتيو په ډله كې را نۀ شي؛خو سره له دې، د چارې د لټون هڅه يې هم كوله.

 په خلكو كې يو تن غږ وكړ: (( ددې ستونزې په باب د عربو له يوه پوه سره سلامشوره وكړئ! كېداى شي ورسره د حل لار وي. ))

د ټبر مشرانو او "عبدالمطلب" ومنله او هغه پوه سړي ته ورغله، چې په "يثرب" كې اوسېده.

 پوه پالي له هغوى يوه ورځ مهلت وغوښت. بله ورځ چې ورغلل؛نو پالي ورته وويل: د انسان د وينې بيه څومره ده؟ورته وويل شول: لس اوښان. پالي: ولاړ شئ او ددې ځوان او اوښانو ترمنځ پچه واچوئ؛ كه پچه د ځوان په نامه راووته؛ نو د اوښانو شمېر دوه ګرايه كړئ او كه بيا هم پچه دا ځل د ځوان په نامه شوه؛ نو د اوښانو شمېر درې ګرايه كړئ او همداسې پچه اچوئ،څو چې پچه د اوښ په نامه راووځي.

د پالي دې وړانديز د خلكو احساسات كابو كړل؛ځكه په وينو كې پروت د"عبدالله" په څېر د ښکلي ځوان كتل ورته ډېر سخت و او د اوښانو قرباني ورته اسانه وه.

 خلك مكې ته راستانه شول او په جرګه كې يې لس ځله پچه واچوله،چې د اوښانو شمېر سلو ته ورسېد؛نو خلك خوشحاله شول،چې "عبدالله" بچ شو؛خو "عبدالمطلب" راپاڅېد او ويې ويل: له سره پچه واچوئ، څو ډاډ پيدا كړم خداى مې پردې كار راضي دى.

 درې ځل يې پچه واچوله او د اوښ په نامه راووته؛نو "عبدالمطلب" ډاډه شو، چې خداى يې پر كار راضي دى."عبدالمطلب" امر وکړ، چې له اوښانو مې سل كعبې ته قرباني كړئ.(26)

له پېغمبر اکرم (ص) نه روايت دى:(( زه د دوو تنو  زوى يم، چې پر "ذبح" او حلالو محكوم شوي وو))،چې مطلب يې حضرت "اسماعيل"  عليه السلام او  حضرت "عبدالله" دى.



د عام الفيل پېښه

په قرآن شريف كې د "اصحاب فيل" پېښه په لنډو راغلې ده. تاريخ د دې پېښې لامل داسې ليكي:

د "يمن"  چارواكي "ذونواس"،چې د خپل حكومت بنسټونه غښتلي كړل؛نو په يوه سفر كې له يثربه، چې په هغه وخت كې يې ښه ديني موقعيت درلود تېرېده.يهوديان راټول شوي وو او په دې ښار كې يې زيات عبادت ځايونه جوړ كړي وو.

 وخت او موقعيت پېژاندي يهودي،دې چارواكي ته تود ښه راغلاست ووايه او خپل دين ته يې راوباله،چې په ملاتړ کې يې ځان د بوت لمانځيو عربو او مسيحيانو له بريدونو وژغوري.

 د يهودانو تبليغاتو پر ذونواس اغېز وكړ او د يهوديت دين يې ومانه او ذونواس هم د يهودو په پرمختګ كې خورا زيار واېست. ځينو نورو هم له وېرې د يهوديت دين ومانه او چا چې ورسره مخالفت كاوه؛نو  ډېره جزا يې وركوله؛خو د "نجران" خلكو چې له پخوا  يې د "مسيحيت" دين منلى و، په هېڅ قيمت حاضر نۀ شول خپل دين پرېږدي او يهوديت ومني. د نجران د خلكو سرغړونه د "يمن" پر واكمن بده ولګېده او په لوى لښكر يې د نجران د ياغيانو د ځپلو هوډ وكړ. د لښكر بولندوى د نجران د ښار غاړې ته غونډ جوړ كړ او د لوى خندق تر كنلو وروسته يې پکې اور بل كړ او مخالفين يې په سوځولو وګواښل. د نجران مېړنيو خلك، چې د "مسيحيت" دين يې د زړۀ له كومې منلى و،و نۀ  وېرېدل او مرګ او سوځېدل يې ومنل؛ خو يهوديت يې و نۀ مانه. پايله دا شوه، چې بدنونه يې په اور كې جوغدي شول.(27)

دا پېښه په قرآن شريف كې د اصحاب الاخدود" په نامه د بروج په (4-8) آيتونو كې راغلې ده.(28)

"ابن اثير جزري"؛اسلامي تاريخپوه ليكي: له دې پېښې د نجران يو اوسېدونكى د "دوس" په نامه "د روم قيصر" ته چې د "مسيحيت" ټينګ پلوى و وروتښتېد، نجراني ترې وغوښتل،چې دې خونړى انسان نه د خپلو کړنو سزا ورکړي او په سيمه كې د "مسيحيت" د دين بيرغ بيا ورپوي.

د روم واكمن پر پېښه خواشيني څرګنده كړه او نجراني ته يې داسې ځواب وركړ:(( دا،چې د واكمنۍ مركز مې ستاسې له سيمې لرې پروت دى؛ نو زه به داسې وكړم، چې د "حبشې" واكمن؛ "نجاشي"،ته به ليک وليكم، چې ددې دردوونكې پېښې غچ واخلي. ))

 "نجراني" د "روم" له واكمنه ليك واخېست او په بيړه يې ځان "نجاشي" ته ورساوه او کيسه يې ورته وكړه.

 د حبشې د واكمن په رګونو كې د غيرت وينې په خوټېدو شوې او اويا زره كسيز لښكر يې د حبشي د بولندوى؛ "ابرهه الاشرم" په مشرۍ "يمن"  ته ولېږه. د حبشې منظم لښكر د سمندر له لارې د "يمن"  په سواحلو كې واړول. ذونواس چې څومره هڅې وكړې خلك او قبايل مبارزې ته راوهڅوي؛خو چا مثبت ځواب ور نۀ کړ،چې بالاخره يې په يوه كوچني بريد حكومت راوپرځېد او د "يمن"  اباد هېواد د حبشې تر واكمنۍ لاندې راغى او د لښكر بولندوى "ابرهه" د حبشې د واكمن له لوري والي وټاكل شو.

"ابرهه" د خپلې بري او غچ اخستو په مستۍ كې ډوب و او له شهوت پالۍ يې يوه شېبه هم لاس وا نۀ خېست او د حبشې د پاچا د خوشحالۍ لپاره يې په "صاف" كې لويه "كليسا" جوړه كړه، چې په خپل وخت كې يې سارى نۀ درلود،بيا يې ليك نجاشي ته وليكه: د كليسا د جوړېدو كار بشپړېدونکى دى،په پام كې لرم د "يمن"  خلك د كعبې له زيارته منع كړم، چې همدا كليسا د ټولو زيارت شي.

 ددې ليك مضمون پر خلكو ناوړه اغېز وكړ، تردې چې يو شپه د "بني افقم" د ټبر يوې ښځې په دې  كليسا كې متيازې وكړې او په دې  كار يې حکومت ته خپله غوسه وښووه، چې دې كار حكومت ډېر په غوسه كړ. بل خوا څومره به،چې دوى په خپلې كليسا کې ګوتې وهلې،چې ښکلې يې كړي،هومره به له کعبې سره د خلكو مينه  نوره هم زياتېده. دې چارو "ابرهه" دې ته اړ كړ،چې كعبه ړنګه کړي. په همدې موخه يې يو لښكر تيار كړ د لښكر مخې به "فيلانو" روان وو، چې د "ابراهيم خليل الله" په لاس جوړه شوې كعبه ورانه کړي.

 عربو مشرانو حالات نازك وليدل او يقين يې وكړ،چې د عربو خپلواكي او شخصيت په زوال كې دى؛خو د "ابرهه" تېرو بريو هغوى له هر ډول ګټور هوډه بيوسې كړي وو؛خو سره له دې،ځينې غيرتمن وګړي او ټبرو د "ابرهه" پر وړاندې ودرېدل او په مېړانه وجنګېدل،چې يو ترې "ذونفر" و، چې د "يمن"  له مخورو و او خلكو ته يې وويل :د کعبې دفاع وكړئ ؛خو ډېر وخت تېر نۀ شو،چې د "ابرهه" پاڅونونه يې له ماتې سره مخ كړل.

 تر هغوى وروسته "نفيل بن حبيب" سخته مبارزه پېل كړه؛ خو ماتې يې وخوړه او په خپله نفيل د "ابرهه" له لښكر سره اسير شو او نفيل له "ابرهه" بښنه وغوښته؛خو "ابرهه" ورته وويل: په يوه شرط دې بښم،چې موږ ته د کعبې لار وښيي. نفيل د "ابرهه" لښكر تر "طايف" پورې را و رساوه او بيا يې دا دنده خپل ملګري "ايورغال" ته  وسپارله.

 ايورغال لښكر ته د "مغمس" تر سيمې پورې ، چې مکې ته نږدې و لارښوونه وكړه. د "ابرهه" لښكر هلته ځاى پر ځاى شو او د پخواني دود له مخې، "ابرهه" خپل بولندوى ته دنده وركړه،چې د خلكو مالونه او اوښان لوټ كړي، چې په لوټ شويو اوښانو كې 260 اوښان د "عبدالمطلب" هم وو. بيا "ابرهه" خپل يو بل بولندوى "حناطه" ته دنده وركړه،چې د قريشو له  مشرانو سره خبرې اترې وكړې او ورته يې وويل: د کعبې ويجاړه شوې منظره مې په ذهن كې انځور شوې ده.

ښكاره ده، چې "قريش" به په پېل كې څه مقاومت وښيي؛خو چې وينه يې تويه نۀ شي؛ نو نېغ به مکې ته ولاړ شي او مشر ته به يې ځان ورسوي او ورته وبه وايي: موخه مې د كعبې ويجاړول دي او كه قريشو مقاومت ونۀ کړ؛ نو هېڅ ډول  تېرى به پرې ونۀ شي.

 د "ابرهه" استازى مكې  ته راننووت، چې په دې  باب خبرې اترې وكړي ؛ ګوري چې د قريشو ډلې په هر ګوټ او كونج كې ناستې دي؛ نو استازي د كعبې د مشر پوښتنه يې وكړه؛ نو د "عبدالمطلب" كور ته يې بوت.

 "عبدالمطلب" د "ابرهه" د پيغام په اورېدو وويل: موږ به هېڅكله دفاع ونۀ کړو! كعبه د خداى كور دى. هغه كور،چې "ابراهيم خليل الله" جوړ كړى دى. د خداى چې څه خوښه وي، هماغسې به وكړي.

 د "ابرهه" د بولندوى د "عبدالمطلب" نرم او سوله ييز منطق چې له قوي ايمانه يې سرچينه اخيستې وه خوښ نۀ شو او له "عبدالمطلب" نه يې وغوښتل، چې ورسره د "ابرهه" د لښكر غونډ ته ولاړ شي.


 د ابرهه د لښكر غونډ ته د عبدالمطلب تګ

"عبدالمطلب" له څو زامنو سره د "ابرهه" غونډ ته ولاړ. د قريشو د مشر متانت،وقار او ستروالى ددې لامل شو،چې "ابرهه" له خپل تخته راكوز شي،د "عبدالمطلب" لاس يې ونيو او له ځان سره يې پر تخت كېناوه او بيا يې پر درناوي د ژباړن په خوله عبدالمطلب وپوښت: څنګه راغلى يې او څه غواړې؟

"عبدالمطلب" : زه په مالونو او اوښانو پسې راغلى يم، چې 260 اوښان پکې زما دي. زه له تاسې هيله كوم،چې هغه خپلو مالكانو ته وركړې.

"ابرهه":د څېرې رڼا دې راته د دنيا هومره ستره ده؛خو ستا دې وړې غوښتنې زما  په نظر ستا ستروالى راټيټ كړ! زه خو دلته ستا د نيكونو د معبد ورانولو ته راغلى يم او تمه مې درلوده،چې د كعبې خبره به رامنځ ته كړې،چې ما له دې كاره، چې ستاسې سياسي او ديني استقلال ته يو ګوزار دى؛ستون کړى بيخي مي توقع نۀ درلوده،چې تۀ به د څو بې ارزښته څيزونو شفاعت ته راغلى يې.

 "عبدالمطلب" : زه ددې اوښانو خاوند يم او هغه كور هم خپل خاوند لري او د هر ډول بريده مخنيوى به يې وكړي.

 "ابرهه" ددې خبرې په اورېدو سر وخوځاوه  او په غرور يې وويل: په دې  لار كې څوك نۀ وينم،چې مخنيوى مې وكړي.

 بيا يې امر وكړ، چې لوټ شوي مالونه يې بېرته وركړي.



قريش په تمه دي

"قريش" په بې صبرۍ په تمه وو، چې "عبدالمطلب" راشي او خلك له دښمن سره له خبرو اترو خبر كړي.

 "عبدالمطلب" د قريشو مخورو ته وويل: څومره ژر مو،چې له لاسه كېږي،ځانونه او مالونه مو درو او غرو ته ورسوئ،چې له زيانه خوندي شئ.

 څو شېبې وروسته خلكو خپل كورونه پرېښوول او غرونو ته ولاړل.په غرونو كې د ماشومانو او ښځو ژړاګانو او د څارويو غږونو انګازې كولې.

"عبدالمطلب" په هماغه تپه تياره كې له څو قريشو سره له غره راكوز شو او ځانونه يې كعبې ته ورسول. حال دا چې د "عبدالمطلب" اوښكې بهېدې او په دردمن زړۀ يې د كعبې كړۍ په لاس كې ونيوه او له خپل خداى سره يې داسې خواله وكړه :

خدايه!  بې تا يې له شره د خونديتوب بله هيله نۀ لرو.خدايه! هغوى له خپل حريمه لرې كړه. د كعبې دښمن ستا دښمن دى. خدايه! پرې يې نۀ ږدې چې كور دې خراب كړي. خدايه! بنده دې د خپل كور دفاع كوي؛نو تۀ دې هم د خپل كور دفاع وكړه. خدايه! داسې ورځ مۀ راولې، چې صليب يې برلاسى شي.

 بيا يې د كعبې كړۍ پرېښووه او غره ته ولاړ،چې له هغه ځايه ننداره وكړي، چې څه به كېږي.

سبا،چې "ابرهه" او لښكر يې د مکې پر لور را روان و؛ نو د سمندر له لوري ډلې ډلې مرغۍ راښكاره شوې،چې په خولو او پښو كې يې واړه واړه كاڼي وو.د مرغيو سيوري د "ابرهه" پر لښكر اسمان تياره كړ. دې مرغيو د خداى په امر د "ابرهه" پر لښكر دكاڼو باران راکوز كړ، چې سرونه يې ورمات كړل او د بدنو غوښې يې توې شوې. يو كاڼى د "ابرهه" پر سر هم ولګېد.رپ او وېره پرې راغله او يقين يې وكړ، چې د خداى عذاب پرې نازل شوى دى. لښكر ته يې وليدل،چې د شوې د پاڼو په څېر پر ځمكه رژېدلى پروت دى او هغوى،چې روغ پاتې وو، ورته يې وويل: د ستنېدو تيارى ونيسئ او په بيړه د "صفا" پر لور روان شول، ان په خپله "ابرهه"، چې صفا ته ورسېد؛نو غوښې يې توې شوې او په عجيبه وضع ومړ.

دا كيسه خداى تعالى په قرآن كريم كې داسې راوړې ده:

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ

آيا و دې نۀ ليدل،چې پالونكي دې له فيل سپرو [= د "ابرهه" لښكر چې د كعبې ويجاړولو ته راغلى و] سره څه وكړل؟!

أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ= آيا د هغوى دسيسه يې شنډه نۀ کړه؟!

وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ = او ډلې ډلې مرغان يې پرې ولېږل،

تَرْمِيهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّيلٍ= چې د پخې خټې په کاڼو يې وولي؛

فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَّأْكُولٍ= نو (په پاى كې، خداى) هغوى د ژووليو وښو په څېر وګرځول. (29)



د "ابرهه"  تر ماتې  وروسته

د "ابرهه" وژل كېدل،د كعبې او مكې خلك د نورو عربو په نظر ستر كړل؛نور چا جرات نۀ درلود د قريشو پر سيمه بريد وكړي يا يې وځوروي او په مغزو كې يې د كعبې د ورانولو فكر وګرځي.

 عمومي افكارو داسې قضاوت كاوه: خداى د خپل كور او د قريشو د احترام او عظمت له امله دښمن وځاپه او ډېرو لږو داسې فكر كاوه، چې دا كار د کعبې ساتنې ته شوى دى او په دې امر كې د قريشو سترتيا او کوچنى والى ونډه نۀ لري او ګواه يې دا خبره ده،چې پر قريشو ډېرو واكمنو بريدونه کړي؛خو داسې كانه پرې نۀ وه شوې.

دې اسان او بې وينې توييدنې بري د قريشو په فكر او زړۀ كې نوي فكرونه پيدا كړل؛غره شول او نورو ته په محدوديتونو قايل شول؛ځكه  فكر يې كاوه په عربو كې غوره دي او انګېرله يې،چې يوازې دوى د 360  بوتانو د ملاتړ خاوندان دي. همدا وو،چې مزې چړچې او فحشا يې لا نوره هم ډېره كړه.

 ګروهمن وو، چې خوږ ژوند يې ددې بوتانو پايله ده، چې نور عرب يې بې له دوى ذليل او خوار كړي دي.

دې ټولو افكارو او كړنو د "نړيوال مصلح" او "سمونپال" راښکاره کېدو ته شرايط چمتو كړي وو.

"ورقه بن نوفل" د ژوند په وروستيو كې مسيحي شوى و او د "انجيل" له مخې يې،چې د خداى او د پېغمبر اکرم په باب خبره كوله؛نو د مكې فرعون "ابوسفيان" به ورته تريو تندى نيوه او په غوسه كېده .

 "ابوسفيان" به ويل: موږ داسې خداى او پېغمبر ته نۀ يو؛ځكه د بوتانو له لورېينو او ملاتړه برخمن يو.

عبدالله

يوه ورځ "عبدالمطلب"،د خپل څلرويشت کلن زوى (عبدالله) ژوند د سلو اوښانو په وركولو بېرته واخېست. دا پېښه ددې لامل شوه، چې "عبدالله" پر قريشو سربېره،په خپلې كورنۍ كې هم د ځانګړي مقام خاوند شي؛ځكه كوم څيز چې ګران او په سختۍ لاس ته راشي؛نو ورسره زياته مينه كېږي؛ ځكه نو"عبدالله" په خپل ټبر،كورنۍ او خپلوانو كې ځانګړى احترام درلود.

هغه ورځ،چې "عبدالله" له خپل پلار سره د قربانۍ د ځاى پر لور روان  و؛ نو له متضادو احساساتو سره مخ شو.پلار ته د درناوي حس پرې واكمن و؛ نو ځكه يې بې له تسليمه بله هېڅ چاره نۀ درلوده؛خو بل خوا د تقدير لاسونو غوښتل د ژوند د پسرلي ګلونه يې د مني د ګلونو په څېر مړاوي نۀ کړي. د احساساتو او غمونو څپې يې په زړۀ كې څپاندې شوې. هماغسې چې په خپله "عبدالمطلب" د دوو ځواکونو؛يعنې ايمان او عاطفې ترمنځ راګېر شوى و او دې پېښې په دواړو كې د خپګان څپه راپورته كړې و؛ خو مشكل په داسې بڼه حل شو،چې بيان شو. "عبدالمطلب" ته فكر ورغى، چې د "عبدالله" خپګان له "آمنې" بي بي سره د واده له لارې جبران كړي؛ نو چې "عبدالمطلب" د قربانۍ له ځايه راستون شو؛ نو نېغ  د "وهب  بن عبد مناف بن زهره" كور ته ولاړ او د هغه پر لور"آمنه" يې، چې په پاكلمنۍ او عفت  مشهوره  وه مرکه وکړه او خپل زوى ته يې نكاح كړه او په هماغه مجلس كې يې پر "لاله" ځان ته، چې د "آمنې" د تره لور وه مرکه وکړه او "حمزه" [د پېغمبر اکرم تره] ترې وزېږېد.

په يثرب كې د عبدالله مرګ

"عبدالله" تر واده وروسته د رڼا ژوند پېل كړ او د ژوند تياره يې په آمنې بي بي رڼا كړه او څه موده وروسته يې سوداګري پېل كړه. له يوه كاروان سره "شام" ته روان شو. دا مهال آمنه بي بي دوه ځانې وه. څو مياشتې وروسته د كاروان د راتلو خبر راورسېد. ځينې استقبال ته بهر وتلي وو. د "عبدالله" بوډا پلار په تمه و او د نږور سترګو يې هم،"عبدالله" په كاروان كې لټاوه. له بده مرغه "عبدالله" پکې نۀ و او په پوښتنه پوه شول،چې "عبدالله" په راستنېدو كې ناروغ او د خپلوانو كره پاتې شوى دى. دې خبر سخر او نږور ډېر خپه كړل او ويې ژړل.

 "عبدالمطلب" ورپسې خپل مشر زوى (حارث) ولېږه،چې له ځان سره يې راولي،چې مدېنې ته ورسېد؛نو خبر يې كړ،چې "عبدالله" د كاروان تر تلو يوه مياشت وروسته،د ناروغۍ له امله مړ شوى دى. حارث راستون شو او خپل پلار او ورندار يې له دې پېښې خبر كړل. له "عبدالله" يوه رمه، يوه مينځه "ام ايمن" او پينځه اوښان پاتې وو.(30)*



څلورم څپرکى

د پېغمبر اکرم (ص) ميلاد

د هر ستر انسان د ژوند هر څپرکى د څېړنې وړ دى. كله د يو انسان شخصيت دومره ستر وي،چې د ژوند ټول څپرکي،ان د ماشومتوب او تيخورۍ پړاو يې هم د پام وړ ګرځي.

د ټولنو د لارښوونکيو،د خپل وخت د نابغه وو او د تمدن د قافلې د مشرانو ژوند،معمولاً له خوندورو، پام وړ،حساسو او هېښندو ټكيو ډك وي،د ژوند كتاب يې له هغه وخته،چې څاڅکى يې تړل كېږي، ترمړينې پورې له اسرارو ډك وي.

قرآن شريف (طه سورت 41-43 آيتونه) د حضرت موسى عليه السلام د ژوند کيسه ډېره رازمنه سپړلې او وايي: د سلګونو ماشومانو سرونه ځکه پرې شول، چې موسى ونۀ زېږي؛ خو الهي اراده وه، چې موسى بايد وزېږي؛نو نۀ يوازې دښمنانو يې كوچنى شانته ازار ور و نۀ رسولاى شو؛ بلكې تر ټولو لوى دښمن يې ملاتړ شو.

قرآن شريف وايي: ((د موسى مور ته مو وحې وكړه، چې خپل زوى په يوه صندوق كې كېږدي، د اوبو څپې به يې ساحل ته ورسوي. زما او د هغه دښمن به يې ملاتړ شي،مينه به يې د دښمنانو په زړونو كې پيدا كړم او زوى به دې بېرته در وګرځوم.

د موسى خور د فرعون ښار ته ورغله او ويې ويل: زه داسې ښځه پېژنم،چې کړاى شي،ستاسې دا په زړۀ پورې زوى وروزي؛ نو د حضرت موسى مور د حكومت له لوري موظفه شوه،چې د هغوى د خوښې ماشوم وروزي.))

د  حضرت "عيسى" عليه السلام زوكړه او روزنه به دې تر موسى عليه السلام هم زيات حيران كړي.

 قرآن شريف د حضرت مسيح کيسه داسې راوړې ده.(31)

((مريم، د مسيح مور، له خپل قومه لرې شوه، روح (جبرائيل) په بشري بڼه راغى او زېرى يې پر وكړ،چې مامور يم، تا ته سپېڅلى زوى دركړم.

مريم حيرانه شوه او ويې ويل: له ما سره خو چا كوروالى نۀ دى  كړى او زه په خپله هم بدكاره نۀ يم. استازي مو ورته وويل: دا كار خداى ته اسان دى،چې بالاخره،خداى د مسيح رڼا د هغه د مور په زيلانځ كې كېښووه،د زېږون د درد  له لاسه، د خرما ونې ته ولاړه، له خپل زېږونه په خپګان كې وه،حکم مو وركړ،چې د خرما ونه وخوځوي،چې تازه خرما ترې راتويه شي، زوى يې وزېږېد او مريم له خپل زوى سره خپل ټبر ته ورغله.د خلكو خولې له حيرته وازې شوې او پر مريم د نيوكو سيلاب رامات شو،مريم ته حکم شوى و: څوك چې هره پوښتنه لري؛نو له دې ماشومه دې يې وکړي. هغوى وويل: آيا په زانګو كې تيخور ويده ماشوم خبرې كړاى شي؟ په دې  وخت كې "عيسى" خبرې پېل كړې او ويې ويل: زه د خداى بنده يم، د خداى كتاب او د پېغمبرانو په لړ کې يم.(32)*

چې د قرآن،"تورات"  او مسيح پلويان ددې دوو الوالعزمو پېغمرانو د زوکړې په باب په ډاډ پر بيان شويو مسايلوګواهي وركوي؛نو ولې د اسلام د پېغمبر د زوكړې حيرانوونكې پېښې سختې وګڼل شي او انسان پرې حيران شي.؟

د احاديثو او تاريخ په کتابو كې لولو:

د حضرت "محمد" صلى الله عليه و آله و سلم د زوكړې پر مهال د "كسرى" ماڼۍ درزمنه شوه او څو ستنې يې ونړېدې ، "د فارس اورتون" مړ شو، د "ساوه سمندر" وچ شو، د مكې بوتان رانسکور شول، له مبارك تنه يې يوه رڼا، چې له لرې کتل كېده د اسمان پر لور اوچته شوه."انوشېروان" بوږنوړى خوب وليد.حضرت "محمد"(ص)، چې وزېږېد؛نو نوم يې پرې شوى و او سنت  شوى هم و او ويې ويل: ((الله اكبر والحمدلله كثيراً سبحان الله بكرة واصيلاً. )) (33)



د پېغمبر اکرم (ص) د ميلاد كال، مياشت او ورځ

ډېرى سيرة ليكونكي يوه خوله دي،چې د پېغمبر اکرم زوكړه پر 570 ز پر کال پر عام الفيل وه؛  ځكه شك نشته، چې هغه پر  632 ز کال كې له دې نړۍ تللى او هغه 62 يا 63 كلن و؛نو ويلاى شو، چې زوكړه يې د 570 ز كال په شاوخوا كې وه.

ډېرى محدثين د پېغمبر اکرم د زوكړې په باب يوه خوله دي، چې په ربيع الاول مياشت كې ده؛خو د ورځې په باب يې يوه خوله نۀ دي. په اهل تشيع و كې مشهوره ده،چې د ربيع الاول پر اوولسمه د جمعې پر ورځ زېږېدلى او اهل سنت وايي، چې د دوشنبې پر ورځ د ربيع الاول پر دولسمه زېږېدلى دى.

"مقريزي" د "الامتاع" په درېيم مخ كې د پېغمبر اکرم (ص) د زوكړې په باب ټولې ويناوې راخيستې دي.



د پېغمبر اکرم نوم اېښوونه

اوومه ورځ راورسېده. "عبدالمطلب" د خداى په شكرانه كې پسه حلال كړ او خلك يې راوغوښتل،چې "قريش" هم پکې هم وو او پر خپل لمسي يې "محمد" نوم كېښود،چې وپوښتل شو،ولې دې پرې د "محمد" نوم كېښود، دا نوم خو په عربو كې ډېره مخينه نۀ لري؟ "عبدالمطلب": غوښتل مې په ځمکه او اسمانو كې وستايل شي.

 په دې  باب د پېغمبر اکرم شاعر "حسان بن ثابت" ويلي:

((فشق له من اسمه ليجله             فذوالعرش محمود و هذا محمد))

(خداى تعالى له خپلو نومونو يو نوم په خپل استازي كېښود؛ نو ځكه (خداى) ((محمود)) او پېغمبر يې "محمد"  دى)

دا دواړه ټكي له يوې رېښې دي او يوه مانا وركوي.(34)

شك نشته، چې په دې  نوم ايښوونه كې الهي الهام و؛ځكه  كه څه هم په عربو كې د "محمد" نوم مشهور و؛خو په هغه وخت كې لږو خلكو پر خپلو زامنو ايښووه.

 د تاريخپوهانو د سمو شمېرنو له مخې، تر هغه وخته پورې،يوازې 16 تنو د "محمد" نوم درلود.

 شاعر وايي:

ان الذين سموا باسم محمد           من قبل خير الناس ضعف الناس

د اسلام له پېغمبرمخكې، شپاړس تنه، د "محمد" په نامه يادېدل.(35)

"احمد" د اسلام د پېغمبر له مشهورو نومونو و.

 كه چا لږه مطالعه كړې وي؛ نو پوهېږي چې د پېغمبر اکرم دوه نومونه وو او خلكو به په دواړو ياداوه:يو "محمد" چې "عبدالمطلب" پرې ايښى و او بل "احمد"،چې مور يې (آمنې بي بي) پرې ايښى و. دا خبره په تاريخونو كې راغلې او "حلبي" په خپل "سيرة" کې هم راخيستې ده.(36)

د پېغمبر اکرم ګران تره "ابوطالب" (چې د عبدالمطلب تر مړينې وروسته يې د "محمد" (ص) پالنه كوله) په خپلو اشعارو كې كله  د "محمد" او كله د "احمد" په نامه ياد كړى دى.

د تيخورۍ پېر

د قريشو دې ماشوم يوازې درې ورځې د خپلې مور شيدې وروولې او بيا دوې نورې ښځې د پېغمبر په داييتوب وياړمنې شوې.

1 _ ثويبه:

 د "ابولهب" مينځې،څلور مياشتې پېغمبر اکرم ته شيدې وركړې، چې پېغمبر اکرم او مېرمن يې حضرت خديجې بي بي تر پايه په ښو يادوله.هغې مخكې حضرت حمزه اسدالله (د پېغمبر اکرم تره) ته هم شيدې وركړې وې. تر بعثت وروسته پېغمبر اکرم يو تن په "ابولهب" پسې ولېږه، چې ترې و يې پېري؛ خو "ابولهب" و نۀ منله؛خو تر پايه د پېغمبر اکرم له مرستو برخمنه وه. چې کله پېغمبر اکرم د "خيبر" له سوبې راستون شو؛ نو خبر شو،چې "ثويبه" مړه شوې؛ نو ډېر پرې خواشينى شو. د هغې د زوى پوښتنه يې وكړه، چې په حق كې يې نېكي وكړي؛خو خبر شو، چې له مور مخكې مړ شوى دى.(37)



2 _ حليمه:

 د"ابي ذويب" لور وه، چې د "سعدبن بكربن هوازن" له ټبره  وه، چې اولاد يې دا و:"عبدالله"،"اسيه" او "شيما"،چې وروستي اولاد يې هم د پېغمبر اکرم روزنه کړې ده.

 د عربو مخورو دود و،چې خپل اولاد يې بېديانيو دايانو ته ورسپاره چې وده يې سمه او هډوكي يې كلك راشي او همداسې هم د "وبا" له ناروغۍ خوندي وي او لنډه دا،چې عربي په ځانګړي چاپېريال كې زده كړي ،چې په دې برخه كې د "بني سعد" دايانې مشهورې وې. هغوى به په ټاكلي وخت كې مكې ته راتلې او ماشوم به يې له ځان سره بېوه.

 د پېغمبر اکرم له زوكړې څلور مياشتې تېرې وې،چې د "بني سعد" ټبر دايانې مكې ته راغلې.پر هغه كال سخته وچكالي او سوکړه وه او دوى شتمنو عربو ته ډېرې اړمنې وې.

ځينې تاريخ ليكونكي ليكي: يوه دايه هم حاضره نۀ وه، چې حضرت "محمد" ته شيدې وركړي؛ځكه هرې يوې غوښتل،چې د هغه چا دايتوب وكړي،چې يتيم نۀ وي،او پلار يې شتمن وي،ان حليمې هم دا ځل د حضرت "محمد" داييتوب ته غاړه کېښووه؛ خو دا چې حليمه په خپله کمزورې وه،چا ورته خپل اولاد و نۀ سپاره؛نو له ناچارې يې د "عبدالمطلب" لمسى قبول كړ او خپل مېړه ته يې وويل: ((تر خالي لاس تلو به ددې يتيم وړل ښه وي.كېداى شي خداى راباندې ولورېږي.)) خو اټكل يې رښتيا وخوت او چې له كله يې د حضرت "محمد" (ص) داييتوب ومانه؛نو د خداى د رحمت چينې  پرې راماتې شوې. (39)

د قريشو دا ماشوم يې؛ځکه بلې دايي ته ورنۀ کړ،چې حضرت "محمد" د بلې دايي تى وانه خيست؛ خو د حليمې تى يې وروده، چې دې كار د "عبدالمطلب" كورنۍ ډېره خوشحاله كړه.(40)

"عبدالمطلب" دايي ته وويل: د كوم ټبر يې؟ ويې ويل: د بني سعد. بيا يې وپوښتله:نوم دې څه دى؟ ځواب يې وركړ: حليمه. "عبدالمطلب"  ددې خبرو په اورېدو خوشحاله شو او ويې ويل: افرين! افرين ! دوه ښكلي خويونه؛ نېكمرغي او زغم.(41)



پينځم څپرکى

د پېغمبر اکرم (ص) ماشومتوب

تاريخ شاهد دى،چې د مسلمانانو د ستر مشر ژوند له وړكتوبه تر پېغمبرۍ هيښنده کرامتي پېښې درلودې او ټول په يوه خوله ګواهي وركوي،چې د پېغمبر ژوند عادي ژوند نۀ و.

1 _ تاريخپوهان د حليمې له خولې وايي: له هغې ورځ مې،چې د آمنې د زوى روزنه ومنله؛نو مور يې ناسته وه. غوښتل مې، چې شيدې وركړم؛ نو خپل چپ تى مې وركړ؛خو ماشوم ښي تي ته زور كاوه او زما چې اولاد شوى؛ ښي تى مې وچ دى.ښي تي ته د ماشوم زور دې ته اړه كړم،چې ښي تي ته يې واچوم. ماشوم چې ښى تى وروده شيدې پکې پيدا شوې. دې پېښې ټول حيران كړل.(41)

حليمه بيا وايي: له هغې ورځې مې،چې "محمد" خپل كور ته راوستى؛ نو په كور كې مې ورځ پر ورځ بركت زيات شوى؛رمه او مال مې هم ډېر شوى دى.(42)

په قرآن كې همدې ته ورته پېښې د حضرت مريم بي بي (د حضرت "عيسى" مور) په باب شته. د زوکړې وخت،چې راورسېد؛نو يوې ونې ته يې پناه يووړه او له ډېر درد،يوازېتوب او د خلكو د تورونو له وېرې يې له خدايه مرګ وغوښت،چې په دې وخت كې يې غږ واورېد: مۀ خپه کېږه! خداى دې تر پښو لاندې د اوبو چينه پيدا كړه او د كجورې وچه ونه وخوځوه،چې تازه خرما ترې راتويه شي. (43)

د مريم او حليمې ترمنځ په مقام او منزلت كې ډېر توپير دى. كه د مريم خپل لياقت ددې الهي رحمت لامل و؛خو دلته ددې ماشوم مقام او منزلت ددې لامل شو،چې دا ښځه له الهي رحمته برخمنه شي.



شپږم څپرکى

كور ته راستنېدل

د "محمد"(ص) مهربانې دايي يې پينځه كاله په روزنه كې خورا زيار واېست؛په دې  وخت كې يې فصيحه عربي زده كړه، چې بيا حضرت "محمد" پرې وياړېده.حليمې بي بي مكې ته راووست او څه موده د خپلې مور په مهربانه غېږه كې و او نيكه يې پالنه كوله. د "عبدالله" د کورنۍ تسل، يوازې له هغه راپاتې دا کوچنى زوى و.(44)



يثرب ته سفر او د مور مړينه

له هغې ورځې،چې د "عبدالمطلب" نږور كونډه شوه؛نو آمنه تل د يو مناسب وخت په  تمه وه، چې "يثرب" ته د خپل مېړه د قبر او خپلوانو ليدو ته ولاړه شي. له ځان سره يې فكر وكړ،چې مناسب وخت دى؛ځكه زوى يې لوى شوى او په دې غم كې ورسره شريکېداى شي.

 هغوى له "ام ايمن"  سره پر سفر ووتل او يوه مياشت يې هلته تېره كړه. دا سفر د قريشو دې ماشوم ته له روحي خپګانو سره يو ځاى و؛ځكه په لومړي ځل يې سترګې پر يوه داسې كور لګېدې،چې پلار يې پکې ساه وركړې او ښخ هم دى او طبيعي ده،چې تر هغې ورځې پورې يې مور هم ورته د پلار په باب څه ويلي وو.

تر اوسه د "محمد" بېړۍ د غم د سمندر ساحل ته نۀ وه رسېدلې،چې د غمونو يو بل طوفان پرې راغى؛ځكه مكې ته په راستنېدو كې مور يې هم په "ابواء" كې له دنيا سترګې پټې كړې . (45)

دې پېښې حضرت "محمد" (ص) نور هم پر خپلې كورنۍ ګران كړ او ددې ګلستان له يوازېني پاتې ګل سره،"عبدالمطلب" څه عجيبه مينه درلوده؛ د كعبې په څنګ کې يې د قريشو واكمن (عبدالمطلب) ته تخت اېښووه. د قريشو مشران او زامن يې د تخت په شاوخوا كې ناست وو او د "عبدالمطلب" سترګې به،چې د "عبدالله" پر يادګار ولګېدى؛نو خلكو ته يې ويل: لار خلاصه كړئ ! او هغه يې له ځان سره پر تخت كېناوه.(46)

قرآن شريف د پېغمبر اکرم د يتيمۍ دوران په "الضحى" سورت كې راوړى :"الم يجدك يتيما فاوى" مګر يتيم يې و نۀ موندې او پناه يې درنۀ کړه؟(47)

د قريشو ددې ماشوم د يتيمېدو حكمت لا موږ ته هم نۀ دى معلوم؛خو دومره پوهېږو،چې د غمونو دا سېلاب بې حكمته نۀ و.خداى غوښتل د نړۍ مشر مخكې له دې، چې پر چارو واكمن شي،د ژوند له خوږو او ترخو سره اشنا او روح يې ستر او باخبره شي او له دې سختيو ورته تجربې لاس ته راشي او ځان بېلابېلو سختيو او محروميتونو ته ونيسي. خداى غوښتل له هماغه پېله په ژوند كې ازاد عادت شي او په خپله په خپلو لاسو ځان ته د پرمختګ لار هواره كړي، چې خلكو ته وښيي دا نبوغ بشري نبوغ نۀ دى او مور و پلار يې په برخليك كې هېڅ ونډه نۀ لري او د عظمت او ستروالي سرچينه يې د وحې له غرونو رابهېدلې ده.



د عبدالمطلب مرګ

تر اوسه لا د پېغمبر پر زړۀ خپګان و،چې د درېيم مصيبت پېټى يې هم پر اوږو شو.د نيكه مرګ ورته دومره سخت و،چې تر قبره پورې يې ورپسې وژړل او هېڅكله ترې دا ترخه پېښه هېره نۀ شوه. (48)*



د ابوطالب روزنه

"عبدالمطلب"، "ابوطالب" ته د څو لاملونو له مخې د پېغمبر اکرم پالنه ور پر غاړه كړه: يو دا چې "ابوطالب" او "عبدالله" له يوې موره وو او بل دا،چې مشهور، سخي او نېك سړى و.

 "ابوطالب" پېغمبر اکرم ته خورا زيات زحمتونه وګالل،چې تاريخ پرې ګواه دى،چې وروسته به وويل شي.(49)



شام ته سفر

په دوديزه توګه به د قريشو سوداګر په كال کې يو ځل "شام" ته تلل. "ابوطالب" هوډ کړى و،د قريشو په دې  كلني سفر كې ګډون وكړي او د خپل وراره مشكل يې (چې يوه شېبه کې هم له ځانه نۀ لرې كاوه) داسې حل كړ،چې هغه يې په مكه كې پرېښود او ساتنې ته يې ورته څو تنه وټاكل؛ خو د حركت پر مهال د حضرت "محمد" سترګې له اوښكو ډكې شوې او د خپل تره بېلتون يې و نۀ زغملاى شو. د "محمد"(ص) غمګينې څېرې د "ابوطالب" په زړۀ كې د احساساتو توفان راپورته كړ او اړ شو پر ځان سخته تېره كړي او له ځان سره يې بوځي.

په دولس كلنۍ كې د حضرت "محمد" دا سفر يو خوږ سفر شمېرل كېږي؛ځكه په دې سفر كې له "مدين"، "وادي القرى" او "ديار ثمود" څخه تېر شو او ددې سيمو د ښكلي طبيعت ننداره يې وكړه. تر اوسه لا كاروان خپل پړاو ته نۀ و رسېدلى، چې په "بصرې" نومې ځاې كې يوه پېښه رامنځ ته شوه،چې د "ابوطالب" د مسافرت کړلار يې له خنډ سره مخ كړه؛ دا پېښه داسې وه:له كلونو راهيسې،مسيحي راهب "بحيرا" چې دسيمې خلکو يې خورا درناوى کاوه، په بصره كې په خپله "صومعه" كې په عبادت بوخت و، دى د سوداګريزو كاروانو دمه ځاى هم و او سوداګر به تبرك ته هم ورتلل. دا ځل "بحيرا" د قريشو له كاروان سره مخ شو، سترګې يې د "ابوطالب" پر وراره ولګېدې، چې څېره يې پرې خوږه ولګېده، څو شېبې يې په ځير ورته وكتل او بيا يې وويل: دا ماشوم د چا دى؟  ډلې وويل: د "ابوطالب" . "ابوطالب" وويل: دا زما وراره دى. بحيرا وويل: دا ماشوم ځلانده ګانده لري،دا هماغه پېغمبر دى،چې په اسماني کتابو كې يې خبر راغلى،دا هماغه پېغمبر دى،چې ما يې نوم، د پلار نوم او دا چې له كوم ځايه به راښكاره كېږي،په ديني کتابو كې لوستي دي؛ نو پکار ده،چې د يهودانو له سترګو يې لرې وساتې؛ ځكه كه و يې پېژانده؛ و به يې وژني.(50)



اووم څپرکى

د ځوانۍ پېر

د ټولنې مشر بايد د پراخې سينې،زغم،مېړانې او د ستر روح خاوند وي .ډارن،ضعيف النفس،بې ارادې او سست انسان به څرنګه وكړاى شي ټولنه په بېلابېلو كړكېچونو او ستونزو كې رهبري كړي؟څرنګه به د دښمن مقابله وکړاى شي او څرنګه به خپل شتون او شخصيت د نورو له بريده وساتي.د مشر روحي او جسمي پياوړتيا پر چاپېريال عجيبه اغېز لري.(51)

 

د پېغمبراکرم (ص) روحي ځواک

 د قريشو په دې ګران تندي كې له وړكتوب او ځوانۍ د ځواک، مېړانې،زغم او تكړه توب نښې وې. هغه په پينځلس كلنۍ كې د "فجار" په جګړه كې، چې د قريشو او هوازن  ترمنځ وشو ګډون وكړ. په جګړه كې يې دنده دا وه، چې خپلو ترونو ته يې غشي رسول.

 "ابن هشام" په خپل سيرة كې د پېغمبر اکرم له خولې راوړي،چې: ((خپلو ترونو ته يې غشي وركول،چې ويې توغوي. )) (52)

 "ابن اثير" هم په "النهاية" كې دا حديث راخيستى دى.

په جګړه كې ګډون يې مېړانه راښيي. حضرت علي (ک) يې په باب ويلي: په جګړه كې به،چې تنګسه او سختي راغله؛ نو موږ به پېغمبر اکرم ته پناه وړه او په موږ كې تر هغه هيڅوك دښمن ته نږدې نۀ و. (53)*



اتم څپرکى

له شپنۍ  تر سوداګرۍ

له بعثت مخکې،د پېغمبر اکرم د ژوند يوه برخه په شپنۍ كې تېره شوې ده.څه وخت يې د څارويو  پر روزلو تېره كړه،چې د انسانانو روزلو ته يې سينه پراخه شي، او ټول كړاوونه او خپګانونه ورته اسان او و يې زغملاى شي؛ ځكه كه انسان څاروي چې د هوش او پوهې له پلوه بيخي له انسان سره د پرتلې وړ نه دى، روزلاى شي؛ نو هرومرو به انسان روزلاى شي هغه بې لارې انسان ته لارښوونه وكړاى شي، چې فطرت يې پر خداى ايمان دى.

 په حديث كې راغلي:خداى داسې پېغمبر نۀ دى رالېږلى،چې له پېغمبرۍ مخکې يې شپني نۀ وي كړې، چې په دې توګه ورته د خلكو روزنه زده كړي.

ډېرو سيره ليكونكيو هم د پېغمبر اکرم له خولې ويلي دي: ټولو پېغمبرانو تر پېغمبرېدو مخکې شپني كړې ده. وپوښتل شو: آيا تا هم شپني كړې؟ ويې ويل: هو! ما هم څه موده په "قراريط" کې د مكې رمه څرولې ده. (54)

د کوم شخصيت،چې له "ابولهبانو" او "ابوجهلانو" سره مبارزه وي او د ډبرو او لرګيو له بت لمانځيو داسې انسانان وروزي،چې يوازې حق ته تسليم شي؛نو بايد د ډېرې مودې لپاره د صبر او زغم په ډول ډول ښوونځيو كې وروزل شي.

دويم علت: داسې انسان ته،چې په رګونو كې يې د غيرت،مېړانې او ازادۍ وينه بهېږي،ډېره سخته ده،چې د قريشو ظلمونه،فساد، له حقه سرغړونه او د بوتانو عبادت وزغمي؛نو ځكه پېغمبر اکرم سلا وګڼله څه موده په غرونو او دښتو كې تېره كړي،چې د مكيانو له ناوړو لرې وي؛ البته دا په دې مانا نۀ ده، چې پوه او متقي انسان د ظلم او فساد پر وړاندې  چوپ كېني او د خپلو چارو حساب ترې بېل كړي؛بلكې د پېغمبر چوپ كېدل د خداى له لوري وو؛ځكه لا د بعثت وخت ورته نۀ و چمتو شوى.

درېم علت: دا كار ښه فرصت و،چې حضرت "محمد"(ص) په اسمان، ځمكه،ستوريو،تكويني او انفسي آيتونو او نښو كې فكر وكړي.

كه څه هم د پېغمبرانو زړونه له پيدايښته د توحيد په ډيوه روښانه وي ؛ خو هغوى هېڅكله ځان د هستۍ او الهي آيتونو له څېړنې،بې نيازه نۀ ګڼي او له دې لارې د يقين او ايمان تر ټولو سترې زده كړې تر لاسه  كوي او ځان د ځمكو او اسمانو ملكوت ته رسوي.


د ابوطالب وړانديز

"ابوطالب"،چې د خپل وراره د ژوند حالات وليدل؛نو دې ته اړ شو، چې يو كار ورته پيدا كړي؛نو ورته يې وويل :"خديجه" د "خويلد" لور د قريشو سوداګره ده،چې د خپلو چارو سمبالښت ته په ډاډمن سړي پسې ګرځي، چې مالونه يې په "شام" كې وپلوري؛نو ښه به وي، چې ورته ځان وښيې او دا دنده ومنې.(55)

د حضرت "محمد" (ص) متانت او د روح ستروالي ددې مخه نيوه،چې نېغ په نېغه دې خديجى ته ځان وښيي؛نو خپل تره ته يي وويل: كېداى شي هغه په خپله درپسې څوك راولېږي؛ځكه حضرت "محمد"(ص)  پوهېده، چې په خلكو كې په  امين مشهور دى او همداسې هم وشول.

 حضرت خديجه چې د "ابوطالب" او حضرت "محمد"(ص) له خبرو خبره شوه؛ نو له واره يې ورپسې څوك ولېږه او ورته يې وويل: ستا ښه خوى، صداقت او امانت مې خوښ شوى دى،زه به دوه ګرايه تنخواه او دوه مريان هم دركړم، چې په چارو كې درسره لاس وكړي. (56)

د خداى رسول راغى او کيسه يې خپل تره ته وكړه. تره يې ورته وويل: دا كار دې، چې خداى تعالى درپېښ كړ ژوند ته يوه وسيله ده.

دلته يوه بله خبره هم بايد سپينه شي او هغه دا چې: آيا حضرت "محمد" (ص) په كاروان كې د حضرت خديجې د "اجير" په توګه ګډون كړى و، كه ورسره يې تړون كړى و،چې د مال په ګټه كې ورسره شريك وي؟ (په مضاربي بڼه)؛نو د هاشمي كورنۍ مقام او موقعيت او د حضرت "محمد"(ص) د عزت نفس غوښته وه،چې د خديجى اجير نۀ؛بلكې په ګټه كې ورسره شريك وي؛ دا ځكه چې:

لومړى: د "ابوطالب" په خبرو كې داسې كوم ټکى نشته، چې حضرت "محمد"(ص) دې د حضرت خديجې اجير شي؛بلكې له دې مخکې "ابوطالب" له خپلو ورونو سره خبره كړې وه: راځئ د خديجې كره ولاړ شو او ورته ووايو: څه مال حضرت "محمد"(ص) ته وركړه، چې سوداګري پرې وكړي.(57)*

دويم:"يعقوبي" په خپل تاريخ كې ليكي: پېغمبراکرم په خپل عمر كې د چا اجير نۀ و. (58)

د قريشو كاروان حركت ته چمتو شو،حضرت خديجې خپل وكيل او دوو  مريانو ته وويل : له ادبه به كار اخلئ او څه چې حضرت "محمد"(ص)  كول؛ تاسې پرې د نيوكې حق نۀ لرئ او څه يې چې درته ويل؛نو تاسې يې په دواړو سترګو منئ.

كاروان خپل پړاو ته ورسېد او په دې سفر كې هر چا څه وګټل؛خو حضرت "محمد"(ص) تر ټولو زياتې وګټلې او د "تهامه" په بازار كې يې څه مال پلورلو ته واخېست. او كاروان مكې ته راستون شو. په دې سفر كې حضرت "محمد"(ص) په دويم ځل د "عاد" او "ثمود" له سيمو راتېر شو،چې  په ليدو يې په چورت كې شو.پردې سربېره،پخواني يادونه يې پر زړۀ راوورېدل، چې يوه ورځ له خپل تره سره له دې سيمو تېر شوى و.

كاروان مكې ته رانږدې شو،"ميسره"د حضرت خديجې مريي حضرت "محمد" (ص) ته وويل: ښه به وي، چې تاسې تر موږه مخكې مكې ته ورننوځئ او خديجه له دې بې سارې ګټې  خبره كړئ.

حضرت خديجه په خپل دوكان كې ناسته وه او حضرت "محمد"(ص) ورته په خپله خوږه ژبه د سوداګرۍ حال ووايه. ډېر وخت لا تېر شوى نۀ و،چې ميسره هم راورسېد.(59)

 ميسره،څه چې په سفر كې تېر شوي وو،ټكي په ټكي حضرت خديجې ته وويل، چې د مسيره ټولو خبرو د حضرت "محمد"(ص) پر عظمت او معنويت ګواهي وركوله. د مسيره خبرې دا وې:

 امين  په يوه خبره له يو تاجر سره وران شو. تاجر ورته وويل: پر "لات" او "عزى" قسم وخوره،چې په خبره دې باور وكړم.امين ورته وويل: هغوى ماته بې ارزښته دي! زه ترې كركجن يم. بل دا چې امين په بصره كې دمې ته تر يوې ونې لاندې كېناست او چې د راهب سترګې، پرې ولګېدې؛نو راغى او له ما يې د هغه نوم وپوښته. راهب وويل: دا تر ونې لاندنې ناست، هماغه پېغمبر دى،چې په "تورات"  او انجيل كې يې زېرى شوى دى.



حضرت خديجه

 د اسلام بېلګه مېرمن

تر هغې ورځې پورې د حضرت "محمد" اقتصادي وضع لا دومره ښه شوې نۀ وه او د خپل تره "ابوطالب" مالي مرستو ته اړ و او له اقتصادي پلوه پرځان ډاډه نۀ و،چې واده وكړي؛خو "شام" ته د حضرت خديجې د وكيل په توګه سوداګريز سفر د هغه اقتصادي وضع جوته كړه. حضرت خديجې ته حضرت "محمد"(ص) د كارپوهۍ او مېړانې له امله ډېر ګران و؛نو ځكه پر تړون سربېره، يې څه زياتې پېسې انعام وركړې؛خو د قريشو دې ځوان يوازې د خپل تړون پېسې واخېستې او د انعام پېسې يې و نۀ منلې او د "ابوطالب" كور ته روان شو او څه،چې يې ګټلي وو،په دواړو لاسو يې "ابوطالب" ته ډالۍ كړل.

د سترګې پر لار تره سترګو ته يې په ليدو د خوشحالۍ اوښكې راغلې؛ځكه وراره يې نور په خپلو پښو درېدلى دى، بيا يې دوه اسونه او دوه اوښان وركړل،چې سوداګرۍ ته دوام وركړي او حضرت "محمد"، "ابوطالب" ته ګټلې پېسې وركړې،چې واده ورته وكړي.

 حضرت "محمد"(ص) هوډ وکړ، چې خپل كور اباد كړي؛خو څنګه وشو،چې حضرت خديجې له دې مخکې د ډېرو شتمنو "عقبه بن ابي معيط" "ابوجهل" او "ابوسفيان" مركې نۀ وې منلې او بيا يې ترمنځ دومره الفت پيدا شو،چې حضرت خديجې خپله ټوله شتمني د خداى په لار كې ولګوله.كور يې،چې د وخت تر ټولو کورونو مجهز او ښکلى و،د مسلمانانو مركز شو. ددې پېښو ريښه بايد د حضرت خديجې د ژوند په تاريخ كې ولټوو؛ خو څه چې ترې انكار كېداى نۀ شي دا دي، چې: داسې ځان تېرېدنه كه په معنوياتو كې ريښه و نۀ لري ؛ نو ډېر ژر له منځه ځي.

 تاريخ ګواه دى،چې دا واده د حضرت خديجې له ايمان، تقوا، پاكلمنۍ او امانت ساتنې راولاړ شوى و، چې سند يې هغه روايتونه دي، چې د حضرت خديجې د فضيلت په باب راغلي دي.

 حضرت خديجه پاكلمنه ښځه وه،چې د با ايمانه مېړه په لټه كې وه؛نو ځكه يې پېغمبر اکرم په اړه وايي: "حضرت خديجه د جنت له ارزښتمنو ښځو ده".

 له ښځو لومړنۍ، چې پر حضرت "محمد" (ص) يې ايمان راووړ، حضرت خديجه وه.

حضرت علي (ک) په يوه خطبه كې وايي: يوه مسلمانه كورنۍ هم نۀ وه؛ خو يوازې د "محمد" او خديجې كورنۍ وه، چې درېيم يې زه وم.

"ابن اثير" ليكې: "عفيف" نومې سوداګر "مسجدالحرام" ته راننووت، چې د درې کسيزې ټولنې عبادت خورا حيران كړ. و يې ليدل، چې پېغمبر اکرم له حضرت خديجې او علي سره په عبادت بوخت دى. هغه په دې  پېښې پوهېدانې ته د پېغمبر اکرم تره  "عباس" ته ورغى، "عباس" ورته وويل: هغه د پېغمبرۍ ادعا كوي او هغه بله يې ښځه ده او هغه درېم زما وراره علي دى. بيا يې وويل: په دې  ځمكه بې له دې درېو تنو څوك نۀ وينم، چې ددې دين پلويان وي.

د حضرت خديجې د فضيلت په باب د نقل شويو روايتونو د راوړو وخت نۀ لرم؛خو غوره به وي،چې د هغو علتونو په باب په تفصيل خبرې وكړو، چې دا تاريخي پېښه يې راپېښه كړه.


د واده ظاهري او باطني لاملونه

مادي انسان،چې هر څه ته د مادياتو په سترګو ويني،او انګېري:

دا چې حضرت خديجه سوداګره او شتمنه وه؛نو د سوداګريزو چارو  د سمبالښت لپاره يې رښتيني سړي ته اړتيا درلوده او حضرت "محمد"(ص)  هم دا،چې د هغې د ژوند له وضع او اعتباره خبر و؛ نو سره له دې،چې عمرونه يې انډول نۀ وو (درويشت او څلوېښت)؛ خو بيا يې هم واده وكړ؛ خو تاريخ وايي چې: له حضرت "محمد"(ص) سره د حضرت خديجې واده د مادياتو له مخې نۀ؛ بلكې د معنوياتو پر بنسټ و، چې شاهدان يې دا دي:

1 _ کله چې د حضرت خديجې مريي "ميسره" ورته د حضرت "محمد"(ص) د سفر کيسه وكړه او كوم كرامات،چې يې ترې ليدلي وو او د راهب خبرې يې ورته وكړې؛نو حضرت خديجې خپل مريي ته وويل: مسيره! بس دى، زما مينه دې ورسره نوره هم زياته كړه.ځه ولاړ شه! تۀ او ستا مېرمن مې ازاد كړئ او هم به درته دوه سوه درهمه،دوه اسونه او ګران بيه جامې دركړم.

حضرت خديجې چې څه له مسيره اورېدلي وو،"ورقه بن نوفل" ته [چې د عربو له پوهانو و] کيسه وكړه. ورقه بن نوفل ورته وويل: ددې كراماتو خاوند هماغه عربي پېغمبر دى. (61)

2 _ يوه ورځ "حضرت خديجه" په کور كې ناسته وه،چې ګردچاپېره ترې مريان او مينځې راټولې وې.په دې غونډه كې يهودي عالم هم و،چې ناڅاپه يې حضرت "محمد"(ص) د كور له څنګه تېرېده،چې د يهودي عالم سترګې پرې ولګېدې.عالم له حضرت خديجې وغوښتل حضرت "محمد"(ص) څو شېبې زموږ په غونډه كې ګډون وكړي. حضرت "محمد" (ص) د يهودي عالم غوښتنه ومنله،چې ورته په خپل بدن د نبوت نښه وښيي. په همدې وخت كې حضرت خديجې يهودي عالم ته وويل: كه ترونه يې پوه شول، چې تا يې وراره لټولى دى؛نو لانجه به جوړه شي؛ځكه هغوى د خپل وراره په باب له يهودانو ډېر ډارېږي.

يهودي عالم ورته وويل: دا تۀ څه وايې!؟ مګر څوك حضرت "محمد"(ص) ته زيان رسولاى شي!تقدير يې نبوت او د خلكو لارښوونې ته ټاكل شوی دى.؟

 حضرت خديجې وويل: له كومه يې وايې،چې د دومره ستر مقام خاوند دى؟ عالم: ما د اخرې زمانې د پېغمبر په باب په "تورات"  كې لوستي، چې له نښو يې يوه دا ده، چې مور و پلار به يې مړه شي او نيكه او تره به يې روزنه  كوي او د قريشو له يوې غورې ښځې سره به واده وكړي. بيا يې حضرت خديجې ته اشاره وكړه او ويې ويل: بختوره به وي،چې له حضرت "محمد"(ص) سره واده كوي.(62) 

3 _"ورقه بن نوفل"،د حضرت خديجې تره،د عربو له پوهانو و، چې تل يې ويل: ((له قريشو به يو پېغمبر د خداى له لوري د خلكو لارښوونې ته راشي او د قريشو له يوې شتمې ښځې سره به واده وكړي او دا چې حضرت خديجه د قريشو شتمنه ښځه وه؛كله كله يې حضرت خديجې ته ويل: يوه ورځ به راشي،چې تۀ به د ځمكې پر مخ تر ټولو له شريف انسان سره واده وكړې. )) (63)

4 _ حضرت خديجې يوه شپه خوب وليد،چې لمر پر مكې چورلي او په ورو ورو راكوز شو او پر كور يې كېناست. خپل خوب يې "ورقه بن نوفل" ته ووايه. هغه ورته تعبير كړ،چې:له ستر انسان سره به واده وكړې، چې په ټوله نړۍ كې به مشهور وي.(64)

 دا هغه پېښې دي،چې ځينو تاريخپوهانو راخېستې او په تاريخي کتابو كې  ثبت دي او ددې خبرې پخلى كوي، چې له حضرت "محمد"(ص) سره د حضرت خديجې  واده د معنوياتو له مخې و او دا بې ځايه خبره ده،چې وايي حضرت خديجې له حضرت "محمد امين"  سره د سوداګريزو چارو د سمبالولو لپاره واده كړى و.



مركه

شك نشته،چې وړانديز لومړى د حضرت خديجې له لوري و. "ابن هشام" وايي: حضرت خديجې پېغمبر اکرم ته خپله مينه ښکاره كړه: د تره زويه! دا چې تۀ په قوم كې پر "امين" مشهور يې او ټول دې پر امانت ساتنه او ښه خوى ګواهي وركوي او په خپله هم عزتمن او ستر انسان يې؛نو ډېره به خوشحاله شم كه درسره واده وكړم.حضرت "محمد"(ص) ورته وويل: په كار ده،چې په دې  باب له خپلو ترونو سره سلامشوره وكړم. (65)

خو يوه ډله نور تاريخ ليكونكي وايي چې: "نفيسه" د "عليه" لور وه، چې د حضرت خديجې پيغام يې پېغمبر اکرم ته ورساوه:" محمده! ولې د خپل ژوند د شپې تيارې د كورودانې په څراغ نۀ رڼا كوې؟ كه د ښايست، شتمنۍ،شرافت او عزت وړانديز وكړم؛نو و به يې منې؟ حضرت "محمد" ورته وويل: څوك دې په پام كې نيولې؟ هغې ورته د حضرت خديجې وړانديز وكړ. حضرت "محمد" ورته وويل: آيا هغه په دې كار خوښه ده؟ سره له دې،چې زما ژوند (عمر) ورسره ډېر توپير لري؟ "نفېسې" ورته وويل: اختيار يې زما په لاس كې دى، زه به يې راضي كړم. تۀ يو وخت وټاكه،چې د هغه وكيل  (عمرو بن اسد) له تا او ستا له ټبر سره په يو ځاى كې راټول شي او د واده مراسم پر ځاى شي.

 د خداى رسول "ابوطالب" له دې پېښې خبر كړ؛غونډه يې جوړه كړه، چې د قريشو ستر شخصيتونه پکې راټول شوي وو. لومړى "ابوطالب" د خداى تر ستاېنې وروسته وويل: زما وراره "محمد بن عبدالله" كه د قريشو له هر چا سره پرتله كړئ؛نو تر ټولو غوره دى،كه څه هم له شتمنۍ بې برخې دى؛ خو مال د لاس خيرى دى،چې د چا په لاس کې نۀ پاتې كېږي؛ خو اصل او نسب پاتېدونى دى.(66)

 

د حضرت خديجې عمر

مشهوره ده،حضرت خديجې چې له حضرت "محمد" سره واده كاوه؛نو څلوېښت كلنه وه. له عام الفيله 15 كاله مخکې زيږېدلې وه؛خو ځينو تاريخپوهانو له دې څه كم ليكلي دي.

حضرت خديجې پخوا هم دوه ودونه کړي وو، چې دواړه مړونه يې مړه شوي وو، چې دا: "عتيق بن عايذ" او "ابوهاله بن بناش التميمي" وو.


نهم څپرکی

له واده تر بعثته

له دې څوك نټه نه کوي، چې حضرت "محمد" ننګيالى،غښتلى او غرمټ و؛ ځكه په داسې چاپېريال كې روزل شوى و،چې له هر ډول غوغا لرې و او داسې كورنۍ يې درلوده،چې د ننګ او مېړانې بېلګه وه.

د حضرت خديجې په څېر شتمنه ښځه،چې يې په نكاح شوه او د ښه ژوند امكانات يې درلودل؛نو ايا پر مزو چړچو بوخت شو او د ډېرو ځوانانو په څېر د خپلو غرايزو په سړونې او مړونې پسې شو؟

 نۀ! په دې امكاناتو يې داسې کړلار جوړه كړه، چې د هغه معنويات يې راښوول. تاريخ ګواه دى،چې حضرت "محمد" د هوښيار او كارپوه انسان په څېر ژوند درلود. په څېره كې يې د تفكر او تدبر آثار ښکاريدل او د ټولنې له فساده بچ كېدو ته به زياتره په غره كې و او هلته يې په هستۍ، خالق او مخلوقاتو كې تفكر كاوه.


د ځوانۍ عواطف

په مكه كې يوه پېښه وشوه، چې د حضرت "محمد"(ص) انساني عواطف يې ټپي كړل،و يې ليدل،چې يو جوارګر جواري كوي او له بده مرغه په جوارۍ كې يې خپل اوښ او د  استوګنې كور يې بايلود، ان كار دې حد ته راورسېد،چې د خپل ژوند لس كاله يې هم وبيلل. دې پېښې حضرت "محمد"(ص) دومره خواشينى كړ، چې له ډېره غمه په مكه كې پاتې نۀ شو؛بلكې شاوخوا غرونو ته يې پناه يووړه او نيمه شپه كور ته راستون شو.حضرت "محمد"(ص) به ددې پېښو له ليدو خورا خواشينېده او ددې بې لارې ډلې بې عقلۍ او بې شعورۍ ته به ګوته پر غاښ و.

د حضرت خديجې كور،له حضرت "محمد"(ص) سره له واده مخکې،د بېوزليو سرپناه و او چې واده يې وكړ؛نو په ورکړه او پېرزوېنو كې يې د ذرې هومره توپير هم رانغى.

په قحطۍ او وچكالۍ كه به د حضرت "محمد"(ص) رضاعي مور "حليمه" د خپل زوى ليدو ته راتله.حضرت "محمد"(ص) به هم خپله عبا (چپنه) تر لاندې اواروله،دې راتګ به ورته وړوكتوب ورياداوه او په مينه به يې خبرو ته غوږ نيوه او د حليمې د ستنېدو پر مهال به يې ورسره تر وسې مرسته كوله.(67)



له حضرت خديجې بي بي

 د حضرت "محمد" اولاد

د اولاد زوکړه،د مېړه او ښځې ترمنځ د مينې مزي لا پسې كلكوي او د ژوند شپې يې لا نورې روښانوي. له حضرت خديجې يې شپږ اولاده درلودل،چې دوه زامن وو.مشر "قاسم" او بل "عبدالله" نومېده،چې "طاهر" او "طيب"  يې هم ورته وايه او څلور يې لوڼې وې.

 "ابن هشام" ليكي چې:مشره لور يې "رقيه" وه،ورپسې "زينب"، "ام كلثوم" او "فاطمه" وه. له حضرت خديجې بي بي د پېغمبر اکرم زامن له بعثته مخکې وفات شول؛خو لوڼو يې د پلار د نبوت پېر وكوت. ځينې وايي: د پېغمبر اکرم زامن تر دوو زيات وو. (68)

په ناوړو پېښو كې له لويې سينې كار اخستل د حضرت "محمد" عادت و؛خو له دې لويې سينې سره،د خپلو زامنو په مرګ كې يې اوښكې راتويې شوې. د "ابراهيم"  په مرګ،چې مور يې"ماريه" وه خورا خواشېنى و. په خوله يې د خداى شكر ايسته،كه څه هم د صبر بېړۍ يې د غم په سمندر كې ډوبه وه. دومره يې وژړل،چې ځينو د پېغمبر اکرم پر ژړا نيوكې وكړې. پېغمبر اکرم ورته وويل: داسې ژړا رحمت وي او بيا يې وويل: څوك، چې پر چا ونۀ لورېږي؛نو خداى به پرې ونۀ لورېږي. (69)



د پېغمبراکرم زويولي

حضرت "محمد"، حضرت "زيد بن حارث" ته د "حجر الاسود" په څنګ كې خپل زوى ووايه ."زيد" د عربو لوټ مارو له "شام" نه راتښتولى و او د مكې په بازار كې يې د حضرت خديجې پر يوه خپلوان "حكيم بن حزام" پلورلى و؛ خو څرګنده نۀ ده، چې هغه ترې حضرت خديجې څرنګه واخېست.

د "حيات محمد" ليكونكى وايي: ((حضرت "محمد" د خپلو زامنو پر مړينه خواشينى و،تسلۍ ته يې له حضرت خديجې وغوښتل،چې "زيد" واخلي.بيا رسول اکرم هغه ازاد كړ او زوى يې ورته ووايه))؛خو ډېرى ليكي: (( حضرت خديجې بي بي،چې  له حضرت "محمد"سره واده وكړ؛نو "حكيم بن حزام" هغه خپلې ترور ته وروباښه او دا،چې له  هر لوري پاك او هوښيار و؛ نو د حضرت "محمد" پرې د زوى مينه راتله؛نو حضرت خديجې هم هغه ورته  وروباښه.))

څه موده تېره شوه،چې د "زيد" اصلي پلار په پوښتنه پوښتنه ځان راورساوه او له حضرت محمده يې وغوښتل اجازه وركړي،خپلې پلرنۍ سيمې ته يې يوسي.

 حضرت "محمد" هم ورته اختيار وركړ،چې پلرنۍ سيمې ته ځي او كه پاتې كېږي. د حضرت "محمد" مينه ددې لامل وه،چې زيد له پلرنۍ سيمې تېر شي او په مكه كې پاتې شي؛نو ځكه حضرت "محمد" ازاد كړ او ورته يې خپل زوى ووايه او بيا يې "زينب" د "جحش" لور ورته نکاح كړه.(70)



د قريشو امين

 علي خپل كور ته بيايي

د وچكالۍ او قحطۍ پر كال،حضرت "محمد" هوډ وکړ له خپل تره سره مرسته وكړي؛نو ځكه له خپل بل تره "عباس" سره يې په دې باب سلا مشوره وكړه او ټولو ومنله،چې هر يو به د "ابوطالب" يو زوى له ځان سره خپل  كور ته بيايي؛ نو ځکه "عباس" "جعفر" او حضرت "محمد" "علي" له ځان سره كورو ته بوتلل.

 مشهور تاريخپوه "ابوالفرج اصفهاني" ليكي:(("عباس"،طالب))،(("حمزه"، جعفر)) او ((حضرت "محمد"،علي)) له ځان سره كورونو ته بوتلل او هماغه وخت يې وويل: ما هغه غوره کړ، چې خداى راته غوره کړى وو. )) (71)

كه څه هم ددې پېښې ظاهري بڼه دا وه،چې په وچكالۍ كې له "ابوطالب" سره مرسته وشي؛خو اصلي موخه دا وه،چې علي د حضرت "محمد" په لمن كې لوى شي.

 په دې باب حضرت علي (ک) (په نهج البلاغه کې) وايي:

((تاسې ټول له رسول اکرم سره زما له نږدې والي خبر ياست؛په خپله غېږه كې يې لوى كړم.وړوكى وم،چې خپلې سينې ته يې رانږدې كړم او زما د خوب بستره يې په خپل څنګ كې هواروله،ما به هره ورځ د هغه مبارك بوى بوياوه او هره ورځ به مې ترې خويونه زده كول.)) (72)


له بعثته مخکې  د حضرت "محمد" دين

له زوکړې تر مړينې يې بې له "الله" تعالى د بل چا عبادت نۀ دى كړى. روزونكي يې "عبدالمطلب" او "ابوطالب" ټول موحدين وو. په ياد به مو وي،چې د "ابرهه" د فيلانو د بريد پر مهال،"عبدالمطلب" د كعبې كړۍ ونيوه  او د موحد په څېر يې له خپل خداى سره مناجات وكړ چې: (( خدايه! بې له تا هيچا ته هيله من نۀ يم.)) دغسې،"ابوطالب" به د سوکړې او وچكالۍ پر مهال خپل وراره "مصلى" ته بېوه او د هغه په مقام او منزلت به يې خداى ته قسم وركاوه،چې باران ووروي. په دې  باب "ابوطالب" مشهور  شعرونه لري،چې د تاريخ په کتابو كې راغلي دي.

 ان په خپله پېغمبر اکرم له "بحيرا" (بصري راهب) سره په كتنه كې له بوتانو كركه څرګنده كړه. هلته چې راهب حضرت "محمد" ته وويل: ستا دې پر "لات او عزى" قسم وي،چې څه درنه پوښتم،ځواب يې راكړه؛نو حضرت "محمد" په غوسه شو او ورته يې وويل: ما ته پر "لات" و "عزى" قسم مۀ راكوه،چې له عبادته يې كركجن يم.

 بيا ورته راهب وويل: نو! ستا دې پر خداى قسم وي. څه چې درنه پوښتم،ځواب يې راكړه،چې ويې ويل: سمه ده وپوښته.(73)

دا ټولې پېښې ګواه دى،چې رسول اکرم او د "عبدالمطلب" كورنۍ موحدين وو او ددې خبرې تر ټول ستر ګواه  له بعثته مخکې د پېغمبر اکرم اعتكاف دى.

 تاريخپوهان يوه خوله دي،چې حضرت "محمد" به په كال كې څو مياشتې په "حرا" غار كې عبادت كاوه.

 په دې باب حضرت علي (ک) وايي: پېغمبر اکرم هر كال د حرا غار ته ته او بې له ما به بل چا نۀ ليده. (74) ان پېغمبر اکرم هغه ورځ،چې پر پېغمبرۍ مبعوث شو؛په حرا غار كې پر عبادت بوخت و.

 حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم د ژوند ددې برخې په باب وايي: حضرت "محمد"(ص)،چې له تي غوڅ شو؛نو خداى يې روزنې ته پرېښته وټاكله چې شپه و ورځ يې ورته ښه خويونه ورښوول. (75)

د قريشو امين په حرا غار كې

د حرا غار د مكې شمال ته پروت دى، چې سړى ورته په نيم ساعت كې ورخېژې. ددې غار ظاهري بڼه تورو تبځو جوړه كړې،چې د ژوند کوچني آثار هم په کې نۀ ليدل كېدل.

 حضرت "محمد" به له بعثته مخكې، زياتر هلته و او كور ته به، چې را نۀ غى؛نو حضرت خديجې به په ډاډ ويل،چې په حرا غار كې دى او چې څوك به يې ورپسې لېږه؛نو د عبادت پر حال يې ليده.

 حضرت "محمد" مخکې له دې، چې پېغمبر شي،د دوو څيزونو په باب زيات فكر كاوه:

 لومړى:د ځمكې او اسمانو په ملكوت كې په فكر بوخت و. د خداى په هر مخلوق كې يې د خداى رڼا،ځواک او علم ليده او له دې لارې يې ځان ته د غيبو پر لور دريمڅې پرانېستې.

دويم:د هغې درندې دندې په باب،چې پر اوږو يې اېښوول كېږي. د هغه وخت په فساد كې د ډوبې ټولنې سمون يې، په نظر ناشونى كار نۀ و؛خو زياتې هڅې يې غوښتې. د ټولنې فسادونه يې،چې ليدل؛نو سمون ته يې په فكر كې ډوب و،چې خلكو به بوتانو ته عبادت كاوه؛نو ډېر به خواشينى كېده او څو پر ضد مبارزې ته يې ګومارل شوى نۀ و؛نو خلكو ته يې څه نۀ ويل.


د وحې  پېل

  حضرت جبرائيل عليه السلام د خداى له لوري موظف شو، چې د پېل لپاره ورته څو آيتونه ولولي او پر ((نبوت)) يې و وياړي؛دا ورځ هماغه د "مبعث" ورځ وه، چې د دې ورځې په باب به په راتلونكې كې خبرې وكړو.

بېشکه چې له پرېښتې سره مخېدل ځانګړى تيارى غواړي. د چا روح، چې ستر او قوي نۀ وي؛نو د نبوت او پرېښتې د كتنې زغم نۀ لري.

 حضرت "محمد" دا تيارى له مخکې،په اوږدو عبادتونو،تفكر او الهي عنايت سره كړى و.

ډېرى تاريخ پوهان ليكي: له بعثته مخكې يې داسې خوبونه ليدل،چې د رڼا ورځې په څېر يې واقعيت درلود. (76)

تر څه مودې تېرېدو وروسته ورته تر ټولو خوشحاله وختونه،هماغه ګوښه توب (خلوت) او عبادت و،چې پرېښته راغله او ورته يې وويل: "اقراء"؛ يعنې ولوله؛ دا چې هغه  اُمي  و؛ نو و يې ويل: زه د لوستو وس نۀ لرم. د وحې پرېښتې ورته زور وركړ او بيا يې ترې وغوښتل:ولوله؛خو هماغه ځواب يې واورېد. پرېښتې بيا زور وركړ او دا کار درې واره تكرار شو او تر درېم ځل فشار وروسته يې احساس كړه، څه چې پرېښتې پر ډبره ليكلي،لوستاى شي او حضرت "محمد" په حقيقت كې د بشر د نېكمرغۍ كتاب ووايه، چې آيتونه او ژباړه  يې دا ده:

اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ= ولوله ! د خپل پالونكې په نامه ،چې (هرڅه يې) شته كړي دي،

خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ= انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيداكړ.

اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ= ولوله چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى؛

الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ= هغه [ پالونكى ] ،چې په قلم يې ښوونه وكړه،

عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ= انسان ته يې هغه څه وښوول، چې پرې نۀ پوهېده (77)

 جبرائيل خپله دنده سرته ورسوله او پېغمبر اکرم هم د وحې تر نازليدو وروسته،د حراء له غاره راكوز شو او د حضرت خديجې كور ته راغى.(78)*

په پېل كې ددې آيتونو نزول د پېغمبر اکرم لنډه کړلار راښيي، چې د دين بنسټ يې لوستل، پوهه  او قلم كارول دي.



بيا څه وشول؟

د پېغمبر اکرم ستر روح په وحې رڼا شو. څه، چې يې له  حضرت جبرائيل امين زده كړي وو،په زړۀ كې يې وليكل. تر دې پېښې وروسته،هماغې پرېښتې ورته وويل:((محمده! تۀ د خداى استازى يې او زه جبرائيل يم.))

 كله ويل كېږي،چې دا خبره يې هله واورېده،چې له "حرا غاره" راكوز شوى و او دې دواړو پېښو سخت ډاروى و او له هغه لوري يې وېره درلوده،چې ډېره لويه دنده يې ورسپارلې ده؛ البته دا وېره تر څه ځايه طبيعي ده او د پېښې په باب د حضرت "محمد"(ص) له يقين او ډاډ سره ټکر نۀ لري؛ځكه كه روح څومره ستر او غښتلى هم وي او له غيبو سره په اړيکه كې وي؛خو بيا هم،چې انسان په لومړي ځل له داسې پرېښتې سره مخ شي،چې كله يې نۀ وي ليدلى او هغه هم د غره پر سر؛ نو وېره طبيعي څيز دى،چې وروسته دا وېره له منځه ولاړه.

وېره او ستړيا ددې لامل شوه،چې نېغ كور ته راشي. كور ته،چې راننوت؛نو كورودانه يې پر تندي پوه شوه.جريان يې ترې وپوښته. څه، چې پېښ شوي وو،ورته يې وويل. حضرت خديجې په درناوي ورته وكتل او د خير دعا يې ورته وكړه: ((خداى به دې مل شي.)) رسول اکرم احساس كړه،چې ستړى دى.حضرت خديجې ته يې وويل:((ما پټ كړه!)) پټ يې كړ او يوه شپه وېده شو.

حضرت خديجه بي بي  "ورقه بن نوفل" ته ورځي

 په مخکې پاڼو كې مو "ورقه" وپېژانده، چې د حضرت خديجې د تره زوى او د عربو له پوهانو و، چې د "انجيل" تر لوستو وروسته مسيحي شوى و.حضرت خديجه ولاړه او دا پېښه يې ورته ټكى په ټكى وويله. ورقه ورته په ځواب كې وويل: د تره زوى دې رښتينى دى او څه،چې ورته ورپېښ شوي،د پېغمبرۍ پېل دى او هغه "سترناموس" (رسالت) پرې راكېوتى دى.


لومړني مسلمانان

لومړنۍ مسلمانه ښځه:

په تاريخ كې څرګنده ده،چې حضرت خديجه لومړنۍ ښځه  وه، چې پر پېغمبر اکرم يې ايمان راووړ او په دې  باب څوك مخالف نۀ دي. (79)*

حضرت بي بي "عايشه" وايي:(( ما به تل په دې باب زړۀ خوړ،چې ولې مې د حضرت خديجې روزګار ونۀ ليد؛له حضرت خديجې سره د پېغمبر اکرم مينې ته حيرانه وم؛ځكه پېغمبر اکرم تل يادوله،كه پسه به يې حلال كړ؛نو هرومرو يې د حضرت خديجې د دوستانو برخه پکې كوله؛يوه ورځ رسول اکرم له كوره د وتو كې و،چې حضرت خديجه يې خورا وستايله،ان خبره تر دې راورسېد،چې زما د صبر كاسه ډكه شوه او په جرات مې ورته وويل: هغه خو زړۀ وه،خداى تر هغې درته ښكلې دركړې ده!پېغمبر،چې زما خبره واورېده؛نو بده پرې ولګېده؛سور شين شو او ويې ويل: نۀ ! هېڅكله داسې نۀ ده .... خداى تر هغې ښه راته نۀ ده راكړې، هغه مهال يې پر ما ايمان راووړ،چې ټول مشركان او كافران وو، په تنګسه كې يې راته خپله ټوله شتمني راكړه او خداى له هغې راته اولاد راكړ، چې له بلې يوې يې هم رانۀ کړ.)) (80)

ددې خبرې دويم ګواه هماغه د وحې د نزول ورځ ده. پېغمبر اکرم(ص)،  چې له غاره راكوز شو؛نو نېغ كور ته راغى او حضرت خديجې بي بي ته يې كيسه وكړه،چې تر كيسې وروسته پرې حضرت خديجې ايمان راووړ. پردې سربېره يې له بېلابېلو پاليانو او عالمانو د خپل مېړه د نبوت په باب اورېدلي وو. دا خبرې او د حضرت "محمد" (ص) صداقت او رښتينولي ددې لاملونه وو، چې له دې "هاشمي" ځوان سره واده وكړي.



لومړى مسلمان نارينه

ټول سُني او شيعه عالمان يوه خوله دي،چې علي(ک) په نارينه وو كې لومړى تن و،چې پر پېغمبر اکرم يې ايمان راووړ.

 حضرت علي (نهج البلاغه:قاصعه" خطبه) په دې باب وايي:

(( په هغه وخت كې يوه كور ته اسلام هم نۀ و راغلى؛خو د رسول اکرم او خديجې كور ته،چې درېيم يې زه وم،د وحې او رسالت رڼا مې كتله او د نبوت بوى مې بوياوه.)) (81)


له پېغمبر اکرم (ص) سره د حضرت خديجې او  حضرت علي لمونځ

(("ابن اثير" په "اسدالغابه"))،(("ابن حجر" په "الاصابه")) او نور تاريخ پوهان د "عفيف كندي" په ترجمه كې  لاندې  كيسه له هغه رانقلوي او وايي: د جاهليت پر مهال مکې ته راغلم،چې د عباس بن عبدالمطلب مېلمه شوم، موږ دواړه د كعبې په خوا كې وو،چې يو سړى راغى او كعبې ته ودرېد.څو شېبې وروسته يوه ښځه راغله،چې ورپسې ودرېده او ورپسې يو هلك راغى،چې هغه  هم ودرېد؛كتل مې چې دوى دواړه د هغه سړي په پليون ركوع او سجدې ته ولاړل.دې پېښې حيران كړم او "عباس" مې وپوښته، راته يې وويل:هغه سړى"محمد بن عبدالله" دى او هغه هلك يې د تره زوى دى او هغه ښځه،چې يې شاته ولاړه ده،د "محمد" مېرمن ده. بيا يې راته وويل:وراره مې وايي:((يوه ورځ به راشي،چې د "كسرى" او "قيصر" د خزانو خاوند به شي))؛خو پر خداى قسم،چې پردې ځمكه بې له دې درېو تنو،ددې دين،بل څوك پلويان  نشته.

 بيا راوي وايي: هيله مې وكړه، چې كاشكې زه يې څلورم واى.



لسم څپرکى

پټه بلنه – د خپلوانو بلنه

 پېغمبر اکرم درې كاله پټه بلنه كوله. په دې وخت كې يې عامو خلكو ته توجه و نۀ کړه؛بلكې ځان جوړونه يې وكړه.د وخت غوښتنه وه،چې بلنه ښكاره نۀ کړي؛بلكې په پټو اړيکو يې خلك رابلل او له دې لارې يې څو تنه توحيد ته راوبلل،چې تاريخ يې نومونه داسې راوړي دي:

"حضرت خديجه"،حضرت"علي بن ابى طالب"،حضرت"زيد بن حارثه"،حضرت "زبير بن عوام"،حضرت"عبدالرحمان بن عوف"،حضرت"سعد بن ابي وقاص"،حضرت"طلحه بن عبيدالله"،حضرت "ابوعبيده جراح"، حضرت "ابوسلمه"،حضرت "ارقم بن ابي الارقم"،حضرت "قدامه بن مظعون"، حضرت "عبدالله  بن مظعون"،حضرت "عبيده بن حارث"، حضرت "سعيد بن زيد"،حضرت "خباب بن ارث"،حضرت "ابوبكر بن ابي قحافه" او حضرت "عثمان بن عفان".(رضى الله عنهم) (82)

دا درې كاله، چې د ځان جوړونې پړاو و،پېغمبر اکرم به له خپلو يارانو سره د مكې د شاوخوا درو ته ته او د قريشو له سترګو پناه او لرې يې لمونځ كاوه. يوه ورځ يې لمونځ كاوه،چې چا پرې نيوكه وكړه او و يې رټل، چې پايله يې د پېغمبر اکرم د يارانو او مشركانو لنډ شانته نښته وه، چې په دې نښته كې حضرت "سعد بن ابى وقاص" يو مشرك ټپي كړ.(83)؛نو ځكه رسول اکرم تر دې وروسته د "ارقم" كور د عبادت ځاى وټاكه او له دې كوره يې خپل تبليغ او عبادت پېل كړ،چې د دښمنانو له سترګو پناه وي. حضرت"عمار ياسر" او "صهيب بن نسان" (رضى الله عنهما) له هغو كسانو دي،چې په دې كور كې يې ايمان راووړ.(84)*

د اسلام  پېغمبر پوره درې كاله بې بيړې،په پټه خلك اسلام ته رابلل. څوك چې يې د فكر او استعداد له پلوه مناسب ليده؛ نو دين ته يې راباله. د قريشو مشرانو په دې درېو كالو كې ان د ذرې هومره كار هم له رسول اکرم سره نۀ درلود او درناوۍ يې كاوه او پېغمبر اکرم يې هم په دې درېو كالو كې ان کوچنۍ ښکاره نيوكه پر بوتانو ونۀ کړه؛بلكې په دې درېو كالو كې يې يوازې له څو ځانګړو روښانزړيو سره تماس درلود؛خو چې خصوصي (خپلوانو ته بلنه) او عمومي بلنې،پر بوتانو او پر نا انساني چارو يې نيوكې پېل شوې؛نو له هماغې ورځې،قريشو هم بډې ووهلې؛يعنې ښكاره مخالفتونه او مبارزه پېل شوه.

پېغمبر اکرم په لومړي ځل په ډاګه خپلوان دين ته راوبلل او بيا يې عمومي بلنه پېل كړه او هر څوك په دې قانع دي، چې د قوي او ژورو سمونو د راوستو او د خلكو د ژوند بهير اړولو ته،له هر څه د مخه، دوو مضبوطو ځواکونو ته اړتيا ده:

1 _ د بيان قوه،چې ويونكى په ښه توګه حقايق بيان كړای شي او خپل شخصي افكار او څه،چې ورته وحې شوې وي،خلكو ته ورسوي.

 2 _ دفاعي قوه،چې د خطر په وختو كې د دښمن د بريد مخه ونيسي او كه دا دوه قوتونه يې نۀ درلوداى؛ نو د هر مصلح د بلنې وړانګې به په هماغه لومړيو ورځو كې مړې شي.

د پېغمبر اکرم بيان د كمال حد ته رسېدلى و؛په كلام كې يې ښه فصاحت او بلاغت  درلود؛خو د بلنې په لومړيو كې يې دفاعي قوت نۀ درلود؛ځكه په دې درېو كالو كې يې څلوېښت كسان اسلام ته راوبلل او طبيعي ده،چې دوى د پېغمبر اکرم دفاع نۀ شوه كولاى؛ نو ځكه د اسلام مشر د دفاعي ليكې او مركزي هستى جوړولو ته،ترعمومي بلنې دمخه، خپلوان اسلام ته راوبلل او په دې كار يې دفاعي ليكه جوړه كړه.

 لږ تر لږه ددې بلنې ګټه دا وه،چې كه فرضاً د كورنۍ غړيو يې دين نۀ وي منلى؛خو د قومي او خپلوۍ د تعصباتو له لارې به د پېغمبر اکرم شاته ولاړ وو او بله ګټه يې دا وه،چې بلنې د قوم پر څو مشرانو اغېزه وكړه او هغوى نور وګړي هم اسلام  ته راوبلل.

خداى تعالى د خپلوانو د بلنې په باب وويل:((وانذر عشيرتك الاقربين= خپلوان دې له الهي عذابه ووېروه.)) او د عمومي بلنې په باب يې ورته وويل:((د څه په باب،چې مامور يې،ښكاره يې كړه،له مشركانو ډډه وكړه،چې موږ دې د دښمنانو له شره  وساتو.)) (85)*

د خپلوانو بلندود

د خپلوانو د بلنې دود يې ډېر په زړۀ پورې و. له داسې حقيقته يې پکې پردې اوچتې كړې،چې خلکو ته يې رازونه وروسته معلوم شول.

مفسران د"وانذرعشيرتك الاقربين"د آيت د تفسير په باب او هم  تاريخپوهان په يوه خوله ليكي چې: خداى ورته دنده وركړه،چې خپلوان دې دين ته راوبله.

 پېغمبر اکرم د ټولو اړخونو په پامنيوي سره "علي بن ابيطالب" ته، چې په هغو ورځو كې ديارلس كلن و، امر وكړ،چې ډوډۍ وكړي،چې په کې شيدې هم وي. بيا يې د بني هاشمو پينځه څلوېښت تنه راوغوښتل، چې ورته پټ راز ووايي؛خو متاسفانه تر ډوډۍ وروسته د پېغمبر اکرم يو تره (ابولهب) په خپلو بې بنسټو خبرو د مجلس فضا د پېغمبر اکرم د خبرې د طرحو پر خلاف  خړه پړه کړه او پېغمبر خپله خبره و نۀ  كړاى شوه. پېغمبر اکرم هوډ وکړ، چې دا خبره سبا ته وساتي؛نو بيا يې ډوډۍ وكړه او تر ډوډۍ وروسته يې د خپل ټبر مشرانو ته مخ كړ او خبرې يې د خداى د وحدانيت په اعتراف پېل كړې او ويې ويل:(( په رښتيا،چې د يوې ډلې لارښوونكى خپلو كسانو ته دروغ نۀ وايي. پر هغه خداى،چې بې له هغه بل خداى نشته! زه د هغه له لوري تاسې او ټولې نړۍ ته رالېږل شوى يم.

زما خپلوانو! تاسې به د خوب په څېر مړه شئ او د ويښو په څېر به را ژوندي شئ او د خپلو كړنو به جزا ووينئ او جنت تل نېكانو ته دى او دوزخ يې هم تل دى.(86)* چا هم خپلوانو ته داسې څيز نۀ دى راوړى؛ لكه ما چې راوړى؛ما تاسې ته د دنيا او اخرت خير راوړى،خداى راته امر كړى، چې تاسى ور وبلم. په تاسې كې به څوك زما ملاتړ شي، چې په تاسې كې يې خپل وزير او ځايناستى كړم.))

 د حضرت "محمد" (ص) خبرې چې دې ځاى ته راورسېدې؛ نو پر ټولو چوپه چوپتيا شوه. په همدې وخت كې پينځلس كلن و حضرت علي د مجلس چوپتيا ماته كړه او په ډاډه غږ يې وويل:(( رسول اکرمه! زه به دې ملاتړ شم.)) پېغمبر اکرم ورته وويل:كېنه ! او بيا يې خپله خبره درې ځل وويله ،چې بې له هغه پينځلس كلن ځوانه،هېچا ځواب ور نۀ کړ. پېغمبر اکرم بيا خپلوانو ته وويل:(( خلكو! دا ځوان،په تاسى كې زما ځايناستى او وزير دى! خبرو ته يې غوږ ونيسئ او پليون يې وكړئ.))

 مجلس پاى شو او په مجلس كې ناستو كسانو په ملنډو "ابوطالب"  ته وويل: "محمد" درته امر وكړ،چې د خپل زوى به منې او ورپسې به ځې، هغه يې تر  تا ستر كړ! (87)*

يادونه:ددې حديث پر سموالي بې له "ابن تيميه" نور ټول مفسرين او تاريخپوهان يوه خوله دي.

يوولسم څپرکى

عمومي بلنه

له بعثته درې كاله تېر شوي وو،چې پېغمبر اکرم د خپلوانو تر بلنې وروسته،پر عمومي بلنې لاس پورې كړ. پېغمبر اکرم په درېو كالو كې د خصوصي اړيکو له  لارې ځينې د خداى دين ته رابللي وو؛خو دا ځل يې په ډاډه زړۀ،عام خلك اسلام ته راوبلل.يوه ورځ د "صفا" غونډۍ په څنګ كې پر لويه تيږه ودرېد او په لوړ غږ يې وويل:(( ياصباحاه))! (عرب دا ټكى د خطرناكو اووحشتناكو خبرو پېلولو ته كاروي.) خلك ترې راټول شول او ورته يې وويل:((خلكو! كه درته ووايم د دې غره شاته مو دښمنان پراته دي او غواړي ټول ووژني؛نو آيا زما پر خبره به باور وكړئ؟ )) ټولو ورته وويل: هو! ځكه موږ په ټول عمر كې له تا دروغ نۀ دي اورېدلي! بيا يې وويل:

((قريشو! ځان له اوره وساتئ! زه د خداى پر وړاندې تاسې ته هېڅ كار نۀ شم كړاى،زه تاسې له دردوونكي عذابه وېروم. زما مثال د هغه ساتونكي په څېر دى،چې د خپل قوم د ساتلو لپاره قوم ته رامنډه كړي او د ((يا صباحا)) په ويلو يې له دې خطره خبر كړي.)) (88)

په دې وخت كې "ابولهب" راغى او ورته يې وويل: پر تا دې افسوس وي ! چې دې خبرو ته دې راټول كړي وو؟ 

بيا خلك ټول خپاره شول.(89)



د موخې په لار كې زغم

د هر چا د بري راز په دوو څيزونو كې دى:

لومړى: پر موخه ايمان درلودل.

دويم: په موخې ته رسېدو کې زغم او كوښښ.

 ايمان هماغه باطني محرك دى،چې که انسان وغواړي يا و نۀ غواړي؛د خپلې موخې پر لور يې ور روانوي او ستونزې يې په نظر كې اسانوي؛شپه و ورځ يې خپلې موخې رسېدو ته هڅوي؛ ځكه كه چا ايمان درلود،چې نېكمرغي په يوه ټاکلې موخه كې ده؛نو د ايمان قوت يې په زوره (له ټولو ستونزو سره) د خپلې موخې پر لور وركاږي. د ساري په ډول: يو ناروغ،چې ايمان لري،ترخه درمل به يې روغ كړي؛نو په اسانۍ يې خوري.

قرآن شريف هم دا خبره کړې،چې د بري راز پر موخه ايمان درلودل دي او هم موخې رسېدو ته زغم لازم دى.

إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ= په حقيقت كې هغوى، چې ويلي دي: ((الله زموږ پالونكى دى)) بيا (پردې وينا) ټينګ ولاړ وي، پر هغوى پرېښتې را كوزېږي (او ورته وايي) چې: (( مۀ وېرېږئ او مۀ خپه كېږئ او پر تاسې دې د هغه جنت زېرى وي، چې درسره يې وعده  کېدله!( فصلت/30)



د پېغمبر اکرم  زغم او لويه سينه

تر عمومي بلنې مخکې، د پېغمبر اکرم خصوصي اړيکو او تر عمومي بلنې وروستې، ناستومانو هلو ځلو د بوت لمانځيو او كفارو پر وړاندې د مسلمانانو قوي او منظمې ليكې رامنځ ته كړې؛نو ځكه د مکې د كفارو په ناستو كې هم د خطر زنګ ووهل شو،چې بايد وويل شي، چې قريشو ته د يوه نوي خوځښت ځپل او له منځه وړل  سخته چار نۀ وه؛ خو د قريشو وېره له دې وه،چې د دې خوځښت غړي له يوه ټبره نۀ؛بلكې له بېلابېلو ټبرونو وو؛ځكه يې غوڅ هوډ نۀ شو کولاى.

د قريشو مشرانو تر سلا مشورې وروسته هوډ وکړ، چې د دې غورځنګ بنسټ او بنسټګر په بېلابېلو وسايلو له منځه يوسي؛كله يې ورته رنګارنګه غوړې وعدې وركولې،چې كېداى شي،له خپلې خبرې لاس واخلي او يا دا چې په مرګ يې ګواښه او دا د قريشو لس كلنه کړلار وه،چې بالاخره يې هوډ يې وکړ پېغمبراکرم ووژني؛ خو مدينې ته په هجرت يې دا نقشه خاورې ايرې شوه.

 په هغو ورځو كې "ابوطالب" د "بني هاشمو" د ټبر مشر، د پاك زړۀ، لوړ همت او پراخې سينې خاوند و، چې كور يې د بېوزليو او يتيمانو (پلار مړيو) سرپناه و؛هغه پردې سربېره،چې د مكې رئيس او د کعبې د ځينو چارو مسوول و ،په خپله يې هم د خلكو په زړۀ كې خورا لوړ ځاى درلود او دا،چې د پېغمبراکرم پالندوی هم و؛نو د قريشو نور مشران [چې "ابن هشام" يې نومونه راوړي دي]،كور ته ورغلل او ورته يې وويل:((وراره دې زموږ خدايانو ته كنځل كوي او دين مو په بده يادوي،زموږ پر عقيدې خاندي،پلرونو ته مو بې لارې وايي؛نو يا يې پوه كړه،چې له دې كارو لاس واخلي او يا داچې تۀ يې ملاتړ مۀ کوه او موږ ته يې راوسپاره. (90)

"ابوطالب" ورسره په ځانګړي تدبير خبرې وكړې او هغوى يې نرم كړل؛خو د اسلام د لمر وړانګې ورځ پر ورځ خپرېدې،چې په دې خپرېدو كې ورسره د پېغمبر اکرم فصاحت او د قرآن جذابيت ډېره مرسته كوله.

 حضرت "محمد" (ص) به په تېره بيا په حرامو مياشتو كې تبليغ كاوه،چې مكه له هر ډول بريده خوندي وي. همدا چې د مكې فرعونان پوه شول حضرت "محمد" (ص) د بېلابېلو ټبرونو د خلكو په زړونو كې ځاى نيولى او ډېر يې پلوي شوي؛نو بيا يې هوډ وکړ د پېغمبراکرم يوازېني ملاتړى (ابوطالب) ته ورشي او دا خبره ورسره سپينه کړي؛نو "ابوطالب" ته ورغلل او ورته يې وويل:(( ابوطالبه! تۀ د شرف او عمر له پلوه پر موږ لوړ يې؛خو موږ مخکې هم درته ويلي وو، چې وراره دې له دې چارو منع كړه؛ خو تا زموږ خبره و نۀ منله او اوس زموږ د صبر كاسه ډكه شوې؛نور يې موږ نۀ شو زغملاى، چې په خدايانو پسې مو سپکې سپورې ووايي،موږ بې عقله او عقايد مو پوچ وبولي؛نو تۀ چې يې ملاتړ يې؛ نو پکار ده، له خپلو چارو يې منع كړې،که نۀ؛نو له تا او هغه سره به مو اوبه خړې شي.))

د پېغمبر اکرم يوازېنى ملاتړ پردې خبره رسېدلى و، چې د هغه پر وړاندې،چې دين يې له خطر سره مخ شوى،په سړه سينه خبرې وكړي؛ نو د همدې خبرې رسونې ته يې وويل: (( زه به مو خبرې "محمد" ته ورسوم.))

 البته دا ډول ځواب وركول،يوازې د هغوى د غوسې پر اور اوبه تويول وو، چې بيا وروسته ورته  حل را پيدا كړي.

د ټبر مشران چې ولاړل؛نو له وراره سره يې وليدل او د مشركانو خبرې يې ورته وکړې او دا،چې "محمد"(ص) وازمېيي، څومره پر خپله موخه ايمان لري؛نو د ځواب په تمه شول، چې پېغمبر اکرم ورته تاريخي ځواب ورکړ:

((كاكاجانه! پر خداى قسم، كه لمر مې په ښي او سپوږمۍ په کيڼ لاس کې كېږدي،چې له خپل تبليغه لاس واخلم؛نو هېڅكله به دا كار و نۀ کړم، په خپلې موخې پسې به هغې ځم  تر څو پر ستونزو برلاس او بريالى شم او يا خپل سر و بايلم.))

 د پېغمبر اکرم په سترګو کې پر خپلې موخې د ايمان اوښكې راټولې شوې او د تره له كوره ووت. پر موخه ايمان درلودلو او په زړۀ پورې ځواب يې پر "ابوطالب" اغېز وكړ او د ټولو خطرونو په زغملو يې وويل:(( وراره! پر خداى، چې يوه شېبه به دې هم له ملاتړه لاس وانۀ خلم؛ تكړه شه او خپله دنده سرته ورسوه! )) (91)



ابوطالب ته د قريشو درېم ځل ورتلل

د اسلام ورځ پر ورځ خپرېدل،"قريش" په چورت كې كړي وو او د چارې په لټه كې وو؛بيا سره راټول شول او ويې ويل: "ابوطالب"؛ځكه د "محمد" ملاتړ دى،چې ورته يې خپل زوى ويلى؛نو راځئ ښکلی ځوان ورته بوځو او ورته ووايو:راشه دې ځوان ته زوى ووايه؛نو "عماره بن وليد بن مغيره" يې ورته بوت او خپلې ګيلې او ګواښونه يې پېل كړل او ويې ويل:(( د "محمد" له ملاتړه لاس واخله او د وليد زوى ته خپل زوى ووايه، چې ښكلى، شاعر او په خبره پوه دى.))

 حال دا چې د "ابوطالب" په رګونو كې د غيرت وينه خوټېده، په لوړ غږ يې وويل:((ناوړه چلن راسره كوئ! تاسې خپل زوى راكوئ، چې په لمن كې يې وساتم او د خپل ځيګر ټوټه دركړم، چې ويې وژنئ؟! پر خداى قسم، چې دا كار به هېڅكله و نۀ شي.)) (92)

"مطعم بن عدى" راپاڅېد او ويې ويل: د قريشو وړانديز خو منصفانه و! تۀ يې هسې نۀ منې!

"ابوطالب": د انصاف خبره دې ونۀ کړه! ثابته ده،چې تۀ مې ذلت غواړې او "قريش" په ما پسې راپاڅوې.ځه! لاس دې خلاص او توره دې تېره ! څه، چې دې  له لاسه كېږي،و يې كړه.



قريش پېغمبر اکرم ته غوړه ژمنه وركوي

"قريش" پوه شول،چي "ابوطالب" نۀ شي راضي کولاى،كه څه هم هغه خپل اسلام نۀ ښيي؛خو د زړۀ له كومې له حضرت "محمد" (ص) سره مينه لري؛نو هوډ يې وکړ، چې پېغمبر اکرم ته د مقام،منصب،ډاليو او ښکلو ښځو ژمنه وركړي.ګوره که دا ځل په دې خبرو له خپلې بلنې لاس واخلي؛بيا د "ابوطالب" كور ته ورغلل،چې وراره يې په څنګ كې ناست و.

 استازي يې خبرې پېل كړې:((ابوطالبه! "محمد" راكې درز اچولې، زموږ پر عقلونو يې وخندل،په موږ او خدايانو پورې يې ملنډې وكړې؛نو كه دا کار مال ته كوي،چې مال دركړو او كه منصب ته يې كوي؛نو منصب به وركړو او خپل واكمن به يې كړو. خبرې ته يې غوږ ږدو او كه ناروغ شو؛ نو درملنه يې كوو....))

"ابوطالب" پېغمبر اکرم ته وويل:(( د قوم مشران راغلي،چې په بوتانو پسې يې نورې سپکې سپورې ونۀ  وايې، چې درنه  لاس واخلي.))

پېغمبر اکرم خپل تره ته وويل:(( زه ترې هېڅ نۀ غواړم! هغوى دومره وړانديزونه وكړل؛خو زه به ورته يو وړانديز وكړم؛كه و يې مانه؛ نو پر عربو به حكومت وكړي او ناعرب به مو هم پلويان شي.))

 په دې وخت كې "ابوجهل" را ودانګل او ويې ويل: (( چمتو يو، لس خبرې دې ومنو.))

پېغمبر اکرم:((وړانديز مې دادى،چې د خداى پر يووالي اعتراف او ګواهي وركړئ.))

 د پېغمبر اکرم دا خبره اوبه وې،چې پر تمو يې واړول شوې؛غلي شول او د يوه له خولې هم له هيبته سپڼ را ونۀ ووت او ټولو په ترهورتيا وويل: (( 360 خدايان پرېږدو او يو خداى دې ومنو!!))

قريش نهيلې او په غوسه له كوره ووتل.

 د ص سورت (4-7 ) آيتونه د همدې پېښې په باب نازل شوي دي.(93)*

 وَعَجِبُوا أَن جَاءهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ= او(مشرکانو) تعجب وكړ، چې خپل يو سړى يې خبروونكى راغلى او كافرانو وويل: (( چې دا يو دروغجن كوډګر دى،

أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ= ايا هغه (بې شمېره) معبودان يو معبود (الله) كړى دى، په رښتيا دا (له ډېرو معبودانو يو جوړول، چې نور معبودان پرېږدئ او د يوه الله عبادت وكړئ) ډېر عجيبه څيز دى!.))

وَانطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ= او مشران يې په بيړه (له غونډې) ووتل (او ويي ويل چې:) "ځئ او د خپلو معبودانو( پر لمانځنې) ټينګ اوسئ، بېشكه دا يو شى دى،چې غوښتي يې دي (تاسې بې لارې كړي).

مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي الْمِلَّةِ الْآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلَّا اخْتِلَاقٌ=(بل خوا) موږ دا (مطلب) په وروستي دين (عيسوى)كې (هم) نۀ دى اورېدلى، دا (ادعا) بې له ځانه جوړشويو دروغو بل څه نۀ ده.  (94)



د قريشو د كړونو بېلګه

له هغه ورځې،چې پېغمبر اکرم د چوپتيا پردې وشلولې او خپل تاريخي ځواب يې وركړ؛نو "قريش" يې له هر ډول وړانديزه نهيلي كړل،چې دې ځواب د پېغمبر اکرم د ژوند نوى څپرکى پرانست؛ ځكه تر هغه ورځې پورې،قريشو په ټولو كړنو كې د پېغمبر اکرم احترام ساته؛خو چې وړانديزونه يې خاورې ايرې شول؛نو ناچار شول كړنلار بدله كړي او په هره بيه، چې وي،د اسلام د خپرېدو مخه ونيسي؛نو راټول شول او هوډ يې وکړ پر كنځلو،ځورولو، ډارولو او ګواښ د پېغمبر اکرم مخه ونيسي.

 له پېغمبر اکرم سره پر دننني،روحي او معنوي لامل سربېره،باندينى مرستندوى؛"بني هاشم" وو،چې په سر كې يې "ابوطالب" و؛ځكه له كله چې "ابوطالب" خبر شو قريشو هوډ کړى وراره يې وځوروي؛نو ټول "بني هاشم" يې راغونډ كړل او ترې يې وغوښتل  د حضرت "محمد" (ص) ملاتړ شئ.

 ځينو د ايمان او ځينو د خپلوۍ له پلوه له د حضرت "محمد"(ص) ملاتړ اعلان كړ. يوازې "ابولهب" او دوه تنه نورو،چې نومونه يې د پېغمبر اکرم د دښمنانو په ليكه كې راځي، د پېغمبر اکرم ملاتړ ونۀ کړ؛خو دې دفاعي ليكې،پېغمبر اکرم له ځينو ناوړو پېښو و نۀ ساتلاى شو؛ ځكه په هر ځاى كې يې، چې پېغمبر اکرم ليده؛نو ځوراوه يې.

 د بېلګې په توګه:

1 _  يوه ورځ "ابوجهل" پېغمبر اکرم په "صفا" كې وليد،كنځل او ستغې سپورې يې ورته وويلې او ويې ځوراوه. رسول اکرم ورته هېڅ و نۀ ويل او خپله لار يې ونيوه. "ابوجهل" هم د کعبې تر څنګ د قريشو غونډې ته ور روان شو. دا مهال "حمزه" د پېغمبر اکرم تره [چې رضاعي ورور يې هم كېده او خپله لينده يې  پراوږه اچولې وه] له ښكاره راستون شوى و؛عادت يې دا و، چې له ښكاره د راستنېدو پر مهال،مخکې له دې،چې خپل زامن او كورنۍ وويني،د کعبې طواف ته به ته او بيا يې د کعبې شاوخوا ته پر ناستو قريشو سلام اچاوه؛نو پر هماغه ورځ چې تر دې مراسمو وروسته كور ته روان و،د "عبدالله بن جدعان" مور يې مخې ته راغله ، ورته يې وويل :(("حمزه" ! كاشکې دلته څو شېبې مخكې واى او څه، چې ما پر سترګو ليدلي وو،تا هم ليدلي واى؛وراره ته دې "ابوجهل" كنځل وكړې او ويې وځوراوه!!!))

 د مينځې خبرو پر "حمزه" ډېر اغېز وكړ او بې له دې، چې د كار پايله وسنجوي،هوډ يې وکړ له "ابوجهله" د وراره غچ واخلي؛نو بېرته راوګرځېد او په "ابوجهل" پسې ولاړ او "ابوجهل"،چې دکعبې تر څنګ،د قريشو په غونډه كې ناست و،په خپله لينده پر سر وواهه او سر يې ورمات كړ او له ګرېوانه يې راونيو او ورته يې وويل:(( تۀ پېغمبر اکرم ته كنځل كوې! ما پرې ايمان راوړى او پر كومه لار،چې ځي،زه هم پرې روان يم، كه مېړه يې؛ نو راسره يې ګز كړه!))

 دا مهال د "بني مخدوم" د ټبر څو تنه د "ابوجهل" په پلوۍ راپاڅېدل؛ خو "ابوجهل" موقع پوه و او نۀ يې غوښتل جګړه وشي؛نو ويې ويل:(( ما له "محمد"سره بد چلن كړى و او "حمزه" حق لري له ما خپه شي.)) (95)

دا پېښه ددې ګواه ده،چې "حمزه"،چې وروسته بيا د اسلام له سترو سردارانو شو،د پېغمبر اکرم په ساتنه او ملاتړ او د پېغمبر اکرم د ګوند په پياوړتيا كې ستره ونډه درلوده.

"ابن اثير" (کامل: ٣/٥٩) ليكي:(( قريشو د اسلام د پرمختګ لوى لامل "حمزه" ګاڼه؛نو ځكه د نورو دسيسو په فكر كې شول))،چې وروسته به وويل شي.



"ابوجهل" رسول اکرم ته په څوکې کېدل

د اسلام پر مختګ "قريش" خورا وارخطا كړي وو. داسې ورځ به نۀ وه، چې داسې خبر يې نۀ اورېده،چې نن د پلاني ټبر بل هم مسلمان يا مسلمانه شوه؛نو ځكه په زړونو كې يې دغوسې لمبې بلې وې.

 د مكې فرعون (ابوجهل) يوه ورځ د قريشو په غونډه كې وويل:

(( قريشو! ګورئ، چې "محمد" زموږ په دين، پلرونو او خدايانو پسې سپکې وايي او موږ بې عقله ګڼي. پر خداى قسم ! سبا به "محمد" څارم او لويه تيږه به له ځان سره اخلم او،چې جومات ته ولاړ؛ نو سر يې پرې ماتوم.))

 د هماغې ورځې پر سبا،چې پېغمبر اکرم ""مسجدالحرام"" ته راننووت او د "ركن يماني" او "حجرالاسود" په منځ كې لمانځه ته ودرېد؛نو ځينې "قريش" چې د "ابوجهل" له نقشې خبر وو، په فكر كې وو، چې "ابوجهل" به په خپله هڅه كې كاميابېږي او كه نۀ؟ پېغمبر اکرم سجدې ته ولاړ او "ابوجهل" ورنږدې شو،چي زړۀ ته يې وېره راغله او په رپېدو او وېره قريشو ته راستون شو. ټول يې مخې ته راغلل او ويې ويل: ابوجهله! څه چل وشو؟ "ابوجهل" په لړزنده غږ وويل:(( وېره مې زړۀ ته راولوېده،چې كله هم نۀ وه رالوېدلې؛نو ځكه له خپل هوډه پر شا شوم.)) (96)

په دې كې شك نشته،چې د "ابوجهل" په زړۀ كې غيبي قوتونو وېره اچولې وه او پاک خداى خپل استازى د ملنډو وهوونکيو له شره وژغوره. "انا كفيناك المستهزئين".

د پېغمبر اکرم د كړاوونو بېلګې هم په تاريخ كې ثبت دي، چې يوه يې دا ده:

يوه ورځ پېغمبر اکرم طواف كاوه،چې "عقبه بن ابى معيط" وکانځه، د پېغمبر اکرم پګړۍ يې ورته په غاړه كې واچوله او له جوماته يې راوايست،چې بيا ځينو د بني هاشمو له وېرې ترې خلاص كړ.(97)

پېغمبر اکرم خپل تره؛"ابولهب" او ښځې يې؛"ام جميل" خورا ځورولى دى.پېغمبر اکرم په ګاونډ كې يې و. هغوى به هر ډول سره او چټلي، پر پېغمبر اکرم اچوله. يوه ورځ "ابولهب" پرې "د پسه لرى" واچاوه او كار تردې و رسېد، چې "حمزه" په غچ کې هماغه كار پر "ابولهب" وكړ.



د مسلمانانو كړول

د بعثت په سر كې،د ځينو لاملونو له امله،اسلام پرمختګ وكړ،چې يو يې هم د پېغمبر اکرم او يارانو او پلويانو زغم او استقامت و. تاسې په تېرو مخونو كې د مسلمانانو استقامت ولوست.د پېغمبر اکرم د يارانو زغم هم په مكه كې (،چې د شرك او بوت لمانځى د حكومت مركز و) د پام وړ دى،[چې په دې باب به تر هجرت وروسته څپرکيو كې بحث وكړو]. اوس د څو تنو پر ژوند رڼا اچوو،چې د مكې په بې پناه چاپېريال كې اوسېدل او يا يې مكه له كړاوونو  پرېښې وه.



1 _ حضرت بلال حبشي (رض):

مور و پلار يې له "حبشې"،"جزيرة العرب" ته اسيران راوستل شوي وو.  حضرت"بلال"،چې بيا د خداى د استازي موذن شو، د "اميه بن خلف" مريى و. "اميه" د پېغمبر اکرم سخت دښمن و او دا چې د پېغمبر اکرم ټبر د پېغمبر اکرم دفاع ته ملاتړلې وه؛ نو زور يې پرې نۀ رسېده؛ نو "اميه" د غچ لپاره،مسلمان شوى مريى، د خلكو په مخ كې، په سره اوړي كې سوځنده لمر لاندې پر سرو شګو بربنډ اچاوه او پر سينه يې ورته لوى ګټ کېښووه او پر شنو لښتو يې واهه او ورته ويل يې:(( دومره به دې ووهم، چې ساه دې ووځي او هله به دې پرېږدم،چې د "محمد" د خداى له عبادته لاس واخلې او بيا د "لات" او "عزى" عبادت پېل كړې.))

خو  حضرت"بلال" د ټولو خبرو ځواب په دوو ټكيو (،چې پراخه سينه او زغم يې راښيي) وركاوه او ويل يې: (( احد، احد؛ يعنې خداى يو دى او كله به هم بوت لمانځنې ته ور و نۀ ګرځم. ))

 د دې تور مريي زغم او استقامت ټول حيران كړي وو،تردې چې "ورقه بن نوفل" يې پر بدحال وژړل او "اميه" ته يې وويل:(( پر خداى قسم! كه په دې وضع مو وواژه؛نو له قبره به يې زيارت جوړ كړم.)) (98)

كله به "اميه" تردې هم زيات ظالم شو او د  حضرت"بلال" په ورمېږ كې به يې پړى واچاوه او ماشومانو ته به يې ويل،چې په كوڅو كې يې راكاږئ.(99)

د اسلام په لومړۍ غزا (بدر) كې، "اميه" او زوى يې مسلمانانو ونيول ، ځيني د "اميه" په وژنې ناخوښه وو؛خو  حضرت"بلال" وويل:((هغه د كفر مشر دى، چې بايد ووژل شي))، چې بالاخره د خپلو كړنو سزا وركړ شوه.



2 _ حضرت عمار ياسر او مور و پلار يې:

 مور و پلار يې په لومړيو كې اسلام راووړ. هغه مهال يې ايمان راووړ، چې پېغمبر اکرم د  حضرت"ارقم بن ابى الارقم"(رض) په كور كې و،چې مشركان يې پر اسلام راوړو خبر شول؛نو چې څومره يې له لاسه كېدل، ظلمونه يې پرې وكړل. (100)

مشركانو به دا درې تنه په سخته ګرمۍ كې له خپل كوره راايستل او لمر ته يې درول،چې د ډېر ظلم او تېري له امله حضرت "ياسر" شهيد شو. يوه ورځ  حضرت "سميه" په دې باب "ابوجهل" ته په غوسه شوه او هغه ظالم هم نېزه راوخېسته او د "سميه" په سينه كې يې ومنډله او شهيده يې كړه. ددې ښځې او مېړه پر حال د پېغمبر اکرم زړۀ وسود او يوه ورځ، چې يې دا حال وليد؛نو په ژړغونو سترګو يې ورته وويل:(( د ياسر كورنۍ! صبر وكړئ، چې ځاى مو جنت دى.))

 مشركانو،چې  حضرت "ياسر" او  حضرت "سميه" شهيدان کړل ؛ نو د  حضرت"عمار" ځورول يې هم پېل كړل. حضرت"عمار" د خپل ځان ساتلو لپاره په ظاهره له اسلامه وګرځېد؛خو ډېر ژر پښېمانه شو او په سرو سترګو پېغمبر اکرم ته راغى او په خپګان يې خپله کيسه وكړه. رسول اکرم ورته وويل:(( آيا دا خبره دې (،چې له اسلامه اوښتى يې) د زړۀ له كومې  كړې وه؟)) حضرت "عمار": (( زړۀ مې اوس هم له ايمانه ډك دى.)) پېغمبر اکرم: (( پوټى وېره زړۀ ته وا نۀ چوې، چې دا كار دې ځان ساتنې ته كړى.))

 چې بيا د نمل 106 آيت د  حضرت"عمار" د ايمان په باب نازل شو: (( مګر هغه، چې په زوره راګېر شي؛ خو زړۀ يې له ايمانه ډك دى. )) (١٠١)


3 _ حضرت عبدالله بن مسعود (رض):

هغوى،چې په پټه بلنه يې اسلام منلى و،راټول شول او ويې ويل:(( قريشو لا تر اوسه زموږ قرآن نۀ دى اورېدلى؛نو څومره به ښه شي، چې يو له موږه پاڅي او په "مسجدالحرام" كې په خواږه غږ قرآن ووايي.))

 عبدالله بن مسعوددې كار ته غاړه كېښووه؛ولاړ او چې د قريشو مشران ""مسجدالحرام"" ته راغلل؛نو په لوړ او ښکلي غږ يې شروع كړه:

 (( بسم الله الرحمن الرحيم، الرحمن،علم القرآن،خلق الانسان، علمه البيان. ))

 د قرآن شريف دې فصيحو ټکيو د كفارو په زړونو كې وېره واچوله او غبرګون ته راټول شول او  حضرت"عبدالله بن مسعود" يې دومره وواهه، چې وينې ترې روانې شوې او په همدې وضع يې ځان د خداى د رسول يارانو ته ورساوه؛ خو سره له دې ټولو كړاوونو او دردونو خوشحاله و،چې قرآن خو يې د هغوى غوږونو ته ورساوه.(102)



4 _ حضرت "ابوذر" غفاري (رض):

 حضرت"ابوذر" څلورم يا پينځم تن و،چې مسلمان شو(1)؛يعنې د بعثت په هماغو لومړيو ورځو كې مسلمان شو او د اسلام له وړومبنيو ګڼل كېږي.(103)

د قرآن د وينا له مخې:

وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ= او(درېمنۍ ډله) د مخكښانو مخكښان (دي)،

أُوْلَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ= همدوى (خداى ته) نژدې دي. (104)

او چا چي د مکې تر سونې مخكې اسلام راوړى وي؛ د فضيلت او مقام له پلوه له هغوى سره برابر نۀ دي،چې د مكې تر فتحې وروسته يې اسلام راوړى وي.

قرآن وايي:

وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا يَسْتَوِي مِنكُم مَّنْ أَنفَقَ مِن قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُوْلَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِينَ أَنفَقُوا مِن بَعْدُ وَقَاتَلُوا وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ= او پر تاسې څه شوي، چې د خداى په لاركې نفقه نۀ وركوئ،حال دا چې د اسمانو او ځمكې ميراث يوازې خداى ته پاتې دى (او څوك څه شى له ځان سره نۀ وړاى )؟! له تاسې، چې چا له بري (د مكې له سوبې) مخكې مال لګولى او جنګېدلي دي، هغه يو انډول نۀ دى (چې تر بري وروسته يې انفاق كړى دى) مقام يې تر هغو لوړ دى،چې تر سوبې وروسته يې نفقه وركړې او جنګېدلي دي او خداى له ټولو سره د غوره (بدلې) وعده كړې ده او څه چې كوئ، خداى پرې خبر دى. (105)

 

د اسلام لومړى منادي

هغه مهال چې حضرت"ابوذر" اسلام راووړ؛ نو پېغمبر اکرم به خلك په پټه اسلام ته رابلل او تردې دمه ښكاره بلنه نۀ وه پېل شوې. په هغو ورځو كې د اسلام پلويان،خپله پېغمبر اکرم او پينځه نور كسان وو. ددې شرائطو غوښتنه وه،چې  حضرت"ابوذر" پر خپل ايمان پرده واچوي او چوپه خوله له مکې ووځي او خپل ټبر ته ورشي؛خو "ابوذر" انقلابي روح درلود؛ تۀ وا هغه يې همدې ته پيدا كړى،چې د ظلم پر خلاف يې وكاروي او له بې لاريو سره مبارزه وكړي او "ابوذر" تردې بل غټ باطل نۀ ليده،چې خلكو به لرګيو او تيږو ته سجدې كولې.

 "ابوذر" دا خبرې نۀ شوى زغملای؛ نو چې څو شپې يې په مكه كې وكړې؛د خداى استازي ته يې وويل: ((ما ته څه دنده راسپارئ؟)) پېغمبر اکرم: (( تۀ کړاى شې،چې خپل ټبر اسلام ته راوبلې. ځه ! اوس خپل ټبر ته ورستون شه، څو مې حکم در ورسېږي.))

"ابوذر":((پر خداى قسم! مخكې له دې،چې خپل ټبر ته ورستون شم، د اسلام غږ به ددې خلكو غوږونو ته ورسوم او دا خنډونه به غوڅ كړم.))

 دا خبره چې يې وكړه؛نو ""مسجدالحرام"" ته ولاړ، چې يوه ډله "قريش" پکې ناست وو؛نو په ډاډه او لوړ غږ يې وويل:

((اشهدان لا اله الا الله و اشهدان محمدا رسول الله!

تاريخ ګواه دى  چې دا د اسلام لومړى ښكاره غږ و، چې راپورته شو. دا غږ د يوه مسافر،غريب او د داسې سړي له خولې راووت، چې په مكه كې يې  نۀ قوم درلود او نۀ خپلوان!

د "ابوذر" غږ، چې په ""مسجدالحرام"" كې خپور شو؛نو "قريش" پرې راټول شول او دومره يې وواهه،چې بې سده شو.

خبر د پېغمبر اکرم تره "عباس" ته ورسېد، په منډه يې ځان ورورساوه او ځان يې د "ابوذر" پر بدن وغورځاوه او خلاصولو ته يې په نرمه ورته وويل: ((تاسې ټول سوداګر ياست او مالونه مو د "غفار" له ټبره تېرېږي او دا ځوان هم د "غفار" له ټبره دى،كه ومړ؛نو د قريشو سوداګري به له خطر سره مخ شي؛ ځكه يو كاروان به پرې نۀ ږدي،چې له غفاره  تېر شي.))

پر قريشو خبرو اغېز وكړ او د "ابوذر" له وهلو لاس واخيست؛ خو "ابوذر" سبا بيا "مسجدالحرام" ته راغى او خپل شعار يې بيا ووايه،چې د پرون په څېر بيا پرې "قريش" راټول شول او ويې واهه. دا ځل بيا هم "عباس" "ابوذر" خلاص كړ.(106)

كه "عباس" نۀ واى راغلى؛نو خداى خبر، له "ابوذر" يې له لاسه ژوندى راوتلى واى؛ خو "ابوذر" هغه نۀ و،چې د اسلام د پرمختګ له مبارزې يې دومره ژر لاس اخېستى واى او همدا وو،چې څو ورځې وروسته يې بيا پر مبارزې لاس پورې كړ، چې يوه ورځ يې يوه ښځه وليده، چې د کعبې د طواف پر مهال يې  "اساف" او "نايله" ته غږ کړ او  په زاريو يې ترې خپلې اړتياوې غوښتې. "ابوذر" ددې  ښځې له ناپوهۍ خپه شو او دا چې و يې پوهوي، چې دا دوه بوتان درك او شعور نۀ لري؛نو و يې ويل:  ((دا دواړه بوتان يو بل ته واده كړه.))ښځه په دې خبرې ډېره خپه شوه او چغې يې كړې :(( تۀ "صائبي" يې.))د ښځې دې چغې پر "ابوذر" "قريش" راټول كړل او "ابوذر" يې په لغتو وواهه او په كاڼو يې وېشته،چې د "بني بكر" د ټبر څو ځوانان راغلل او خلاص يې كړ.(107)*



د غفار ټبر مسلمانېدل

پېغمبر اکرم د خپل نوي شاګرد،د باطل پر خلاف د مبارزې پر استعداد ښه پوهېده؛خو تر اوسه لا د مبارزې او شدت عمل  وخت نۀ و رارسېدلى؛ نو ځكه يې ورته وويل،چې خپل ټبر ته ورستون شي او خلك دين ته راوبلي.

  حضرت"ابوذر" خپل ټبر ته ورستون شو او ورو ورو يې د اسلام او د پېغمبر اکرم په باب خبرې پېل كړې؛لومړى د "ابوذر" مور او ورور اسلام راووړ،بيا د "غفار" نيم ټبر مسلمان شو."يثرب" ته د پېغمبر اکرم تر هجرت وروسته، هغه نيم پاتې ټبر هم مسلمان شو او د "اسلم" ټبر هم د "غفار" د ټبره په پلوۍ اسلام راووړ. (108)*

  حضرت"ابوذر" د "بدر" او "احد" تر غزاوو وروسته مدينې ته راغى او له رسول اكرم سره پاتې شو.



د پېغمبر اکرم اورني دښمنان د پېغمبر اکرم د ځينو دښمنانو پېژندل به راسره،تر هجرت وروسته پېښو په شننه کې مرسته وكړي، چې څو يې دا دي:

1 _ابولهب:

 د پېغمبر ګاونډي و. څومره چې يې له لاسه كېدل؛ نو هومره يې پېغمبر اکرم ته كنځلې كولې او ځوراوه يې.

2 _"اسود بن عبد يغوث":

 يو ملنډې وهونكى و،چې بې پناه او بېوزله مسلمان به يې وليد؛نو په ملنډو به يې ورته ويل:((دا بېوزلي ځان د دنيا واكمنان بولي او انګېري،چې ډېر ژر به د "فارس" د پاچاهۍ پر تخت كېني.))؛خو مرګ اجازه ورنۀ کړه،چې په خپلو سترګو وويني،چې څرنګه مسلمانان د "قيصر" او" كسرى" د تخت و تاج خاوندان شول. ؟ 3 _ "وليد بن مغيره":

 د قريشو يو بوډا و،چې ډېره شتمني يې درلوده. په راتلونكي څپرکي كې به د هغه او د پېغمبر اکرم خبرې اترې راوړو.

4 _ "اميه" او "ابى":

 د "خلف" زامن وو. يوه ورځ "ابى" د مړيو هډوكي راوخېستل او پېغمبر اکرم ته يې ونيول او ويې ويل: پالونکى به دې دا راژوندي كوي؟؛نو وحې راغله: ووايه ‍! هماغه خداى چې دا يې پيدا كړي؛ بيا يې ژوندي كوي .

وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ= او موږ ته يې مثال راووړ او خپل پيدايښت يې هېر كړ او ويې ويل: ((څوك به وراسته هډوكي را ژوندي كړي؟!))

قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ=ووايه: ((دا هماغه څوک بېرته را ژوندي كوي،چې په لومړي ځل يې پيداكړي وو او هغه په هر (ډول) پيدايښت پوهېږي؛  (109)*

5 _ "ابوالحكم بن هشام":

 له اسلام سره د تعصب او دښمنۍ له امله، مسلمانانو پرې د "ابوجهل" نوم اېښى و،چې د "بدر" په غزا كې ووژل شو.

6 _ "عاص بن وايل":

 د "عمروعاص" پلار و،چې تل يې پېغمبر اکرم ته "ابتر" وايه.

7 _"عقبه بن ابي معيط":

 د مسلمانانو له اورنيو دښمنانو و،چې يوه ورځ هم ترې مسلمانان ارام نۀ شول.(110)*

نور اورني دښمنان (؛لكه "ابوسفيان") هم شته،چې تاريخ په تفصيل سره راخېستې،چې موږ دلته په لنډو څو راواخېستل او له شرحى مو يې ډده وكړه.



 قريشو ولې له پېغمبر اکرم څخه سرغړاوى کاوه؟

د اسلام د تاريخ دا برخه له مهمو برخو ده؛ځكه انسان که له ځان سره فكر  وکړي، سره له دې،چې ټولو قريشو حضرت "محمد" (ص) امين ګاڼه او يوه ورځ يې هم ترې كوچنۍ تېروتنه نۀ وه ليدلې او ښكلې او فصيحې ژبې او وينا يې د هر چا په زړۀ كې ځاى پيدا كړى و او كله كله يې له حضرت "محمد" (ص) نه خارق العاده چارې هم ليدې؛خو له دې ټولو خبرو سره، ولې په پېغمبراکرم پسې راپاڅېدل او مبارزه  يې ورسره پېل كړه؟

 ددې سرغړونې او مبارزې علتونه دا دي :

1 _ له پېغمبر اکرم سره كينه:

ځينو له پېغمبر اکرم سره د کينې له امله سرغړاوى کاوه او هيله يې وه، چي په خپله ددې الهي منصب خاوندان وي.

وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَذَا الْقُرْآنُ عَلَى رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ= او ويې ويل: (( ولې دا قرآن (د مكې او طائف) د دوو ښارونو پر يوه ستر (او شتمن) سړي نۀ دى  رالېږل شوى ؟!)) (111)

مفسران ددې آيت د شان نزول په باب وايي: "وليد بن مغيره" له پېغمبر اکرم سره وليدل او ورته يې وويل:((زه تر تا د نبوت مقام ته وړ يم؛ ځكه مال، عمر او زامن مې تر تا ډېر دي.)) (112)*

"اخنس"،چې د پېغمبر اکرم له دښمنانو و، "ابوجهل" ته وويل:(( د "محمد" په باب څه نظر لرې؟))"ابوجهل":((موږ او "عبدمناف" د شرافت او ستروالي له امله له يو بل سره جګړې كړي او له بېلابېلو لارو مو ورسره ځان برابر کړى؛اوس چې ورسره يو شان يو؛نو وايي:زموږ د ټبر پر يوه سړي وحې رانازلېږي، پرخداى قسم چې ايمان پرې رانۀ وړم!!!))

2 _ له راتلونكې وېره:

دا لامل د قريشو په سرغړاوي كې تر ټولو مهم دى؛ځكه عياش وو. "قريش"چې كلونه كلونه له مطلقې ازادۍ برخمن وو،د حضرت "محمد"   بلنه يې د خپلو پخوانيو ځاني عادتونو پر خلا ف ګڼله . 3 _ د بلې دنيا له عذابه  وېره:

د عذاب د آيتونو اورېدو به د عياشانو او ظالمانو په زړو كې عجيبه وېره اچوله؛ نو چې پېغمبراکرم به په خپل ښكلي غږ د هغې دنيا په باب آيتونه ويل؛نو د دوى د عيش و نوش محفلونه به پرې زهر شول؛نو ځكه يې له حضرت "محمد"(ص) سره مخالفت، چې د عذاب او وېرې آيتونه ترې  وا نۀ  وري.

موږ دلته څو آيتونه راوړي، چې د قريشو عياشان يې سخت وېرول.

فَإِذَا جَاءتِ الصَّاخَّةُ= چې كله (د قيامت د دويمې شپېلۍ) كڼوونكې چغه وشي؛ (كافران په درانه غم كې پرېوځي)،

يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ= پر هغه ورځ،چې سړى له خپل وروره تښتي،

وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ= او (همداراز له) خپل مور و پلاره،

وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ= او له خپلې ښځې او له خپلو اولادونو ؛

لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ= پر هغه ورځ به د هغوى هر سړى په داسې چار (او حال) اخته وي،چې يوازې ځان ته به يې پام وي!  (113)

هغوى به،چې د كعبې تر څنګه شراب څښل او لاندې آيت،چې يې واورېد؛ نو ناڅاپه به پرې  وېره راغله او خپلې پيالې به يې كېښوولې.

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُواْ الْعَذَابَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا= هغوى،چې زموږ پرآيتونو كافران شوي؛ډېر ژر يې اور ته ننباسو(او وبه يې سوځوو  )چې (هلته يې) د بدن پوټكي وريت (او وسوځول) شي؛ او پر ځاى يې نور پوټكي وركړو،چې(الهي) عذاب وڅكي،په رښتيا چې خداى ناماتى حكيم دى (او د حساب له مخې سزا وركوي ). (114)

   4 _ دعربو له مشركې ټولنې وېره:

"حارث بن نوفل بن عبدمناف" پېغمبر اکرم ته راغى او ورته يې وويل:

((له څه مو چې وېروې،ټول رښتيا دي؛خو كه موږ درباندې ايمان راووړ؛ نو مشرك عرب به موږ له خپلې خاورې وشړي))،چې ددې خلكو  ځواب ته دا آيت راغى:

يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ= زما مؤمنو بندګانو! په واقع کې زما ځمكه پراخه ده؛ نو يوازې ما ولمانځئ (او د دښمنانو زور زياتي او فشار ته غاړه  كېنږدئ)   (116)* دولسم څپرکى

حبشې ته هجرت

حبشې ته د ځينو مسلمانانو هجرت،د زړوو له كومې يې پر ايمان  ګواهي وركوي. ځينو د قريشو له كړاوونو او شره د ژغورنې او په ارام چاپېريال كې د خداى لمانځنې هوډ وکړ، چې له مكې ووځي او له سوداګرۍ،كاروبار،خپلوانو او زامنو لاس واخلي؛خو حيران وو،چې چېرې ولاړ شي؛ځكه پر ټول "جزيرة العرب" بوت لمانځنه واكمنه وه او داسې ځاى نۀ و، چې پکې د توحيد غږ  پورته كړي. له ځان سره يې فكر وكړ، چې په دې باب له پېغمبر اکرم سره سلا مشوره وكړي.

 پېغمبر اکرم، چې د دين اساس يې دا و:

يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ= زما مؤمنو بندګانو! په واقع کې زما ځمكه پراخه ده؛نو يوازې ما ولمانځئ (او د دښمنانو زور زياتي او فشار ته غاړه  كېنږدئ) (116) او د مسلمانانو سخت حالات هم ورته معلوم وو؛نو ورته يې وويل:(( كه حبشې ته سفر وكړئ؛نو ډېره به ښه شي؛ځكه د غښتلي او منصف واكمن په سيورې كې پر چا ظلم نۀ کېږي. هغه د پاكۍ او صداقت سيمه ده،تاسې ورشئ، چې خداى درباندې ولورېږي.)) (117)

يارانو د پېغمبر اکرم خبره ومنله او په پټه د شپې سپاره او پلي د "جدې" پر لور روان شول،چې دا ډله لس يا پينځلس تنه وو،چې څلور پکې مسلمانې ښځې هم وې.

 اوس پوښتنه دا ده، چې ولې پېغمبر اکرم هجرت ته بل ځاى ونۀ ټاكه؟

 "عربستان" او نورو سيمو ته،چې انسان وويني؛نو د حبشې د انتخاب  دليل څرګندېږي؛ځكه د "عربستان" نورو کفر واکمنو سيمو ته هجرت خطرناك و. مشركانو يا دا چې د قريشو زړونه لاس ته راوړي يا دا، چې د خپل پلار نيكه له دين سره يې مينه درلوده،په خپلو سيمو كې د مسلمانانو د استوګنې مخنيوى كاوه.

 د يهودو او مسيحيانو سيمو ته تلل هم سلا نۀ وه؛ځكه پر معنوي امتياز او نفوذ سربېره، له يو بل سره په سيالۍ كې وو او درېيم سيال يې نۀ شو زغملاى. پردې سربېره،عرب يې سپک او ټيټ توکمي بلل.

"يمن" هم د "ايران" تر واكمنۍ لاندې و او هلته ايرانيانو مسلمانانو ته د استوګنې اجازه نۀ وركوله او چې د پېغمبر اکرم ليك د "ايران" واكمن "خسرو پرويز" ته ورسېد؛نو د "يمن"  واكمن ته يې وليكل،چې دا نوى پېغمبر ونيسه او ما ته يې راولېږه."حيره" هم د "يمن"  په څېر د "ايران" تر واكمنۍ لاندې وه. "شام" له مکې لرې و او "يمن" او "شام" د قريشو بازار و او له قريشو سره يې ښې اړيكې درلودې او كه مسلمانان ور مهاجر شوي واى او بيا قريشو ترې غوښتي واى،چې مهاجر راوباسي؛نو په مينه يې دا كار كاوه؛لكه چې د حبشې له واكمنه يې وغوښتل، چې مهاجر قريشو ته وروسپاري؛خو هغه دا كار و نۀ کړ.

 د سمندر له لارې سفر،هغه هم له ماشومانو او ښځو سره،سخت سفر و او داسې سفر ته غاړه ايښوول، د هغوى د ايمان او اخلاص نښه وه.

د "جدې" بندر د نن په څېر سوداګريز بندر و او له نېكه مرغه،چې کله دوى بندر ته ورسېدل؛نو بېړۍ د حركت په حال كې وه.مسلمانان هم د قريشو له وېرې د نيم دينار په وركولو،په بيړه سپاره شول.

د مسلمانانو د هجرت خبر د قريشو د مشرانو غوږو ته ورسېد؛نو ژر يې ورپسې خپل كسان ولېږل،چې مکې ته يې راوګرځوي،د قريشو كسان چې هلته ورسېدل؛نو بېړۍ له ساحله لرې شوې وه.

 ددې ډلې هجرت د "رجب" په مياشت کې د بعثت پر پينځم كال و.

د داسې يوې ډلې تعقيبول،چې د خپل دين ساتلو ته يې هجرت كړى و، ورسره د قريشو ښكاره دښمني راښيي. مهاجرو له مال،زامنو او كاروباره لاس ووينځه؛خو قريشو بيا هم ترې لاس نۀ اخېسته.دا وړه ډله له يوه ټبره نۀ وه؛بلكې له بېلابيلو ټبرونو وو. په دې  ډلې پسې يوې بلې ډلې هم هجرت وكړ، چې مشري يې د "جعفر بن ابيطالب" پر غاړه وه.

 دويم هجرت په ارام او ازادۍ سره وشو؛نو ځكه ځينو مسلمانانو خپل زامن او ښځې هم له ځان سره بوتلې،چې په دې هجرت،په "حبشه" كې د مسلمانانو شمېر 83 تنو ته ورسېد.كه وړل شوي ماشومان او يا هغه، چې په "حبشه" كې زېږېدلې وو، وشمېرو؛نو شمېر يې تر دې هم زياتېږي.

 "حبشه" مهاجرو ته هماغسې وه؛ لكه څرنګه چې پېغمبر اکرم ورته ويلي وو.

 "ام سلمه" د "ابي سلمه" ښځه،چې وروسته يې بيا له پېغمبر اکرم سره واده وكړ،د حبشې په باب وايي:((حبشې ته چې مهاجر شو؛نو غوره ملاتړ مو  پيدا كړ، له  ازاره خوندي وو او له چا  مو بده خبره وا نه ورېده.))

  ددې  ډلې د مهاجرت تاريخ د بعثت پر پينځم كال د "رجب" په مياشت كې و، چې ټولو "شعبان" او "رمضان" مياشتې هلته تېرې كړې او چې خبر راورسېد،چې قريشو د مسلمانانو له ځورولو لاس اخيستى؛نو د "شوال" په مياشت كې مكې ته راستانه شول؛خو چې راغلل؛نو حال هماغسې د پخوا شان و او خلكو ورته دروغ ويلي وو؛نو ځكه بېرته حبشې ته ستانه شول. (118)



د حبشې دربار ته د قرېشو استازي لېږل

په "حبشه" كې،چې د مسلمانانو د ازادۍ او هوساينې خبر د مكې د مشرانو غوږو ته ورسېد؛نو په زړونو كې يې د كينې لمبې راپورته شوې او هلته د مسلمانانو له نفوذه پر ځان ووېرېدل؛ځكه "حبشه" مسلمانانو ته غښتلې هډه وه او د قريشو وېره له دې وه،چې ګنې مسلمانان د "نجاشي" په زړۀ كې ځاى پيدا نۀ کړي او اسلام ته يې را و نۀ بلي او مسلمانان به په پياوړي لښكر په "جزيرة العرب" كې بوت لمانځي حكومت ړنګ كړي.

 د "دارالندوه" (د كعبې ترڅنګ يو ځاى و، چې د قريشو مشران پکې د ستونزو هوارۍ ته راټولېدل) مشرانو بيا جرګه وكړه او په دې يې سلا راغله،چې استازي د "نجاشي" دربار ته ولېږي او دا،چې د "نجاشي" زړۀ لاس ته راوړي؛نو قيمتي ډالۍ ورته ورولېږي او مهاجر مسلمانان پر ناپوهۍ تورن او له ځان سره يې راستانه کړي او داچې "قريش" ژر پايلې ته ورسېږي؛نو په خپلو كې يې دوه كسان غوره كړل،چې په چل او تېر اېستنه كې يې خورا مهارت درلود،چې بيا له دوى يو ځنې د سياست ميدان ته راودانګل،چې د راتلونكې په باب يې خبرې وشي او دا دوه تنه "عمروعاص" او "عبدالله بن ربيعه" نومېدل،چې د "دارالندوه" مشر ورته وويل:((مخكې له دې،چې پاچا ته ډالۍ وركړئ؛وزيران يې ووينئ او ډالۍ  وركړئ؛ځکه له "نجاشي" سره د خبرو اترو پر مهال به مو وزيران د  خبرو پخلى وكړي.))

وزيرانو د قريشو له استازيو سره وكتل. د قريشو استازيو د ډاليو تر وركولو وروسته وويل:((يوه ډله  نويو ځوانانو د خپلو نيكونو لار پرېښې او زموږ او ستاسې د دين پر خلاف يې نوى دين را اېستلى،چې اوس ستاسې په هېواد كې اوسېږي؛نو د قريشو مشران غواړي،چې ډېر ژر يې د اېستو حکم وركړئ او يوه بله هيله هم لرو،چې له پاچا سره مو كتل؛نو وزيران دې هم راسره وي او ښه به وي،چې له مهاجرو سره په دې باب هېڅ خبره ونۀ شي او پاچا هم له مهاجرو سره ونۀ ويني.))

 ځينو وزيرانو د مرستې ژمنه وركړه.

 د هماغې ورځې پر سبا د حبشې دربار ته ولاړل او د سلام،احترام او ډاليو تر وركولو وروسته يې د حبشې پاچا ته د قريشو پيغام واوراوه:

 (( د حبشې محترم واكمنه !زموږ يو ډله بې عقله ځوانانو د خپل پلار نيكه له دينه لاس اخېستى او نوى دين يې رااېستى،چې نۀ زموږ له دين او نۀ د حبشې له رسمي دين سره اړخ لګوي،دا ډله ستاسې هېواد ته راغلې او ددې ځاى له آزادۍ ناوړه ګټه اخلي؛نو د قريشو مشران هيله لري،چې د اېستو حكم يې وكړئ،چې خپل هېواد ته ستانه شي.))

همدا،چې د قريشو د استازيو خبرې خلاصې شوې؛نو د دربار ځينو وزيرانو د قريشو د خبرو پخلي ته له خپل ځايه پاڅېدل؛خو د حبشې عادل پاچا له خپلو وزيرانو سره مخالفت وكړ او ويې ويل:(( دا كار به كله هم و نۀ شي ! زه به هېڅكله هغه ډله،دوى ته بې له څېړنو ور ونۀ سپارم، چې زما خاورې ته يې پناه راوړې،بايد مهاجر هم وپوښتل شي، چې څه وايي او تر څېړونو وروسته كه ددې دوو تنو خبرې سمې وې؛نو مهاجر به له خپل هېواده وشړم او كه سمې نۀ وې؛نو هېڅكله به د مهاجرو له ملاتړه لاس  وا نۀ خلم او تردې به زياته مرسته هم ورسره وكړم.))

د دربار مامور ولاړ او مهاجرين يې بې له كومې پخوانۍ خبرتيا دربار ته راوستل. مهاجرو حضرت "جعفر بن ابيطالب" (رض) خپل وياند وټاکه؛ خو بيا هم د مهاجرو ډله وارخطا وه،چې وياند به مو څرنګه له "نصراني" پاچا سره خبرې وكړي؟ حضرت "جعفر بن ابيطالب" ورته وويل:((هغه به ووايم، چې له پېغمبر اکرم څخه مې اورېدلي،نۀ پرې څه زياتوم او نۀ يې ترې لږوم.))

د حبشې واكمن، حضرت "جعفر" ته وويل:(( ولې مو د خپل پلار نيكه له دينه لاس اخېستى او داسې دين مو را اېستلى،چې نۀ زموږ له دين سره اړخ لګوي او نۀ مو د پلار نيكه له دين سره؟))

 حضرت "جعفر بن ابيطالب":((موږ ناپوهه او بوت لمانځي وو،مردار مو خوړل،بدكاره وو،د ګاونډيانو احترام راسره نۀ و،بېوزله له ظالمو تنګ وو، له خپلوانو سره مو جګړې كولې؛ژوند مو همداسې تېرېده،چې يو سړى راپاڅېد،چې په موږ كې پر پاكۍ او رښتينولۍ مشهور و او د خداى په امر يې موږ د خداى عبادت ته راوبللو او د بوتانو عبادت يې بد وګاڼه او امر يې وكړ: "په امانت كې خيانت و نۀ کړئ،له مردارو ځان وژغورئ، له ګاونډيانو سره ښه سلوك وكړئ،وينه تويه نۀ کړئ، له محرمو سره واده و نۀ کړئ، دروغ و نۀ وايئ،د يتيمانو په مال كې خيانت و نۀ کړئ او ښځې مو پر بدو كارونو تورنې نۀ کړئ او راته يې وويل:لمونځ وكړئ،روژه ونيسئ او د خپل مال ماليات وركړئ"؛موږ هم پرې ايمان راووړ او د خداى عبادت مو پېل كړ او چې څه يې حرام ګڼلي وو،حرام مو وګڼل او، چې څه يې حلال ګڼلي وو،حلال مو وګڼل؛خو "قريش" په موږ پسې راپاڅېدل او شپه و ورځ يې وكړولو،چې له خپل دينه بېرته وګرځو او بېرته د لرګيو او تيږو عبادت پېل كړو؛ خو موږ يې د ظلمونو پر وړاندې ودرېدو؛ خو نور مو وس په ځان كې ونۀ ليد،چې د حبشي د واكمن د انصاف اوازه مو غوږو ته راورسېده او د "مقناطيس" په څېر يې په ځان پسې راښکل،چې اوس موږ ستاسې پر انصاف او عدل پوره ايمان لرو.)) (119)

د جعفر خوږې ژبې او په زړۀ پورې وينا د پاچا په زړۀ كې دومره ځاى پيدا كړ،چې له سترګو يې اوښكې توييدې او له جعفر نه يې وغوښتل، چې د اسماني كتاب څو آيتونه ورته ووايي. جعفر هم د "مريم سورت" پېل كړ،چې پکې د بي بي مريم د پاكلمنۍ او حضرت "عيسى" عليه السلام په باب د اسلام نظر څرګند شوى دى. سورت لا پاى ته نۀ و رسېدلى، چې د پاچا او "اسقف" د ژړا ښکالو پورته شول او مخ ته پراته كتابونه يې په اوښكو لامده شول.

 پر دربار سكوت واكمن شو،چې يو دم پاچا په خبرو شو او ويې ويل: ((ددې پېغمبر خبرې او د حضرت "عيسى" خبرې له يوې چينې دي، ځئ ولاړ شئ ! زه به دوى كله هم تاسې ته و نۀ سپارم.))

"عمروعاص" چې چلي او سياسي سړى و،له خپل دوست عبدالله بن ربيعه سره خبرې وكړې او ورته يې وويل: راځه چې سبا له يوې بلې لارې دې موضوع ته ورننوځو؛كېداى شي چې پاچا راضي شي او ورته به ووايو، چې دوى د "عيسى" په باب داسې عقايد لري، چې د "نصرانيت" له دين سره اړخ نۀ لګوي. "عبدالله" هغه له دې كاره وژغوره او ورته يې وويل: دلته زموږ خپلوان شته؛خو دهغوى خبرو هم ګټه ونۀ کړه.

 سبا بيا له وزيرانو سره دربار ته ولاړل او هلته يې له زړۀ سوي او د "مسيحيت" له دينه ملاتړي او د مسلمانانو پر عقايدو د "مسيحيت" په باب نيوكې وكړې او ويې ويل:((دا ډله د "عيسى" په باب ځانګړي عقايد لري،چې هېڅكله د "مسيحيت"له عقيدو سره سمون نۀ لري او ددې كسانو شتون د حبشې رسمي دين ته خطرناك ثابتېداى شي،كړاى شئ، چې په خپله ترې وپوښتئ.

د حبشې عادل پاچا دا ځل هم د څېړنې له وره ورننوت او امر يې وكړ: مهاجر راوغواړئ.مسلمانانو د خپل احضار په باب فكر كاوه، چې ولې يې راغوښتي دي؟؛ لکه چې الهام ورته شوى و، چې له احضاره يې مطلب د  حضرت"عيسى" عليه السلام په باب پر عقيدو يې پوهېدل دي. دا ځل بيا جعفر وياند وټاکل شو. جعفر له خپلو ملګرو سره ژمنه كړې وه، چې څه يې له پېغمبر اکرم زده كړي،هماغه به وايي."نجاشي" د مهاجرو وياند ته وويل:((تاسې د حضرت "عيسى" په باب څه نظر لرئ؟)) جعفر:(( د "عيسى" عليه السلام په باب زموږ عقيده هماغه ده،چې زموږ پېغمبر يې لري:" هغه د خداى بنده او د خداى پېغمبر دى،هغه د خداى له لوري يو روح او حكم و چې مريم ته وركړ شوى و."))

"نجاشي": ((پر خداى قسم! حضرت"عيسى" بې له دې بل مقام نۀ درلود.))

پر وزيرانو يې دا خبره بده ولګېده؛خو "نجاشي" د مسلمانانو د عقيدې ستاينه وكړه او ورته يې پوره ازادي وركړه.

 د قريشو ډالۍ يې ورواچولې او ويې ويل:(( خداى چې راته دا واکمني راکوله؛نو رشوت يې رانه نۀ و اخېستى؛نو ما ته هم په کار ده،چې له دې لارې ګېډه مړه نۀ کړم.)) (120)



له حبشې راستنېدل

په تېرو پاڼو كې مو ولوستل،چې د مهاجرو لومړۍ ډله د دروغو خبرونو پر بنسټ، چې قريشو اسلام راوړى، د حبشې له خاورې راووتل او "حجاز" ته راغلل؛خو چې راننوتل؛نو پوه شول،چې دروغ يې ورته ويلي وو او د قريشو تېري او كړاوونه هماغسې په خپل ځاى دي. ډېر يې بېرته وګرځېدل او نور د قريشو د لويو شخصيتونو تر سيورو لاندې مكې ته ورننوتل.

"عثمان بن مظمون" د "وليد بن مغيره" تر سيورې لاندې مکې ته ورننووت،چې د دښمنانو له ازاره په امان كې و؛خو په خپلو سترګو يې كتل،چې پر نورو مسلمانانو تېرى كېږي او له روحي پلوه له دې تبعيضه سخت خپه و؛نوځكه يې له "وليد" نه وغوښتل، چې په عمومي غونډه كې اعلام وكړي،چې نور د "مظمون" د زوى ملاتړ نۀ يم؛پرېږده چې د نورو مسلمانانو په څېر مې وكړوي،چې د مسلمانانو په غم كې شريك شم.

 وليد په جومات كې اعلان كړل،چې نور د"مظمون" د زوى ملاتړى نۀ يم؛ نو همدا و،چې د عربو مشهور شاعر "لبيد" جومات  ته راننووت او د قريشو په غونډه كې يې خپله مشهوره قصيده وويله:

((بې له خدايه هر موجود ناپايښته دى.))"عثمان" ورته وويل:((رښتيا دې وويل.)) "لبيد" خپله دويمه مصرع وويله:(( د خداى ټول نعمتونه ناپايښته دي.)) "عثمان" په غوسه شو او و يې ويل:((غلط ولاړې! د هغې دنيا ټول نعمتونه همېشني دي.)) پر "لبيد" د "عثمان" نيوكه بده ولګېده او ويې ويل:(( قريشو! وضع مو بدله شوې،دا څوك دى؟))يو تن له ځايه راپاڅېد او ويې ويل:(( دا كم عقل زموږ له دينه وتلى او د خپل ځان په څېر د يو انسان لاروى دى،خبرو ته يې غوږ مۀ ږده.)) بيا پاڅېد او كلكه څپېړه يې وواهه،چې مخ يې سور واوښت."وليد بن مغيره" وويل:((عثمانه ! كه زما ملاتړ دې درلوداى؛ نو هېڅكله به دا پېښه نۀ واى راپېښه شوې.)) "عثمان":((لوى خداى مې ملاتړ دى.)) وليد:((حاضر يم بيا دې هم ملاتړ شم.)) "عثمان": (( اړتيا ورته نۀ لرم.)) (121)



مکې ته د مسيحيانو څېړونكى پلاوى راتګ

د مهاجرو مسلمانانو تبليغاتو وكړاى شول،چې په "حبشه" كې د روحانيونو د مركز شل کسيز پلاوى د څېړنې لپاره مكې ته ولېږي.

 مکې ته راغلل او له پېغمبر اکرم سره يې په جومات كې ليدنه وكړه او له پېغمبر اکرم څخه يې پوښتنې وكړې. پېغمبر اکرم يې پوښتنو ته ځوابونه وركړل او اسلام ته يې راوبلل او د قران شريف څو آيتونه يې ورته ولوستل او پر هغوى يې دومره اغېز وكړ،چې له سترګو يې اوښكې را روانې شوې او ټولې نښې چې "انجيل" د وروستي پېغمبر په باب ويلې وې، په "محمد" (ص) كې پيدا كړې.

دې ګټورو ليدنو "ابوجهل" په غوسه كړ او په چغو يې وويل:(( تاسى د حبشې خلكو څېړنو ته رالېږلي ياست،نۀ دا چې د خپل پلار نيكه  له دينه واوړئ ،فكر نۀ کوم پر ځمکه به تر تاسې بل څوک بې عقله وي.))

هغوى په سړه سينه د مكې د فرعون ځواب وركړ:(( تاسې پر خپل دين اوسئ او موږ به پر خپل؛ خو څه چې په خپله ګټه وينو؛نو نۀ ترې تېرېږو.))

د "ابن هشام" په سيره (1/382-392 ) كې راغلي،چې په دې باب د قصص سورت 52—55  آيتونه نازل شول.



يثرب ته د قريشو پلاوى

له حبشې راغلى پلاوى،د قريشو د راوېښېدو لامل شو او د څېړنې په لټه کې شو او د "حارث بن نصر" ، "عقبه بن ابي معيط" او... په مشرۍ يې يو پلاوى "يثرب" ته ولېږه،چې د يهودو له عالمانو سره د حضرت "محمد" (ص) د رسالت او بلنې په اړه ځان پوه کړي،هغوى ورته وويل:

 (("محمد" د روح د حقيقت،"اصحاب کهف" او "ذوالقرنين" په باب وپوښتئ،چې څه وايي ؟؛كه ددې پوښتنو ځواب يې دركړ؛نو پوه شئ د خداى استازى دى او كه ځواب يې درنۀ کړ؛نو دروغجن دى او ډېر ژر بايد ووژل شي.))

د قريشو استازي په خوشحالۍ مكې ته راننوتل او درې واړه پوښتنې يې قريشو ته وركړې.قريشو هم جرګه راوبلله او پېغمبر اکرم ته يې بلنه وركړه. حضرت "محمد" (ص) ورته وويل:(( زه ددې درېو پوښتنو په باب وحې ته په تمه يم.)) (122)

وحې راغله او د روح په باب د پوښتنې ځواب يې د "اسراء" سورت په 85 آيت كې راغى او د هغو دوو نورو پوښتنو ځواب د "كهف" سورت په  9-28  او 83-98 آيتونو كې راغى.د حضرت "محمد" (ص) د ځوابونو تفصيل په تفسيرونو كې هم راغلى دى.

دلته يوې خبرې ته بايد اشاره وشي او هغه دا،چې له "روح" نه يې مطلب انساني روح نۀ و؛بلكې مطلب يې حضرت "جبرائيل امين" و؛ځكه پوښتونكي يهودان وو،چې له "روح الامين" سره يې ښې اړيكې نۀ درلودې.

ديارلسم څپرکى

زاړه چلونه

د قريشو مشرانو له اسلام سره مبارزې ته خپلې ليکي منظمې كړې وې،د كار په لومړيو كې يې وغوښتل پېغمبر ته د مال،منصب او رياست تمه وركړي،چې په دې خبرو يې له خپلې موخې واوړي؛خو ماتې يې وخوړه. بيا يې د پېغمبر اکرم د يارانو په ځورولو لاس پورې كړ؛خو د يارانو استقامت يې دا نقشه هم خاورې ايرې كړه؛خو تراوسه د قريشو د مشرانو دسيسې د اسلام د نيالګي راايستو ته پاى ته نۀ وې رسېدلې،چې په بل چل يې لاس پورې كړ.دا ځل يې په پېغمبر اکرم پسې له منفي تبليغاتو كار واخېست؛ځكه كړولو د هغو خلكو د اسلام راوړو مخه نيولې وه،چې په مكه كې اوسېدل؛خو هغه زيارت كوونكي،چې په حرامو مياشتو كې كعبې ته راتلل او له پېغمبر اکرم سره يې په ارام چاپېريال كې خبرې اترې كولې او د پېغمبر اکرم خبرو پرې اغېز كاوه؛نو كه څه هم اسلام يې نۀ راوړ؛ خو پر خپل دين (بوت لمانځنې) څه نا څه شکمنېدل او تر ستنېدو وروسته يې خپلو سيمو ته د اسلام د راښکاره کېدو خبره ووړ، چې دا كار په خپله بوت پالو ته ماتې وه او د توحيد پرمختګ يې ګړندى کړ.

د قريشو مشران د بلې دسيسې په فكر كې شول،چې له دې لارې له حضرت "محمد"(ص) سره د خلكو ناسته پاسته پرېكړي او د دين د پرمختګ مخه يې ونيسي.

1 _ ناروا تورونه:

دښمن تل كوښښ كاوه خپل سيال تورن كړي او د دروغو او بې بنسټه خبرو په خپرولو خپل سيال بې پته، يا يې په ټولنه كې لږ تر لږه راټيټ كړي.

 قريشو،چې كومه كينه له اسلام سره درلوده؛ نو په هره بيه يې غوښتل اسلام له منځه يوسي او د حضرت"محمد"(ص) مقام خلكو ته راټيټ كړي؛خو سره له دې، و يې نۀ كړاى شول پوره له دې چله كار واخلي.

 له ځان سره يې فكر وكړ،چې څه ووايي؟؛كه په مالي خيانت يې تورن كړي؛نو هغه خو په دې څلوېښت كالو كې په خلكو كې په رښتيني مشهور دى؛راشه چې په شهوت پالنې يې تورن كړو! خو څرنګه يې په دې تورن كړو، حال دا چې د خپلې ځوانۍ شپې يې تر ځان له زړې ښځې سره پېل كړې.

 قريشو جرګه وكړه،چې پر حضرت "محمد"(ص) څه تور ولګوي او داسې تور پرې ولګوي،چې لږ تر لږه په دې تور،په سلو كې يو تن خو باور وكړي.مغزو يې كار نۀ کاوه،چې څه تور پرې ولګوي؛خو بالاخره يې په دې خبره سلا راغله،چې د قريشو له پوه سره مشوره وكړي؛غونډه جوړه شوه. "وليد" قريشو  ته وويل: (( د حج  موسم رانږدې شو او د خلكو بهير هم را روان  دى او "محمد" هم د حج د موسم له ازادۍ ګټه اخلي او خپل دين په کې تبليغوي؛ نو غوره به وي،چې هر يو د "محمد" او دين په باب يې خپل نظر څرګند كړئ،چې څه ورسره وكړو؟))

 د عربو حكيم په فكر كې ډوب شو او ويې ويل:((څه ووايم؟))  يو پاڅېد او ويې ويل: ((د پالي نوم پرې كېږدئ)). حكيم يې له نظر سره مخالفت وكړ اويې ويل: ((د"محمد" خبرې د پاليانو له خبرو سره خورا توپير لري.)) يوه بل وويل: (( لېونى به ورته ووايو))، چې دا نظر هم "وليد" و نۀ مانه او ويې ويل:((په هغه كې د لېونتوب يوه نښه هم نۀ ليدل كېږي.))

 په پاى کې تر ډېرو مشورو وروسته،دې خبرې ته ورسېدل،چې "کوډګر" ورته ووايو؛ځكه  په ژبه او وينا کې يې جادو دى،چې د مكې په يو موټي خلکو کې يې درز اچولې دى.

مفسران د "مدثر" سورت په تفسيركې داسې هم وايي: ((چې وليد له پېغمبر اکرم نه د "مدثر" سورت واورېد؛نو سخت اغېزمن شو او خپل كور ته يې منډه كړه او له كوره را ونۀ ووت،چې پر دې  كار يې قريشو ملنډې ووهلې او ويې وويل: وليد د "محمد" دين منلى دى.))

 قريش يو ځاى د "وليد" كور ته ورغلل او د قرآن د حقيقت په باب يې وپوښت. هر يوه خپله خبره كوله؛خو "وليد" ردوله.

 په پاى کې يې پريکړه وکړه، چې د هغې درز له امله، چې په خلكو كې يې اچولې؛"کوډګر" به ورته ووايو او خلكو ته به ووايو چې:(( د "محمد" په ژبه او وينا کې جادو دى.)) (123)

مفسران (مجمع البيان ١٠/٣٨٧) ګروهمن دي، چې د "مدثر" سورت له "ذرلى و من خلفت........" نه تر پنځوسم آيت پورې د "وليد" په باب نازل شوي دي:

څوارلسم څپرکى

اقتصادي بنديز



د قريشو پرېكړه:

د قريشو مشران د اسلام له پرمختګه سخت په وېره كې وو او ددې ستونزې هوارۍ ته د چارې په لټه كې وو.د حضرت "حمزه" ايمان راوړل او د ځينو روښان فكره قريشو مسلمانېدل او په "حبشه" كې د مسلمانانو د عمل ازادي،هغه لاملونه وو،چې پر قريشو يې خوبونه حرام كړي وو؛نو ځكه دوى د بلې دسيسې په فكر كې شول او غوښتل يې د  اقتصادي بنديز له لارې مسلمانان په تنګسه كې راولي او په خپل ګومان د اسلام د پرمختګ مخنيوى وكړي؛نو د قريشو مشرانو د "منصور بن عكرمه" په لاس يو پرېكړه ليك وليكه او د قريشو ټولو مشرانو لاسليك كړ او قسم يې وخوړ، چي د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به پرې ولاړ وي او پرېكړه ليك يې په كعبه كې راځوړند كړ، چې پکې كښل شوي وو:

1-  د "محمد" له پلويانو سره هر ډول معامله او راكړه وركړه  منع ده.

2- ورسره تګ راتګ او مړى ژوندى منع دى .

3- څوك حق نۀ لري،چې له مسلمان يا مسلمانې سره واده وكړي .

4- په ټولو پېښو كې بايد د "محمد" له مخالفينوسره يو لاس اوسو.

دا پرېكړه بې له "مطعم بن عدى"د قريشو ټولو مشرانو لاسليك كړې وه او تر وسې وسې يې د دې پرېكړې په پلې کېدو پسې راواخېسته.

 د پېغمبر اکرم يوازيني ملاتړ (ابوطالب) خپل ټول خپلوان؛د "هاشم" او "مطلب" زامن راوغوښتل او ترې يې وغوښتل د "محمد" ملاتړ شي او امر يې وكړ، چې: ټول خپلوان يې د مكې له هغې درې (شعب ابيطالب) ته کډن شي،چې د مکې د غرونو په منځ كې پرته ده او دغسې د هر ډول بريد مخنيوي ته يې د درې پر لوړو څوكو څوکيوال او پاسوالان ودرول،چې "بني هاشم" او مسلمانان له هر ډول پېښې مخكې خبر كړي.(124) دا اقتصادي بنديز درې كاله و، چې پکې پر مسلمانانو ډېرى سختۍ تېرې شوې.د بني هاشمو او مسلمانانو د ماشومانو د ژړا اوازونه به د ظالمانو غوږونو ته ورسېدل؛ خو زړۀ يې پوټى هم پرې نۀ سوځاوه. ځوانانو او نارينه وو به شپه ورځ په يوه كجوره تېروله او كله خو به داسې وخت هم راغى،چې يوه كجوره به دوو كسانو سره وېشله. په دې درېو كالو كې به يوازې په "محرم" مياشت كې،چې پر ټول "جزيرة العرب" امنيت واكمن و،مسلمانانو ساه اخېسته او راكړې  وركړې ته به راوتل او پېغمبر اکرم به هم له دې ازادۍ او امنيته د دين په خپرولوكې ګټه اخېسته؛خو د قريشو مشرانو په دې مياشت كې هم مسلمانان سره اور ته نيولي وو او هغه داسې،چې بازار ته به راوتل او څه به،چې مسلمانانو اخېستل؛نو قريشو به له پلورونكي په لوړه بيه رانيول،چې مسلمانان يې و نۀ  پېرلاى شي، چې په دوى كې "ابولهب"،مسلمانان د لوړې بيې سره اور ته نيولي وو او په بازار كې يې چغې وهلې:((د توکيو بيه مو لوړه كړئ ! چې د "محمد" پلويان څه وانۀ خلي.)) او د قيمت لوړ ساتلو ته يې په خپله هم څېزونه په لوړه بيه اخېستل.

 

په شعب ابيطالب كې د بني هاشمو زړۀ ويلوونکي حالات

د لوږې زور دومره و،چې په دې باب حضرت "سعد بن ابي وقاص" رضى الله عنه وايي:((يوه شپه له درې راووتم او ډېر بې دمې شوى وم،چې ناڅاپه مې سترګې د اوښ پر وچ پوستكي ولګېدې، راوا مې خېسته او و مې مينځه  بيا مې وسوځاوه او ومې ټکاوه او له اوبو سره مې ګډ كړ او درې  شپه ورځې مې پرې تېر كړې.))

 د قريشو جاسوسانو د شعب ابيطالب د درې لارې څارلې، چې څوك غله ور نۀ وړي؛خو سره له دې،كله كله به "حكيم بن خرام" [د حضرت خديجې وراره]، "ابوالعاص بن ربيع" او "هشام بن عمر" د شپې په تياره كې،مسلمانانو ته غله وړه،چې كله به دا نېكي ورته بلا شوه؛يوه ورځ "ابوجهل" وليدل،چې "حكيم" غله پر اوښ بار كړې او د درې پر لور روان دى، سخت پر غوسه شو او ويې وويل:(( بايد قريشو ته دې بوځم او رسوا دې كړم.))

 د دوى لانجه اوږده شوه. "ابوالبختري" چې د اسلام دښمن و، پر "ابوجهل" نيوكې وكړې او ويې ويل:(( "حكيم" غله خپلې ترور ته وړي او تۀ حق نۀ لرې مخه يې ونيسې او "ابوجهل" يې څو لغتې هم وواهه.))

دې سخت بنديز و نۀ كړاى شول د مسلمانانو د صبر كاسې ډكې كړي. د مسلمانانو د ماشومانو ژړاګانو او د مسلمانانو دې بدې ورځې د ځينو زړونه نرم كړل او په خپلې پرېكړې او لاسليكه ډېر پښېمانه شول او د ستونزې د هواري په لټه كې شول.

يوه ورځ "هشام بن عمر"، "زهير بن ابي اميه" ته ولاړ،چې د لور له لوري د "عبدالمطلب" لمسى كېده، ورته يې وويل:(( دا انصاف دى، چې تۀ ډوډۍ وخورې،ښه جامه واغوندې او خپلوان دې وږي او بربنډ وي.پر خداى قسم! كه تا د "ابوجهل" د خپلوانو په باب داسې هوډ کړى واى او "ابوجهل" دې ددې هوډ پلي کېدو ته راغوښتى واى؛ نو هېڅكله به يې درسره نۀ وه منلې.)) "زهير" وويل: (( زه ځانته د قريشو هوډ اړولاى نۀ شم؛همدا چې بل ملګرى پيدا كړم؛نو دا تړون به مات کړم.)) "هشام" ورته وويل: (( زه درسره يم.)) "زهير":((درېم سړى هم راپيدا كړه.)) "هشام" پاڅېد او په "مطعم بن عدى" پسې ولاړ او ورته يې وويل: (( زه تصور نۀ کوم،چې دوه ډلې (بني هاشم – بني مطلب) د "عبدمناف"زامن،چې تۀ هم پردې پلرګنۍ وياړې،د مرګ څادر واغوندي.))"مطعم"وويل:((څه وكړم له يو لاسه خو ټك نۀ خېژي.)) "هشام": ((دوه كسان نور هم راسره دي،چې يو زه او بل "زهير" دى.)) "مطعم":((بايد څو ملاتړ نور هم را پيدا كړو.))

 "هشام" دا خبره هماغسې، چې "مطعم" ته كړې وه، "ابي البختري" او "زمعه" ته هم وكړه او مرسته يې ترې وغوښته او سبا يې په جومات كې وعده كېښووه.

د قريشو جرګه د "زهير" او ملګرو په ګډون يې جوړه شوه.

 "زهير" پر خبرو شو او ويې ويل:(( نن بايد "قريش" له خپلې لمنې دا د ننګ تور داغ لرې كړي.همدا نن بايد دا تړون څيري شي؛ځكه د بني هاشمو دې بدې ورځې ټول خپه كړي دي.))

"ابوجهل" راټوپ كړ، ويې ويل:((دا خبره د منلو وړ نۀ ده ! او د قريشو تړون هماغسې محترم دى.))

 "زمعه" د "زهير" د خبرې پخلي ته راپاڅېد او ويې ويل:((بايد تړون مات شي،‍ له هماغه وړومبيه موږ ورسره مخالف وو.))

 د تړون د ماتولو پلويانو د جومات له هر ګوټه غږ کړ: (( تړون مات كړئ! تړون مات كړئ !!!))......

 "ابوجهل" حس كړه،چې له پخوا يې خبره پخه كړې او ټول يوه خوله جرګې ته راغلي؛نو غلې شو او كېناست."مطعم" له وخته په ګټنه پاڅېداو ځان يې "صحيفې" ته [هغه ځاى ته،چې تړون يې پکې راځوړند كړى و] ورساوه، ويې ليدل،چې تړون مېږو خوړلى او يوازې د "بسمك اللهم"  ټكى پاتې دى،  د تړون په پېل كې راغلى وو. (125)*

"ابوطالب"هغه ورځ خبرو اترو ته غوږ نيولى و،چې كله به پايلې ته رسېږي؛ چې خبره څنګه خلاصه شوه؛نو خپل وراره ته يې مخ واړاوه او تر مشورې وروسته ټول كورونو ته ستانه شول.

ځينو ليكلي:(( په دې درېو كالو كې پېغمبر اکرم، "ابوطالب" او حضرت خديجې خپله ټوله شتمني له لاسه وركړې وه،چې وحې راغله او ورته يې وويل:"ميږو تړون خوړلى او يوازې د "بسمك اللهم" ټکى يې پاتې دى."))

د خداى استازي "ابوطالب" له دې خبرې خبر كړ او دواړه له شعب ابي طالبه راووتل او د كعبې په څنګ كې كېناستل .نو پر "ابوطالب" راټول شول او ورته يې وويل:((ايا وخت يې نۀ دى  رارسېدلى،چې زموږ خپلوي درياده كړې او د خپل وراره له ملاتړه لاس واخلې؟))

  "ابوطالب": ((ولاړ شئ او تړون راوړئ.))

 ولاړل او تړون يې راووړ،حال دا چې قلف ورته پروت و. "ابوطالب"ورته وويل:((آيا دا هماغه تړون دى،چې ليكلى مو و؟)) ورته وويل شو:(( هو! ))

 "ابوطالب": ((چا خو پکې ګوتې نه دي وهلي ؟))

ورته وويل شو: (( نۀ!))

 "ابوطالب":((وراره ته مې د خداى له لوري خبر راغلى؛ كه خبره يې سمه وه؛نو له خپلو كارونو به مو لاس واخلئ.))

 ورته وويل شو: ((سمه ده!))

 "ابوطالب": (( او كه خبره يې دروغ  وه؛ نو در تسليم به يې كړم، چې و يې وژنئ.))

 قريشو وويل:((د انصاف خبره دې وكړه.))

 "ابوطالب":(( وراره مې وايي: تړون مېږيو خوړلى دى.))

 بيا يې د تړون مهر او قلف خلاص كړ؛ ويې ليدل چې ميږيو بې د خداى له نومه نور ټول تړون خوړلى.دا كار يې د لارښوونې لامل نۀ شو؛بلكې كينه يې لا نوره هم زياته كړه او "بني هاشم" يې بېرته شعب ابيطالب ته ورستانه کړل او هماغلته وو،څو تړون "هشام" مات كړ.(126)*

د تړون د ماتېدو په اړه "ابوطالب"څو شعرونه ويلي،چې "ابن هشام" په خپل سيره كې راوړي دي.(127)

پينځلسم څپرکى

د ابوطالب مړينه

د قريشو اقتصادي بنديز د  څو ښو خلكو په هلو ځلو مات شول. پېغمبر اکرم او پلويان يې د درېو سختو كلو تېرولو وروسته له شعب ابيطالبه خپلو كورونو ته راستانه شول. له مسلمانانو سره راكړه وركړه ازاده شوه او وضع يې مخ پر ښه كېدو وه،چې پېغمبر اکرم له دردوونكې پېښې سره مخ شو،چې دې پېښې د مسلمانانو پر روحيه ډېر ناوړه اغېز وكړ؛دا پېښه دومره دردوونكې وه،چې له هېڅ څيز سره د پرتلنې وړ نۀ وه؛ځكه د يوه فكر پر مختګ په دوو عاملو پورې اړه لري:

 د وينا ازادي او د دښمن د بريد مخنيوى،چې په دې وخت كې مسلمانان د وينا له ازادۍ برخمن  وو؛خو هغه دويم لامل يې له لاسه وركړ؛يعنې د اسلام يوازېني ملاتړ او مدافع له دنيا سترګې پټې کړې.

په هغه ورځ حضرت "محمد" (ص) خپل هغه ملاتړ او مدافع له لاسه وركړ،چې له اته كلنۍ يې تر اوسه پېغمبر اکرم ساته او د پتنګ په څېر ترې ګرد چورليده او پر هغه ورځ،چې حضرت "محمد" (ص) له اقتصادي لوري په خپلو پښو ودريد؛نو د ژوند په چارو كې يې د "ابوطالب" لاس نيوى وكړ، چې پر "ابوطالب" هم حضرت "محمد" (ص) تر خپلو زامنو ډېر ګران و.

"عبدالمطلب" (د پېغمبر اکرم نيكه) د خپل ژوند په وروستيو كې "ابوطالب" ته وويل:((عبد منافه! ( د "ابوطالب" نوم "عبدمناف" و پلار يې هم ورته همدا نوم اخېسته) تا ته د داسې انسان د روزنې سپارښتنه كوم، چې د پلار په څېر يې موحد دى.))

 "ابوطالب" د "عبدالمطلب" په ځواب كې وويل:(( پلارجانه! "محمد" ستا سپارښتنې ته اړتيا نۀ لري؛ځكه هغه زما زوى او زما وراره دى.))

ښايي په هغه وخت كې،چې د "ابوطالب" پر تندي د ځنكدن خولې راماتې وې،حضرت "محمد" (ص) ته خپلې پخوانۍ سختۍ را وريادې شوې وې او له ځان سره يې ويل:

١ _ د مرګ پر بستره هماغه سړى پروت دى،چې د "شعب ابيطالب" په شپو كې يې له خپل ځايه پاڅولوم او په بل ځاى كې يې زما بستره هواروله او زما پر اصلي ځاى يې "علي" ويده كاوه او ويل يې، كه قريشو ناڅاپه بريد وكړ؛نو زوى به يې د "محمد" (ص) له ژونده ځار شوى وي. ان تر دې،چې يوه ورځ "علي" وويل:((پلارجانه! كه يوه شپه په همدې بستره كې ووژل شم،"ابوطالب" په غوسه ورته وويل: زويه! صبر د هوښيارو كار وي، هر ژوى بالاخره مري، ما ستا صبر ازمېيلى او دا شپې ورځې به هم تېرې شي، تۀ مى د نجيب او د نجيب د زوى (محمد بن عبدالله) له ژونده ځار كړى يې ، چې علي بيا په پسته او نرمه ژبه د خپل پلار ځواب وركړ او په دې  لار كې يې مرګ وياړ وباله.

٢ _ دا بې ساه بدن زما د هماغه ګران تره بدن دى،چې زما په لار كې راووت او له ټول ټبر سره،په هغه دره كې واوسېد. خپل رياست او سيادت يې تر پښو لاندې كړ؛يعنې خپل ټول ژوند يې له لاسه وركړ،چې په دې كار يې قريشو ته سخت او غاښ ماتى پيغام ورولېږه او ور ته يې وښوول،چې هېڅلكه به زما (محمد) له ملاتړه لاس وا نۀ خلي.

 قريشو ته د "ابوطالب" پيغام دا و: ((د "محمد" دښمنانو! تصور ونۀ کړئ،چې موږ به د "محمد" (ص) له ملا تړه لاس واخلو. نۀ! هغه زموږ پر نږدې او لريو خپلوانو خورا ګران دى. د بني هاشمو غښتلى مټ به يې له هر ډول بلا  وژغوري.))

تره يې ومړ او د "ابوطالب" له كوره د چغو غږونه پورته شول. دوست او دښمن يې له كوره راتاو شول،چې په جنازه كې يې ګډون وكړي.



د ابوطالب د عواطفو بېلګه

د تاريخ په كتابو كې د مينې او عواطفو بېلګې شته،چې مادي بنسټ يې درلود،چې تر څه مودې وروسته به په خپله له منځه تلې؛ خو د هغې مينې اور دومره ژر نۀ مړ كېږي،چې بالڼ (خس) يې ايمان، اخلاص او روحي كمالات وي.

 له حضرت "محمد" (ص)  سره د "ابوطالب" مينې دوه بنسټه درلودل؛يعنې هم يې پرې ايمان درلود او هغه يې بشپړ انسان او انسانيت ته بېلګه ګاڼه او هم يې وراره و،چې د زوى او ورور په څېر يې په خپل زړۀ كې ځاى وركړى و.

 "ابوطالب" دومره د حضرت "محمد" (ص) پر معنوياتو او پاكۍ ايمان درلود،چې په وچكالۍ كې يې له ځان سره بوت او د هغه په نامه او پاكۍ يې خداى ته قسم وركاوه، چي باران و وروي.

 ډېرو  تاريخپوهانو دا پېښه داسې ليكلي:

يو كال پر مكې او پر شاوخوا يې عجيبه وچكالي راغله، ځمكې او اسمان د خپل رحمت ورونه تړلي وو،"قريش" په ژړا "ابوطالب" ته راغلل او ترې و يې غوښتل،چې مصلى ته ولاړ شي او له خدايه باران وغواړي.

 "ابوطالب" د کمکي "محمد" (ص) لاس ونيو او د كعبې دېواله ته يې ډډه ووهله، ويې ويل:((خدايه! ددې ماشوم په خاطر پر موږ باران  ووروه او ولورېږه.))

تاريخپوهانو په يوه خوله ليكلي:(( "ابوطالب" په هغه وخت کې له خدايه باران وغوښت،چې په اسمان كې پوټى وريځ هم نۀ وه؛خو ډېر وخت لا نۀ و تېر شوى،چې په اسمان كې ورېځې راپيدا شوې او پر مكې او شاوخوا سيمو يې خپرې شوې؛ برېښنا ګانې شوې، پړكا شوه او باران وورېد، چې ټوله سيمه يې په اوبو مړه كړه او د ټولو زړونه پرې خوشحاله شول.په هماغه وخت كې "ابوطالب" څه شعرونه وويل.))(128)

"ابوطالب" د باران د ورېدو پر مهال "لاميه" قصيده وويله،چې "ابن هشام" د خپل سيرت د 2 ټوك ، په 286  مخ كې ددې قصېدې 96 بيته راوړي او "ابن كثير شامي" د خپل تاريخ د 3 ټوك، په 52 – 57  مخونو كې ددې قصيدې 92 بيته راوړي دي.

"ابوهفان عبدي" د "ابوطالب" په ديوان كې ددې قصيدې 121بيته راوړي، چې كېداى شي دا ټوله قصيده همدا 121 بيته وي،چې "ابوطالب" پکې ويلې:((دا باران خداى د حضرت "محمد" (ص) د سپېڅلې څېرې  په خاطر ورولى دى.))

د ابوطالب سرښندنه

"قريش" د "ابوطالب" په كور كې جرګه شول،چې پېغمبر اکرم هم پکې و.هغوى مشورې وكړى؛خو پايلې ته و نۀ رسېدل او پاڅېدل،حال دا چې "عقبه بن معيط" په چغو چغو ويل:((همداسې يې پرېږدئ! نصيحت ورته ګټه نۀ لري، هغه بايد ووژل شي.))

"ابوطالب" په دې خبره خواشينى شو؛خو څه يې كړي واى؛ ځكه د "ابوطالب" په كور کې مېلمانه وو او رسول اکرم هم پر هماغه ورځ له كوره راووت او نور كور ته راستون نۀ شو. ماښام مهال و،چې ترونه يې د حضرت "محمد" (ص) كور ته ورغلل ؛خو حضرت "محمد" (ص)  په کور كې نۀ و،چې ناڅاپه د "ابوطالب" ذهن ته د "عقبه" خبرې ورياد شوې او له ځان سره يې وويل:((هرومرو يې زما وراره وژلى دى.)) له ځان سره يې وويل:((اوبه له ورخه تېرې شوې او بايد د مکې له فرعونانو د وراره غچ واخلم.)) خپله پرګه (د "عبدالمطلب" او هاشم زامن) يې راغوښته او ټولو ته يې امر وكړ،چې هر يو وسلې تر جامو لاندې پټې كړئ او يو ځاى "مسجدالحرام" ته ورننوځئ او هر يو د "قريش" د يو مشر په څنګ كې كېنئ او چې مې، وويل: د قريشو مشرانو! حضرت "محمد" (ص) له تاسې غواړم؛ نو ژر له ځايه پاڅېږئ او په خپل څنګ كې ناست "قريش" پرمخې حلال كړئ.

 "ابوطالب" په تلو كې و،چې ناڅاپه حضرت "زيد بن حارثه" كور ته راننووت. و يې ليدل،چې ټول په ګونډو دي.خوله يې له حيرانتيا  وازه پاتې شوه او ويې ويل:((پېغمبر اکرم روغ رمټ دى او د يو مسلمان په كور كې تبليغ کوي.))

 دا خبره يې وكړه او پېغمبر اکرم ته يې په منډه ورغى او د "ابوطالب" له هوډه يې خبر كړ. پېغمبر اکرم هم بې ځنډه ځان كور ته راورساوه. د "ابوطالب" سترګې د خپل وراره پر ښکلې او خوږې څېرې ولګېدې،حال دا چې له سترګو يې اوښكې روانې وې،حضرت "محمد" (ص) يې په غېږ كې ونيو او ورته يې وويل:((وراره! چېرې وې؟ روغ يې؟ چا خو به درته څه نۀ وي ويلي؟ )) پېغمبر اکرم تره ته وويل: (( روغ رمټ يم او چا راته څه نۀ دي ويلي.))

"ابوطالب" هماغه شپه په كټ كې اوښت را اوښت په فكر كې ډوب و او ويې ويل:((نن خو قريشو "محمد" (ص) ته څه و نۀ ويل؛خو څو يې نۀ وي وژلى؛ په قرار به نۀ شي؛ نو خير يې په دې كې وليد،چې سبا تر لمر خاته وروسته، چې د قريشو جرګې ګرمې شوې،د بني هاشمو له ځوانانو سره به جومات ته ورننوځي او هغوى به له خپل پروني هوډه خبروي. كېداى شي له دې لارې يې په زړۀ كې وېره ولوېږي او بيا د "محمد" (ص)  د وژلو په فکر کې نۀ شي.))

 لمر لا څيره نه وه وهلې، چې "ابوطالب" را پيدا شو او غښتلي ځوانان ورپسې را روان دي او ټولو "ابوطالب" ته غوږ نيولى و، چې كله به ورته د قريشو د وهولو امر كوي. ټول په تمه وو، چې "ابوطالب" به څه وايي او دلته څه ته سهار وختي راغلى دى.

 "ابوطالب" يې مخې ته ودرېد او ويې ويل:(( پرون مو"محمد" (ص) څو شېبې له سترګو پناه  و؛ فكر مې وكړ د "عقبه" تر خبرو وروسته مو وژلى دى؛نو ځکه مې هوډ کړى و،چې له همدې ځوانانو سره "مسجدالحرام" ته راننوځم او هر ځوان ته امر وكړم، چې زما د امر تر اورېدو وروسته،په خپل څنګ كې ناست "قريش" پړمخې حلال كړئ؛خو له نېكه مرغه "محمد" (ص) مې ژوندى وليد.))

 بيا "ابوطالب" ننګياليو ځوانانو ته حکم وكړ: خپلې پټې وسلې راوباسئ او خپلې خبرې يې هلته داسې پاى ته ورسولې:(( پر خداى قسم ! كه "محمد" (ص) ته مو نېغ كتلي وو يا مو وواژه؛ نو يو به رانه ژوندي پاتې نۀ شئ !!.)) (129)

كه د تاريخ كتابونه ولوستل شي؛نو پوه به شئ چې "ابوطالب" 42 كاله،په تېره بيا د خپل ژوند وروستي لس كاله يې،چې د پېغمبر اکرم له بعثت سره سمون خوري،د پېغمبر اکرم ملاتړ او خادم و او د هغه په لار كې له هر څه تېر و او څه،چې "ابوطالب" حضرت "محمد" (ص) ته داسې پتمن او پر لار يې ثابت قدم ساتلى و، پر پېغمبر اکرم يې عقيده او ايمان و.

 پلار و زوى ("ابوطالب" او"علي")،چې يو ځاى كړو؛ نو هله به د "ابن ابي الحديد معتزلي شافعي" پردې شعرونو پوه شو،چې ويلې يې دي: ((كه "ابوطالب" او زوى يې نۀ واى؛نو دين به كله هم دومره ځواكمن نۀ و.))


د ابوطالب پر ايمان دليلونه

د هر چا په عقيده او فكر له دې لارو پوهېداى شو:

1 _ د راپاتې ادبي او علمي څېړنو شننه يې.

2 _ ټولنيز كړۀ وړۀ.

3 _ بې غرضه دوستان يې پوښتل.

موږ هم له دې لارو كار اخلو:

د "ابوطالب" ويل شوي شعرونه يې پر ايمان ګواهي وركوي او همداسې د ژوند وروستي لس كاله يې هم پر ايمان ګواه دي او د بې غرضه دوستانو يې عقيده هم دا وه،چې "ابوطالب" مسلمان او با ايمانه شخصيت و او ټول خپلوان يې په هکله يوه خوله دي، چې ايمانوال ول.



د ابوطالب علمي او ادبي زېرمې

موږ د "ابوطالب" له اوږدو قصيدو څو بيته (د پښتو ژباړه) راوړي؛ چې لولو يې:

((پوه او شريف خلك دې پوه شي،چې "محمد" د "موسى" او "مسيح" په څېر پېغمبر دى او كومه اسماني رڼا،چې هغوى درلوده،"محمد" يې هم لري او ټول پېغمبران د خداى په امر،خلكو ته لارښوونه كوي او له ګناه يې ژغوري.)) (130)

((د قريشو مشرانو! انګېرئ، چې پر "محمد" به برلاسي شئ. حال دا چې  دا هيله مو يوازې خوب دى. هغه پېغمبر دى ! د خداى له لوري ورته وحې راځي او كه څوك ترې منكر وي؛نو بيا به ډېر پښېمانه وي. قريشو! ايا نۀ پوهېږئ، چې موږ هغه (محمد) د موسى په څېر پېغمبر ګڼو. د هغه نوم او نښې په اسماني کتابو كې راغلي او د خداى بندګان ورسره ځانګړې مينه لري او نۀ ښايي څوك له داسې سړي سره زياتى وكړي،چې مينه يې خداى د هر چا په زړۀ كې اچولې وي.)) (131)*

((وراره! "قريش" به هېڅكله تا ته در ونۀ رسېږي.څو،په لحد كې يې نۀ يم ايښى؛ نو مرستندوى دې يم. د څه په باب،چې مامور يې،خلكو ته يې وښيه. له هېچا مۀ وېرېږه،زېرى وكړه او د ډېرو سترګې وغوړوه. زه دې خپل دين ته راوبللم او پوهېږم،چې تۀ مې لارښود يې او په خپله بلنه كې امين يې. په رښتيا،چې د "محمد" (ص) دين تر ټولو غوره دين دى. يا دا چې پر قرآن ايمان راوړئ،چې د "موسى" او "يونس" په څېر پېغمبر نازل شوى دى.)) (132)*

دا هره ټوټه شعر،د هغو اوږدو قصيدو يوه برخه ده، چې د "ابوطالب" پر ايمان ګواهي لي.

 لنډه دا چې دا هر يو شعر د ويونكي د ايمان په باب كافي دى. دا چې "ابوطالب" د علي (ک) پلار و او بني اميه وو پر خلاف يې تبليغ كاوه او د "علي" او پلار ايمان فضيلت يې شمېرل كېږي؛خو دا چې د بني اميه و پلرونه مشركان وو؛ نو دا يې خپل كسر شان ګاڼه، چې د "علي"(ک) پلار مسلمان وي او د هغوى مشرك؛نو ځكه يې خلكو ته داسې وښوول،چې "ابوطالب" پر پېغمبر اکرم ايمان نۀ درلود.

سره له دې ټولو شعرونو او خدمتونو،ځينو پر "ابوطالب" د كفر ټاپه ولګوله او تردې،چې ځينې راپاڅېدل او ويې ويل:((د "ابوطالب" په باب آيتونه نازل شوي او راښيي "ابوطالب" كافر دى.))


د ابوطالب د ايمان د ثابتولو دويمه لار:

دويمه لار له پېغمبر اکرم سره د "ابوطالب" چلن او هغه هڅې دي،چې د حضرت "محمد" (ص) په پالنه كې يې كړي؛ نو هر يو موږ د "ابوطالب" له فكر سره اشنا کولاى شي؛ ځكه "ابوطالب" داسې شخصيت و، چې راضي نۀ شو،د وراره د زړۀ شيشه يې ماته شي او له ټولو ستونزو سره او د امكاناتو په نۀ شتون کې يې بيا هم له ځان سره "شام" ته بوت.

 "ابوطالب" پر  وراره دومره ايمان درلود،چې حضرت "محمد" (ص) يې له ځان سره مصلى ته بوت او خداى ته يې پر حضرت "محمد" (ص)  قسم وركړ،چې باران و وروي.

هغه يوه شېبه هم د پېغمبر اکرم له ساتنې بې غمه نۀ شو. د مكې سياست او رياست يې پرېښود او د حضرت "محمد" (ص) په خاطر په "شعب ابيطالب" كې له ټولو سختيو سره اوسېده،چې هماغلته ډېر کمزورى شو او،چې كور ته راستون  شو؛نو څو ورځې وروسته له دنياولاړ.

هغه پر حضرت "محمد" (ص) دومره ايمان درلود،چې حاضر و، خپل ټول زامن ترې ځار كړي.حضرت علي(ک) يې د هغه په بستره كې ويده كاوه،چې كه پر حضرت "محمد" (ص) ناڅاپي بريد وشي؛نو په خپله بستره كې به نۀ وي او همدغسې يوه ورځ حاضر شو،چې د حضرت "محمد" (ص) غچ اخستو ته ټول "قريش" ووژني، چې ښكاره ده،د قريشو لاسونه به هم په  نكريزو كې  نۀ وو او په دې  جګړه كې به زيات "بني هاشم" هم وژل شوي واى.



د ابوطالب وصيت

"ابوطالب" د ځنكدن پر مهال خپلو زامنو ته وويل:

(( له تاسې غواړم د حضرت "محمد" (ص) پلوي وكړئ؛ځكه د قريشو امين او د عربو رښتين دى او د ښو كمالاتو خاوند دى. داسې دين يې راوړى،چې زړونو پرې ايمان راوړى؛خو ژبې له وېرې ترې انكار كوي؛اوس ګورو چې د عربو بېوزله او کمزوري د هغه ملاتړ دي او "محمد" (ص) به د همدې بېوزليو په مرسته له قريشو سره مبارزه وكړي. د قريشو مشرانو د هغه كور وران كړ،هر څه يې ترې واخيستل؛ خو بېوزلي يې ملاتړ شول. خپلوانو! د هغه د ګوند (اسلام) پلويان او ملاتړي شئ، چا چې د "محمد"(ص) پلوي وكړه؛نو نېكمرغه به  وي او كه اجل راته وخت راكړى واى؛ نو به مې ساتلى واى.)) (133)*

هيڅوك هم په دې خبره کې شك نۀ لري،چې "ابوطالب" په خپله هيله كې صادق و؛ځكه د صداقت شاهد يې هغه لس كلن خدمتونه دي،چې پېغمبر اکرم ته يې كړي وو. پر هغه ورځ چې پېغمبر اکرم خپلو ټولو دوستانو ته ميلمستيا كړې وه؛نو "ابوطالب" ورته وويل:

 (( وراره پاڅېږه ! تۀ د ستر مقام خاوند يې، ګوند دې تر ټولو غوره دى، تۀ د ستر انسان زوى يې،كه كومه خوله دې وځوروي؛نو ډېرې خولې به دې دفاع وكړي او عرب به هم په عاجزۍ درته په ګونډو شي.)) (134)*



وروستۍ لار:

راځئ چې د "ابوطالب" د ايمان په باب يې كورنۍ ته غوږ شو، چې څه وايي؛ځكه  د كور پر دننه حالاتو د كور څښتن  ډېر ښه  پوهېږي.

١ _ چې  حضرت علي د "ابوطالب" د مرګ خبر پېغمبر اکرم ته وركړ؛نو پېغمبر اکرم سخت په ژړا شو او علي(ک) ته يې امر وكړ، چې د "ابوطالب" د كفن او ښخېدو بندوبس وكړي، بيا يې "ابوطالب" ته د خير دعا وكړه.(135)

٢ _ امام زين العابدين ناست و،چې د "ابوطالب" د ايمان خبره رامنځ ته شوه. امام وويل: (( حيران يم،چې ولې خلك د هغه په اخلاص كې شك كوي،حال دا چې کومه ښځه،چې ايمان راوړي؛نو له كافر سره ژوند نۀ شي کولاى او "فاطمه بنت اسد" د "ابوطالب" ميرمن په اسلام کې له مخکښانو وه او ډېر مخکې ېې پر حضرت "محمد" (ص) ايمان راوړى و او همدا مسلمانه ښځه له "ابوطالب" سره تر مرګه پورې په نكاح كې پاتې شوه.))

٣  _ امام باقر وايي:((د "ابوطالب" ايمان تر ډېرو خلكو غوره و او علي(ک) امر كړى و،چې ورته حج وكړئ.))

(وګورئ: ابن ابى الحديد، د نهج البلاغې شرح: ١٤/ ٦٨)



شپاړلسم څپرکى

معراج


معراج د قرآن، احاديثو او تاريخ په رڼا كې:

د شپې تپه تياره وه،پر نړۍ چوپه چوپتيا خپره وه،د مخلوقاتو د خوب او استراحت وخت و،چې د ټاكلي وخت لپاره له طبيعته سترګې پټې كړي چې سبا ته دمه وي، پېغمبر اکرم هم د طبيعت له دې قانونه مستثنى نۀ و. هغه غوښتل،چې د خپلو فرايضو تر ادايېنې وروسته استراحت وكړي،چې ناڅاپه يې پر غوږو خوږ او اشنا غږ ولګېد؛دا د حضرت جبرائيل (د وحې د امين) غږ و،چې ورته يې وويل:((نن شپه درته اوږد سفر در پر غاړه دى او زه هم درسره ملګرى يم.))

د اسلام پېغمبر دا ستر سفر  د خپلې خور " ام هاني" له كوره  پېل كړ او د "بيت المقدس" پر لور،چې "مسجد الاقصى"، هم ورته وايي روان شو،څو شېبې هلته پاتې شو او د جومات بېلابېل ځايونه يې وكتل. د حضرت "عيسى" عليه السلام د زوكړې ځاى، "بيت ال حم" اود بېلابېلو انبياوو ځايونه يې وكتل او په ځينو ځايو كې يې دوه ركعته لمونځ هم وكړ او بيا له هماغه ځايه د اسمان پر لور والوت. ستوري او د نړۍ نظام يې له بره وكوت او د پېغمبرانو له ارواحو او اسماني پرېښتو سره يې خبرې وكړې او د رحمت (جنت) او عذاب (دوزخ) مركزونه يې هم وکتل.

 د جنتيانو درجې او د دوزخيانو اشباح يې له نږدې وكتل او ځان يې د هستۍ  پر رموزو،د پيداېښت په پراختيا او د خداى په بې پايه قدرت پوه كړ او همداسې مخكې ولاړ،چې "سدرة المنتهى" ته ورسېد،چې هماغلته يې کړلار پاى ته ورسېده او وګومارل شو، چې پر راغلې لارې، بېرته ستون شي. (136)*

د " سدره المنتهى" پر ټكي د پوهېدو لپاره تفسيرونه لوستاى شى.

په راستنېدو كې په "بيت المقدس" كې راكوز شو او د مكې پر لور را روان شو.

 په لار كې يې د قريشو سوداګريز كاروان وليد،چې اوښ يې ورك كړى و او ورپسې ګرځېدل او ويل كېږي،چې پېغمبر اکرم د كاروان د  اوښې اوبه وڅښلې او د مكې پر لور روان شو او له سبا كېدو مخکې د "ام هاني" كور ته راورسېد او په لومړي ځل يې خپل راز "ام هاني" ته ووايه او د هماغې شپې پر سبا يې له دې رازه د قرېشو په غونډه كې پرده پورته كړه.

قريشو ته  د "معراج" کيسه د منلو وړ نۀ وه او هغوى ته ناشونې چار ښكارېده.دا کيسه په ټولو غونډو كې خپره شوه،چې د قرېشو د مشرانو خوبونه يې نور هم وتښتول .

 قريشو د خپل پخواني عادت له مخې،پر پېغمبر اکرم د دروغجن تور ولګاوه او ويې ويل:((په مكه كې داسې كسان شته، چې وايي "بيت المقدس" يې ليدلى؛نو كه رښتيا وايي؛نو د "بيت المقدس" دېوالونه څرنګه وو؟))

 پېغمبر اکرم نۀ يوازې د "بيت المقدس" د دېوالونو په باب معلومات وركړل؛ بلكې څه، چې يې د مكې او "بيت المقدس" په لار كې ليدلي وو،ورته وويل: ((په لار كې مې د پلاني ټبر تجارتي كاروان وکوت،چې خپل اوښ يې ورك كړى و، د هغوى په سامان كې څه اوبه هم وې، چې ما ترې وڅښلې.))

 قرېشو ورته وويل:(( د قرېشو د كاروان په باب راته ووايه.))

پېغمبر اکرم وويل:((هغوى مې په "تنعيم" كې وكتل، چې خړ اوښ ترې مخكې روان و،چې كجاوه يې پر اېښې وه،چې اوس به مكې ته راورسېږي.))

 "قرېش" د پېغمبر اکرم په دې پرېکنده خبرو سخت غوسه شول  او  و يې ويل: ((اوس به معلومه شي،چې هغه دروغ وايي او كه رښتيا )) ؛ خو ډېر وخت لا نۀ و تېر شوى،چې كاروان مكې ته راننووت او "ابوسفيان" او نورو مسافرو د پېغمبر اکرم خبرې تصديق كړې.

  اوولسم څپرکى

د طايف پر لور سفر

د بعثت لسم كال،له ټولو خوږو او ترخو سره تېر شو.په دې كال كې پېغمبر اکرم خپل دوه ستر ملاتړ له لاسه وركړل؛ لومړى ترې "ابوطالب" ولاړ، چې لا يې د مړينې د غم داغ تازه و، د حضرت خديجې بي بي مرګ هم د پېغمبر اکرم غم لا نور هم ور زيات کړ .

"ابن سعد" د "طبقات" د لومړي ټوك، 106مخ كې ليكلې،چې حضرت خديجه تر "ابوطالب" نه يوه مياشت او پينځه ورځې وروسته مړه شوه،حال دا چې ځينې؛لكه "ابن اثير" (د كامل د 2ټوك، په 63  مخ كې) ليكلي،چې حضرت خديجه له "ابوطالب" نه مخكې مړه شوې ده.

د "ابوطالب" پاسوالۍ او د حضرت خديجې شتمني د اسلام په پرمختګ كې ونډه درلوده.

"ابن هشام" ليكي:((د "ابوطالب" له مرګه لا ډېر وخت نۀ و تېر شوى، چې يوه قريشي د پېغمبر اکرم پر سر خاورې واچولى. پېغمبر اکرم په همدې حالت كې كور ته راننوت،چې د يوې لور يې سترګې پر ولګېدى؛نو راپاڅېده اوبه يې راوړې او د پېغمبر اکرم مخ او سر يې پرېمينځه. لور يې ژړل؛ خو پېغمبر اکرم خپلې لور ته تسلي وركړه او ويې ويل:"مۀ ژاړه! خدای دې د پلار ساتونکی دی، بيا يې وويل: چې "ابوطالب" ژوندى و؛نو قريشو ماته پورته نۀ شول كتاى."))

پر پېغمبر اکرم،چې د مکې په چاپېريال كې تنګسه راغله؛ نو بل ځاى ته دتلو هوډ يې وکړ."طايف" په هغو ورځو كې ښه منځۍ وه. هوډ يې وکړ "طايف" ته لاړ شي او د "ثقيف" ټبر له مشرانو سره خبرې وكړي او خپل دين ته يې راوبلي. كېداى  شي له دې لارې بريالى شي؛نو چې "طايف"ته ورسېد د  ټبر له مشرانو سره يې وكتل او د توحيد دين يې ورته تشريح كړ او هغوى يې راوبلل؛خو د پېغمبر اکرم خبرو يې پر زړونو څه اغېز و نۀ کړ او ورته يې وويل: ((كه تۀ د خداى غوره شوى يې؛نو ستا د وينا نۀ منل د عذاب وسيله ده او كه دروغ وايې؛نو د دې وړ نۀ يې، چې درسره خبرې وشي.))

د خداى استازى يې له دې ماشومانه منطقه پوه شو، چې دوى اسلام نۀ راوړي.پېغمبر اکرم له خپل ځايه راپاڅېد او له هغوى يې ژمنه واخېسته،چې دا خبرې له بل چا سره ونۀ کړي،هسې نۀ چې د "ثقيف" ټبر کوز او ټيټ خلك د پېغمبر اکرم له يوازېتوبه ناوړه ګټنه وکړي او و يې ځوروي؛خو د "ثقيف" ټبر مشران پر خپله خبره و نۀ درېدل او دا خبره يې د خپل ټبر كم عقلو او كوڅه ډبو ته وكړه او هغوى يې په پېغمبر اکرم پسې راوپارول.

 پېغمبر اکرم روان و،چې ناڅاپه ترې د دښمنانو غټه ډله راتاوه شوه؛نو له ناچارې يې د "عتبه" او"شيبه" باغ ته پناه يووړه. دا دوه كسان د قريشو په شتمنو كې شمېرل كېدل،چې په "طايف" كې يې هم باغ درلود.

 د پېغمبر اکرم له بدنه خولې را روانې وې او بدن يې هم ټپي شوى و، د ونې سيورې ته كېناست او ويې ويل: ((خدايه! درشل ته دې د خپل بدن له كم زورۍ پناه در وړم،تۀ رحيم پالونکى يې، تۀ د کمزوريو خداى يې،ما دلته چاته پرېږدې....؟))

 دا د هغه سړي دعا ده، چې پنځوس كاله يې د سرتېرو پر ملاتړ پتمن ژوند كړى؛خو اوس پرې دومره تنګسه راغلې،چې د دښمن باغ ته پناه وړي او په خپل ستړي او ټپي ځان د خپل برخليك په تمه دى.

د "ربيع" زامن،چې بوت لمانځي او د اسلام د ښمنان وو،د حضرت "محمد" (ص) پردې دردونكي وضع خپه شول او خپل مسيحي مريي "عداس" ته يې امر وكړ،چې د انګورو ډكه كاسه ورته يوسئ.

 "عداس" د انګورو كاسه د پېغمبر اکرم مخې ته كېښووه او نوراني څېرې ته يې ځير شو. "عداس" د پېغمبر اکرم د نوراني څېرې په كتو كې ډوب و،چې وايې ورېدل،پېغمبر اکرم د انګورو له خوړو مخكې وويل:

 (( بسم الله الرحمن الرحيم. ))

"عداس" دې پېښې سخت حيران كړ او زړۀ يې نور صبر و نۀ کړ او ويې ويل:((ددې  ټاپو وزمې خلك  له دې كلام سره بلد نۀ دي او ما هم دا جمله له چا نۀ ده اورېدلې او ددې ځاى خلك خپل كارونه د "لات" او "عزى" په نامه پېلوي.))

پېغمبر اکرم:((د كوم ځاى يې او پر كوم دين يې؟))

"عداس": ((د "نينوى" يم او نصراني يم.))

پېغمبر اکرم:((د داسې سيمې يې،چې صالح انسان "يونس بن متى" هم د هغه ځاى و.))

"عداس": (( (په حيرانتيا)يونس متى څه پېژنې؟))

پېغمبر اکرم:(( ورور مې "يونس" زما په څېر پېغمبر و.))  

پر "عداس" د پېغمبر اکرم صداقت عجيبه اغېز وكړ، بېواکه  پر پېغمبر اکرم مين شو،پر ځمكه راوغورځېد او دهغه پښې او لاسونه يې ښکل كړل او پر پېغمبر اکرم يې ايمان راووړ او اجازه يې ترې وغوښته او د باغ مالكانو ته ورستون شو.

"ربيعه" د مسيحي مريي په روحياتو كې له بدلونه ډېر حيران شو او خپل مريي ته يې وويل:((له هغه پردي سړي سره دې څه خبرې كولې او ولې دې د هغه دومره په عاجزۍ درناوى وكړ؟))

"عداس" : ((دا سړى، چې ستاسې باغ ته يې پناه راوړې،د ځمكې پر مخ د خلكو ښاغلى دى.هغه راته داسې څه وويل،چې يوازې  پېغمبران ترې خبر وي او دا سړى هماغه پېغمبر دى،چې  په  اسماني كتابو كې يې نوم راغلى دى.))

 د مريي خبرې د "ربيعه" پر زامنو بدى ولګېدې او د نصيحت له مخې يې ورته وويل:((دا سړى دې له خپل پخواني دينه وا نۀ ړوي، ستا دين "مسيحيت" د هغه تر دينه غوره دى.))


مکې ته د پېغمبر اکرم راستنېدل

پېغمبر اکرم د "طايف" له پېښو وروسته هوډ ونيو،چې مکې ته راستون شي؛خو مكې ته ستنېدل يې له ډول ډول خطرو سره مل وو؛ ځكه يوازېنى ملاتړ يې له دنيا تللى و او ددې احتمال و،چې مكې له رسېدو سره يې بوت لمانځي ووژني.

 پېغمبر اکرم هوډ وکړ په "نخله" كې پاتې شي. و يې غوښتل يو تن د قريشو په يو مشر پسې ولېږي،چې ورته پناه واخلي او مكې ته ننوځي؛خو هلته يې څوك پيدا نۀ کړ،چې قريشو ته د پېغمبر اکرم پيغام ورسوي. له "نخله" نه "حراء" ته ولاړ او هلته  يې له "خزاعي" عرب سره اړيکه ونيوه او ترې ويې غوښتل مکې ته ولاړ  شي او له "مطعم بن عدى" نه ورته پناه وغواړي.

 "خزاعي" عرب مكې ته ولاړ او د پېغمبر اکرم خبره يې "مطعم" ته ورسوله . "مطعم" سره له دې، چې بوت لمانځى و؛ خو د پېغمبر اکرم غوښتنې ته يې مثبت ځواب وركړ او ويې ويل:(( "محمد" دې نېغ زما كور ته راشي، زه او زما زامن يې ساتو.))

 پېغمبر اکرم د شپې په تپه تياره كې مكې ته راننووت او نېغ د "مطعم" كور ته ولاړ او د شپې وركره پاتې شو.

 لمر راختلى و،چې "مطعم" راغى او ويې ويل:(( تاسې زما په پناه كې ياست او دا خبره بايد قرېشو ته ورسول شي او ددې خبرې اعلام ته پكار دي، چې يو ځل له ما سره "مسجدالحرام" ته ولاړ شئ.))

 پېغمبر اکرم د هغه مشوره ومنله او د تګ تيارى يې وکړ.

 "مطعم" خپلو زامنو ته امر وكړ،چې وسله وال شئ او له "محمد" سره "مسجدالحرام" ته ولاړ شئ. هغوى،چې جومات  ته ور ننوتل؛ نو دې پېښې ډېر خلك حيران كړل.

 "ابوسفيان"،چې له مودو مودو پېغمبر اکرم ته په څوکې و و، ددې  پېښې  په ليدو ډېر غوسه شو؛ خو پر پېغمبر اکرم يې له بريده  ډډه وكړه "مطعم" او زامن يې كېناستل اورسول اکرم خپل طواف پېل كړ او تر طواف وروسته كاله ته راستانه شول.(137)

څه موده وروسته پېغمبر اکرم له مكې څخه مدينې ته ولاړ او تقريبا د هجرت د كال لومړۍ مياشتې وې،چې "مطعم" په مكه كې ومړ او خبر يې مدينې ته راورسېد؛نو پېغمبر اکرم د هغه نېكي ياده كړه او "حسان بن ثابت" هم د "مطعم" د سړيتوب او خدمت په درناوۍ شعرونه وويل.

 پېغمبر اکرم به په بېلابېلو ځايوكې "مطعم" پر نېكۍ ياداوه. ان د بدر د جګړې پر ورځ چې قريشو درانه تلفات وراړوي وو او مسلمانانو ترې زيات بنديان نيولې وو، پېغمبر اکرم "مطعم" را ياد كړ او ويې ويل:((كه "مطعم" ژوندى واى او كه رانه يې غوښتي واى،چې دا ټول بنديان ازاد كړم؛نو د هغه غوښتنه به مې منلې واى.))

پاموړ خبره:

"طايف" ته د پېغمبر اکرم كړوونكى او غم لړلى سفر د هغه پر لويې سينې،زغم او استقامت ګواه دى او دا چې پېغمبر اکرم به تل "مطعم" په تېره بيا په ځانګړو وختو كې په نېكۍ ياداوه،د پېغمبر اکرم اخلاق او ستروالى راښيي،چې له همدې لارې موږ يوې بلې پايلې ته رسېداى شو او هغه د "ابوطالب" خدمتونه دي. "مطعم" لنډې مودې ته د پېغمبر اکرم ملاتړى؛ خو "ابوطالب" يې يو عمر ملاتړى. "ابوطالب" چې څومره پر پېغمبر اکرم وكړېده؛نو پر زرمه يې هم "مطعم" و نۀ کړېده. پېغمبر اکرم د "مطعم" ددې لنډې مودې خدمت له امله حاضر و،چې د بدر بنديان وبښي؛نو اوس په خپله ووياست، چې د تره  خدمتونو ته به يې څنګه ځواب وركاوه؟! يو داسې شخصيت، چې 42 كاله د رسالت د خاوند پاسوال او ملاتړ و او د خپل ژوند په وروستيو لسو كلو كې يې سر په تلي كې نيولى و او پېغمبر اکرم يې ساته؛نو له پېغمبر اکرم  سره به يې څومره مقام او احترام درلود.


د حج په موسم كې د قبايلو مشرانو بلنه

د حج په موسم كې به پېغمبر اکرم د عربو له مشرانو سره اړيکې نيولې،كورونو ته به يې ته او د دين د حقيقت په باب يې ورته خبرې كولې، چې په دې كتنو او بلنو كې به كله كله "ابولهب" رادانګل او خلكو ته  به يې  ويل:((خلكو! خبره يې و نۀ منئ؛ځكه ستاسې د نيكونو د دين دښمن دى او خبرې يې بې بنسټه دي.))

د تره دې خبرو د پېغمبر اکرم پر تبليغاتو ناوړه اغېز درلود،چې د عربو مشرانو به له ځان سره ويل:((كه دين يې پر حقه واى؛ نو كورنۍ به يې ورسره مخالفت نۀ کاوه.)) (138)

د "بني عامر" د ټبر ډله مکې ته راغله او پېغمبر اکرم اسلام ته راوبلله. ډلې ورسره اسلام په دې شرط ومانه،چې د پېغمبر اکرم تر مړينې وروسته به د ټولنې مشري له هغوى سر ه وي؛ خو پېغمبر اکرم ورته وويل:((دا كار د خداى په لاس كې دى او چې څوك يې خوښ و، هماغه به ټاكي.)) (وګورئ: سيرۀ "ابن هشام": ١/ ٤٢٦)؛ نو ډلې يې له  اسلام  راوړو ډډه وكړه او، چې خپلې سيمې ته ستانه شول او له پېغمبر اکرم  سره د خبرو اترو کيسه يې د كلي سپين ږيرې ته وكړه؛نو هغه ورته وويل:((دا هماغه روڼ ستورى دى،چې د مكې له څنډه (افق) راختلى دى.))

د تاريخ  د كتاب  له دې پاڼې راڅرګندېږي،چې تر رسول اکرم وروسته د مشرۍ مساله  انتصابي اړخ لري؛ نۀ انتخابي.

 (په دې اړه وګورئ: د همدې ليکوال،پيشوايي از نظر اسلام)

 

اتلسم څپرکى

د عقبه تړون

پېغمبر اکرم د حج په موسم كې د "خزرج" د ټبر له شپږو تنو سره وكتل او ورته يې وويل:(( ايا تاسې د يهودو هم ژمني ياست؟ ))

 و يې  ويل: ((هو!))

پېغمبر اکرم:(( راځئ كېنئ چې خبرې وكړو.))

 پېغمبر اکرم ورته د قرآن شريف څو آيتونه ولوستل، چې اغېز يې پرې وكړ او په هماغه لومړۍ ناسته كې يې پر پېغمبر اکرم ايمان راووړ؛ خو څه چې د دوى په اسلام راوړو كې اغېزمن وو، دا وو چې دوى له يهوديانو اورېدلې وو،چې پېغمبر به په عربو كې راځي او د بوت لمانځنې حكومت به له بېخه نړوي؛نو ځكه د "خزرج" د ټبر دې كسانو وويل:((مخكې له دې،چې يهود ايمان راوړي؛نو موږ بايد د پېغمبر اکرم مرسته وكړو.))

 ډلې پېغمبر اکرم ته وويل:((په موږ كې تل د جګړې اور بل دى او هيله ده،چې ستا په دين به دا اور مړ شي، موږ همدا اوس "يثرب" ته ځو او خلك ستا دين ته رابلو او چې ټولو ومنله،چې ايمان راوړي؛نو تر تا  به څوك موږ ته ښه وي؟))

دوى  ولاړل او د اسلام په خپرولو ته يې لاس پورى کړ او كار يې تردې ورساوه، چې په "يثرب" كې داسې كورنۍ پاتې نه شوه، چې پکې د پېغمبر اکرم پلويان نۀ وو.(139)

د عقبه لومړى تړون

د دې شپږو تنو تبليغاتو اغېز وكړ او ډېرو يثربيانو ايمان راووړ، چې د بعثت پر لسم كال دولس کسيز پلاوى راغى او په "عقبه" كې يې له رسول اکرم سره وكتل او لومړى اسلامي تړون يې وتاړه، چې د پلاوي مشهور كسان؛ "اسعد بن زراره" او "عباده بن صامت" وو. دوى له رسول اکرم سره داسې تړون لاسليك كړ:

 له رسول اکرم سره مو پرېكړه وكړه، چې پردې دندو عمل وكړو:

شرك پرېږدو،غلا او زنا و نۀ کوو، خپل زامن به نۀ وژنو، يو بل به نۀ تورنوو، بد كارونه به نۀ كوو او د ښو كارونه له کولو به سرغړاوى نۀ کوو.

د خداى رسول ورته وويل:(( كه په خپله خبره ودرېدئ؛ نو ځاى به مو جنت وي او كه سرغړاوى مو وکړ؛ نو بيا د خداى كار دى،چې تاسې بښي او كه په عذابوي.))

د تاريخ په اصطلاح كې دې تړون ته "بيعة النساء" هم ويل كېږي؛ ځكه پېغمبر اکرم د مكې د فتح پر مهال دا تړون له ښځو سره هم كړى و.

دا دولس تنه له پوره ايمان سره مدينې ته ستانه شول او د اسلام په خپراوي لاس پورې کړ او څه موده وروسته يې پېغمبر اکرم ته پيغام راواستاوه، چې ورته مبلغ راولېږي، چې پېغمبر اکرم يې هم حضرت "مصعب بن عمير" روزنې ته يې واستاوه .(140)



د عقبى دويم تړون

د مدينې مسلمانان د حج موسم ته په بې صبرۍ په تمه وو، چې پکې به پېغمبر اکرم هم وګوري او ورته به ووايي،چې كه څه خدمت وي؛نو حاضر يو او هم دا،چې تړون به له څرنګوالي او څومره والي له لوري  بډاى كړي .

د "يثرب" د حج كاروان،چې تقريبا پينځه سوه تنه و،حركت وكړ، چې پکې 73 تنه مسلمانان وو، چې دوه يې ښځې او نور ټول بې پلوه وو او د اسلام په راوړو خوښ وو. دوى په مكه كې له پېغمبر اکرم سره وكتل او د بيعت د مراسمو سرته رسولو ته يې وخت وغوښت.

پېغمبر اکرم ورته و ويل:((د کتنې ځاى به مو په "منى" كې وي. د ذى الحجې پر دريالسمى، چې د شپې خلك ويده شول؛نو په "عقبه" كې به سره كېنو.))

ديارلسمې شپه راورسېده او رسول اکرم له خپل تره "عباس" سره تر ټولو مخكې هلته ځان ورساوه. د شپې يوه برخه تېره شوې وه. د عربو مشركان ويده ول. مسلمانان له خوبه راپاڅېدل او په يو بل پسې په پټه "عقبه" ته ولاړل.په "عقبه" كې د پېغمبر اکرم تره "عباس" وويل: ((خزرجيانو! تاسې د حضرت "محمد"(ص)  د دينه ملاتړ اعلان كړى دى؛نو پوه شئ هغه د خپل ټبر تر ټولو ښه سړى دى. ټولو بني هاشمو،كه مؤمن دى او كه غېر مؤمن، د حضرت "محمد"(ص) دفاع ته غاړه اېښې ده؛خو هغه ستاسې لور غوره کړى او خوښ دى، چې په تاسې كې وي؛نو كه هوډ مو کړى وي،چې په خپله خبره درېږئ او له دښمنه يې ساتئ؛نو درسره ژوند کړاى شي او كه په سخته كې يې دفاع او ملاتړ نۀ شئ كړاى؛ نو همدا اوس خبره سپينه کړئ.))

پر دې وخت "براء بن معرور" وويل:(( پر خداى قسم ! څه مو، چې پر ژبه دي،پر زړۀ هم دي! موږ له پېغمبر اکرم سره په رښتيا ولاړ يو او ترې ځارېږو.))

بيا خزرجيانو پېغمبر اکرم ته وويل،چې خبرې ورته وكړي.

رسول اکرم ورته د قران آيتونه وويل،چې د خزرجيانو په زړۀ كې يې د اسلام د مينې تنده لا نوره هم زياته كړه.

 بيا پېغمبر اکرم وويل: (( له تاسې سره پردې بيعت كوم،چې زما داسې دفاع وكړئ؛لکه چې د خپلې كورنۍ چې كوئ.))

 دا ځل بيا "براء" راپاڅېد او ويې ويل:((موږ د جګړې او مبارزې زامن يو او د جګړې په ډګر كې روزل شوي يو،چې دا مو ميراثي ځانګړنې دي.))

د "براء" دې خبرې د خزرجيانو په رګونو كې د غيرت وينه راوخوټوله او په محفل كې ګڼه ګوڼه شوه،چې پردې وخت "عباس"، چې د پېغمبر اکرم لاس يې په لاس كې نيولى و وويل:(( په موږ پسې يې ځري اچولي؛ نو ښه به وي، چې خبرې ورو وكړئ.))

 بيا "براء بن معرور"،"ابوالهيثم بن تيهان" او "اسعد بن زراره" راپاڅېدل او پېغمبر اکرم ته يې د بيعت لاس وركړ او ورپسې يو  يو  خزرجي  له  پېغمبر اکرم سره بيعت وكړ.


د عقبه د تړون پر وړاندې د قريشو غبرګون

"قريش" د غفلت پر خوب وېده وو او له دې،چې اسلام په مکه كې پرمختګ ونۀ كړ؛انګېرله يې چې د اسلام د شاتګ وخت راغلى او د دين رڼا به تل مړه شي،چې د "عقبه" دويم تړون په قريشو كې د بم په څېر وچاود، بوت پال مشران پوه شول،چې بېګاه شپه 73 يثربيانو له "محمد" سره تړون كړى، چې د خپلې كورنۍ په څېر به د هغه دفاع او ساتنه كوي. دې خبر د قريشو او بوت پالو په زړۀ كې عجيبه وېره واچوله؛ځكه له ځان سره يې ويل:((مسلمانانو ددې ټاپووزمى په زړۀ كې ځان ته هډه پيدا کړه او اوس به خپل خپاره واره ځواکونه راټول كړي او د توحيد د دين په خپرېدو به بوخت شي،چې  دا د مکې بوت پال حكومت ته ستر ګواښ دى.))

قريشو ځان پر خبره پوهولو ته سهار وختي له خزرجيانو سره اړيکه ونيوه او ورته يې وويل:((خبر شوي يو تاسې بېګا شپه په "عقبه" كې له "محمد" سره دفاعي تړون كړى او ورته مو ډاډ او ژمنه وركړې، چې به راپسې راپاڅېږئ))؛ خو خزرجيانو ورته قسم وخوړ او ويې ويل:(( خوښ نۀ يو زموږ او ستاسې په منځ كې د جګړې اور بل شي.))

د يثربيانو د حج كاروان تقريبا پينځه سوه تنه و، چې يوازې 73 تنو يې پر هغه شپه له حضرت "محمد" (ص) سره بيعت كړى و؛ نور يې ويده وو او له دې كيسې بېخي خبر نۀ وو؛نو ځكه هغوى چې مسلمانان نۀ وو،قسم يې وخوړ،چې د تړون خبره بې بنسټه او دروغ ده.

 "عبدالله بن ابي خزرجي"،چې د "يثرب" د چارو رئيس  هم و، وويل: ((كله هم داسې كار نۀ دى  شوى! د "خزرج" ټبر چې هر كار كوي؛ نو له ما سره پرې مشوره كوي.))

د قريشو مشران پاڅېدل او په دې باب پر راپورونو او پلټنو بوخت شول.

هغه مسلمانان،چې په دې غونډه كې وو،پوه شول راز يې ښكاره شوى؛نو ځكه يې وخت غنيمت وګاڼه او له ځان سره يې وويل:(( مخکې له دې،چې وپېژندل شو؛ نو بايد د مكيانو د واكمنۍ له سيمې ووځو او ژر ځان "يثرب" ته ورسوو.

تګ ته د ځينې يثربيانو بيړې،"قريش" شكمن كړل او پوه شول د تړون خبره رښتيا وه؛نو ځكه د ټولو يثربيانو په تعقيبولو پسې شول؛ خو اوبه له ورخه تېرې وې او كاروان د مكيانو د واكمنۍ له سيمې تېر شوى و.

 په خزرجيانو كې يې يوازې حضرت "سعد بن عباده" ونيو؛ خو "ابن هشام" وايي، چې قريشو دوه تنه ونيول : يو "سعد بن عباده" او بل "منذر بن عميد" چې درېم يې له ګوتو ووت او وتښتېد؛خو "سعد" يې له وېښتانو راونيو او پر راښكلو يې خپلومشرانو ته وسپاره.

 يو قريشي،چې د "سعد" دا بد حال وليد؛نو ورته يې وويل:(( له مكيانو سره تړون نۀ لرې؟))

"سعد":((ولې نۀ! زه له "مطعم بن عدى" سره دفاعي تړون لرم؛ ځكه تجارتي مال يې، چې له يثربه تېرېده؛نو ما به  له غلو ساته او ورته مې پناه وركوله.))

هغه قريشي غوښتل "سعد" له دې بده حاله وژغوري؛ نو په "مطعم" پسې  ولاړ او ورته يې وويل: ((د خزرجيانو يو سړى يې نيولى او "قريش" يې ډېر وهي او كړوي،ستا د مرستې په تمه دى.))

 "مطعم" راغى او "عباده" يې له قريشو خلاص كړ او "يثرب" ته يې ولېږه. د "سعد" دوستان او مسلمانان،چې د"سعد" له نيولو خبر شول؛نو هوډ يې وکړ، مکې ته ورستانه شي او ازاد يې كړي. هغوى په همدې فكر كې وو،چې له لرې يې پر "سعد" سترګې ولګېدې. "سعد" راغى او خپله غمجنه کيسه يې ورته وكړه. (141)



د اسلام معنوي نفوذ

"مستشرقين" ټينګار كوي،چې اسلام د تورې په زور پر مخ تللى و. دا چې دا خبره يا فكر سم  نۀ دى او يا بې بنسټه دی؛نو راتلونكې پېښې به يې بې بنسټي جوته كړي. د بېلګې په توګه: پام مو داسې پېښې ته را اړوم، چې په "يثرب" كې له هجرته مخکې راپېښه شوې وه. دا پېښه به درته وښيي، چې په پېل كې د اسلام پرمختګ يې يوازې د جذابيت له امله و او پېښه داسې وه:

حضرت "مصعب بن عمير" د اسلام مبلغ او وياند و، چې  د "اسعد بن زراره" په غوښتنه د پېغمبراکرم په حکم مدينې ته ولاړ. دې دوو تنو هوډ وکړ د "يثرب" مشران د منطق او دليل له لارې اسلام ته راوبلي. يوه ورځ يوه باغ ته ننوتل، چې يوه ډله مسلمانان پکې ناست وو،چې "سعد بن معاذ" او "اسيد بن خضير" هم پکې ناست وو،چې د "بني عبدالاشهل" د ټبر مشران وو.

"سعد بن معاذ" "اسيد" ته وويل:(( توره دې له تېکي راوباسه او په هغو دوو پسې ورشه او ورته ووايه:د اسلام له تبليغه لاس واخلئ او په خپلو ساده خبرو موږ مۀ غولوئ او دا چې "سعد بن زراره" زما د ترور زوى دى؛نو شرم دى، چې ورسره وجنګيږم.))

 "اسيد" ځان وپړساوه او له تورې سره ددې دوو مخې ته ورغى او ويلې خبرې يې ورته وكړې. حضرت"مصعب بن عمير" چې تكړه ويناوال و او تبليغ  يې له رسول اکرم زده كړى و، وويل:(( كېداى شي څو شېبې كېنو او خبرې وكړو؟كه زموږ خبرې مو خوښې نۀ شوې؛ نو پر كومه چې راغلي يو؛پر هماغه به ستانه شو.))

 اسيد:((د انصاف خبره دې وكړه.))

 يوه شېبه،چې سره كېناستل، توره يې تېکي ته کړه.  حضرت "مصعب" ورته د قرآن شريف څو آيتونه ولوستل. د قرآن حقايقو،جذابيت،خوږوالي او منطق هغه پر ګونډو كړ او بې واكه يې وويل:((د مسلمانېدو لار راوښيه!))

 و يې ويل:((د خداى  پر يو والي ګواهي وركړه. بدن او جامې دې  پريمنځه او لمونځ وكړه.))

"اسيد" ددې دوو تنو په  وينې تويولو پسې راغلى و، چې په ورين تندي يې د خداى پر يووالي او د حضرت "محمد"(ص)  پر رسالت ګواهي وركړه او غسل يې وكړ او د شهادت د كلمې  په ويلو "سعد" ته ورستون شو.  "سعد" هم بې صبره ورته په تمه و، چې "اسيد" له ورين تندي سره  راښكاره  شو.

"سعد بن معاذ" په محفل كې ناستو ته وويل: (( پر خداى قسم،چې "اسيد" خپله عقيده بدله كړې او په كوم كار پسې مو، چې لېږلى و، سر ته يې  نۀ دى رسولى.))

 "اسيد" راغى او خپله کيسه يي وكړه."سعد بن معاذ" په غوسه ولاړ، چې ددې دوو كسانو د تبليغ مخنيوى وكړي؛نو "سعد" ته هم هماغه څه ورپېښ شول،چې "اسيد" ته ورپېښ شوي وو، هغه هم د حضرت "مصعب" قوي منطق ته پر ګونډو شو،پر خپلو كړو پښېمانه شو،ايمان يې راووړ، غسل يې وكړ،خپلې جامې يې پرېمينځلې او خپل ټبر ته ولاړ او ورته يې وويل:((زه په تاسې كې څه مقام لرم؟))

 ټولو ورته وويل:((تۀ زموږ د ټبر مشر او ښاغلى يې.))

 هغه وويل:((زه به د خپل ټبر له يو سړي او ښځې سره خبرې ونۀ کړم، څو يې اسلام نۀ وي منلى.))

دا خبره خوله پر خوله شوه او ډېر وخت لا تېر نۀ و،چې د "بني عبدالاشهل" ټول ټبر مخکې له دې،چې پېغمبراکرم وويني، مسلمانان شو او د توحيد د دين کلک ملاتړ شول.(142)*



د قريشو وېره

د يثربيانو ملاتړ،بيا د قريشو پر مخ څپېړه وه او له خوبه يې راپاڅول. د مسلمانانو كړول او وهل يې بيا راواخيستل، چې د اسلام د پرمختګ مخه ونيسي.

د پېغمبر اکرم يارانو له تنګسې او زور زياتي هغه مبارك ته شكايت وكړ او اجازه يې وغوښته، چې بلې سيمې ته مسافرت وكړي. پېغمبر اکرم ترې څو ورځې مهلت وغوښت او بيا يې وويل:(( غوره ځاى درته هماغه "يثرب" دى؛ كولاى شئ ګوښي ګوښي ور مهاجر شئ.))

د مهاجرت د حکم تر صادرېدو وروسته،مسلمانان په بېلابېلو پلمو له مکې ووتل او "يثرب" ته ولاړل. مهاجرت لا لومړى شپې ورځې وې،چې "قريش" پرې پوه شول او د هغوى د تګ راتګ مخه يې ونيوه او ويې ويل:(( څوك مو،چې وليد؛نو راو يې ګرځوئ او كه څوك له خپلې ښځې او ماشومانو سره مهاجرت كوي،كه ښځه يې قريشۍ وي؛نو ښځه يې مۀ وژنئ.))

 له نېكه مرغه د قريشو دا هڅې هم اغېزمنې نۀ شوې.(143)*

او په پاى کې په هجرت كولو ډېر شمېر،د قريشو له شره خلاص شول او له يثربيانو سره يو ځاى شول او داسې وخت راورسېد،چې په مكه كې بې له پېغمبر اکرم،حضرت علي (ک)، بندي مسلمانانو او ناروغانو نور څوك نۀ وو پاتې.

 په "يثرب" كې د مسلمانانو راټوليدو "قريش" نور هم وارخطا كړل او د اسلام منځه وړو ته د ټبر ټول مشران په "دارالندوه" كې راټول شول، چې پکې ډول ډول وړانديزونه وشول،چې دا ټولې دسېسى د پېغمبر اکرم په تدبير او هوښيارۍ شنډې شوې،چې په پايله كې پېغمبر اکرم د "ربيع الاول" په مياشت كې د بعثت پر ديارلسم كال مدينې ته هجرت وكړ.

د خداى رسول خپلو يارانو ته حکم وكړ،چې مدينې ته هجرت وكړئ او له "انصارو" وروڼو سره يو ځاى شئ او و يې ويل:(( خداى تاسې ته ورونه دركړي او كورونه يې درته چمتو كړي دي.))

نولسم څپرکى

 هجرت

قريش مشران د ستونزو هوارۍ ته په "دارالندوه" كې راټول شوى وو. د بعثت پر دولسم او ديارلسم كال د مکې خلك له لوى خطر سره مخ شول، چې ددې خطر ستره نښه په "يثرب" كې د مسلمانانو راټولېدل وو او بل خطر دا و، چې يثربيانو د پېغمبر اکرم  دفاع پر غاړه اخېستې وه.  

پېغمبر اکرم د بعثت پر ديارلسم كال د "ربيع الاول" په مياشت كې هجرت وكړ،چې په مكه كې بې له پېغمبر اکرم، حضرت علي،حضرت "ابوبكر" او ځينو نورو مسلمانانو، چې ناروغان او زاړه وو،څوک نۀ وو پاتې او وخت يې رارسېدلى و،چې دوى هم د "يثرب" پر لور روان شي،چې ناڅاپه قريشو خطرناك او پرېکنده هوډ وکړ.

په "دارالندوه" كې د قريشو جرګه جوړه شوه. د جرګې وياند په مدينه كې د مسلمانانو راټولېدل  او د "اوس" او "خزرج" د ټبرونو تړون راياد كړ او بيا يې وويل:(( موږ د حرم خلك،له ټولو ټبرونو سرلوړي وو؛خو "محمد" راكې درز واچاوه او له لوى خطر سره يې مخ كړو. اوس چې مو د صبر كاسه ډكه شوې؛ نو په موږ كې يو بايد مېړانه وښيي او ژوند يې پاى  ته ورسوي او كه "بني هاشم" راپاڅېدل؛نو د "محمد" ديت او وينې بيه به وركړو.))

يوه ناپېژاندى،چې په غونډه كې ناست و او ځان يې "نجدي" ښوولى و، دا نظر رد كړ او ويې ويل:((دا نقشه عملي كېداى نۀ شي؛ځكه "بني هاشم" به د "محمد" قاتل ژوندى پرې نۀ ږدي او پر ديت به يې راضي نۀ شي او څوك چې ددې نقشې عملي كېدو ته غاړه ږدي؛ نو لومړى دې له خپل سره  تېر شي، زه خو په تاسې كې داسې سړى نۀ وينم.))

د قريشو يو بل مشر "ابوالبختري" وويل: (( ښه به وي، چې "محمد" زنداني كړو او له يوې دريمڅې ورته اوبه او ډوډۍ وركړو او له دې  لارې يې د دين د خپرېدو مخه ونيسو.))

دا ځل بيا "نجدي" پر خبرو شو او ويې ويل:((دا فكر هم د پخواني په څېر دى؛ځكه چې "بني هاشم" به ورپسې راپاڅېږي،جګړه به ورسره وكړي او بالاخره خلاص به يې كړي او كه په خپله يې خلاص نۀ کړ؛نو د حج په موسم كې به له نورو ټبرونو مرسته وغواړي او و به يې ژغوري.))

درېم سړى راپاڅېد او داسې وړانديز يې وكړ:((غوره به وي،چې "محمد" له دواړو پښو او لاسونو وتړو او پر سركښ او ليوني اوښ يې سپور كړو او اوښ په غرونو كې خوشې كړو،چې بدن يې ټوټه ټوټه شي او كه روغ پاتې شو؛ نو اوښ به په يو ټبر كې غورځولى وي او دا، چې نور ټبرونه سخت بوت پالي دي؛نو "محمد"به د خپل دين تبليغ ته پرې نۀ ږدي او په دې  توګه به ځان له دې شره خلاص كړو.))

 نجدي بوډا دا وړانديز هم نامعقول وګاڼه او ويې ويل:((د "محمد" د ژبې خوږلني درته نۀ ده معلومه؟ په پسته او خوږه ژبه به نور قبايل خپل ملګري كړي او بريد به درباندې وكړي.))

 ټول غلي وو،چې ناڅاپه "ابوجهل" او ځينې وايي، چې په خپله نجدي بوډا د مجلس چوپتيا ماته كړه او ويې ويل: (( غوره  داده، چې له هر ټبره يو  تن راشي او يوه ډله ترې جوړه كړو او د شپې د "محمد" پر كور بريد وكړي او ټوټه ټوټه يې كړو،چې وينه يې پر ټولو ټبرونو ووېشل شي؛نو ناشونې ده،چې "بني هاشم" له دې ټولو ټبرونو غچ واخلي.))

 دا وړانديز د ټولو خوښ شو او ترهګر يې وټاکل او ژمنه يې وکړه، چې شپه راورسي؛نو خپله دنده به سرته رسوي. (144)


غيبي مرستې

دا ناپوهان انګيري،چې د حضرت "محمد"(ص) نبوت په دې دسيسو له منځه يوسي او فكر يې نۀ كاوه،چې پېغمبر اکرم هم د نورو پېغمبرانو په څېر له الهي مرستو برخمن دى او هماغه خداى،چې په دې ديارلس كالو كې يې ساتلى،بيا به يې هم وساتي.

مفسرين وايي چې:(( د وحې پرېښته راغله او پېغمبر اکرم يې دهغوى له نقشې خبر كړ))

وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ= او(درياد كړه) چې کله كافرانو ستا په باب دسيسې جوړولې،چې بندي دې كړي،يا دې ووژني او يا دې (له مكې) وشړي،هغوى لارې چارې سنجولې (او نقشي يې جوړولې) او خداى هم (خپل) تدبيركاوه او خداى تر ټولو غوره تدبيروونكى دى .  (145)*

پېغمبر اکرم ته خداى حکم وكړ، چې "يثرب" ته ولاړ شي؛ خو د سختو پيرو او سخت زړيو  مامورانو له  لاسه وتل  هم دومره اسان كار نۀ و، په تېره چې د مکې او مدينې ترمنځ واټن هم خورا زيات و. كه پېغمبر اکرم په دې شرايطو كې په سنجول شوې نقشه نۀ واى وتلى؛ نو کېداى شول چې مكيان ورپسې ورورسي او مخکې له دې،چې خپلو يارانو ته ورورسي؛ و يې نيسي او وينه ېي تويه كړي.

د پېغمبر اکرم د مهاجرت كيسه تاريخپوهانو او سيره ليكونكيو په بېلابېلو ډولونو ليكلي ده،چې پکې اختلاف هم ليدل كېږي. لنډه دا، چې ډېرى سني او شيعه محدثانو د پېغمبر اکرم د مهاجرت كيسه داسې رانقل كړې، چې د پېغمبر اکرم  خلاصون او "يثرب" ته تګ ته يې د اعجاز او كرامت رنګ وركړى دى. حال دا چې د پېغمبر اکرم هجرت او خلاصون د يو لړ وړاندوينو ،احتياطونو،تدبيرونو او سنجول شويو نقشو پايله وه او خداى هم اراده كړې وه،چې پېغمبر اکرم ځان له دې شره له طبيعي لارو خلاص كړي، نۀ د قدرت، اعجاز او كرامت.



د وحې  پرېښته  پېغمبر اکرم خبروي

د وحې پرېښتې، پېغمبر اکرم د مشركانو له شومو نقشو خبر كړ او ورته يې وويل،چې هجرت وكړه او د دښمنانو ړندولو ته بل څوك په خپله بستره كې څملوه،چې مشركان وانګېري،چې پېغمبر له كوره نۀ دى وتلى او په كور كې دى،چې مشركان يوازې د پېغمبر اکرم د كور د محاصرې  په فكر كې شي او د كوڅې تګ راتګ ونه څاري.

ښه! اوس پوښتنه دا ده،چې څوك دې كار ته غاړه ږدي او ځان به له پېغمبر اکرمه قربان كړي؟

 ښکاره ده؛هغه چې په ايمان راوړو كې لومړى و؛ نو بايد په دې لار كې ځان قربان كړي؛نو ځكه پېغمبر اکرم ورته وويل:((نن شپه زما په بستره كې ويده شه او هغه شنه شړۍ (څادر) چې زه يې پر ځان هواروم،پر ځان راواچوه؛ځكه مشركانو مې د وژنې نقشه کښلې ده او زه بايد مدينې ته مهاجر شم.))

حضرت علي (ک) د شپې د پېغمبر اکرم په بستره كې څملاست. لږه شپه اوښتې وه،چې څلورو ترهګرو د پېغمبر اکرم كور محاصره كړ. ترهګرو له يوه سوري كور ته كتل او هر څه يې پر خپل ځاى وليدل او خيال يې كاوه،چې پېغمبر اکرم په خپله كوټه كې پر خپل ځاى ويده دى. همدا وخت و،چې پېغمبر اکرم هوډ وکړ له كوره ووځي.

 دښمن كور محاصره كړى و او پر اوضاع برلاسي وو. بل خوا د قاهر خداى اراده پردې وه،چې د اسلام ستر مشر د دښمنانو له ګوتو وباسي. د خداى استازي هم د "يس" سورت له لومړي آيته تر نهم پورې لوسته، چې له اوضاع سره يې تړاو درلود او له كوره راووت.

 تر اوسه لا چا نۀ ده څرګنده کړې،چې پېغمبر اکرم څرنګه محاصره ماته كړه او دښمن پرې پوه نۀ شو؛خو مشهور عالم "علي بن ابراهيم" د " و اذ يمكر بك الذين كفرو" آيت د تفسير په روايت كې وايي:((هغوى  ټول ويده شول او نقشه يې داسې وه، چې شپه رڼا شي؛نو په رسول اکرم به بريد وكړي؛خو نۀ يې انګېرله،چې پېغمبر به يې له نقشې خبر شوى وي.)) خو نور تاريخپوهان پردې خبره ټينګار كوي چې:(( دښمنان ويښ وو او رسول اکرم يې په اعجاز او كرامت، له مخې تېر شو او و يې نۀ ليد.)) (146)*

په اعجاز او كرامت كې هېڅ شك نۀ شته؛خو ايا دې كار ته دليل هم و او كه نۀ؟

 د هجرت پر کيسې تر پوره رڼا اچونې وروسته،انسان دې خبرې ته رسي،چې پېغمبر اکرم يې له نقشې خبر و.مخکې له دې،چې كور يې محاصره كړي او پېغمبر اکرم هم د ځان بچ كولو لپاره په تدبير او هوښيارتيا نقشه وايسته،چې پوره طبيعي نقشه وه او د اعجاز رنګ يې نۀ درلود. پېغمبر اکرم  په خپله بستره كې د حضرت علي (ک) په څملولو دا كار په پوره توګه له طبيعي لارو حل كړ او ځان يې د دښمنانو له ګوتو وايست؛ نو ځكه وايو:مخكې له دې،چې كور محاصره شي،له كوره وځي،چې پکې كرامت ته اړتيا نۀ وه؛خو احتمال لري، چې په كور كې د پېغمبر اکرم پاتې كېدنې،علت درلود چې موږ ته نۀ دى معلوم او دا،چې پېغمبر اکرم پر هغه شپه څرنګه له خپل كوره راووت؟ هېچا ته څرګنده نۀ ده؛ځكه ځينې ګروهمن دي،چې پېغمبر اکرم له محاصرې او لمر پرېوتو مخکې له كوره  وتلى و.(147)*



د وحې پر كور د دښمن بريد

ترهګرو د پېغمبر اکرم كور محاصره كړى و او د حکم په تمه وو،چې بريد پرې وكړي او ټوټه ټوټه يې كړي. ځينو ترهګرو ټينګار كاوه، چې په هماغه نيمه شپه کې خپله دنده سرته ورسوي،چې "ابولهب" راپاڅېد او ويې وويل:((د بني هاشمو ښځې او ماشومان هم په كور كې دي او کېداى شي، چې په دې بريد كې ټپيان شي.))

كله ويل كېږي،چې د ځنډ علت دا و،چې غوښتل يې،پېغمبر اکرم پر رڼا ورځ د بني هاشمو په مخ كې ووژني،چې "بني هاشم" وويني د "محمد" وژونکى معلوم نۀ دى؛ نو ځکه يې هوډ وکړ، چې سهار وختي خپله نقشه عملي كړي.(148)*

شپه تېره شوه او سبا شو،مشركان ډېر خوشحاله وو. ګومان يې كاوه، چې خپلې موخې ته ورنږدې شوي. حال دا چې تورې يې له تېکي رااېستلې وې،د پېغمبر اکرم پر كوټې ورننوتل،چې علي (ک) له شنه څادره سر راوايست او په سړه سينه يې وويل:((څه خبره ده؟))

 ورته وويل شول:(("محمد" مو په کار دى، چېرې دى؟))

 حضرت علي (ک) ورته وويل:((ولې هغه مو ما ته راسپارلى و، چې له ما يې غواړئ، هغه اوس پر كور نۀ دى.))

د ترهګرو څېرې له غوسې سرې واوښتې وې،له غمه يې پر مرۍ خپسكې کېناستې او داچې تر سهاره په تمه وو،ډېر پښېمانه وو او د دې ټول چارو لامل يې "ابولهب" ګاڼه،چې د شپې يې د هغوى د بريد مخه نيولې وه.

"قريش" خورا زيات غوسه وو؛ځكه نقشه يې خاورې ايرې شوه؛نو ويې ويل:((په دې كم وخت كې "محمد" د مکې له چاپېرياله  بهر وتلى نۀ شي؛نو يا په مكه كې پټ دى ا و يا د "مکې – مدينې" په لار كې دى؛نو بډې ووهئ  او پر هره بيه،چې وي راپيدا يې كړئ.))


د ثور غار

پېغمبر اکرم له حضرت "ابوبکر" سره د "ثورغار" ته ولاړل او د هجرت درې لومړۍ شپې يې په غار کې تېرې کړې، د دې ملګرتوب په باب بېلابېل روايتونه دي.(149)*



"قريش" كله صبرېږي

د قريشو ماتې ددې لامل شوه،چې خپله نقشه بدله كړي. لارې يې وتړلې او د مدينې پر ټولو لارو يې خپل كسان ودرول او د ډېر مال او پېسو په وركولو يې ماهر كسان د پېغمبر اکرم د پله د خاپ پيدا كولو ته ونيول او اعلان يې وكړ،چې كه چا د "محمد" د پټېدو د ځاى په باب سم خبر راووړ؛ نو سل اوښان به وركړي.ځينو قريشو په پلټنې لاس پورې كړ او زياتې هڅې يې د مکې شمال ته (چې د مدينې لار وه) پېل كړې. حال دا چې پېغمبر اکرم د هغوى دسيسي شنډولو ته د مکې جنوب (د ثور غار) ته تللى و.

 مشهور څېره پوه "ابوكرز" د حضرت "محمد"(ص) د پښو پل پېژانده؛نو ځكه يې ځان د ثور غار ته نږدې رارسولى و،چې د پېغمبر اکرم د پښو پلونه يې تر هغه ځايه تعقيب كړي وو؛نو احتمال يې وركړ،چې  پېغمبر اکرم به په همدې غار كې پټ وي.يو تن يې مخکې كړ،چې غار ته ورننوځي؛خو هغه سړى،چې غار ته راورسېد؛نو و يې ليدل، چې د غار مخې ته غڼې ځاله جوړه کړې ده او "وحشي كوترو" هم هلته ځاله او هګۍ اچولي دي؛ هغه بې له دې چې غار ته ورننوځي،راستون شو او ويې ويل: ((د غار مخې ته د غڼې او كوترو ځالې دي، فكر نۀ کوم، چې څوك دې غار ته  ورننوتلى وي.)) دا پلټنې درې ورځې روانې وې او تر درېو ورځو هلو ځلو وروسته،ټول نهيلې خپلو كورونو ته راستانه شول.(150)* د حقيقت په لار كې ځانتېرېدنه

د تاريخ په دې تياره پاڼه كې،روښانه ټكى دا دى،چې حضرت علي(ك) د حقيقت په لار كې له ځانه تېر شو. پر هغه شپه يې د پېغمبر اکرم په بستره كې ويده كېدل، پر حقيقت د زړۀ بايللو بېلګه ده. حضرت علي (ک) د ټولنې نېمكرغي،د اسلام په پايښت كې ليده؛نو ځكه له ځانه تېر شو او په موسكا يې مرګ ته غاړه كېښووه.دې ډول ځان تېرېدنې دومره ارزښت درلود،چې لوى خداى په قرآن كې وستايله او د ډېرو مفسرانو په وينا د بقرې ٢٠٧ آيت [و من الناس من يشرى نفسه ابتغاء مرضات الله والله روف بالعباد= ځينې خلك له خداى سره معامله كوي او د خداى رضا ته  له ځانه تيرېږي  او خداى په خپلو بندګانو خورا مهربانه دى] په دې باب نازل شوى دى. ددې عمل فضيلت او اهميت ددې لامل دى،چې د اسلام ستر عالمان هغه د حضرت علي (ک) ستر فضيلت وګڼي او په تفسير او تاريخ كې، چې خبره دلته راورسي؛نو د پورتني آيت شان نزول هم همدا کيسه بولي.(151)*

د مهاجرت پاتې کيسه

پېغمبر اکرم  ډاډه او بې له كومې وېرې،په غار كې ناست و. تردې، چې د خپل سفر ملګري حضرت "ابوبکر"(رض) ته يې وويل: "لا تحزن ان الله معنا"؛يعنې مۀ خپه کېږه، خداى له موږ سره دى.(152)

 هغوى درې  ورځې  په غار كې وو او  حضرت علي (ک)، "هند بن ابي هاله" د حضرت خديجې اولاد (په امالي كې د شيخ طوسى د وينا له مخې) حضرت "عبدالله بن ابي بكر"،حضرت "عامر بن فهيره" او د حضرت "ابوبكر" د رمې شپون (د ډېرو تاريخپوهانو د وينا له مخې) به ورتلل.  

"ابن اثير" ليكي:((د حضرت "ابوبكر" زوى به د شپې د قريشو د ارادو په باب پېغمبر اکرم او خپل پلار ته خبر ووړ. هغه به د شپې د خپلې رمې لار داسې سموله، چې له غاره نږدې تېر شي،چې له پېغمبر اکرم او حضرت "ابوبكر" سره وويني او شېدې هم وركړې. د راستنېدو پر مهال به حضرت "عبدالله" له رمې مخکې  ته، چې د قدمونو پل يې د رمې په پلونو پاك شي.)) (153)*  

شيخ په امالي كې ليكي:(( يوه شپه،چې حضرت علي (ک) او "هند" غار ته ورغلي وو؛پېغمبر اکرم ورته امر وكړ،چې سفر ته دوه اوښان راولي. پردې مهال حضرت "ابوبكر" وويل:"ما دوه اوښان له پخوا تيار كړي دي." پر هغه شپه په ثور غار كې رسول اکرم سپارښتنه كړې وه چې:"علي! سبا چې لمر راوخوت؛ نو په لوړ غږ اعلان وكړه،چې كه څوك له "محمد" سره امانت او يا پرې پور لري؛نو را دې شي او وا دې يې خلي." بيا يې د فواطم (يعنې "فاطمه" د پېغمبر اکرم لور،"فاطمه" بن اسد،"فاطمه" بنت زبير) په باب سپارښتنه وكړه او ورته يې وويل،چې  هغوى او نور "بني هاشم"، چې تګ ته تيار وي،له ځان سره راولي.)) له غاره راوتل

د پېغمبر اکرم د وينا له مخې، حضرت علي درې اوښان له يو باوري لارښود سره چې "اريقط" نوميده،د هجرت پر څلورمه شپه د غار پر لور ولېږل. د اوښ او يا د لارښود غږ، چې د پېغمبر اکرم  پرغوږونو ولګېد؛ نو د خپل سفر له ملګري حضرت "ابوبکر"(رض) سره له غاره راكوز شو او د مکې له كوزې خوا  پر ساحلي ليكه، د "يثرب" پر لور روان شول.

 (ددې لارې ټولې ځانګړنې د "ابن هشام" په سيره او د "ابن اثير" د تاريخ يه لمن ليكونو كې راغلي دي)(154)*

د تاريخ لومړۍ پاڼه

شپه شوه،لمر خپلې وړانګې راټولې كړې،د قريشو هغه ډله چې د پېغمبر اکرم پلټنې ته په مكه او شاوخوا كې ګرځېدلې وه؛ستړې ستومانه خپلو كورونو ته راستنه شوه.هغوى د سلو اوښانو له لوى انعامه نهيلي شول او قريشو د مدينې تړلې لارې بېرته پرانستې کړې.(155)

پر دې مهال د لارښود ارام غږ،چې درې اوښان او څه خواړه ورسره وو،د پېغمبر اکرم پر غوږونو ولګېد.هغه په ورو ورو وويل: (( په تياره كې بايد ژر تر ژره د مكيانو د واكمنۍ له سيمې ووځو او له داسې لارو ولاړ شو،چې تګ راتګ پرې لږ وي.))

 د مسلمانانو د تاريخ پېل د هماغه كال هماغه شپه وه.



د پېغمبر اکرم هجرت ولې د تاريخ پېل شو؟

د اسلام په تاريخ كې له پېغمبر اکرمه بل ستر شخصيت نۀ شته او تر ټولو ستره پېښه هم د هجرت پېښه ده؛ځكه هجرت و،چې د بشريت د كتاب تورتم ته يې د پاى ټكى كېښود او پېغمبر اکرم،مسلمانان او انسانان يې له تنګسې راواېستل او د ازادۍ لار يې ورته جوړه كړه.

 مدينه والو د اسلام مشر ته په ورين تندي ښه راغلاست ووايه او په ټول وس يې د پېغمبر اکرم ملا وتړله. ډېر وخت لا نۀ و تېر شوى، چې د همدې هجرت له بركته اسلام سياسي او پوځي تشكيلات جوړ كړل او لومړى يې په مدينه كې حكومت جوړ كړ او څه موده وروسته يې نړۍ ته حكومت جوړ كړ،چې سارى يې تر هغه وخته لا چا نۀ و ليدلى. كه مسلمانانو هجرت نۀ واى كړى؛ نو د مکې په چاپېريال کې به د اسلام ساه ډوبه شوې او بشريت به له دې لوى رحمته بې ګټې پاتې شوى واى؛نو ځكه مسلمانانو هجرت ته د تاريخ پېل ووايه،چې له دې پېښې تر اوسه څه له پاسه څوارلس سوه كاله تېر شوي دي.


چا هجرت د تاريخ پېل كړ؟

خلك خو وايي چې دويم خليفه د حضرت علي (ک) په وړانديز د اسلام هجرت د تاريخ پېل اعلان كړ او حکم يې صادر كړ،چې وروسته بيا ټول دولتي دفترونه او ليكونه دې په دې تاريخ  ونومول  شي؛خو كه څوك د پېغمبر اکرم ليكونو ته ځير شي،چې په تاريخ او د سيرت په كتابو كې راغلي؛نو پوه به شي،چې په خپله پېغمبر اکرم و، چې خپل هجرت ته يې د تاريخ لومړۍ ورځ وويله او خپل ټول هغه ليكونه يې پر همدې تاريخ  مورخ كړي، چې د عربو د ټبر مشرانو ته يې ليكل.


د مسافرت کړ لار

پېغمبر اکرم ته د څلور سوو  كيلومټرو په شاخوا لار وهل ور پرغاړه وه،چې په هغه سوځنده ګرمۍ كې ددې لارې  وهلو ته سمه نقشه پكار وه او د لارې له عربو وېره هم وه،چې د تګ لار يې قريشو ته ور و نۀ ښيي؛نو ځكه يې د شپې مزل كاوه او د ورځې آرام.

 داسې ښكاري، چې يو چا دوى  له ورايه  ليدلي وو، ژر يې ځان قريشو ته ورورساوه،چې خبر يې كړي."سراقه بن مالك بن جعشم مدلجى" د انعام په اسره؛ نورو ته وويل:((هغوى پېغمبر اکرم او ملګرى يې نۀ و؛ بلكې بل څوك وو.))

 "سراقه" كور ته راغى او په وسله سنبال خپل اس سپور شو او په منډه يې ځان د پېغمبر اکرم او د حضرت "ابوبكر" د دمې ځاى ته ور و رساوه. دې پېښې حضرت "ابوبكر" وارخطا كړ او پېغمبر اکرم بيا ورته وويل:((مۀ خپه کېږه! خداى له موږ سره دى.)) (156)*

 "سراقه" چې په خپلو مټو او تورې نازېده؛راغى چې د انعام لپاره د پېغمبر اکرم وينه تويه كړي؛خو پېغمبر اکرم په ډاډه زړۀ دعا وكړه او ويې ويل:((خدايه! موږ ددې سړي له شره خلاص كړې.)) همدا وو، چې د "سراقه" اس پښې اوچتې كړې او پر ځمكه يې راوايشت."سراقه" پوه شو،چې په دې كار كې غيبي لاس و. او دا پېښه ورته ځکه راپېښه شوه،چې "محمد"ته يې نيت بد و. (وګورئ: ابن اثير کامل: ٢/٧٤)؛ نو په سوال او زارو يې پېغمبر اکرم ته وويل:((مريى او اوښ مې ستا دي او  هر امر منلو ته مو چمتو يم.))

رسول اکرم:((زه تا ته اړتيا نۀ لرم.))

  علامه"مجلسي" راخيستې ده، چې پېغمبر اکرم ورته وويل:(( ولاړ شه او نور ملګري دې زما له تعقيبه واړوه))؛نو ځكه "سراقه" چې هر پلټونكى ليده؛نو ورته يې ويل،چې:(("محمد" پردې  لار نۀ دى تېر شوى.)) (157)*

سنى او شيعه سيره ليكونكيو ددې سفر په ترڅ كې د پېغمبر اکرم څه كرامتونه راخيستې، چې ما هم څو د بېلګې په توګه راوړي دي:

"ام معبد" فضيلتمنه او زړۀ وره ښځه وه،چې وچكالۍ چې يې ټولې ګډې ځپلې وې او ټولې يې ډنګرې او وچې كړې وې. د خېمې تر څنګ يې له رمې  پاتې مېږه وه. رسول اکرم وويل: (( ام معبد! آيا  دا مېږه شيدې كوي؟)) ام معبد:((نۀ !)) پېغمبر اکرم د خداى نوم واخېست او ويې ويل: ((خدايه! دا مېږه دې ښځې ته بختوره كړې.)) د پېغمبر اکرم  تر دعا وروسته ګډه پر شيدو شوه. پېغمبر اکرم لوښى وغوښت او ګډه يې راولوشله. بيا يي د شيدو ډك لوښى "ام معبد" ته وركړ. بيا يې خپلو ملګرو او تر ټولو وروسته يې په خپله شيدې وڅښلې او ويې ويل:(( په هر ډله كې وروستى وار د ساقي وي.))  يو ځل بيا يې ګډه راولوشله او د شيدو ډك لوښى  يې "ام معبد" ته وركړ او د  مدينې پر لور روان شو.



د قبا كلى

"قبا"، چې د "بني عمرو بن عوف" د ټبر مركز و له مدينې دوه فرسنګه لرې دى. پېغمبر اکرم او حضرت "ابوبکر" د ربيع الاول پر 12 "قبا" ته ورسېدل او د ټبر د مشر "كلثوم ابن الهدم " كره، چې ډله مهاجر او انصار هم ورته په تمه وو ولاړل. پېغمبر اکرم يوه اونۍ په "قبا" كې پاتې شو او د "بني عمرو بن عوف" ټبر ته يې جومات جوړ كړ. ځينو بيړه كوله،چې پېغمبر اکرم ژر مدينې ته ولاړ شي؛خو پېغمبر اکرم هلته د تره زوى ته په تمه و.

حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم تر هجرت وروسته په مكه كې پر لوړه ودرېد او و يې ويل:((چا چې له "محمد" سره امانت درلود؛ نو را دې شي او له ما دې يې واخلي.))

  چا چې له پېغمبر اکرم سره امانت درلود؛د نښې په ښوولو يې خپل امانت واخيست او بيا د پېغمبر اکرم د سپارښتنې له مخې، علي(ک) بايد هاشمي ښځې او هغه مسلمانان، چې تر اوسه يې هجرت نۀ و كړى، له ځان سره مدينې ته بوځي.حضرت علي د شپې د "ذى طوى" له لارې مدينې ته روان شو.

"شيخ طوسي" د "امالي" په 300 مخ كې ليكي:((د قريشو جاسوسان د حضرت علي (ک) له ډله ييز هجرته خبر شول؛نو ورپسې ورووتل او د "ضجنان" په سيمه كې ورسره مخ شول.د جاسوسانو او حضرت علي (ک) ترمنځ  ډېرې خبرې وشوې؛ښځو له وېرې چغى وهلې. حضرت علي (ک) وليدل،چې بې د مسلمانانو له دفاع بله چاره نۀ شته؛نو قريشو ته يې وويل: "د چا چې خپل مرګ خوښ وي؛نو رامخې ته دې شي"؛څېره يې له غوسې سره اوښتې وه. د قريشو ماموران د حضرت علي (ک) پر وضعيت پوه شول او له ځان سره يې وويل: "دا سړى په دې باب له چا سره ټوكه نۀ لري؛ نو ښه به دا وي، چې وګرځو."))

چې حضرت علي (ک) "قبا" ته ورسېد؛نو پښې يې ټپي شوې وې. پېغمبر اکرم يې خبر كړ،چې حضرت علي (ک) رارسېدلى؛خو ټپي  دى  او راتلاى نۀ شي. پېغمبر اکرم په بيړه حضرت علي ته ولاړ او په غېږ كې يې ونيو او ټپي پښو ته يې وكتل او له سترګو يې اوښكى را روانې شوې.(158)

پېغمبر اکرم د ربيع الاول پر دولسمه "قبا" ته راورسېد او حضرت علي (ک) هم ددې مياشت په نيمايي كې راورسېد(159)*

ددې خبرې پخلى "طبري" په خپل تاريخ كې هم كړى دى: ((حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم تر هجرت وروسته،درې ورځې په مكه كې پاتې شو او د خلكو امانتونه يې ور وسپارل.)) (160)*



په مدينه کې د خلکو خوشحالي

انصار د پېغمبر اکرم راتګ ته په تمه وو؛نو چې د پېغمبر اکرم د راتلو خبر يې واورېد او پوه شول،چې آنحضرت (ص) "قبا" ته رارسېدلى؛نو له خوشحالۍ په جامو كې نۀ ځايېدل.

 د انصارو ځوانان هم د اسلام د شمعې پتنګان وو او د آنحضرت (ص) له راتګ مخکې،څومره چې يې له وسې وو،د مدينې چاپېريال له بوتانو پاك كړى و.

 بده به نۀ وي د بېلګې په توګه په دې باب يوه کيسه درته وكړم:

 "عمرو بن جموع" د "بني سلمه" د ټبر له مشرانو و، چې بوت يې په خپل كور كې اېښى و.د ټبر ځوانانو دا چې خپل مشر ته وښيي د لرګي د بوت له لاسه هېڅ هم نۀ کېږي؛نو بوت يې راواخېسته او په ناولې كنده كې يې واچاوه. مشر چې سهار راپاڅېد؛نو بوت يې نۀ و او د بوت په لټه كې شو؛نو په مرداره كنده كې يې پيدا كړ. بوت يې راواخېست او پاك يې پرې يې منځه او په درناوي يې په خپل ځاى كېښود،چې دا عمل درې ځل وشو او په پاى كې عمرو خپله توره راواخېسته او له بوت سره يې كېښووه او ورته يې وويل: ((كه تۀ ددې نړۍ جوړوونكى يې؛نو خپله  دفاع وكړه))؛خو دې كار هم ورته ګټه و نۀ رسوله او سبا يې بيا بوت په كنده كې وليد،چې توره يې هم ورسره پرته وه؛نو چې دا پېښه يې وليده،پوه شو،چې د انسان مقام تر دې ستر دى،چې د لرګي بوت ته سجده وكړي. بيا "عمرو" يو شعر وليكه، چې ژباړه يې دا ده:(( پر خداى قسم،كه پر حقه وې؛ نو اوس به په دې كنده كې له مردار سپي سره يو ځاى نۀ وې پروت. ستاينه د هغه خداى ده،چې د لويو نعمتونو خاوند دى؛هغه بښونكى او رازق دى او هغه دى،چې زه يې د قبر له تيارو وساتلم.)) (161)*

رسول اکرم د مدينې پر لور روان شو،چې د پېغمبر اکرم اوښ "ثنية الوداع" (د مدينې ښار ته نږدې يو  ځاى دى) ته ورسېد؛نو ځوانان ورته سترګې پر لار وو او په ورين تندي يې د آنحضرت (ص)  هرکلی وكړ او شعرونه يې ورته وويل،چې ژباړه يې دا ده:

 ((د څوارلسمې سپوږمۍ له "ثنية الوداع" راوخته او تر هغه،چې پر ځمكه د خداى عبادت ته يو انسان هم پاتې وي؛نو موږ بايد ددې نعمت شكر وباسو. اى چې د خداى له لوري زموږ لارښوونې ته رالېږل شوى يې؛ پر موږ ستا د حکم منل واجب دي.))

 د "بني عمرو بن عوف" ټبر له پېغمبر اکرم څخه وغوښتل، چې په "قبا" كې پاتې شي او پردې خبره يې ټينګار كاوه،چې موږ ننګيالي او د تورې خاوندان يو او و به دې ساتو؛خو ورسره  يې ونۀ منله.

  د "اوس" او "خزرج" ټبرونه د پېغمبر اکرم له راتګه خبر شول؛توره پر لاس،نغره اغوستي د پېغمبر اکرم مخې ته د هرکلي لپاره ورغلل. د آنحضرت (ص) له اوښه راتاو وو او د هر ټبر مشر ورته بلنه وركوله،چې سيمې ته يې ولاړ شي. انحضرت(ص) ورته وويل:(( د اوښ د تګ مخه مۀ نيسئ، زما اوښ چې چېرې ګونډه ووهله؛نو زه به هم هملته کوز شم.))

 د پېغمبر اکرم اوښ پر داسې يوې ځمكه ګونډه ووهله،چې كجورې پکې كرل کېدې او وچول كېدې، دا د دوو پلارمړيو"سهل" او "سهيل" وه،چې "اسعد بن زراره" يي پالنه كوله . د " حضرت ابو ايوب" كور هم ددې ځمکې  تر څنګ  و، چې مور يې له وخته په ګټنې،د پېغمبر اکرم سامان خپل كور ته يووړ. نژدې وو چې د پېغمبر اکرم د تګ پر سر نښته وشي؛نو پېغمبر اکرم د جګړې مخنيوى وكړ او ويې ويل:((د سفر سامان مې چېرې دى؟)) ورته وويل شول:((د ابو ايوب مور كور ته وړى دى.))

 پېغمبر اکرم: (( سړى هلته ځي، چې د سفر وسايل يې وي.))

 او "اسعد بن زراره" هم د پېغمبر اکرم اوښ خپل كور ته بوت.



د نفاق ريښه

"عبدالله بن ابى" د منافقانو د ځنځير لومړۍ كړۍ و. "اوس" او "خزرج" مخکې له دې،چې له پېغمبر اکرم سره همژمنى شي،غوښتل يې "عبدالله بن ابى" د مدينې بشپړ واكمن كړي؛خو دا چې "اوس" او "خزرج" له آنحضرت (ص) سره تړون وكړ؛ نو د "عبدالله بن ابى" د واكمنۍ خبره هېره شوه؛ نو ځكه "عبدالله بن ابى" له پېغمبر اکرم سره كينه راواخېسته او يوه ورځ يې پېغمبر اکرم ته و ويل:((ځه هغوى  ته ولاړ شه، چې تېر اېستلي دې دي، ما مۀ غولوه! )) (162)*

 حضرت "سعد بن عباده" ووېرېد،چې پېغمبر اکرم د "عبدالله بن ابى" پر خبرو باور ونۀ کړي؛ځكه يې له آنحضرت (ص)  بښنه وغوښته او ورته يې وويل:(( دا خبره يې د مكر او دښمنۍ له مخې كړې ده؛ ځكه هغه د  "اوس" او "خزرج" د ټبرونو مشر كېده،چې په راتګ مو يې دا موضوع له منځه ولاړه.))

ډېری تاريخ پوهان وايي:((پېغمبر اکرم د جُمعې پر ورځ مدينې ته راورسېد او هلته يې له خپلو اصحابو سره د جمعې لمونځ وكړ،چې د "بني سالم" د ټبر مركز و.پېغمبر اکرم پر هغه ورځ په زړۀ پورې خطبه وويله.)) چې "ابن هشام" په خپل سيرت او مجلسي په "بحار" كې راخيستې ده. (163)*؛ خو عبارتونه سره يې بېلابېل دي.



شلم څپرکى

د پېغمبر اکرم لومړى کړنه


جومات د اسلامي  خوځښتونو مركز

د انصارو د ځوانانو او د ډېرى "اوسيانو" او "خزرجيانو" په ورين تندي هر کلي، پېغمبر اکرم دې ته اړ كړ،چې د ښوونې روزنې، سياسي او قضائي چارو سرته رسولو ته د جومات په نامه عمومي مركز جوړ كړي او دا چې د پېغمبر اکرم اصلي کړلار "توحيد" او "خداى لمانځنه" وه؛نو اړتيا يې وانګيرله، چې مسلمانانو ته د خداى يادولو لپاره عبادتځى جوړ كړي. اړتيا وه، چې داسې مركز جوړ شي، چې د اسلام د ګوند ((حزب الله)) ټول غړي پکې،هره اونۍ سره راټول شي او د اسلام او مسلمانانو د او ګټو په باب پکې سلا مشوره وشي او پر ورځنيو غونډو سر بېره،په كال كې مسلمانان دوه ځل،په کې د اخترونو لمونځونه وكړي.

جومات يوازې د عبادت مركز نۀ و؛بلكې د اسلام د معارفو، احكامو، ښوونې روزنې په باب هم پکې خبرې کېدې. د څلورمې اسلامي پېړۍ تر پېله،جومات د لمانځه تر وخت وروسته د ښوونځي حكم هم درلود. (164)*

كله به د مدينې په جومات كې ادبي غونډې هم کېدې. د عربو سترو شاعرانو به خپل هغه شعرونه ويل،چې د اسلام له روح او اخلاقو سره يې اړخ لګاوه.

 "كعب بن زهير" خپله مشهوره  قصيده د "بانت سعاد" په نامه،چې د پېغمبر اکرم په ستاينه كې وه، په همدې جومات كې آنحضرت (ص)  ته مخامخ وويله او له پېغمبر اکرم يې انعام هم واخيست.

 د پېغمبر اکرم پر مهال د مدينې په جومات كې د ښوونې روزنې  کړلارى دومره په زړۀ پورې وې، چې د "ثقيف" د ټبر استازي يې ډېر حيران كړي وو.

په هغو ورځو كې جومات د محكمې حكم هم درلود،چې قضايي چارې هم پکې سرته رسېدې او پردې چارو سربېره،پېغمبر اکرم هلته خلكو ته وينا او خبرې كولې او مسلمانان يې جهاد ته رابلل.

 دا چې ديني او علمي ټولنې دواړه په جومات كې جوړېدې؛نو راز يې دا و چې د اسلام مشر خلكو ته وښيي،چې علم او ايمان سره نۀ بېلېدونكي دي او چېرې،چې د ايمان مركز وي؛بايد د علم او زده كړې مركز هم وي او دا چې قضائي او ټولنيزې چارې هم په جومات كې سرته رسېدې؛ نوانحضرت(ص) له دې لارې خلكو ته ښوول،چې زما دين سوچه معنوي دين نۀ دى،چې د مادي ژوند له چارو سره كار نۀ لري؛بلكې دا دين،سره له دې چې خلك ايمان او تقوى ته رابلي، له ټولنيزو او ژوندنيو چارو هم بې خبره نۀ دى.

 

د حضرت "عمار" كيسه

هغه ځمكه په لسو دينارو جومات جوړولو ته وپېرل شوه، چې د پېغمبر اکرم اوښ پرې ګونډه وهلې وه او ټولو مسلمانانو د جومات په جوړولو كې ونډه واخيسته،ان پېغمبر اکرم هم د نورو مسلمانانو په څېر،له شاوخوا ډبرې راوړې،چې حضرت "اسيد ابن حضير" مخې ته ورغى او ويې ويل: ((رسول اکرمه! دا ډبره ماته را كړه. ))

 رسول اکرم:(( ولاړ شه، بله راوړه.))

 پردې خبره يې خلكو ته وښوول،چې د عمل سړى يم او يوازې خبرې نۀ کوم. دلته يو مسلمان (شاعر) شعر ووايه،چې ژباړه يې دا ده:

(( كه موږ  كېنو او پېغمبر اکرم كار وكړي؛نو زموږ دا كار بې لاري ده.))

آنحضرت (ص) او مسلمانانو د كار كولو پر مهال دا جملې ويلې: ((حقيقي ژوند هماغه د اخرت ژوند دى.خدايه! پر انصارو او مهاجرو ولورېږې.))

يو صحابي چې پر جامه يې ګرد نۀ پرېښووه او د جومات جوړېدو پر مهال،دا چې پر جامو يې ګرد كېنني؛نو كار ته يې لاس نۀ ورو وړ.

 حضرت "عمار" ياسر په دې باب انتقادي شعر ووايه، چې ژباړه يې دا ده:

((څوک،چې جومات جوړوي او په ولاړه او ناسته د جومات په جوړلو كې كوښښ كوي او هغه،چې له دوړو ځان لرې ساتي او تيار نۀ دى د جومات په جوړولو كې جامې يې په دوړو شي؛نو دا دواړه له سره برابر نۀ دي.)) (165)

دا شعر پر حضرت "عثمان" بد ولګېد او "عمار" ته يې سپكې سپورې وکړې،چې آنحضرت(ص) له دې پېښې خبر شو او ويې ويل:(( "عمار" ولې کړوئ ؟ "عمار" يې جنت ته رابلي او هغوى "عمار" دوزخ ته.))

حضرت "عمار" ياسر څو ډبرې يوه پر بلې ايښووې او د جومات ته يې راوړې، چې ځينو له دې پاك نيته يې ناوړه ګټه اخيسته او خپلې ډبرې يې هم پر "عمار" وړې،چې حضرت "عمار" به ويل: ((يوه ډبره ځان او بله آنحضرت (ص)  ته وړم.))

 يوه ورځ حال دا چې پر حضرت "عمار" يې درې ډبرې بار كړې وې. حضرت "عمار" پېغمبر اکرم ته ګيله وكړه او ويې ويل: (( اصحاب دې راته په زړۀ كې خيرى لري او غواړي ومې وژني؛په خپله يوه يوه ډبره وړي او پرما درې درې. ))

 آنحضرت(ص) يې لاس ونيو او پر شا يې،چې څومره دوړې وې،ترې پاكې كړې او ويې ويل:((هغوى ستا وژونکي نۀ دي،تا به ظالمه ډله وژني، حال دا چې تۀ به يې حق ته رابولې.)) (166)*

دا غيبي خبر د پېغمبر اکرم پر رښتينولۍ او نبوت دلالت كوي؛ځكه څنګه چې يې ويلې وو، هماغسې وشول، چې بالاخره حضرت "عمار" په 90 كلنۍ كې د "صفين" په جګړه كې د "معاويه بن ابوسفيان" د پلويانو له لاسه ووژل شو. د پېغمبر اکرم دې خبرې د حضرت "عمار" پر ژوند هم ډېر اغېز درلود او مسلمانانو به حقه او باطله ډله په "عمار" پېژانده؛ دا چې حضرت "عمار" د "صفين" په جګړه كې ووژل شو؛نو په "شاميانو" كې هله ګوله شوه او د حضرت علي (ک) پر ضد د "معاويه بن ابي سفيان" او "عمروعاص" تبليغاتو،چې خلك يې د  حضرت علي (ک) د حقانيت په باب شكمن کړي وو، خلك راويښ كړل،چې بېلګه يې حضرت "هزيمه بن ثابت" دى. هغه له حضرت علي (ک) سره جګړې ته تللى و؛ خو زړۀ نا زړۀ و؛خو د "معاويه بن ابي سفيان" ډلې،چې  حضرت "عمار" وواژه؛نو پوه شو،چې څوك پر حقه او څوك پر باطل دى؟ (؛ځكه د پېغمبر اکرم خبره ورته معيار وه) (167)*

د جومات جوړول پاى ته ورسېدل او كال پر كال جومات پراخېده او همداسې يې د جومات په څنګ كې بېوزليو او فقيرو مهاجرو ته چوتره (صفه) جوړه كړه او آنحضرت (ص)، حضرت "عباده بن صامت"، "اصحاب صفه وو" ته د قرآن ښوونې او ليكنې ښوونكى كړ.



ورورولي

په مدينه كې د مسلمانانو راټولېدو،د پېغمبر اکرم د ژوند د كتاب نوى باب پرانيست. مدينې ته له راتلو مخکې يې يوازې دين تبليغاوه؛ خو تر نن وروسته بايد د پوه سياستپوه په څېر، خپل او د خپلو پلويانو شتون وساتي او پرې نۀ ږدي،چې کورنى او بهرنى دښمن پکې نفوذ وكړي،چې آنحضرت (ص)  دلته له دريو ګواښونو سره مخ و.

1 _ د قريشو او د ټاپو وزمې بوت پالو خطر.

2 _ د "يثرب" يهودان، چې په ښار او له ښاره بهر اوسېدل او د ډېرو شتمنيو او وزلو خاوندان وو.

3 _ هغه اختلاف،چې د آنحضرت د پلويانو او د "اوس" او "خزرج" په منځ كې و.

د مهاجرو او انصارو، چې په دوو بېلابېلو چاپېريالو كې اوسېدلي وو؛ فكر او كړنلارو له يو بل سره خورا توپير درلود او بل خوا "اوسيان" او "خزرجيان" چې د انصارو ډېرى هم وو،يو سلو شل كاله له يو بل سره لاس و ګرېوان وو،چې له دې ټولو ګواښونو او خنډونو سره د اسلام ژوندي پاتې كېدل ناشونى وو؛ خو پېغمبر اکرم دا ټولې ستونزې په خپلې هوښيارۍ هوارې كړې.

 هغه دوه لومړۍ ستونزې (چې وروسته به راځي) او د خپلو پلويانو ترمنځ اختلافات په ځانګړى توګه هوار كړل.

پېغمبر اکرم د خداى له لوري مامور شو چې مهاجر او انصار سره وروڼه کړي؛ نو يوه روځ يې په غونډه كې مسلمانانو ته وويل: (( دوه دوه سره ديني وروڼه شئ))،چې تاريخونو؛لكه "ابن هشام" د هغو كسانو ځانګړنې ثبت کړې چې سره وروڼه شوي وو.



دوه سترې ستاېنې

ډېرى سني او شيعه تاريخ پوهان دلته دوه ستاېنې راوړي، چې لنډيز يې دا دى: پېغمبر اکرم درې سوه مهاجر او انصار سره وروڼه کړل، ورته يې وويل: (( پلانيه! تۀ د پلاني ورور يې.))

د ورورۍ دود، چې پر ځاى شو؛ نو حضرت علي (ک) په ژړا شو او ويې ويل: ((خپل ياران دې سره وروڼه کړل؛خو زه دې د چا ورور نۀ کړم؟!)) پېغمبر اکرم ورته وويل: (( تۀ په دنيا او اخرت كې زما ورور يې.))

شيخ "قندوزي حنفي" دا پېښه پوره راخېستې ده: ((پېغمبر اکرم حضرت علي (ک) ته ځواب وركر: "قسم پر هغه خداى،چې زه يې د خلكو لارښوونې ته رالېږلى يم؛تۀ مې ځكه له چا سره ورور نۀ کړې،چې غوښتل مې خپل ورور دې كړم؛تۀ راته داسې يې؛لكه "هارون" چې "موسى"  ته و؛خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته بل پېغمبر نۀ راځي؛ تۀ مې ورور او وارث يې.")) (168)*

د جومات د جوړولو كار پاى ته ورسېد. د جومات شاوخوا ته د پېغمبر اکرم او اصحابو كورونه وو،چې هر کاله جومات ته لار درلوده او هر څوك به د خپل كور له ورۀ جومات ته راننووت. پېغمبر اکرم ته د خداى له لوري پيغام راغى:(( بې د علي له وره؛نور ټول ورونه وتړه.))

 "سبط ابن الجوزي" ليكي:((د پېغمبر اکرم دې حکم په اصحابو كې ګونګوسى جوړ كړ، چې د خداى استازي هم د خلكو د ذهنو روښانولو ته خطبه وويله او په پاى كې يې وويل:"ما له ځانه نۀ كوم ور تړلى او نۀ خلاص كړې؛بلكې د خداى حكم و او ما يوازې د خداى حكم عملي كړ."))

د هجرت د دويم كال پېښې

د هجرت لومړى كال له ټولو خوږو ترخو سره تېر شو،چې له مهمو پېښو ډك دى، چې پکې دوې خورا مهمې دي؛يوه يې د قبلې بدلون او بله يې د "بدر" جګړه وه.

دلته لازمه  د "غزوه" او "سريه" پر ټكيو رڼا واچوم.

"غزوه" پر دښمنانو هغه بريد دى، چې پېغمبر اکرم پکې په خپله و او د لښكر بولندويي يې كوله.

"سريه": هغه جګړې دي، چې پېغمبراکرم به پکې په خپله نۀ  و؛بلكې يوه ډله يې جګړې ته لېږله او مشر يې ورته ټاكه.

آنحضرت (ص) ته يې په تاريخ كې 27 يا 26 غزاګانې ثبت كړې دي. اختلاف په دې كې دى،چې ځينې د "خيبر غزا" او د "وادى القراء" غزا، چې په يو بل پسې وشوې، دوې غزاګانې بلي او ځينې يې يوه . (169)*

 د پېغمبر اکرم د "سريه" په باب هم اختلاف دى. تاريخپوهانو 35، 36، 48 او ان 46 ثبت كړې دي. اختلاف يې په دې كې دى، چې په ځينو سريو كې د مسلمانانو شمېر لږ و؛نو ځكه يې په سريه كې نۀ دي  شمېرلې.(170)*

 "ابن هشام" د قبلې بدلون تر هجرت پوره اتلس مياشتې وروسته بولي. (171)*

 "ابن اثير" د قبلې بدلون تر همدې مودې وروسته د شعبان پينځلسمه بولي(172)*



يوويشتم څپرکى

د قبلې بدلون

مدينې ته لا د پېغمبر اکرم د هجرت څو مياشتې نۀ وې وتلې، چې د يهودانو د مخالفتونو د ډول اوازونه راپورته شول.

د هجرت 17مه مياشت وه،چې حكم وشو:((تر دې وروسته كعبه د مسلمانانو قبله ده او پکار ده د کعبې پر لور لمونځ وكړي.))


د پېښې شرح:

پېغمبر اکرم پوره ديارلس كاله په مكه كې د "بيت المقدس" پر لور لمونځ وكړ. تر هجرت وروسته، الهي حکم دا و: قبله هماغه پخوانۍ قبله ده او هماغې قبلې ته،چې يهودان يې هم پر لور درېږي،مسلمانان دې هم د هغه پر لور لمونځ وكړي .

 دا كار عملا يو ډول مرسته او د دوو پخوانيو او نويو اديانو نږدې كول وو؛خو د اسلام پرمختګ د يهودو په زړۀ كې وېره واچوله؛ځكه ليدل يې چې اسلام ورځ تر بلې پر مخ روان دى او يوه ورځ به پر ټوله ټاپووزمه واكمن شي او د يهودو دين به له منځه يوسي؛نو ځكه يې په لار كې كوهيان اېستل او خنډونه پيدا كول.هغوى به له هرې لارې، پېغبمراکرم او مسلمانان ځورول،چې بالاخره يې د "بيت المقدس" پر لور د مسلمانانو د لمانځه كولو خبره رامنځ ته کړه،چې "محمد" ادعا كوي مستقل دين لري او دين يې د پخوانيو اديانو ناسخ دى.حال دا چې خپله ځانته قبله نۀ لري او د يهودانو د قبلې پر لور لمونځ كوي.

دا خبره پېغمبر اکرم ته راورسېده. نيمه شپه وه،چې له كوره راووت او اسمان ته يې وكتل. د وحې د راتلو په تمه و، چې په دې باب ورته كوم حکم راشي؛ لكه څنګه چې لاندې آيت د مطلب ګواه دى:

قَدْ نَرَى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاء فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّواْ وُجُوِهَكُمْ شَطْرَهُ وَإِنَّ الَّذِينَ أُوْتُواْ الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ=په يقين چې (د وروستۍ قبلې د ټاكلو لپاره) موږ د اسمان خواته ستا بيا بيا مخ اړول وينو!،دادى موږ تا د هغې قبلې لوري ته ګرځوو،چې ستا خوښېږي(؛نو د "مسجدالحرام" خوا ته مخ وګرځوه او چېرې چې واست،مخ هماغې لورې ته واړوئ او چاته،چې اسماني كتاب وركړ شوى، ښه پوهېږي چې(د قبلې بدلون) د خداى له لوري (پرځاى او) سم دى او په خپلو كتابو كې يې لوستي دي،چې دا سلام پېغمبر به دوو قبلو ته لمونځ كوي او خداى يې (د دې آيتونوپه پټولوكې) له كړنو ناخبره نۀ دى . (173)

قرآني آيتونه وايي چې د قبلې د بدلانه  لامل يوازې د يهودانو اعتراض نۀ و؛بلكې د ازمېينې بڼه يې هم درلوده. مطلب دا و،چې پېغمبر اکرم د خبرې او عمل مؤمنان وپېژني؛ځكه د لمانځه پر مهال له يوې قبلې بلى قبلې ته مخ اړول،د ايمان او اخلاص نښه وه او له دې حکمه سرغړونه د نفاق او دوه مخۍ نښه وه؛لكه چې په خپله قرآن دې مسئلې ته اشاره كړې ده:

وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنتَ عَلَيْهَا إِلاَّ لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّن يَنقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلاَّ عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللّهُ وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللّهَ بِالنَّاسِ لَرَؤُوفٌ رَّحِيمٌ = او په همدې توګه مو تاسې (چې قبله مو منځنۍ قبله ده) يو منځنى امت وګرځولئ،چې پر خلكو شاهدان اوسئ او پېغمبر پر تاسې شاهد دى او تاسې، چې پخوا كوم لوري ته مخ اړاوه، هغه مو يوازې ددې لپاره ټاكلى و،چې څوك په پېغمبر پسې ځي او څوك ورته شا اړوي، دا كار ډېر سخت و؛ خو نۀ هغوى ته، چې خداى ورته لار ښوولې وه(او په دې هم پوه شئ، چې مخكېنۍ قبلې ته ستاسې لمونځونه سم وو) او خداى هېڅكله ستاسې ايمان [=لمونځ] نۀ ضايع كوي؛ځكه خداى پر خلكو ډېر  مهربان  (او) لوروونكى دى . (174)

البته د اسلام د تاريخ له لوستو او د"عربستان" پر ټاپوزمي تر رڼا اچولو وروسته څه نور لاملونه هم مخې ته راځي:

لومړى: كعبه چې د توحيد اتل (ابراهيم خليل) جوړه كړې وه،عربو ورته په درناوي كتل او له داسې ځای قبله جوړول؛يعنې د ډېرو عربو رضايت حاصلول دي،چې په دې كار يې دين ته رابولي،چې بې له دې بله موخه نۀ وه،چې ځيلي او اورپکي مشركان دين ته راوبلي.

دويم: د هغې ورځې له يهودو لرې كېدل،ډېر ضرور ګڼل كېدل،چې مسلمانېدو ته يې هېڅ هيله نۀ وه؛ځكه هره ورځ يې د پېغمبر اکرم مخ ته كوهيان اېستل او په دې پلمه،چې خپل معلومات زياتوي،له پېغمبر اکرم يې كړكېچنې پوښتنې كولې. د قبلې بدلون هم له يهودو د لرې كېدو لار وه.   

د"عاشورا" پر ورځ د روژې نسخ كېدل هم د همدې مطلب لپاره وو، چې يهودو له اسلامه مخکې د عاشورا پر ورځ روژه نيوه.پېغمبر اکرم او مسلمانانو هم پردې ورځ روژه نيوه،بيا د عاشورا پر ورځ روژه نيول نسخ شوه او روژه د "رمضان" په مياشت كې فرض شوه. په دې وخت كې ځينو انګېرله،چې پخواني لمونځونه يې هم باطل شوې دي څو،چې وحې راغله او ويې ويل:((خداى به هېڅكله ستاسې کړه وړه پوپنا نۀ کړي.خداى پر خلكو روف او رحيم دى.)) (176)*

ددې اړخونو په پامنيوي سره چې، پېغمبر اکرم ته چې د ماسپښين دوه ركعته لمونځ يې كړى و،د وحې امين راغى او ورته يې وويل: (( د "مسجدالحرام" پر لور لمونځ وكړه!))

 په ځينو رواياتو كې راغلي: ((حضرت جبرائيل د پېغمبر اکرم لاس ونيو او مخ يې ورته د "مسجدالحرام" پر لور كړ او کومې ښځې او سړي، چې په جومات كې وو، د آنحضرت (ص) په پليون، ټولو "مسجدالحرام" ته مخ كړ او له هماغې ورځې "كعبه" د مسلمانانو خپلواكه قبله شوه.))



د پېغمبر اکرم يو علمي كرامت

پخوانيو ستور پوهانو د محاسبو له مخې، د مدينې جغرافيايي عرض 25 درجې، طول يې، 75 درجې طول البلد او 20 دقيقې دى.

 د دې محاسبې له مخې، هغه قبلې،چې په مدينه كې استخراجېدې،د پېغمبر اکرم له محراب (چې اوس هماغسې پاتې دى) سره يې سمون نۀ خوړ،چې دې اختلاف ځينې فني كارپوهان حيران كړي وو؛ خو په دې وروستيو كې مشهور عالم "سردار كابلي" په نننيو محاسباتو وښووه،چې د مدينې عرض 24 درجې او 75 دقيقې دى او طول يې 39 درجې او 59 دقيقې دى . (176)*

ددې محاسباتو پايله دا شوه: د مدينې قبله بېخي په جنوب كې ده، چې يوازې 45 دقيقې د جنوب له ټكي كږه ده،چې دا استخراج كټ مټ د پېغمبر اکرم له محراب سره سمون لري او دا په خپله علمي كرامت دى، چې پېغمبر اکرم د لمانځه په حال كې داسې د "مسجدالحرام" پر لور وګرځول شو،چې ان كوچنى كږوالى پکې رانغى.(177)*



دوه ويشتم څپرک

د بدر غزا

د اسلام له سترو او څرګندو جګړو يوه هم د "بدر" جګړه ده او چا چې په دې جګړه كې ګډون كړى و؛نو وروسته يې په مسلمانانو كې ځانګړى امتياز درلود او په هره غونډه او خبره كې به، چې د بدر مجاهدين وو؛نو هغې خبرې يا غونډې به خورا اهميت درلود. د اصحابو د ژوند  شرح د بدر جګړې ګډونوال، "بدري" او ددې ارزښت علت تر دې كيسې وروسته را پر  ډاګه كېږي:

د هجرت پر دويم كال، د جمادي الاول په نيمايي كې مدينې ته خبر راورسېد،چې د قريشو كاروان  د "ابوسفيان" په مشرۍ له مکې "شام" ته ځي. پېغمبر اکرم د كاروان تعقيب ته په "ذات العشيره" پورې ولاړ او  تر بلې مياشتې هلته پاتې شو؛خو كاروان پر مخه ورنغى. د كاروان د راستنېدو وخت معلوم و؛ځكه په "مني" او "اوړي" كې به د قريشو كاروان له شامه مکې ته راستنېده.

د استخباراتو تر لاسول، په جګړو كې د بري لومړى ګام دى. كه د لښكر بولندوى د دښمن له استعداد او د جنګيالو له روحياتو او د تمركز له ټکي خبر نۀ وي؛ نو ودې شي، چې په لومړي ټكر كې مات شي.

د پېغمبر اکرم يو ښه او ستايلى كار دا و، چې د دښمن له چمتووالي او له دې،چې په كوم ځاى كې به اډه جوړوي،ځان مخکې له مخکې خبراوه.

 ان نن هم په نړيوالو جګړو كې د اطلاعاتو تر لاسول ځانګړى ارزښت لري.

 د "مجلسي" (بحار، 19/217) د وينا له مخې،رسول اکرم حضرت "عدى" او د "حيات محمد" د كتاب د وينا له مخې،"حضرت طلحه بن عبيدالله" او "حضرت سعيد بن زيد"  استخباراتي چارو ته لېږلې وو.

رارسېدلې استخبارات په لاندې توګه وو:

1 _ يو ستر كاروان دى، چې ټولو مكيانو پکې ګډون كړى دى.

2 _ د كارون مشر "ابوسفيان" دى، چې څلوېښت ساتندويان لري.

3 _  د سوداګرۍ مال پر زرو اوښانو بار دى،چې د تجارتي مال ارزښت يې تقريبا پينځوس زره ديناره دى.

دا چې په مکه كې د مهاجرو شتمنۍ قريشو نيولې وې؛ نو وخت يې دى،چې مسلمانان هم د قريشو تجارتي مال ضبط كړي او كه قريشو د مسلمانانو مال د كينې او دښمنۍ له مخې و نۀ ګرځاوه؛نو مسلمانان به هم د قريشو مال د جنګي غنيمت په توګه په خپلو منځو كې ووېشي؛نو ځكه رسول اکرم خپلو اصحابو ته وويل:(( خلكو! دا كاروان د قريشو كاروان دى! تاسې کړاى شئ د قريشو د مال تصرف ته له مدينې بهر ووځئ،كېداى شي په كار كې مو پراخوالى راشي.)) (178)*؛ نو ځکه د هجرت پر دويم كال د رمضان پر اتمه، پېغمبر اکرم"حضرت عبدالله بن ام مكتوم" لمانځه ته او "حضرت ابولبابه" سياسي چارو ته خپل ځايناستي وټاكل او په خپله له 313 تنو سره د قريشو مال نيولو ته له مدينې ووت.

 "ذفران" سيمې ته د پېغمبر اکرم روانېدل

د تاريخ د وينا له مخې،رسول اکرم د هجرت پر دويم كال د رمضان پر اتمه د دوشنبې پر ورځ يادې شوي موخې ته د "ذفران" پر لور ووت.

 پېغمبر اکرم يو بيرغ "حضرت مصعب" او بل "حضرت علي" ته وركړ. په دې  لښكر كې اتيا تنه مهاجر،170 تنه خزرجي، 61 تنه اوسيان، درې اسونه او 70 اوښان وو.

د اسلام په هغه ټولنه كې له شهادت او سرتېرۍ سره مينه دومره وه، چې ځينې تنکي هلكان هم په دې جګړه كې ګډون ته راغلي وو،چې بيا پېغمبر اکرم ستانه کړل.(179)*

د پېغمبر اکرم خبره رارسوي،چې رسول اکرم ورته د ژوند د پراخوالي زېرى وركړى و او ددې پراخوالي وسيله هم د قريشو د كاروان د تجارتي مال ضبطول وو او ددې كار جواز هم هماغه و،چې ومو ويل قريشو د مهاجرو ټول ملك او مالونه ضبط كړي وو؛نو ښكاره ده هر هوښيار انسان به له دښمن سره هماغه كوي،چې دښمن ورسره كړي وي.

 دې خبرې ته بايد پام وكړو،چې د قريشو پر کاروان د مسلمانانو د بريد علت هم هماغه ظلمونه او تېرى و،چې په مكه كې پرې شوى وو،چې په قرآن شريف كې هم دې خبرې ته اشاره شوې ده:

أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ= پر هغوى،چې جګړه تپل شوې،د جهاد اجازه وركړ شوې ده؛ځكه تېرى پرې شوى،بېشكه چې خداى د هغوى د ملاتړ وس لري. (180)*

"ابوسفيان" "شام" ته د تلو پر مهال پوه شوى و،چې پېغمبر اکرم هغوى تعقيب كړي دي؛نو ځكه يې له احتياطه كار واخېست او نور تجارتي كاروانو يې وپوښتل،چې ايا "محمد" تجارتي لارې تړلې دي؟

 "ابوسفيان" ته خبر راغى:"محمد" له خپلو اصحابو سره له مدينې بهر راوتلى او د قريشو د كاروان په لټه كې دى او په "ذفران" سيمه کې يې چې د "بدر" په دوو پړاوو  کې مورچه نيولې ده.

"ابوسفيان" له تلو ډډه وكړه.د كاروان په باب يې قريشو ته خبر ولېږه او دا كار تېز اوښ سپاره "ضمضم بن عمرو غفاري" وكړ او ورته يې وويل: ((ځان د مکې ننګياليو او قريشو ته ورسوه او د مالونو خاوندان هم خبر كړه،چې د خپل مال ساتلو ته دې له مکې بهر راووځي.))

"ضمضم" ژر ځان مکې ته ورساوه او پر خپل اوښ ودرېد او چغې يې كړې: (("محمد" او ياران يې راوتلي،چې مالونه مو خپل (مصادره) كړي،فكر نۀ کوم مالونه به مو ګوتو ته راشي.))

ټول جنګيالي او ننګيالي جګړې ته چمتو شول. يوازې "ابولهب" ګډون و نۀ کړ او پر خپل ځاى يې "عاص بن هشام" ته څو زره درهمه وركړل، چې په  جګړه كې ګډون وكړي.

"اميه بن خلف"چې د قريشو له مشرانو و، نۀ غوښتل په دې جګړه كې ګډون وكړي؛ځكه ورته يې ويلې وو،چې "محمد" ويلي:((اميه به د مسلمانانو په لاس وژل كېږي.))

 د ټبر مشرانو،چې وليدل له جګړې دداسې شخصيت سرغړونه، د قريشو پر تاوان  ده؛نو يو پتنوس يې اميه ته ولېږه،چې په کې يې رانجه اېښې وو.د قريشو جنګيالو ورته وويل:((اوس چې ددې سيمې د خلكو او د خپل تجارتي مال له دفاع ډډه كوې او د ښځو په څېر ناست يې؛نو دا رانجه واخله او د ښځو په څېر يې پورې كړه او له ځانه د سړي نوم لرې كړه.)) دې خبرو د "اميه" په رګونو كې د غيرت وينه راوخوټوله،بېواكه پاڅېد او د جګړې سامان يې راواخيست او له كاروان سره راووت.(181)*



د قريشو مخې ته خنډ د حركت نېټه وټاكل شوه.د قريشو مشرانو ته ورياد شول، چې د "بني بكر" د ټبر په څېر سرسخت دښمن هم لري. كېداى شي له شا پرې بريد وكړي. د "بني بكر" د ټبر دښمني له قريشو سره د وينې تويدنې پر سر وه، چې "ابن هشام" په خپل سيره كې په تفصيل راوړې ده.(182)*

په دې  وخت كې "سراقه بن مالك" د "بني كنانه" له ټبره،چې د "بني بكر" له ځوځاته و،قريشو ته ډاډ وركړ،چې زموږ له لوري ډاډه اوسئ،موږ به درباندې يرغل و نۀ کړو او "قريش" په ډاډه زړۀ له مکې ووتل.

د مسلمانانو مشر د قريشو له كاروان سره مقابلې ته له مدينې راوتلى او په "ذفران" كې يې سنګر نيولى و. د كاروان د تېرېدو په تمه و، چې ناڅاپه نوى خبر راورسېد:د مکې خلك د خپل مال ژغورلو ته له مکې بهر راوتلي او په همدې شاوخوا كې راټول شوي،چې ډېر ټبرونه ورسره په لښكر كې دي.

پېغمبر اکرم ځان په دوه لارۍ كې وليد،چې ياران يې د تجارتي مالونو نيولو ته راوتلي دي او له داسې لښكر سره يې د جګړې وس نۀ درلود،چې له يوه پلوه هم ورسره د پرتلې وړ نۀ و او بل خوا كه ستانه شي؛نو د شرم خبره ده او دښمن به د مسلمانانو د مركز پر لور (مدينې) پرمختګ وكړي؛نو ځكه پېغمبر اکرم پريکړه وکړه د همدې يارانو په مرسته  تر وروستۍ سلګۍ مقاومت وكړي.

د پام وړ خبره خو دا ده،چې د اسلام سرتېري ډېرى د انصارو ځوانان وو او يوازې 74 تنه مهاجر وو او "انصارو" په "عقبه" كې له پېغمبر اکرم سره دفاعي تړون لاسليك كړى و،نۀ جنګي؛يعنې ژمنه يې كړې وه،چې په  مدينه كې به له پېغمبر اکرمه د خپلو كسانو په څېر ساتنه وكړي؛خو دا چې ورسره له مدينې راووځي او له دښمن سره يې وجنګېږي؛داسې تړون يې نۀ و تړلى؛ نو اوس به مشر څه كوي؟

 بې له دې يې هېڅ چاره نۀ درلوده، چې پوځي شورا جوړه كړي او عامه افكارو ته مراجعه وكړي او له دې لارې مخې ته پروت خنډ لرې كړي.



پوځي شورا

پېغمبر اکرم پاڅېد او و يې ويل:(( په دې باب مو څه نظر دى؟))

 لومړى حضرت "ابوبكر" پاڅېد او ويې ويل:((د قريشو مشرانو او ننګياليو په دې لښكر كې ګډون كړى،قريشو هېڅكله نۀ پر كوم دين ايمان راوړى او نۀ د عزت له لوړو څوكو راكوز شوي او بله دا،چې موږ له مدينې په پوره تيارۍ نۀ يو راوتلي (؛يعنې جګړه ونۀ کړو) ))

 پېغمبر اکرم: (( كېنه!))

 بيا حضرت "عمر" پاڅېد او همدا خبرې يې وكړې،چې رسول اکرم ورته د كېناستو حکم وكړ.

 بيا حضرت مقداد(رض) پاڅېد او ويې ويل:(( د خداى استازيه! زړونه مو له تا سره دي او څه،چې خداى تاته حکم كړى؛هماغسې وكړه. پر خداى قسم موږ به هېڅكله هغه ځواب در نۀ کړو،چې بني اسراييلو موسى ته وركړى و؛ چې کله موسى "بني اسرائيل" جهاد ته راوبلل؛نو بني اسراييلو ورته وويل: "كليم الله" تۀ  او خداى دې ولاړ شئ او جهاد وكړئ،موږ به درته دلته ناست يو"؛خو موږ درته د بني اسرائيلو پر خلاف خبره كوو او وايو:"د خداى له عنايت سره جهاد وكړه! موږ به هم ستا په مشرۍ جنګيږو."))

پېغمبر اکرم د حضرت مقداد د خبرو په اورېدو خوشحاله شو او ورته يې دعا وكړه.

تر اوسه به هر چا خپل نظر څرګنداوه او د پوځي شورا له جوړولو موخه د انصارو پر نظر ځان پوهول وو؛ځكه که څو انصارو په دې باب هوډ نۀ واى کړى؛نو د يوه كار په باب هم هوډ نۀ شو كېدای. تر اوسه څومره كسانو چې نظر وركړې و؛ټول مكيان وو. پېغمبر اکرم د انصارو د نظر پوهېدو ته بيا وويل:((خپل نظر مو ووياست.))

  حضرت "سعد بن معاذ" انصاري (رض) پاڅېد او ويې ويل:(( په خيال مې ستاسې مطلب موږ يو؟))

 رسول اکرم وويل:(( هو!))

 حضرت معاذ:((رسول اکرمه! موږ پر تا ايمان راوړى او ته مو تصديق كړى يې،چې دين دې حق دى او په دې باب مو تا ته وعدې او ژمنې هم دركړي؛نو څه چې سلا ګڼې او پرېکړه کوي، موږ به دې اطاعت كوو. قسم پر هغه خداى،چې تۀ يې د خلكو لارښوونې ته رالېږلى يې،كه په دې سمندر كې (بحر احمر ته اشاره) ننوځي؛نو موږ به هم درپسې در شو،موږ ټول ستا پليوني يو،موږ د خداى په حکم هغې لوري ته بوځه، چې تۀ يې سلا ګڼې.))

د حضرت "سعد" په خبرو د پېغمبر اکرم رنګ له خوشحالۍ واوښت، چې ددې ننګيالي مسلمان وروستۍ خبرې دومره هڅوونكې وې،چې رسول اکرم بې ځنډه د حركت حکم وكړ او ويې ويل:(( حركت وكړئ! زېرى دې درباندې وي ،چې يا به له كاروان سره مخ شئ او مالونه به يې ضبط كړئ او يا به له هغه لښكر سره مخ شئ،چې د كاروان ساتنې ته راغلى دى.))

وَإِذْ يَعِدُكُمُ اللّهُ إِحْدَى الطَّائِفَتِيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ اللّهُ أَن يُحِقَّ الحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ= او (درياد كړئ) چې كله خداى له تاسې سره وعده وكړه،چې له دوو ډلو [= د قريشو سوداګريز كاروان يا د هغوى وسلوال پوځ ] به يوه ستاسې په برخه شي او تاسې غوښتل، چې (بې وسلې) كاروان په لاس درشي (او پرې برلاسي شئ )؛خو خداى غواړي،چې حق په خپلو كلمو ثابت او غښتلى كړي او د كافرانو جرړه پرېكړي (؛نو ځكه يې ستاسې د غوښتنو پر خلاف د قريشو له لښكر سره ونښلولئ او هغه ستر برى مو په برخه شو)؛ (183)*

زه اوس د قريشو د وژنې ځاى وينم، چې درانه زيانونه ور اوښتي دي. د اسلام ټولي د پېغمبر اکرم په مشرۍ حرکت وکړ او د "بدر" اوبو ته نژدې يې سنګر ونيو.



د دښمن پر احوال ځان پوهول

سره له دې،چې ننني جنګي دودونه له پخوانيو هغو سره خورا توپير لري؛ خو د استخباراتو ارزښت او ځان د دښمن پر رازونو،جنګي فنونو او د سرتېرو پر استعداد پوهول، تر پخوا هم زيات شوي دي؛البته نن هر هېواد استخباراتي روزنې او ښوونې لري او دې کار ته يې پوهنتونونه جوړ كړي دي. نن ستر هېوادونه خپل پرمختګ د استخباراتي چارو پايله بولي؛ او ځكه خپلې استخباراتي شبكې ورځ تربلې زياتوي؛نو ځكه د اسلام پوځي ستنه په داسې ځاى كې كېښوول شوه، چې د هر ډول پوځي رازونو د رابرسېرېدو مخنيوى وشو. بېلابېلو ډلو د قريشو او كاروان په باب د استخباراتو پر لاس ته راوړو لاس پورې كړ،چې رارسېدلي استخبارات داسې  وو:

الف: لومړى پېغمبر اکرم په خپله له يو ننګيالي سرتېري سره ووت، چې يو كلي ته ورسېدل.د ټبر مشر ته ورغلل او ورته يې وويل:(( له قريشو،"محمد" او يارانو يې څه خبر لرئ؟))

  ورته يې وويل: ((خبر رارسېدلى،چې "محمد" او ياران يې پردې ورځ له مدينې راوتلي دي؛ نو كه خبريال رښتيا ويلي وي؛ نو هغه او ياران  به يې اوس په داسې ځاى كې وي (هماغه ځاى يې  چې د اسلام پوځي ټولي پکې مورچل نيولى و) او همداسې خبر رارسېدلى، چې "قريش" پر داسې ورځ له مکې راوتلي دي او كه خبريال رښتيا ويلي وي؛ نو اوس بايد پلانۍ سيمې ته رارسېدلي وي (هغه ځاى، چې قريشو پکې اړولې وو) ))

ب: د حضرت علي په مشرۍ د ګزمې ټولى جوړ شو،چې حضرت "زبير بن عوام" او حضرت "سعد بن ابي وقاص" هم پکې وو.

 د بدر د اوبو غاړې ته ورغلل، چې ځان په خبره ښه پوه كړي؛دا سيمه د استخباراتو د بدلولو ځاى و. دې ټولي دوه مريان ونيول،چې د اوبو وړونکي اوښان ورسره وو او پېغمبر اکرم ته يې بوتلل. تر پلټنې وروسته پوه شول: يو د "بني الحجاج" و او بل د "بني العاص" مريى و او دنده يې درلوده،چې  قريشو ته اوبه  ورسوي.

پېغمبر اکرم وپوښتل:(("قريش" چېرې دي؟))

  ورته يې وويل:((د هغه غره شاته دي،چې پردې دښتې پروت دى.))

 بيا يې د سرتېرو د شمېر په باب وپوښت. ويې ويل: (( سم شمېر يې راته نۀ دى معلوم.))

 وپوښتل شول: ((د ورځې څو اوښان وژني؟ )) يو يې لس او بل نهه اوښان وويل.

 پېغمبر اکرم وويل:((شمېر يې له نهه سوه تر زرو پورې دى.))

 بيا يې د هغوى د مشرانو په باب وپوښت. ورته يې وويل: (( "عتبه بن ربيعه"، "شيبه ربيعه"، "ابوالبختري بن هشام"، "ابوجهل بن هاشم"، "حكيم بن خرام" او "اميه بن خلف" او.... دي.))

 پېغمبر اکرم په دې وخت كې اصحابو ته وويل: ((د مکې ښار خپل  څيرلى  ځيګر بهر راغورځولى دى.))

 بيا يې حکم وكړ دا دوه تنه بنديان کړئ،چې نورې پوښتنې هم ترې وشي.(184)*

ج: دوو تنو ته دنده وسپارل شوه، چې د بدر كلي ته ورننوځي او ځان د كاروان پر احوال پوه كړي؛هغوى ولاړل او د اوبو په څنګ كې داسې كېناستل،چې ګواكې تږي دي او اوبو څښلو ته راغلي دي. له نېكه مرغه د اوبو پر غاړه دوو ښځو سره خبرې كولى. يوې بلې ته وويل:(( پور مې ولې نۀ راكوې؟ ښه پوهېږې،چې اړمنه يم.)) بلې ورته وويل: ((سبا يا بله ورځ كاروان رارسي او زه هم كاروان ته كار كوم، چې راغى؛ نو پور به دې دركړم.))

دا دواړه ددې خبر پر اورېدو خورا خوشحاله شول او ځان يې پېغمبر اکرم ته  ورورساوه او،چې څه يې اورېدلې وو،پېغمبر اکرم ته وويل؛ اوس آنحضرت (ص) ددې اطلاعاتو په درلودو،د كاروان د راتګ پر مهال پوه شو؛نو په کار ده تيارى ونيسي.


ابوسفيان څرنګه له جګړې وتښتېد؟

"ابوسفيان"،چې د كاروان مشر و او د تګ پر مهال پرې مسلمانانو بريدكړى و؛پوهېده چې په راتګ كې به هم پرې بريد وكړي؛ نو ځكه يې د اسلام له واکمنۍ په لرې سيمه کې كاروان دمه كړ او په خپله په خبره د ځان پوهولو لپاره د "بدر" كلي ته ننووت. هلته يې "مجدى بن عمرو" وليد، ورته يې وويل:((په دې شاوخوا كې خو دې  كوم شکمن سړى نۀ دى ليدلى؟))

  ورته  يې وويل:((داسې كوم څيز،چې زما شك پرې راشي،نۀ مې دى ليدلى،يوازې دوه اوښ سپاره مې وليدل،چې دلته راغلل،اوښان يې څملول، اوبه يې وڅښلې او بېرته ولاړل.))

 "ابوسفيان" د ابو غاړې ته راغى او د اوښ بچې،چې هلته پرتې وې،را واخېستې او ويې چولې،چې پکې يې د کجورې زړى وكوت او ډاډمن شو دا كسان د مدينې وو؛نو په بيړه يې ځان كاروان ته ورساوه او د كاروان د تګ لار يې بدله كړه او دوه يې خپلې او دوه پردۍ كړې او په بيړه يې ځان د اسلام له واكمنې سيمې وايست او يوه كس ته يې دنده وركړه،چې قريشو ته خبر ورسوي،چې كاروان د مسلمانانو له يرغله بچ شوى او پر كومه،چې راغلي ياست،پر هماغې ستانه شئ او د "محمد" کار دې خپله عربو ته پرېږدي.



د كارون له بچ كېدو د مسلمانانو خبرېدل

مسلمانانو ته د كاروان د تېښتې خبر راورسېد.ځينې، چې سوداګريز مال ته يې سترګې خړې كړې وې خورا خپه شول. خداى يې د زړونو ټينګښت ته دا آيت نازل كړ.(185)*

انفال ٧ آيت:  او (درياد كړئ) چې كله خداى له تاسې سره وعده وكړه، چې له دوو ډلو [= د قريشو سوداګريز كاروان يا د هغوى وسلوال پوځ ] به يوه ستاسې په برخه شي او تاسې غوښتل، چې (بې وسلې) كاروان په لاس درشي (او پرې برلاسي شئ )؛ خو خداى غواړي چې حق په خپلو كلمو ثابت او غښتلى كړي او د كافرو جرړه پرې كړي (؛ نو ځكه يې ستاسې د غوښتنو پر خلاف د قريشو له لښكر سره و نښلولئ او هغه ستر برى مو په برخه شو)؛


په قريشو كې د نظر اختلاف

کله چې يې د "ابوسفيان" استازي پېغام د ټبر مشرانو ته ورساوه؛نو تر منځ يې عجيبه اختلاف راپيدا شو.

د "بني زهره" او "اخنس بن شريق" ټبرونه له خپلو هم ژمنو سره بېرته ستانه شول؛ځكه و يې ويل:((زموږ مطلب د "بني زهره" د تجارتي مال ساتل وو، چې دا كار شوى دى.))

 طالب د "

ابوطالب" زوى،چې قريشو په زور له ځان سره راوستى و،د خولې تر جګړې وروسته په دې خبره بېرته وګرځېد،چې د بني هاشمو زړونه له "محمد" سره دي.

د "ابوجهل" نظر له "ابوسفيان" سره توپير درلود؛ځكه "ابوجهل" ټينګار كاوه:موږ بايد د بدر سيمې ته ولاړ شو او هلته درېو ورځې پاتې شو،اوښان حلال كړو،شراب وڅښو او نجونې وګډو،چې د ځواک ډندوره مو د ټولو عربو غوږو ته ورسي،چې بيا راته څوك هسک و نۀ ګوري.

د "ابوجهل" غولوونكيو خبرو د قريشو مشران دې ته راوهڅول،چې له دې ځايه ولاړ شي او پر هغه لوړه واړوي،چې د دښتې شاته پرته ده. ډېر سخت باران وورېد او د قريشو د پرمختګ مخه يې ونيوه؛خو باران د بېديا پر ځوړي (العدوه الدنيا) چې رسول اکرم پکې اړولى وو، هېڅ ناوړه اغېز ونۀ کړ.

"بدر" يوه پراخه سيمه ده،چې جنوبي برخه يې لوړه (العدوه القصدى) او شمالي برخه (العدوه الدنيا) يې ټيټه ده. په دې پراخه دښته كې خورا زياتې اوبه وې،چې تل د كاروانو دمه ځاى و.

حضرت "حباب بن منذر"، چې كار ازمېيلى او تجربه كار سړى و، پېغمبر اکرم ته و ويل:((د خداى په حکم مو دلته اړولي او كه دا ځاى مو جګړې ته مناسب ليدلى دى؟))

 آنحضرت (ص) ورته وويل:((په دې باب د خداى له لوري ځانګړى حکم نۀ دى راغلى،كه كوم بل مناسب ځاى دې په نظر كې وي؛نو ووايه او كه د جنګي غوښتنو اړتيا وي،چې ځاى بدل كړو.))

حضرت حباب وويل:(( سلا دا ده،چې د هغو اوبو څنګ ته واړوو، چې دښمن اړولي او بيا يې غاړې ته ډنډ جوړ كړو،چې څارويو او ځان ته اوبه ولرو.))

   د پېغمبر اکرم دا نظر خوښ شو او د حركت حکم يې وركړ. دا پېښه جوتوي،چې پېغمبر اکرم په ټولنيزو چارو كې سلامشورې او د عامه افكارو پامنيوي ته خورا ارزښت وركاوه.(186)* "عريش" يا د بولندويۍ برج

حضرت "سعد بن معاذ" رسول اکرم ته وويل:((غوره به دا وي، چې پر لوړه غونډۍ درته څپرګى جوړ كړو، چې ټول ميدان مو تر سترګو لاندې وي او ساتندويان يې وساتي او د مشر حکم يوازې ځانګړي وګړي بولندويانو ته ورسوي، پردې سربېره،كه د اسلام لښكر دا جګړه وګټله؛نو ډېره به ښه وي او كه يې بايلوده او ووژل شول؛نو د خداى استازيه! تۀ او ساتندويان به دې په يو لړ "ځنډنيو" عملياتو د دښمن د پرمختګ مخه ونيسئ او ځان به پر تېزو اوښانو مدينې ته ورسوئ،هلته خورا مسلمانان دي،چې زموږ له حاله بې خبره دي او كه خبر شول؛نو هرومرو به ستاسې ملاتړ وكړي او کومه ژمنه، چې يې درسره كړې،تر وروستۍ سلګۍ به پرې ودرېږي.))

رسول اکرم حضرت "سعد بن معاذ" ته دعا وكړه او حکم يې وكړ، چې د بولندويۍ مركز د غر له پاسه جوړ كړئ.


د قريشو حركت

د هجرت پر دويم كال د رمضان مياشتې اولسمه وه،چې "قريش" د شګو له غونډۍ "بدر" ته راكوز شول، پر قريشو چې د پېغمبر اکرم سترګې ولګېدى؛نو اسمان ته يې وكتل او ويې ويل:(( خدايه! "قريش" په كبر تا او ستا د پېغمبر نۀ مني.خدايه! د مرستې ژمنه دې،چې كړى؛نو نن يې عملي كړه او هلاك يې كړه.))



د قريشو شورا

د قريشو لښكر د بدر په يوه سيمه كې راټول شو؛خو د مسلمانانو له ځواک او شمېره خبر نۀ وو،د مسلمانانو د سرتېرو پر شمېر پوهېدو ته يې "عمير بن وهب" ته دنده وركړه،چې د شمېر په اټکل كې ماهر و. هغه په خپل اس د مسلمانانو د لښكر له غونډه تاو راتاو شو او بېرته ستون شو او راپور يې وركړ،چې د مسلمانان شمېر د 300 په شاوخوا كې دى او و يې ويل:((بايد يو بل چكر هم ووهم،چې ووينم د غونډ شا ته يې نور مرستندويان شته او كه نۀ؟)) هغه ټوله دښته کچ كړه، پاس ولاړ، لاندې راغى او بوږنوړى خبر يې يووړ او ويې ويل:((مسلمانان مرستندوى تازه دمي سرتېري نۀ لري؛خو داسې كسان مې وكتل، چې تاسې ته يې له مدينې د مرګ سوغات راوړى دى؛يوه ډله مې وليده،چې بې له خپلو تورو بله پناه نۀ لري او څو يې په تاسې كې يو نۀ وي وژلى؛مړ به نۀ شي او چې په خپل شمېر يې دركې ووژل؛نود دې جګړې ګټه به څه وي؟ نور تاسې پوهېږئ،چې څه هوډ کوئ.)) (187)*

"واقدي" او "مجلسي" رانقل كړي:(( نۀ ګورئ، چې چوپ دي او خبرې نۀ کوي،اراده او هوډ يې له څېرو څرګندېږي،د وژونكي او زهرجن مار په څېر ژبې په خولو كې چور لوي.)) (188)*


په قريشو كې درز

د “عمير بن وهب” خبرو په قريشو كې غوغا ګده كړه. د اسلام د دښمن پر لښكر له وېرې رپ ولګېد.

 "حكيم بن حزام" ، "عتبه" ته  ورغى او ورته يې وويل:((عتبه! تۀ د قريشو ښاغلى يې،"قريش" د خپلو سوداګريزو مالونو ساتلو ته راوتلي وو، چې په دې كار كې كامياب شوي دي او بې د "خضرمي" له ديت او د هغو مالونو له بيې، چې مسلمانانو مخکې چور كړي وو،تاسې يې ديت له خپل لوري وركړئ او له "محمد" سره له جګړې ډډه وكړه.))

 د "حكيم" خبرو پر "عتبه" څه عجيبه اغېز وكړ. هغه پاڅېد او خپلو خلكو ته يې وويل: (( خلكو! تاسې د "محمد" كار عربو ته وسپارئ،عرب به د دين ټغر راټول كړي او د ځواک رېښې به يې پرې کړې؛ نو موږ به يې هم له شره خلاص شو او كه "محمد" په دې لار كې بر لاسى شو؛ نو له لوري يې موږ ته شر راو نۀ رسي؛ځكه موږ ورسره ځواکمنۍ سره سره له جګړې ډډه وكړه؛نو ښه به وي،له كومې لارې،چې راغلي يو،پر هماغې ستانه شو.))

 حكيم د عتبه نظر "ابوجهل" ته ورساوه. ګوري،چې هغه د زغرې اغوستو په حال كې دى."ابوجهل" په خبرو يې سخت غوسه شو. "ابوجهل" يو تن د "عمرو خضرمي" ورور،"عامر خضرمي" پسې ولېږه او پيغام يې ور واستاوه،چې هم ژمني دې؛يعنې "عتبه"،خلك ستا د ورور له ديت اخېستو ژغوري،تا د خپل ورور وينه په خپلو سترګو ليدلې ده،پاڅېږه او هغه تړون،چې قريشو دې له ورور سره كړى و،خلكو ته ورپرياد كړه او په خلكو كې خپل ورور ته وير او ژړا وكړه. ابوعامر پاڅېد او سر يې لوڅ كړ او په چغو چغو يې وويل:(( وای عمره! وای عمره!))

د ابوعامر چغو،سورو او وير، د قريشو په رګونو كې د غيرت وينه راوخوټوله او "قريش" يې جګړې ته هوډمن كړل او پر ټولو يې د "عتبه" نظر شا ته واچاوه او په خپله عتبه هم،چې د جګړې مخالف و،د خلكو د احساساتو تر اغېز لاندې راغى،ناڅاپه پاڅېد،د جګړې جامې يې واغوستى او ځان يې جګړې ته چمتو كړ.(189)*

ځينې وخت احساسات او بې بنسټه راپارونې،د عقل رڼا تتوي او له انسانه لار ورکوي،هغه سړى چې د سولې پلوى و،داسې احساساتي شو، چې د جګړې د ډګر مخکښ شو.



جګړه هرومرو کېدونکې ده

"اسود مخزومي"تريخ سړى و، سترګې يې د مسلمانانو پر جوړ كړي ډنډ ولګيدې ، ژمنه يې وكړه،چې له دې درېو چارو به يوه هرومرو كوي:((يا به له ډنډه اوبه څښي او يا به يې خرابوي او يا به وژل كېږي؛د مشركانو له ليكې راووت او د ډنډ پر غاړه د اسلام  له ستر افسر حضرت "حمزه" سره مخ شو. دواړه لاس و ګريوان شول، حضرت"حمزه"يې په يوه ګوزار پښې ورغوڅې كړې. "اسود مخزمي" د  خپل ځېل د ترسره كولو لپاره؛ ځان د اوبو ډنډ ته ورنږدې كړ،چې اوبه وڅښي؛خو حضرت "حمزه" په يو بل ګوزار په اوبو كې وواژه،چې دې پېښې جګړه هرومرو کېدونې كړه؛ځكه د يوې ډلې هڅونې ته بې له وينې تويونې بله چاره نۀ شته.(180)



لاس پر لاس نښته

په جګړه كې د عربو  پخوانى دود و،چې لاس پر لاس به پېلېده او بيا به غځېده. د "اسود مخزومي" تر وژل كېدو وروسته، د قريشو درې ننګيالي جګړې ته راووتل او جګړې ته يې جنګيالي وغوښتل، ("عتبه" او ورور يې "شيبه" د "ربيعه زامن" او "وليد" د "عتبه" زوى) دا درې تنه په وسله سمبال او پر خپلو اسونو سپاره ډګر ته راغلل.

 د مسلمانانو له لښكره درې ننګيالي سرتېري ("عوف"، "معوذ"، "عبدالله رواحه") ډګر راغلل. عتبه چې پوه شو چې د مدينې ځوانان دي؛ نو ورته يې وويل: (( موږ له تاسې سره كار نۀ لرو.))

بيا يو تن چغه كړه:((محمده! هغه څوک راولېږه، چې زموږ له ټبره او انډول مو دي.))

 پېغمبر اکرم، حضرت عبيده، حضرت "حمزه" او حضرت علي ته مخ كړ او ورته يې وويل:(( پاڅېږئ !))

دوى هم ځان په وسله سمبال كړ او د جګړې ډګر ته يې ورودانګل. درېواړو ځانونه معرفي كړل. عتبه درېواړه مبارزې ته ومنل او ويې ويل: (( دوى زموږ سيالان دي.))

ځينې وايي،چې:((په دې جګړه كې هر يو سرتېرى خپل سيال ته ورغاړېووت: حضرت علي،چې تر ټولو تنكى و؛ له وليد (د معاويه ماما) سره ونښت. منځنى،چې پکې حضرت "حمزه" و؛ له "عتبه" سره ونښت (چې د "معاويه بن ابوسفيان" د مور له لوري نيكه و) او حضرت "عبيده"، چې په دې ټولو كې زوړ و؛ له خپل همزولي "شيبه" سره لاس و ګرېوان شو.))

خو "ابن هشام" و ايي:(( د "حمزه" سيال، شيبه و او د عبيده، عتبه و.))

 اوس بايد وليدل شي، چې په دې دوو نظرونو كې كوم يو سم دى؟

د لاندې مطلب تر پوهېدو وروسته به پوه شو، چې كوم يو سم دى .

1 _  تاريخ پوهان وايي:(( حضرت علي او حضرت "حمزه" په هماغه لومړۍ شېبه كې خپل سيالان له منځه يووړل او بيا دواړه د حضرت "عبيده" مرستې ته ورغلل او د هغه سيال يې وواژه.)) (181)* 

2_ حضرت علي په يو ليك كې "معاويه بن ابوسفيان" ته ليكلي وو:

(( هغه توره، چې يوه ورځ مى پرې ستا نيكه (عتبه د هنده پلار، هنده د معاويه مور) ستا ماما (وليد د عتبه زوى) او ستا ورور ("حنظله") وژلى وو؛ اوس هم راسره ده.))؛يعنې اوس هم د پخوا په څېر هماغسې زړور او زورور يم. (182)*

دا ليك راښيي حضرت علي د "معاويه بن ابوسفيان" د نيكه په وژلو كې لاس درلود او بل خوا پوهېږو حضرت "حمزه" او حضرت علي خپل سيالان په هماغه لومړۍ شېبه كې ووژل؛نو چې د حضرت "حمزه" سيال د معاويه نيكه (عتبه) وي؛نو حضرت علي نور نۀ شي ويلاى : معاويه! نيكه دې زما په توره ووژل شو؛نو له ناچارۍ بايد داسې ووايو د حضرت "حمزه" سيال "شېبه" و او د "عبيده" سيال "عتبه" و، چې "حمزه" او علي د خپلو سيالانو تر وژلو وروسته په عتبه پسې ولاړل او  و يې واژه.


د لوى بريد پيلېدا

د قريشو ننګيالو وژنه ددې لامل شوه،چې لوى بريد پېل شي. د قريشو ډله ييز يرغل پېل شو. پېغمبر اکرم د بولندوى له سنګره  امر وكړ، چې له بريده ډډه وكړئ او يوازې په غشيو د دښمن د پرمختګ مخه ونيسئ. بيا د بولندويۍ له سنګره کېووت او په خپله امسا يې د سرتېرو ليكي منظمې كړې،چې په دې وخت كې "سواد بن عزيه" د سرتېرو په ليكه كې مخکې درېدلى و، پېغمبر اکرم په خپله تعليمي امسا پر ګېډه وواهه او و يې ويل:(( د سر تېرو له ليكې مخکې مۀ درېږه!)) په دې وخت كې سواده وويل:(( زه دې په ناحقه ووهلم او قصاص غواړم.))

 پېغمبر اکرم بې ځنډه خپله لمن جګ كړه، ويې ويل:(( راشه غچ دې واخله! ټولو د پېغمبر اکرم غبرګون ته كتل.))

 سواد راغى او د پېغمبر اکرم سينه يې ښکل كړه او د پېغمبر اکرم لاسونه يې له غاړې تاو کړل ويې ويل:(( مطلب مې دا و،چې د ژوند په وروستۍ شېبه كې مو سينه ښکل كړم.)) (183)*

بيا پېغمبر اکرم د بولندويۍ سنګر ته ولاړ او له ايمانه په ډك زړۀ يې د خداى درشل ته مخ كړ او و يې ويل:((خدايه! كه دا ډله نن هلاكه شوه؛ نو پر ځمكه به بيا هيڅوك هم ستا عبادت و نۀ کړي.)) (184)*

د لوى بريد ځانګړنې تر يوه حده په تاريخ كې ثبت شوي؛ خو دا څرګنده ده،چې پېغمبر اکرم به د بولندويۍ له سنګره راكوزېده او مسلمانانو ته يې لازمې لارښوونې كولې،چې يو ځل يې د مسلمانانو په منځ كې په لوړ غږ وويل:((قسم پر هغه خداى،چې د "محمد" ژوند يې په لاس كې دى،چا چې نن له سړې سينې كار واخېست او صبر يې وكړ او جګړه يې يوازې د خداى لپاره وي او په دې لار كې ووژل شي؛ نو خداى به يې جنتي كړي.))

د پېغمبر اکرم خبرو پر سرتېرو دومره اغېز وكړ، چې ځينو غوښتل له واره شهيدان شي؛نو ځكه يې د جګړې جامې واېستې او مخ پر جګړه ته يې منډې كړې. حضرت "عمير حمام" رسول اکرم وپوښته:(( زما او د جنت ترمنځ څومره واټن دى؟))

 د خداى رسول ورته وويل:(( له كفر سره مبارزه.))

 څو كجورې يې درلودې،چې لرې يې ګوزارې كړې او د جګړې ډګر ته يې ور ودانګل.

 بيا پېغمبر اکرم يو موټى خاورې راواخېستې او د قريشو پر لور يې وشيندلې، و يې ويل:(( مخونه مو تور شه!)) (سيرۀ "ابن هشام" : ١/٦٢٨) او بيا يې د بريد حکم وكړ.

ډېر وخت لا نۀ و تېر،چې پر مسلمانانو د بري لمر راوخوت، دښمن پر بډو د تېښتې ګوتې ووهلې. د اسلام سرتېري،د ايمان په زور جنګېدل؛نو ځكه له څه نۀ ويرېدل او هيڅ  شي بې هم د پرمختګ مخه نۀ شوه نيواى.



د حقوقو رعايت

د دوو ډلو د حقوقو رعايتول لازم وو: يوه هغه، چې په مكه كې يې له مسلمانانو سره نېكي او ښه كړي وو؛لكه "ابي البختري"،چې  له مسلمانانو سره يې د اقتصادي چاپېربندۍ په لرې كولو كې خورا كوښښ كړى و او بله ډله هغه، چې په زور له مكې جګړې ته راوستل شوي وو؛خو د زړۀ له كومې د اسلام د پرمختګ پلويان وو؛لكه ډېرى "بني هاشم"؛ لكه "عباس" د پېغمبر اکرم تره او دا،چې د اسلام پېغمبر د رحمت پېغمبر و؛نو حکم يې وركړ ددې دوو ډلو د وينې له تويولو دې ډډه شي.


د امية بن خلف وژل كېدل

"امية بن خلف" او زوى يې حضرت "عبدالرحمن بن عوف" نيولي و او دا،چې هغه او حضرت "عبدالرحمن بن عوف" سره دوستان وو؛نو و يې غوښتل ژوندى يې د جګړې له ډګره وباسي،چې په اسيرانو كې  راشي.   

حضرت "بلال" حبشي پخوا د "اميه" مريى و او دا،چې حضرت "بلال" په مريتوب كې ايمان راوړى و او "اميه" ډېر سخت ځورولى و؛هغه به حضرت "بلال" پر ګرمو شګو څملاوه او پر سينه يې ورته غټ ګټ اېښود،چې له اسلامه يې واړوي،چې د حضرت  "بلال" ځواب به "احد" ، "احد" و.  حضرت "بلال" په همدغې ظلم او تېري كې شپې او ورځې  سبا كولې، چې حضرت "ابوبكر" واخېست.

 د بدر په جګړه كې د حضرت "بلال" سترګې پر"اميه" ولګېدې او ګوري،چې حضرت "عبدالرحمن بن عوف" يې پلوي كوي؛نو په مسلمانانو يې چغې كړى:(( د خداى يارانو! "اميه" د كفر له مشرانو دى،چې بايد ژوندى پاتې نۀ شي))؛پر "اميه" له هر لوري مسلمانان راټول شول او  له زوى سره يې وواژه.

پېغمبر اکرم امر وكړې و، چي "ابوالبختري" چې د اقتصادي چاپېربندۍ په ماتولو كې يې له بني هاشمو سره مرسته كړې وه،بايد ونۀ وژل شي. ( طبقات: ٢/٢٣)حضرت "مجذر"  يو مسلمان، "ابوالبختري" نيولى و او غوښتل يې ژوندى يې پېغمبر اکرم ته وسپاري؛خو هغه هم ووژل شو.



د اوختيو زيانو کچه په دې جګړې كې 14 تنه مسلمانان او 70 تنه "قريش" ووژل شول او 70 تنه هم اسيران شول، چې مشران يې دا وو:

"نضر بن حارث"،"عقبه بن ابي محيط"،"ابوغره"،"سهيل بن عمرو"، "عباس" او "ابوالعاص".

وګورئ: (د "ابن هشام" سيره : ٢/ ٧٠٦- ٧٠٨؛ د واقدي و مفازي: ١/ ١٣٨ – ١٧٣)

د بدر شهيدان د جګړې د ډګر په ګوټ كې خاورو ته وسپارل شول،چې اوس يې هم قبرونه پاتې دي.

 بيا پېغمبر اکرم امر وكړ،چې د قريشو مړي راټول كړي او په څاه كې يې واچوئ؛چې د "عقبه" مړى يې څاه ته ووړ؛ نو د زوى (ابوحذيفه) سترګې پر پلار ولګېدى،چې رنګ يې له اوختى و.

 پېغمبر اکرم پرې پوه شو او ورته يې وويل:(( آيا شکمن يې؟)) ابوحذيفه: نۀ؛خو په خپل پلار كې مې علم،فضل او صبر ليدلى و او ګومان مې كاوه، چې دا لاملونه به يې اسلام ته راكاږي؛خو اوس ګورم، چې ګومان مې ناسم و.))

هغوى تر تاسې ښه اوري

د بدر جګړه پاى ته ورسېده. د قريشو 70 تنه ووژل شول او 70 تنه يې اسيران او نورو دوه خپلې او دوه پردۍ كړې.

 رسول اکرم حکم وكړ،چې د مشركانو مړي په څاه كې واچوئ،چې واچول شول؛نو پېغمبراکرم هر يوه ته په خپل نامه غږ كړ:

(( "عتبه"،"شيبه"، "اميه"،"ابوجهل" ! .... آيا خداى،چې څه ژمنه دركړې وه،ومو ليده؟ ما خو څه چې خداى ژمنه راكړې وه،حق وليده.))

 په دې وخت كې ځينو مسلمانانو رسول اکرم ته وويل:(( ايا له مړيو سره خبرې كوئ؟ ))

 پېغمبر اکرم وويل: ((هغوى تر تاسې ښه اوري؛خو يوازې ځواب نۀ شي ورکولاى.))

"ابن هشام" وايي:

 ((پېغمبر اکرم وويل:" تاسى څومره د پېغمبر اکرم بد خپلوان وئ،زه مو دروغجن ګڼلم او نه مو منلم؛خو نورو ومنلم. زه مو له وطنه وشړلم؛خو نورو ځاى راكړ. جګړه مو وكړه او نورو مې مرسته وكړه.آيا څه چې خداى درسره ژمنه کړې وه،حق مو وليده؟"))



شعر مطلب ته د ابديت رنګ وركوي

له مړيو سره د پېغمبر اکرم خبرې،سني او شيعه محدثينو او تاريخپوهانو راخيستې او "حسان بن ثابت" د رسالت د وخت شاعر د بدر جګړې ته يوه قصيده ويلې چې دې حقيقت ته يې پکې اشاره كړې، چې ژباړه يې داده:

(( هغوى چې مو يو ځاى په څاه كې واچول. پېغمبر اکرم ورته وويل:" ايا زما كلام مو حق و نۀ موند او د خداى حکم په زړونو كې ځاى پيدا كوي؛ خو هغوى ځواب ورنۀ کړ او كه د خبرو كولو وس يې درلوداى؛ نو داسې به يې ورکاوه،چې هو:رښتيا دې وويل او ستا نظر پر حقه و.))

 له دې بله څرګنده خبره نۀ شته،چې پېغمبر اکرم وويل:(( تاسې تر هغوى ښه اورېدونکي نۀ ياست؛خو هغو د ځواب وس نۀ لري)):((ما انتم باسمع منهم)) او تر دې بله څرګنده خبره نۀ شته،چې پېغمبر اکرم هر يوه ته په خپل نامه غږ وكړ او د ژونديو په څېر خبرې يې ورسره وكړې؛نو هېڅ مسلمان حق نۀ لري ووايي دا پېښه نۀ منم.)) (186)*



د بدر په غزا پسې

ډېر اسلامي تاريخپوهان ګروهمن دي،چې په بدر كې لاس په لاس او ډله ييز بريد تر ماسپښينه و او د جګړې اور هله مړ شو، چې قريش وتښتېدل او پېغمبر اکرم د شهيدانو تر ښخولو وروسته،د مازدګر لمونځ وكړ او له لمر پرېواته مخکې له هغه ځايه ولاړ.

په دې وخت كې پېغمبر اکرم د خپلو يارانو له لومړي اختلاف سره مخ شو؛هغوى د غنيمت پر ويشلو وران شول او هر چا ځان غوره ګانه؛ د بولندويۍ سنګر ساتندويانو ويل،چې:((موږ پېغمبر اکرم ساته او كوم عمل به تر دې غوره وي؟)) غنيمت راټولوونكيو هم ځان تر نورو غوره باله او هغوى،چې په تښتېدليو دښمنانو پسې شوي وو او د غنيمت راټولوونكيو ډلو ته يې د غنيمت راټولو لار پاکه كړې وه،ويل:((موږ تر ټولو وړ يو.))

 لښكر ته دا ډېره بده ده، چې د ډلګيو ترمنځ يې اختلاف او درز راشي. پېغمبراکرم د راپېښې ستونزې هواري ته ټول غنيمت "عبدالله بن كعب" ته وسپاره او ځينو ته يې دنده وركړه،چي د غنيمت په راوړو كې ورسره مرسته وكړي، چې بيا چاره يې وسنجوو.

 د عدالت او انصاف قانون خو وايي،چې ټول لښكر په دې غنيمت كې يو هومره برخه ولري؛ځكه ټولو په جګړه كې ونډه درلوده او يوې ډلې هم بې د بلې ډلې له مرستې،پرمختګ نۀ شو كړاى؛نو ځكه پېغمبر اکرم غنيمت پر ټولو برابر ووېشه او شهيدانو ته يې هم برخه بېله كړه، چې د هغوى كورنۍ ته يې وركړي.د پېغمبر اکرم دې عمل حضرت "سعد بن ابي وقاص" غوسه كړ او پېغمبر اکرم ته يې وويل:(( زه چې د "بني زهره" له مخورو يم، د مدينې له باغوالو او اوبوالو سره دې يو شان وګڼلم؟))

  پېغمبر اکرم سخت غمجن شو او ويې ويل:(( له دې جګړې زما موخه د زورورو پر وړاندې د بېوزليو دفاع او ملاتړ دى. زه دې ته رالېږل شوى يم،چې له هر ډول توکمپالنې او موهوماتو سره مبارزه وكړم او خلكو ته د قانون پر وړاندې د ټولو يو رنګوالى وښيم.))


په لار كې د دوو اسيرانو وژل كېدل

په لار كې يې پېغمبر اکرم ته اسيران راوستل. د "صفراء" په تنګي كې "نضر بن حارث" اعدام شو، چې د پېغمبر اکرم له سختو دښمنانو و ا و په "عرق الظبيه" كې "عقبه بن ابي معيط" د پېغمبر اکرم په حكم ووژل شو.(187)*

اوس پوښتنه دا ده، چې د اسلام حکم د جنګي اسيرانو په باب دا و،چې اسيران د مسلمانانو او مجاهدينو مريان دي او په مناسبه بيه په بازار كې پلورل كېږي؛نو ولې پېغمبر اکرم له دې دوو سره بيل چلن وكړ؟هغه پېغمبر چې د بدر د اسيرانو په باب يې مسلمانانو ته وويل: (( له اسيرانو سره نېكي وكړئ.)) (188)*؛نو ولى يې د دوى په باب داسې پرېکړه وکړه؟ "ابوعزيز" (د بدر په جګړه كې د قرېشو بيرغوال) وايي:(( له هغې ورځې چې پېغمبراکرم د اسيرانو سپارښتنه کړې وه؛نو زموږ درناوى يې كاوه.تر څو يې موږ نۀ وو ماړه كړي؛په خپله يې خوړو ته لاس نۀ ووړ))؛نو له دې خبرو پوهېږو،چې ددې دووتنو وژل د اسلامي عمومي مصالحو له مخې وو، نۀ غچ اخېستنې؛ ځكه هغوى د كفر مشران وو او د اسلام پر ضد يې نقشې اېستې او نورې قبيلې يې له اسلام سره مبارزې ته هڅولې؛نو پېغمبر اکرم ډاډ درلود كه دوى خوشې كړي؛نو بيا به هم خپلو خطرناكو هڅو لاس وانخلي.


مدينې ته پېغمبر اکرم د دوو تنو لېږنه

پېغمبر اکرم حضرت "عبدالله رواحه" او حضرت "زيد حارثه" ته دنده وركړه، چې ژر تر ژره  ځان مدينې ته ورسوي او پر مسلمانانو زېرى وكړي، چې اسلام بريالى شو او د كفر مشران؛ لكه "عتبه"،"شيبه"، "ابوجهل"، "زمعه"،"ابوالبختري"،"اميه"،"نبيه"،"منبه" او... وژل شوي دي.

دوى په داسې وخت كې مدينې ته ورسېدل،چې مسلمانان د پېغمبر اکرم د لور (د حضرت "عثمان" د مېرمنې) له ښخولو راستنېدل،چې په دې وخت كې د پېغمبر اکرم د لور د مرګ غم او د مسلمانانو د بري خوښۍ سره يوځاى شوې؛نو ځكه پر مشركانو،يهودانو او منافقانو د وحشت او وېرى رپ ولګېد؛ځكه تصور يې نۀ کاوه،چې مسلمانان به دومره لوى برى تر لاسه کړى او كوښښ يې كاوه په خلكو كې اوازه خپره كړي او ووايې،چې د مسلمانانو د برياليتوب خبره تشه  اوازه او دروغ ده؛خو چې د اسلام لښكر سرلوړى مدينې ته راننووت؛ نو ټول پوه شول،چې مسلمانان بريمن او سرلوړي راګرځېدلې دي.

 

د خپلو مشرانو له وژل كېدو د مکيانو خبرېده

"حيسمان خزاعي" لومړى تن و،چې مکې ته ورسېد او خلك يې د بدر له خونړۍ جګړې او د مشرانو له وژل كېدو خبر كړل.

"ابورافع"(چې په هغو ورځو كې د "عباس" مريى و او وروسته مسلمان شو) وايي:((په هغو ورځو كې،چې د اسلام لمر د "عباس" كور روښانه کړ؛ نو ما "عباس" او ښځې يې (ام فضل) اسلام منلى و؛خو له وېرې مو خپل ايمان پټ كړى و. چې د اسلام د دښمنانو د مرګ ژوبلې خبر راورسېد؛ نو موږ خورا خوشحاله شو؛خو "قريش"،يهودان او پلويان يې خورا زيات خپه وو.))

 "ابولهب" چې په دې جګړې كې ونډه  نۀ وه اخېستى او د خپل ځان پر ځاى يې بل څوک لېږلى و، د "زمزم" د چينې پر غاړه ناست و،چې  ناڅاپه خلكو خبر کړ: ابوسفيان راغى.

 "ابولهب" وويل:((ورته ووايه چې ژر را سره وګوري.))

 هغه راغى او د "ابولهب" په څنګ كې کېناست او د بدر کيسه يې ورته  ټكى په ټكى وكړه. کيسه نۀ وه،سم تندر و، چې پر "ابولهب" راپرېووت. "ابولهب" اوه ورځې تبې كولې او په ځانګړې ناروغۍ ومړ.

 د بدر په جګړه  د پېغمبر اکرم د تره "عباس"كې ونډه اخېستل د اسلام د تاريخ يو مشكل دى. هغه په دې جګړه کې د مسلمانانو اسير شو او بل خوا يې خلك د "عقبه" تړون كې د پېغمبر اکرم مرستې ته رابلل؛خو د دې تاريخي مشكل د حل لار د "عباس" د مريي "ابورافع" خبرې دي، چې وايي:((هغه د خپل ورور "ابوطالب" په څېر د پېغمبر اکرم پر دين پوره ايمان درلود؛خو د ورځنيو مصلحتونو غوښتنه وه،چې له خلكو ايمان پټ كړي او له دې لارې له خپل وراره سره مرسته وكړي او د دښمن له خطرناكو نقشو يې؛ لكه د  "احد" په جګړه كې مخکې له مخکې خبر ک ړي هغه لومړى تن و، چې پېغمبر اکرم يې د قرېشو له نقشې خبر كړ.))

 د 70 تنو د مرګ خبر د مكيانو پر  كورونو د غم ورېځې راخپرې کړې. (189)


په مكه كې پر وير او ژړا بنديز ولګېد

دا چې "ابوسفيان" خلك پارېدلي  او قارېدلي وساتي او تل د قريشو غچ اخستو ته چمتو وي؛نو امر يې وكړ:((څوك حق نۀ لري وير او ژړا وكړي او يا شعر ووايي.)) او د خلكو هڅونې ته يې اعلان وكړ: (( تر هغه، چې مو د قريشو غچ نۀ وي اخستى؛نو نارينه حق نۀ لري له خپلې ښځې سره كوروالى وكړي.))

په جګړه كې د "اسود مطلب"، درې زامن هم وژل شوي وو،چې د غم او غوسې په اور كې سوځېده.ناڅاپه يې د يوې ښځې د وير او ژړا غږ واورېد؛ نو خوشحاله شو او ګومان يې وكړ،چې مړيو ته ژړا ازاده شوه. يو كس يې ولېږه، چې پر خبره ځان پوه كړي. بيا خبر شو،چې د ښځې د ژړا لامل يې د اوښ وركېدل دي،چې د "ابوسفيان" د قانون له مخې پرې بنديز نۀ و. هغه خورا خپه شو او په هماغه وخت كې يې څو مصرع شعر ووايه، چې ژباړه يې داده:

 (( آيا هغه په خپل ورك شوي اوښ پسې ژاړي؟ د اوښ وركېدل يې د شپې خوب ته نۀ پرېږدي. نۀ! په دې ورځ كې دا سمه نۀ ده،چې هغه په خپل اوښ پسې وژاړي؛بلكي پکار ده په هغو مړيو پسې وژاړي،چې په مړينه يې عزت او عظمت له منځه ولاړل.)) (180)*



د بنديانو په باب وروستى هوډ

په دې جګړه كې اعلان شوه،چې لوستي اسيران دې اوو تنو ماشومانو ته ليك لوست زده كړي؛نو هله به ازاد شي او يا دې تر څلور زرو درهمو پورې وركړي، چې ازاد شي او نشتمن اسيران دې بې له فديي ازاد شي. دا خبر چې مکې ته ورسېد؛نو د اسيرانو په خپلوانو كې خوشحالي شوه. د هر اسير خپلوانو درهم راټول كړل او مدينې ته يې د خپل بندي خوشې كېدو ته ولېږل . "سهيل بن عمرو"،چې د فديې په وركولو ازاد شو؛نو ځينو مسلمانانو له پېغمبر اکرم نه وغوښتل،چې اجازه وركړي،د "سهل" مخکي غاښونه وباسي،چې د اسلام پر خلاف خبرې و نۀ کړاى شي.

 رسول اکرم اجازه ورنۀ کړه او ويې ويل:(( دا كار مثله كول دي،چې په اسلام كې روا نۀ دي.))

"ابي العاص" د پېغمبر اکرم زوم او د حضرت "زينب" مېړه، د مکې له شريفو او سوداګرو ځنې و،چې د جاهليت پر مهال يې د پېغمبر اکرم  له لور سره واده وكړ. ښځې يې اسلام راوړ؛خو په خپله يې اسلام را نۀ ووړ، د بدر په جګړه كې ونډه درلوده او اسير شو؛ ښځه يې "زينب" په مكه كې وه؛ نو د خپل مېړه ازادۍ ته يې هغه غاړه كۍ مدينې ته ولېږله،چې خپلې مور يې (خديجې بي بي) د واده په لومړۍ شپه ور ډالۍ كړې وه.

د پېغمبر اکرم سترګې، چې د خپلې لور پر غاړه كۍ ولګېدې؛نو ډېر سخت يې وژړل؛ ځكه د حضرت خديجې بي بي مرستې او فداكارۍ وريادې شوې، چې په ډېرو تنګسو كې يې خپل مال او شتمني د اسلام په لار كې لګولي وو.پېغمبر اکرم د مسلمانانو د مالونو د درناوي لپاره، خپلو يارانو ته مخ كړ او ويې ويل:((دا غاړه كۍ ستاسې ده او واک يې هم ستاسې دى. كه خوښه مو وي؛دا غاړه كۍ مه قبلوئ او "ابي العاص" بې فديي ازاد كړئ.))

 د پېغمبر اکرم  يارانو دا وړانديز ومانه او پېغمبر اکرم له "ابي العاص" سره ژمنه وكړه، چې "زينب" به ازاده كړي او مدينې ته به يې راولېږي. هغه هم په خپله كړې خبره ودرېد او په خپله يې هم اسلام راووړ.(181)*



د ابن ا بي الحديد معتزلي شافعي خبره:

"ابي الحديد" وايي:((د "زينب" کيسه مې خپل استاد "ابوجعفر بصري علوي" ته وکړه. هغه دا کيسه تصديق كړه او زياته يې كړه:"آيا د فاطمې مقام له "زينب" لوړ نۀ و؟ آيا غوره نۀ وه، چې خلفاوو د فاطمې خوشحالۍ ته "فدك" بېرته وركړې و؟ كه فرضا د فدك ځمكه د مسلمانانو وه؟))

 وايي: ما وويل:((د پېغمبر اکرم د روايت له مخې،"پېغمبران څه په ميراث نۀ پرېږدي." فدك د مسلمانانو ځمكه وه؛نو څنګه كېداى شي،چې پېغمبر اکرم به د مسلمانانو ځمكه خپلې لور ته وركړې وه.))

 استاد مې وويل:((مګر د "زينب" غاړه كۍ،چې د "ابوالعاص" ازادېدو ته رالېږل شوې وه، د مسلمانانو مال نۀ وه؟))

 وايي:((ما وويل:پېغمبر اکرم د شريعت خاوند و او د  حكم د تنفيذ چارې يې په لاس كې وې؛خو خلفاوو داسې اختيار نۀ درلود.))

 استاد په ځواب كې راته وويل:(( زه نۀ وايم،چې خلفاوو دې "فدک" په زور له مسلمانانو اخېستى واى او فاطمې ته دې يې وركړى واى. زه خو وايم:د وخت خليفه ولې مسلمانان پردې راضي نۀ کړل،چې فدك دې فاطمې ته وركړ شي؟ ولې يې د پېغمبر اکرم په څېر خپلو اصحابو ته و نۀ ويل:"خلكو! "فاطمه" ستاسې د پېغمبر لور ده،هغه غواړي د پېغمبر اکرم د وخت په څېر،چې د فدك خاونده وه، اوس يې هم خاونده شي؛ نو ايا حاضر ياست چې فدك فاطمې ته وركړئ؟!"))

 "ابن ابي الحديد" په پاى کې ليكي:((ما د خپل استاد ددې منطقي ځواب پر وړاندې هېڅ خبره نۀ درلوده او د هغه د خبرو لا پخلي ته مې وويل:"ابوالحسن عبدالجبار هم پر خلفاوو ستاسې په څېر نيوكه لري،كه څه هم د خلفاوو چلن د شرع له مخې و؛خو د "زهرا" درناوى پکې نۀ دى  شوى.)) (182)*


درويشتم څپرکى

د پېغمبر اکرم د ځيګر ټوټې (فاطمه بي بي) واده

د عربو  اشرافو خپلې لوڼې شتمنو او زورورو ته وركولې او كه داسې نۀ وو؛نو په اسانۍ يې زلمي ته د "نه" ځواب وركاوه.

د همدې دود له مخې،ځينو مخورو او اشرافو ټينګار کاوه، چې د پېغمبر اکرم له  لور فاطمې بي بي سره واده وكړي؛ځكه ګومان يې كاوه پېغمبر اکرم به په خپل كار كې سختي و نۀ کړي او د ناوې او د ناوې د پلار د زړۀ لاس ته راوړو ته لازم امكانات لري او بل خوا پېغمبر اکرم د حضرت "رقيه" او حضرت "زينب" په واده كې هم دومره سختي نۀ وه كړې؛خو هغوى له دې بې خبره وو،چې دا لور يې له نورو لوڼو سره له د ځمکې او اسمان توپير لري. دا هغه لور ده چې د مباهلې د آيت په نازلېدو د ستر مقام خاونده شوه. (183) 

مرکچيان په دې باب تېروتي وو. هغوى نۀ پوهېدل،چې د فاطمې انډول بايد داسې څوك وي،چې د فضيلت،تقوى،ايمان او اخلاص له مخې،د فاطمې په څېر وي او چې "فاطمه" د تطهير د آيت په نازلېدو له ګناه پاكه وشمېرل شوه؛نو مېړه يې هم بايد د هغې په څېر وي.

شتمني او ماديات د سيالۍ او انډول كچې نۀ دي . اسلام سره له دې، چې وايي خپلې لوڼې مو د هغوى سيالانو ته وركړئ؛خو اسلام سيالي، په ايمان او اسلام تفسير كړې ده.

پېغمبر اکرم د خداى له لوري مامور و، مرکچيانو ته ووايي،چې د فاطمې واده بايد د خداى په حکم وشي،چې هغه په دې عذر وړاندې کونه تر يوه حده له حقيقته هم پرده لرې كوله.د پېغمبر اکرم اصحاب پوه شول چې له فاطمې سره واده كول دومره اسان كار نۀ دى او يو سړى، چې څومره مادي شتمني هم ولري؛خو ورسره واده نۀ شي كړاى. د فاطمې مېړه بايد داسې څوک وي، چې د صدق،صفا، ايمان، اخلاص، مانا، فضايلو او اخلاقو له لوري،په پېغمبر اکرم پسې په لومړۍ ليکه كې ولاړ وي او دا ځانګړنې بې له علي (ک) په هېچا كې نۀ پيدا کېږي.

 ازمېينې ته يې حضرت علي(ک) وهڅاوه،چې د رسول اکرم پر لور مركه وكړي. (184)*

حضرت علي (ک) هم د زړۀ له كومې پردې كار راضي و؛خو مناسب وخت ته يې كتل،چې د مركې شرايط برابر كړي. حضرت علي په خپله رسول اکرم ته ورغى، چې له حيا  يې سر ټيټ نيولى و؛لکه چې خبره يې پر زړۀ ده؛خو حيا اجازه نۀ وركوي،چې و يې وايي. پېغمبر اکرم،حضرت علي په خبرو كړ.حضرت علي په سختۍ څو ټکي پر ژبه راوړل، چې رسول اکرم په مفهوم او مطلب پوه كړي.

دا ډول مركه د اخلاص او صميميت بېلګه او ښوونكې ده. تر اوسه يو روزنيز ښوونځي هم داسې ازادي نۀ ده ښوولې،چې له تقوى،ايمان او اخلاص سره يوځاى وي.

پېغمبر اکرم د حضرت علي وړانديز ومانه او ويې ويل:((ما ته څه وخت راكړه، چې له لور سره مې سلا وكړم.))

لور ته يې چې خبره وكړه؛ نو پر لور يې څه عجيبه حيا او سكوت واكمن شو. پېغمبر اکرم پاڅېد او و يې ويل:((الله اكبر! سكوتها اقرار ها!)) 

 په هغو ورځو كې د حضرت علي (ک) ټوله شتمني يوه توره او يو زغره وه. حضرت علي ته دنده وركړ شوه، چې زغره وپلوري او د واده تيارى ونيسي. حضرت علي (ک) هم د زړۀ له كومې دا خبره ومنله؛ زغره يې وپلورله او پېسې يې رسول اکرم ته وركړې. پېغمبراکرم څه پېسې بې له دې،چې و يې شمېري،حضرت "بلال" ته وركړې،چې "زهرا" بي بي ته عطر واخلي او نورې يې حضرت "ابوبكر" او حضرت "عمار" ته وركړې،چې ناوې او ښاوي (زلمي) ته د ژوند وسايل واخلي؛ هغوى ولاړل او دا څېزونه يې واخېستل.


د پېغمبر اکرم د لور جهيزيه

1 _ د اوو درهمو په بيه يو كميس.2 _  يو په يو درهم يو څادر و.3 _ يو ځان پاكى( قطيفه)،چې ټول بدن ته يې كفايت نۀ کاوه.4 _ يو عربي پالنګ،چې له لرګي او خرما  جوړ شوى و. 5 _ دوه توشكه، چې يو له مصري كتانه او بل  د کجورو له پاڼو جوړ شوي و.6 _ څلور بالښته،چې دوه يې ورېښمين او دوه يې د كجورو وو.7 _ پرده.8_  پوزى.9 _ مېچن.10 _ د اوبو ژى. 11 _ د شيدو يو لرګينه كاسه. 12 _ څرمين اوبلوښى. 13 _ خټينه (خامه)  كوټه. 14 _ څو كوزې. 15 _ دوه د سپينو زرو بنګړي. 16 _ مسي لوښى.

د پېغمبر اکرم سترګي، چې د فاطمې د واده پر سامان ولګېدې؛نو و يې ويل:((خدايه! د هغه ډلې ژوند مبارك كړې،چې ډېرى سامان يې خټين دى .)) (185)*

د پېغمبر اکرم د لور "مهر" هم د پام وړ دى. د فاطمې مهر، "مهرالسنه" وه، چې پينځه سوه درهمه وو.(186)*.

 په حقيقت كې دا واده نورو ته بېلګه و،چې بايد ځوانان او نجونې دغسې واده وكړي.

اساسا د مېړه او ښځې د ژوند چاپېريال بايد له صميمت او مينې ډك وي؛ ګنې دروند مهر او جهيزيه ژوند نشي رڼا كولاى.



د واده مراسم ځينې د ناوې او ځينې د ښاوي (زلمي) د كورنۍ له لوري رابلل شوي وو. حضرت علي (ک) خوړه (وليمه) تياره كړه.تر خوړې وروسته،رسول اکرم (ص)  حضرت"فاطمه" راوغوښتنه،چې خولې پرې راماتې وې.د حضرت فاطمې سترګې،چې پر پېغمبر اکرم ولګېدې؛نو پښه يې وښوييده او نږدې وه پر ځمكه راولوېږي؛خو پېغمبر اکرم راونيوه او دعا يې وكړه:((خداى دې د ژوند له ښوييدو وساته.)) (187)*

رسول اکرم يې له مخه پلو لرې كړ او د ناوې لاس يې د ښاوي  په لاس كې كېښود او ويې ويل: (( بارك الله لك فى ابنة رسول الله يا علي  نعمه الزوجه فاطمة، بيا يې فاطمې ته وويل: ((نعم البعل علي. ))

او كه په نورو ټكيو ووايو:پېغمبر اکرم پر هغه شپه خپل هغه صميميت او اخلاص وښود، چې زموږ ټولنه لا تر اوسه هغه بشپړتيا او صميمت ته نه ده رسېدلې، چې د خپلې لور لاس راواخلى او د ښاوي په لاس كې يې کيږدي. خپلې لور ته يې د حضرت علي (ک) فضائل بيان كړل او ورته يې وويل:((كه علي نۀ واى پيدا؛ نو پر ځمكه به څوك ستا انډول نۀ و)) او بيا يې پر دواړو د كور او د ژوند دندې ووېشلې؛د كور دننه دندې يې فاطمې بي بي او بهرنۍ يې حضرت علي (ک) ته وروسپارلې.

 پر دې وخت د ځينو د وينا له مخې،پېغمبر اکرم د انصارو او مهاجرو ښځو ته حکم وكړ،چې د فاطمې له اوښه راتاوې شئ چې د مېړه كور ته يې ورسوي.

 وايي چې: پېغمبر اکرم ستر صحابي حضرت "سلمان" ته وويل، چې د "زهرا" د اوښ پړى ونيسي،چې له دې لارې يي خلكو ته د خپلې  لور ستروالى وښود. ددې کيسې تر ټولو خوږه برخه هغه ده، چې ښاوي او ناوې خپلې كوټې ته ولاړل، چې دواړه د حيا او شرم په سمندر كې ډوب وو او له شرمه يې يو بل ته نۀ كتل او سترګې يې ځمکې ته وې. پېغمبر اکرم راننووت،د اوبو لوښى ورسره و، چې اوبه يې پر خپلې لور وشيندلې او دعا يې ورته وكړه:

((خدايه! لور مې راته تر ټولو ګرانه ده.خدايه! علي هم تر ټولو راته ګران دى. خدايه! تر منځ يې مينه ټينګه كړې.)) (188)*

دلته د پېغمبر اکرم د لور د ستر مقام درناوي کې له حضرت انس بن مالك ته يو روايت شوى حديث راوړو: (د امام احمد حنبل سند: ٢/ ٢٧٩) دى،چې:((پېغمبر اکرم به،چې شپږ مياشتې سهار وختي جومات ته ته؛نو د فاطمې او علي (ک) د كور مخې ته به درېده او ويل به يې:"زما اهل بيتو! لمونځ مو هېر مۀ شه! خداى غواړي له تاسې اهل بيتو هر ډول چټلي لرې كړي".)) (189)* څلرويشتم څپرکى

د ازادۍ د چاپېريال دفاع


د ُاحُد غزا

 يا د احد غره په لمن کې د ازادۍ د چاپېريال  دفاع:

د هجرت درېم كال هم د هجرت د دويم كال په څېر له پېښو ډك دى. كه په دويم كال كې د بدر غزا وشوه؛نو پر درېم كال د احد غزا پېښه شوه، چې دواړه د اسلام له مهمو غزاګانو څخه دي؛البته د هجرت پر درېم كال  يوازې د احد غزا نۀ وه شوې؛بلكې د "بحران"، "حمرالا اسد" غزاګانې او يو لړ "سريې" هم وشوې، چې موږ دلته يوازې د احد پر غزا رڼا اچولې ده.



د جګړې لګښت پر قريشو و

له پخوا راهيسې د انقلاب او پاڅونو تخم په مكه كې كرل شوى و، د مړيو د وېرې مخنيوي،په قريشو كې د غچ اخېستنې اور ولګاوه او د مکې خلك د مدينې او "عراق" د لارې په بنديدو خپه وو،چې "كعب اشرف" دا اور پو او تازه كړ؛ نو ځكه "صفوان بن اميه" او "عكرمه بن ابي جهل"، "ابوسفيان" ته وړانديز وكړ،چې د قريشو مشران او ننګيالي د سوداګريز كاروان په دفاع کې وژل شوي؛نو چا چې په كاروان كې مال درلود؛ د جګړې پېسې دې وركړي. "ابوسفيان" ورسره ومنله او عملي يې کړه.

 د قريشو مشرانو، چې د بدر په جګړه كې د مسلمانانو مېړانه او ځان تېرېدنه ليدلې وه؛ نو لازم يې ګڼل دا ځل له "محمد" سره مخ كېدو ته داسې منظم لښكر جوړ كړي،چې د عربو قبايلو ډېرى  ننګيالي  پکې وي.

"عمروعاص" او څو نورو دنده واخېسته،چې د "كنانه" او "ثقيف" پر ټبرونو وګرځي او مرسته ترې وغواړي او ننګيالي يې په راز راز وسلو سمبال كړي او ورته ووايي:د جګړې لګښت پر قريشو دى،تاسې يوازې له قريشو سره په جګړه کې مرسته وكړئ.

 هغوى تر ډېرو هلو ځلو وروسته د "كنانه" او "تهامه" له ټبرونو جنګيالي راټول كړل او لښكر يې جوړ كړ، چې شمير يې کابو 4000  تنو ته رسېده؛ يعنې 4000 تنه يوازې سړي وو او كه د ښځو شمېر هم ورسره كړو؛ نو خورا زياتېږي.

 د عربو دود  و،چې په څه نا څه پلمه يې ښځې هم د جګړې ډګر ته راكښلې؛خو دا ځل په خپله د بوت لمانځيو عربو ښځو په جګړه كې ګډون وكړ او نقشه يې دا وه،چې ښځې دې د جګړې په ډګر كې سندرې او ټپې ووايي او په لمسوونكيو خبرو دې "قريش" غچ اخېستو ته راوهڅوي او ښځې يې ځكه راوستې وې،چې د خپلو جنګيالو د تېښتې لار ونيسي؛ځكه كه جنګيالى وتښتي؛نو ښځې به يې بنديانې شي،چې دا خبره د عربو غيرت نۀ منله.

 په دې جګړه كې زيات مريان هم راوستل شوي وو،چې غوړې غوړې وعدې وركړ شوې وې. "وحشي ابن حرب حبشي" د "مطعم" مريى و، چې د جګړې په ځانګړې وسله كې، په "زوبين" كارولو كې يې خورا مهارت درلود او ورته يې ويلې وو: كه "محمد"،"علي" يا "حمزه"  دې وواژه؛ نو ازاد به دې كړو.

 كفارو تر ډېرو هلو ځلو وروسته لښكر راټول كړ،چې 700 تنه زغرو، 3000 اوښان، 200 سپاره او پلي پکې وو.


د پېغمبر اکرم استخبارات خبر وركوي

"عباس"، د پېغمبر اکرم تره،چې واقعي مسلمان و؛خو خپل دين يې نۀ ښكاره كاوه،پېغمبر اکرم د قرېشو له جنګي نقشې خبر كړ."عباس" په خپل لاس ليک وليكه، مهر يې كړ او د "بني غفار" د ټبر يو سړي ته يې وركړ چې دا ليک په درېو ورځو كې يې پېغمبر اکرم ته ورسوه.

 دې سړي پېغمبر اکرم ته په داسې وخت كې ليك ورساوه، چې پېغمبر اکرم له ښاره بهر په باغونو كې و.تر سلام او ادب وروسته يې ليک وركړ. پېغمبر اکرم ليك ولوست؛خو د محتوا او منځپانګې په باب يې خپلو يارانو ته هېڅ و نۀ ويل.

"مغازي واقدي" ( 1/ 203 ) او ځينې نور سيره ليكونكي عقيده لري، چې ليک پېغمبر اکرم ته هغه وخت راورسېد،چې په جومات كې و او "ابي بن كعب" ورته ولوست،چې البته دا نظر واقعيت ته نږدې دى؛ځكه په تاريخ كې نۀ دي ليكل شوي، چې پېغمبر اکرم لوستى دى.

ښكاره ده، چې رسول اکرم بايد ژر تر ژره خپل ياران د دښمن له نقشې خبر كړي واى؛نو ځكه ويل كېږي: ښار ته چې راستون شو؛ ليک يې خپلو يارانو ته ولوست.(190)



د قريشو د لښكر روانېدل د قريشو لښكر وخوځېد او څه موده وروسته "ابواء" ته، چې د پېغمبر اکرم مور حضرت "آمنه بي بي" پکې ښخه وه ورسېد. د قريشو بې سرو او بې ادبو ځوانانو ټينګار وكړ، چې د پېغمبر اکرم د مور قبر راوسپړي او د مور مړى يې ترې راوباسي؛خو په هغوى كې ځينو لرليدو وويل، چې كه دا كار مو وكړ؛نو دود به شي او كېداى شي له "بني بكر" او"بني خزاعه" وو مو زموږ دښمنان مړي راوباسي .

د پنجشبې ورځ او د "شوال" پينځمه وه، چې پېغمبر اکرم  "انس"، "مونس" او د "فضاله" زامن له مدينې بهر ولېږل، چې ځان د قريشو پر احوال پوه كړي.

 هغوى خبر راووړ،چې د قرېشو لښكر مدينې ته نږدې رارسېدلى او خپل څاروي يې د مدينې په پټيو كې خوشې كړي دي.

حضرت "حباب بن منذر" هم خبر راووړ،چې لښكر مدينې ته رانږدې شوى او د پنجشنبې پر مازيګر مدينې ته د قرېشو رانږدې كېدل  او د احد په سيمه كې ځاى پر ځاى كېدل تاييد شول.

 مسلمانان له دې وېرېدل، چې "قرېش" د شپې پر مدينه بريد و نه کړي او پېغمبر اکرم ته زيان و نه رسوي؛نو ځكه د "اوس" او "خزرج" وسله والو ځوانانو ځينو شپه په جومات او ځينو د ښار په خوله كې تېره كړه، چې شپه په خير تېره شي او پوځي لارې چارې غوره كړي.



د احد سيمه

"وادي القرى" اوږده او لويه دره ده،چې د "شام" تجارتي لار يې په "يمن" پورې تړله. په هر ځاى كې به،چې د ژوند اسانۍ وې؛ نو د عربو ټبرونه او يهود به پکې مېشتېدل؛نو ځكه په دې دره کې ځينې كلي جوړ شوي وو، چې دېوالونه يې د تيږو وو او مركز يې "يثرب" و، چې بيا يې نوم "مدينة الرسول" شو او څوك به،چې له مكې څخه مدينې ته راتلل؛ نو اړ و، چې د جنوب له لوري ورته راننوځي؛خو دا چې په سيمه كې كانكر وو؛نو د لښكرتون پر ځاى كول، پکې ستونزمن و؛ نو ځكه د قريشو لښكر مدينې ته راورسېد،لار يې كږه كړه او د شمال خوا ته ولاړل او د احد د غره تر څنګ په "وادي عقيق" كې ځاى پر ځاى شول. دا سيمه هواره او د خرما باغونه پکې وو؛ نو هر ډول پوځي فعاليت ته چمتو وه او مدينه هم له همدې لوري ډېره زيانمنېدونكې وه؛ځكه طبيعي خنډونه په کې لږ وو. د قرېشو لښكر د هجرت پر درېم كال، د "شوال" پر پينځمه د پنجشنبې پر ورځ د احد د غره تر څنګ ځاى پر ځاى شو.

 پېغمبر اکرم هماغه ورځ او د جمعې پر شپه په مدينه كې پاتې شو او د جمعې پر ورځ يې پوځي شورا جوړه كړه او داچې څرنګه بايد دفاع وكړو، له پوځي كارپوهانو او افسرانو سره يې سلا مشوره وكړه.



دفاع ته مشوره

پېغمبر اکرم د خداى له لوري دنده درلوده،چې په پوځي مسئلو او هغه ته ورته مسئلو كې له خپلو يارانو سره مشوره وكړي او د كار په څرنګتيا کې تررې مشوره واخلي،چې له دې لارې خپلو لارويانو ته د حق غوښتنې، واقعيت پالنې او ولسواكۍ درس وركړي؛خو  آيا  پېغمبر انو ته به له دې مشورو ګټه هم لاس ته راتله او كه نۀ؟ آيا د هغوى افكارو به ورته ګټه رسوله او كه نۀ؟ ددې پوښتنو ځواب د كلام د علم پوهانو وركړى او لوستونكي دې د عقايدو او مذاهبو كتابونه ولولي.



پوځي شورا

پېغمبر اکرم په هغه غونډه کې،چې پکې د اسلام افسران او ننګيالي سرتېري راټول شوي وو،وويل:(( افسران او سرتېري دې د اسلام دفاع ته خپل وړانديزونه راوړاندې كړي.))

"عبدالله بن ابى"،چې د مدينې له منافقانو و،د کلا وړانديز يې وكړ، چې مسلمانان دې له مدينې ونۀ وځي او له برجونو او كورونو دې د دفاع لپاره ګټه  واخلي او ښځې دې د كوټو او برجونو له سرونو، كفار په تيږو وولي او سړي دې په كوڅو كې لاس پر لاس له كفارو سره وجنګېږي.

"عبدالله بن ابى" خبره داسې پېل كړه:((موږ به پخوا له كلا نه د دفاع لپاره ګټه اخېسته او ښځو به هم د كوټو له سرونو له موږ سره مرسته كوله؛نو ځكه مدينه د هېچا په لاس كې نۀ وه لوېدلې،تر اوسه دښمن راباندې نۀ دى برلاس شوى او موږ هم،چې له دې لارې د مدينې دفاع كړې؛نو دښمن ته مو ماتې وركړې او چې له ښاره وتلي يو؛نو تاوان مو كړى دى.))

د انصارو او مهاجرو بوډاګانو دا وړانديز ومانه؛خو ځوانانو په تېره بيا هغوى،چې د بدر په جګړه كې يې ګډون نۀ و كړى او د جګړې فكر يې په مغزو كې و،له دې وړانديز سره مخالفت وښود او و يې ويل:((داسې دفاع كول دښمن لا نور هم ډاډه كوي او هغه وياړ مو،چې د بدر په جګړه كې لاس ته راوړى،له لاسه وركوئ، دا د شرم خبره نۀ ده،چې زموږ جنګيالي سرتېري په كورو كې كېني او دښمن  ته اجازه وركړي كور ته راننوځي. په بدر كې مو سرتېري تر نن ډېر لږ وو؛خو سره له دې مو جګړه وګټله.موږ بې صبره دداسې ورځې په تمه وو،چې اوس هغه ورځ خداى راوستې ده.))

د اسلام ستر افسر؛ حضرت "حمزه" اسدالله وويل: ((قسم پر هغه خداى،چې قرآن يې نازل كړى دى،نن به خواړه و نۀ خورم، چې له ښاره و نۀ وځم او له دښمن سره و نۀ جنګېږم.))

 پايله دا چې د اسلام لښكر بايد له ښاره ووځي او په مېړانه له ښاره بهر له دښمن سره وحنګېږي. (191)

او همداسې ما د "منافقان در تاريخ اسلام" په كتاب كې ثابت كړي، چې د "عبدالله بن ابى" وړانديز خطرناک و؛ځكه کېداى شول،كه دښمن ښار ته راننوتى واى؛ نو د منافقانو كورونه يې د سنګر په توګه كارول او د مدينې يهود هم له دښمن سره يو لاس كېدل.



شهادت ته پچه

د "خثيمه" په نامه زړور بوډا راپاڅېد او و يې ويل:(( د خداى استازيه! قريشو يو كال زيار اېستلى او له ځان سره يې د عربو نور قبائل هم يو لاس كړي،كه موږ د ښار دفاع ته و نۀ وځوو؛نو کېداى شي مدينه كلابنده كړي او دا هم شونې ده، چې بيا له محاصرې لاس واخلي او مکې ته ستانه شي؛خو پردې كار موږ په خپله هغوى ته مېړانه وركوو او په راتلونكې كې به يې له بريدونو په امان كې نۀ يو. زه پردې خبره ډېر خپه يم،چې د بدر په جګړه كې مې ګډون ونۀ کړای شو،حال دا چې ما او زوى مې دواړو د زړۀ له كومې غوښتل د بدر په جګړه كې ګډون وكړو او هر يو دې كار ته ناکراره وو، چې زوى مې د بدر په جګړې كې ګډون وكړ. د بدر د جګړې پر مهال مې خپل زوى ته وويل:" تۀ ځوان يې.پر زړۀ خورا ارمانونه لرې،کړاى شې د ځوانۍ ځواک په بل كار ولګوې او له هغې لارې د خداى رضا لاس ته راوړې؛خو پر ما عمر تېر دى او راتلونكې مې روښانه نۀ ده؛ نو پکار ده زه په دې سپېڅلې جګړه (بدر)  كې ګډون وكړم او تۀ زما د پاتې شونيو خيال وساتې"؛ خو زوى مې د جهاد پر تګ دومره ټينګار وكړ، چې دواړو پچه واچوله.پچه زما د زوى په نامه راووته، د بدر په جګړه كې يې ګډون وكړ او شهيد شو. بېګا دلته د قريشو د كلابندۍ خبرې وې او زه هم پردې خيال ويده شوم، چې زوى مې په خوب كې وليد،چې د جنت په باغونو كې ګرځي او د جنت مېوې خوري په مينه ناك غږ يې راته وويل: "پلار جانه! تا ته په تمه يم."رسول اکرمه! ږيره مې سپينه شوې،هډوكي مې اوبه شوي، له تاسې هېله لرم، چې له خدايه راته شهادت وغواړې.)) (192)

تاسې د اسلام د تاريخ په پاڼو كې داسې ځانتېري زيات ليدلي؛خو هغه ښوونځي،چې پر "معاد" ايمان اوعقيده نۀ لري، د "خثيمه" په څېر كسان نشى روزلاى او داسې كسان،چې په ژړا شهادت غواړي،يوازې د خداى او د پېغمبرانو په ښوونځيو كې روزل كېږي؛ خو په صنعتي نړۍ  کې، چې افسرانو ته ووينئ؛ نو موخه يې يوازې ماديات او ښه ژوند لاس ته راوړل دي؛ نو ځكه كوښښ كوي خپل ځانونه له مرګه وژغوري؛ خو د پېغمبرانو په ښوونځيو كې جګړې،يوازې د خداى رضا ته وي او كه دا موخه په شهادت لاس ته راوړل كېږي؛نو الهي سرتېري خپل سرونه په تلي كې ږدي او هر ډول خطر ته په ډاډه زړۀ وردانګي.

 

د غونډې  پايله

پېغمبر اکرم د ټولو وړانديزونه واورېدل او پايله يې دا شوه، چې په ښار كې پاتې نۀ شي او بهر ووځي. البته دا هم غوره نۀ وه، چې د حضرت "حمزه" او حضرت "سعد بن عباده" د وړانديز په پرتله، د "عبدالله بن ابى" په څېر منافق وړانديز ومنل شي او كه له دې خبرې هم تېر شو؛ لاس په لاس جګړه كې او ښځو ته په جګړه كې ونډه وركول او دښمن ته لار پرانستې پرېښوول،د مسلمانانو د کمزورۍ نښه وه،چې د بدر د جګړې له ځواک ښوونې سره يې اړخ نۀ لګاوه.



پېغمبراکرم پوځي جامې واغوستې پېغمبر اکرم، چې دفاعي تاكتيك غوره كړ؛پاڅېد او كور ته ننوت، "زغره" يې واغوسته،توره يې راځوړنده كړه، ډال يې په ځان پورې وتاړه،غشي يې پر اوږه كړل او نېزه يې په لاس كې راواخېسته او له وره راووت.

[د افغانستان سرښندويه ملت له "محمدي ښوونځي" په الهام د پخواني شوروي د ګوډاګيانو او يرغلګرو پر ضد په مړانه وجنګېد او د "سوسيال استکبار" پوځي طلسم يې مات کړ؛خو افسوس چې د بې اتفاقۍ له امله يې لاسته راغلې برياوې له لاسه ووتلې.]ژباړن

 ددې نندارې كتلو مسلمان ولړزول؛ ځكه ځينو انګېرله،چې پېغمبر اکرم له مدينې پر بهر جګړه خوښ نۀ دى او هغوى ناحقه پېغمبر اکرم دباندې وتو ته اړ کړ؛نو ځکه د خپلې خبرې اخستو ته يې وويل:(( موږ د دفاع په تاكتيك کې ستا نظر ته ګورو،كه بهر وتلو ته چمتو نۀ ياست او سلا نۀ ويني؛نو همدلته به پاتې شو.))

 پېغمبر اکرم ورته وويل:((پېغمبر چې زغره واغوسته؛ نو غوره نۀ ده له دښمن سره بې جګړې يې راوباسي.)) (193)


پېغمبر اکرم له مدينې بهر وځي

پېغمبر اکرم د جمعې لمونځ وكړ او له لښكر سره،چې شمېر يې زرو تنو ته رسېده،له مدينې د احد پر لور ووت او هغه كسان،چې عمر يې خام و؛ لكه "اسامه"، "زيد بن حارثه" او "عبدالله بن عمر" له ځان سره بو نۀ تلل؛ خو "سمره" او "راعف" دوه ځوانانو ، چې لا 15 كلن هم نۀ وو، په جګړې كې ګډون وكړ؛ځكه په غشيو وېشتلو كې يې خورا مهارت درلود.

 دا وخت هغو يهودانو، چي له "عبدالله بن ابى" سره هم ژمني وو، هوډ وکړ په جګړې کې ګډون وكړي؛خو چې د اسلام سرتېري "شوط" (د مدينې او احد تر منځ سيمه) ته ورسېدل،"عبدالله بن ابى" په دې پلمه وګرځېد،چې پېغمبر اکرم  د تنكيو ځوانانو وړانديزونو ته اهميت وركړى. همداسې 300 اوسيان، چې د "عبدالله بن ابى" هم ټبري وو بېرته وګرځېدل؛ نو ځكه په دې جګړه كې نۀ يهودو ګډون وكړ او نۀ منافقانو.

 پېغمبر اکرم او يارانو يې غوښتل خپله لار لنډه كړي او ژر خپل غونډ ته ورسېږي؛نو ناچار شول د "مربع" نومي منافق له باغه تېر شي،ځېل يې وکړ او دا،چي د اسلام سرتېري يې له باغه تېر شوي وو،ډېر غوسه  شو او پېغمبر اکرم ته يې كنځل وكړې. د پېغمبر اکرم يارانو غوښتل هماغلته يې ووژني؛خو پېغمبر اکرم وويل: (( له دې ځېلي سره كار مۀ لرئ.)) (194)



دوه ځانتېري سرتېري

پېغمبر اکرم په يوه سيمه كې د خپلو سرتېرو د پريټ او رسم ګذشت معاينه وكړه. ځلندې څېرې او د تورو پړكا يې له لرې ښكارېدې.

د پېغمبر اکرم لښكر د عمر له پلوه له يو بله خورا توپير درلود. په دې  لښکر کې زاړه او بوډاګان هم وو او داسې كسان هم وو،چې لا تنکي هلکان وو او لا پينځلس كلنۍ ته هم نۀ وو رسېدلي؛خو پوښتنه راپيدا کېږي چې دوى څه راهڅولي وو،چې جګړې ته لاړ شي؟

 ځواب يې دا دى، چې له "توحيد" او" كمال" سره مينې دلته راوستي وو. دې موضوع ثابتولو ته مې د يو بوډا او يو ځوان سرتېري کيسه راخيستى، چې د واده يې يوه شپه تېره شوې وه:

1 _  "عمرو بن جموع" شا ټيټى بوډا و،چې مادي ځواک يې له لاسه وركړى و او پښه يې هم معيوبه وه او څلور زلمي زامن يې د اسلام دفاع ته لومړۍ كرښې ته ولېږل. زړۀ يې خوشحاله و،چې زامن يې د خداى لپاره توره وهي، له ځان سره يې وويل:((له جګړې ډډه كول د انصاف خبره نۀ ده، ولې داسې نېكمرغي له لاسه وركړم.))

 خپلوانو يې مخه ونيوه، چې جګړې ته ولاړ نۀ شي، ورته يې وويل:

(( تۀ د اسلام پوځي قوانينو،له هر ډول كاره معاف كړى يې))؛خو د خپلوانو خبرو قانع نۀ کړ او په خپله پېغمبر اکرم ته ورغى او ورته يې وويل:((خپلوان مې جهاد ته نۀ پرېږدي، ستاسې نظر څه دى؟  زه د شهادت ارمان لرم،غواړم د جنت پر لور والوځم.))

 پېغمبر اکرم ورته وويل:((خداى تۀ په معذورو كې شمېرلى يې او غاړه دې خلاصه ده.)) (195)

 هغه زارۍ وكړې.حال دا چې خپلوان يې ترې راتاو وو،پېغمبراکرم ورته وويل:((مخه يې مۀ نيسئ، پر ېږدئ، چې د اسلام په لار كې شهيد شي.))

 بوډا چې له كوره ووت؛و يې ويل:((خدايه كور ته مې راستون نۀ کړې .خدايه! توفيق راكړې په لار كې دې مړ شم.))

بوډا به په جګړه کې برېدونه کول او ويل يې:

 ((د جنت هيله لرم))،يو زوى يې هم ورپسې و او بريدونه يې كول، دواړه دومره وجنګېدل چې شهيدان شول او بل زوى يې "عبدالله" هم په دې جګړه كې شهيد شو . (196)

 2 _حضرت "حنظله" ،چې عمر يې لا  څلرويشت كلنۍ ته هم نۀ ورسېدلى،چې د ((يخرج الحى من الميت=له ناپاكه پلرونو،پاك زامن پيدا كوي)) آيت مصداق و.

 "ابوعامر" چې د پېغمبر اکرم دښمن و، پلار يې هم د احد په جګړه كې د كفارو په لښكر كې ګډون كړى و. "ابوعامر" د اسلام له اورنيو دښمنانو و، چې "قريش" يې جګړې ته راهڅولي وو او تر وسه وسه يې له اسلام سره يې دښمني كوله . هغه د "ضرار" جومات، چې د نهم هجري كال په پېښو كې مو راوړې دى بنسټګرو.

 د زويولۍ او پلار ولۍ مينه ددې لامل نۀ شوه،چې حضرت "حنظله" په دې جګړه كې ګډون و نۀ کړي. پر هغه ورځ چې د احد جګړه پېښه شوه؛نو پر شپه يې د حضرت "حنظله" د "عبدالله ابى" له لور سره واده و او د ناچارۍ له مخې يې پر هماغه شپه واده وكړ او له خپلې مېرمنې سره يې پر هماغه شپه كوروالى وكړ؛ خو چې د جهاد غږ يې واورېد؛نو بل ډول شو. د پېغمبر اکرم په اجازه يوه شپه په مدينه كې پاتې شو او پر سبا يې د جګړې ډګر ته ولاړ.

  علامه "مجلسي" وايي چې: (( د نور سورت 62 آيت  د هغه په باب نازل شوې دى.

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= مؤمنان يوازې هغه دي،چې پر خداى او د هغه پر پېغمبر يې ايمان راوړى او چې كله په يو ټولنيز كاركې له هغه سره وي؛نو بې له اجازې يې چېرې نۀ ځي، هغوى چې له تا اجازه اخلي (؛نو) په رښتيا يې پر خداى او د هغه پر پېغمبر ايمان راوړى دى؛ نو چې كله هغوى د خپل كوم كار لپاره له تا اجازه وغواړي؛ نو چا ته چې دې خوښه شي (او مصلحت يې ګڼې) اجازه وركړه او له خدايه ورته بښنه وغواړه، بېشكه چې خداى بښونكى (او) مهربان دى. (197)

پېغمبر اکرم ورته د واده مراسمو ته يو شپه اجازه وركړه. سهار وختي، حضرت "حنظله" مخکې له دې، چې د جنابت غسل وكړي، د جګړې د ډګر پر لور مخه کړه. له كوره چې ووت؛نو ناوې يې ورپسې ژړل او ترې يې غوښتل،چې يوه شېبه صبر وكړي،ښځې يې څلور تنه شاهدان كړل، چې بېګا هغې او مېړه يې كوروالى كړى دى.

 حضرت "حنظله" له كوره ووت.ناوې هغوى څلورو تنو ته كتل او ورته يې وويل: (( بېګا مې خوب وليد،چې اسمان وچاود او مېړه مې ورننووت او بيا د اسمان چاود ټپ شو؛ ما چې دا خوب وليد؛احساسوم مېړه مې په جګړه كې شهيدېږي.))

 حضرت "حنظله" ځان لښكر ته ورساوه،سترګې يې پر "ابوسفيان" ولګېدې،چې د لښكرو په منځ كې يې هلې ځې كولې.

 حضرت "حنظله" په خپله توره غوښتل "ابوسفيان" ووهي؛خو توره ولاړه او د "ابوسفيان" د اس شاته ولګېده او "ابوسفيان" له خپل اسه راوغورځېد. "ابوسفيان" چغې او سورې كړې،چې څو قريشي ځوانان يې مرستې ته راغلل.

 "شدادليثي" پر حضرت "حنظله" بريد وكړه او "ابوسفيان" له منګولو ووت. د كفارو د لښكر نېزه وال پر حضرت "حنظله" بريد  وكړه او  نېزه يې د حضرت "حنظله" پر بدن ښخه کړه. حضرت "حنظله" سره له دې، چې ټپي شوى و،په هغه نېزه وال پسې شو او په توره يې وواژه او په خپله هم د هماغه ټپ له امله پر ځمكه راوغورځېد.

پېغمبر اکرم وويل:((ما وليدل، چې پرېښتو "حنظله" ته غسل وركړ؛ نو ځكه يې ورته "غسيل الملائكه" وايه.))

 "اوسيانو" به چې خپلې وياړنې شمېرلې؛ نو ويل يې :(("حنظله" له موږ ځنې دى، چې پرېښتو ورته غسل وركړ.))

"ابوسفيان" به ويل: ((هغوى د بدر په جګړه كې زما زوى "حنظله" وواژه؛ نو ما هم د احد په جګړه كې د مسلمانانو "حنظله" وواژه.))

 دا ناوې او ښاوى عجيبه كسان وو؛ځكه دواړه د اسلام په لار كې له ځانه تېر وو؛ خو د دواړو پلرونه د اسلام سخت دښمنان وو،د ناوې پلار "عبدالله بن ابى" د مدينې د منافقانو مشر و او د ښاوي  پلار "ابي عامر" و، چې د جاهليت د وخت راهب و او د اسلام له راتلو وروسته، له مشركانو سره يو ځاى شو او "هرقل" يې د اسلام ځپلو ته راوباله.(198)



د دوو لښكرو مخامختيا

د شوال پر اوومه د هجرت پر درېم كال د اسلام لښكر له كافرو سره مخ شو. د اسلام لښكر د احد غره په لمن کې غونډ جوړ كړ؛ خو په غره كې "كنډو" و  او ددې احتمال و، چې  كفار د شا كنډو له لارې پر مسلمانانو بريد وکړي؛نو پېغمبر اکرم ددې خطر مخنيوي ته دوې ډلې غشي ايشتونكي، په كنډو كې پر غونډۍ ځاى پر ځاى كړل او بولندوى "عبدالله جبير" ته يې وويل:((تاسې په خپلو غشيو دښمن له دې ځايه وشړئ او پرې نۀ ږدئ له شا بريد وكړي،موږ جګړه وګټله او که مو بايلوده؛ خو تاسې له خپل ځايه مۀ خوځېږئ.



د سرتېرو د جنګي روحيي غښتلې كول پېغمبر اکرم د سرتېرو جنګي روحيي ته ځانګړې پاملرنه درلوده او دا ځل هم،چې 700 مسلمانان د 3000 كفارو مقابلې ته راغلي وو؛نو رسول اکرم د سرتېرو د جنګي روحيې د پياوړتيا لپاره ورته يې په زړۀ پورې وينا وكړه.

 د اسلام ستر تاريخ پوه؛واقدي وايي:((پېغمبر اکرم پينځوس غشي وېشتونكيو ته دنده وركړه،چې د "عينين" په تنګي كې ودرېږي. د احد غره ته يې شا كړه او مخ پر مدينې پلى روان و او د خپلو سرتېرو ليکي يې جوړولې او د هر افسر ځاى يې ټاكه. يوه ډله يې مخکې كړه او بله شاته. پېغمبر اکرم د سرتېرو د ليكو سمون ته دومره پام درلود،چې د كوم سرتېري اوږه به،چې مخکې يا شاته وه؛نو سموله يې. پېغمبر اکرم د سرتېرو د ليكو تر سمون وروسته وويل: ((ما ته چې خداى د څه سپارښتنه کړې، تاسې ته يې وايم،د خداى حکم ومنئ او ورسره له مخالفته ځان وژغورئ......له دښمن سره مبارزه كول سخت كار دى او خورا زحمت غواړي او هغه كسان پرېږدئ،چې د دښمن پر وړاندې درېږي؛خو هغوى چې خداى ورته لارښوونه کړې وي او ځواک يې وركړى وي؛ځکه خداى له هغوى سره مل دى،چې حکم يې مني او شيطان د هغوى ملګرى دى، چې له خداى سره مخالفت كوي... له هر څه د مخه په جهاد كې استقامت او زغم ولرئ،چې له دې لارې د خداى ژمنه دركړ شوې،چې نېكمرغيو ته ورسېږئ،د وحې راوړونكي جبراييل راته وويل:"هېڅوك به مړ نۀ شي، تر څو يې چې خپله وروستۍ روزي نۀ وي خوړلې".....او  تر هغه، چې د بريد حكم نۀ وي شوى؛نو بريد ونه کړئ.)) (199)


دښمن خپلې ليکې جوړوي

"ابوسفيان" خپل لښكر درې برخې كړ: پلي زغره وال، يې په منځ كې كړل،يوه ډله يې د "خالد بن وليد" په بولندويۍ په ښي اړخ كې ځاى پر ځاى كړه،يوه ډله يې  د"عكرمه" په بولندويۍ كيڼ لور ته وټاکله او همداسې څو تنو ته يې بيرغونه وركړل او له لښكره مخکې يې ودرول او ورته يې (چې ټول د "بني عبدالدار" له ټبره وو) وويل:((د لښكر برى د بيرغچيانو په استقامت پورې اړه لري او موږ د بدر په جګړه كې د بيرغچيانو د نۀ زغم له امله ماتې وخوړه او كه د "بني عبدالدار" ټبر د بيرغ په ساتنه كې مېړانه و نۀ ښووه؛ نو موږ به دا ستر وياړ يو بل ټبر ته وركړو.))

 د "ابوسفيان" دې خبرې د "طلحه ابن ابي طلحه" په رګونو كې د غيرت وينه راوخوټوله؛بې ځنډه مخکې ولاړ او غږ يې كړ:((يو دې جګړې ته رامخې ته شي.))

غيرتي كول

مخکې له دې،چې جګړه پېل شي،پېغمبر اکرم توره رواخيسته او د خپلو سرتېرو د ننګولو لپاره يې ورته وويل:(( څوك دى، چې توره واخلي او حق يې پر ځاى كړي.))

 ځينې راپاڅېدل؛ خو رسول اکرم ورته توره ورنه کړه. بيا "ابوجاذبه" راپاڅېد،چې ننګيالى سرتېرى و او ويې ويل: ((ددې تورې  حق څه دى؟ او څرنګه يې حق ادا کړاى  شو؟))

 پېغمبر اکرم وويل:((دومره پرې وجنګېږئ،چې كږه شي.))

 "ابوجاذبه" وويل:((حاضر يم حق يې پر ځاى كړم. ))

 بيا يې د مرګ سور دسمال پر سر وتاړه او توره يې د پېغمبر اکرم له لاسه واخېسته او "ابوجاذبه" دسمال پر سر وتاړه؛نو مانا يې داوه: څو چې ژوندى وي؛نو جنګېږي به؛د مغرور زمري په څېر ګرځېده او كوم وياړ، چې ور پر برخه شوى و،ډېر خوشحاله و او په سور دسمال ډېر ښکلي ښكارېده. (200)

په رښتيا د هغه لښكر ننګولو ته،چې خداى ته جنګېږي، دا غوره لار وه. د پېغمبر اکرم موخه د "ابوجاذبه" هڅول نۀ وو؛ بلكې  له دې لارې يې نور هم هڅول او پوه يې كړل،چې  هر يو دې مېړانه وښيي او ځان دې د داسې مډال مستحق كړي.

حضرت "زبير بن عوام"، چې په خپله ننګيالى سرتېرى و، له دې چې پېغمبر اکرم ورته توره نه وه وركړې،خورا خپه و؛نو ځکه يې له ځان سره وويل: ((زه بايد "ابوجاذبه" تعقيب كړم،چې د مېړانې کچه يې ووينم)). هغه وايي:(( په "ابوجاذبه" پسې وم او د كفارو هر ننګيالى به،چې مخې ته ورته؛ نو ژوندى ترې نۀ پاتې كېده.)) بيا وايي: (( د كفارو په لښكر كې يو پهلوان و،چې د مسلمانانو له ټپيانو يې سر غوڅاوه، دې پېښې ډېر خپه كړم،چې له نېكه مرغه دا پهلوان د "ابوجاذبه" پر مخ ورغى؛سره ونښتل، چې څه شېبه وروسته،"ابوجاذبه" وواژه.

" ابوجاذبه" وايي:((يو مې وليد،چې "قريش" له مسلمانانو سره جګړې ته راهڅوي،ورپسې ورغلم؛نو په خپل سر يې،چې  د تورې سيورې وليد؛نو چغې يې كړې. ناڅاپه پوه شوم، چې هغه "هند" د "ابوسفيان" ښځه او معاويه مور ده. غوښتل مې و يې وژنم؛ خو له ځان سره مې وويل:د رسول اکرم د تورې ارزښت تر دې  ډېر اوچت دى،چې د هغې په څېر ښځه پرې ووژنم.)) (201)


د جګړې  پيل

جګړه "ابوعامر" پېل كړه. هغه د "اوس" له ټبره و او د اسلام سر سخت مخالف و، چې له مدينې تښتېدلى و او مکې ته يې پناه وړې وه او په دې جګړه كې يې له ځان سره پينځلس تنه هم راوستي وو.

" ابوعامر" ګڼله، چې كه اوسيان يې وويني؛ نو د پېغمبر اکرم له ملاتړه به لاس واخلي؛نو ځكه يې لومړى جګړې ته راودانګل؛ خو چې مسلمانانو وليد؛نو هر يوه پرې لعنت ووايه او څو شېبې وروسته يې د جګړې ډګر پرېښود.(202)

د احد په جګړه كې د څو سرتېرو ځان تېرېدنه په تاريخ پوهانو كې مشهوره ده، چې په دوى كې حضرت علې تر نورو خورا ځلېدلى و.

حضرت "ابن عباس" وايي:((په ټولو جګړه كې د مسلمانانو بيرغچي علي (ک) و او بيرغچي به تل مېړنى ټاكل كېده او د احد په جګړې كې هم د مهاجرو بيرغ د علي (ک) په لاس كې و.))

 او د ډېرو تاريخپوهانو د وينا له مخې:((چې کله حضرت "مصعب بن عمير"(رض) شهيد شو؛نو پېغمبر اکرم د مسلمانانو بيرغ حضرت علي (ک) ته وركړ.))

 "بلاذري" وايي: ددې علت، چې بيرغ يې لومړى "مصعب" ته وركړى و دا و، چې هغه د "بني عبدالدار" د ټبر و او بيرغچيان هم له همدې ټبره وو.

"طلحة ابي طلحة"  ته يې "كبش الكتيبه" وايه،چې په جګ غږ  يې وويل:(( د "محمد" يارانو! منطق مو دا دى، چې زموږ (د كفارو) مړي به دوزخ ته ځي او ستاسې (د مسلمانانو) مړي به جنت ته ځي؛نو څوك شته چې جنت ته يې ولېږم يا څوك شته،چې ما دوزخ ته ولېږي؟))

   غږ يې د جګړې په ډګر كې انګازې كولې.

 حضرت علي (ک) ورمخې ته شو او تر څه شېبې جګړې وروسته يې "طلحه ابي طلحه" وواژه. بيرغ دوو وروڼو ته يې پرله پسې وركړل شو، چې دواړه د حضرت "عاصم بن ثابت" په غشي ووژل شول.

د دويم خليفه تر مړينې وروسته، په شورا كې د حضرت علي (ک) له خبرو ګټه اخېستل كېږي،چې وايي:د قريشو لښكر نهه تنه بيرغ ته ساتلي وو،چې كه يو مړ شي؛نو بل ته به بيرغ سپارل كېږي ،تردې چې ټول خلاص شول او دا ټول مېړني د "بني عبدالدار" له ټبره وو، چې ټول د علي (ک) په توره و وژل شول.

 بيا د قريشو بيرغچي تور حبشي مريى شو،چې نوم  ېې"صواب" و. هغه غښتلې جثه درلوده،بيرغ يې راوخېست او جګړې ته يې سيال وغوښت، چې هغه هم د حضرت علي (ک) د تورې په ګوزار ووژل شو.

حضرت علي (ک) په هغه غونډه كې،چې د رسول اکرم ياران پکې راټول وو، وويل:(( ايا يادېږي مو چې تاسې مې د "بني عبدالدار" د ټبر د نهو بيرغچيانو له شره خلاص كړئ.)) ټولو يې خبره تصديق كړه. (203)

يو ځل بيا حضرت علي (ک) وويل: (( يادېږي مو،چې د نهو تنو تر ووژلو وروسته،چې "صواب" ميدان ته راغى او يوازېنۍ موخه يې دا وه، چې پېغمبر اکرم ووژني او دومره غوسه و،چې له خولې يې ځګونه راوان وو او سترګې يې له غوسې سرې اوښتې وې، تاسې ټولو چې وليد،ووېرېدئ او پر شا ولاړئ؛خو ورمخې ته شوم او پر ملا مې وواهه او ووژل شو.)) په جرګه كې ناستو د حضرت علي (ک) خبره تائيده كړه.



هغه ملت چې د شهوت لپاره جنګېږي

له هغو شعرونو چې "هندې" او نورو ښځو د قريشو سرتېرو هڅولو او ننګولو ته ويل، معلومېږي،چې هغوى معنويت،پاكۍ،  ازادۍ او اخلاقي فضائلو ته نۀ جنګېدل؛بلکې جګړې ته راپارونکي يې شهوت او مادي مسايل وو. موږ هم دلته د هغو شعرونو ژباړه راوړى ده:

((په موږ كې ځينې د"طارق" لوڼې يو او پر ګران بيه فرشونو ګرځو، كه له دښمن سره وجنګېدئ؛نو درسره به څملو او كه دښمن ته مو شاكړه؛نو موږ به هم درنه جلا شو.))

دا روښانه ده،چې د دواړو لښكرو ترمنځ  ډېر توپېر دى؛ يو شهوت ته او بل خداى ته جنګېږي. د همدې دوو بېلابېلو انګېزو پايله وه، چې د "علي"،"حمزه"،"ابوجاذبه" او "زبير"(رضى الله عنهم) او... په مېړانه قريشو لښكر خپله وسله پرځمګه پرېښووه او پښې يې سپكې كړې او يو بل وياړ هم د مسلمانانو پر وياړنو ور زيات شو. (204)



په بري پسې ماته

وايو چې ولې يې جګړه وګټله؟

 دا ځكه چې د اسلام سرتېرو د بري تر وروستۍ شېبې، د خداى په لار كې جهاد،د خداى رضا، د خداى د دين د خپرولو او د دين د خپريدو په لار كې بې د خنډونو له لرې كولو بله انګېزه نۀ درلوده.

وايو، چې ولې يې ماتې وخوړه؟

دا ځکه چې په بري پسې د ډېرو مسلمانانو نيت او موخه واوښته، غنيمت د ډېرو مسلمانانو اخلاص خيرن كړ او رسول اکرم حکم يې هېر كړ.

څرنګه؟

داسې چې:

موږ مخکې هم وويل چې: (( د احد په غره كې يو كنډو و او پېغمبر اکرم هم ددې كنډو ساتنې ته د "عبدالله جبير" په بولندويۍ پينځوس سرتېري ودرول او ورته يې حكم وكړ،چې په غشيو ددې كنډو له لارې د دښمن د پر مختګ مخنيوى وكړئ،که موږ وګټله او يا مو ماتې وخوړه؛نو دا ځاى خالي پرې نۀ ږدئ.))

د جګړې په توده كې،چې دښمن غوښتل، ددې كنډو له شا نه پر مسلمانانو بريد وكړي؛نو دې پينځوس تنو يې مخه نيوه. په هغه وخت كې چې د قريشو لښكر،وسله پر ځمكه كېښووه او وتښتېدل؛يوازې د اسلام څو لوړ پوړيو افسرانو دښمن تعقيقب كړ او د جګړې له ډګره ورپسې ور ووتل؛ خو ډېرى مسلمانانو د دښمن له تعقيقبولو ډډه وكړه، وسلې يې پر ځمكه كېښووې او د غنيمت پر راټولولو بوخت شول او فكر يې كاوه، چې كار خلاص شوى دى.

 په كنډو كې ناستو سرتېرو هم، چې دا حالات وكتل؛نو له ځان سره يې وويل:((دلته درېدل مو ګټه نۀ لري،موږ هم بايد د غنيمت په راټولولو كې ونډه واخلو)) ؛خو بولندوى يې وويل:((رسول اکرم حكم كړى و:"كه ومو ګټله او يا مو باېلوده،چې له دې ځايه و نۀ خوځېږو."))

ډېرى سرتېرو د بولندوى ددې خبرې پر وړاندې پر خپله خبرې ټېنګار وكړ او ويې ويل:(( دلته درېدل مو ګټه نۀ لري او د پېغمبر اکرم مطلب دا و، چې موږ د جګړې پر مهال دلته پاسوالي وكړو او اوس جګړه پاى ته رسېدلې ده.))

 همدا وو چې څلوېښت تنه له كنډو راكوز شول او هلته يوازې 10 تنه پاتې شول.

"خالدبن وليد" چې ازمېښتکار جنګي بولندوى و، له هماغه پېله پوهېده، چې دا كنډو د بري لار ده او څو ځل يې كوښښ كړى و،چې له هغه لارې له  شا پر مسلمانانو يرغل وكړي؛خو هلته د ناستو سرتېرو په غشيو به پر شا تمبېدل او دا ځل چې "خالد" وكتل،په كنډو كې د ناستو سرتېرو شمېر لږ شوى دى؛نو خپل سرتېري يې له شا راتاو كړل او پر مسلمانانو يې بريد وكړ.

په كنډو كې ناستو سرتېرو ورسره مقاومت وكړ؛خو شمېر يې د "خالدبن وليد" تر سرتېرو خورا لږ و،چې لس واړه "خالدبن وليد" او "عكرمه بن ابي جهل" شهيدان كړل.

 ډېر وخت لا نۀ و تېر،چې دښمن پر بې وسلې كسانو له شا بريد وكړ. خالد،چې دا استراتژيكي كنډو ونيو؛نو د قريشو لښكر يې، چې په تېښتنه كې و،بېرته راستون كړ او له شا يې مسلمانان رالاندې كړل.

ددې ماتې لامل هغه ډله وه،چې مادي ګټو ته يې سنګر پرېښود او لار يې دښمن ته پرانستې پرېښووه.

 د "خالدبن وليد" او "عكرمه بن ابي جهل" د بريد له امله د اسلام په لښكر كې ګڼه ګوڼه شوه او مسلمانان خپاره واره او پخپلې دفاع بوخت شول؛خو دا چې د بولندويۍ مزى شليدلى و؛سرتېرو و نه کړاى شول په دفاع  كې څه ګوتو ته راوړي؛بلکې مسلمانانو ډېر درانه تلفات وګالل او همداسې څو مسلمان سرتېري د خپلو مسلمانانو په تېروتنه مړه شول.

د "خالد" او"عكرمه" بريدونو د قريشو لښكر روحيه پياوړې كړه او تښتېدلي كسان هم بېرته راستانه شول او يو ځل بيا د خپل لښكر ملاتړ شول او مسلمانان يې له هر لوري كلابند كړل.

د پېغمبر اکرم د وژل كېدو اوازه خپره شوه."ليث" د كفارو يو مېړنۍ جنګيالى و، چې د اسلام پر بيرغچي يې بريد وكړ. تر څو شېبو اخ و ډب او ګوزارونو وروسته،د اسلام بيرغچي حضرت "مصعب بن عمير" شهيد شو. د اسلام د سرتېرو مخونه پټ وو،ليث فكر وكړ، چې مړ شوى تن د اسلام پېغمبر دى؛نو بې واکه يې چغې كړې:((خلكو! "محمد" ووژل شو !)) دا د دروغو اوازه خوله پر خوله په ټول لښكر كې خپره شوه. د قريشو مشران دومره خوشحاله وو،چې غږونو يې د جګړې په ډګر كې انګازې كولې او ټولو ويل:(( محمد" ووژل شو،"محمد" ووژل شو.))

دې بې بنسټه خبر دښمن نور هم زړور كړ او د كفر لښكر د طوفاني سمندر د څپو په څېر مخکې ولاړ. هر چا كوښښ كاوه د حضرت "محمد" د بدن يو غړى يا ټوټه پرې كړي،چې د كفر په نړۍ كې  وياړ لاس ته راوړي. دې اوازې ، چې څومره دښمنان زړور كړل، همغومره يې د مسلمانانو جنګي روحيه خورا کمزورې كړه،تردې چې ډېرو مسلمانو وسلې پر ځمكه كېښووې او غرونو ته وتښتېدل.يوازې څو ګوتشمېر كسان پاتې شول،چې مقاومت يې وكړ.

"ابن هشام" د اسلام ستر تاريخپوه ليكي: (("انس بن نضر"، د "انس بن مالك" تره وايي: "چې د اسلام پر لښكر تنګسه شوه؛نو ډېر مسلمانان د خپل ځان په فكر كې شول او هر يو په يو ګوټ كې پټ شو؛ و مې ليدل، چې يوه ډله انصار او مهاجر، چې حضرت "عمر بن خطاب" او حضرت "طلحه بن عبيدالله" هم پکې وو، په ګوټ كې پټ دي او د ځان ساتلو په فكر كې دي. ما پرې نيوكه وکړه او ورته مې وويل: دلته ولې ناست ياست؟؛نو ويې ويل: پېغمبر اکرم ووژل شو؛ نور كار څه ګټه نۀ لري. ما ورته وويل: كه پېغمبر اکرم وژل شوى وي،نور خو دا ژوند هم ګټه نۀ لري، پاڅېږئ ! او په هماغه لار كې، چي "محمد" (ص) وژل شوى، تاسې هم شهيدان شئ. )) (205)

ځينې تاريخ ليكونكي داسې هم وايي، چې انس وويل:

(( كه "محمد"(ص) مړ شوى دى، خداى خو ژوندى دى.))  

 بيا يې وويل:((ومې ليدل، چې خبرې مې پرې اغېز نۀ لري؛نو خپله وسله مې راواخېسته او پر جګړه بوخت شوم.))

 "ابن هشام" وايي: ((انس په دې جګړه كې 70 ټپه واخېستل تردې، چې څېره يې بې له خوره بل چا و نۀ پېژنده.))

 ځينو مسلمانانو دومره ځان بايللى و،چې ځان ساتنې ته يې "عبدالله ابى" ته زارۍ كولې، چې له ابوسفيانه ورته امان واخلي.(206)



د قرآن شريف آيتونو  له يو لړ حقيقتونو پرده اوچته كړه

د قرآن شريف آيتونو د ناپوهۍ او تعصب پردې وشلولې او ښكاره يې كړ چې ځينو اصحابو وانګېرله،چې د بري په باب د پېغمبر اکرم وركړل شوې وعدې بې بنسټه وې. خداى په دې باب داسې وايي:

إِذْ تُصْعِدُونَ وَلاَ تَلْوُونَ عَلَى أحَدٍ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ فِي أُخْرَاكُمْ فَأَثَابَكُمْ غَمًَّا بِغَمٍّ لِّكَيْلاَ تَحْزَنُواْ عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلاَ مَا أَصَابَكُمْ وَاللّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ=(در ياد كړئ) چې کله (په تېښته) پرغره ختئ او(يو شمېر په ميدان كې خپاره واره شوئ، له وېرې مو) هېچا ته بېرته نۀ كتل او پېغمبر له شا درپسې نارې وهلې، بيا يې تاسې ته دا سزا دركړه، چې د غم له پاسه يې پرغم اخته كړئ؛ دا ځكه چې بيا د(جنګي غنايمو ) په بايللو او ( هم) په کړاو در رسېدو خپه نۀ شئ او څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى. (207)  

د آل عمران سورت ( 121 – 180 آيتونو) تر لوستو وروسته ددې جګړې په باب ګټور معلومات تر لاسه كولاى شئ. دا آيتونه راښيي چې د پېغمبر اکرم  ټول اصحاب پر دين مين نۀ وو؛بلکې په هغوى کې د سستې عقيدې خاوندان هم وو او احيانًا منافقان هم پکې وو؛خو سره له دې، مؤمن،متقي، مخلص او د پاك زړۀ خاوندان هم پکې ډېر وو.

نن ځينې عالمان غواړي ددې كسانو پر دغسې چارو پردې واچوي؛لکه چې ومو لوستې او ځينې غواړي د دې كړنو له حقيقته لرې مخونې (توجيهات) وکړي او ټولو اصحابو ته په يوه مقام قايل شي،حال دا چې داسې مخونې او د تعصب پردې پر حقيقت د پوهېدو مخه نېسي.

كوم ليكونكى کړاى شي د آل عمران سورت 153 آيت له مفاده منكر شي، چې وايي: (در يادكړئ) چې کله (په تېښته) پرغره ختئ او(يو شمېر په ميدان كې خپاره واره شوئ له وېرې مو) هېچا ته بېرته نۀ كتل او پېغمبر له شا درپسې نارې وهلې، بيا يې تاسې ته دا سزا دركړه، چې د غم له پاسه يې پرغم اخته كړئ؛ دا ځكه چې بيا د(جنګي غنايمو ) په بايللو او ( هم) په کړاو دررسېدو خپه نۀ شئ او څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى.))

د آل عمران 155 آيت:

إِنَّ الَّذِينَ تَوَلَّوْاْ مِنكُمْ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ إِنَّمَا اسْتَزَلَّهُمُ الشَّيْطَانُ بِبَعْضِ مَا كَسَبُواْ وَلَقَدْ عَفَا اللّهُ عَنْهُمْ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ=(دا حد په جګړه كې) چې له تاسې كوم خلك د مقابلې پر ورځ وتښتېدل،له دې امله وو،چې د هغو د ځينوګناهونو له امله شيطان وښويول او خداى هغوى وبښل او خداى تېرېدونكى (او) د زغم خاوند دى .                                                                                    

 قرآن هغوى داسې رټلي دي د پېغمبر اکرم د وژل كېدو تر اوازې وروسته يې له جګړې لاس واخېست او په دې  فكر كې وو،چې د عبدالله ابى له لارې له "ابوسفيان" پناه وغواړي:

وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ= "محمد"(ص) يوازې د خداى پېغمبر دى او له هغه مخكې نور پېغمبران هم تېر شوي وو؛ نو كه ومري يا ووژل شي،تاسې پر شا ګرځئ ؟ ( او اسلام پرېږدئ، جاهليت او كفر ته بېرته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې پر شا واوړي؛ نو هېڅكله به خداى ته زيان و نۀ رسوي او خداى به ډېر ژر شكر اېستونكيو ( او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي . (208)          

د احد تر څېړلو وروسته،ترخې او خوږې تجربې لاس ته راځي. له دې تاريخي پېښو دا جوتېږي: نۀ شو ويلاى ټول مسلمانان له دې امله چې د پېغمبر اکرم اصحاب دي؛تقوى او عدالت لري؛ځکه هغوى چې د احد له كنډو راكوز شول او هغوى چې غره ته وختل او وتښتېدل،دواړه ډلې د پېغمبر اکرم اصحاب وو او د پېغمبر اکرم خبره يې ونۀ منله.

"واقدي" د اسلام ستر تاريخپوه ليكي: (( د احد د جګړې پر ورځ  اته تنه وو،چې تر مرګه له رسول اکرم سره ولاړ وو.درې تنه مهاجر (حضرت "علي"،حضرت "طلحه"، حضرت "زبير") او پينځه انصار وو،چې بې له دې اتو تنو، نور ټول د خطر پر مهال پېغمبر اکرم ځان ته پرېښود او  وتښتېدل.

 "ابن ابي الحديد معتزلي شافعي" ليكي :(( په 608 كال كې مې، په "بغداد" كې د "مغازي واقدي" كتاب له ستر عالم "محمدبن معدعلوي" سره ولوسته، چې دې ځاى ته راورسېدو، چې "محمد بن مسلمه" ښكاره رانقل كړي وو:"ما د احد پر ورځ په خپلو سترګو وكتل، چې ځينې مسلمانان غره ته خېژي او پېغمبر اکرم هر يو ته په خپل نامه غږ وكړ او ويل يې: (( الى يا فلان الى يا فلان)) او هېچا د پېغمبر اکرم خبرې  ته غوږ و نۀ نيو"؛ استاد راته وويل: له فلان او فلانه مطلب هغه كسان دي، چې تر پېغمبر اکرم وروسته مقام او منصب ته ورسېدل او راوي هم دا،چې له هغوى ويرېده؛نو ښكاره يې نۀ دي غوښتلي نوم يې واخلي. )) (٢09)همداسې نوموړي په خپلې شرح كې رانقل كړي دي،چې عموم راويان هم يوه خوله دي چې وايې: (( حضرت "عثمان" له هغوى و،چې په هغه حساس وخت كې وتښتېد.))

پينځه تنه د پېغمبر اکرم وژلو ته هم ژمني كېږي

هغه مهال، چې د اسلام لښكر خپور وور شو او نظم يې له لاسه وركړ؛نو ټول بريدونه ددې لپاره و،چې پېغمبر اکرم له منځه يوسې؛نو ځكه د قريشو دغو پينځو تنو هوډ وکړ، چې پېغمبر اکرم  ووژني:

1 _ "عبدالله بن شهاب"، چې د پېغمبر اکرم تندى يې مات كړ.

2 _ "عتبه بن ابي وقاص" چې په څلور تيږو يې پېغمبر اکرم  وويشت او د پېغمبر اکرم يوغاښ يې مات كړ.

3 _ "ابن قميۀ  ليثي" د پېغمبر اکرم مخ ټپي كړ، دا ټپ دومره ژور و، چې د پېغمبر اکرم د پګړۍ ولونه پکې ورننوتل.  حضرت"ابوعبيد جراح" دا ولونه په خپلو غاښونو راواېستل، چې په کې څلور غاښونه يې هم مات شول.

4 _ "عبدالله بن حميد"د بريد په ترڅ کې حضرت ابوجاذبه وواژه.

5 _ "ابى بن خلف" له هغوى ځنې و،چې پېغمبر اکرم وواژه.هغه هله له پېغمبر اکرم سره مخ شو،چې پېغمبر اکرم ځان درې ته رسولى و او څو اصحابو پېژندلى و او ترې راتاو وو.هغه پېغمبر اکرم ته رانږدې شو او پېغمبر اکرم هم له "حارث بن الصمة" څخه نېزه واخېسته او د "ابى بن خلف" پر ورمېږ يې ومنډله او پر ځمكه راوغورځېد.

 سره له دې،چې د "ابى بن خلف" ټپ سرسري و؛ خو دومره وېره پرې ناسته وه،چې په لار كې يې،انډېوالانو څومره ډاډه كاوه؛نو نۀ کرارېده او ويل يې: (( "محمد" ته په مكه كې ما وويل، چې و به دې وژنم؛نو راته يې وويل:" زه به دې هم ووژنم" او "محمد" هېڅكله دروغ نۀ وايې))،چې همدې وړوكي ټپ او وېرې په لار كې وواژه.

 البته دا پېښه د قريشو پستي راښيي؛ځکه سره له دې، چې په خپله اعتراف کوي حضرت "محمد"(ص) رښتينى دى او هېڅكله دروغ نۀ وايې؛ خو بيا يې هم د دښمنۍ او وژنې ته مټى بډ وهلې وې. 

 پېغمبر اکرم د غر په څېر استقامت وكړ او د ځان او اسلام دفاع كوله . سره له دې،چې له مرګ سره يې دومره واټن نۀ درلود او ليدل يې چې د دښمن ټول لښكر د طوفان په څېر ورپسې روان دى؛خو لږ هم و نۀ وېرېد. يوازې هغه مهال،چې خپل مات شوى تندى يې له وينو پاكاوه؛ نو و يې ويل:

 ((هغه خلك څنګه به نېكمرغه شئ، چې د خپل پېغمبر څېره په وينو لړي ))،چې دا خبره پر لويې سينې او مهربانۍ يې ګواهي وركوي. (210)

حضرت علي (ک) وايي:((د جګړې په ډګر كې پېغمبر اکرم تر نورو دښمن ته نږدې و او چې جګړه به سخته شوه؛نو موږ ته يې هم پناه راكوله او په دې جګړه كې د ژوندي پاتې كېدو يو راز يې خپله دفاع وه او پردې سربېره، د هغه د څو سرتېرو يارانو دفاع هم وه.))

پېغمبر اکرم د احد پر ورځ سخت وجنګېد،څومره غشي يې،چې درلودل، ټول يې وېشتلي ووان چې لينده يې ماته شوه. (211)

د پېغمبر اکرم ساتونكي تر څو تنو زيات نۀ وو،چې موږ يې د دفاع په باب څو كرښې راوړې دي.(212)



په مېړانه دفاع او بيا برى

كه د تاريخ پردې برخه د بېرته بري نوم كېږدو؛نو د حقيقت پر خلاف به مو څه نۀ وي ويلي. له دې بري مطلب دا دى، چې كفارو د پېغمبر اکرم په وژلو پسې راخېستې وه او ځينو يارانو يې وكړاى شول،چې له مرګه يې وساتي،چې موږ دلته د دې ګوتشمېر يارانو د ځان تيرېدنې په باب څه مطالب راخستې دي:  

١_ لومړى ثابت او ولاړ سړى، د اسلام 26 كلن افسر؛حضرت علي (ک) و.

"ابن اثير" په خپل تاريخ كې ليكي:(( پر پېغمبر اکرم له هر لوري يرغلونه شول. هر ډلې  چې پرې بريد كاوه؛نو حضرت علي به هم د خداى د رسول په حکم پرې بريد كاوه او په وژلو يې د هغوى برى بېرته تمباوه. دا پېښه د احد د جګړې پر ورځ څو ځله تكرار شوه. د همدې ځان تيرېدنې له امله،د وحې امين جبرائيل راغى او پېغمبر اکرم  ته يې حضرت علي (ک) وستايه او ويې ويل:"ستا دا افسر څومره له ځانه تېر شو"،د خداى رسول هم د جبرائيل خبره تصديق  كړه او و يې ويل: "زه له علي او علي  له ما دى."  بيا د احد په ډګر كې انګازه واورېدل شوه:((لا سيف الا ذوالفقار، لا فتى الا على))؛يعنې،خدمتي توره د علي ده او بې له علي بل ځوانمرد نۀ شته.))(213)

"ابن ابي الحديد معتزلي" دا کيسه داسې رانقل كړې:

((پينځوس كسيزه ډلو به د پېغمبر اکرم وژنې ته بريد كاوه او حضرت علي (ک) حال دا چې، هغوى پر شا تمبول.))  

 بيا "ابن ابي الحديد" د حضرت جبرائيل د نازلېدو كيسه نقل كړې ده او وايي:((پر هغه ورځ د جبرائيل له لوري، د حضرت علي (ک) د ستايلو كيسه بيخي د تاريخ له نظره سمه خبره ده؛خو ما د "محمد بن اسحاق" د غزاګانو په ځينو کتابو كې هم ليدلې ده. ان تردې چې ددې خبرې صحت ته مې خپل استاد "عبدالوهاب سكينه" وپوښته،چې ځواب يې راكړ: "دا  خبره سمه ده". ما ورته وويل:"دا خبره ولې د شپږ ګونو صحاحو خاوندانو نۀ ده رانقل كړې؟" راته يې وويل: " ډېر داسې صحيح روايات لرو،چې د شپږګونو صحاحو خاوندانو نۀ دي راخېستي.)) (214)

يوه ورځ علي بن ابي طالب، "راس اليهود" ته خبرې كولې او ډېر ياران يې هم پکې ناست وو؛نو خپلو سرښندنو ته يې داسې اشاره كړې ده:

((... د قريشو لښكر، چې پر موږ بريد وكړ؛نو انصار او مهاجر د خپلو كورونو پر لور شول او ما سره له دې،چې اويا 70 ټپه اخستې وو، د پېغمبر اکرم دفاع مې وكړه.))

 بيا حضرت علي (ک) خپل څادر لرې كړ او هغه ټپونه يې خلكو ته وښوول.(215)

 "صدوق" په "علل الشرايع" كې وايې:((حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم په دفاع كې دومره استقامت وكړ،چې توره يې هم ماته شوه،چې بيا پېغمبراکرم خپله توره، چې "ذوالفقار" نومېده، ورکړه.))

"ابن هشام" په خپل كتاب كې د وژل شويو شمير 22 تنه ښوولى ،چې 12 يې حضرت علي (ک) وژلي دي او پاتې نورو مسلمانانو.(216)

 2 _ حضرت "ابوجاذبه":

 تر حضرت علي (ک) وروسته د اسلام دويم افسر و،چې د پېغمبر اکرم دفاع يې وكړه. ځان يې د پېغمبر اکرم سپر كړى و،غشي يې پر ملا لګېدل او دغسې يې د پېغمبر اکرم دفاع وكړه.

 "سپهر" په "ناسخ التواريخ" كې د حضرت "ابوجاذبه" په باب يوه جمله راوړې، چې موږ يې سند و نۀ موند ليكي:

 ((مشركانو پېغمبر اکرم او حضرت علي چاپېر بند كړل؛نو د پېغمبر اکرم سترګې پر "ابوجاذبه" ولګېدې او ويې ويل:"ابوجاذبه ! ما خپل بيعت له تا اخېستې؛خو علي له ما  او زه له علي يم." ابوجاذبه په چغو چغو وژړل او و يې ويل:"چېرې ولاړ شم،په مېرمنې پسې ولاړ شم، چې مړه کېږي،كور ته  ولاړ شم، چي خرابېږي،په خپلې شتمنۍ پسې ولاړ شم، چې له منځه ځي. په اجل پسې به ولاړ شم، چې رارسېدونكى دى." پېغمبر اکرم چې د "ابوجاذبه" اوښكې وليدې؛نو ورته يې د دفاع اجازه وركړه او هغه او "علي" پر پېغمبر اکرم د قريشو بريدونه وتمبول.))(217)

د تاريخ په کتابو كې د نورو كسانو نومونه هم ليدل كېږي؛لکه : "عاصم بن ثابت"، "سهل حنيف"، "طلحه بن عبيدالله" او.... ان تردې، چې ځينو ددې كسانو شمېر 36 تنو ته هم رسولى؛خو څه چې د تاريخ له پلوه قطعي دي،حضرت "علي" (ک)،حضرت "ابوجاذبه"، حضرت "حمزه" او (د "ام عامر" په نامه ښځه ،چې بې له دې څلور تنو د نورو نومونه  شكمن دي. 

3 _حضرت حمزه بن عبدالمطلب:

 حضرت "حمزه" د عربو پر ننګيالي هم مشهور و،چې د بدر په جګړه کې يې د مشركانو ننګيالى "شيبه" وواژه،ځينې يې ټپيان كړل او ځينې يې ووژل. 

"هنده" د "ابوسفيان" ښځې،د معاويه مور او د عتبه لور، له حضرت "حمزه" سره كينه درلوده؛هوډ يې کړى و،هر څنګه چې وي، له مسلمانانو د خپل پلار د وينې غچ واخلي.

"وحشي" د "جبير بن مطعم" مريى و،چې د "جبير" تره هم د بدر په جګړه كې وژل شوى و."وحشي" ته "هندې" ويلي وو،چې:((زما د پلار د وينې په غچ كې "محمد"،"علي" يا "حمزه" ووژنه.))

 "وحشي" ورته وويل:(( پېغمبر ته ځان نشم رسولاى؛ ځكه ياران يې کلکه دفاع كوي."علي" هم د جګړې په ډګر كې ډېر ويښ دى؛خو "حمزه" د جګړې پر مهال دومره غوسه وي،چې په خپل شاوخوا كې ورته څوك نۀ ښكاري؛كېداى شي له كومې لارې يې ووژنم.))

 "هندې" هم ورسره ومنله او ورته يې ژمنه وركړه،چي كه دا كار دې وكړ؛نو ازاد به دې كړم.

 ځينې ګروهمن دي،چې دا تړون "جبير" له "وحشي" سره كړى و؛ځکه تره يې هم د بدر په جګړه کې وژل شوى و.

د حبشي مريى وايي:((د احد جګړې پر ورځ، زه په "حمزه" پسې وم، ما ځان په بوټو او تيږو كې پټ كړى و،"حمزه" د زمري په څېر د دښمن پر لښكر بريد كاوه او څوك يې،چې مخې ته ورتله، واژه يې. پر جګړې بوخت و،چې له پېڅونې (کمين) راووتم او په نېزه مې وويشت،پر تشې ولګېد او نيزه ترې بوټه ووته.غوښتل. يې پر هماغه حالت پر ما بريد وكړي؛خو روح يې له بدنه ووت او ماته را و نۀ رسېد بيا په احتياط او پام ولاړم او خپله نېزه مې د "حمزه" له تشي راواېسته او د قريشو لښكرتون ته راستون شوم او د خپلې ازادۍ په تمه كېناستم. ما د احد له جګړې وروسته په مكه كې ژوند كاوه، مسلمانانو مكه ونيوه او زه "طايف" ته ولاړم ؛خو ډېره موده نۀ وه تېره،چې د اسلام ځواک هلته هم راورسېد. اورېدلي مې وو:څوك چې څومره هم مجرم وي؛كه اسلام راوړي؛نو پېغمبر اکرم يې له جرمه تېرېږي. حال دا چې د شهادت كلمه مې پر خوله وه،پېغمبر اکرم ته ورغلم،چې و يې ليدم؛ راته يې وويل:"تۀ هماغه حبشي وحشي يې؟" ورته مې وويل: هو. راته يې وويل: "حمزه" دې څنګه وواژه؟ ما هم ورته د "حمزه" د وژلو کيسه ټکي په ټکي وويله.پېغمبر اکرم دكيسې پر اورېدو ډېر خپه شو او ويې ويل: چې ژوندى يې؛نو چې مخ دې ونۀ وينم؛ځکه زما تره دې وژلى.))

دې ته وايې پراخه سينه او ستر روح، چې خداى د اسلام مشر ته وركړى و؛يعنې سره له دې، چې پېغمبر اکرم د خپل تره قاتل وژلاى شو؛خو آزاد يې كړ.

 وحشي وايي:((څو پېغمبر اکرم ژوندى و؛نو مخې ته يې ورنه غلم. د پېغمبر اکرم تر مړينې وروسته د "مسيلمه كذاب" جګړه پېښه شوه، ما هم د اسلام په لښكر كې ګډون وكړ او د يوه انصاري  په مرسته مې پر هماغه نيزه ،چې "حمزه" وژلى و،مسيلمه وواژه، كه ما پردې نېزه تر ټولو ښه انسان (حمزه) وژلى و؛خو تر ټولو بد انسان مې هم پرې وواژه!!!))

د مسيلمه په جګړه کې د وحشي ګډون هغه موضوع ده،چې په خپله وحشي يې ادعا كوي؛خو "ابن هشام" وايي:(( وحشي د خپل عمر په پاى كې د كارغه په څېر تور اوښتى و او په شرابو د روږدتيا له امله مسلمانانو ترې كركه كوله او تل پرې د شرابو  حد جاري كېده او د ناوړو كړنو له امله يې د اسلام د لښكر له لړۍ نوم پاك شوى و.))

 حضرت "عمر" بن خطاب (رض) به ويل: (( نۀ ښايي د "حمزه" قاتل په هغه دنيا كې نېكمرغه شي.)) (218)



٤_ام عامر:

 په دې  كې څه خبره ځاى نۀ ځايېږي، چې د اسلام لومړى جهاد پر مېرمنو حرام دى، چې د مدينې د مېرمنو استازې،پېغمبر اکرم ته راغله او په جهاد كې د ښځو د بې بر خى په باب يې وپوښت؛نو پېغمبر اکرم ددې ښځې له لارې د مدينې ښځو ته پيغام ولېږه:((كه د يو لړ فطري او ټولنيزو لاملونو له امله د جهاد له ثوابه بې برخې ياست؛نو د كور د چارو په ښه سمبالنه كې جهاد کولاى شئ او په سمه د كور چارې سمبالول له "جهاد فى سبيل الله" سره برابر دي.))

  كله به ځينې تجربه كارې مېرمنې د اسلام له سرتېرو سره مرستې ته له مدينې بهر تلې،اوبه به يې راوړې،د سرتېرو جامې به يې پريمنځلې او ټپيان به يې پالل او له دې لارې يې د اسلام له سرتېرو سره مرسته كوله.

"ام عامر"، چې نوم يې "نسيبه" و، وايي: ((د اسلام سرتېرو ته د اوبو راوړو لپاره تللې وم؛و ليدل مې چې مسلمانان د بري پر لور روان دي؛خو ډېر وخت لا نه و تېر،چې هر څه سرچپه شول،مسلمانانو ماتې وخوړه او پښې يې سپكې كړې.پېغمبر اکرم په خطر كې شو،خپله دنده مې وبلله، چې تر مرګه د پېغمبر اکرم دفاع وكړم،د اوبو ژى مې پر ځمكه كېښووه او توره مې راواخېسته او له پېغمبر اکرمه مې د دښمن بريدونه پر شا تمبول.))

 بيا "ام عامر" د خپلې اوږې د ټپ په باب وايې:((هغه مهال چې خلكو دښمن ته شا كړې وه او په تېښته كې وو،پېغمبر اکرم پر يوه غږ وكړ او ويې ويل: "اوس چې تښتې؛نو خپل ډال خو دې پرېږده!" هغه خپل ډال پر ځمكه واچاوه او ما راواخيسته، ناڅاپه مې د "ابن قميه" چغو مې پام راواړاوه،چې ويل ېې : (("محمد"(ص) چېرې دى؟)) هغه پېغمبر اکرم وپېژانده او توره په لاس يې د پېغمبر اکرم پر لور ورمنډه كړه؛خو ما او "مصعب" يې د بريدونه مخه ونيوه،زه يې پر اوږه ووهلم. سره له دې،چې ما پرې ډېر ګوزارونه کړي وو؛ خو د ګوزار اغېز يې تر يوه كاله پاتې و او دا،چې هغه دوه "زغرې" اغوستې وې؛ نو زما ګوذارونو پرې اغېز و نۀ کړ. پېغمبر اکرم،چې زما اوږه وليده، چې وينه ترې څاڅي؛ ژر يې زما زوى ته غږ كړ او ويې ويل: "د مور ټپ دې وتړه." ټپ يې وتاړه او بېرته د پېغمبر اکرم پر دفاع بوخته شوم. پر همدې مهال متوجه شوم،چې زوى مې هم ټپي شوى دى. هغه ټوټې مې چې د سرتېرو د ټپونو تړلو ته راوړې وي،راواېستې او د خپل زوى ټپ مې پرې وتاړه.دا مهال پېغمبر اکرم په خطر كې و،خپل زوى ته مې وويل: " پاڅېږه او پر جګړې بوخت شه!"((

 پېغمبر اکرم ددې ښځې له مېړانې سخت حيران و،د پېغمبر اکرم سترګې، چې د هغې د زوى پر وهونكي ولګېدې؛نو  ژر يې "نسيبه" ته وروښود او ورته يې وويل:((د زوى وهونكى دې دا سړى دى!)) دې مېړنۍ ښځې ورمنډه كړه او د خپل زوى وهونكى يې په توره وواهه او پاويې پرځاوه. دا ځل ددې ښځې مېړانې نور هم پېغمبر اکرم حيران كړ او له ډيرې حيرانتيا کټ مټ په خندا شو او ويې ويل: (( د خپل زوى غچ دې واخست.))

د هماغې ورځې پر سبا پېغمبر اکرم  لښكر د "حمراء لاسد" پر لور روان كړ.  نسيبې هم غوښتل له لښكر سره ولاړه شي؛خو د زياتو ټپونو له امله لانړاى شوه.

پېغمبر اکرم چې له "حمراء الاسد" راستون شو؛نو يو سړى يې پوښتنې ته د نسيبې كور ته ولېږه.پېغمبر اکرم يې چې له روغتيا خبر شو؛نو خورا خوشحاله شو.

دې ښځې سره له دې، چې دومره زياته سرښندنه کړې وه، له پېغمبر اکرم يې وغوښتل،چې دعا ورته وكړي چې خداى يې په جنت كې د پېغمبر اکرم خادمه كړي. دعا يې ورته وكړه او ويې وويل: (( خدايه! په جنت كې يې زما له يارانو وګرځوې.))

ددې ښځې له دفاع، پېغمبر اکرم دومره خوشحاله و،چې په اړه يې وويل: ((مقام نسيبة کعب اليوم خير من فلان و فلان))؛نن راته ددې سرښندونکې مېرمن مقام تر پلاني او پلاني لوړه دى.)) (219)

"ابن ابي الحديد" وايي: (( د حديث راوي له پېغمبر اکرم سره خيانت كړى؛ځکه پېغمبر اکرم د دوى دوو تنو نوم اخستى و؛خو راوي نۀ دى راوړى. )) د احد پاتې کيسه

د څو کسانو سرښندنه ددې لامل شوه،چې پېغمبر اکرم  د مرګ له کومي بچ شي. ډېرى دښمنانو انګېرله، چې پېغمبر اکرم وژل شوى دى او په مړيو كې يې مړى لټاوه او څو تنه مشركان،چې د پېغمبر اکرم له بچ كېدو خبر وو؛نو هغوى حضرت "علي" (ک) او حضرت "ابوجاذبه" او څو نورو ځوابول.

  همدغه مهال سلا وشوه،چې د پېغمبر اکرم د مرګ خبر دروغ نه کړاى شي او پېغمبر اکرم له خپلو يارانو سره د درې پر لور روان شو. په لار كې پېغمبر اکرم په هغه کنده کې وغورځېد،چې "ابوعامر" مسلمانانو ته كنلې وه،چې حضرت "علي" (ک) ژر راواست. حضرت"كعب مالك" لومړى تن و، چې پېغمبر اکرم يې وپېژانده. و يې ليدل،چې د پېغمبر اکرم  سترګې تر خپلې خولۍ لاندې يې ځلېږي؛ نو چغې يې كړى: (( مسلمانانو! پېغمبر اکرم  دلته دى! ژوندى دى او خداى له دښمنانو ساتلى دى.)) 

دا چې د پېغمبر اکرم د ژونديتوب خبر د دښمنانو د بيا يرغلونو لامل كېده؛نو پېغمبر اکرم "كعب" ته وويل،چې خبره پټه وساته او "كعب" هم چوپ شو.

 بالاخره پېغمبر اکرم درې ته راورسېد. دغه مهال کوم مسلمانان،چې هلته وو،د پېغمبر اکرم په ليدو خورا خوښ شول،چې خورا خړ وو او سرونه يې ځوړند نيولى وو.

 حضرت "ابوعبيده جراح" د پېغمبر اکرم له مخ نه د اوسپنې دوې ټوټې راوايستې.

 حضرت "علي"(ک) هم پېغمبر اکرم ته اوبه راوړې او مخ يې پرمينځه او و يې ويل:(( پرهغه ملت د خداى قهر نور هم ورډېر شو،چې د خپل پېغمبر مخ يې په وينو ککړ كړ.))


ناځوانه دښمن

هغه مهال چې مسلمانانو ماتې خوړلې وه،فرصت طلب دښمن وخت مناسب ګاڼه او د اسلام پر خلاف يې خپل شعارونه پېل كړ،چې ځينې ساده او بېعقله مسلمانان اغېزمن کاندي.

 يو معاصر ليکوال وايي:(( په خلكو كې د عقايدو او افكارو د نفوذ غوره وخت د ماتې، نيونې، ناورينونو او غمونو وخت دى. د مصيبت پر مهال د ظلم ځپلي قوم روحيه دومره کمزورېږي، چې د تشخيص ځواک له لاسه وركوي. همدغه مهال د دښمن زهرجن تبليغات د ماتې خوړلې  قوم په زړونو كې ننوځي.))

 "ابوسفيان" او "عكرمه" لوى بوتان راخيستې وو او په ښادۍ كې ډوب وو او له دې وخته په ګټنې يې وويل:((سر لوړى دى وي هبل؛يعنې زموږ دا برى ددې بوتانو د عبادت له امله دى او كه بې له دې خدايانو بل خداى واى؛نو دا جګړه به تاسې ګټلې واى.))

پېغمبر اکرم پوه شو،چې مشركان په خړو اوبو كې كبان نيسي؛نو خپل ټول غمونه يې شاته کړل. حضرت "علي" (ک) او نورو مسلمانانو ته يې وويل:((خلكو ته ووياست:خداى ستر او وسمن دى او زموږ ماتې خوړل په خداى پورې اړه لري او ددې ماتې لامل يوازې د بولندوى خبرې ته غوږ نۀ نيول وو.))

 "ابوسفيان" بيا هم له زهرجنو تبليغاتو لاس وانه خيست او ويې ويل: ((موږ د "عزى" بوت لرو او تاسې داسې بوتان نۀ لرئ.))

 پېغمبر اکرم د دښمن خبره راواخيسته او د دښمن پر خوله يې ور وويشته او مسلمانو ته يې وويل:(( تاسې هم د "ابوسفيان" د خبرې هم قافيه او هم رديفه خبره وکړئ:"كه اډانه مو د تيږې او لرګي بوت وي؛نو زموږ ملاتړ ستر او وسمن خداى دى."))

"ابوسفيان" بيا وويل: (( نننۍ ورځ مو د بدر د ورځې په بدله كې.))

مسلمانانو د پېغمبر اکرم په حکم وويل:((كله هم دا دوې ورځې سره برابرې نۀ دي؛ځکه زموږ شهيدان په جنت كې دي او ستاسې مړي په دوزخ كې.))

"ابوسفيان" د مسلمانو خوله ماتيو شعارونو حيران كړى وو او ويې ويل: (( بل كال ته به سره ګورو.)) ولاړ او د مکې پر لور روان شو. (220)

اوس مسلمانان د سلګونو ټپيانو او 70 تنو شهيدانو په درلودو ناچاره دي د مازيګر او ماسپښين لمونځونه وكړي. پېغمبر اکرم د ډېرى کمزورۍ له امله پر ناسته لمونځ وركړ او بيا يې شهېدان خارو ته وسپارل .



'د جګړې پاى'

د جګړې اور مړ شو او دواړه اړخونه له يو بله لرې شول. د كفارو په پرتله د مسلمانانو تلفات درې ګرايه وو او بايد ژر تر ژره د خپلو يارانو مړي خاورو ته وسپاري او ديني مراسم پر ځاى كړي.

د قريشو ښځو هم،چې ډګر خالي كتلي و،لاسونه يې په بېساريو تاريخي جنګي جنايتونو پورې كړي وو. هغوى د مسلمانانو له مړيو غړي،غوږونه او پوزې پرې كړې وې. د نړۍ په ټولو ملتونو كې،چې د دښمن مړي بې دفاع او بې پناه شي؛نو د احترام وړ شي؛ خو د "ابوسفيان" ښځې "هندې" د مسلمانانو د بدن له غړيو غاړه كۍ جوړه كړې وه. د اسلام د ستر افسر حضرت "حمزه" ګېډه يې څېرلې وه او د هغه ځيګر يې راايستلى و او ډېر غاښونه يې پرې لګولي وو، چې و يې خوري؛خو و يې نۀ خوړلاى شو. د هندې دا كړه دومره كركجن او ناوړه وو، چې "ابوسفيان" وويل:((زه له دې كړنو پناه غواړم،ما هېڅكله د داسې كار حکم نۀ و وركړى؛خو بيا هم پردې كار خپه نۀ يم.))

 د هندې دا ناوړه كړه ددې لامل شو،چې هنده په مسلمانانو كې پر "ځيګر خورې هندې" مشهوره شوه او خلك يې زامنو ته د ځيګر خورې" زامن ووايي.

مسلمانان له پېغمبر اکرم سره يو ځاى د جګړې ډګر ته ورغلل،چې اويا تنه شهيدان خاورو ته وسپاري.د پېغمبر اکرم سترګې  پر حضرت "حمزه" ولګېدې او دومره  غوسه شو،چې سترګې يې سرې واوښتې او و يې ويل:(( اوس چې څومره غوسه يم؛تر اوسه لا دومره نۀ وم پر غوسه شوى.))

تاريخپوهان او مفسران يو خوله دي،چې مسلمانانو ژمنه وكړه او كله ورسره پېغمبر اکرم هم ور زياتوي،چې كه پر مشركانو برلاسي شول؛نو همدا كار به ورسره وكړو او د يوه پر ځاى به  له 30 تنو سره دا كار وكړو. د هغوى له دې هوډه ډېر وخت لا نۀ و تېر شوى، چې حضرت جبرائيل دا آيت راووړ:((كه هوډ لرئ مجازات يې كړئ؛نو په مجازاتو كې منځلاري اوسئ او له منځلارۍ مۀ وځئ او كه صبر وكړئ؛نو صابرينو ته ښه ده.)) (221)

 اسلام پردې آيت چې په خپله د قضايي چارو يو اصل دى،خلكو ته خپله روحاني عاطفي څېره وښووه او وايي اسلام د غچ اخستو دين نۀ دى  او د غوسو په توفان كې هم له عدالته پښه نۀ اړوي.

"صفيې" د حضرت "حمزه" خور غوښتل د خپل ورور مخ وويني؛خو زوى يې "زبير" د پېغمبر اکرم په حکم مخه ونيوه. "صفيې" خپل زوى ته وويل:((اورېدلي مې دي زما ورور يې مثله كړى، پر خداى قسم كه پرې مې ږدئ چې ويې وينم؛نو خپه به نۀ شم او د خداى په لار كې به دا مصيبت قبول كړم.))

 د اسلام په ښوونځي كې روزل شوې دا مېرمن راغله،خپل ورور يې وكوت، لمونځ يې ورته وكړ او خپل ورور ته يې دعا وكړه او ولاړه.

په رښتيا چې ايمان ستر ځواک دى،چې د غمونو،مصيبتونو او سترو توفانو په مخ كې درېږي او غم ځپلي ته وقار او صبر وربښي.

پېغمبر اکرم د احد د شهيدانو د جنازې لمونځ وكړ او بيا يې هغوى يو يو او يا دوه دوه خاورو ته وسپارل او حكم يې وركړ، چې حضرت "عمر جموع" او حضرت "عبدالله عمرو"(رضى الله عنهما) په يوه قبر كې خاورو ته وسپارئ؛ځکه ډېر پاخه انډېوالان وو او څومر به ښه وي، چي مړي يې هم يو ځاى وي.( 222)



د حضرت سعد بن ربيع وروستۍ خبرې

حضرت "سعد بن ربيع" د پېغمبر اکرم له پالوالو (وفادارو) يارانو ځنې و،چې زړۀ يې له ايمان او اخلاصه ډک و. هغه وخت يې چې 12 ټپه خوړلي وو او پر ځمكه پروت و؛نو يو سړى يې تر څنګ تېر شو او ورته يې وويل:(( "محمد" مړ شوى دى.))

 "سعد" ورته وويل:((كه "محمد"(ص) مړ شوى؛نو خداى خو يې ژوندى دى او د خداى د دين  خپرېدو ته جهاد كوو او د توحيد د پولو دفاع كوو.))

د جګړې اور چې مړ شو؛نو پېغمبر اکرم ته "سعد" ورياد شو او و يې ويل: (( څوك به د "سعد" خبر راوړي؟))

 حضرت "زيد بن ثابت"(رض) دا دنده واخيسته، ولاړ او "سعد" يې په مړيو كې پيدا كړ او ورته يې وويل:((پېغمبر اکرم دنده راكړې، چې د احوال سم خبر دې ورته يوسم.))

"سعد" ورته وويل:((پر پېغمبر اکرم مې سلام ووايه او ورته ووايه، د "سعد" د ژوند څو شېبې پاتې دي او خداى دې درته د خپلې پېغمبرۍ د شان ثواب دركړي.زما سلام پرانصارو او د پېغمبر اکرم پر يارانو ووايه او ورته ووايه:"كه تاسې ژوندي وئ او پېغمبراکرم ته زيان ورسېد؛نو خداى ته به هېڅ عذر او پلمه ونۀ لرئ."))  

 د پېغمبر اکرم استازى لا له حضرت "سعد" دومره لرې شوى نۀ و، چې د حضرت "سعد" روح د ابديت پر لور والوت.(223)

د حضرت له پيغامه ګټنه کېږي،لارويان بايد د خپل مشر له ساتنې غافل نۀ وي.

پېغمبر اکرم مدينې ته ستنېږي

لمر په ډوبېدو كې و او د احد پر سيمه عجيبه چوپتيا واكمنه وه. په همدې شېبو كې پېغمبر اکرم مسلمانانو ته مدينې ته د ستنېدو امر وكړ.

پېغمبر اکرم له انصارو او مهاجرو سره،چې په جګړه كې يې ګډون كړى و،مدينې ته راننووت. په مدينه كې د ميندو او خويندو ژړاګانو انګازې كولي.پېغمبر اکرم د "بني عبدالاشهل" كورونو ته راورسېد،د ښځو وير يې د زړۀ شيشه ماته كړه، له سترګو يې اوښكې راتويې شوى او ويې ويل:((خواشينى يم چې  څوك "حمزه" ته نۀ ژاړي.)) (224)

 حضرت "سعد بن معاذ" او څو نورو يوې ډلې ښځو ته وويل، چې راشئ او د اسلام پر خادم او ستر افسر وير وكړئ. پېغمبر اکرم، چې له دې پېښې خبر شو؛نو دې ښځو ته يې دعا وكړه او ويې ويل:(( له ما سره تل انصارو مادي اومعنوي مرستې كړې دي. د "حمزه" وير ته ناستې ښځې دې خپلو كورونو ته ولاړې شي.))

د ايمانوالې مېرمنې خاطرې

د "بني دينار" د ټبر مېرمن،چې کونډه، بوره او وراده شوې وه، د ښځو په منځ كې ناسته وه او اوښكې يې تويولې او نورو ښځو هم وير كاوه. پېغمبر اکرم ددې ښځو تر څنګ تېرېده. دې مېرمن  په شاوخوا  کې له ناستو مېرمنو، د پېغمبر اکرم په باب وپوښتل. ټولو ورته وويل: (( د خداى شكر دى،چې پېغمبر اکرم روغ رمټ دى.))

 مېرمنې وويل:(( غواړم پېغمبر اکرم له نږدې ووينم.))

 پېغمبر اکرم ورته نژدې و. ورته يې وروښود،چې سترګې يې پرې ولګېدى؛نو خپل ټول غمونه يې هېر كړل، يو انقلاب يې راولاړ كړ او د زړۀ له كومې يې غږ كړ او ويې ويل: (( رسول اکرمه! ستا په لار كې ټول كړاوونه او غمونه اسان دي،چې ژوندي ياست؛نو هره ستره بلا،چې پر موږ راشي؛نو راته كوچنۍ ښكاري.)) (225)



د سرښندويو ښځو بله بېلګه

په تېرو پاڼو كې مو د حضرت "عمرو بن جموع" په باب ولوستل،سره له دې چې ګوډ و او جهاد هم پرې واجب نۀ و؛خو په ډېر ټينګار يې له پېغمبر اکرم نه د جهاد اجازه واخيسته او د مسلمانانو په لومړۍ ليكه كې ودرېد. زوى يې حضرت "خلاد" او د ښالى (د خور خاوند)  يې حضرت "عبدالله بن عمرو" هم په جګړه كې ګډون كړى و،چې درې واړه شهيدان شول.

ښځه يې؛"هنده" [د "عمرو بن خرام" لور د "جابر بن عبدالله انصاري"، ترور] احد ته راغله او خپل شهيدان يې پر اوښ واچول او مدينې ته راغله. په مدينه كې ډنډوره ګډه شوې وه، چې پېغمبر اکرم مړ شوى دى.

 ښځې د پېغمبر اکرم پر احوال پوهېدنې ته د احد پر لور رواتې وې،په منځ لار كې يې د پېغمبر اکرم ښځې وليدې،چې د پېغمبر اکرم په باب يې وپوښتل.دې مېرمن حال دا چې خپل شهيدان يې پر اوښ بار كړي وو، په ورين تندي يې وويل:((زېرى مې درباندې! پېغمبر اکرم ژوندى دى او ددې لوى نعمت پر وړاندې،چې راباندې څومره غمونه هم راشي، قبول مې دي او بل خبر دا،چې خداى كافران له غوسې ډك ستانه کړل.)) (226) بيا يې ترې وپوښتل:((دا مړي د چا دي؟))

ورته يې وويل:((ټول زما دي؛يو مې خاوند، بل مې ورور او بل مې زوى دى، چې ښخولو ته يې مدينې ته وړم.))

 د اوښ پړى يې نيولى و او د مدېنې پر لور روانه وه؛خو اوښ ډېر په سختۍ روان و. د پېغمبر اکرم له ښځو يوې ورته وويل:(( كېداى شي د اوښ بار دروند وي.))

 هندې ورته وويل:(( دا اوښ قوي دى او د دوو اوښانو بار وړای شي؛خو بل لامل لري او هغه دا،چې كه د اوښ مخه مې احد ته كړه؛نو ډېر په اسانۍ به ولاړ شي؛خو اوس يې، چې مخه مدينې ته ده؛نو په سختۍ ځي.))

"هندې" هوډ وکړ احد ته ولاړه شي او پېغمبر اکرم له دې کيسې خبر كړي، هغه له اوښ او مړيو سره احد ته راغله او له پېښې يې پېغمبر اکرم  خبر كړ. پېغمبر اکرم ورته وويل:(( مېړه دې جګړې ته ته! نو له خداى يې څه غوښتې وو؟))

 ورته يې وويل:((مېړه مې له خداى وغوښتل،چې خپل كور ته مې راستون نۀ کړې.))

 پېغمبر اکرم ورته وويل:((د مېړه دعا دې قبوله شوې، خداى نۀ غواړي دا جنازه د عمرو كور ته ولاړه شي؛نو تا ته په کار ده، چې دا مجاهدين د احد په سيمه كې خاورو ته وسپارې او پردې پوه شه،چې دوى درې واړه به په هغه دنيا كې يو ځاى وي.))

"هندې" اوښكې تويولې او له پېغمبر اکرم يې وغوښتل،چې دعا ورته وكړي، چې هغه هم ورسره وي.(227)

پېغمبر اکرم خپل كور ته راننووت او چې د فاطمې بي بي سترګې په خپل ټپي پلار ولګېدې؛نو په ژړا شوه. پېغمبر اکرم  خپله توره وركړه، چې ويې مېنځي.

"اربلي" د اوومې پېړۍ تاريخپوه: (( د پېغمپر لور اوبه راوړې،چې د خپل پلار د مخ وينې پرېمنځي. حضرت "علي" (ک) به ورته اوبه اچولې او فاطمې بي بي به د پېغمبراکرم مخ پرېمنځه؛خو دا چې ټپونه ژور وو،وينه بنده نه شوه؛د پوزي يوه ټوټه يې وسوځوله او ايره يې پر ټپونو كېښووه او وينه يې بنده شوه.)) (٢٢٨)



دښمن بايد تعقيب شي

د احد د جګړې ورپسې شپه ډېره حساسه شپه وه،  مسلمانان په خپلو كورو كې ويده وو. منافقان،يهودان او د "عبدالله ابى" پلويان ډېر خوشحاله وو. له ډېرو كورونو د خويندو او ميندو د وير غږونه راجګېدل. ددې احتمال هم و،چې د مدينې يهودان او منافقان د اسلام پر ضد راپاڅېږي او په اختلاف اچولو د مسلمانانو سياسي يووالى او د اسلام د مركز ټينګښت له منځه يوسي.

ځايي او كورني اختلافات تر بهرني دښمنه خورا زيات زيان لري؛ نو په كار وو پېغمبر اکرم هغوى پوه كړي او ورته ووايي، د توحيد قدرت هېڅكله بې نظمه قدرت نۀ دى او كه كوچنى حركت يې وكړ؛نو ځاى پر ځاى به له منځه تللي وي.

 پېغمبر اکرم د خداى له لوري مامور شو چې د هماغې شپې پر سبا دښمن تعقيب كړي .پېغمبر اکرم يوتن مامور كړ،چې د ښار په ټولو ځايو كې اعلان كړي:((پرون چې چا د احد په جګړه كې ګډون كړى؛سبا دې د دښمن تعقيب ته تياروي او چا،چې ګډون نۀ و كړى؛ حق نۀ لري په جهاد كې  راسره برخه واخلي.)) (229)

د پېغمبر اکرم  داپرېکړه د لاندې دلايلو له مخې و.

1 _ دا محدوديت،پر هغو، چې د احد په جګړه كې يې برخه نۀ وه اخېستې يو ډول يرغل و او په حقيقت كې له هغوى چې د دفاع او برخې اخېستو وړتيا نۀ لرئ د صلاحيت اخستل وو.

2 _ برخوالو ته يو ډول غوږتاوى و؛ ځکه د هغوى د بى نظمۍ له امله اسلام ماتې وخوړه،چې اوس بايد ماتې جبران كړي، چې بل ځل داسې بې نظمې ونۀ کړي.د پېغمبر اکرم  د  وياند دا خبره د "بني عبدالاشهل" د ټبر د يوه ځوان غوږ ته ورسېده . هغه له خپل ورور سره په كټ كې پروت و او سره له دې، چې خورا ستونزې يې درلودې او يو اس يې درلود؛نو يو بل ته يې وويل: ((ښه خبره نۀ ده،چې پېغمبر اکرم جهاد ته ولاړ شي او موږ ترې پاتې شو.)) دواړه وروڼه په نوبت پر اس سپرېدل او ځان يې د اسلام لښكر ته ورساوه.(230)



حمراء الاسد

ځينو په دښمن پسې تر "حمراءالاسد" پورېوتل يو څه کم ښکاري، مستقله غزا شمېرلې؛خو ځينو د احد د جګړې برخه ګڼلې ده.

 پېغمبر اکرم حضرت "ابن ام مكتوم" په مدينه كې خپل ځايناستى كړ او په "حمراءالاسد" كې يې، چې له مدينې اته ميله لرې و سنګر ونيو.

"معبد خزاعي" سره له دې،چې مشرك و، د پېغمبر اکرم ډاډېنه يې وکړه وويله. د "خزاعه" ټبر تل د اسلام ملاتړ و."معبد" پېغمبر اکرم  ته د خدمت کولو په موخه د قريشو لښكرتون ته ورغى او له "ابوسفيان" سره يې وليدل. هغه پوه شو چې "ابوسفيان" هوډ کړى، پر مدينې بريد وكړي او نور مسلمانان هم ووژني. "معبد"، "ابوسفيان" له دې كاره منع كړ او ورته  يې وويل:((ابوسفيانه! "محمد" اوس په "حمراءالاسد" کې له ډېرو سرتېرو سره اړولي او هغه چې پرون ورسره په جګړه كې نۀ وو هغوى هم ورسره راغلي. ابوسفيانه! ما داسې څېرې وليدې،چې له غوسې سرې اوښتې دي او مسلمانان له پرونۍ بى انضباطۍ  سخت پښېمانه دي.))

 معبد "ابوسفيان" ته دومره د مسلمانانو د ظاهري قدرت او روحي ستريا په باب خبرې وكړې، چې "ابوسفيان" يې له خپل هوډه واړاوه.

 پېغمبر اکرم له خپلو يارانو سره د شپې په "حمراء الاسد" كې پاتې شو او سرتېرو ته يې حکم وكړ،چې خپاره شئ او هر يو بېل بېل اور ولګوئ، چې دښمن و انګېري،چې د مسلمانانو شمېر ډېر دى.

"صفوان بن اميه"، "ابوسفيان" ته وويل: (( مسلمانان غوسه دي او ټپ يې خوړلى، زما په اند همدومره بس دى او نور بايد مکې ته ستانه شو.)) (231)

مؤمن بيا بيا نۀ غولېږي

مؤمن تر يوه ځل زيات نۀ تېروځي. دا جمله پېغمبر اکرم هله وويله، چې "ابوعره جمحي" له پېغمبر اکرم ازادي وغوښته.هغه د بدر په جګړه كې نيول شوى و او پېغمبر اکرم د بدر تر جګړې وروسته په دې شرط ازاد كړى و،چې بيا به له مشركانو سره د اسلام پر خلاف فعاليت نۀ کوي او هغه هم ورسره منلې وه؛خو د احد په جګړه كې يې پر خپلې ژمنې عمل و نۀ کړ. مسلمانانو، چې له "حمراء الاسد"راستنېدل؛نيولى يې و. هغه دا ځل بيا له پېغمبر اکرم ازادي وغوښته؛خو پېغمبر اکرم يې په وړانديز غوږ و نۀ ګراوه او ورته يې وويل:(( مؤمن له يوې سوړې دوه ځل نۀ چيچل کېږي.)) او د هغه د اعدام حكم يې وكړ.

 د احد جګړه، چې له ډول ډول درسونو ډكه وه پاى ته ورسېده. (232)  بالاخره د احد جګړې د اويا،څلور اويا او ځينې وايي،چې د يواتيا  شهيدانو په وركولو پاى ته ورسېده او د مشرکانو د مړيو شمېر 22 تنه و او دا ترخه پېښه هله راپېښه شوه،چې ساتندويانو بې انضباطي وكړه.

 د احد جګړه،چې د شوال د مياشتې پر اوومه د شنبې له ورځې پېل شوې وه،د "حمراءالاسد" له پېښې سره يو ځاى د هماغې مياشې پر څوارلسمه پاى ته ورسېده.

 د هجرت د دريېم كال له مهمو پېښو د امام "حسن مجتبى" زوكړه  هم ده.

پينځه ويشتم څپرکى

د څلورم هجري كال پېښې



د تبليغيانو شهادت

 د احد تر جګړې وروسته،د مسلمانانو د سياسي ماتې آثار پوره ښکاره وو. تر دې وروسته کورني او بهرني خوځښتونه د اسلام را پرځولو ته ورځ تر بلې زياتېدل. منافقانو، د مدينې يهودانو،له ښاره بهر مشركانو او په لرې شاوخوا كې پرتو مشركو ټبرونو د اسلام پر ضد اقداماتو ته خورا جرات پيدا كړى و.



د تبليغاتو د وژلو ځيرمنه نقشه

پېغمبر اکرم د پوځي ټوليو په لېږلو،د مشركانو نقشې خاورې ايرې كړې او همداراز د تبليغ يوه ډله يې بې پلوه ټبرونو ته ولېږله ،چې زړونه يې اسلام ته رامات کړي.

تكړه مبلغان، د قرآن،احکامو او د پېغمبر اکرم د ويناوو حافظان، حاضر وو چې سر يې ولاړ شي؛خو د اسلام دين خلكو ته ورسوي؛خو ځينو وحشي ټبرونو د اسلام دا معنوي كسان ووژل.

 "ابن هشام" د "رجيع" په سيمه كې د وژل شويو تبليغيانو شمېر 6 تنه او "ابن سعد" 10 ښوولى دى.(233)



د "بئرمعونه" ناورين

پر څلورم هجري كال د "صفر" په مياشت کې، مخکې له دې،چې پېغمبر اکرم ته د اسلام د مبلغينو د وژل كېدو خبر راورسي،"ابوبراء عامري" مدينې ته راغى. پېغمبر اکرم هغه اسلام ته راوباله؛ خو اسلام يې ونۀ  مانه او پېغمبر اکرم  ته يې وويل:(( كه د تبليغ  قوي ډله د "نجد" سيمو ته ولېږې؛نو ايمان به راوړي؛ځکه د اسلام لېواله دي.))

 پېغمبر اکرم وويل: (( زه يې له مكر او  دښمنۍ وېرېږم.))

" ابوبراء" وويل: (( استول شوې ډله به زما په پناه كې وي او ضمانت كوم، چې له هر ډول پېښو يې وساتم.))

د اسلام څلوېښت علمي شخصيتونه،چې د قرآن او احكامو حافظان  وو، د "منذر" په قوماندانۍ د "نجد" سيمې ته ولاړل او د "بئرمعونه" تر څنګ يې واړوله.

 پېغمبر اکرم د "نجد" يوه مشر ته د اسلام د بلنې ليک وليكه او يوه  مسلمان دنده واخيسته، چې "عامر" ته يې ورسوي. "عامر" د پېغمبر اکرم ليک و نۀ لوست او د پېغمبر اکرم استازى يې وواژه او بيا يې خپل ټبر د اسلام د تبليغ د ډلې وژلو ته راوهڅاوه. د ټبر خلكو ورسره و نۀ منله او ويې ويل: (( د "ابوبراء" لوى ټبر ورته امان وركړى دى.))

بالاخره "عامر" له خپل ټبره نهېلى شو او له شاوخوا كوچيانو او ټبرونو يې مرسته وغوښته او بيا د تبليغ ډله د "ابوعامر" پلويانو را اېساره كړه. مبلغانو يوازې په تبليغ كې مهارت نۀ درلود؛بلکې تكړه جنګيالي هم وو،چې ځان تسليمول يې ننګ باله، تورې يې راوايستې او مقاومت يې وكړ،چې په پاى کې ټول شهيدان شول. په دې  ډله كې يوازې حضرت "كعب بن زيد" په ټپي ځان مدينې ته راورسېد او خبر يې راورساوه.(234)

په دې بوږنوړې پېښه ګرد مسلمانان خپه وو او پېغمبر اکرم تر ډېره وخته د (( بئرمعونه)) شيهدان يادول.

شپږويشتم څپرکى

د "بني النضير" غزا د مدينې منافقان او يهوديان د احد په جګړه كې د مسلمانانو له ماتې او د اسلام د علمي مېړونو په وژلو خورا خوشحاله وو او په فرصت پسې وو،چې په مدينه كې اخ و ډب او ګډوډي وكړي او له مدينې بهر ټبرونو ته وښيي،چې په مدينه كې پوټى يووالى هم نۀ شته او د اسلام بهرني دښمنان په اسانۍ د اسلام نوى حكومت له بېخه رانړولاى شي.

پېغمبر اکرم د "بني النضير" پر افکارو ځان پوهولو ته  له څو افسرانو سره كلا ته يې ورغى؛خو د پېغمبر اکرم ظاهري موخه دا وه،چې راغلى د "بني عامر" د ټبر د  دوو تنو د ديت په اخيستو كې،چې "عمرو بن اميه" وژلى دي، ترې مرسته وغواړي؛ځکه د "بني النضير" ټبر هم له مسلمانانو سره هم ژمنى و او هم له "بني عامر" سره،چې هم ژمنيو ټبرونو په داسې وختونو  كې له يو بل سره مرسته كوله.

پېغمبر اکرم يې د كلا مخې ته راغى او ورته يې خپله خبره وکړه. هغوى هم پېغمبر اکرم ته په ورين تندي ښه راغلاست ووايه او ژمنه يې وكړه، چې د ديت په اخيستو كې به ورسره مرسته وكړي. بيا هغوى پېغمبر اکرم ته په"ابولقاسم" غږ وكړ او و يې غوښتل،كلا ته يې راننوځي او ورځ ورسره تېره كړي.

رسول اکرم يې وړانديز و نۀ مانه  او د دېوال سيوري ته د "بني النضير" له مشرانو سره په خبرو بوخت شو؛خو "مغازي" وايي، چې پېغمبر اکرم يې كلا ته ورننوت.(235)

پېغمبر اکرم احساس كړل،چې ددې غوړه ماليو شا ته،هرومرو پټ حركتونه دي. بل خوا په كوم ځاى كې،چې پېغمبر اکرم ناست و، ډېر تګ راتګ كېده؛له يو بل سره پسپسكيو هم د پېغمبر اکرم شك زيات كړ.

 هوډ يې وکړ و،چې پېغمبر اکرم هماغلته ووژني او له هغوى"عمرو جحاش" تيارى نيولى و، چې له بامه پر پېغمبر اکرم لوى ګټ راوغورځوي.

 "واقدي" وايي:له دې شومو نقشو پېغمبر اکرم د وحې له لارې خبر شو؛پېغمبر اکرم له خپل ځايه وخوځېد او يهودانو ته يې داسې وښوول ، چې ګنې څه كار ته ځم او بېرته راګرځم؛خو پېغمبر اکرم هماغسې مدينې ته ولاړ او ان خپل ياران يې هم خبر نۀ کړل؛خو يهودان هماغسې پېغمبر اکرم ته په تمه وو؛خو څومره چې په تمه شول،پېغمبر اکرم ور نغى.

 د "بني النضير" مشران سخت اندېښمن شول. له يوه لوري يې فكر كاوه،چې پېغمبر اکرم يې له دسيسې خبر شوى؛نو غوږونه به يې تاو کړي،بل خوا يې يو بل ته ويل:((او س مو،چې "محمد" له ګوتو وتلى؛نو ياران به يې و وژنو))؛خو بيا يې وويل:((كه دا كار مو وكړ؛نو خبره به نوره هم ورانه شي او "محمد" به يې له موږه غچ واخلي.))

 دغه مهال د پېغمبر اکرم يارانو پرېکړه وکړه،چې په پېغمبر اکرم پسې ووځي. له كلا  لا دومره لرې شوي نۀ وو، چې يو سړى يې مخې ته راغى او ورته يې وويل:((پېغمبر اکرم وختي ځان مدينې ته رسولى دى.))

 هغوى  ولاړل او پېغمبر اکرم يې د يهودو له دسيسې خبر كړ. پردې سربېره، پېغمبر اکرم  د وحې له لارې هم خبر شوى و.(236)

 له دې خيانت سره څه بايد وكړو؟

اوس به پېغمبر اکرم  له دې خيانتكارانو سره څه كوي؟

 هغوى،چې د اسلامي حكومت له ښېګړو برخمن وو او ناموسونه او مالونه يې د اسلام سرتېرو ساتل. هغه ډله،چې د پېغمبر اکرم په ټول ژوند كې يې د رسالت نښې ليدلې وې اود نبوت په باب يې په خپلو کتابو كې لوستي وو؛نو ددې پر ځاى چې مېلمه پالي وكړي،وژلو ته يې ملا تړلې وه.

 عدالت دلته څه وايي؟ دا چې دا پېښې تكرار نۀ شي او هم ددې چارو جرړې وچې شي؛نو څه بايد وشي؟!

منطقى لار هماغه وه، چې پېغمبر اکرم غوره كړه.

 ټولو سرتېرو ته يې د تيار شئ حكم وكړ او "محمد بن مسلمه اوسي" يې د "بني النضير" ټبر ته ولېږه، چې د پېغمبر اکرم پيغام ورته ورسوي. هغه ولاړ او د "بني النضير" مشرانو ته يې د پېغمبر اکرم دا پيغام ورساوه:

((پېغمبر اکرم  وايي،چې ژر تر ژره په لسو ورځو كې دننه دننه دا خاوره پرېږدئ؛ځکه مكر او چل مو كړى دى او كه په دې  موده  كې مو دا كار و نۀ کړ؛نو وينه به مو تويه كړم.))

 د پېغمبر اکرم دې پيغام پر يهودانو وېره راوسته او هر يو د كړيو چارو پړه پر يو بل اچوله.يو مشر يې وويل:((راځئ ټول ايمان راوړو))؛خو د ځينو ځېل ددې لامل شو چې وړانديز يې و نۀ منل شي. يهودان له ناچارې "محمد بن مسلمه" ته وويل: (( "محمد بن مسلمه اوسي"! تۀ د "اوس" له ټبره يې او موږ د پېغمبر اکرم له راتلو مخکې، له ټبر سره مو هم ژمنى وې؛نو اوس ته ولې له موږ سره د جګړې له ورۀ راننوځې؟))

 په ډاډه زړۀ يې ورته وويل: (( هغه وختونه ولاړل،اوس زړونه بدل شوي دي.))

دا پرېکړه د هغه تړون له مخې وه، چې په لومړيو ورځو كې پېغمبر اکرم په مدينه كې له يهودو سره كړى و. دا تړون د "بني النضير" د ټبر له لوري "حيى بن اخطب" لاسليك كړى و.

 موږ ددې تړون مادې پخوا نقل كړې دي؛خو دلته يې څو مادى راوړو : ((پېغمبر اکرم له دې درې واړو ټبرونو ("بني النضير"، "بني قينقاع" او "بني قريظه") سر تړون كوي،چې هېڅكله به د خداى د رسول پر خلاف ګام اوچت نۀ کړي او په ژبه او لاس به ورته زيان ونۀ رسوي... او كه ددې تړون پر خلاف يې كار وكړ؛نو پېغمبر به ازاد وي وينه يې تويه كړي،مالونه يې ضبط كړي او ښځې او بچي يې اسيران كړي.)) (237)


د نفاق د ګوند ونډه د نفاق د ګوند خطر تر يهودو زيات و؛ځکه منافق په انډېوالۍ كې له شا ګوزار كوي او ددې ډلې مشران "عبدالله ابى" او "مالك بن ابى" وو. هغوى بې ځنډه د "بني النضير"مشرانو ته پيغام ولېږه،چې له دوو زرو سرتېرو سره،مرستې ته مو در روان يو او هم ژمني ټبرونه؛يعنې "بني قريظه" او "غطفان" به مو هم ځان ته پرې نۀ ږدي.

 دې دروغجنو وعدو يهود ډاډه كړل،كه څه هم له دې مخکې يې پرېکړه کړې وه، چې تسليم شي او خپل وطن پرېږدي؛خو فكر يې بدل شو؛د كلا ورونه يې وتړل او ځانونه يې په وسله سمبال كړل او هوډ يې وکړ، هر څنګه چې وي، د خپلې كلا دفاع وكړي او خپلې ځمكې او باغونه وړيا مسلمانانو ته خوشې نۀ کړي.

د "بني النضير" يو مشر "سلام بن مشكم" د "عبدالله" ژمنه پوچه وګڼله او ويې ويل:((ښه به وي له دې ځايه كډه وكړو))؛خو "حيى بن اخطب" خلك استقامت ته راوبلل.

رسول اکرم د "عبدالله" له پيغامه خبر شو. حضرت "ابن ام مكتوم" يې په مدينه كې خپل ځايناستى كړ او د "بني النضير"چاپېربندۍ ته روان شو. د "بني قريظه" او "بني النضير" په منځ كې يې غونډ جوړ كړ او ددې دوو ټبرونو اړيکه يې پرېكړه.

 "ابن هشام"وايې: ((  شپږ شپې ورځې يې او ځينې وايي چې پينځلس ورځې يې هغوى كلابند كړل؛خو يهودان تسليم نۀ شول.)) (238)

پېغمبر اکرم حكم وكړ، چي د كلا د شاوخوا د کجورو بوټي ونړوئ، چې له دې ځايه د يهودانو  تمه غوڅه شي.

دا مهال د يهودانو چغې راپورته شوې او ټولو وويل: ((ابوالقاسم (پېغمبره!) تا به تل خپل سرتېري د ونو او بوټو له غوڅولو ژغورل؛نو نن ولې دا كار كوې؟))

 ددې كار علت هماغه و،چې و مو لوست. بالاخره يهودان تسليم شول او ويې ويل:((موږ حاضر يو كډه وكړو او جلا وطن شو؛خو په دې  شرط چې خپل منقول مالونه له ځان سره يوسو.))

 پېغمبر اکرم ورسره ومنله،چې خپل مالونه بې له وسلې له ځان سره يوسي. يهودانو تر وسې خپل مالونه راټول كړل،ان د كورونو ورونه او كړكۍ يې هم راونړولې او له ځان سره يې بار كړې او كورونه يې په خپلو لاسونو وران كړل.ځينې يې "خيبر" ته ولاړل،ځينې "شام" ته او دوه تنو يې اسلام راوړ. دا چې خپله دا شرمېدلي ماته جبران كړي او وښيي ددې ځاى په پرېښودو ډېر خپه نۀ يو؛نو د تلو پر مهال يې دايرې او چمبې راواخېستى او سندرې  يې پېل كړې.



پر مهاجرو د بني النضير د ځمکو ويشل

هغه غنيمت،چې بې جګړې د مسلمانانو لاس ته راځي (فى)؛ د قرآن د حكم له مخې د پېغمبر اکرم رسېږي او څرنګه،چي د پېغمبر اکرم خوښه وي، پر اسلام يې لګوي. (239)

وَمَا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَمَا أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ وَلَكِنَّ اللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلَى مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ = او څه چې خداى له هغوى [يهودو] د غنيمت په دود خپل استازي ته (بښلي او) اړولي دي،هغه داسې څه دي چې تاسې يې د لاس ته راوړو لپاره نه اس ځغلولى او نه اوښ (څه زيار مو نه دى ايستلى)؛خو خداى چې پر چا وغواړي،خپل استازي برلاسي کوي او خداى پر هر څه قادر دى. (حشر/6)

پېغمبر اکرم هم سلا وليده،چې دا ځمكې پر مهاجرو ووېشي؛دا ځكه چې هر څه يې په مكه كې پاتې شوي وو او دلته هم د انصارو مېلمانه وو او پر هغوى پېټى دي، چې دا وړانديز ورسره حضرت "سعد بن معاذ" او حضرت "سعد بن عباده" هم ومانه؛نو ځمكې پر مهاجرو ووېشل شوې او په انصارو كې يوازې حضرت "سهل بن حنيف" او حضرت "ابودجانه" ته پېغمبر اکرم دلته ځمكه وكړه؛ځکه ډېر يې لاس تنګ و او پېغمبر اکرم د "بني النضير" د يو مشر قيمتي توره حضرت "سعد بن معاذ" ته وركړه.

 دا پېښه پر څلورم كال د "ربيع" په مياشت كې پېښه شوه او د "حشر" سورت هم د دې پېښې په  تړاو رانازل شوى دى. موږ لنډيز ته ددې آيتونو ترجمه او تفسير نۀ دى راوړى؛خو ډېرى تاريخپوهان عقيده لري،چې په دې  پېښه كې وينه تويه نۀ شوه؛خو "مفيد" وايي:

((د فتح پر شپه د يهودو لس تنه ووژل شول،چې ددې لسو تنو وژل كېدو يهودان تسليمېدو ته اړ كړل.)) (240)


دويم بدر

د احد د جګړې په پاى كې "ابوسفيان" مسلمانانو ته مخ كړ او ورته يې وويل:((بل كال ته به په همدې ځاى کې وينو او تردې به هم زيات غچ درنه اخلو.))

مسلمانان د پېغمبر اکرم په حكم  دفاع ته تيار شول. د احد له جګړې يو كال تېر شو او د وعدې وخت راورسېد.د قريشو مشر "ابوسفيان" له زياتو ستونزو سره لاس و ګرېوان و. "نعيم بن مسعود" مکې ته راغى،چې له دواړو لوريو سره يې دوستانه اړيكې درلودې.

 "ابوسفيان" ترې وغوښتل،چې ژر مدينې ته ولاړ شه او له مدينې د "محمد" د راوتو مخنيوى وكړه. دغسې "ابوسفيان" وويل:((موږ ته سږ كال له مکې وتل ګران دي او بدر ته، چې د عربو عمومي بازار دى،د((محمد)) راتګ زموږ  د ماتې لامل ګرځي.))

"نعيم" په هرغرض چې و مدينې ته راغى؛خو خبرو يې د پېغمبر اکرم پر زړۀ پوټى اغېز و نۀ کړ او پېغمبر اکرم له 1500 سرتېرو،څو اسونو او سوداګريزو توکيو سره د "ذى العقدة الحرام" په مياشت كې پر څلورم هجري كال د بدر سيمې ته راغى او  اته ورځې هلته پاتې شو او مسلمانانو د سوداګريزو توکيو له  پلورلو خورا ګټه لاس ته راوړه. بازار خلاص شو او خلك خپاره شول؛خو د اسلام لښكر هماغلته له مکې نه د لښكر د راتګ په تمه و.

مکې ته خبر راورسېد، چې "محمد" (ص) د بدر سيمې ته راننوتى دى. د مکې واكمنانو د خپل پت ساتلو ته،بې له دې هېڅ چاره نۀ درلوده،چې له مکې د بدر پر لور روان شي.

 د "ابوسفيان" وسله وال لښكر د "مرالظهران" سيمې ته راغى ؛خو قحطي او ګراني يې پلمه کړه او له نيمايي لارې ستون شو.

د شرك د لښكر راستنېدل دومره بې غيرتي وه،چې "صفوان" پر "ابوسفيان" نيوكه وكړه او ورته يې وويل:((پردې شا تګ مو خپل ټول لاس ته راوړې وياړنې له لاسه ورکړې او كه تا پروسږ كال دا ژمنه نۀ واى كړې؛نو اوس به  مو داسې معنوي ماته نۀ خوړه.))

دا پېښه د هجرت په (45مه) مياشت کې وشوه.(241)

پر څلورم كال د "شعبان" په مياشت كې حضرت امام حسين د پېغمبر اکرم دويم لمسى وزېږېد اوهمداسې د حضرت "علي"(ک) مور "فاطمه بنت اسد" هم وفات شوه.(242)

او پر همدې كال پېغمبر اکرم حضرت "زيد بن ثابت" ته حکم وكړ، چې له يهودو "سرياني" ليک زده كړي.(243)



اوويشتم څپرکى

د پينځم هجري كال پېښې


د ناسمو دودونو ځپل

د پينځم هجري كال په زړۀ پورې پېښې د "احزاب" جګړه، د "بني قريظه" وو پېښې او له "زينب بن جحش" سره د پېغمبر اکرم واده دى.

 د اسلامي ليكوالو د وينا له مخې،ددې كال پېښې له "زينب" سره د پېغمبر اکرم په واده پېل شوي.

قرآن شريف پورتنۍ پېښه د احزاب سورت په ٤، 6، او له 36 نه تر 40 آيتونو كې راوړې او د ختيځپوهانو دروغو ته يې پلمه نۀ ده پرېښې. موږ دا پېښه د قرآن شريف له مخې رڼه كړې او بيا به د ختيځپوهانو د خبرو په باب هم خبرې وكړو.


زيد بن حارثه څوك دى؟!

"زيد بن حارثه" هغه ځوان دى،چې د عربو لوټ مارو له يوې قافلې راپټ كړى و او د "عكاظ" په بازار كې يې د مريي په نامه وپلوره، چې "حكيم بن خرام" خپلې تررور "حضرت خديجې" بي بي ته اخېستى و او هغې، چې له پېغمبر اکرم سره واده وكړ؛نو "زيد" يې ور وباښه.

د پېغمبر اکرم پاكو او لوړو عواطفو هغه پر پېغمبر اکرم  مين كړى و. ان هغه وخت،چې د "زيد" پلار راغى او له پېغمبر اکرم څخه يې وغوښتل،چې "زيد" ورسره پرېږدي،چې خپل كور او ټبر ته يې بوځي؛ نو پېغمبر اکرم  "زيد" خوښمن كړ؛خو "زيد" د پېغمبر اکرم په خاطر،خپل كور كلى او خپلوان  پرېښوول او په خپله خوښه له رسول اکرم سره پاتې شو.

د زړۀ له كومې دا معنوي مينه دوه اړخيزه وه،كه پېغمبر اکرم پر "زيد" ګران و؛ نو "زيد" هم پر پېغمبر اکرم خورا ګران و، چې خپل زوى يې كړ او خلكو به ورته د "زيد بن حارث" پر ځاى "زيد بن  محمد" غږ كاوه. پېغمبراکرم هم ددې موضوع  رسميت ته يو ورځ د "زيد" لاس ونيو او خلكو ته يې وويل: (( دا مې زوى دى او موږ له يو بله ارث وړو.))

د زړۀ له كومې دې معنوي مينې همداسې جريان درلود، څو "زيد" د "موته" په جګړه كې شهيد شو او پېغمبر اکرم يې پر مرګ د خپل زوى د مرګ په څېر  وژړل او وير ته يې كېناست .(244)



 د پېغمبر اکرم د ترور له لور سره د حضرت زيد واده

د پېغمبر اکرم  يوه موخه دا وه،چې فاصلې لنډې كړي او ټول انسانان د انسانيت او تقوى تر بيرغ لاندې راټول كړي او خلكو ته وښيي،چې د فضيلت او شخصيت کچه اخلاقي او انساني فضايل دي؛ځكه بايد ژرتر ژره د عربو زاړه دودونه وټكوي،چې د خانانو او شتمنو لوڼې له فقيرو سره واده نۀ شي کړاى او څومره به ښه وي، چې دا دود له خپلې كورنۍ پېل كړي؛ځكه يې د خپلې ترور لور؛"زينب" د "عبدالمطلب" لمسۍ، خپل پخواني ازاد شوي مريي ته واده كړه، چې خلكو ته وښيي،دا پولې بايد له منځه ولاړې شي او خلك پوه كړي،چې پېغمبر اکرم وايي: (( د غوره والي كچه تقوى ده او مسلمانه پېغله د مسلمان زلمي سياله ده.))

نو لومړى يې دا قانون پر خپل ځان پلى كړ. دې غلط دود ځپلو ته پېغمبر اکرم په خپله "زيد" ته پر "زينب" مركه وكړه. هغه او ورونه يي لومړى پردې كار خوښمن نه وو؛ ځکه د جاهليت د وخت جرړې يي لا هم په زړۀ كې ښخې وې او دا،چې د پېغمبر اکرم حکم نۀ منل هم ورته ګران وو؛نو د "زيد" د مرييتوب مخينه يې رامخې ته كړه او د پېغمبر اکرم خبرې ته يې غاړه کېنښوه. ډېر وخت لا نۀ و تېر شوى،چې د وحې امين راغى او د "زينب" او د هغې د ورور دا عمل يې وراټه:

وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا= او چې كله خداى او د هغه استازى د يو كار(د ترسره كولو) پرېكړه وكړي؛ نو هېڅ مؤمن او مؤمنه حق نۀ لري، چې د خپل هماغه كار په باب (د خداى د حکم پرخلاف) اختيار ولري او څوك چې د خداى او د هغه له استازي سروغړوي؛ نو په يقين چې په څرګنده بې لارې شوى دى. (245)

پېغمبر اکرم ژر ولاړ او آيت يې ورته ولوست. پر پېغمبر اکرم د "عبدالله" او "زينب" ايمان ددې لامل وګرځېد،چې د "حجش" لور دې واده ته غاړه كېږدي، چې پايله يې له مريي سره د شتمن د لور واده و،چې د اسلام يو پروګرام ترسره او ناسم دودونه پرې وټكول شو.

له خپلې ښځې نه د زيد بېلتون

بالاخره ددې واده پايله طلاق و. ځينې وايي، چې ددې طلاق لامل دا و، چې "زينب" به تل پر "زيد" وياړېده او له ځانه يې ټيټ باله او تل يې د خپلې كورنۍ د ستريا خبرې كولې او له دې لارې يې پر خپل مېړه ژوند تريخ کړى و؛خو دا احتمال هم لري،چې ددې طلاق لامل په خپله "زيد" هم وي؛ځکه ژوند ليك يې پردې ګواه دى،چې د يوازېتوب او ناسازګارۍ روحيه يې درلوده؛ځکه يې پر له پسې ودونه وكړل او ټولو (بې له وروستۍ،چې تر شهادته يې په نکاح کې وه) ته يې طلاق وركړى و،چې په خپله  دا پر له پسې طلاقونه د "زيد" پر ناسازه روحيه ګواهي ده. ددې خبرې بل ګواه له "زيد" سره د پېغمبر اکرم په تريو تندي خبرې دي؛ځکه پېغمبر اکرم چې خبر شو،"زيد" خپلې ښځې ته طلاق وركوي؛نو سخت غوسه شو او ورته يې وويل: (( ښځه دې له ځان سره وساته (طلاق مۀ وركوه) او د خداى له قهره ووېرېږه.))



د ناسمو دودونو د ټكولو لپاره واده

مخکې له دې،چې ددې واده پر علت ځان پوه كړو؛ناچار يم پر نسب رڼا واچوم،چې د ټولنې حياتي لامل دى؛يعنې د "واقعي زوى" او "زويولۍ" پر بنسټيز توپير ځان پوه كړو.

حقيقي زوى له خپل پلار سره تكويني ريښه لري، چې په حقيقت كې پلار د زوى پيدايښت ته مادي مبدا ده او اولاد د خپل  مورو پلار د جسمي او روحي ځانګړنو وارث دى او د وينې د يو والي له امله، پلار او زوى د يو بل د مال وارثان دي او د واده او طلاق په باب خپل ځانګړي احكام پيدا كوي؛نو داسې موضوع،چې تكويني ريښه لري،په ټکيو او ژبه منځ ته نۀ راځي(246) او زوى نيولى هېڅكله د انسان رښتينى اولاد نۀ شي كېداى او دا خو لا څه،چې "زوى نيولى" په يو لړ احكامو؛لكه واده او طلاق كې د "حقيقي زوى" په څېر شي؛مثلاً حقيقي اولاد د خپل پلار ميراث وړي او پر عکس او يا دا،چې د واقعي زوى ښځه تر طلاق وروسته، پر پلار حرامېږي؛نو دلته هېڅكله نۀ شو ويلاى، چې دلته "زوى نيولى" له حقيقي اولاد سره يو شان دى.

 هو! كه "زوى نيونه" د يو لړ عاطفو او مينې له مخې وي؛ نو څومره ښه ده؛خو كه د يو لړ ټولنيزو احكامو شريكتيا ته وي؛نو دا خبره له علمي حسابونو ډېره لرې ده.

د عربو ټولنې به "زوى نيونلى" د حقيقي اولاد په څېر باله. پېغمبر اکرم مامور شو له "زينب" سره په واده دا ناسم دودونه تر پښو لاندې كړي،چې پخوا د هغه د زوى نيولى "زيد" ښځه وه،چې د عربو د هغې ورځې په ټولنه کې رټل شوى او ناوړه واده و او چا يې هم جرات  نۀ درلود. خداى تعالى پېغمبر اکرم رسماً دې كار ته راوباله او ورته يې وويل:

وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَاهُ فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا= او(درياد كړه) چې كله تا هغه سړي ["زيد" چې پېغمبر ورته خپل  زوي وايه] ته خداى نعمت وركړى و او تا(هم) پرې (د ازاد ولو) لورېينه كړې وه، وويل:"خپله مېرمن دې درسره وساته (او مۀ يې پرېږده)" او د خداى له (عذابه) ځان وساته! (او تل دې دا خبره كوله) او(په دې توګه) تا هغه څه په خپل زړۀ كې پټول، چې خداى يې ښكاره كول غوښتل او له خلكو وېرېدلې،حال داچې خداى ډېر وړ دى، چې تۀ ترې ووېرېږې؛نو چې كله (زيد) له هغې (خپله) اړتيا پوره كړه (او ترې بېل شو؛نو) موږ هغه (طلاقه شوې مېرمن) تاته په نكاح كړه، چې پر مؤمنانو د خپلو زوى بلليو زامنو د مېرمنو په باب كومه ستونزه نۀ وي، چې هغوى ترې خپله اړتيا پوره كړې وي (طلاقې شوي وي) او د خداى حكم هرومرو عملي كېدونكى دى (او د دغسې ښځو د حرمت ناسم او غلط دود بايد له منځه ولاړ شي).

مَّا كَانَ عَلَى النَّبِيِّ مِنْ حَرَجٍ فِيمَا فَرَضَ اللَّهُ لَهُ سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلُ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَرًا مَّقْدُورًا= پر پېغمبر په هغه څه كې هېڅ ډول منع،ګناه او بنديز نۀ شته،چې خداى پرې فرض كړى وي.(دا الهي قانون او) دود له ده وړاندې له پخوا راهيسي په تېرو خلکوكې هم (دود) و او د خداى حكم په ټاكلې اندازه (او د وسې هومره) دى. (247) 

 دې واده بې له دې،چې ناسم دود تر پښو لاندې كړ،خلكو ته د ستر مساوات او برابرۍ بېلګه شو؛ځکه د اسلام مشر له داسې ښځې سره  واده  وكړ،چې پخوا د ازاد شوي مريي ښځه يې وه او دا كار هغه مهال د ټولنيزو دودونو مخالف كار و.

د پېغمبر اکرم دې مېړڼي اقدام د منافقانو او لنډ اکو د نيوكو د مچيو جاله راوپاروله او په هر ځاى کې يې د پېغمبر اکرم دا كار كركجن باله او ويل يې:(("محمد" د خپل زوى بللي له ښځې سره واده كړى دى.!))

خداى هم ددې افكارو رټلو ته د سورة احزاب / 40 آيت نازل كړل:



مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا= "محمد"(ص) ستاسې د هېڅ يوه سړي پلار نۀ دى؛ خو د خداى استازى او د پېغمبرانو(د لړۍ)پاى ته رسوونکى دى او خداى پر هر څه ښه پوه دى.

خداى د منافقانو پر رټلو سربېره، د خپل حكم په پلي كولو كې مېړانه، د احزاب د سورت په 38 او 39 آيت كې ستايلې ده. ددې دوو آيتونو لنډيز دا و: (("محمد" د نورو پېغمبرانو په څېر دى،چې د خداى پيغامونه رسوي او د خداى د حكم په منلو كې له چا نه نۀ وېرېږي. ))


اته ويشتم څپرکى

د خندق غزا

و مو لوستل،چې پېغمبر اکرم پر څلورم هجري كال د "بني النضير" يهودان د تړون ماتونې له امله له مدينې وايستل او ځينې مالونه يې هم ترې ضبط كړل.

 د "بني النضير" ځينې يهودان "شام" ته ولاړل او ځينې "خيبر" ته،چې البته د پېغمبر اکرم دا انقلابي عمل د هغه تړون له مخې و،چې دواړو اړخونو لاسليك كړى و او همدا و،چې د "بني النضير" مشرانو په دسيسه لاس پورې كړ او مکې ته ولاړل.قريش  يې هم راوپارول چې کيسه يې دا وه:

 په دې جګړه كې د اسلام پر ضد مشرك عرب ځواكونه او يهود يو لاس شوي وو.په پوځي همغږۍ يې مدينه تقريباً يوه مياشت كلابنده كړه او دا چې په دې جګړه كې بېلابېلو ګوندونو برخه اخيستې وه او مسلمانانو هم د دښمن د پرمختګ مخنيوي ته د مدينې شاوخوا ته خندق (كنده) كنلې وه؛ نو دې جګړې ته كله ((احزاب)) او كله ((خندق)) ويل كېږي.

 ومو ويل: ددې جګړې اور بلوونكي د "بني النضير" يهودان او د "بني وائل" يوه ډله وه.

 كوم خوله ماتى ګوزار، چې يهودو له مسلمانانو خوړلى و او په زور يې له مدينې ايستلي و او په "خيبر" كى يې هستوګنې ته اړ كړي وو؛ددې لامل شو،چې د اسلام راپرځولو ته ځيرمنه نقشه وباسي او په رښتيا، چې ډېره ځيرمنه نقشه يې هم اېستلې وه او هغه  دا،چې د عربو ډول ډول ټبرونه يې راوستل او له اسلام سره يې لاس و ګريوان كړل. داسې جنګي نقشې په عربو كې سارى نۀ درلود. په دې نقشه كې د عربو بې شمېره ډلې د يهودو له مالي مرستو برخمنې وې او يهودو د اسلام مخالف لښكر ته ډول ډول جنګي وسايل چمتو كړي وو.

 نقشه داسې وه چې: د "بني النضير" ځينې مشران؛ لكه "سلام بن ابى الحقيق" او "حيى بن اخطب" د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ مکې ته ولاړل او د قريشو مشرانو ته يې وويل:

((د "محمد" موخه ده،چې موږ او تاسې له منځه يوسي او د "بني قينقاع" او "بني النضير" يهودان يې په زور له وطنه وشړل؛نو تاسې هم پاڅېږئ او له خپلو هم ژمنو مرسته وغواړئ،موږ هم 700 تنه توريالي ( "بني قريظه" يهودان) د مدينې په خوله كې لرو او هغوى به هم ستاسې ملاتړي كړو.د "بني قريظه" يهود كه څه هم په ظاهره له "محمد" سره هم ژمني دي؛ خو راو به يې هڅوو،چې پر خپل تړون سترګې پټې كړي او درسره يو ځاى شي.)) (248)

"قريش" چې له مسلمانانو سره له جګړې ستړي شوي وو،د يهودو لاپو شاپو ډاډه كړل.د هغوى نقشه يې خوښه كړه او د تياري اعلان يې وكړ او د مدينې پر لور د حركت  نېټه يې هم وټاكله.

 د جګړې اوربلوونكيو په زړۀ كې ګوړې ماتولې او ګډاګانۍ كولې او د "نجد" پر لور روان شول،چې د اسلام د سخت دښمن "غطفان" له ټبر سره خبرې اترې وكړي.

 د "بني غطفان" د ټبر "بني فذاره"، "بني مره" او "بني اشجع" ورسره پردې شرط ومنله،چې تر بري وورسته به د "خيبر" يو كلن محصول د هغوى وي.

 د مسلمانانو پر خلاف لښكر راټولولو ته يې دوام وركړ او  قريشو خپل هم ژمنى ټبر "بني سليم" او "غطفان" هم خپل هم ژمني ټبر "بني اسد" په دې  پوځي اتحاديه کې راګډ کړل او پر ټاكلې ورځ ټول د سېلاب په څېر مدينې نيولو ته راووتل.(249)


د مسلمانانو استخبارات

له هغې ورځې،چې پېغمبر اکرم مدينې ته راغى؛نو تل يې خپل استخباراتي كسان د اسلام له واكمنۍ بهر سيمو ته لېږل،چې ځان د شاوخوا له خوځښتونو او حالاتو خبر وساتي،له همدې امله ځريو خبر وركړچې:

((د اسلام پر ضد پياوړې پوځي اتحاديه جوړه شوې،چې پر ټاكلې ورځ به د مدينې کلابندۍ ته خوځېږي.))

 پېغمبر اکرم هم بې ځنډه دفاعي شورا جوړه كړه، چې د ُاحد له ترخو تجربو مثبته پايله واخلي. ځينو وړانديز درلود،چې برجونه او كلاګانې جوړې كړو او له ښاره بهر ونۀ وځو. دا نقشه كافى نۀ ده ؛ځکه چې د دښمن شمېر ډېر و؛نو په اسانى يې له منځه وړي. بايد داسې چاره وشي،چې دښمن بېخي ښار ته رانږدې  نۀ شي.

حضرت "سلمان فارسي"(رض)، چې د"فارس" پر پوځي فنونو پوه و، وويل:

((په "فارس" كې،چې خلك د دښمن له لوى يرغله خبر شي؛نو د ښار شاو خوا ته لوى كنده (خندق) وباسي او له دې لارې د دښمن د پرمختګ مخنيوى كوي؛نو بايد د ښار په زيانمنېدونكيو سيمو كې لويه كنده واېستل شي،چې د جنګي وسايلو تګ راتګ پکې اسان وي او د خندق په شاخوا كې سنګرونه او برجونه جوړ شي او په تيږو او غشيو ويشتو د دښمن د پرمختګ مخه ونيول شي.)) (250)

شورا د حضرت "سلمان" وړانديز ومانه.د پام وړ خبره دا ده،چې د مدينې زيانمنېدونكې سيمې پېغمبر اکرم له يوې ډلې سره په نښه كړې او د كندې د ايستو حدود يې پر ځانګړي ليک کې وټاكل او پرېكړه يې وكړه، چې له "اُحد" څخه تر "راتج" پورې كنده وباسئ او د چارو سمولو ته يې هر  څلوېښت ذراع، لس تنو ته وسپارل.

 د خندق ايستو لومړى مېتى (کولنګ) پېغمبر اکرم وواهه او حضرت "علي" (ک)  يې خاورې له كندې راايستې او د پېغمبر اکرم له مخ يې خولې پاكولې. پېغمبر اکرم د خندق د كنلو پر مهال دا جمله ويله:

(( واقعى ژوند د اخرت ژوند دى. خدايه! مهاجر او انصار وبښې.))

پېغمبر اکرم په دې كار خلكو ته د اسلام درس وركړ او هغه دا،چې اسلامي ټولنې ته وښيي،چې د لښكر مشر او يا د ټولنې مشر هم بايد د ټولنې د نورو خلكو په څېر د ټولنې په غم كې شريك وي او دا كوښښ وكړي،چې له ټولنې د غم  پېټى سپک كړي، د پېغمبر اکرم همدې زيار،ټول كار ته راهڅول. ان تردې،چې د "بني قريظه" يهودو،چې د پېغمبر اکرم هم ژمني وو،د كار ژر پرمختګ ته بېلچې او نور وسايل راوړل.(251)

مسلمانان په هغو ورځو كې د خوړو له پلوه په تنګسه كې وو؛خو شتمنو كورنيو يې دا تنګسه لرې كړه.

 د كندې د ايستو پر مهال به،چې له ستر ګټ سره مخ شول؛نو ټولو به له پېغمبر اکرمه مرسته غوښته او پېغمبر اکرم به هم په خپلو درندو ګوزارنو تيږه ماتوله.

 د خندق اوږدوالى د مسلمانانو له شمېره معلومېږي؛ځکه په هغو ورځوكې د مسلمانانو شمېر درې زره (252) تنه و او پرېكړه شوې وه،چې  هر لس تنه به 40 ذراعه ځمكه كني؛نو په دې حساب د خندق  اوږدوالى 12000 ذراعه؛ يعنې تقريبا 5/5 كيلومتره او پلن والى يې دومره و، چې چابكو او تكړه سپرو ترې ټوپ نۀ شو وهلاى،چې لږ تر لږه پينځه متره ژور او همدومره پلن هم و .



د  حضرت سلمان په باب  د پېغمبر اکرم مشهوره  خبره

د كار وېش پر مهال د انصارو او مهاجرو ترمنځ شخړه شوه. هر يو ويل : ((سلمان زموږ دى او بايد له موږ سره همكار شي.))

 پېغمبر اکرم د شخړې د  هواري لپاره وويل: ((سلمان زما له كورنۍ  دى.)) (253)

پېغمبر اکرم  به شپه او ورځ د كندې پر غاړه و،چې د خندق كار پاى ته ورسېږي؛خو منافقان به له كاره پټېدل او بې اجازې به خپلو كورونو ته تلل؛خو ايمانوالو مسلمانانو ته به،چې كوم كار ورپېښ شو؛نو له مشره يې اجازه اخېسته او بېرته به راستنېدل،چې دا بهير په ښكار توګه د نور سورت په 62 او 63 آيتونو كې راغلى دى.

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= مؤمنان يوازې هغه دي، چې پر خداى او د هغه پر پېغمبر يې ايمان راوړى او چې كله په يو ټولنيز كار كې له هغه سره وي؛ نو  بې د هغه له اجازې چېرې نۀ ځي، هغوى،چې له تا اجازه اخلي (؛نو) په رښتيا پر خداى او د هغه پر پېغمبر يې ايمان راوړى دى؛نو چې كله هغوى د خپل كوم كار لپاره له تا اجازه وغواړي؛نو چا ته چې دې خوښه شي (او مصلحت يې ګڼې) اجازه وركړه او له خدايه ورته بښنه وغواړه،بېشكه چې خداى بښونكى (او) مهربان دى.

لَا تَجْعَلُوا دُعَاء الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاء بَعْضِكُم بَعْضًا قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الَّذِينَ يَتَسَلَّلُونَ مِنكُمْ لِوَاذًا فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ= لکه يو بل ته،چې غږ كوئ، پېغمبر ته (هغسې) غږ مۀ كوئ، په تاسې كې خداى هغوى ښه پېژني،چې د يو بل شاته پټېږي او په يوه بل پسې له غونډې تښتي؛ نو د پېغمبر د فرمان سرغړوونكي بايد ووېرېږي، چې هسې نۀ څه فتنه ورته ورسېږي يا پرې دردناك عذاب راشي.

  د عربو او يهودو لښكر مدينه محاصره كوي

د عربو لښكر د قحطۍ د ملخانو په څېر د كندې پر غاړه راټول شول. البته له رارسېدو يې شپږ ورځې مخکې د خندق ايستو كار پاى ته رسېدلى و. مشركانو انتظار کاوه،چې د مسلمانانو له لښكر سره به په احد كې مخ شي؛خو چې احد ته راورسېدل؛نو هلته يې څوك و نۀ ليدل؛نو پرمختګ ته يې دوام وركړ، تردې د خندق غاړې ته را ورسېدل.

 مشركان د مدينې په زيانمنېدونكيو سيمو كې لويو لويو ايستل شويو كندو حيران كړل او ټولو وويل:(("محمد" دا پوځي دود او چم  له كوم پارسي زده كړى دى؟ عرب خو پر داسې پوځي فنونو نۀ پوهېږي.))



د دواړو اړخونو د لښكرو شمېر

 د عربو د لښكر شمېر تر لسو زرو هم ډېر و او په "الامتاع" كې د "مقريزي" د وينا له مخې،يوازې قريشو څلور زره سرتېري، 300 اسونه او 1500 اوښان د خندق غاړې ته راوستي وو او د "بني سليم" ټبر،چې د قريشو هم ژمني و، له 700 تنو سرتېرو سره د "مرالظهران" په سيمه كې ورسره يوځاى شول. د "بني فذاره" ټبر له 1000 تنو سرتېرو او د "بني اشجع" او "بني مره" ټبرونه هر يو له 400 سرتېرو سره راغلي وو او د پاتې نورو ټبرونو د سرتېرو شمېر، چې 3500 تنه و، په  بل ځاې كې يې خېمې وهلې وې.

د مسلمانانو شمېر تر 3000 تنو زياتېده او د "سلع" د غره پر لوړه غونډۍ يې غونډ جوړ كړى و،چې د مسلمانانو د غونډ دې ځاى د خندق پر دننه او بهر سپورو او له هغه ځايه د دښمن تګ راتګ څارل كېده. يو ټولي د خندق ساتنې او د هغه ځاى پر تګ راتګ د څارنې دنده درلوده او په ډبرو يې د دښمن د پرمختګ مخه نيوه .

 د شرك لښكر تقريبا د يوې مياشتې شاوخوا د خندق غاړې ته اړولي وو او بې له څو تنو؛نور څوك له خندقه تېر نۀ شول او چې چا به له خندقه د تېرېدو هڅه کوله؛ نو مسلمانانو به په ډبرو ويشتل او  پر شا يې تمبول. (254)



د سړې هوا، خوړو او وښو د كمي خطر

د احزاب جګړه په سړه هوا كې پېښه شو. پر هغه كال "مدينه" له قحطۍ سره لاس و ګرېوان وه. بل خوا د كفر د لښكر خوراک او پوښاک دومره نۀ وو چې يوې مياشتې ته ورسي او دومره يې نۀ وو انګېرلي،چې كار به دومره اوږد شي؛بلکې خيال يې كاوه چې پر يوه بريد به ټول مسلمانان ووژني او بېرته به راستانه شي،چې دې ستونزې ته د جګړې اور بلوونكيو (يهودو) وروسته پام شو.او پوه شول،چې د وخت تېرېدل، ساړه او د خوراکتوکيو کمي به د لښكر د مشرانو اراده سسته كړي؛نو ځكه هوډ يې وکړ، چې د "بني قريظه" له ټبره (چې په مدينه كې دننه پروت و) مرسته وغواړي او ورته ووايي،چې د مدينې دننه جګړه پېل كړئ، چې موږ ته د مدينې لار پرانستل شي.

 د بني قريظه و برج  ته

د حُيى بن اخطب ورتګ

د "بني قريظه" ټبر د يهودو يوازېنى ټبر و،چې په مدينه كې يې له مسلمانانو سره په سوله كې ژوند كاوه او پر هغه تړون ټينګ ولاړ وو،چې له حضرت "محمد"(ص) سره يې لاسليك كړى و.

 د "اخطب" زوى د بري لار په دې كې وليده، چې د مدينې دننه د عربو د لښكر په ګټه كار وكړي. "بني قريظه" يې د تړون ماتولو ته راوبلل،چې له دې لارې په مدينه كې د يهودو او مسلمانانو ترمنځ کورنۍ جګړه پېل كړي او په خپله په اسانۍ مدينې ته راننوځي؛نو همدې موخې ته يې ځان د كلا ورۀ ته ورساوه او ځان يې معرفي كړ.

 "كعب" چې د ټبر  مشر و،حکم يې وكړ: څوك ورته ور پراننځي؛ خو د "اخطب" زوى په خپله خبره ټينګار وكړ او ويې ويل: (( كعب مې په ډوډۍ او اوبو وېرېږې،چې ور راته نۀ پرانيځي!))

 دې جملې د "كعب" احساسات را وپارول او د ور د پرانستو امر يې وكړ. د كلا ور ايله شو او د "اخطب" زوى له خپل هم دين سره كېناست او ورته يې ويل:

 (( ما تا ته ستر عزت راوړى دى. د قريشو، د عربو مشران او د "غطفان" مشران په وسله سمبال دي او د ګډ دښمن (محمد) منځه وړو ته يې د خندق پر غاړه اړولې او له ما سره يې ژمنه کړې، څو مو "محمد" او ياران  يې وژلي نۀ وي؛نو ستانه به نۀ شي.))

"كعب" په ځواب كې ورته وويل:((پر خداى قسم تۀ راته له ستر ذلت سره راغلى يې. د عربو لښكر راته هغه وريځ ښکاري، چې غورېږي؛خو ورېږي نه. د اخطب زويه! د جګړې اورلګوونكيه ! له موږه لاس واخله. د "محمد" (ص) ښه اخلاق او حكومت زموږ د هر ډول تړون ماتونې مخه نيسې،موږ ترې بې له پاكۍ او مينې هېڅ نۀ دي ليدلي؛نو موږ څرنګه ورسره خيانت وكړو؟!))

د "اخطب" زوى "کعب" ته دومره خبرې وكړې،چې هغه يې تړون ماتونې ته تيار كړ. د "كعب" شريك هم د "حيى بن اخطب" په شتون كې غونډه جوړه كړه او نظر يې ترې وغوښت. غونډې ورته وويل:((څنګه مو چې خوښه وي،هماغسې ژر پرېکړه وکړئ. موږ هم درسره يو.)) (255)

"زبير باطا" زوړ بوډا و، چې ويې ويل:(( په "تورات"  كې مې لوستي: په اخره زمانه كې به په مكه كې پېغمبر پيدا شي او مدينې ته به مهاجرت وكړي، دين به يې پر ټوله نړۍ واكمن شي او هېڅ لښكر به يې د دين د خپرېدو مخه و نۀ نيولاى شي. كه "محمد" هماغه پېغمبر وي؛نو دا لښكر يې نۀ شي ماتولاى.))

 د "اخطب" زوى يې په خبرو كې راټوپ كړ او ويې ويل:(( د كوم پېغمبر په باب،چې خبرې كوې،له بني اسراييلو دى او "محمد" د "اسماعيل" له اولادې دى،چې پر خلكو يې جادو كړى او پر ځان يې راټول كړي دي او دومره خبرې يې وكړې،چې ټول يې تړون ماتولو ته تيار كړل.))

 بيا يې هغه تړون راوغوښت او د دوى په مخ كې يې څيرې كړ، چې د دوى او حضرت "محمد" (ص) ترمنځ لاسليك شوى و او ويې ويل:

 ((هر څه پاى ته ورسېدل او جګړې ته تيار شئ.)) (256)

پېغمبر اکرم  د بني قريظه وو د تړون له ماتونې خبر شو

پېغمبر اکرم  په خپلو قوي استخباراتو د "بني قريظه" له تړون ماتونې خبر شو، چې سخت يې خپه كړ. ژر يې حضرت "سعد معاذ" او حضرت "سعد عباده" ته،چې د اسلام لوړ پوړي افسران او د "اوس" او "خزرج" مشران هم وو،حكم وكړ،چې په دې باب دقيق اطلاعات ترلاسه کړي.كه هغوى پر خپل تړون ولاړ وو؛نو ورته ووايه،چې په خپله يې تكذيب كړئ او كه خيانت يې كړى و؛نو رمز به مو د ((عضل او قاره)) ټكي وي.

 هغوى له دوو نورو كسانو سره د "بني قريظه" د كلا مخې ته راغلل او چې را ورسېدل؛ نو كعب پېغمبر اکرم ته په كنځلو شو.

 حضرت "سعد" له يو غيبي الهام سره وويل:((پر خداى قسم دا لښكر به له دې ځايه ولاړ شي او پېغمبر اکرم به مو كلابند كړي او ورمېږ به دې غوڅ كړي او ټبر به دې بدې ورځې ته كېنوي.))

  بيا له واره راستون شو او پېغمبر اکرم ته يې وويل: (( عضل او قاره. ))

پېغمبر اکرم په لوړ غږ وويل:((خداى ستر دى!مسلمانانو زېرى مې درباندې،چې فتح رانږدې ده.))

 دا جمله چې د اسلام د لارښود شهامت او سياست يې را ښووه،ددې لپاره و،چې د "بني قريظه" وو د تړون په ماتولو د مسلمانانو روحيه او جنګي مورال کمزورى نۀ شي.(257)



د بني قريظه وو لومړى تېرى

د "بني قريظه" وو لومړۍ نقشه دا وه، چې په لومړى د مدينې ښار لوټ كړي او په کورونو کې ښځې او ماشومان ووېروي او دا نقشه يې ورو ورو عملي كړه،داسې چې  "بني قريظه"  په ښار كې  په  پټه تګ راتګ پېل كړ. "صفيه" د "عبدالمطلب" لور په دې  باب وايي: (( زه د "حسان بن ثابت" په كور كې وم او "حسان" هم له خپلې ښځې سره په كور كې و. يو يهودي مې وليد،چې دېوال شاوخوا ته پټ پټ ګرځي راګرځي.حسان ته مې وويل: "ددې سړي نيت راته خيرن ښكاري. پاڅه! او له دې ځايه يې لرې كړه." حسان راته وويل:"د "عبدالمطلب" لورې! په ما كې د وژلو مېړانه نۀ شته او وېرېږم كه له دې ځايه ووتم؛نو څوك مې و نۀ وهي." زه په خپله پاڅېدم او يوه اوسپنه مې را واخېسته او هغه يهودي مې پرې پر سر وواهه او هماغلته مې ځاى پر ځاى کړ.))

 د پېغمبر اکرم استخباراتو خبر راووړ،چې "بني قريظه"وو له قريشو او "عطفان" نه 2000 سرتېري غوښتي،چې له خپلې كلا پر مدينې بريد وكړي او مدينه لوټ كړي. دا خبر هغه مهال راورسېد،چې مسلمانان د خندق په ساتلو بوخت وو.

 پېغمبر اکرم ژر د  حضرت "زيد بن حارث" او حضرت "مسلمه ابن اسلم" په نامه دوه افسران له 500 سرتېرو سره ولېږل،چې په ښار كې د (( الله اكبر)) نارې كړي،چې د "بني قريظه" د يرغله مخنيوى وكړي او پردې سربېره،ښځې او ماشومان هم ستاسې د ((الله اكبر)) د غږ په اورېدو ډاډه شي.(258)



د ايمان او كفر مخېدل

مشركانو او يهودو د احزاب له جګړې مخکې له اسلام سره ډېرې جګړې درلودې؛خو يوې يې هم داسې عمومي بڼه نۀ درلوده،چې پکې ټول ټبرونه د اسلام پر ضد راټول شوي وي.

 له هغه ځايه،چې مشركانو پخوا و نۀ كړاى شو،د اسلامي حكومت ريښې وباسي؛ نو دا ځل راغونډ شول،چې خپل وروستى زور هم ووهي؛ ځكه د اسلام دښمنانو د عربو ستر پهلوان "عمرو بن عبدو" هم له ځان سره راوستى و،چې خپل برى باوري کړي؛يعنې د احزاب پر ورځ چې د كفر او شرك ننګيالي مخ شول؛مطلب يې دا و،چې كفر او اسلام سره مخ شوي دي.

 د كفر د لښكر د ماتې يو علت هماغه كنده وه،چې د هغوى مخ ته يې اېستلې وه. د دښمن سرتېرو كوښښ كاوه،چې له کندې تېر شي؛خو پېغمبر اکرم داسې تدابير سنجولي وو او و يې نۀ كړاى شو راتېر شي.

سړې هوا،د خوړو او وښو كمي، د عربو د لښكر څاروي ګواښل،چې  "ابن اخطب" (د جګړې د اور بلوونكى) د اوښ شل وري كجورې د "بني قريظه" له يهودو مرسته وغوښته؛خو د اسلام مامورينو ونيوې او د اسلام پر لښكر وويشل شوې.(259)

يوه ورځ "ابوسفيان" پېغمبر اکرم ته ليک راولېږه:

((زه له ستر لښكر سره ستا راپرځولو ته راغلى يم؛خو څه وكړم،چې مقابله راسره بده ګڼې او كنده دې ايستلې ده. نۀ پوهېږم دا پوځي چم دې له كومه راوړى دى، چې د ُاحد د جګړې په څېر،خونړۍ جګړه مې نۀ وي كړې؛نو ستون به نۀ شم.))

پېغمبراکرم د "ابوسفيان" ځواب وركړ:

((له محمد رسول الله څخه

"ابوسفيان" د "حرب" زويه! ته. څه موده  کېږي،چې ډېر غره شوى يې او انګېرلې دې ده، چې د اسلام حكومت راپرځولاى شى؛ خو تۀ له دې كاره بېوسه يې . ډېر ژر به ماتې دركړم او بېرته به وګرځې او په راتلونكې كې به زه ستا په مخ كې ستاسې لوى لوى بوتان مات كړم.)) (260)

د ليک ځواب، چې د ليكونكي اراده او هوډ يې ښووه،د غشي په څېر د كفر د لښكر د مشر پر زړۀ ولګېد او دا،چې قريشو د حضرت "محمد" (ص) پر رښتينوالي ايمان درلود؛نو خپل روحيات يې وبايلل؛خو بيا يې هم له كوښښه لاس وا نۀ خېست.

 يوه شپه "خالد بن وليد" هوډ وکړ له ځانګړې ډلې سره له خندقه تېر شي؛خو د حضرت "اسيد خضير" په بولندويۍ 200 سرتېرو يې مخه ونيوه او پر شايې وتمباوه.

رسول اکرم د خپلو سرتېرو د جنګي روحيي غښتليتا ته ځانګړى پام درلود او تل يې په خپلو ښکليو او زړۀ راښكونكيو خطبو او ويناوو، خپل لښكر د ازادۍ او عقيدې دفاع ته هڅول. يوه ورځ يې په ستره غونډه كې خپلو بولندويانواو سرتېرو ته وويل:

((د اسلام سرتېرو! د دښمن پر وړاندې استقامت وكړئ او پوه شئ جنت د هغو تورو تر سيورو لاندې دى،چې د عدالت،حق او ازادۍ لارې ته را اېستل شوې وي.)) (261)



د عربو د لښكر څو جنګيالي له خندقه تېريږي

د عربو پينځه جنګيالي ("عمرو بن عبدو"، "عكرمه بن ابي جهل"، "هبيره بن وهب"، "نوفل بن عبدالله" او "ضرار بن الخطاب") د جګړې جامې اغوستې وې او په غرور د "بني كنانه" د لښكر مخې ته ودرېدل او و يې ويل:((جګړې ته تيار شئ،نن به پوه شئ،چې د عربو د لښكر واقعي ننګيالي څوك دي.)) بيا يې خپل اسونه وځغلول او د خندق له هغه ځايه تېر شول ،چې پلن والى يې لږ و. دې پينځو تنو ځان د اسلام له ليكو تېر كړ؛خو د بريد سيمه ژر د اسلام سرتېرو كلابند كړه او د نورو د پرمختګ مخه يې ونيوه. دا پينځه تنه د خندق او د "سلع" د غره تر منځه ودرېدل او مسلمانان يې په كبر او غررو مبارزې ته روابلل.(262) په دې پينځو تنو كې هغه ننګيالى رامخې ته شو،چې مېړانه او كارپوهه يې ډېره وه او رسما يې يو تن مبارزې ته راوباله. هغه پرله پسې چغې وهلې او غږ يې هماغسې لوړېده او ويل يې: (( هل من مبارز!)) غږ يې په ډګر كې انګازې كولې او د اسلام پر لښكر يې د وېرې رپ لګولى و، د مسلمانانو  چوپتيا نور هم ډاډه كړ او و يې ويل:((څوك جنت ته تلل غواړي؟ مګر تاسې د اسلام ملت داسې نۀ وايئ،چې مړي به مو په جنت كې وي او موږ به دوزخ ته ځو؟ دلته څوك پيدا كېږي، چې ما دوزخ ته ولېږي او يا يې زه جنت ته ولېږم؟))

 هغه دا مطلب د شعر په ژبه وايه:

((و لقد بححت من الندا           يجمعكم هل من مبارز))

زه پر چغو چغو او مبارزې غوښتلو ستړې شوم او مرۍ مې كېناسته.

  د اسلام لښكر د "عمرو بن عبدو" نارو چوپ كړى و. پېغمبر اکرم وويل:(( يو تن پاڅېږئ او اسلام ددې سړي له شره خلاص كړئ))؛خو بې له حضرت "علي" (ک) په بل چا كې ورسره د مبارزى مېړانه نۀ وه. (263)

پېغمبر اکرم خپله توره حضرت "علي" (ک) ته ورکړه او ځانګړې پګړۍ يې ور پرسر كړه او ورته يې دعا وكړه:((خدايه! "علي"  له هرې بدۍ وساتې. خدايه! د بدر پر ورځ را نه "عبيده بن الحارث" او د احد د جګړې پر ورځ را نه "حمزه" واخيستل شو. خدايه! "علي" د دښمن له شره وساتې.))

 بيا پېغمبر اکرم د سوره انبياء 89 آيت ولوست: ((خدايه! ځان ته مې پرې نۀ ږدې او تۀ غوره وارث يې. ))(264)

حضرت "علي" (ک) په بيړه ولاړ او پېغمبر اکرم پردې مهال تاريخي جمله وويله: (( ټول كفر له ټول ايمان سره مخ شو.))

حضرت "علي" (ک) ورغى او د "عمرو" د شعر په وزن يې شعر ووايه.

((لاتجعلن فقد اتاك            مجيب صوتك غير عاجز))

((بيړه  مۀ کوه! قوي ځواب دركوونكى ډګر ته راغى.))

 حضرت "علي" (ک) اوسپنيزې جامې اغوستې وې او سمبال و او يوازې سترګې يې ښكارېدې."عمرو"غوښتل خپل سيال وپېژني؛نو حضرت "علي" (ک) ته يې وويل:(( څوك يې؟))

 حضرت "علي" (ک) چې د لهجې په صراحت مشهور و،ويې ويل: (( علي بن ابيطالب.))

 "عمرو بن عبدو" ورته وويل: (( زه دې وينه نۀ تويوم؛ځکه پلار دې زما ملګرى و،زه دې د تره په زوى پسې راغلى يم،چې تۀ يې په ډاډ ډګر ته رالېږلى يې. کړاى شم د نېزې په څوكه دې د ځمكې او اسمانو په منځ كې مړ يا ژوندى ساتلاى شم.))

"ابن ابي الحديد" وايي:((زما د تاريخ استاد (ابوالخير) به، چې په درس كې د تاريخ دې ځاى ته راورسېد؛نو ويل به يې:"په حقيقت كې "عمرو" له حضرت "علي" (ک) سره له جګړې ډېر وېرېده؛ځکه هغه د احد او بدر په جګړو كې هم و او هلته يې د حضرت "علي" (ک) مېړانه كتلې وه؛ځكه يې غوښتل ځان ورسره له مبارزې وژغوري."))

حضرت "علي" (ک) ورته وويل: (( تۀ زما مرګ ته وار مۀ خطا كوه، زه په دواړو حالاتو كې (شهيد يا غازي) نېكمرغه يم او ځاى مې په جنت كې دى؛خو تۀ په دواړو حالتونو كې په دوزخ كې يې.))

 "عمرو" وخندل او و يې ويل:(("علي"! دا د عدالت وېش نۀ دى،چې هم دوزخ ستا وي او هم جنت.))

 بيا "علي" (ک) ورته هغه تړون ور ياد كړ، چې په "كعبه" كې يې له خپل خداى سره تړلى و،چې د جګړې په ډګر كې مخالف اړخ ته درې وړانديزه ورکړي،چې يو ورسره ومني؛نو ځكه حضرت "علي" (ک) ورته د اسلام د منلو وړانديز وركړ.

 هغه ورته وويل:((له دې خبرې تېر شه، چې بېخي ناشونې ده.))

 حضرت "علي" (ک) بيا ورته وويل:((له جګړې لاس واخله او "محمد" (ص) پر خپل حال پرېږده او د جګړې له ډګره ولاړ شه!))

 ورته يې وويل:(( ددې خبرې منل به ما خلكو ته سر کوزى كړي او سبا به راپسې د عربو ټول شاعران خولې راوسپړي او وايي به، چې له وېرې يې دا كار كړى دى.))

حضرت "علي"(ک) ورته وويل:(( ښه نو اوس،چې دې سيال پلى دى؛نو تۀ هم له اسه راكوز شه.))

 هغه ورته وويل:((دا ناڅيزه وړانديز دى او فكر مې نۀ کاوه،چې عرب له ما داسې وغواړي.)) (265)

د دوو اتلانو جګړه پېل شوه

د دوو اتلانو ترمنځ جګړه پېل شوه او شاوخوا ته يې دوړې شوې؛ دومره دوړې شوې،چې ليدونكيو بې سره نه شول ليداى. يوازې د تورو غږونه يې اورېدل كېدل او تر څه اخ و ډب وروسته، عمرو غوښتل، چې حضرت "علي" (ک) په توره پر سر ووهى؛خو حضرت "علي"(ک) يې ګوزار په ډال وتمباوه؛خو سره له دې هم،د حضرت "علي" (ک) سر مات شو؛خو "علي" (ک) له وخته په ګټنې،په توره "عمرو" پر پښو ووهه او دواړه پښې يې ترې پرې كړې او "عمرو" يې پر ځمكه راګوزار كړ. د دوړو له منځه د حضرت "علي" (ک) د ((الله اكبر)) غږ راپورته شو، چې د دښمن د ماتې نښه وه.

 د "عمرو" وژولو په كفارو کې دومره وېره خپره کړه، چې بېواکه يې له هغه ځايه دوه خپلې او دوه پردۍ كړې او بې له "نوفله" ټول خپل غونډ ته ورستانه شول. "نوفل" له اس سره كندې ته وروغورځېد او مسلمانانو پرې د  تيږو باران جوړ كړ؛خو له لاندې يې غږ كړ:(( دا ځواني نۀ ده.يو تن لاندې راولېږئ، چې ورسره وجنګيږم.))

 "علي" (ک) خندق ته وركوز شو او هماغلته يې وواژه.

د كفر پر لښكر،په تېره بيا پر "ابوسفيان" د وېرې رپ لګېدلى و. "ابوسفيان" انګېرله،چې مسلمانان به د حضرت"حمزه" غچ اخستو ته "نوفل" هم مثله كړي. يو تن يې ولېږه،چې د"نوفل" مړى په لس زره ديناره واخلي.

 پېغمبر اکرم وويل:((مړى وركړئ او دينار ترې وا نۀ خلئ؛ځکه په اسلام كې په مړي د پېسو اخېستل حرام دي.))



د دې ګوزار ارزښت

په ظاهره خو حضرت "علي" (ک)  يو اتل وژلى و؛خو په حقيقت كې يې په دې وژلې د لس زره كسيز لښكر روحيه (چې د اسلام منځه وړو ته يې ملاتړلې وه) کمزروې كړه او ددې ګوزار ارزښت به هله معلوم شوى واى، چې دا جګړه "عمرو" ګټلې واى.

 حضرت "علي" (ک) چې پېغمبر اکرم ته راغى؛نو د هغه ګوزار ارزښت يې داسې وښو:((ددې ګوزار ارزښت زما د امت تر ټولو کړنو غوره دى؛ځکه د كفر د ستر اتل په ماتې كې مسلمانان سر لوړي او مشركان سرکوزي شول.)) (266)



ځواني

سره له دې،چې عمرو ګران بيه "زغره" درلوده؛خو حضرت "علي" (ک) ورته لاس ور نۀ ووړ. حضرت "عمر" به حضرت "علي"  تل په دې كار ټپسورى کاوه،چې ولې دې زغره د هغه له بدنه راخلاصه  نۀ کړه. 

 د "عمرو" خور له دې پېښې خبره شوه ويې ويل:

(( خپه نۀ يم؛ځکه ورور مې كريم سړي وژلى او كه بل چا وژلى واى؛نو تر مرګه به مې ژړل.)) (267)

اوس ګورو ددې عربي اتل تر وژلې وروسته،د کفر لښکر له کومې پايلې سره مخ شو؟


د عربو لښكر تس نس  شو

جګړې ته د عربو او يهودو د لښكر انګېزه يوه نۀ وه. يهود د اسلام له پر مختګه وېرېدل او د قريشو د راتګ لامل له اسلام سره يې پخوانۍ دښمني وه.د "غطفان" او "فذاره" ټبرونه هم د "خيبر" محصولاتو ته په تمه و؛ نو د دوو وروستيو ډلو د برخې اخيستو لامل  مادي و او كه  دا موخه مسلمانانو پوره كړې واى؛نو په ډېره خوشحالۍ ستنېدل،په تېره بيا هغه مهال،چې سړې هوا او قحطۍ پوزې ته راوستي وو؛ ځكه پېغمبر اکرم يو پلاوى وګوماره كړ،چې د هغه ټبر له مشرانو سره تړون وكړي چې: ((مسلمانان حاضر دي،چې د مدينې درېمه برخه مېوې ورته وركړي؛خو په دې شرط،چې له احزابو بېل شي  او خپلو سيمو ته ورستانه شي.))

 د پېغمبر اکرم استازيو د ټبر له مشرانو سره تړون وليكه او لاس ليك ته يې پېغمبر اکرم ته راووړ، پېغمبر اکرم دا خبره خپلو دوو افسرانو؛ حضرت "سعد معاذ"(رض) او حضرت "سعد عباده"(رض) ته وكړه.

 دواړو په يوه خوله وويل:((كه دا تړون د خداى امر وي؛نو پر سر سترګو مو قبول دى او كه شخصي نظر مو وي ؛نو که زموږ نظر غواړې؛نو نظر مو دا دى،چي تړون لاسليك نۀ کړئ؛ځکه موږ هېڅكله دې دوو ټبرونو ته باج نۀ دى وركړى او ددې ټبرونو يو تن هم تر اوسه له موږه په زور د كجورې يوه دانه هم نۀ ده وړې او اوس خو د خداى په فضل او ستاسې په لارښوونه خورا سر لوړي يو. پر خداى قسم! موږ به يې دې باطلې غوښتنې ته په توره ځواب وركړو، چې دا خبره د خداى د حكم له مخې فيصله شي.))

 پېغمبر اکرم:((زه ځكه د داسې تړون په فكر كې وم،چې هغوى له هر لوري درباندې يرغلونه كوي؛نو غوښتل مې له دې لارې د دښمن په منځ كې درز واچوم. اوس چې راته ستاسې سرښندنه ښكاره شوه؛نو تړون نۀ لاسليکوم او درته وايم او پر خپله خبره ايمان لرم،چې خداى به خپل پېغمبر خوار نۀ کړي او پر كفر به د اسلام د بري وعدې ته د عمل جامه واغوندي.))

 دغه مهال د پېغمبر اکرم په اجازه، حضرت "معاذ" تړون څيرې كړ او ويې ويل:((د كفارو چې څه خوښه وي، و دې يې كړي،موږ  باج وركوونكى ملت نۀ يو.)) (268)



هغه لاملونه چې د عربو لښکر يې تس نس کړ

1 – لومړى لامل د ټبر له مشرانو سره د پېغمبر اکرم د استازيو خبرې اترې وې؛ځکه كه دا تړون لاسليك هم نۀ شو؛خو د پېغمبر اکرم د استازيو له لوري هم مات نۀ شو.

 نوموړي ټبرونه په دې توګه له خپلو متفقينو سره وران شول. هغوى د تړون د لاسليك په تمه وو او هر وخت،چې ترې غوښتل كېدل،چې بريد وكړي؛نو ددې تړون په تمه يې پلمې کولې .

2 – د "عمرو بن عبدو"، چې د اسلام  راپرځولو ته يې ملاتړلې وه وژنې د لښكر جنګي روحيه کمزورې كړه په تېره بيا د نورو پهلوانانو تېښتې.

3 – "نعيم بن مسعود" نوى مسلمان شوى و،چې د عربو د لښكر په بې اتفاقۍ كې يې خوراه مهمه ونډه واخيسته. هغه پېغمبر اکرم  ته راغى او ورته يې وويل: ((زه نوى مسلمان شوى يم او له دې ټولو ټبرونو سره پخوانى ملګرتوب لرم او هغوى تر اوسه زما له مسلمانېدو خبر نۀ دي،كه څه امر وي؛نو حاضر يم.))

 پېغمبر اکرم ورته وويل:((يو كار وكړه، چې په دې  لښكر كې بې اتفاقي راشي او كه دې موخې ته دې دروغ يا كومه نقشه واېسته؛نو خير دى.))

"نعيم" ومنله او څه وخت په سوچ كې ډوب شو او بيا "بني قريظه" ته ورغى،چې د دښمن پينځمه ستن وه او مسلمانان يې له شا ګواښل.

 هغه د "بني قريظه"وو كلا ته ورننوت او ورته يې داسې وښوول، چې ګنې ښه دوست يې دى او څه چې وايي،د خواخوږۍ له مخې يې وايي. هغه دومره خبرې وكړې،چې د هغوى اعتماد يې رامات کړ او بيا يې ورته وويل:((موقعيت مو له متفقو احزابو سره توپير لري؛ځکه مدينه ستاسې د ژوند،بچيو او مېرمنو مركز دى او ټوله شتمني مو هم دلته پرته ده او تاسې هېڅ امان نۀ لرئ،چې له دې ځايه كډن شئ؛خو متفق احزاب،چې جګړې ته راغلي،له مدينې بهر لرې اوسېږي.كه هغوى په دې جګړې كې بريالي شول؛خو سمه او كه ماتې يې وخوړه؛نو ژر به له دې ځايه ولاړ شي. اوس په خپله فكر وكړئ،كه احزابو په دې جګړه کې ماتې وخوړه او خپلو سيمو ته ورستانه شول؛نو تاسې به ياست او د مسلمانانو غچ؛نو زما وړانديز دا دى:اوس چې له دې احزابو سره يو ځاى شوي ياست، سمه ده او پر خپل هوډ پاتې شئ؛خو دا چې احزاب په جګړه كې تاسې ځان ته پرې نۀ ږدي؛نو څو مشران يې يرغمل ونيسئ،څو د دې مشرانو له امله مو پر سخته ورځ ځانته پرې نۀ ږدي او د خپلو مشرانو ساتلو ته هم تر پايه له "محمد" سره وجنګېږي.))

د "نعيم" وړانديز ټولو ومانه. "نعيم" چې پوه شو،خبرې يې ځاى نېولى؛ نو راپاڅېد او له كلا راووت او د احزابو غونډ ته ورغى. هغه د قريشو له مشرانو سره پخوانۍ دوستي درلوده. ورغى او ورته يې وويل:

 (("بني قريظه" له "محمد" سره د تړون له ماتولو پښېمانه دي،اوس غواړي دا خبره جبران كړي.هغوى غواړي څو مشران مو له ځان سره يرغمل ونيسي او "محمد" ته يې وسپاري او له دې لارې خپله دوستي او پښېماني "محمد" ته وروښيي او پوهېږئ "محمد" به مو هم مشران ځاى پر ځاى ووژني. هغوى دا پرېكړه له "محمد" سره له پخوا كړې ده او ورته يې ويلي چې نور به موږ ستا ملاتړ يو او "محمد" هم ورسره منلې ده؛ نو كه يهود له تاسې مشران ګرو وغواړي؛نو ور يې نۀ کړئ او ددې خبرې روښانه ګواهي دا ده،چې سبا ترې وغواړئ،چې وجنګېږئ؛خو هغوى به له بريده ډډه وكړي او ډول ډول پلمې به درته راوړي.))

 بيا د غطفان غونډ ته ورغى او په ځانګړي مهارت يې خبرې پېل كړې او ورته يې وويل:(( تاسې د"عطفان" ټبر زما هډوګوډ او نسب ياست او كومې خبرې چې درته كوم له پېرزويېنې يې كوم؛خو هيله لرم،چې خبرې مې له دې ځايه بهر و نۀ وځي.))

 ټولو هغه خواخوږى او رښتين وګاڼه او کومې خبرې يې، چې قريشو ته كړې وې، دوى ته يې هم وكړې.

هغه خپله دنده ښه سر ته ورسوله او پټ د مسلمانانو غونډ ته راغى او په مسلمانانو كې يې هم اوازه خپره كړه،چې "بني قريظه" غواړي د قريشو مشران يرغمل كړي؛البته هغه دا كار دې ته وكړ،چې ددې خبرې ښه پخلى وشي او له خندقه دا خبره ورواوړي او د كفارو غوږونو ته هم ورسي.



د قريشو استازي د بني قريظه وو كلا ته ورغلل

"ابوسفيان" د شنبې پر شپه هوډ وکړ هر څه روښانه او يو اړخ ته كړي؛نو ځکه قريشو او د "غطفان" مشرانو،خپل استازي د "بني قريظه"وو كلا ته ولېږل او ورته يې وويل:((موږ ددې ځاى خلك نۀ يو،څاروي مو هم ځپل شوي، تاسې سبا له شا بريد وكړئ، چې له دې غمه خلاص شو.))

 د "بني قريظه"وو بولندوى د احزابو استازيو ته وويل:((سبا د شنبې ورځ ده او موږ پردې ورځ يوه كار ته هم ګوتې نۀ ور وړو؛ځکه پخوانيو مو پردې ورځ كار وکړ او د خداى په عذاب ككړ شول او موږ به هله بريد کوو، چې د احزابو ځينې مشران له ځان سره يرغمل ونيسو،چې تاسې هم وجنګېږئ او په نيمائي كې مو پرې نۀ ږدئ.))

 د قريشو استازي راستانه شول او د هغوى پيغام يې خپلو مشرانو ته راووړ.

 ټولو وويل: ((زموږ اصلي دوست او خواخوږى "نعيم" دى،رښتيا يې ويلي وو، چې د "بني قريظه"وو د مشرانو په زړونو كې ټګي ده.))

 د قريشو استازي يو ځل بيا، "بني قريظه" وو ته ولاړل او ورته يې وويل: ((دا چې تاسې له موږ يرغمل كسان غواړئ،دا خبره ناشونې ده. ان حاضر نۀ يو يو تن يرغمل دركړو،كه خوښه مو وي؛بريد وكړئ او موږ هم درسره يو.))

د استازيو خبرو په تېره بيا دا چې ((ان موږ حاضر نۀ يو يو تن يرغمل دركړو))،د "نعيم" د خبرو پخلى وكړ او ټولو وويل:(( هماغه  سمه وه، چې "نعيم" وويل))،"قريش" يوازې په خپل فكر كې دي،كه سبا دا جګړه مسلمانانو وګټله؛ نو د بلا خولې ته به مو پرېږدي. (269)



وروستى لامل پورتني لاملونه له غيبي امدادونو سره يو ځاى شول او احزاب يې خپاره كړل او هغه داسې،چې ناڅاپه هوا توفاني شوه او هوا نوره هم سړه شوه، باد دومره غوسه و،چې خېمې يې راونړلې او دېګونه يې ورته له نغرو سره نسکور كړل او ډيوې يې مړې كړې.

 همدغه مهال پېغمبر اکرم حضرت "حذيفه" ته دنده وركړه،چې له خندقه تېر شي او دښمن د حال سم خبر راوړي.

 "حذيفه" وايي:((ما ځان "ابوسفيان" ته نږدې كړ؛و مې ليدل د ټبر مشرانو ته خبرې کوي او ورته وايي:"په كوم ځاى كې مو،چې اړولي،د ژوند ځاى نۀ دى،څاروي مو هلاك شول،خېمې مو ونړېدې او "بني قريظه" هم مرستې ته تيار نۀ دي؛نو ښه به وي له دې ځايه كډه وكړئ." ولاړ او پر خپل اوښ سپور او د مکې پر لور روان شو.))

 لمر لا نۀ و راختلى،چې احزاب ګرد سره تللي وو او هېڅوك هم نۀ وو پاتې او دا جګړه هم د هجرت پر پينځم كال د "ذى القعدې" پر څلور ويشتمه پاى ته ورسېده.(270)




نهه ويشتم څپرکى

د پينځم هجري كال پېښې

د فساد وروستۍ ځاله

پر هماغه لومړي كال،چې پېغمبر اکرم مدينې ته راغى؛نو د کورنيو اختلافاتو او تربګنيو هواري ته يې مدينې او چاپيريال ته يو منشور او تړون چمتو كړ. اوسيانو، خزرجيانو او يهودانو ژمنه وكړه،چې د مدينې دفاع به كوي. بل خوا پېغمبر اکرم د مدينې له يهودو سره بل تړون لاسليك كړ او هغه دا،چې يهودو ژمنه وكړه،چې رسول اکرم او يارانو ته به يې زيان نۀ رسوي او خپلې وسلې او څاروي به د "محمد" دښمنانو ته نۀ وركوي او كه ددې تړون پر خلاف يې عمل وكړي؛نو پېغمبر اکرم به د مالونو په ضبطولو او د زامنو او ښځو په اسيرانولو كې خپلواک وي؛ خو د يهودو درې واړو ټبرونو دا تړون مات كړ او تر پښو لاندې يې كړ.

 "بني قينقاع" يو مسلمان ووژاه او "بني النضير" د پېغمبر اکرم  وژلو ته نقشه ايستلې وه،چې پېغمبر اکرم له وطنه وشړي."بني قريظه"وو هم د اسلام ځپلو ته له احزابو سره مرسته وكړه.

 اوس بايد ووينو،چې د اسلام مشر به له "بني قريظه"وو سره څه چلن كوي؟

 لمر لا نۀ و راختلى،چې د احزاب د لښكر وروستۍ ډلې هم سيمه په وېره پرېښووه. سره له دې،چې مسلمانان خورا ستړي وو؛خو پېغمبر اکرم  حكم وكړ،چې د "بني قريظه"وو کيسه هم پاى ته ورسوي.

 موذن اذان وكړ او پېغمبر اکرم مسلمانانو ته د ماسپښين لمونځ وركړ. بيا يې خپل وياند ته وويل:((مسلمانان بايد د مازيګر لمونځ د "بني قريظه"وو په استوګنځي كې وكړي.))

 بيا يې د لښكر بيرغ حضرت "علي" (ک) ته وركړ او سرتېري ورپسې شول او "بني قريظه" يې كلابندكړل. د كلا ساتندويانو خپلو مشرانو ته د مسلمانانو د راتګ خبر وكړ.هغوى هم د وروڼو د تړلو حكم وكړ. د "بني قريظه" وو مشرانو د كلا له سوريو پېغمبر اکرم ته په كنځلو شول. دا چې پېغمبر اکرم يې كنځلې وانۀ وري؛نو حضرت "علي"(ک) رامخې ته شو، چې د پېغمبر اکرم  د رانږدې كېدو مخه ونيسې؛خو پېغمبر اکرم، حضرت "علي" (ک) ته وويل:(( كه و مې وېني؛نو کېداى شي له كنځلو لاس واخلي.))

پېغمبر اکرم راغى او د كلا مخ ته ودرېد او ورته يې وويل:(( آيا خداى خوار او ذليل نۀ کړئ؟))

يهودانو لا تر اوسه د پېغمبر اکرم دومره غوسه نۀ وه ليدلې او دا،چې پر غوسه يې يخې اوبه واوړي،و يې ويل:(( ابوالقاسمه! تۀ خو دومره توند خويه نۀ وې.))

 دې خبرې د پېغمبر اکرم غوسه سړه کړه او بې واکه شا ته راغى او څادر يې هم له اوږې را وغورځېد.(271)


په كلا كې د يهودو غونډه

په دې شورا كې د جګړې اور بلوونكى "حيى بن اخطب نضيري" هم و. هغه د احزابو تر خپرېدو وروسته "خيبر" ته لانړ؛ بلکې راغى او د "بني قريظه"وو كلا ته ننووت.

د ټبر مشر درې وړانديزه وكړل،چې پر يوه يې عمل وكړئ:

1 _ ټول اسلام ومنو؛ځكه د "محمد" نبوت غوڅ امر دى او "تورات" يې هم نبوت تصديق كړى دى.

2 _ خپلې ښځې او بچي ووژنو او له كلا ووځو او په مېړانه له "محمد" سره وجنګيږو.كه مړه هم شول؛نو زړۀ به مو ارام وي او كه و مو ګټله؛نو بيا به ښځې وكړو او بچي به مو وشي.

3 _  نن د شنبې شپه ده او "محمد" او ياران يې فكر كوي يهودان پردې ورځ هېڅ كار ته ګوتې نۀ ور وړي؛نو له شپې به ګټه واخلو او بريد به وكړو.

شورا يو وړانديز هم و نۀ مانه او و يې ويل:(( موږ به هېڅكله له "تورات"  او خپل دينه لاس وا نۀ خلو او بې له ښځو او ماشومانو ژوند خوند نۀ لري او درېم وړانديز زموږ  له مذهبي عقايدو سره اړخ نۀ لګوي. (272)

د يهودو خبرې د هغوى د روحيي ښوونكې ده:

د خپل مشر لومړى وړانديز يې؛ځكه ونۀ مانه،چې له اسلام سره يې ضديت درلوده او ځېلي او كينه كښه ډله وه؛ځکه (هماغسې،چې مشر يې وويل) هغوى د "محمد" (ص) پر نبوت پوه وو.

 دويم وړانديز يې راښيي،چې سخت زړې ډله وه؛ځکه د ماشومانو او ښځو وژل تر تيږې كلك زړۀ غواړي او د پام وړ خبره خو دا ده،چې په غونډه كې يې هيچا هم ونۀ ويل،چې ماشومانو او ښځو څه ګناه كړې،چې ووژل شي؟

 دريېم وړانديز يې راښيي،چې د پېغمبر اکرم له معنوي قدرت او پر پوځي فنونو او دفاعي قوانينو له پوهې خبر نۀ وو او خيال يې كاوه د اسلام د مشر به شنبې ته پام نۀ وي.خبر نۀ وو،چې پېغمبر اکرم د دښمن هر حركت تر څاره ،په تېره بيا د يهودو په څېر د مكار او ټګمار دښمن حركتونه.

د عربو د لښكر تر تلو وروسته،پېغمبر اکرم "بني قريظه" همداسې نۀ شو پريښوداى؛ځكه امكان يې درلود،چې د عربو لښكر په يوه وخت كې له ډېرې وسلې او سرتېرو سره د مدينې نيوو ته راشي او "بني قريظه" هم ورسره  يو لاس شي؛ځکه "بني قريظه" د مدينې نيولو ته حساسه سيمه وه؛ نو پېغمبر اکرم د راتلونكي خطر مخنيوي ته د هغوى كار پاى ته ورساوه.


د ابولبابه خيانت

پېغمبر اکرم،چې "بني قريظه" كلابند كړل؛نو پېغمبر اکرم ته يې وويل: (("ابولبابه" اوسي" راولېږه،چې ورسره سلا مشوره وكړو.))

 "ابولبابه" پخوا له "بني قريظه" و سره د دوستۍ تړون درلود. د يهودو كلا ته،چې ورننووت؛ نو ښځې او سړي ترې راتاو شول او ورته په ژړا او زارۍ شول او ورته  يې وويل:(( ايا ښه به نه وي، چې موږ بې قيد و شرطه تسليم شو؟!))

 "ابولبابه":(( هو!))؛خو "ابولبابه" لاس پر ورمېږ تېر کړ؛ يعنې كه تسليم شوئ؛ نو و به وژل شئ.

 "ابولبابه" پوهېده،چې پېغمبر اکرم به په مدينه كې ددې ډلې له شتون سره موافقه و نۀ کړي؛ځکه هغوى اسلام ته تر ټولو خطرناك وو؛خو "ابولبابه" د اسلام له مصالحو سره يې د خيانت او د پېغمبر اکرم د راز برسيروني له امله خورا پښېمانه شو. ژېړ او رپېدلى له كلا راووت او نېغ جومات ته ولاړ او ځان يې د جومات په ستنې پورې وتاړه او خداى ته يې وويل:(( څو دې بښلى نۀ يم؛نو د عمر تر پايه به په همدې ستنې پورې تړلى يم.))

مفسران وايي: د انفال د سورت 27 آيت په دې هکله نازل شوى دى:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَخُونُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُواْ أَمَانَاتِكُمْ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ= مؤمنانو! له خداى او پېغمبر سره يې خيانت مۀ كوئ او (همداراز) په خپلو امانتونو كې هم خيانت مۀ كوئ، حال دا چې پوهېږئ ( دا كارستره ګناه ده).

پېغمبر اکرم ته د "ابولبابه" خبر ورسېد. پېغمبر وويل:(( كه له دې كاره مخكې راته راغلى واى؛ نو ما به ورته له خدايه بښنه غوښتې واى او خداى به بښلى هم واى؛ خو اوس يې،چې دا كار كړى؛پرېږدئ هماغلته وي، چې خداى يې وبښي.))

 له لمانځه مخکې يې ښځه راتله او له ستنې يې راخلاصاوه او تر لمانځه وروسته يې بيا تاړه. شپږ ورځې تېرې شوې. سهار وختي،چې پر هغه شپه چې پېغمبر اکرم د "ام سلمه" كره و، حضرت جبرائيل راغى او د توبې سورت 102 آيت يې راووړ، چې مطلب يې د"ابولبابه" بښل كېدل وو.

وَآخَرُونَ اعْتَرَفُواْ بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُواْ عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا عَسَى اللّهُ أَن يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= او ځينو نورو په خپلو ګناهونو اعتراف كړى او ښې او ناوړه چارې يې سره ګډې كړې دي، هيله ده خداى يې توبه قبوله كړي؛ځكه خداى توبه قبلوونكى (او) لورين دى .

پېغمبر اکرم ام سلمې ته وويل:((خداى "ابولبابه" وباښه. ورشه او زېرى پر وكړه.))

 د "ابولبابه" د بښل كېدو زېرى چې وشو؛نو خلكو جومات ته ورمنډې كړې، چې له ستنې يې راخلاص كړي.

 "ابولبابه"  وويل:(( بايد پېغمبر اکرم مې خلاص كړي.))

 پېغمبر اکرم چې د سهار لمانځه ته راغى؛نو په خپلو لاسونو يې خلاص كړ.(273)

""ابولبابه"" خپلو بېځاېه احساساتو تېر اېستى و. د ښځو او سړو ژړا ترې د ځان ژغورنې قدرت واخيست او راز يې را برسېره كړ؛ خو ايمان او له خدايه وېره يې ددې لامل شوه،چې توبه وباسي او خپل خيانت داسې جبران كړي،چې بيا ان د خيانت په باب فكر هم ونۀ کړي.

د بني قريظه وو كار كوم ځاى ته ورسېد

يوه ورځ "شاس بن قس" يهودي،د يهودو له لوري استازى شو او  پېغمبر اکرم ته يې وويل:(( اجازه راكړئ موږ هم د نورو يهودو په څېر خپل منقول مالونه له ځان سره واخلو او له مدينې ووځو.))

 پېغمبر اکرم يې وړانديز و نۀ مانه او ورته يې وويل:((بايد بې قېد و شرطه تسليم شئ.))

  شاس بل وړانديز وكړ:((خير موږ به خپل مالونه هم تاسې ته پرېږدو؛خو  اجازه راكړئ له مدينې ووځو.))

 پېغمبر يې دا وړانديز هم و نۀ مانه.(274)

دلته پوښتنه راولاړېږي، چې ولې پېغمبر اکرم د "بني قريظه"وو د استازي وړانديزونه و نۀ منل؟

 دا خو ډېره روښانه ده؛ځکه امكان يې درلود دوى هم د "بني نضيرو" په څېر،چې د مسلمانانو د تورې له ګوزاره لرې شول او له نورو عربو سره يو ځاى شول؛ځكه يې پېغمبر اکرم له وړانديزونو سره مخالفت وښود.

 شاس ولاړ او خبره يې خپلو لوړ پوړيو مقاماتو ته ورسوله.

"بني قريظه"وو نهايي هوډ داسې وکړ، چې بې قيده و شرطه مسلمانانو ته تسليم شي او ځينې تاريخپوهان وايي:((هغوى داسې پرېكړه وكړه: " د هغوى هم ژمني،"سعد بن معاذ" يې، چې په باب هره فېصله وكړه، قبوله به يې وي."))

 د كلا ورونه خلاص شول،حضرت "علي" (ک) له خپلې ځانګړې ډلې سره ورننووت او بې وسلې يې كړل او ټول يې وستل او د "بني النجار" په كورونو كې يې بنديان كړل، چې برخليك  يې معلوم شي.

 پخوا،چې د اسلام سرتېرو د "بني قينقاع" يهود نيولي وو؛نو "خزرجيان" پېغمبر اکرم ته جرګه شول او پېغمبر اکرم يې له وژلو يې ډډه وكړه؛نو دا ځل له اوسيانو او خزرجيانو سره د سيالۍ له امله،پر پېغمبر اکرم فشار راووړ، چې هغوى وبښي؛خو پېغمبر اکرم يې وړانديز و نۀ مانه او و يې ويل:(( د دوى په باب فيصله به ستاسې د ټبر مشر "سعد بن معاذ" كوي او هغه يې،چې په اړه هره فېصله وكړه؛منم يې.))

 ټولو د پېغمبر اکرم دا پرېکړه د زړۀ له كومې ومنله. د پام وړ خبره خو دا ده،چې د حضرت "سعد معاذ" قضاوت "بني قريظه" هم ومانه  او پېغمبر اکرم ته يې وويل:

 ((تسليمېږو؛خو چې "سعد" مو په اړه قضاوت وكړي.)) (275)

حضرت "سعد بن معاذ" پر لاس غشي خوړلى و او د "زبيده" په نوم ښځې په خيمه كې و،چې په جراحۍ كې يې مهارت درلود او پېغمبر اکرم به هم پوښتنې ته ورتله.

 د اوس ځوانان ولاړل او خپل مشر يې له ځانګړو تشريفاتو سره رسول اکرم ته راووست.حضرت "سعد"،چې مجلس ته راننووت؛ نو پېغمبر اکرم وويل:(( ټول  د خپل ټبر مشر درناوى وكړئ.))

 ټول د حضرت "سعد" احترام ته له خپل ځايه پاڅېدل. په لار كې ساتندويانو حضرت "سعد" ته ويلې وو،چې پر "بني قريظه"و ورحمېږه او له مرګه يې وساته؛خو د خپل ټبر فشارونو ته يې غاړه كېنښووه او په مجلس كې يې حكم وكړ،چې:(( د "بني قريظه"وو جنګيالى دې ووژل شي،مالونه دې يې وويشل شي او ښځې او ماشومان دې يېاسيران شي.)) (276)



د  حضرت سعد معاذ(رض) د اسنادو څېړنه څوك له دې خبرې منكر نۀ دي،چې كه عواطف او احساسات د قاضي پر عقل غلبه وكړي؛نو په قضاوت كې به يې ګډوډي راشي، چې پايله يې د ټولنيز عدالت له منځه تلل وي. عواطف د كاذبې اشتها په څېر دي،چې ناوړه او مضر شيان ګټور ښيي.حال دا چې د وګړي او ټولنې مصلحتونه تر پښو لاندې كوي.

د حضرت "سعد" عواطف او احساسات،د "بني قريظه"وو د ماشومانو او ښځو زړۀ دردوونكي منظر،په بند كې د "بني قريظه" د سړيو د زړۀ دردوونكي بندي توب او د عمومي افكارو پامنيوى، چې ټول اوسيان "سعد" ته يوه خوله وو،چې و يې بښي،بايد ددې لامل واى، چې "سعد" ترې تېر شوى واى او يا يې سزا كمه كړي؛خو داسې يې و نۀ کړل او د ټولنې مصالح يې د ډېر لږ اقليت پر مصالحو غوره وګڼل او د منطق،عقل او فكري استقلال له مخې يې پرېکړه وكړه،چې:

 (( جنګيالي دې ووژل شي. مالونه دې يې ضبط شي، ماشومان او ښځې يې اسيران كړئ.))

 د لاندې دلايلو په رڼا کې يې پرېكړه وكړه:

1_د "بني قريظه"وو يهودو له پېغمبر اکرم سره تړون لاسليك كړى و،چې كه د اسلام او مسلمانانو پر خلاف راپاڅېدل او فتنه يې راولاړه ته كړه؛ نو مسلمانان به يې په وژلو كې ازاد وي؛نو له ځان سره يې فكر وكړ،چې كه ددې تړون له مخې مې پرېكړه وكړه؛نو له عدالته لرې کار به مې نۀ وي كړى.

2_تړون ماتې ډلې د خپلو نېزو او تورو په زور د مدينې ښار ناامنه کړى و،د مسلمانانو كورونه يې لوټلى وو او په مدينه كې يې وېره خپره كړې وه او كه د پېغمبر اکرم دې خبرې ته پام نۀ وى شوى او يوه ډله يې د مدينې د ښار ساتلو ته نۀ واى رالېږلې او كه د "بني قريظه" نقشه عملي شوى واى؛نو هغوى به د مسلمانانو ماشومان او ښځې اسيرې كړې واى، جنګيالي به يې وژلي وو او مالونه به يې ضبط كړي وو؛نو قاضي له ځان سره وويل: كه خپله پرېكړه وكړم؛نو ظلم به مې نۀ وي كړى.

3 _حضرت "سعد بن معاذ" (د اوس د ټبر مشر) له "بني قريظه"وو سره هم ژمنى و او نږدې اړيكې يې ورسره هم درلودې؛ احتمال  لري د يهودو په جزايي قانون هم پوه و. د يهودو توارت وايي:((پر يو ښار دې،چې بريد وكړ؛لومړى يې سولې ته راوبوله او كه جګړه يې پېل كړه؛نو سړي يې ووژنه، ښځې ، ماشومان او مالونه يې غنيمت كړه.)) (277)

ښايي حضرت "سعد بن معاذ" له ځان سره انګېرلې وه: دا چې زه دوه اړخيزه قاضي يم؛نو كه هغوى د خپل مذهب د جزايي قانون له مخې محكوم كړم؛نو بيا به مې هم ظلم نۀ وي كړى.

4_زه  انګېرم،چې د حضرت "سعد بن معاذ" د دې پرېكړې علت دا و، چې په خپلو سترګو يې وليدل،چې پېغمبر اکرم د خزرجيانو په خاطر د "بني قينقاع" ټبر وباښه او يوازې له مدينې يې وايستل او لا ټول د مدينې له خاورې وتلي نۀ وو، چې "كعب اشرف" مکې ته ولاړ او د "بدر" مړيو ته يې د مكر وير وكړ او "قريش" يې د احد جګړې ته راوهڅول، چې پکې د اسلام 70 سرتېري شهيدان شول او همداسې "بني النضير" وبښل شو، ولاړل او د اسلام پر خلاف يې د احزاب جګړه رامنځ ته كړه او كه مسلمانانو خندق نۀ واى ايستلى؛نو پر هماغه وړومبۍ ورځ به يې د اسلام كډه پر چرګه بار كړې وه.

 حضرت "سعد بن معاذ" دا هر څه له خپل ذهنه تېر كړل او ويې ويل : كه دوى هم د اسلام د تورې له ګوزاره لرې شول؛نو دا ځل به د اسلام پر خلاف بله لويه پوځي اتحاديه جوړه كړي؛نو ځكه يې په سلو كى سل اسلام ته مضر وګڼل.

 د حضرت "سعد" د پرېکړې  د سمون بل شاهد دادى،چې: يهود يې چې اعدامولو ته بېول؛نو هغوى د خپلو زړنو خبرې راوسپړلې. د جګړې  اور بلوونكي "حيى بن اخطب"رسول اکرم ته وويل:((زه درسره له دښمنۍ پښېمانه نۀ يم؛خو چا چې له خداى سره مرسته و نۀ کړه؛نو خوار به وي. (278) د خداى پر حکم مۀ خپه كيږئ،د خداى له لوري د بني اسرائيلو ذلت او خواري قطعي خبره ده.))

په ښځو كې هم يوه اعدام شوه، چې هغې په لاره يو مسلمان ويشتلى او وژلى و او په محكومانو كې "زبير باطا" يهودى هم د مسلمان "ثابت بن قيس" په سپارښتنه خلاص شو. ښځې او زامن يې هم وبښل شول او مال يې بېرته وركړ شو. څلور تنه مسلمانان شول.

 له غنيمته،چې پينځمه وايستل شوه؛نو د اسلامې حكومت خزانې ته وسپارل شوه او پاتې نوره پر مسلمانانو ووېشل شوه. سپرو ته درې برخې، پليوه ته يوه برخه او پېغمبر اکرم د غنيمت پينځمه حضرت "زيد" ته وركړ، چې "نجد" ته ولاړ شي او اسونه او وسله پرې واخلي.

د "بني قريظه"وو غوغا د "ذي الحجه" پر 19 د هجرت پر پينځم كال غلې شوه او د احزاب سورت 26 او 27 آيتونه هم د "بني قريظه"وو په باب نازل شوى.

وَأَنزَلَ الَّذِينَ ظَاهَرُوهُم مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِيقًا تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقًا= او خداى د كتابيانو[= يهودو] يوه ډله، چې د هغوى[=مشركو عربانو] ملاتړ يې كاوه، له خپلو ټينګو كلا ګانو راكوز كړه او په زړونو كې يې ورته وېره واچوله (او كار يې تردې ځايه راورسېد چې) تاسې يې يوه ډله وژنئ او بله يې بندي كوئ.

وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَارَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ وَأَرْضًا لَّمْ تَطَؤُوهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا= او د هغوى ځمكې اوكورونه او شتمني يې تاسې ته ميراث كړې او هغه سيمه يې هم دركړه،چې کله مو پکې ګام نۀ و ايښى او خداى پر هر څه قادر دى.

 حضرت "سعد بن معاذ"(رض)،چې د خندق په جګړه كې ټپي شوى و، د "بني قريظه"وو تر پېښې وروسته، د هماغه ټپ له امله شهيد شو. (279)



د بني المصطلق غزا

"بني المصطلق" له قريشو سره په ګاونډ کې د "خزاعه" د ټبر يوه څانګه وه.پېغمبر اکرم خبر شو،چې د ټبر مشر "حارث بن ابي ضرار" خپل سرتېري په وسله سمبالوي اوغواړي مدينه کلابنده كړي.

 پېغمبر اکرم هوډ وکړ دا برنامه يې شنډه كړي؛ ځكه يې حضرت "بريده" دې سيمې ته ولېږه. هغه ولاړ او په غېر مستقيمه توګه يې د ټبر له مشر سره اړيکه ونيوه. بيا مدينې ته راغى او خبر يي تاييد كړ. پردې مهال پېغمبر اکرم له خپلو يارانو سره د "بني المصطلق" د ټبر پر لور روان شو او د "مريسيع" د څا پر غاړه ورسره مخ شو. جګړه ونښتنه او تر څو شېبو اخ و ډب وروسته يې لس تنه او د مسلمانانو يو تن په تېر کې شهيد شو.

 د كفر لښكر وتښتېد او مسلمانانو ته خورا ډېر مال لاس ته ورغى او د هغوى ښځې يې اسيرانې كړې.(280)

تر دې جګړې وروسته،د عبرت ټکى هغه سياست دى،چې پېغمبر اکرم په جګړې پسې د يوې پېښې په اړه عملي کړ.

په لومړي ځل په هغه سيمه كې د مهاجرو او انصارو ترمنځ اختلاف رامنځ ته شو او نږدې وو مسلمانان هلته يو بل وډبوي. کيسه داسې وه، چې "جهجاه مسعود" له مهاجرو او "سنان جهني" له انصارو پر اوبو وران شول. هر يو خپل ټبر مرستې ته راوغوښت او نږدې وو مسلمانان له مركزه لرې په هغه سيمه كې سره ونښلي.

 پېغمبر اکرم له پېښې خبر شو او ويې ويل:(( دا دوه تنه په خپل حال پريږدئ.دا مرسته غوښتنه ډېره بدبويه او كركجنه ده او د جاهليت د وختونو په څېر مرستې ته رابلل دي او تر اوسه د دوى په زړونو كې د جاهليت رېښې شته دى. دوى دواړه له اسلامه بې خبره دي او خبر نۀ دي، چې اسلام ټول له يو بل سره ورونه کړي دي او هره مرسته او غږ، چې د تفرقې لامل ګرځي، د توحيد له نظره بې ارزښته ده.)) (281)




دېرشم څپرکى

ديني - سياسي سفر د هجرت شپږم کال له خوږو او ترخو پېښو سره د تېرېدونکى و،چې پېغمبر اکرم په خوب کې مسلمانان په "مسجدالحرام" كې پر عبادت بوخت وليدل او دا خوب يې يارانو ته ووايه. (282)

ډېر وخت لا نۀ و تېر شوى، چې پېغمبر اکرم مسلمانانو ته حكم وكړ، چې عمرې ته تيارى ونيسئ او شاوخوا ټبرونو ته يې،چې تر اوسه يې اسلام نۀ و منلى، بلنه وركړه له مسلمانانو سره په دې  سفر كې برخه واخلي.

 دا خبر په ټول "عربستان" كې خپور شو،چې مسلمانان د "ذي القعده" په مياشت كې عمرې ته روان دي.

 دې روحاني سفر، پر معنوي ګټو سربېره، ټولنيزې او سياسي ګټې هم درلودې او په عربو كې د ا سلام د خپرېدو لامل هم وګرځېد.

لومړى:

مشركو ټبرونو خيال كاوه پېغمبر اکرم د خيلو د ټولو دودونو، ان د حج او عمرې هم مخالف دى؛ځكه يې له آنحضرت (ص)  وېره درلوده.

  دغه مهال د عمرې په مراسمو كې د پېغمبر اکرم ګډون يې تر څه حده وېره راكمه كړه او ورته يې وښوول،چې زه د خداى د كور له زيارت سره مخالف نۀ يم؛بلکې د عربو د نيكه حضرت "اسماعيل" عليه السلام په څېر غواړم دا مراسم را ژوندي او په ټولنه كې يې دودكړم.

دويم:

 كه مسلمانان په دې سفر كې بريالي شول او د حج او عمرې مراسم يې اجرا كړل؛نو دا چار به په خپله د اسلام تبليغ ته غوره لار وي؛ځکه حج ته د "عربستان" له لېرې لېرې سيمو خلک راتلل،چې آنحضرت (ص) هغه مهال ورته مبلغان نۀ شول استولای او له دې ټبرونو،چې خلك حج ته راغلل؛نو په خپله به د اسلام اوازه خپلو سيمو ته ورسوي.

درېم:

 پېغمبر اکرم په مدينه كې حرامې مياشتې يادې كړې او ويې ويل:(( موږ د خداى د كور زيارت ته ځو او حكم يې وكړ، چې مسافر دې بې له تورې بل هېڅ وسله له ځان سره نۀ وړي.))

 دې خبرې ډېر خلك اسلام ته رامات كړل؛ځکه قريشو په انحضرت(ص) پسې تبليغات كړي وو،چې هغه په حرامو مياشتو كې جګړه حرامه نۀ بولي؛خو خلكو وليدل پېغمبر اکرم هم د هغوى په څېر په حرامو مياشتو كې جګړه حرامه بولي. 

د اسلام مشر فکر کاوه: كه مسلمانان په دې لار كې بريمن شول؛نو سترې هيلې ته به رسېدلې وي او په دې سفر كې به خپلوان هم وويني او كه قريشو يې مخنيوى وكړ؛نو "قريش" به په عربو كې خپل حيثيت له لاسه وركړي؛ځکه عرب به وايي: ګورئ چې قريشو له هغې ډلې سره څه وكړل چې تشباڼي،د خداى د كور زيارت ته راغلي وو،حال دا چې "مسجدالحرام" د ټولو عربو دى او يوازې د قريشو نۀ دى؛نو له دې لارې به ټولو ته د مسلمانانو حقانيت او د قريشو ځېل ښكاره شي او بيا به ورسره يو ټبر هم د مسلمانانو پر ضد دفاعي او پوځي تړون نۀ لاسليكوي؛ځکه د زرګونو زيارت كوونكيو په مخ كې يې مسلمانان له خپل مشروع حقه بې برخې كړل.

 پېغمبر اکرم ددې موضوع ټول اړخونه وڅېړل او د حركت حكم يې وكړ او له 1400 تنو(283)يا له 1600 تنو(284) او يا 1800 تنو (285) سره يې د "ذوالحليفه" په سيمه كې احرام وتاړه او 70 اوښان يې قربانۍ ته ځانګړي كړل او اوښان يې نښه كړل او له دې لارې يې ټولو ته خپل موخه ورښكاره كړه.

پېغمبر اکرم خپل ځري له ځانه مخکې ولېږل،چې كه دښمن يې په لار كې وليد؛نو پېغمبر دې خبر كړي.

 "عسفان" ته نږدې يو "خزاعي"، چې د پېغمبر اکرم جاسوس و،پېغمبر ته راغى او ورته يې وويل:(( "قريش" له حركته مو خبر شوي او خپل ځواكونه يې راټول كړي دي او پر "لات" او "عزى" يې قسم خوړلى،چې مکې ته مو د راننوتو مخه ونيسي او په "ذى طوى" کې د قريشو اغېزمنو مشرانو او شخصيتونو غونډه وکړه او "خالد بن وليد"يې له دوو سوو سپرو سره "کراع الغميم" ( د "عسفان" په اته ميلۍکې يوه دښته ده) ته ولېږه،چې سنګر جوړ کړي. هوډ يې کړى، چې يا د مسلمانانو د ننوتو مخه ونيسي او يا مړه شي.

آنحضرت(ص) د خبر له اورېدو وروسته وويل:(( "قريش" دې خپل خير غواړي،جګړې هغوى پوپنا کړل،کاشکې زما کار يې د عربو بل مشرک ټبر ته ورسپارلى و،که پر ما برلاسي شوي واى؛نو خپلې موخې ته به رسېدلي واى او که زه پرې برلاسى شوى وم؛نو په دې صورت کى به يې اسلام منلى و او يا به په خپل قدرت جنګيدلي وو. پر خداى قسم! د خداى د دين خپرولو ته به کوښښ وکړم، چې کامياب شي او يا په دې  لار کې  له منځۀ ولاړ شم.))

بيا پېغمبر اکرم لارښود راوغوښت،چې له داسې لارې يې يوسي،چې له "خالد بن وليد" سره مخ نۀ شي.

 د "اسلم" د ټبر يو تن کاروان يې له تنګو درو تېر کړ او د "حديبيه" په سيمه کې د پېغمبراکرم اوښ ګونډه ماته کړه. پېغمبر اکرم وويل:((دا څاروى د خداى په حکم درېدلى دى،څو خبره سپينه شي.))

 بيا ټول له خپلو اوښانو راکوز شول او خېمى يې ووهلې.

 د قريشو سپاره د مسلمانانو له لارې خبر شول او ځان يې مسلمانانو ته نږدې کړ. که پېغمبر اکرم پر مختګ ته دوام ورکړى واى؛ نو اړ شوى به و، چې د کفارو له لښکرو سره جنګېدلى واى،حال دا چې ټول خبر وو، پېغمبر اکرم يوازې د خداى د کور زيارت ته راغلى دى او که پېغمبر اکرم ورسره لاس و ګرېوان شوى واى؛نو دې کار به د پېغمبر اکرم د سولې عمل ته زيان رسولى و او که دا 200 کسيز لښکر يې له مخې لرې کړى هم واى؛خو بيا به هم کار پاى ته نۀ واى رسېدلى؛ځکه چې ورپسې به مرستندوى ځواکونه سيمې ته را رسېدلي واى او پردې ټولو خبرو سربېره، مسلمانانن بېخي په وسله سمبال نۀ وو او يوازې يوه توره يې له ځان سره راوړې وه؛نو په دې حالاتو کې جنګېدل،د مسلمانانو پر ګټه نۀ وو؛نو ځکه پېغمبر اکرم په "حديبيه" کې واړول او يارانو ته يې وويل:(( که نن "قريش" له ما هر څه  وغواړي،چي د اړيکو د ټينګوالي لامل وګرځي؛ نو ور به  يې کړم او د سولې له لارې به ورشم.)) (286)

د پېغمبر اکرم خبره دوستانو او دښمنانو ته ورسېده؛ځکه قريشو پرېکړه وکړه ځان د مسلمانو پر وروستۍ موخه پوه کړي او دې کار ته يې خپل استازي پېغمبر اکرم ته راولېږل.



له پېغمبر اکرم سره د قريشو استازى

قريشو خپل استازي پېغمبر اکرم ته راولېږل، چې د مسلمانانو پر موخه ځان پوه کړي. لومړى "بديل خزاعي" د "خزاعه" د ټبر له څو تنو سره د قريشو له خوا استازي راغلل. پېغمبر اکرم وويل:(( جګړې ته نۀ يم راغلى او يوازې د خداى د کور زيارت ته راغلى يم.))

 استازي ولاړل او خپل لوړ پوړي مقامات يې د پېغمبر اکرم له موخې خبر کړل؛خو د قريشو مشرانو ورسره و نۀ منله او و يې ويل:((پر خداى قسم راننوتو ته به يې پرې نۀ ږدو،ان که د خداى د کور زيارت ته هم راغلي وي.

 دويم ځل يو بل تن "مُکرز" د قريشو استازى شو او  پېغمبر اکرم ته راغى، هغه هم ستون شو او د "بديل" د خبرو پخلى يي وکړ؛ خو قريشو يې خبرې و نۀ منلې .

 درېم ځل "حُلَيس بن علقمه"، چې د قريشو د غشيو د ايشتونکيو مشر و،د قريشو د استازي په حيث راغى؛چې د پېغمبر اکرم سترګې پرې ولګيدې؛نو و يې ويل:(( دا له پاک ټبره او ښه سړى دى. د قربانۍ اوښان يې مخې ته ولېږئ، چې پوه شي جګړې ته نۀ يو راغلي او يوازې د خداى د کور زيارت ته راغلي يو.))

 "حُليس" چې اوښان وليدل،له هماغه ځايه ستون شو او له پېغمبر اکرم سره يې خبرې و نۀ کړې او ولاړ او په تريو تندي يې د قريشو مشرانو ته وويل:((موږ درسره دې ته تړون نۀ دى کړى،چې د خداى د کور د زيارت کوونکيو مخه ونيسو."محمد" بې له زيارته بله موخه نۀ لري. پر خداى قسم! که د "محمد" د راننوتو مخنيوى مو وکړ؛نو له خپل ټول ټبر سره به (چې د عربو غشي ويشتونکي دي) پر تاسې  يرغل وکړم او جرړې به مو وباسم.))

د "حُليس" خبرې قريشو ته ګرانې پرېوتې،ووېرېدل اوپه فکر کې ډوب شول او ورته يې وويل:(( مۀ غوسه کېږه! موږ به دې ستونزې ته د هوارۍ داسې لار پيدا کړو، چې تۀ هم د لاسا شې.))

 او بالاخره څلورم ځل ته يې "عروة بن مسعود ثقفي" خپل استازى کړ، چې پر عقلمنۍ او خواخوږۍ يې ډاډ درلود. هغه په پېل کې د قريشو د استازۍ وړانديز و نۀ مانه؛ځکه ليدل يې قريشو څنګه له نورو استازيو سره چلن وکړ؛خو قريشو ډاډ ورکړ،چې پوره باور پرې لري او پر خيانت يې تورن نۀ کړي.

"مسعود ثقفي" پېغمبر اکرم ته راغى او ورته يې وويل:((محمده! بېلابېل ټبرونه دې پر ځان راټول کړي دي،هوډ دې کړى خپل ټاټوبي بريد وکړې؛خو "قريش" به مو مخه ونيسي او اجازه به درنۀ کړي مکې ته راننوځې؛خو وېرېږم دا ډلې دې ځان ته پرېږدي او درنه خپرې شي.))

 خبرې يې چې دې ځاى ته راورسېدې؛نو حضرت "ابوبکر" د پېغمبر اکرم شا ته ودرېد."عروة بن مسعود ثقفي" ته يې اشاره  وکړه او ويې ويل: ((ناسمې خبرې کوې.)) د پېغمبر اکرم ياران به هېڅکله هغه ځان ته پرې نۀ ږدي.

 "عروة بن مسعود ثقفي" د تکړه سياستپوه په څېر خبرې کولې او موخه يي د انحضرت(ص) او د يارانو د روحيي کمزوريو ول وو؛خو خبرې يې پاى ته ورسېدې.  

"عروه" به د خبرو په ترڅ کې د پېغمبر اکرم د سپکاوي لپاره د هغه (ص) ږيري ته لاس ور ووړ او "مغيرة بن شعبه" به لاس يې شا ته ټېل واهه او ورته يې ويل: ((ادب او احترام مراعات کړه او د پېغمبر اکرم سپکاوى مۀ کوه.))

 "عروة بن مسعود" پېغمبر اکرم وپوښته:(( دا څوک دى؟)) (د پېغمبر اکرم د شاوخوا ساتندويانو تربوزکونه وهلي وو) پېغمبر اکرم ورته وويل: ((دا ستا وراره مغيره د شعبه زوى دى.))

 "عروة" خپه شو او ويې ويل:((شيطانه! ما پرون ستا حيا او ابرو واخيسته. تۀ مخکې له دې،چې اسلام ومنې، د ثقيف 13تنه دې ووژل او ما د جګړې د اور مړ کولو لپاره د هغوى ديت او د وينې بيه ورکړه.))

پېغمبر اکرم د "عروه" خبرې پرې کړې او د خپل سفر موخه يې هماغسې،چې نورو استازيو ته ويلې وه،وويله او دا چې د "عروه" د ګواښونو ځواب يې ورکړى وي، پاڅېد او اودس يې وکړ.

 "عروه" په خپلو سترګو وليدل،چې يارانو يې د پېغمبر اکرم د اوداسه د اوبو يو څاڅکى هم ځمکې ته پرېنښوول."عروه" له هغه ځايه راپاڅېد او د قريشو مشرانو ته، چې په "ذى طوى" کې راټول شوي وو راغى او ورته يې وويل:((ما ستر پاچايان ليدلي دي، لوى لوى قدرتونه؛ لکه "کسرى"،  د "روم قيصر" او د حبشې سلطان مې هم ليدلى؛خو هيڅوک هم د "محمد" په څېر په خپل ټبر کې ټولمنلي نه و، ما په خپلو سترګو وليدل، چې هغوى د "محمد" د اوداسه د اوبو يو څاڅکى هم ځمکې ته پرېنښود او تبرک لپاره يې له يو بل سره ووېشلې،چې د "محمد" له سره يوه وېښته ولوېږي؛را اوچتوي يې؛نو وړانديز کوم چې د قريشو مشران دې په دې خطرناک وخت کې په سړه سينه فکر وکړي. (287)



پېغمبر اکرم خپل استازى لېږي

د قريشو د استازيو تګ راتګ پايله نۀ درلوده؛نو انحضرت(ص) ته بايد حق ورکړ شي،چې فکر وکړي د قريشو استازيو و نۀ کړاى شول او يا يې ونۀ غوښتل حقيقت د قريشو مشرانو ته ورسوي او وېره ده،چې هغوى پاکه او رڼه خبره خپلو مشرانو ته نۀ کوي؛نو ځکه پېغمبر اکرم هوډ وکړ خپل استازى خبرو سپينولو ته ورولېږي. دې کار ته د "خزاعه له ټبره تکړه سړى؛"خراش بن اميه" وټاکل شو. پېغمبر اکرم ورته اوښ ورکړ او هغه هم خپل ځان قريشو ته ورساوه. خپله دنده يې سر ته ورسوله؛خو د دود او انتظار پر خلاف،چې سفير مصونيت لري. قريشو نږدې وو د انحضرت(ص) سفير ووژني؛خو د عربو غشيو ويشتونکيو مداخله وکړه او د مرګ له کومې يې راواېست.

 د قريشو دې ناوړه چلن جوته  کړه،چې د سولې پلويان نۀ دي او غواړي د جګړې اور بل کړي. پر دې پېښې ډېر وخت نۀ و تېر شوى،چې قريشو پينځوس تنو ته دنده ورکړه،چې د مسلمانانو هستوګنځي ته ورشي او مالونه يې لوټ کړي او له مسلمانانو اسيران هم راولي؛خو دا نقشه يې له خاورو سره خاورې شوه او مسلمانانو هغوى ټول ونيول او انحضرت(ص) ته يې راوستل. هغوى سره له دې،چې مسلمانان په تيږو ويشتلي وو؛خو پېغمبر اکرم ورته وويل:(( ازاد يې کړئ)) او له دې لارې يې خپل سوله پاله موخه جوته کړه او ورته يې وښوول،چې جګړې ته نۀ دي راغلي.(288)


پېغمبر اکرم بل استازى لېږي

سره له دې انحضرت(ص) بيا هم غوښتل دا خبره د خبرو اترو له لارې هواره کړي او دا ځل بايد داسې څوک استازى کړي ،چې لاس يې د قريشو په وينو ککړ نۀ وي؛نو ځکه حضرت "علي" (ک) او حضرت "زبير" او د اسلام نورو ننګيالو،چې په قريشو کې يې خورا مرګ ژوبله کړې وه،دې کار ته مناسب نۀ وو؛نو پېغمبر اکرم دې کار ته حضرت "عمر بن خطاب" وټاکه؛ځکه هغه تر دې ورځې يو مشرک هم نۀ و وژلى. حضرت "عمر بن خطاب" د پېغمبر اکرم دا وړانديز و نۀ مانه او ويې ويل:((پر ځان وېرېږم او خپلوان هم پکې نۀ لرم،چې ملاتړ مې شي؛خو بل سړى به دروښېم،چې دې کار ته به وي او هغه "عثمان بن عفان" دى،چې د "ابوسفيان" نږدې خپلوان هم دى او کړاى شي پيغام مو ورسوي.))

 حضرت "عثمان" استازى شو او مکې ته ولاړ. هغه په نيمائي لار کې له "ابان بن سعيد بن عاص" سره مخ شو او په پناه کې يې مکې ته ننووت."ابان" هم ژمنه وکړه،چې څوک پر حضرت "عثمان" بريد ونۀ کړي،چې د پېغمبر اکرم پيغام قريشو ته ورورسوي؛خو قريشو د پېغمبر اکرم ځواب داسې ورکړ:((موږ قسم خوړلى پرې يې نۀ ږدو،"محمد" په زور مکې ته راننوځي او دې قسم د ټولو خبرو اترو لار تړلې ده.))

 بيا يې حضرت "عثمان" ته اجازه ورکړه،چې د کعبې طواف وکړي؛ خو حضرت "عثمان" د انحضرت(ص) په درناوي له طوافه ډډه وکړه. قريشو د حضرت "عثمان" د تګ مخه ونيوه او ښايي نظر يې درلود،چې په دې موده کې ستونزې ته حل ولټوي.(289)



بيعت رضوان

د انحضرت(ص) د استازي په ځنډ مسلمانان وارخطا شول او،چې د حضرت "عثمان" د وژل کېدو اوازه خپره شوه؛نو ټولو غچ اخېستو ته مټې بډ وهلې.

 پېغمبر اکرم هم د مسلمانانو د ارادو د غښتلتيا لپاره وويل:(( څو مې دا خبره سپينه کړي نۀ وي؛نو له دې ځايه به ولاړ نۀ شم.))

پر دې خطري مهال،چې مسلمانان تشلاسي هم وو،پېغمبر اکرم هوډ وکړ له مسلمانانو سره خپل تړون نوى کړي؛نو دې کار ته انحضرت(ص) د ونې تر سيوري لاندې کېناست او ټولو يارانو د بيعت لپاره پېغمبر اکرم ته لاس ورکړ او ژمنه يې ورسره کړه،چې تر مرګه به د خداى د دين دفاع کوو.

 دا پېښه هماغه بيعت رضوان دى،چې په قرآن شريف کې راغلې:

لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا= په يقين،خداى له مؤمنانو هغه وخت خوښ شو،چې تر ونې لاندې يې له تا سره بيعت وكړ؛نو (خداى) پوه شو چې په زړونوكې يې څه دي؛نو ځكه ډاډ يې پرې راښكته كړ او په بدل كې يې ورته "نژدې برى" په برخه كړ؛ (290)

تر بيعت وروسته مسلمانانو خبره سپينه کړه،چې يا به "قريش" ورته د خداى د کور د زيارت اجازه ورکوي او يا به يې "قريش" مخنيوى وکړي، چې په دې حالت کې به ورسره جګړه وکړي. پېغمبر اکرم په همدې فکر کې و، چې حضرت "عثمان" راښکاره شو.

 راستنېدل هم د سولې نښه وه،چې انحضرت(ص)هم همدا غوښتل. حضرت "عثمان" راغى او پېغمبراکرم ته يي وويل: ((د قريشو ستونزه هغه خوړلى قسم دى، چې د دې ستونزې هواري ته به د قريشو استازى راشي او خبرې به درسره وکړي.))



سهيل بن عمرو پېغمبر اکرم ته راغى

پينځم ځل "سهيل بن عمرو" له ځانګړو حکمونو سره د قريشو له لوري راغى،چې له پېغمبر اکرم سره خبره سپينه کړي. له پېغمبر اکرم سره يې تړون لاسليک کړ،چې وروسته  يې ولولو.

 د پېغمبر اکرم سترګې،چې پر"سهيل" ولګېدى؛نو و يې ويل:((سهيل راغلى، چې زموږ  او د قريشو ترمنځ د سولې تړون وکړي.))

 "سهيل" راغى،کېناست او و يې ويل:((مکه مو حرم او عزت دى، ټول عرب په دې پوه دي،چې راسره جنګېدلى يې او که په همداسې زور او دبدبه مکې ته راننوځې؛نو موږ په چاته سترګې جګې نۀ کړاى شو.))

 د "سهيل" خبرې،چې دې ځاى ته راروسېدې؛نو انحضرت(ص) يې د خبرو مخه ونيوه او ويې ويل:((غرض مو څه دى؟))

"سهيل": ((د قريشو مشرانو نظر دا دى،چې تاسې له همدې ځايه ستانه شئ او کال ته د خداى د کور زيارت ته راشئ، هغه هم په دې شرط،چې تر درېو ورځو زيات په مکه کې پاتې نۀ شئ او بې د مسافرت له وسلې، بله وسله هم له ځان سره را نۀ وړئ.))

 د "سهيل" خبرو لار پراخ بنسټه تړون ته پرانيسته. "سهيل" د تړون په تړولو کې خورا سخت دريځي کوله او کله به داسې ځاى ته ورسېد،چې د خبرو اترو ورونه وتړل شي؛خو دا چې دواړو اړخونو سوله غوښته؛نو بيا يې خبرې اترې پېل کړې.

 دوه اړخيزه خبرې اترې د"سهيل" له ټولو سخت دريځيو سره پاى ته ورسېدې او پرېکړه وشوه تړون په دوو نسخو کې تنظيم او دواړه اړخونه يې لاسليک کړي.

ټول سيره ليکونکي يو خوله دي،چې انحضرت(ص)،حضرت "علي" (ک) راوغوښت،چې د سولې تړون داسې وليکي: ((بسم الله الرحمن الرحيم))

"سهېل" وويل: ((د "رحمن" او "رحيم" له ټکيو سره اشنايي نۀ لرم. وليکئ : باسمک اللهم؛ يعنې ستا په نامه اى خدايه!))

پېغمبر اکرم ورسره ومنله او حضرت "علي" (ک) ته يې وويل:((څنګه، چې "سهيل" وايي، هماغسې وليکه.))

 بيا انحضرت(ص)،حضرت "علي" (ک) ته وويل:(( وليکه: دا هغه تړون دى، چې "محمد" د خداى پېغمبر د قريشو له استازي،(سهيل) سره وکړ.))

"سهيل":((موږ ستا رسالت او نبوت پر رسميت نۀ پېژنو! که تۀ مو په پېغمبرۍ منلاى؛ نو جګړه به مو ولې درسره کوله.بايد خپل نوم او د پلار نوم وليکې او د پېغمبر ټکى ترې لرې کړې.))

پردې مهال ځينې مسلمانان خوښ نۀ وو چې پېغمبر اکرم يې دومره غوښتنو ته تسليم شي؛خو انحضرت(ص) د يو لړ لوړو مصلحتونو په پامنيوي سره،چې وروسته به وويل شي،د "سهيل" غوښتنه ومنله او حضرت "علي" (ک) ته يې وويل:((د "رسول الله" ټکى پاک کړه.))

پردې مهال حضرت "علي" (ک)  په شرم او حيا وويل:(( زه په ځان کې دومره مېړانه نۀ وينم،چې له نومه مو د نبوت ټکى پاک کړم.))

انحضرت(ص) له "علي" (ک) وغوښتل،چې هغه ټکى وروښيي او پېغمبر اکرم په خپله د "رسول الله" ټکى پاک کړ.(291)



تاريخ تکرارېږي

د اسلام د ښوونځي لومړي شاګرد،حضرت "علي" (ک) ته هم دا پېښه ورپېښه شوه:هغه مهال،چې حضرت "علي" (ک) جرات و نۀ کړ د "محمد" (ص) له  نامه  د ((رسول الله)) ټکى پاک کړي، انحضرت(ص) ورته وويل: (("علي"! دا ډله به تا هم داسې کار ته راوبلي او تۀ به يې ورسره په پوره مظلومۍ ومنې.)) (292)

دا خبره د حضرت "علي" (ک) همداسې ياده وه، چې د "صفين" جګړه راپېښه شوه او حضرت "علي" (ک) يې په زور سولې ته کېناوه، چې ددې سولې د تړون ليکلو ته جرګه جوړه شوه. د حضرت "علي" (ک)  استازى "عبدالله بن ابى رافع" شو،چې د حضرت "علي" (ک) له لوري داسې وليکي: (( هذا ما تقاضى عليه امير المؤمنين علي )).

 پردې  مهال "عمروعاص" د "معاويه بن ابوسفيان" استازي راودانګل او د حضرت "علي" (ک) استازي ته يې وويل:((د "علي" او د پلار نوم يې وليکه؛ ځکه که هغه موږ اميرالمؤمنين پېژنداى؛ نو جګړه به مو ورسره نۀ کوله.))

 په دې باب خبرې اوږدې شوې او د دواړو اړخونو غږونو سره جګ شول. حضرت "علي" (ک) هم حاضر نۀ و خپلو ساده لوحو (خوارجو) دوستانو ته پلمه په لاس کې ورکړي؛څو شېبې تېرې شوې،چې حضرت "علي" (ک) د خپل افسر په ټينګار اجازه ورکړه د اميرمؤمنان ټکى يې له نامه پاک شي او بيا يې وويل: (( دا کړه د پېغمبر اکرم له کړنو سره اړخ نۀ لګوي)) او بيا يې خلکو ته د "حديبې" د سولې کيسه وکړه. (293)



د حديبې د تړون متن

1_"قريش" او مسلمانان سره تړون کوي،چې لس کاله به له يو بل سره جګړه نۀ کوي،چې پر ټول "عربستان" ټولنيز امنيت او سوله واکمنه شي.

2_که څوک له قريشو بې د خپل مشر له اجازې له مکې وتښتېد او اسلام يې راووړ؛ نو "محمد" به يې قريشو ته سپاري؛خو که کوم مسلمان قريشو ته ورغى؛نو "قريش" ژمن نه دي، مسلمانانو ته يې بېرته وسپاري.

3 _"محمد" او "قريش" له هر ټبر سره،چې يې خوښه وي، تړون کولاى شي.

4 _  "محمد" او ياران به يې سږ کال له همدې ځايه مدينې ته ستنېږي؛خو په راتلونکيو کلونو کې ازاد د خداى د کور زيارت ته راتلاى شي؛خو په دې شرط،چې په مکه کې تر درېو شپو زيات پاتې نۀ شي او بې د مسافرت له وسلې به، چې هماغه توره ده،بله وسله له ځان سره نۀ راوړي.

(سيره حلبي:٣/٢٤)

5 _په مکه کې مېشت مسلمانان په دې تړون سره خپل ديني مراسم ازاد ترسره کولاى شي او "قريش" حق نۀ لري و يې ځوروي او يا يې اړ کړي له خپل دينه واوړي او يا يې پر دين ملنډې ووهي. (بحار:٢٠/٣٥٣)

6_لاسليکوونکي ژمنه کوي د يو بل مال ته په درنه سترګه ګوري او يو بل ته به په زړۀ کې کينه نۀ لري.

7 _ هغه مسلمانان،چې له مدينې مکې ته راځى،ځان او مال يې محترم وګڼل شي.(مجمع البيان:٩/١١٧)

د "حديبې" د سولې تړون،چې له بېلابېلو سرچينو مو راټول کړى،په دوو نسخو کې تنظيم شو،بيا د اسلام او قريشو شخصيتونو پرې ګواهي ورکړه، يوه نسخه يې پېغمبر اکرم او بله يې "سهيل" ته ورکړه.(294)



د ازادۍ نغمې

ددې تړون له هرې مادې د هر بې غرضه هوښيار غوږ ته د ازادۍ نغمې رسېدې. سره له دې،چې د تړون مواد د ستاېنې وړ وو؛خو جنجالي ماده يې دويمه وه،چې پر هغه ورځ يې ډېر مسلمانان غوسه کړل.

د پېغمبر اکرم ياران له دې تبعيضه خورا خپه شول او پېغمبر اکرم ته يې هغه څه له خولې راوتلل،چې کاشکې نۀ واى راوتلی.

نيوکه دا وه:ولى موږ بايد هغه "قريش"،چې مسلمانان شي،بېرته قريشو ته وسپارو؛خو که مسلمان قريشو ته ورغى؛هغوى ژمن نه دي راستون او تسليم يې کړي؛نو پېغمبر اکرم يې په ځواب کې وويل:

(( هغه مسلمان،چې د اسلام له سيوري تښتي او په شرک پسې ځي او د بوت لمانځي چاپېريال د اسلام تر چاپېرياله غوره ګڼي او پر دې ګواهي ورکوي،چې د زړۀ له کومې يې اسلام نۀ دى راوړى؛نو داسې مسلمان زموږ به ښه نه راځي او که د قريشو پناه اخستونکى ورته بېرته وسپارم؛نو دليل يې دادى،چې ډاډمن يم خداى به يې په خپله د ازادۍ لار ورته هواره کړي. ))(295)

د پېغمبر اکرم خبره پر عقل او منطق ولاړه وه، چې د وخت تېرېدو ټولو ته جوته کړه؛ځکه ډېر وخت لا نۀ و تېر،چې دې مادې قريشو ته ناوړه پېښې رامخې ته کړې او هغوى په خپله ددې مادې له منځه وړو ته  تيارى وښووه،چې په راتلونکيو بحثونو کې به ورته اشاره وشي.

 دا ماده هغو ختيځپوهانو ته خوله ماتى ځواب دى،چې وايي اسلام يوازې د تورې په زور راغلى. هغوى نۀ شول منلاى،چې اسلام به په لږه موده کې په نړۍ کې خپور شي؛نو د غرض او کينې له مخې يې د عمومي اذهانو خرابولو ته تبليغات پېل کړل،چې د اسلام پرمختګ په توره او زور و. حال دا چې دا تړون د اسلام مشر د زرګونو سترګو په مخکې وکړ،چې د اسلام د ښوونځي روح او لوړې ښوونې يې راښيي؛نو له دې ټولو واقعيتونو سره که څوک ووايي،چې اسلام د تورې په زور راغلى؛نو ډېر بې انصافه به وي.

د "خزاعه" ټبر د دويمې مادى له مخې له مسلمانانو او د "بني کنانه" ټبر له قريشو سره هم ژمنى شو.



سوله ساتنې ته  وروستى هڅه

د تړون سريزه او متن راښيي دې تړون تپلى اړخ هم درلود او که پېغمبر اکرم يې ډېرې غوښتنې ومنلې او ان چمتو شو، چې تر خپل نامه وروسته د ((رسول الله)) ټکى هم پاک کړي؛نو دا ټول کړه يوازې سولې راوړو ته وو او که پېغمبر اکرم له "سهيل" سره ومنله، چې له قريشو پناه راوړونکى به بېرته قريشو ته وروسپارل شي؛ځکه و،چې "سهيل" يوازې خپله کوله او د بل چا يې نۀ منله او؛لکه چې مو ولوستل هغه په دې خبرو اترو کې ځېل هم کاوه او که پېغمبر اکرم يې له غوښتنې سره هوکړه نۀ واى کړى؛نو سوله به نۀ واى شوې،چې لاندې کيسه ددې خبرې پخلى کوي.

د تړون په باب خبرې اترې پايلې ته ورسېدې او حضرت "علي" (ک) د تړون مادې ليکلې، چې "ابوجندل" د "سهيل" زوى زولنې په پښو راننوت ټول يې حيران کړل؛ځکه هغه د خپل پلار په زندان کې و او جرم يې دا وه،چې  ايمان يې راوړى و.

" ابوجندل" پوه شو،چې مسلمانان په "حديبيه" کې له کفارو سره خبرې اترې کوي؛نو له بنده راوتښتېد او ځان يې د غرو له لارې مسلمانانو ته راوساوه.

 "سهيل" چې خپل زوى وليد؛نو دومره ورته غوسه شو،چې ورپاڅېد او پر مخ يې کلکه څپېړه ورکړه او بيا يې پېغمبر اکرم ته وويل:(( دا  لومړى تن دى،چې بايد د تړون د دويمې مادې له مخې مکې ته ستون شي؛يعنې دا راتښتېدلى راوسپاره !))

 په دې  کې شک نۀ شته ،چې د "سهيل" خبره بې بنسټه وه؛ ځکه چې تر اوسه لا تړون پر کاغذ نۀ و ليکل شوى او دواړو اړخونو پرې لاسليک هم نۀ و کړى؛نو ځکه پېغمبر اکرم ورته وويل:(( تر اوسه لا تړون نۀ دى لاسليک شوى.))

 "سهيل"وويل: ((که داسې وي؛نو زه به له هر څه سترګې پټې کړم او له بېخه به يې له منځه يوسم.))

 او دومره يې پر خپله خبره ټينګار وکړ،چې د قريشو دوه شخصيتونو، "مُکرز" او "حويطب" د "سهيل" په سخت دريځۍ سخت خپه شول او "جندل" يې د خپل پلار له لاسه راخوشې کړ او يوې خېمې ته يې ور دننه کړ او پېغبمر اکرم ته يې وويل:(( "ابوجندل" دې ستا په پناه کې وي!)) او پر خپله خبره يې ټينګا وکړ او و يې ويل:((د تړون کار د خبرو اترو له پلوه پاى ته رسېدلى دى.))

 پېغمبر اکرم هم سولې راوستو ته ناچاره و(،چې د اسلام په خپرېدو کې يې خورا مهم نقش درلود،)چې "ابوجندل" يې خپل پلار ته وسپاري او ورته يې وويل:((ابوجندله! صبر دې جامه کړه! موږ غوښتل پلار دې راته د مينې له لارې راوبښي؛خو اوس چې خپله خبره کوي؛نو خير دى،تۀ دې خپله سينه پراخه کړه او پوه شه خداى به دې خلاصون ته  لار پيدا کړي.))

جرګه پاى ته ورسېده. د تړون نسخه لاسليک شوه  او"سهيل" او ياران يې د مکې پر لور روان شول او "ابوجندل" يې هم له ځان سره بوت او پېغمبر اکرم له احرامه وتلو ته په هماغه سيمه کې اوښ حلال کړ او خپل سر يې وخريه او نورو هم له پېغمبر اکرم  لاروي  وکړه.(296)



د حديبې د تړون ارزونه

د سولې دا تړون د کفر د مشرانو او پېغمبر اکرم ترمنځ وشو او 19 ورځې وروسته پېغمبر اکرم مدينې او بوت لمانځي مکې ته راستانه شول.

 د تړون ليکلو پر مهال او ترې وروسته د پېغمبر اکرم په يارانو کې اختلاف او خبرې راپيدا شوې. يوې ډلې دا تړون د اسلام په ګټه او څو ګوتشمېر کسانو د اسلام په زيان باله. موږ څوارلس پيړۍ وروسته بې له تعصبه دا تړون څېړو او د هغه شخړو يوه برخه هم څېړو او په خير دې څپرکي ته د پاى ټکى ږدو.

موږ انګېرو او ګروهمن يو دا تړون سل په سلو کې د اسلام په ګټه و او دلايل  مو دا دي:

پر اسلام بهرني او کورني يرغلونه کېدل،چې د احد او احزاب په جګړه کې مو ولوستل،چې پېغمبر اکرم ته يې د اسلام د تبليغ وخت نۀ ورکاوه او ډېرى وخت به انحضرت (ص) د اسلام د دښمنانو د يرغلونو تمبولو ته جنګېده؛خو تر دې تړون وروسته پېغمبر اکرم د جنوب له لوري خاطر خواټولى شو او په نورو سيمو کې يې د اسلام د تبليغ وخت پيدا کړ،چې ددې تړون د پايلې د ډول غږ خلکو دوه کاله وروسته واورېد،داسې چې پېغمبر اکرم د حديبيې تړون لاسليکاوه؛نو 1400 کسان د اسلام تر بيرغ لاندې وو او دوه کاله وروسته،چې پېغمبر اکرم د مکې فتح ته ته؛ نو دا شمېره 10000 ته رسېدلى و،چې دې پرمختګ د حديبيې  له تړون سره مخامخ تړاو درلود؛ځکه هغو ټبرونو،چې د قريشو له ويرې اسلام نۀ مانه؛خو وروسته تردې،چې قريشو اسلام پر رسميت وپېژانده او ټبرونه يې هر اړخيز تړون ته ازاد پرېښوول؛نو له دې لارې له نورو ټبرونو وېره لرې شوه او مسلمانانو وکړاى شول په ازاده فضا کې اسلام تبليغ کړي .

 2_ددې تړون دويمه ګټه دا وه،چې هغه وسپنيز دېوالونه، چې کفارو د مسلمانانو او کفارو ترمنځ درولي وو، له منځه ولاړل، چې په پايله کې مدينې ته تګ راتګ زيات شو او د خلکو ناسته پاسته هم له مسلمانانو سره زياته شوه،چې له دې لارې هم مسلمانانو وکړاى شول خلک د اسلام پر ښوونځي پوه کړي.

د مسلمانانو نظم او په اخلاص د پېغمبر اکرم لاروۍ، د مشرکانو خوب حرام کړى و. د مسلمانانو اوداسه، لمانځه او د لمانځه سمو ليکو او د پېغمبر اکرم په زړۀ پورې ويناوو،ډېر خلک اسلام ته لېوال او مينه وال کړل او بل خوا تر دې تړون وروسته،مسلمانانو مکې او شاوخوا سيمو ته تګ راتګ پېل کړ او له خپلو پخوانيو انډېوالانو او خپلوانو سره يې ليدل او د اسلام په باب يې ورسره خبرې کولې او ددې سفرونو پايله وه، چې د کفر څو مشران؛لکه "خالد بن وليد" او "عمرو عاص" د مکې تر فتح مخکې ايمان راوړو او د همدې تګ راتګ او خبرو اترو پايله وه،چې د مکې د فتح سرېزې يې چمتو کړې او مسلمانانو وکړاى شول بې له جګړې او وينې تويېدنې د شرک مرکز د توحيد پر مرکز واړوي او خلک هم ډلې ډلې اسلام ومني.

 د اتم  هجري کال په پېښو کې مو په دې  باب ليکلي دي.

3_له پېغمبر اکرم سره د کفر د مشرانو مخامخ کتنو د زړونو ډېرى کينې يې له منځه يووړې؛ځکه د پېغمبر اکرم نرم خوى او د خپل مخالف زغمل،هغوى سخت د پېغمبر اکرم پر اخلاقو مين کړي وو.

 د حديبيې د تړون پر ارزښت هله پوهېږو،چې پېغمبر اکرم لا مدينې ته نۀ و رسېدلى،چې د "فتح" سورت رانازل شو او پر مسلمانانو يې د ستر بري زېرى وکړ او  دا کار يې د يوه ستر کار سريزه وبلله، چې د مکې فتح وه او ويې ويل: إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا= په حقيقت كې موږ ستا په چارو کې څرګنده پراخي رامنځ ته کړه؛


قريش  د تړون د ځينو مادو د له منځه وړو ټينګار کوي

پر تړون لا ډېر وخت نۀ و تېر شوى،چې قريشو له پېغمبر اکرم څخه      وغوښتل،د تړون دويمه ماده له منځه يوسي.هماغه ماده،چې د پېغمبر اکرم ډېر ياران يې غوسه کړي وو او پېغمبر اکرم  هم د "سهيل" په خورا سخت دريځۍ منلې وه.

 ماده داسې وه:((د اسلام حکومت دنده لري مسلمان شوي "قريش" د مکې حکومت ته وسپاري؛خو "قريش" ژمن نه دي تښتېدلي مسلمانان اسلامي حکومت ته وسپاري.))

دې مادې پر هغه ورځ ډېر مسلمانان پر غوسه کړل؛خو پېغمبر اکرم دا ماده په ورين تندي ومنله او ويې ويل: ((خداى به د مسلمانانو خلاصون ته په خپله لار هواره کړي.))

اوس به راشو د دې مادې د له منځه تلو پر لاملونو رڼا اچولو ته:

د "ابوبصير" په نامه يو مسلمان د مشرکانو له بنده وتښتېد او ځان يې مدينې ته ورساوه. دوو سترو شخصيتونو "ازهر" او "اخنس" پېغمبر اکرم ته ليک وليکه او ورته يې وليکل:((د تړون د دويمې مادې له مخې،بايد "ابوبصير" د مکې حکومت ته وسپارل شي.))

 او دا ليک يې د "بني عامر" د ټبر يو سړي او خپل مريي ته ورکړ،چې پېغمبر اکرم ته يې ورسوي.

پېغمبر اکرم هم د تړون له مخې، "ابوبصير" ته وويل:((بايد خپل قوم ته ورستون شې او سمه نۀ ده،موږ ورسره ټګي وکړو او زه ډاډ درکوم،چې خداى به ستا او د نورو خلاصون ته لار هواره کړي.))

 "ابوبصير"وويل:((ايا ما مشرکانو ته ورسپارئ،چې له دينه مې واړوي؟))

 پېغمبر اکرم بيا ډاډ ورکړ او د مکې استازيو ته يې وسپاره او هغوى د مکې پر لور روان شول. "ذي الحليفه" ته،چې ورسېدل؛نو "ابوبصير" د ستړيا له امله دېوال ته ډډه ووهله او په ورين تندي يې "عامري" سړى ته وويل: (( توره دې راکړه،چې و يې وينم.))

او  توره،چې څنګه ګوتو ته ورغله؛نو "عامري" يې پرې وواژه. مريي هم له  وېرې پښې د مدينې پر لور راسپکى کړې او ځان يې رسول اکرم ته راورساوه او ويې ويل: (( ابوبصير زما انډېوال وواژه.))

 ډېر وخت لا نۀ و اوښتى چې "ابوبصير" هم راورسېد او و يې ويل:

 ((رسول اکرمه! تا په خپله ژمنه عمل وکړ؛خو زه حاضر نۀ يم له داسې ډلې سره يو ځاى شم،چې پر دين مې لوبې کوي.))

 دا جمله يي وويله او مخ پر ساحل ولاړ، چې د قريشو کاروان ترې تېرېده او هلته په "عيض" نومي ځاى کې مېشت شو. د مکې مسلمانان هم د "ابوبصير" له کيسې خبر شول او تقريبا اويا کسان د قريشو له منګولو  وتښتېدل او له "ابوبصير" سره يو ځاى شول. هغوى پرېکړه وکړه د قريشو سوداګريز کاروانونه لوټ کړي او له قريشو،چې څوک ګوتو ته ورشي، و يې وژني.

 هغوى دومره په مهارت دا نقشه عملي کړه،چې "قريش" يې نور پوزې ته را ورسول. تردې،چې په خپله قريشو پېغمبر اکرم ته ليک ولېږه،چې د تړون دا ماده د دواړو اړخونو په خوښه له منځه يوسي.

پېغمبر اکرم همداسې وکړل او تښتېدلي،چې په "عيض" کې اوسېدل، مدينې ته راغلل.(297)



مسلمانې شوې ښځې به  قريشو ته نۀ ورسپارل کېدې

د حديبې تړون لاسليک شو. "ام کلثوم" د "عقبه بن ابي عيط" لور له مکې څخه مدينې ته ولاړه. وروڼو يې "عمار" او "وليد" د تړون د دويمې مادې له مخې،له پېغمبر اکرم نه وغوښتل خور يې بېرته وروسپاري.

 پېغمبر اکرم وويل:(( په هغه ماده کې ښځې نۀ راځي او يوازې سړيو ته وه.)) (298)

د "ممتحنه" د سورت لسم آيت هم دا خبره سپينه کړې ده.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ اللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِهِنَّ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لَا هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ وَآتُوهُم مَّا أَنفَقُوا وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَن تَنكِحُوهُنَّ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَلَا تُمْسِكُوا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَاسْأَلُوا مَا أَنفَقْتُمْ وَلْيَسْأَلُوا مَا أَنفَقُوا ذَلِكُمْ حُكْمُ اللَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ= مؤمنانو! كله چې درته باايمانه مهاجرې ښځې راغلې؛ نو ازمېښت يې كړئ، خداى د هغوى پر ايمان ښه پوهېږي او كه درته معلومه شوه،چې مؤمنې دي؛ نو كفارو ته يې بېرته مۀ سپارئ،نۀ دوى كفارو ته روا دي او نۀ كافران دوى ته روا دي او چې څه يې (ددې ښځو د ودونو لپاره) لګولي،ور يې كړئ او كه مهر يې وركړئ؛ نو واده  مو ورسره څه ګناه نۀ لري او هېڅكله كافرانې ښځې په خپله نكاح كې مۀ ساتئ (او كه ستاسې له ښځو كومه يوه كافره شوه او د كفرسيمې ته وتښتېده) بايد،چې وركړى مهر ترې وغواړئ؛لكه څنګه چې هغوى (د هغوښځو) له تاسې مهر غواړي (چې ترې بېلې شوې دي) دا د خداى حكم دى،چې ترمنځ مو پرېكړه كوي او خداى پوه حکيم دى.

 دا وه د "حديبې" کيسه،چې په ډاډمنه فضا کې پېغمبراکرم وکړاى شول،د نړۍ واکمنانو ته ليکونه ولېږي او خپله بلنه او نبوت نړيوال کړي.

يودېرشم څپرکى

د اووم  هجري کال پېښې


پېغمبر اکرم نړيوال رسالت اعلانوي

د حديبې تړون پېغمبر اکرم د جنوب  له لوري (مکه) له يرغلونو ډاډمن کړ او د  همدې تړون برکت و،چې د عربو ډېرو مشرانو د خداى دين  ومانه ؛نو ځکه پېغمبر اکرم  وخت غنيمت وګاڼه او د خپل وخت د شاوخوا واکمنانو او سياسي او مذهبي مشرانو ته يې ليکونه ولېږل او دين ته يې راوبلل او تر نولس کالو کورنيو جګړو وروسته، دا بهر ته د اسلام خپرولو لپاره د پېغمبر اکرم لومړى ګام و او که داخلي دښمنانو د پېغمبر اکرم  وخت په جګړو نۀ واى ضايع کړى؛نو دا کار به يې ډېر پخوا کړى واى.

پېغمبر اکرم،چې کوم ليکونه واکمنانو او يا د ټبرونو مشرانو ته لېږلي وو،موږ ته د هغه د بلنې طريقه راښيي او له دې يوازې 185 ليکونه راپاتې دي،چې تاريخپوهانو ثبت کړي دي.



د پېغمبر اکرم استازى د ايران په دربار کې

د "ايران" واکمن "خسرو پرويز" و او د اووم هجري کال په پېل کې حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم خپل لوړ پوړى افسر؛ "عبدالله خذاه سهمي قريشي"مامور کړ،چې ليک يې دربار ته يوسي او "خسرو پرويز" ته يې ورکړي او په دې ليک يې د خداى دين ته راوبلي.

په دې باب دوه لاندې کتابونه ولولئ:

١_((الوثائق السياسية)) د "پاريس" د پوهنتون استاد،د پروفسور محمد حميدالله حيدر آبادي ليکنه.

٢_((مکاتب الرسول)) د علي احمدي ليکنه.

ابن سعد په طبقات ( 1/ 285) کې ددې استازي د تګ نېټه د اووم هجري کال د محرم مياشت ليکلې ده.

 موږ دلته د پېغمبر اکرم د ليک پښتو ژباړه راوړې ده.



د لوراند او لورين څښتن په نامه

د ((محمدرسول الله)) له لوري،د "ايران" لوى کسرى ته!

درود دې پر هغه وي، چې د حقيقت پلټنه کوي او پر خداى او پېغمبر يې ايمان راوړي او ګواهي ورکړي،چې بې له هغه بل خداى نۀ شته. زه د خداى په حکم تا هغه ته رابولم.زه خدای د خلکو لارښوونې ته رالېږلى يم،چې ټول خلک يې له قهره ووېروم او پر کافرانو خپله غاړه خلاصه کړم. اسلام راوړه،چې په امان کې شې او که له ايمان او اسلامه  دې سرغړونه وکړه؛نو د مجوس ملت ګناه به ستا پر غاړى وي. (299)

د پېغمبر اکرم سفير دربار ته ننووت."خسرو پروېز" حکم وکړ ليک ترې واخلئ؛خو سفير وويل:(( زه بايد په خپله ليک ورکړم))؛ نو ليک يې په خپله ورکړ.

 "خسرو پرويز" ژباړن راوغوښت. ژباړن ليک پرانيست او داسې يې  و ژباړه:يو ليک دى د ((محمدرسول الله)) له لوري د "ايرن" لوى کسرى ته. تر اوسه لا ژباړن ليک نۀ و خلاص کړى،چې د "ايران" واکمن سخت غوسه شو او ليک يي له ژباړنه راواخيست او څيرې يې کړ او چغې يي کړې:

 ((دې سړي ته وګورئ،چې خپل نوم يې زما تر نامه مخکې ليکلى)) او حکم يې ورکړ،چې "عبدالله" له درباره وباسئ.

 "عبدالله" له ماڼۍ راووت او پر اس سپور مدينې ته راغى او پېغمبر اکرم ته يې د ورسپارل شوى دندې ګزارش ووايه.پېغمبر اکرم د"خسرو پروېز" له بې احترامۍ سخت غوسه شو او ښېرا يې ورته وکړه. (300)



د يعقوبي نظريه:

"ابن واضع" د "يعقوبي" خبر د نورو تاريخپوهانو پر خلاف ليکي او وايي:((خسرو پرويز د پېغمبر اکرم ليک ولوست او د پېغمبر اکرم درناوي ته يې مشک او ورېښم ولېږل.پېغمبر اکرم عطر ووېشل او ويې ويل: "ورېښم سړيو ته ښه نۀ دي او ويې ويل:هغې سيمې ته به د اسلام قدرت ورشي.")) (301)

خو يو تاريخپوه هم د"يعقوبي" له نظر سره موافق نۀ دى. يوازې "ابن حنبل" ليکلي،چې: (( خسرو پروېز پېغمبراکرم ته ډالۍ راولېږلې.))  (302)



د يمن واکمن ته د خسرو پروېز حکم

د "يمن"  ښېرازه سيمه د مکې جنوب ته پرته ده او واکمنان يې تل د "ساساني" حکومت لاسپوڅي وو.په هغو ورځو کې د "يمن" حکمران "باذان" و. ساساني واکمن د غرور له مخه د "يمن"  پاچا ته وليکل:((خبر شوى يم په مکه کې يو قريشي د "نبوت" دعوا کړې. دوه افسران ورپسې ولېږه او لاس نيولى يې راولېږه.)) (303)

"ابن حجر" په "الاصابه" کى ليکلي:(( "باذان" دوو افسرانو ته حکم وکړ، چې "محمد" د خپلو نيکونو دين ته راوګرځوي او که و يې نۀ منله؛نو سر يې له تنه بيل کړئ او ماته يې راوړئ.))

 د واکمن دا ليک د هغې پر بې خبرۍ ګواهي کوي،چې نۀ پوهېده دا سړى،چې د نبوت ادعا کوي،شپږ کاله مخکې له مکې څخه مدينې ته مهاجر شوى دى.

د "يمن"  واکمن،چې له مرکزه حکم واخېست؛نو دوه تکړه افسران "فيروز" او "خرخسره" يې د "حجاز" پر لور ولېږل. دوى لومړى په "طايف" کې له يوه سړي سره وکتل،چې ورته يې لارښوونه وکړه او ويې ويل:(( په کوم سړي پسې،چې ګرځئ،اوس په مدينه کې دى))؛نو لار يې مدينې ته ورکږه کړه او پېغمبر اکرم ته ورغلل.د باذن ليک يې پېغمبر اکرم ته ورکړ او ورته يې وويل:

 ((موږ حکم لرو "يمن"  ته مو جلب کړو او انګېرو زموږ واکمن ستاسې په باب له "خسرو پروېز" سره خبرې کړي او که داسې و نۀ کړئ؛نو د "ساسان" حکومت به پر تاسې بريد وکړي او سړي  به  مو ووژني.))

پېغمبر اکرم يې په سړه سينه خبرې واورېدې او مخکې له دې،چې ورته ځواب ورکړي،اسلام ته يې راوبلل او څېرې يې؛ځکه خوښې نۀ شوې،چې اوږده اوږده برېت يې درلودل او ورته يې وويل:((خداى مې راته حکم کړى،چې اوږدې ږيرې او برېتونه کمې کړم.))(کامل:٢/١٠٦)

 د پېغمبر اکرم پراخې سينې او عظمت پرې هېبت راوست او چې هغوى يې اسلام ته رابلل؛نو دواړه رپېدل او بيا يې ورته وويل: (( نن ولاړ شئ ! زه به خپل نظر درته څرګند کړم.))

 پردې  مهال وحې راغله او پېغمبر اکرم يې د "خسرو پرويز" له وژنې خبر کړ. د هغې ورځې په سبا دا دوه افسران د پېغمبر اکرم ځواب اورېدو ته راغلل. پېغمبر اکرم ورته وويل:((خداى مې راته خبر راکړ،چې بېګا شپه "خسرو پرويز"،زوى يې "شيرويه"  وژلى دى او په خپله پر تخت کېناست.))

 هغه شپه،چې پېغمبر اکرم وټاکله،د اووم هجري کال د جمادي الاول د مياشتې لسمه او د سه شنبې شپه وه.(304)

د "باذان" ماموران ددې خبرې پر اورېد ووېرېدل او ويې ويل:(( ستاسې ددې خبرې مسئووليت ستاسې د نبوت تر ادعا هم زيات شو،ناچاره يو دا خبره "باذان" ته يوسو او هغه  هم دا خبره "خسرو پروېز" ته ورسوي.))

پېغمبر اکرم وويل: (( زه به ډېر خوشحاله شم،که هغه دې خبر کړ او ورته زما له لوري ووياست:زما دين او قدرت به تر هغه ځايه درورسي او که اسلام دې ومانه؛ نو پر همدې منصب به دې پرېږدم.))

 بيا پېغمبر اکرم ددې دوو افسرانو هڅولو ته دوه ګران بيه ملاوستني ورکړل،چې پکې سره زر کارول شوي وو او په درناوي يې رخصت کړل. دا ملاوستني د شاوخوا د ټبر مشرانو،پېغمبر اکرم ته ډالۍ کړي وو. هغوى ولاړل او د پېغمبر اکرم له خبرې يې "باذان" خبر کړ.

 "باذن" وويل:((که دا خبره يې رښتيا وي؛نو پر حقه پېغمبر دى او بايد پليون يې وشي.))

 ډېر وخت لا نۀ و وتلى،چې له "شيرويه" څخه"باذان" ته ليک راورسېد: ((پوه شه! "خسروپروېز" مې وواژه او د ملت قهر ددې لامل شو،چې زه يې ووژنم؛ځکه د قوم سپين ږيري يې ووژل او ډېر يې خپاره کړل او چې زما ليک در ورسېد؛نو له خپلو خلکو راته بيعت واخله او هغه،چې د نبوت ادعا کوي او زما د پلار پر ضد يې تا ته حکم درکړى و، ورسره بد چلن و نۀ کړې، تر څو مې حکم درشي.))

د شيرويه دا ليک د دې لامل شو،چې "باذن" او د حکومت وګړي يې ټول اسلام راوړي او بيا "باذان"،پېغمبر اکرم ته ليک ولېږه او له خپلو مسلمانېدو يې خبر کړ.



دوه دېرشم څپرکى

د خطر مرکز يا د خيبر اوسپنيز سنګر



د خيبر جګړه

له هغې ورځې،چې د اسلام ستورى په مدينه کې په ځلا شو؛نو تر قريشو زيات،يهودو له اسلام سره کينه راواخيسته او د اسلام ځپلو ته يې ملا وتړله او په لار کې يې ورته خنډونه جوړول پېل کړل.

هغه يهود،چې د مدينې په شاوخوا کې اوسېدل،د خپلو ناوړو کړنو په سزا ورسېدل،چې ځينې ترې اعدام او ځينې؛لکه "بني قينقاع" او "بني النضير" له مدينې وشړل شول او د خيبر "وادي القرى" او يا "شام" ته ولاړل.

د مدينې د شمال په 32 فرسنګۍ کې د "خيبر" ښېرازه سيمه پرته وه او يهودو د پېغمبراکرم له بعثت مخکې هلته د استوګنې او خپلې دفاع ته اوه ګونې کلاګانې جوړې کړې وې او دا چې د سيمې خاوره کښت ته مناسبه وه؛نو اوسېدونکي يې په کښت،سوداګرۍ، وسله جوړونه او دفاعي چارو کې خورا مهارتونه درلودل. د اوسېدونکيو شمېر يې 20000 تنه وو،چې پکې جنګيالي هم ډېر وو.(305)

د "خيبر" د يهودو جرم دا و،چې د عربو ټول قبايل يې د اسلام راپرځولو ته راوهڅول او په خپلو مالي مرستو يې ستر لښکر جوړ کړ او د مدينې خولې ته يې راوست؛ خو د مسلمانانو مجاهدت او د انحضرت (ص) مشري  وه،چې خپاره يې کړل او خپلو کورونو ته ولاړل،چې د "خيبر" يهودان هم ستانه شول او د اسلام په پلازمېنه "مدينه" کې بيا ارامي راغله. د يهودو دې ټګيو او ناځوانۍ پېغمبر اکرم اړ کړ،چې د خطر دا مرکز له منځه يوسي او بې وسلې يې کړي؛ځکه وېره وه دا ټبر بيا عرب د اسلام پر خلاف راټول کړي او بيا د "احزاب" جګړه راپېښه شي. په تېره دا،چې يهود پر خپل دين ټينګ ولاړ وو او متعصب هم وو،داسې چې په زرګونو بوت لمانځيو قريشو پر پېغمبر اکرم ايمان راووړ؛ خو يو يهودى هم تيار نۀ شو پر پېغمبر اکرم ايمان راوړي او ددې کار ښه وخت همدا اوس دى؛ځکه پېغمبر اکرم د جنوب له لوري د حديبې په تړون ډاډمن شو او پوهېده که پر يهودو بريد وکړي؛نو "قريش" به له يهودو سره مرسته و نۀ کړي او د نورو ټبرونو؛لکه "غطفان" د مرستې مخنيوى ته،چې د خيبريانو ملاتړ وو،پېغمبر اکرم بله نقشه سنجولې وه،چې وروسته به وويل شي؛ نو ځکه پېغمبر اکرم په "عربستان" کې د يهودو د وروستۍ جرړۍ ايستولو ته د تيار شئ حکم وکړ او و يې ويل:((په دې جګړه کې يوازې هغوى ګډون کړاى شي،چې د حديبيې په سوله کې يې ګډون کړى و او بې له هغوى نور په خپله خوښه برخه اخېستاى شي؛خو په غنيمت کې به برخه نۀ لري.)) پېغمبر اکرم "غيله ليثي" په مدينه کې خپل ځايناستى کړ او حضرت "علي" (ک) ته يې سپين بيرغ ورکړ او د حرکت حکم يې ورکړ او دا چې کاروان ژر خپل مقصد ته ورسي؛نو "عامر بن اکوع" د پېغمبر اکرم ساربان ته اجازه ورکړ شوه، چې شعر ووايي:

((پر خداى قسم که د خداى پېرزوينه او عنايت نۀ وى؛ نو موږ بې لارې وو. نۀ مو صدقه ورکوله او نۀ مو لمونځ کاوه. موږ هغه ملت يو،چې د چا تر زور لاندې نۀ راځو. خدايه! موږ ته زغم او استقامت راپر برخه او په دې لار کې مو قدم ټينګ لره.))

 دې شعر پېغمبر اکرم دومره خوشحاله کړ،چې "عامر" ته يې دعا وکړه، چې بالاخره عامر په دې جګړه کې شهيد شو.

د اسلام پېغمبر له لښکر سره،چې شمېر يې 1600 سرتېري او 200 سپاره پکې وو، د "خيبر" پر لور ولاړل.(306)

 "ابن هشام" په خپله سيره کې ددې لښکر د حرکت نېټه د "محرم" مياشت ښوولې ده.(307)؛ خو "ابن سعد" ددې لښکر د حرکت نېټه د اووم هجري کال "جمادي الاول" مياشت ښوولې ده او دا چې پېغمبر اکرم د "محرم" په مياشت کې خپل سفيران ولېږل؛نو ځکه د "ابن سعد" نظر پوخ ښکاري.(308)

پېغمبر اکرم،چې د "خيبر" سيمې ته ورسېد؛نو دعا يې وکړه، چې د پېغمبر اکرم پر پاک نيت ګواهي ورکوي:(( د اسمانو او څه،چې ترې لاندې دي او د ځمکې او څه،چې پرې پراته خدايه! زه له تا ددې ابادۍ او څه،چې پکې دي،خير غواړم او له بدۍ يې تا ته پناه دروړم.)) (309)

 د پېغمبر اکرم په داسې تضرع دعا کول راښيي هغه له جګړې سره د مينې يا د هېواد پراختيا او يا غچ اخستو ته نۀ و راغلى؛بلکې راغلى و چې اسلام ته مامخ دا ګواښ له منځه يوسي او تاسې ګران لوستونکي به ووينئ پېغمبر اکرم،چې کلا ګانې ونيوې او بې وسلې يې کړې؛نو ځمکې او پټي يې بېرته ورکړل او يوازې جزيه يې ترې  واخيسته.



د شپې حساسې سيمې او لارې ونيول شوې

اوه ګونو کلاګانو هرې يوې ځانګړى نوم درلود؛لکه "ناعم"،"قموص" ،"کتيبه"،"نسطاة"،"شق"،"وطيح"،"سلالم" او پر ځينو کلاګانو يې د خپلو مشرانو؛ لکه د "مرحب" کلا او.... نومونه ايښي وو.

 د بهر پر اوضاع  پوهېدنې ته د هرې کلا په غاړه کې يې برج جوړ کړى و،چې ساتندويانو پکې څوکۍ کوله او کلاګانې داسې جوړې شوې وې،چې اوسېدونکي يې پوره پر بهر برلاسي وو او د تيږو او چپنډو په ويشتو يې له دښمن سره مقابله کړاى شوه. (310)

 په دې  20000 کسانو کې 2000 جنګيالي وو او د اوبو او خوړو د زېرمو له لوري پوره ډاډه و. د کلا ګانو کنډر کول هم اسان کار نۀ وو او که چا غوښتل ورنږدې شي؛نو له پاسه به په تيږو ژوبل يا وژل کېدل،چې دا کلاګانې يهودو جنګياليو ته کلک سنګرونه شمېرل کېدل.

 مسلمانان داسې غښتلي او مجهز دښمن ته مخامخ شوي وو؛ نو بايد پرمخ تلليو پوځي تکتيکونو ګټه واخلي.

 لومړى ټولې حساسې سيمې او لارې د شپې ونيول شوې او دا کار دومره په مهارت او بې ځنډه وشو،چې ان د برجونو ساتندويان هم پرې خبر نۀ شول.سهار وختي،چې يهودان خپلو کروندو ته راووتل؛نو و يې ليدل،چې مسلمانانو پرې ټولې لارې تړلې دي او دومره ووېرېدل،چې وتښتېدل او په ځان پسې يې د کلاګانو ورونه وتړل او نور يې خبر کړل،چې "محمد" له يارانو سره يې راغلى دى.

 پېغمبر اکرم  پر دې مهال د اسلام د سرتېرو د جنګي روحيي د غښتلتيا لپاره وويل: (( وران دې وي "خيبر"!د وېرول شويو به څومره بدحال به وي !))

يهودان راټول شول او په جرګه کې يې پرېکړه وکړه،چې ښځې او ماشومان يوې کلا ته،د خوړو زېرمه بلې کلا ته يوسي او د هرې کلا دې جنګيالي له پاسه په ډبرو او غشيو دفاع وکړي او په مناسب وخت کې دې جنګيالي راووځي او د اسلام له جنګياليو سره جګړه وکړي.

 يهود تر پايه  پر خپلې نقشې ودرېدل؛نو ځکه يې  د مسلمانانو پر وړاندې يوه مياشت مقاومت وکړ او کله خو به داسې هم پېښېدل،چې د يوې کلا نيولو ته به لس ورځې هلى ځلى هم ناکامېدې.



په سخته کې تقوا

پر دې مهال پر مسلمانانو لوږه راغله؛نو د هغو ځناورو غوښې يې خوړې،چې مکروه وو. پېغمبر اکرم ته د يهودو يو تور مخى شپون راغى او له پېغمبر اکرم يې وغوښتل اسلام ورته وښيي،په هماغه ناسته کې يې ايمان راووړ او ويې ويل:(( دا رمه راسره امانت ده او اوس،چې مې اړيکه د رمې له مالکانو سره پرې شوې؛نو زه له دې رمې سره څه وکړم؟))

پېغمبر اکرم د سل ګونو وږيو په مخکې وويل: (( زما په دين کې د چا په مال کې خيانت ستر جرم دى. تا ته پکار دي،چې دا ګډې د کلا مخې ته بوځي او مالکانو ته يې وسپارې.))

 د پېغمبر اکرم يې خبره ومنله او بې ځنډه يې په جګړه کې برخه واخېسته او د اسلام په لار کې شهيد شو.(311)

هو! زموږ پېغمبر اکرم يوازې په ځوانۍ کې په "امين" مشهور نۀ و؛ بلکې د ژوند په ټولو شېبو کې "امين" و.

هغه مهال،چې مسلمانانو يهود کلابند کړي وو؛نو رمې يې تلې راتلې؛خو يو مسلمان هم په هغه سخته لوږه کې پرديو پسونو ته پورته هم و نۀ کتل؛ځکه د اسلام په ښوونځي کې امين انسانان وو.

 يوه ورځ چې لوږه ډېره سخته شوه؛نو پېغمبر اکرم حکم وکړ، چې د يهودو له رمو يوازې دوه پسونه راونيسئ او حلال يې کړي او که لوږه دومره نۀ واى سخته شوې؛نو مسلمانانو به هېڅکله داسې نۀ وو کړي؛نو چې کله به له لوږې د سرتېرو شکايتونه ډېر شول؛نو پېغمبر اکرم به لاس اسمان ته پورته کړ او و به يې ويل:(( خدايه! په سرتېرو مې د خوړو کلا فتح کړې.))

 پېغمبر اکرم اجازه نۀ ورکوله،چې بې له بري او فتح يې سرتېري د خلکو مالونو ته لاس وغځوي.(312)


کلاګانې په يو بل پسې ونيول شوې

د اسلام سرتېرو،چې د "ناعم" او "قموص" کلاګانې ونيوې؛نو د "وطيح" او "سلالم" کلاګانو ته ونښتل؛خو يهودو سخت مقاومت وښود؛ځکه د اسلام سرتېرو،چې څومره زيار ګاله؛نو يوازې تلفات يي ورکول،چې دا تلفات د اسلام ستر سيره ليکونکي "ابن هشام" په ځانګړي مسند کې راوړي او تر لسو ورځو اخ و ډب وروسته به ټول بې پايلې غونډ ته راستنېدل.

يوه ورځ حضرت "ابوبکر"(رض) ته د کلا د نيولو دنده ور ترغاړې شوه، مسلمانانو يې هم پر بولندويۍ حرکت وکړ؛خو څه موده وروسته بې پايلې راستانه شول .

 بله ورځ يې د کلا د نيولو بولندويي حضرت "عمر"(رض) ته ورکړه. هغه هم تش لاس راوګرځېد. (313)

 په پاى کې پېغمبر اکرم خپل افسران راټول کړل او ورته يې وويل:

 (( دا بيرغ به سبا يو تن ته ورکړم،چې خداى او پېغمبر پرې ګران دى او پر خداى او پېغمبر هم هغه ګران دى او هغه هېڅکله له جګړې نۀ دى تښتېدلى او دښمن ته يې شا کړې نۀ ده او خداى به يې دا کلا په لاس فتح کړي.))

  "طبرسي" او "حلبي"  وايي،چې پېغمبر اکرم وويل:(( پر دښمن بريد کوي او هېڅکله له جګړې نۀ تښتي.)) (314)

هر چا غوښتل دا وياړ يې په برخه شي،چې سبا شو؛ټول راټول شول او هر يو په تمه و،چې پېغمبر اکرم به ورته بيرغ ورکوي. ټول چوپ وو. پېغمبر اکرم وويل:(("علي" چېرې دى؟ ))

ورته وويل شول:((سترګې يې خوږېږي او استراحت کوي.))

 پېغمبر اکرم وويل:((  رايې ولئ.))

 طبري وايي:((حضرت "علي" (ک) يې پر اوښ يې راسپور کړ او را يې ووست. پېغمبر اکرم  خپل لاس د حضرت "علي" (ک) په سترګو ومښه او ورته دعا يې وکړه او د سترګو درد يې داسې ورک شو، چې د "عمر" تر پايه پرې اخته نۀ شو.))

پېغمبر اکرم حضرت "علي" ته د پرمختګ اجازه ورکړه او ورته يې وويل:

((له جګړې مخکې کلا ته استازى ولېږه او دين ته يې راوبله؛نو که و يې منله؛نو پوه يې کړه،چې بايد بې وسلې شي او اسلامى حکومت ته جزيه ورکړي او که چا دې خبرې ته غوږ کېنښود؛ نو ورسره وجنګېږه.)) (315)

 حضرت "علي" (ک) چې ته؛ نو پېغمبر اکرم ورته په مخه ښه کې وويل: ((خداى چې څوک ستا له لارې هدايت کړي؛نو دا درته تر هغو سرو اوښانو ښه ده، چې د خداى په لار کې يې وکاروې.)) (316)



په خيبر کې ستر برى

 پېغمبر اکرم،چې حضرت "علي" (ک) ته دنده ورکړه،چې د "وطيح" او "سلالم" کلاګانې فتح کړي؛نو زغره يې واغوسته او خپله ځانګړې توره؛ "ذوالفقار" يې راواخيسته او هغه بيرغ،چې پېغمبر اکرم ورکړې و،"خيبر" ته نږدې يې وځړاوه.

 پر همدې مهال د "خيبر" ورايله شو او يهودانو ميدان ته راودانګل. لومړى د "مرحب" ورور "حارث" ميدان ته راغى؛د غږ هيبت يې دومره و،چې د حضرت "علي" تر شا سر تېري ټول پر شا ولاړل؛خو حضرت "علي" ورته پر ځاى ولاړ و. ډېر وخت لا نۀ و تېر،چې حضرت "علي"، "حارث"  وواژه."مرحب" د ورور وژنې خورا غمجن کړ،پر وسله سمبال راغى او دا شعر يې ووايه:

(( د "خيبر" دېوالونه او ورونه ګواه دي، چې "مرحب" يم. کار ازمېيلې او په وسله سمبال.که روزګار بريالى وي؛نو زه هم بريمن يم. هغه ننګيالى، چې د ننګ په ډګر کې راسره مخ کېږي؛نو په وينو يې لړم.))  

حضرت "علي" (ک) هم د "مرحب" د شعر پر وزن او قافيه شعر ووايه:

(( زه هماغه يم،چې مور مې راباندې د "حيدر" (زمرى) نوم کېښود. د زمري په څېر جنګيالى يم.غښتلې مټې او څټ لرم،د جګړې په ډګر کې د زمري په څېر پر خلکو هيبت راولم.))  

د دواړو جنګياليو شعرونه پاى ته ورسېدل او د نېزو او تورو خرپا راپورته شوه. څو شېبې وروسته حضرت "علي"، "مرحب" پر سر وواهه او ويې واژه. د حضرت "علي" دې ګوزار د يهودو پر نورو ننګياليو وېره راوسته او وتښتېدل او هغوى،چې  نۀ وو تښتېدلي،له حضرت "علي" سره لاس په لاس پر جګړه شول او ټول حضرت "علي" ووژل. حضرت "علي" په تښتېدليو يهودو پسې ورغى، پردې  مهال يو يهودي په توره د حضرت "علي" (ک) ډال وواهه او له لاسه يې وغورځېد؛ناڅاپه د حضرت "علي" (ک) سترګې،د کلا پر ورۀ ولګېدې،ولاړ او له بېخه يې راونړاوه او د جګړې تر پايه يې د ډال په توګه کاراوه. تر جګړې وروسته، چې حضرت "علي"  ور وغورځاوه؛نو د اسلام اته غښتلي سرتېري راغلل،چې ور راپورته کړي؛خو و يې نۀ کړاى شول.(317)

او هغه کلا،چې مسلمانانو يې نيولو ته لس ورځې هلې ځلې کړې وې، حضرت "علي" په يوه شېبه کې ونيوه.

"يعقوبي" په خپل تاريخ کې لېکي:((ور په ډبرين دېوال کې و،چې اوږدوالى يې 4 ذرع او پلن والى يې 2 ذرع و.)) (318)

"شيخ مفيد" په "ارشاد" کې په ځانګړي سند کې له حضرت "علي" (ک)د "خيبر" د ور د رانړولو کيسه رانقل کړې ده:

(( ما د "خيبر" ور راونړاوه او د ډال په توګه مې کاراوه او جګړه،چې خلاصه شوه؛نو ور مې د هغې کندې له پاسه پول کړ،چې يهودو د کلا او زموږ په منځ کې اېستلى وه. بيا مى ور هغه کندې ته ګوزار کړ،چې يوه سړي وپوښتلم:ايا د ورۀ پر دروندوالي پوه شوې ؟ ورته مې وويل: د يو ډال هومره.))(319)

 تاريخ ليکونکيو او سيره ليکونکيو د "خيبر" پر ورځ د حضرت "علي" د سرښندنې په باب لېکلي دي:((داسې چارې په بشري قدرت نۀ شي کېداى او په خپله حضرت "علي" وايي:"هغه ور مې په بشري قدرت نۀ و رانړولى؛بلکې پر قيامت ايمان او په الهي قدرت مې راونړاوه.")) (320)

د بري پر مهال تېرېدنه

الهي انسانان او د دنيا ستر خلک تر بري وروسته له دښمن سره پر نرمۍ چلن کوي او غچ ترې نۀ اخلي. پېغمبر اکرم هم د "خيبر" د جګړې تر ګټلو وروسته،د خپلې نرمۍ او مهربانۍ وانده د "خيبر" پر يهودانو خپاره کړل او د يهودو يې له هغه وړانديز سره هوکړه وکړه، چې: ((موږ په "خيبر" کې هستوګنې ته پرېږده او ځمکې او پټي مو هم په واک کې پرېږده، د خپلو ځمکو نيم حاصلات به مسلمانانو ته ورکوو.))

  "ابن هشام" خو وايي،چې ان دا وړانديز خو په خپله پېغمبر اکرم يهودو ته وکړ.(321)



درې دېرشم څپرکى

فدک

"فدک"،"خيبر" ته نژدې ښېرازه سيمه وه،چې له مدينې140 کيلومټره لرې پرته وه. تر "خيبر" وروسته د "حجاز" د يهودو اډانه وه. د اسلام لښکر، د "خيبر" د "وادي القرى" او د "تيما" د يهودو تر ځپلو او د مدينې په شمال کې ترشته تشه، د اسلام په پوځي قوتونو ډکه کړه او په هغه هېواد کې د يهودو قدرت د پاى ته رسولو لپاره پېغمبر اکرم خپل استازى؛"محيط" د "فدک" مشرانو ته ولېږه. "يوشع بن نون"، چې د سيمې مشر و، سوله او تسليمېدل يې ومنل او ژمنه يې وکړه،چې د کال نيم حاصلات به د اسلام پېغمبر ته ورکوي او نور به د اسلام تر بيرغ لاندې ژوند کوي او د مسلمانانو پر خلاف به دسيسه نۀ کوي او اسلامي حکومت به يې هم په بدل کې په سيمه کې سوله او امنيت ټينګ ساتي.

هغه ځمکې،چې په جګړه او پوځي قدرت نيول کېږي،په ټولو پورې اړه لري او اداره يې د اسلام د واکمن په لاس کې وي؛خو هغه ځمکې د پېغمبر اکرم دي،چې بې جګړې او د سرتېرو له لېږلو بېرته، د مسلمانانو ګوتو ته راځي او تر پېغمبر اکرم وروسته د ورپسې امام دي او دداسې ځمکې مالکيت د پېغمبر اکرم يا امام په لاس کې دى او کړاى شي، و يې بښي او يا يې اجاره ورکړي او يا ترې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کړي.

وَمَا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَمَا أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ وَلَكِنَّ اللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلَى مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ= او څه چې خداى له هغوى [يهودو] د غنيمت په دود خپل استازي ته (بښلي او) اړولي دي،هغه داسې څه دي چې تاسې يې د لاس ته راوړو لپاره نۀ اس ځغلولى او نۀ اوښ (څه زيار مو نۀ دى اېستلى)؛خو خداى چې پر چا وغواړي، خپل استازي برلاسي کوي او خداى پر هر څه قادر دى. (حشر/6)

مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاء مِنكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ=څه چې خداى ددغو كليو له اوسېدونكيو خپل استازي ته را اړوي؛نو هغه د خداى او د(هغه) د استازي او خپلوانو او يتيمانو او مسكينانو او پرديسانو لپاره دي،چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نۀ شي او څه، چې تاسې ته د (خداى) استازي راوړي دي؛ نو هغه واخلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛نو ډډه ترې وكړئ او د خداى له (مخالفته) ځان وساتئ؛خداى سخت عذابى دى. (حشر/7)

  دا موضوع په فقهي کتابونو کې د جهاد په برخه د "فى" او "انفال" تر عنوان لاندې څېړل شوې ده؛نو ځکه پېغمبر اکرم "فدک" خپلې لور حضرت فاطمې بي بي ته وباښه.  له بښنې دلته دوه مطلبه وو:

1 _ د مسلمانانو واکمني د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته د پېغمبر اکرم د څرګندې وينا له مخې،د حضرت "علي" (ک) پر غاړه وه او داسې ستر منصب ډېره پانګه غواړي او حضرت "علي" (ک) هم ددې منصب د چارو سرته رسولو ته د "فدک" له عايداتو ګټه اخيستاى شوه.

2 _ نبوي کورنۍ؛"فاطمه"،"حسن"،او"حسين" بايد د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته پتمن ژوند ولري،چې د پېغمبر اکرم حيثيت او شرف خوندي پاتې شي؛نو ځکه پېغمبر اکرم "فدک" خپلې لور ته وباښه.

وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلاَ تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا= او خپلوانو ته د هغوى حق وركړه او(همداراز) د مسكينانو او مسافرو(حق) وركړه او هېڅكله بې ځايه لګښت اواسراف مۀ كوه ؛

شيعه او ځينې سني محدثان وايي دا آيت،چې نازل شو؛نو پېغمبر اکرم خپله لور حضرت "فاطمه" راوغوښته او "فدک" يې ورکړ.د حديث راوي،ستر صحابي حضرت"ابو سعيد خدري"(رض) دى. (322)

ټول مفسران شيعه دي، که سني وايي دا آيت د پېغمبر اکرم د خپلوانو په باب نازل شوى دى او د پېغمبر اکرم لور د "ذي القربى" څرګند مصداق دى،ان په "شام" کې،چې يو سړي، حضرت "علي بن الحسين زين العابدين" ته وويل ځان معرفي کړه؛نو د ځان د معرفي کولو لپاره يې نوموړى آيت ولوست او دا مطلب مسلمانانو ته دومره روښانه و،چې هغه شامي تصديق ته خپل سر وخوځاوه او ويې ويل:

(( له رسول اکرم سره د خپلوۍ له امله خداى تعالى خپل پېغمبر ته حکم وکړ،چې حق مو ادا کړي.)) (323)

لنډه دا،چې دا آيت د حضرت "فاطمة الزهرا" او د زامنو په باب يې نازل شوى. په دې باب ټول يوه خوله دي؛خو دا چې ددې آيت د نزول پر مهال پېغمبر اکرم،"فدک" خپلې لور فاطمې ته ورکړ، شيعه عالمان يوه خوله دي او ځينې د اهل سنتو عالمان هم او "مامون" (په هر علت، چې و) غوښتل يې د "فدک" ځمکه د فاطمې زامنو ته ورکړي؛نو مشهور محدث "عبدالله بن موسى" ته يې ليک وليکه،چې په دې باب ورته لازمې لارښوونې وکړي. هغه هم "مامون" ته پورته حديث وليکه،چې ددې آيت د شان نزول په باب دى او "مامون" هم د "فدک" ځمکه د حضرت فاطمې زامنو ته ورکړه.(324)

عباسي خليفه د مدينې والي ته وليکل:((پېغمبر اکرم د"فدک" کلى خپلې لور ته وربښلى و او دا څرګنده ده او د "زهرا" د زامنو په منځ کې په دې باب اختلاف نۀ شته.)) (325)

هغه ورځ چې "مامون" د شکايتونو اورېدو ته پر ځانګړې کرسۍ کېناست؛لومړى ليک چې ورته راغى؛نو ليکونکي يې ځان د حضرت "فاطمةالزهرا" مدافع ښوولى و.

 "مامون" ليک ولوست او و يې ژړل او و يې ويل:(( څوک د حضرت فاطمې مدافع دى؟))

 يو زوړ سړى پاڅېد او ځان يې معرفي کړ. تر منځ يې د قضاوت غونډه پر مناظرې بدله شوه. بالاخره "مامون" خپله ماتې ومنله او د دېوان رئيس ته يې حکم وکړ،چې د "فدک" ځمکې دې د فاطمې زامنو ته وسپارل شي. ليک وليکل شو او "مامون" لاسليک کړه. پر دې مهال "عبدالله" چې په دې مناظره کې حاضر و، پاڅېد او لاندې شعر يې ووايه.(26)

((اصبح وجه الزمان قدضحکا   برد مامون هاشم فدکا))

حضرت "علي" د خپل خلافت پر مهال د "بصرې" والي؛"عثمان حنيف" ته وليکل:((هو! تر اسمان لاندې يوازې "فدک" زموږ و. يوې ډلې پرې بخل وکړ او ځينو ترې سترګې پټې کړې او خداى غوره منځګړى دى.)) (327)


تر پېغمبر اکرم وروسته د فدک کيسه

 تر پېغمبر اکرم وروسته يې لور له هغې ځمکې بې برخې شوه. حضرت بي بي فاطمې غوښتل خپل حق د قانون له لارې تر لاسه کړي.په لومړي پوړ کې د "فدک" کلى د فاطمې په واک کې و او همدا تسلط د مالکيت نښه ده؛خو سره له دې او د ټولو اسلامي قضايي قوانينو پر خلاف، د خلافت چارواکيو ترې ګواه وغوښت،حال دا چې د نړۍ په يوه ځاى کې هم څوک،چې د يو مال څښتن وي او په اصطلاح "ذواليد" وي،ګواه نۀ غواړي.حضرت فاطمې له ناچارۍ "علي" (ک) او "ام ايمن"،چې پېغمبر اکرم ګواهي ورکړې وه "ام ايمن" له جنتيانو ده او د "بلاذري" د وينا له مخې،د پېغمبر اکرم ازاده کړې وه،خليفه ته د شهادت لپاره بوتلل. خلافت د بي بي فاطمې شاهدان و نۀ منل او له بي بي فاطمې يې د "فدک" ځمکه واخيسته.(328)

شيعه عالمان يوه خوله دي،چې بالاخره خليفه د بي بي فاطمې خبرې ته غاړه کېښووه، او خليفه ليک وليکه،چې دا ځمکه د فاطمې ده. په لار کې، حضرت "عمر" له فاطمې بي بي سره مخ شو او د ليک له جريانه خبر شو؛ نو ليک يې واخيست او خليفه ته يې راووړ او و يې ويل: (( "علي" په دې کار کې د ګټې خاوند دى؛نو شاهدي يې قبوله نۀ ده او "ام ايمن"هم ښځه ده او د ښځې شهادت ارزښت نۀ لري)) او بيا يي د خليفه مخې ته ليک څيرې کړ.  (329) د فدک په باب قضاوت

چې انسان د "فدک" کيسه لولي؛نو پوهېداى شي،چې له "فدک" د پېغمبر اکرم د لور بې برخې کول سياسي مسئله وه او څوک نۀ شي ويلاى،  چې خليفه ترې خبر نۀ و.

  حضرت "فاطمةالزهرا" په يوه خطبه کې وايي:((د خداى کتاب حاکم او فيصله کوونکى دى،چې وايي:حضرت زکريا له خدايه وغوښتل زوى ورکړي،((چې د هغه او د يعقوب د کورنۍ وارث شي او همداسې وايي: سليمان له داووده ارث يووړ،)) خداى يې برخې په کتاب کې بيان کړي او فرائض يې هم پکې ټاکلي دي. (330)

د "مريم" سورت د شپږم آيت او د "نمل" د شپاړسم آيت له مخې،چې اولاد له پېغمبرانو ارث وړي او همداراز د ميراث په اړه،يوازې له حضرت ابوبکره روايت شوى حديث ددې لامل دى،چې د "فدک" په باب اوږد بحث وشي؛نو ځکه په دې اړه اړوند کتابونه ولولئ.

[ژباړن: د مرحوم علامه سيد مرتضى عسکري په "معالم المدرستين" کې په دې اړه اوږد بحث شوى،چې په پښتو هم ژباړل شوى دى.]



څلور دېرشم څپرکى

د قضاء عمره

مسلمانانو،چې د حديبيې د سولې تړون لاسليک کړ؛نو يو کال وروسته کړاى يې شول، درې ورځو ته له يوې تورې سره مکې ته ولاړ شي. يو کال تېر شو او وخت يې رارسېدلى و،چې مسلمانان له دې تړونه ګټه واخلي او اوه کاله وروسته خپلوان او وطن ووينې او د خداى د کور زيارت وکړي.

 پېغمبر اکرم اعلان وکړ:((تېرکال،چې مسلمانان د خداى د کور له زيارته بې برخې شوي وو،د "بيت الله" زيارت ته دې تيارى ونيسي.))

 دې خبرې مسلمانان ډېر خوشحاله کړل.که تېر کال پېغمبر اکرم له 1300 تنو سره تللى و؛خو سږ کال له 2000 تنو سره وخوځېد، چې پکې د مهاجرو او انصارو ستر شخصيتونه هم ليدل کېدل او په پېغمبر اکرم پسې به د سيوري په څېر روان وو.

 پر شپېتو اوښانو يې د قربانۍ نښې ولګولې او له ځان سره يې بوتلل.

که ووايو چې دا تبليغي سفر و؛نو دروغ به نه وي؛ ځکه ددې سفر معنوي اثار وروسته راښکاره شول او د اسلام سرسخت دښمنان "خالد بن وليد" د احد د جګړې اتل او عرب سياستپوه "عمرو عاص" د اسلام د لښکر د عظمت تر ليدو وروسته مسلمانان شول.

پېغمبر اکرم اوس هم د قريشو له کينې ډاډمن نۀ و او احتمال يې ورکاوه،چې هغه او يارانو ته يې په لار کې کمين و نۀ نيول شي او د يارانو يې وينه تويه شي،چې بې له تورې يې بله وسله نۀ درلوده .

 بل خوا د تړون يوه ماده دا هم وه،چې مسلمانان حق نۀ لري پر وسله سمبال مکې ته راننوځي؛نو احتياط له مخې پېغمبر اکرم يو افسر حضرت "محمد بن مسلمه" له 200 سرتېرو سره مخکې په وسله سمبال ولېږه،چې د "مرالظهران" په سيمه کې د حرم خاورې ته نږدې،پېغمبر اکرم ته په تمه شي.

د قريشو استازي "مُکرزبن حفص" له پېغمبر اکرم سره اړيکه وکړه او د قريشو نيوکه يې پېغمبر اکرم ته راورسوله.

 پېغمبر اکرم ورته وويل:((زه او ياران به مې هېڅکله د تړون پر خلاف عمل و نۀ کړو او ټول به بې وسلى حرم ته ننوځو او دا 200 سرتېري به له خپلې ټولې وسلې سره همدلته وي او يو قدم به هم مخکې رانۀ شي.))

 پېغمبر اکرم پردې خبره د قريشو استازى پوه کړ،چې که زموږ له وسله توبه مو ناوړه ګټه واخيسته؛نو دا 200 مرستندوى سرتېري به زموږ  لاسنيوي ته راشي.

"قريش" هم د پېغمبراکرم پر لرليد پوه شول او د مکې ورونه يې مسلمانانو ته پرانېستل. د کفارو مشرانو او پلويانو يې ښار تش کړ او شاوخوا غونډيو او غرونو ته ولاړل،چې له پېغمبر اکرم او يارانو سره يې مخ نۀ شي او له هماغه ځايه ټولې چارې وڅاري.


پېغمبر اکرم مکې ته راننووت پېغمبر اکرم پر خپل اوښ سپور مکې ته راننووت او 2000 تنه ترې راتاو  وو او د (( لبيک اللهم لبيک)) نارو يې په ټول ښار کې انګازې کولې. دې خواږه غږ د مکې د خلکو په زړو کې ځاى پيدا کړ؛خو د کفارو په زړۀ کې يې ډار واچاوه. د مسلمانانو د "لبيک" په غږ پسې، د پېغمبراکرم د اوښ څاروان حضرت "عبدالله رواحه"(رض) په خواږه غږ شعر ووايه،چې مفهوم يې دادى:

  ((د کفر او شرک زامنو!د خداى استازي ته لار پرانځي. پوه شئ! هغه د خير او نېکۍ سرچينه دى. خدايه! زه يې پر خبره ايمان لرم او هغه په رسالت کې ستا د حکم  لاروى دى.)) (331)

پېغمبر اکرم پر خپل اوښ سپور او د کعبې طواف وکړ او دا ځل يې حضرت"ابن رواحه"(رض) ته وويل،چې په خپل ښکلي غږ دا دعا ووايي او نور دې يې هم ورسره بدرګه کړي:

((لا اله الا الله، وحده وحده، صدق وعده، و نصر عبده واغزجنده، و هزم الاحزاب وحده ))

يعنې بې له هغه الله بل خداى نۀ شته،ايکي يو دى او سارى نۀ لري، په خپله ژمنه ټينګ شو (وعد يې کړې وه،چې ډېر ژر به د خداى کور زيارت وکړئ) له خپل بنده سره يې مرسته وکړه، د توحيد لښکر يې سر لوړى کړ او د کفر او شرک ګوندونه يې په يواځې ځان دړي وړي کړل.

پر هغه ورځ د زيارتو ټول ځايونه د مسلمانانو په اختيار کې وو او دغسې تاوده توحيدي شعارونه (په داسې ځاى کې،چې کلونه کلونه د کفر او شر مورينه وه) د کفر او شرک په مشرانو روح ماتوونکي ګوزارونه وو او پر ټول "عربستان" يې د پېغمبر اکرم برى پرېکنده کړ.

  ماسپښين شو او مسلمانان بايد الهي دنده پر جماعت تر سره کړي. بايد د پېغمبر اکرم وياند (موذن) په خواږه غږ اذان وکړي. حضرت"بلال حبشي"(رض)،چې په دې ښار کې د اسلام راوړو له امله ځپل شوى و، د پېغمبر اکرم په حکم،د کعبې بام ته وخوت او په هغه ځاى کې،چې پر خداى او رسول يې ګواهى ورکول ستر جرم و،په غوږونو کې يې ګوتې کېښوولې او په خواږه غږ يې اذان وکړ؛د اذان غږ د کفر مشران ډېر خپه او ترهور کړل.

 "صفوان بن اميه" او "خالد بن وليد" وويل: ((د خداى شکر،چې پلرونه مو مړه شوي دي،چې ددې حبشي مريي غږ يې وا نۀ ورېد.))

 "سهيل بن عمرو"،چې د حضرت "بلال" د اذان  غږ  واورېد؛نو مخ يې په دستمال پټ کړ. هغوى د حضرت "بلال" غږ نۀ خپه کول؛بلکې د اذان مانا او مفهوم خپه کول،چې د پلرونو او نيکونو د عقايدو پر خلاف يې و.

پېغمبر اکرم د "صفا" او "مروه" غرونو ترمنځ په ځغاستو شو او دا،چې بوتلمانځيو اوازه خپره کړې وه،چې سختې هوا مسلمانان له کاره غورځولي دي؛نو پېغمبر اکرم په "صفا" او "مروه" کې منډې تاندې کړې او مسلمانانو يې هم لاروي وکړه. بيا يې اوښان حلال کړل او د سر وېښتان يې کم کړل او له احرامه ووتل.

 پېغمبر اکرم حکم وکړ،چې 200 تنه دې د "مرالظهران" درې ته ولاړ شي، چې پر ځاى يې هغه 200 تنه راشي او عمره وکړي.

د عمرې کړنې پاى ته ورسېدې. مهاجر خپلوانو کره ولاړل او انصار يې هم له ځان سره مېلمانه کړل.


پېغمبر اکرم له مکې ځي

د مسلمانانو جلال او دبدبې د مکې د خلکو پر روحيه عجيب اغېز وکړ او د مسلمانانو له روحياتو سره يې نور هم اشنا کړل.

 د کفر او شرک مشرانو احساس کړل،چې د پېغمبر اکرم راتګ د مکې د خلکو مينه له بوت لمانځنې سره کمه کړه او د خلکو په زړونو کې يې مسلمانانو ته ځاى پيدا کړ؛نو ځکه د قريشو استازى "خويطب" پېغمبر اکرم ته راغى او و يې ويل: (( د تړون له مخې مو د پاتې کېدو وخت پاى ته رسېدلى او ژر تر ژره له مکې ووځئ.))

 د پېغمبر اکرم ځينې ياران د قريشو د استازي په خبره خپه شول؛خو پېغمبر اکرم هغه نۀ و،چې د تړون په عمل کولو يې پښې سستې شي؛د تګ حکم يې وکړ او ټول بې ځنډه له مکې ووتل.

"ميمونه" د پېغمبر اکرم د تره (عباس) ښينه وه او مسلمانه شوه،چې حضرت "عباس" ته يې وويل:((چمتو ده له پېغمبر اکرم سره د وياړ لپاره واده وکړي.))

 پېغمبر اکرم يې وړانديز ومانه او له دې لارې، له قريشو سره يې اړيکې نورې هم ټينګې شوې. د يوې ځوانې نجلۍ مينه له نيمزالي سره،د هغه سړي پر معنوي قدرت ګواهي ورکوي.

ان پېغمبر اکرم د قريشو له استازي وغوښتل پېغمبر اکرم ته دې مهلت ورکړاى شي،چې د واده مراسم په مکه کې ترسره کړي او په خوړه کې يې د مکې ټول مشران ګډون وکړي؛خو د قريشو استازي دا وړانديز و نۀ مانه او ويې ويل: (( موږ ستا ډوډۍ ته اړتيا نۀ لرو.))

پېغمبر اکرم حکم وکړ،چې له غرمې مخکې دې ټول له مکې بهر شي او څوک دې ځنډ و نۀ کړي. يوازې خپل مريي "ابورافع" ته يې دنده ورکړه، چې په مکه کې پاتې شي او ماښام ته دې د پېغمبر اکرم مېرمن له ځان سره راولي.(332)

مسلمانان،چې ووتل؛نو د پېغمبر اکرم مخالفينو "ميمونه" ورټله؛خو يو بڅرى اغېز يې پرې ونۀ کړ؛ځکه په پياوړيو معنوياتو يې پېغمبر اکرم ته د واده وړانديز کړى و.

په دې توګه خداى خپله ژمنه پوره کړه او د فتح سورې  27 آيت نازل شو:

لَقَدْ صَدَقَ اللَّهُ رَسُولَهُ الرُّؤْيَا بِالْحَقِّ لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ إِن شَاء اللَّهُ آمِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُؤُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ لَا تَخَافُونَ فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوا فَجَعَلَ مِن دُونِ ذَلِكَ فَتْحًا قَرِيبًا= سکه، خداى خپل استازي ته حق خوب په رښتيا ورښوولى و: كه خداى وغواړي؛نو هرومرو تاسې په پوره امنيت او ډاډ "مسجدالحرام" ته ننوځئ، حال دا چې تاسې به د سر وېښتان خرييلي يا لنډكړي وي او (له هېچا به) نۀ ډارېږئ؛نو(خداى) چې په څه پوهېده، تاسې پرې نۀ پوهېدئ (او په دې ځنډ كې يو حكمت و) او پردې سربېره يې (تاسې ته) نژدې برى در په برخه كړ.

په دې آيت کې خداى مسلمانانو ته د نږدې سوبې زېرى ورکړى و،چې هماغه د مکې ستره فتح وه، چې پر اتم هجري کال وشوه.

پينځه دېرشم څپرکى

د اتم هجري کال پېښې

د موته جګړه

د اتم هجري کال په لومړيو کې،چې د "حجاز" په ډېرو سيمو کې يو څه امنيت و او د اسلام غږ ډېرو سيمو ته رسېدلى و او يهود د شمال او "قريش" د جنوب له لوري اسلام ته ګواښېداى نۀ شول؛نوځکه پېغمبر اکرم خپل پام "شام" ته واړاوه، چې هغه مهال د "شام" خلکو د "روم" د "قيصر" تر بيرغ لاندې ژوند کاوه؛ځکه پېغمبر اکرم د خپل استازى حضرت "حارث بن عمير ازدي" په لاس د "شام" واکمن ته ليک ولېږه.

د "شاماتو" واکمن "حارث بن ابي شمر غساني" و، چې د روم د "قيصر" لاسپوڅى و. د پېغمبر اکرم استازى چې د "شام" سرحدي ښار ته ورسېد؛ نو د سيمې واکمن "شرجبيل" استازى د "موته" په سيمه کې ونيو،سخت يې وواهه او تحقيق يې ترې وکړ او سفير ورته اقرار وکړ،چې د شاماتو واکمن "حارث غساني" ته يې د رسول اکرم له لوري ليک راوړى دى.

 د سيمې واکمن،ټول انساني او نړيوال قوانين، چې د استازي ځان او وينه په هر ځاى کې محترمه ده تر پښو لاندې کړل او د استازي پښې او لاسونه يې وتړل او و يې واژه.

پېغمبر اکرم د "شرجبيل" له جنايته خبر شو او د خپل سفير له وژل کېدو خورا خپه شو او مسلمانان يې پردې ناوړه کار خبر کړل او خپل سرتېري يې له دې خپلسري واکمنه  غچ اخستو ته چمتو کړل.


بله دردوونکې پېښه

 له دې پېښې سره نژدې يوه بله بوږنوړې پېښه هم راپېښه شوه او هغه دا،چې د اتم هجري کال په "ربيع" مياشت،پېغمبر اکرم "کعب بن عمير غفاري" ته له 15 تنو سره دنده ورکړه، چې د "ذات اطلاح" سيمې، چې د "وادي القرى" شا ته پرته ده ته ولاړ شي او اسلام ته يې راوبلي. هغوى د تبليغ په وسله سمبال،سيمې ته ولاړل او د اسلام پر منطق يې دين ته راوبلل؛خو د سيمې له سخت مخالفت سره مخ شول او پر ټولو بريد وشو. د تبليغ لښکر چې ځان کلابند وليد؛نو بې سارې دفاع يې وکړه او ټول شهيدان شول؛خو يو ټپي. د شپې له مړيو راپاڅېد او ځان يې پېغمبر اکرم  ته راورساوه.

د تبليغ د لښکر وژنه او د ځينو بېګناه اعدامول، د دې لامل شول،چې په "جمادي"مياشت کې د جهاد حکم وشي او 3000 کسيز لښکر د ياغيانو ځپلو ته ولېږل شي.(333)

د جهاد حکم وشو او د مدينې په لښکرتون "جرف" کې 3000 سرتېري راټول شول. پېغمبر اکرم په خپله لښکر ته راغى او سرتېرو ته يې وويل:  ((هغه سيمې ته ولاړ شئ، چې د اسلام استازى يې وژلى دى او اسلام ته يې راوبلئ! که مسلمانان شول؛ نو له غچ اخستو ډډه وکړئ او که ونۀ مانه؛نو له خدايه مرسته وغواړئ او ورسره وجنګېږئ .د اسلام سرتېرو ! خداى ته جهاد وکړئ،په "شام" کې د خداى او خپلو دښمنانو درناوى وکړئ، راهبانو او راهبو ته څه و نۀ واياست،چې په "صومعو" کې د ټولنې له غوغا لرې ژوند کوي، په تورو مو د شيطان هغه ځالې ورانې کړئ،چې د ځينو په مغزو کې دي.ښځې،ماشومان او زاړه و نۀ وژنئ،ونې غوڅې نۀ کړئ اوکور وران نۀ کړئ. مجاهدينو! د لښکر بولندوى مې "جعفر بن ابي طالب" ټاکلى او که زيان ورورسيد؛نو بولندوى به مو "زيد بن حارثه" وي او که هغه هم ووژل شو؛ نو بولندوى به مو "عبدالله رواحه" وي او که هغه هم ووژل شو؛ نو تاسې په خپلو کې بولندوى وټاکئ.))

 د تګ حکم وشو او پېغمبر اکرم له يوې ډلې سره د لښکر مخه ښې ته په "ثنية الوداع" پورې راغى او ورته يې وويل: (( خدا ى مو د دښمن له شره وساته او روغ رمټ له جنګي غنايمو سره راستانه شئ.))

  حضرت"ابن رواحه" په ځواب کې وويل:((زه له خدايه بښنه او هغه ګوزارونه غواړم، چې د دښمن وينه پرې تويه کړم.)) (334)

دا جملى د اسلام د لښکر د افسر له شهادت سره مينه راښيي. وليدل شول،چې د اسلام ننګيالى افسر ژاړي. د ژړا علت ترې وپوښتل شو. و يې ويل: (( زه له دنيا سره مينه نۀ لرم؛خو وا مې ورېدل،چې پېغمبر اکرم د "مريم" سورت 7 آيت وايي: (( او بېشکه،چې ټول دوزخ ته ورننوځي او صالحان له هغه ځايه بيا جنت ته ځي؛نو دوزخ ته زما تګ جوت دى؛ خو نۀ پوهېږم دوزخ ته تر ننوتو وروسته به څه کېږي؟))  (335)


د اسلام  او روم د لښکر مخاوې په هغو ورځو کې "روم" له "ايران" سره پرله پسې جګړو بېخونده کړى و او سره له دې،چې "ايران" ته يې پرله پسې ماتې ورکړې وې او خپل ځان ته غره و؛خو بيا هم د اسلام د سرتېرو د جنګياليتوب په باب يې معلومات تر لاسه کړي وو.

 د اسلام د لښکر خبره روم ته ورسېده."هرقل" د روم "قيصر" د خپل لاسپوڅي واکمن په مرسته لوى لښکر چمتو کړ، چې يوازې "شرجبيل" د اسلام د پرمختګ مخنيوي ته 100000 سرتېري راټول کړل او "قيصر" د مخکې اطلاع له مخې، له 100000 ذخيره او مرستندويه سرتېرو سره "ماب" ته راغى،چې د "بلقا" يو ښار دى.(336)

په دې  جګړه کې دښمن له هر لوري سمبال و او شمېر يې هم ډېر و، د پوځي دود او امکاناتو له پلوه هم برلاسي و او پردې سربېره، دښمن په خپله سيمه کې و او په ژغورني حالت کې و او مسلمانان  له خپلې سيمې راوتلي وو او په يرغليز  حال کې وو؛نو مخکې به ګورو چې څه کېږي؟

مسلمانان چې د "شام" پر پوله تېر شول؛نو د دښمن له تياري خبر شول. سملاسي يې پوځي شورا جوړه کړه. يوې ډلې وويل: (( پېغمبر اکرم ته به ليک وليکو او له دې پېښې به يې خبر کړو،ګورو په دې باب څه وايي.))

 نږدې وو له دې وړانديز سره ټول هوکړه وکړي،چې د اسلام د لښکر دويم مرستيال حضرت"عبدالله رواحه" راپاڅېد او و يې ويل:

((پر خداى قسم! موږ هېڅکله د سرتېرو او د وسلې د ډېروالي له امله له دښمن سره جګړه نۀ ده کړې،موږ د خپل ايمان په زور له دښمن سره جنګېدلي يو. پاڅيږئ او خپله لار ونيسئ او جګړه پېل کړئ. دريادکړئ، چې د بدر په جګړه کى مو دوه اسونه او د احد د جګړې پر ورځ مو يو اس درلود. موږ په دې جګړه کې دوه برخليکو ته په تمه يو: يا به برى لاس ته راوړو، چې دا هماغه ژمنه ده،چې خداى او رسول يې راسره کړې او يا به شهيدان شو، چې له خپلو ورونو سره به يو ځاى شو.))

 دې وينا د مسلمانانو په رګونو کې د جهاد د غيرت وينه راوخوټوله او ټولو حرکت وکړ. دواړې لښکرې په "شارف" نومې ځاى کې مخ شوې؛خو د اسلام لښکر يو لړ کتنو ته په پامنيوي پر شا تګ وکړ او د "موته" په سيمه کې يې واړول.

حضرت "جعفر بن ابيطالب" چې د لښکر بولندوى و، خپل سرتېري پر ډلو وويشل او هرې ډلې ته يې مشر وټاکه. بريدونه او لاس پر لاس جګړې پېل شوې. حضرت"جعفر" هم بايد بيرغ په لاس کې ونېسي، هم خپلو سرتېرو ته لارښوونې وکړي او هم دفاع وکړي. د جګړې په ډګر کې د حضرت جعفر شعرونه د مېړانې ګواه يې دي: ((خوشحاله يم، جنت ته رانږدې يم. پاک جنت،چې په زړۀ پورې اوبه لري او د روم له منځه تلل رانږدې دي. هغه ملت،چې د اسلام پر ځاى يې کفر ومانه او مينه او اړيکې يې له موږ سره نۀ شته او اراده مې کړې،چې که ورسره مخ شم؛نو ګوزارونه به پرې وکړم.))

"ابن هشام" دا شعر په خپل سيره (2/378) کې راوړى دى.

 د اسلام د لښکر لومړى بولندوى ډېر ښه وجنګېد او،چې ځان يې کلابند وليد او پوه شو شهادت يې جوت دى او دا، چې دښمن يې له اسه ګټه وا نۀ خلى او دښمن پوه کړي،چې له مادي دنيا سره يې وروستۍ اړيکې شلولي؛نو له خپل اسه راکوز شو او خپل اس يې وواژه او پر دښمن يي بريد وکړ. پردې  مهال يې ښى لاس غوڅ شو؛نو دا چې د پېغمبر اکرم بيرغ پر ځمکه و نۀ غورځيږي؛بيرغ يې په کيڼ لاس کې ونيو،کيڼ لاس يې هم پرې شو او په مټو يې بيرغ راپورته کړ، چې بالاخره له 80 ټپونو وروسته راولوېد او شهيد شو.

 د لښکر مشري د لومړي مرستيال حضرت"زيد حارث" پر غاړه شوه،بيرغ يې راواخيست او بى سارې يې خپله دنده سرته ورسوله،چې بالاخره د نېزو ګوزارونو شهيد کړ.

دويم مرستيال حضرت "عبدالله رواحه" بيرغ راواخېست. په خپل اس سپور شو او حماسي شعرونه يې وويل او پر دښمن يې ور ودانګل. د جګړې په ترڅ کې پرې لوږه راغله. يو کپ ډوډۍ يې ورته راوړه،دومره يې خوړلې نۀ وه،چې د دښمن د لښکر غږ پرې ولګېد. د ډوډۍ کپ يي وغورځاوه او ځان يې د دښمن مخې ته ورساوه،مېړنى وجنګېد او شهيد شو.



د اسلام د لښکر لالهاندي

د اسلام د لښکر بولندوى او دوه مرستيالان يې ووژل شول؛خو پېغمبر اکرم ددې خبرې وړاندوينه کړې وه او ويلې يې وو،که دا درې تنه شهيدان  شول؛نو په خپلو کې يو بولندوى کړئ. پردې مهال  حضرت "ثابت بن اقدم" بيرغ راواخيست او مسلمانانو ته يې وويل:((د لښکر بولندوى وټاکئ!)) ټولو وويل: ((تۀ بولندوى شه!))

 هغه وويل:((دا دنده نۀ قبلوم،ځان ته بل بولندوى وټاکئ!))

 بيا په خپله "ثابت" او مسلمانانو حضرت"خالد بن وليد"، چې نوى مسلمان شوى و بولندوى وټاکه.

حضرت "خالدبن وليد" په ډېر حساس وخت کې بولندوى شو؛ ځکه پر ټولو مسلمانانو وېره او د دښمن دبدبه ناسته وه. د اسلام ستر بولندوى له داسې پوځي چمه ګټه واخيسته،چې سارى يې نۀ درلود. و يې ويل:

 ((د نيمې شپې په تپه تياره کې په جګو غږونو او د ډلو په جوړولو له دې ځايه کډن شئ."ميمنه" او "ميسره" دې خپل ځايونه بدل کړي او د لومړۍ ليکې سرتېري دې ځان د لښکر منځ ته ورسوي.))

 بولندوى حکم وکړ،چې په تپه تياره کې يو شمېر مسلمانان لرې سيمې ته ولاړ شي او سهار وختي د ((لا اله الا الله)) په شعارونو له مسلمانانو سره يو ځاى شي.

  دا ټولې نقشې ددې لپاره وې،چې دښمن تصور وکړي،مسلمانانو ته مرستندوى ځواکونه راورسېدل او د دښمن همدا خيال و،چې بله ورځ دښمن پر اسلام له بريده ډډه وکړه او ويې ويل: ((دا لښکر بې له مرستندويه ځواکونو د زمريو په څېر جنګېدل او اوس،چې ورته مرستندوى ځواکونه هم رارسېدلي؛نو مټ به يې نور هم قوي شوى وي.)) په دې  جګړه کې د روم د لښکر بولندوى د اسلام د لښکر يو سرتېرى وواژه .(337).

د دښمن د لښکر چوپتيا مسلمانانو ته مهلت وکړ، چې پر راغلې لارې، بېرته ستانه شي. د مسلمانانو ستر برى دا و،چې سره له دې چې شمېر يې ډېر لږ و،د هغه قوي لښکر پر وړاندې يې له يوې تر درو ورځو مقاومت وکړ او بالاخره روغ رمټ مدينې ته راستون شو.

 نوي بولندوى هوښيارۍ تکتيک وکاراوه؛ځکه مسلمانان يې له مرګه وژغورل او روغ رمټ يې مدينې ته راستانه کړل، چې له دې امله د ستاېنې وړ دى.(338)


پېغمبر اکرم  د جعفر پر شهادت سخت وژړل

پېغمبر اکرم د خپل تره زوى پر مرګ سخت وژړل او دا چې ښځه  يې "اسماء بنت عميس" د مېړه له مرګه خبره کړي او د زړۀ تسلي ورکړي؛نو نېغ د "اسماء" کور ته ورغى او ورته يې وويل:(( زامن مې چېرې دي؟))

 د حضرت جعفر ښځې ورته د جعفر زامن ("عبدالله"،"عون" او "محمد") راوستل. هغې،چې وليدل پېغمبر اکرم يې له زامنو سره زياته مينه کوي؛نو وپوهېده چې زامن يې بې  پلار او په خپله کونډه شوې ده. پېغمبر اکرم ته يې وويل: (( له زامنو سره مې د پلارمړيو په څېر چلن کوئ؟))

 پر همدې مهال پېغمبر اکرم سخت پر ژړا شو او دومره يې وژړل، چې اوښکې يې پر ږيره راغلې. بيا پېغمبر اکرم خپلې لور فاطمې ته وويل،چې د  حضرت جعفر(رض) کورنۍ ته درې ورځې ډوډۍ يوسي.

 د حضرت جعفر او حضرت زيد حارثه (رضى الله عنهما) د مرګ داغ د پېغمبر اکرم پر زړۀ پاتې شو او چې کور ته به راغى؛نو په دې دوو پسې يې ژړل.(339)

شپږ دېرشم څپرکى

د مکې سوبه

د مکې د سوبې کيسه د اسلام د تاريخ خوږه کيسه ده او په عين حال کې د اسلام د پېغمبر د سپېڅليو موخو څرګندونکې او د ښو اخلاقو ښوونکې ده. په دې  څپرکي کې به پر ډاګه شي،چې پېغمبر اکرم او پليوني يې د حديبې پر تړون ولاړ وو او د قريشو ښکاره نفاق او خيانت به د تړون په پلي کولو کې ووينئ.

د تاريخ دا برخه چې څېړل کېږي؛نو د وروستي او سرسخت دښمن ځپلو ته د پېغمبر اکرم تدبير او هوښيار سياست به درته بيا وښوول شي. تاسې به ووياست دې اسماني سړي،چې د خپل عمر کومه برخه يې د نړۍ په کوم پوځي پوهنتون کې تېره کړې نۀ وه،چې د تکړه بولندوى په څېر يې د سوبې نقشه داسې جوړوله، چې بې له وينې تويېدنې يې برى پر برخه شي او بالاخره د تاريخ دا برخه د پېغمبر اکرم انسانپاله څېره راښيي او په دې برخه کې به ووينئ دا ستر انسان څرنګه له دښمنه له غچ اخېستنې تېرېږي او عمومي بښنه اعلانوي.؟

په پخوانيو څپرکيو کې مو وويل،چې پر شپږم هجري کال د قريشو او مسلمانانو ترمنځ  تړون لاسليک شو،چې ددې تړون په دريېمه ماده کې راغلي وو: (( مسلمانان او "قريش"  له هر ټبر سره تړون لاسليکولاى شي.)) د همدې مادې له مخې،پېغمبر اکرم د "خزاعه" له ټبر سره تړون وکړ او پېغمبراکرم د هغوى د اوبو،خاورې،ځان او مال دفاع پر غاړه واخېسته او د "بني کنانه" ټبر،چې د "خزاعه" پخوانى دښمن و او په ګاونډ کې يې پروت و، له قريشو سره تړون وکړ. دا تړون د لسو کالو لپاره و.ددې تړون له مخې،دواړو لوريو حق نۀ درلود پر يو بل وسله وال بريد وکړي او يا خپل هم ژمني په يو بل پسې راوپاروي. له دې تړونه دوه کاله ووتل او دواړو اړخونو په سوله او سوکالۍ کې ژوند کاوه،چې مسلمانان بل کال په پوره ازادۍ د خداى د کور زيارت ته ولاړل.

پېغمبر اکرم پر اتم هجري کال په "جمادي الاولى" کې 3000 کسيز لښکر "شام" ته ولېږه،چې د اسلام مبلغان يې وژلي وو. د اسلام لښکر سره له دې، چې روغ رمټ راستون شو او يوازې درې افسران او څو سرتېري يې ووژل شول؛خو چې څه تمه وه، ګوتو ته يې رانۀ وړه او د اسلام د لښکر جګړه د ترپ او خرپ په څېر وه و او ددې خبرې اوازه،چې د قريشو مشرانو ته ورسېده؛نو ډاډه يې کړل او و يې انګېرله،چې د اسلام  پوځي ځواکونو جنګي روحيه بايللې ده؛نو ځکه يې هوډ وکړ د سولې او ارامۍ چاپېريال ګډوډ کړي.

 قريشو لومړى د "بنوبکر" په ټبر کې وسله وويشله او را ويې هڅول،چې د شپې د"خزاعه" پر ټبر، چې د مسلمانانو هم ژمني وو بريد وکړي او ځينې يې پکې ووژني. قريشو هم د شپې د "خزاعه" پر ضد په دې جګړه کې ګډون کړى و او له دې لارې يې د حديبيې تړون تر پښو لاندې کړ،چې د شپې پټ بريد د "خزاعه" د ټبر،چې ځينې ويده او ځينې پر عبادت بوخت ول ووژل او ځينې يې اسيران کړل او ځينو خپل کور کلى پرېښود او مکې ته ولاړل،چې د عربو د امن سيمه وه او هغوى،چې مکې ته راغلي وو،د "بُديل بن ورقاع" کور ته ولاړل او د خپلې قبيلې دردوونکې کيسه يې ورته تېره کړه.(340)

د "خزاعه" غم ځپلو خلکو د دې لپاره چې پېغمبر اکرم ته د خپل مظلوميت غږ ورسوي؛ خپل مشر "عمرو سالم" پېغمبر اکرم ته ولېږه. هغه مدينې ته راغى او نېغ جومات ته ولاړ او په خلکو کې ودرېد. خپل مظلوميت يې د شعر په بڼه څرګند کړ او پېغمبر اکرم د تړون له مخې ورته وويل: (( ملاتړ به دې شو.))

د ټبر مشر خپل شعر داسې پېل کړ:

 ((د څښتن استازيه! د قريشو مشرکان،لسو کلو ته د جګړې نۀ کولو لاسليکوونکي،نيمه شپه ځينې د اوبو تر غاړې ويده او ځينې د خداى پر عبادت بوخت وو او بې پناه او بې وسلى وو او قتل عام شو.))

  دې شاعر د مسلمانانو د عواطفو او غيرت پارونه زياته کړه:

 ((حال دا چې مسلمانان وو، قتل عام شو.))

د ټبر د مشر عاطفي او هڅوونکيو شعرونو خپل کار وکړ. پېغمبر اکرم ورته د ټولو مسلمانانو په مخکې وويل:((عمرو سالمه! مرسته به دې وکړو.))

"عمرو سالم" د پېغمبر اکرم دې پرېکنده ژمنې ډاډمن کړ،چې پېغمبراکرم به ډېر ژر له قرېشو د "خزاعه" د ټبر غچ واخلي؛خو هېڅکله يې تصور نۀ کاوه،چې د پېغمبر اکرم دا هوډ به بېخي د قريشو جرړې راوباسي.

 ډېر وخت لا نۀ و تېر شوى،چې "بديل" او "رقاع" او د "خزاعه" د ټبر ځينې کسان ،پېغمبر اکرم ته راغلل او د "خزاعه" د ټبر ځپلو ته د "بني بکر" له ټبر سره يې د قرېشو له مرستې خبر کړ او بېرته مکې ته ستانه شول.

قريش د پېغمبر اکرم هوډ وار خطا کړل

"قريش" پر خپل کار ډېر پښېمانه شول او پوه شول د حديبيې تړون يې تر پښو لاندې کړى دى؛نو ځکه قريشو د پېغمبر اکرم د غوسې سړولو او د سولې پر تړون د ټينګار او د "مغازي واقدي" (2/792) د وينا له مخې، د تړون د اوږدولو لپاره يې خپل مشر "ابوسفيان" مدينې ته راولېږه چې هر څنګه وي قريشو ته د اوړو پوزه جوړه کړي.

 هغه د مدينې پر لور روان شو او په "غسقان" کې يې د "خزاعه" د ټبر له مشر سره وکتل او و يې پوښت:((ايا په مدينه کې وې؟ او له دې پېښو دې "محمد" هم خبر کړى دى؟))

  ورته يې وويل: ((د خپل ټبر د غم ځپليو تسلۍ ته تللى وم او بېخي مدينې ته نۀ يم تللى.))

دا خبره يې وکړه او د مکې پر لور روان شو؛خو "ابوسفيان" د اوښ پچې راواخېستې او پکې يې د مدينې د کجورو زړى وکوت او پوه شو، چې له پېغمبر اکرم سره يې کتلي دي.

"ابوسفيان" مدينې ته روان شو او نېغ د خپلې لور "ام حبيبه"، چې د پېغمبر اکرم ښځه وه کور ته ولاړ. غوښتل يې د پېغمبر اکرم پر توشک کېني؛خو لور يې ترې راټول کړ.   

"ابوسفيان" خپلې لور ته وويل: ((توشک دې زما وړ و نۀ ليد او که خپل پلار دې ددې توشک وړ ونۀ کوت؟))

  ورته يې وويل: (( دا د پېغمبر اکرم ځانګړى توشک دى او تۀ کافر يې او ما و نۀ غوښتل کافر  او ناولى پر پاک توشک کېني.))

دا د هغه سړي د لور منطق دى،چې شل کاله يې پرله پسې د اسلام ضد خوځښتونو مشري پر غاړه وه او د ډېرو وينو د تويونو لامل و؛ خو دا ستره مېرمن،چې د اسلام په ښوونځي کې روزل شوې وه او ديني عقايدو دومره خوله وره کړې وه، چې خپل پلار يې پر اعتقادي دلايلو وغانده.

"ابوسفيان" د خپلې لور په خبره خپه شو او پېغمبر اکرم ته ورغى ،چې له پېغمبر اکرم سره پر تړون د ټينګار او اوږدېدو په باب خبرې وکړي؛خو پېغمبر اکرم يې ځواب ور نۀ کړ؛يعنې پېغمبر اکرم يې پر خبره بېخي غوږ و نۀ ګراوه.

"ابوسفيان" د پېغمبر اکرم له څو يارانو سره خبره وکړې،چې پېغمبر اکرم راضي کړي؛خو دې سپارښتنو هم هېڅ ګټه ونۀ کړه. په پاى کې د حضرت "علي" (ک) کور ته ورغى او ورته يې وويل: (( په دې ښار کې د نسب له اړخه راته ته نږدې يې؛نو"محمد" ته مې سپارښتنه وکړه.))

 حضرت "علي" (ک) ورته وويل:((موږ د پېغمبر اکرم په پرېکړو کې ګوتې نۀ وهو.))

 "ابوسفيان"،چې له حضرت "علي" (ک) نهيلى شو؛نو د حضرت "علي" (ک) پر مېرمن حضرت فاطمې بي بي يې سترګې ولګېدې،چې له "حسنينو" لوبوي.

 "ابوسفيان" د "زهرا" بي بي د عواطفو راپارولو ته وويل: ((د پېغمبر لورې! شونې ده زامنو ته دې ووايې د مکې خلکو ته پناه ورکړي او،چې دا نړۍ وي،د عربو ښاغلې شي.))

 "زهرا" بي بي،چې د "ابوسفيان" له خيرن نيته خبره وه، وويل: (( دا خبره په پېغمبر اکرم پورې اړه لري او زما زامن اوس مهال ددې کار واک و وړتيا نۀ لري.))

"ابوسفيان" يو ځل بيا حضرت "علي" (ک) وويل:(( "علي"!په دې باب راته لازمې لارښوونې وکړه.))

 حضرت "علي" (ک) ورته وويل:((ذهن ته مې ځانګړې لار نۀ راځي؛ خو که جومات ته ولاړ شې او مسلمانانو ته امان ورکړې.))

 "ابوسفيان": ((دا کار به ګټه ولري؟))

 حضرت "علي" (ک): ((دومره زياته  نۀ؛خو بې له دې مې ذهن ته بله لار نۀ راځي.))  

"ابوسفيان"، چې د حضرت "علي" (ک) پر پاکۍ او صداقت پوه و، د هغه وړانديز يې ومانه او د مدينې په جومات کې يې وړانديز پلى کړ. له جوماته راووت، پر اوښ سپور شو او مکې ته  روان شو . هغه چې د قرېشو مشرانو ته د خپل کار ګزارش وړاندې کاوه؛ نو د حضرت "علي" (ک) خبره رامنځ ته شوه او ويې ويل:((ما د"علي" په خوله او لارښوونه په جومات کې مسلمانانو ته پناه ورکړه.))

 په غونډه کې ناستو ورته وويل: (( ايا پېغمبر دې پر کار نيوکه وکړه؟)) ويې ويل: ((نۀ!))

 ورته وويل شول:(("علي" درسره ټوکې کړې دي؛ځکه پېغمبر دې پناه ورکولو ته بيخي پام نۀ دى کړى او يو اړخيز تړون هېڅ ګټه نۀ لري.))

 بيا يې پرله پسې جرګې وکړې،چې د مسلمانانود غوسې سړولو بله لار راپيدا کړي.(341) جاسوس ونيول شو

پېغمبر اکرم د مکې د سوبې او د قرېشو راپرځولو ته د عمومي جهاد اعلان وکړ،چې د اسلام د پرمختګ په مخکې تر ټولو ستر ګواښ او خنډ و. پېغمبر اکرم له خدايه غوښتل د قريشو له جاسوسانو دې دا خبره پټه وساتي.

د  رمضان د مياشتې په سر کې له شاوخوا ډېر سرتېري په مدينه کې راټول شول، چې تاريخ ليکونکيو يې په اړه ليکلي دي:

 (( مهاجر: 700 تنه  له 300 اسونو او له درې بيرغو سره.

انصار: ٤٠٠٠تنه له 700 اسونو او له ډېرو بيرغونو سره.

د "مزينه" ټبر: 1000 تنه له 100 اسونو او 1000 زره او له او 3 بيرغونو سره.

د "اسلم" ټبر: 400 تنه 30  اسونه او دوه بيرغه.

د "جهينه" ټبر: 800 تنه، 50 اسونه او 4بيرغه.

د "بني کعب" ټبر: 500 تنه، درې بيرغه،چې د لښکر نور سړي د "غفار" ، "اشجع" او "بني سليم" له ټبرونو وو. )) (342)

"ابن هشام" وايي: د اسلام د لښکر شمېر لسو زرو ته رسېده. له "بني سليم" نه  اوه سوه تنه او ځينې وايي،چې 1000 تنه ، د "غفار" له ټبره 400 تنه، له اسلم نه 400 تنه، له مزينه نه 1400 تنه او پاتې له مهاجرو، انصارو او د هغوى له هم ژمنو د "تميم" ، "قيس" او "اسد" له ټبرونو  وو.

دې موضوع عملي کولو ته د اسلامي حکومت ځواکونو مکې ته تللې ټولې لارې تر څارنې لاندې ونيوې. تګ راتګونه هم کابو شول. د اسلام ځواکونه لاخوځېدلي نۀ وو، چې حضرت جبرائيل راغى او پېغمبر اکرم ته يې وويل: (( د مسلمانانو په ليکو کې يو ساده سړى دى،چې قريشو ته يې ليک ليکلى او له بريده يې خبر کړي دي او د "سارا" په نامه ښځې ته يې پيسې ورکړي، چې قريشو ته يې ورسوي.))

"سارا" د مکې له ډمو وه او کله يې د مړيو په غونډو کى ويرونه کول. د بدر له جګړې وروسته، په مکه کې ېې کاروبار خراب شو؛ ځکه چې په هغه جګړه کې د قرېشو ستر شخصيتونه وژل شوي وو او د ګډا او سندرو محفلونه د وير پر محفلونو اوښتي وو او دا چې د خلکو په زړۀ کې د هغوى د مړيو کينه پاتې شي؛نو پر وير بنديز لګېدلى و؛نو ځکه "سارا" تر "بدر" دوه کاله وروسته مدينې ته راغله؛نو رسول اکرم وپوښتله:  (( ايا مسلمان شوى يې؟))

 ورته يې وويل: (( نۀ!))

  پېغمبر اکرم: (( نو څه ته راغلې يې؟ ))

  ويې ويل: (("قرېش" مې اصل و نسب دى،چې ځينې يې مدينې ته راغلل او د بدر تر جګړې وروسته زما کار خراب شو؛نو اړتيا راوستى يم يم.))

  پېغمبر اکرم حکم وکړ، چې جامې او خواړه دې ورکړل شي.سره له دې،چې پېغمبر اکرم پردې ښځه ولورېد؛خو بيا هم له "خاطب ابن ابى بلنعه" نه يې لس دينار واخيستل او د اسلام  پر ضد يې جاسوسي وکړه. په ليک کې ليکل شوي وو: ((د "خاطب بن ابى بلنعه"  له لوري د مکې خلکو ته: رسول اکرم بريدته چمتو دى،وسلې راواخلئ او دفاع ته تيار شئ.))

پېغمبر اکرم درې ستر سرتېري راوغوښتل او دنده يې ورکړه، چې د مکې پر لور روان شي او هغه ښځه،چې مو وليده؛نو ويې نيسئ او ليک ترې واخلئ.

 پېغمبر اکرم دا دنده حضرت "علي"، حضرت "زبير" او  حضرت "مقداد"(رضى الله عنهم) ته ورکړه. په "روضة خاخ"(يا حليقه) سيمه کې يې ښځه ونيوه او د هغې ګنډې يې ولټولې؛خو څه يې پکې پيدا نۀ کړل او ښځې  له ليکه بېخي منکره شوه.

حضرت "علي":((پر خداى قسم پېغمبر اکرم رښتين دى،بايد ليک راکړې ګنې په هره بيه،چې وي ليک درنه اخلم.))

 پر دې مهال "ساره" حس کړه،چې  حضرت "علي"(ک) د پېغمبر اکرم وفادار سرتېرى دى،څو يې خپله دنده سرته نۀ وي رسولي؛ لاس نۀ اخلي.

 "علي" (ک) ته يې وويل:(( لږ شاته شه!))

 او بيا يې د خپلو وېښتانو له چونټيو ليک راواويست او "علي" (ک) ته يې ورکړ.

 پېغمبر اکرم ددې مخکښ مسلمان له دې کاره خورا غمجن شو ،چې په سختو حالاتو کې يې د اسلام مرسته کړې وه؛ژر يې "خاطب" راوغوښت او ورنه يې ددې کار په باب يې وپوښت. هغه پر خداى  او رسول يې قسم وخوړ او ويې ويل،چې په ايمان کې يې د وېښته هومره توپير هم نۀ دى راغلى او ويې ويل: (( رسول الله! ته په خپله پوهېږى، چې په مدينه کې ځانته اوسېږم او کورنۍ مې په مکه کې ده،چې قريشو پرې خورا فشار راوړى دى او دا خبر مې؛ځکه قريشو ته ولېږه، چې له دې لارې پر خپلې کورنۍ د قرېشو زور زياتى لږ کړم.))

 د "حاطب"  له خبرو معلومېږي،چې قريشو به د مدينې پر احوال او د استخباراتو د ترلاسولو لپاره، په مکه کې د مسلمانانو خپلوان تر فشار لاندې نيول. سره له دې،چې د "حاطب" عذر سم عذر نۀ و؛خو پېغمبر اکرم د يو لړ مصالحو په اسلام کې مخينه له امله وباښه او ازاد يې کړ. آن حضرت "عمر" له پېغمبر اکرم څخه وغوښتل چې سر يې له تنې بيل کړه!

پېغمبر اکرم وويل: (( د بدر په جګړه کې يې برخه اخېستې وه او يوه ورځ پرې د خداى پېرزوينه وه؛نو ځکه مې ازاد کړ.))؛خو چې داسې پېښې رانه شي، څو آيتونه راغلل؛لکه: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاء تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءكُم مِّنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ أَن تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِن كُنتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاء مَرْضَاتِي تُسِرُّونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنتُمْ وَمَن يَفْعَلْهُ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاء السَّبِيلِ= مؤمنانو! زما او ستاسې دښمنان، دوستان مۀ نيسئ! تاسې ورسره دوستي کوئ او حال دا، چې هغوى تاسې ته له راغلي حقه منکر دي او هغوى ( د خداى) استازى او تاسې له دې امله ( له مكې) باسي،چې تاسې پر خپل پالونكي "الله" ايمان راوړى دى؛ نو كه تاسې زما په لار كې د جهاد او زما د خوښۍ تر لاسه کولو لپاره هجرت كړى وي (؛نو دوستي ورسره ونه کړئ) تاسې په پټه ورسره دوستي كوئ او حال دا چې تاسې، چې څه پټوئ او څه ښكاره كوئ، زه پرې ښه پوه يم او له تاسې، چې هر څوک دا (كار) وكړي؛نو په يقين له سمې لارې اوښتى دى. (ممتحنه/1)

په ټول کې ددې سورت له لومړي تر نهم آيته په دې باب رانازل شوي دي.(344)



پېغمبر اکرم روانېږي

دا چې څوک پوه نۀ شي؛د تګ تر وخته د تګ وخت او لار نه وه ټاکل شوې. پر اتم هجري کال د "رمضان" مياشتې پر لسمه د روانېدا حکم وشو. البته د مدينې او شاوخوا ټولو مسلمانانو ته له پخوا د تيار شئ حکم ورکړل شوى و.

پر هغه ورځ،چې پېغمبر اکرم له مدينې ووت؛ نو حضرت"ابوذرهم غفاري" يې په مدينه کې خپل ځاېناستى کړ او مدينې ته نږدې يې د لښکر پرېټ وکوت،چې پېغمبر اکرم له مدينې لرې شو او د "کديد"سيمې ته ورسېد؛نو اوبه يې راوغوښتې او روژه يې ماته کړه او ټولو ته يې د روژه ماتي حکم وکړ. ډېرو روژه ماته کړه؛خو ځينو نۀ او انګېرل يې،چې که روژه وي او جهاد هم وکړي؛نو ثواب به يې دوه ګرايه وي.

 دې ساده خلکو فکر نۀ کاوه،چې هماغه پېغمبر، چې په رمضان کې يې د روژې نيولو حکم کړى،هماغه درته د روژې ماتولو حکم هم کوي. هغه د نيکمرغۍ او د حق لارښوونکى دى؛نو په دواړو حالتونو او حکمونو کې د خپل امت نېکمرغي او خير غواړي او په حکمونو کې يې کله هم توپير نۀ شته.

 پېغمبر اکرم له دې،چې ځينو روژه ماته نۀ کړه؛خورا خپه شو او و يې ويل: (( هغوى سرکښه ګناهکاره ډله ده.)) (345)

 له پېغمبر اکرمه داسې مخکې تلل له دين او حقه کږلېچ او سرغړاوى راښيي، چې داسې ډله پر پېغمبر اکرم او شريعت يې پوره ايمان نۀ لري او فکر کوي، چې تر پېغمبر اکرم زيات پوهېږي؛نو ځکه خداى داسې کسان رټلي دي او وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ= مؤمنانو! د خداى او د هغه د استازي په مخكې (څه شى) وړومبى مۀ ګڼئ (او پر هغوى مۀ ور مخكې كېږئ) او (خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ، چې خداى اورېدونكى (او) پوه دى. (346)

"عباس بن عبدالمطلب" په مکه کې و او له مسلمانانو ځنې و او د پېغمبر اکرم په حکم په مکه کې پاتې شوى و،چې پېغمبر اکرم د قريشو له هوډه خبر کړي. هغه د "خيبر" تر جګړې وروسته،خپل اسلام ښکاره کړ؛خو بيا يې هم له قريشو سره اړيکې وې او هوډ يې کړى و،چې د وروستي مسلمان په توګه له مکې څخه مدينې ته ولاړ شي. په همغو  ورځو کې چې پېغمبر اکرم له مدينې راووت؛ نو  حضرت"عباس" هم له مکې راوتلى و او په "جحفه" کې سره مخ شول. د  حضرت"عباس" شتون دواړو لوريو ته ډېر ګټور و او که حضرت "عباس" نۀ و؛نو ښايي مکه بې له مقاومته تسليم شوې نۀ واى؛نو ځکه ويلى شم له مکې راخوځېدل يې د پېغمبر اکرم په حکم وو، چې د دواړو لوريو ترمنځ منځګړى وي.



د اسلام د لښکر تګلار

"مرالظهران" د مکې په څو کيلومټرۍ کې پروت دى. پېغمبر اکرم په داسې تګلار ځان د مکې شاوخوا ته ورساوه،چې د قرېشو جاسوسان پرې بيخي خبر نۀ شول. پېغمبر اکرم دا چې د کفارو په زړۀ کې وېره واچوي او دا سپېڅلى ځاى بې وينې تويونې تسليم شي؛نو خپلو سرتېرو ته يې حکم وکړ: (( خپاره شئ او په جګو ځايو کې هر يو بېل بېل اور ولګوئ.))

  "قريش" او هم ژمني يې ويده وو. د مکې د شاوخوا پر لوړو ځايو يې، چې پر هر ځاى اور وليد،چې ټوله مکه يې روښانه کړې؛نو خوبونه يې له سترګو وتښتېدل. د قريشو مشران؛ لکه "ابوسفيان بن حرب" او "حکيم بن حزام" پر خبره ځان پوهولو ته له مکې بهر راووتل.

حضرت"عباس بن عبدالمطلب" چې په "جحفه" کې له پېغمبر اکرم سره يو ځاى شوي و؛نو فکر يې وکړ،چې که "قريش" مقاومت وکړي؛نو ډېر "قريش" به پکې ووژل شي؛نو ښه به وي،چې داسې چاره وکړي،چې د دواړو لوريو پر ګټه وي او "قريش" تسليمېدو ته اړ کړي. هغه د پېغمبر اکرم پر سپنيه کچره سپور شو او د شپې مکې ته ولاړ، چې "قريش" د مسلمانانو له کلابندۍ خبر کړي او ورته د اسلام د سرتېرو د جنګي روحيي په باب خبرې وکړي او بالاخره پوه يې کړي،چې بې تسلمېدو بله چاره  نۀ شته.

 له لرې يې د "ابوسفيان" او "بديل ورقاء" خبرې واورېدې،چې يو بل ته وايي: (( ابوسفيانه! ما تر اوسه دومره لوى لښکر نۀ و ليدلى!))

 "بديل بن ورقاء": ((د خزاعه ټبر دى،چې جګړې ته راغلى دى.))

 "ابوسفيان": ((خزاعه دومره نه دى،چې دومره ډېر اور ولګوي او دومره لښکر راټول کړي.))

حضرت "عباس" يې په خبرو کې ورودانګل او "ابوسفيان" ته يې غږ کړ او ويې ويل:(("ابوحنظله!" ))  (د "ابوسفيان" کنيه)

"ابوسفيان" د  حضرت"عباس" غږ وپېژانده او  ويې ويل: (( ابوالفضله ! (د "عباس" کنيه) څه وايې؟))

 حضرت"عباس":(( پر خداى قسم دا لګېدلى اور د "محمد" سرتېرو لګولى دى. "محمد" له لوى لښکر سره راغلى،چې څوک ورسره مقاومت نۀ شي کړاى.))

د حضرت"عباس" خبرو پر "ابوسفيان" د وېرې رپ ولګاوه اوغاښونه يې کړچېدل او و يې ويل: (( مور و پلار مې دې درځار شي! اوس چاره څه ده؟ ))

حضرت"عباس": (( چاره دا ده،چې راسره پېغمبر اکرم ته ولاړ شئ او امان ترې وغواړئ؛ګنې ټول "قريش" په خطر کې دي.))

 بيا يې پر کچره سپور کړ او د اسلام د لښکر پر لور روان شول.

 "بديل بن ورقاء" او "حکيم بن حزام" مکې ته ستانه شول.

 و مو ليدل،چې د "عباس" هلې ځلې د اسلام پر ګټه شوې او د قريشو نابغه "ابوسفيان" يې داسې د اسلام له ځواکونو ووېراوه،چې سرته يې بې له تسليېدو بل خيال هم رانغى او بل خوا يې ستنېدو ته هم پرې نۀ ښود او پر هماغه شپه يې له ځان سره د مسلمانانو لښکرتون ته راووست او که مکې ته يې پرېښى واى؛ نو د قريشو افراطي مشرانو به يې نظر اړولى  واى او هغه او "قريش" به يې مقاومت ته اړ کړي وو.



حضرت عباس

ابوسفيان د مسلمانو لښکر تون ته وړي

حضرت "عباس" د پېغمبر اکرم پر ځانګړې کچره سپور و او "ابوسفيان" يې هم په ځان پسې کېنولى و او "ابوسفيان" يې د اسلام د سرتېرو له بې خرته بلو اورونو تېر کړ. د اسلام سرتېرو د پېغمبر اکرم کچره او "عباس" پېژانده؛ نو د تګ مخه يې و نۀ نيوه؛بلکى لار يې ورته پرانسته.

په نيمايي کې د  حضرت "عمر" سترګې پر "ابوسفيان" ولګېدې، چې په  حضرت "عباس" پسې سپور دى. و يې غوښتل هماغلته "ابوسفيان" ووژني؛ خو دا چې د پېغمبر اکرم تره ورته امان ورکړى و؛نو له دې کاره يې ډډه وکړه.

 حضرت "عباس" او "ابوسفيان" د پېغمبر اکرم خېمې ته نږدې له کچرې راکوز شول. حضرت "عباس" بې له اجازې خېمې ته ورننووت هلته له ننوتو سره د حضرت"عباس" او حضرت "عمر" ترمنځ شخړه شوه.

 حضرت "عمر" ټينګار کاوه، چې "ابوسفيان" د خداى دښمن دى او ځاى پر ځاى بايد ووژل شي.

حضرت"عباس":((ما ورته پناه ورکړې او زما امان ته بايد درناوى وشي.))

 پېغمبر اکرم "عباس" ته وويل:((تر سبا يې په خېمه کى وساته او سبا يې راوله.))


ابوسفيان د پېغمبر اکرم پر وړاندې

حضرت "عباس" سهار وختي "ابوسفيان" پېغمبر اکرم ته راووست. له پېغمبر اکرم نه انصار او  مهاجر راتاو وو،چې د پېغمبر اکرم سترګې پر "ابوسفيان" ولګېدې؛ ورته يې وويل:((وخت نۀ دى رارسېدلى، چې پوه شې خداى يو دى؟))

"ابوسفيان":((مور و پلار مې دې درځار شي! تۀ څومره پر خپلوانو مهربان يې .همدا اوس پوه شوم که بې له ((الله)) بل خداى واى؛نو اوس به يې زموږ مرسته کړې واى.))

 "ابوسفيان" چې د خداى پر يووالي ايمان راوړو؛ نو پېغمبر اکرم ورته وويل: (( ايا وخت نۀ دى رارسېدلى،چې پوه شې د خداى استازى يم؟))

 "ابوسفيان":((مور و پلار مې دې درځار شي! تۀ څومره په خپلو خپلوانو مهربان يې. زه مو د رسالت په باب لا تر اوسه په فکر کې يم.))

 حضرت "عباس" د "ابوسفيان" له دې شکه خپه شو او ويې ويل:((که ايمان را نۀ وړې؛نو و به وژل شې. ژر پر خداى او رسول يې ګواهي ورکړه.))

"ابوسفيان" ايمان راوړو او مسلمان شو. که څه هم "ابوسفيان" په وېره اسلام راوړو او د اسلام دين په داسې ايمان راوړو پسې نۀ ګرځي؛خو يو لړ مصلحتونو غوښتنه وه هر څنګه چې وي،د مکې د خلکو په اسلام راوړو کې دا لوى خنډ له لارې لرې کړي؛ځکه د "ابوسفيان" ، "ابوجهل" ، "عکرمه" او "صفوان بن اميه" په څېر کسان وو،چې خلک يې وېرولي وو او چا زړه نۀ کاوه د اسلام په باب فکر وکړي او خپل عقايد څرګند کړي.

 که د "ابوسفيان" دا په ظاهره اسلام راوړل، ورته ګټور نه وو؛خو هغو کسانو ته ډېر  ګټور وو،چې تر لاس لاندې يې کار کاوه او يا يې خپلوان وو. هر څه چې وو؛پېغمبر اکرم سره له دې،چې "ابوسفيان" په ظاهره ايمان راوړى و، خوشى يې نۀ کړ؛ځکه د مکې تر سوبې وړاندې يې پېغمبر اکرم له حرکاتو ډاډمن نۀ و؛ځکه پېغمبر اکرم د يو لړ مصلحتونو له امله، چې وروسته به وويل شي،حضرت "عباس" ته حکم وکړ،چې په يوه تنګه دره کې يې تر څارنې لاندې وساتي.

 حضرت "عباس" پېغمبر اکرم ته وويل:((د "ابوسفيان" رياست خورا خوښ دى او اوس يې،چې کار دې ځاى ته رسېدلى؛نو په دې بهير کى ورته يو مقام ورکړه.))

 سره له دې،چې "ابوسفيان" په دې 23 کالو کې پر اسلام خطرناک ګوزارونه کړي وو؛خو پېغمبر اکرم د يو لړ مصلحتونو له امله ورته يو مقام ورکړ او تاريخي جمله يې،چې د پېغمبر اکرم د روح ستروالى راښيي وويله:

(("ابوسفيان" کړاى شي،خلکو ته ډاډ ورکړي، چا "مسجدالحرام" ته پناه راوړه او يا وسله يې پر ځمکه کېښووه او يا يې خپله بې پلوي اعلان کړه او يا په ځان  پسې ور وتاړه او يا يې د "ابوسفيان" کور ته  (او ځينې وايې،چې د "حکيم بن حزام") ولاړ؛ نو د اسلام له بريده به په امان کې وي.)) (347) د مکې ښار بې له وينې توييدنې تسلمېږي

د اسلام ستر لښکر د مکې تر څو کيلومټرۍ پورې پرمختګ وکړ. پېغمبر اکرم هوډ کړى و،چې ښار بې له جګړې او مقاومته ونيسي او دښمن بې قېد و شرطه تسليم شي.

 هغه لاملونه، چې له دې موخې سره يې مرسته وکړه:

1 _ پېغمبر اکرم خپل لښکر پټ پر پټه له دې،چې څوک پرې خبر شي، د مکې خولې ته راووست.

2_د حضرت "عباس بن عبدالمطلب" منځګړتوب او دا،چې "ابوسفيان" يې له قريشو راوشلاوه او د اسلام لښکرتون ته يې راووست او د قريشو مشرانو بې له ابوسفيانه سم هوډ نۀ شو کولاى. "ابوسفيان" چې د پېغمبر اکرم عظمت ته تسليم شو؛نو پېغمبر اکرم وغوښتل،مشرکان پرې ووېروي؛ځکه پېغمبر اکرم  حضرت "عباس" ته وويل:

 (( د درې په خوله کې يې کېنوه،چې د اسلام لښکر يې له مخې تېر شي، چې د اسلام ځواک په خپلو سترګو وويني او چې مکې ته ستون شو؛نو خلک د اسلام له زوره ووېروي او له مغزو يې د مقاومت کولو فکر وباسي.))

ځينو د اسلام د لښکر غونډونه داسې ليکلي:

١_د "بني سليم" د ټبر 1000 کسيز لښکر،چې بولندوى يې حضرت"خالد بن وليد" و،چې دې لښکر دوه بيرغه درلودل ،چې يو يې د "عباس مرداس" او بل يې د حضرت "مقداد" په لاس کې و.

2_ دوه 500 کسيزه ډلې، چې بولندوى يې حضرت "زبير عوام" و، چې تور بيرغ يې په لاس کې نيولى و،چې په دې ډلو کې ډېرى مهاجر وو.

3_ 300 کسيزه ډله،چې د "بني غفار" له ټبر وه،چې مشري يې حضرت"ابوذر غفاري" کوله،چې يو بيرغ يې په لاس کې و.

4_  400 کسيزه ډله د "بني سليم" له ټبره و، چې مشر يې حضرت"يزيد بن الخصيب" و او يو بيرغ يې په لاس کې و.

5_ دوه 500 کسيزه ډلې د "بني کعب" له ټبره وې،چې بولندوى يې حضرت "بشر بن سفيان" و او يو بيرغ يې درلوده.

6_  د "مزينه" د ټبر 1000 کسيز لښکر درې بيرغه درلودل. بيرغونه د حضرت"نعمان بن مقرن"، حضرت"بلال بن الحارث" او د حضرت"عبدالله عمرو" په لاسونو کې وو.

7 _  د "جهينه" د ټبر 800 کسيز لښکر،څلور بيرغه درلودل. بيرغونه د حضرت"معبد بن خالد"، حضرت"سويد بن صخره"، حضرت"رافع بن مکيث" او حضرت"عبدالله بدر" په لاسونو کې وو.

8 _ د "بنو کنانه"،"بنوليث" او "نمره" د ټبرونو 200 کسيز لښکر، چې بولندوى يې حضرت"ابو واقد ليثي" و او بيرغ يې هم په لاس کې و.

9 _ د "بني اشجع" د ټبر 300 کسيز لښکر،چې دوه بيرغونه يې د حضرت"معقل بن سنان" او حضرت"نعيم بن مسعود" په لاسونو کې وو.(348)

 دا ډلې چې د "ابوسفيان" له مخې تېرېدې؛نو عباس به يې د ډلو د ځانګړنو په باب پوښته او هغه به ورته ځوابونه ورکول،چې ددې لښکر عظمت او دبدبه نوره هم زياته شوه او هر لښکر به،چې د "عباس" مخې ته رارسېد؛نو د ډلې بولندوى به د ((الله اکبر)) نعره پورته کړ او ورپسې يې لښکر هم درې ځله د ((الله اکبر)) نارې وهلى.د  ((الله اکبر)) دې نارو د مکې په درو کې انګازې کولې،چې د اسلام د دوستانو د زړۀ قوت ؛ خو د اسلام په دښمنانو کې يې زهره چولې وه.

هر لښکر به چې تېرېده،"ابوسفيان"به پکې په پېغمبر اکرم پسې ګرځېده او "عباس" يې پوښت:(( پېغمبر په دې لښکر کې دى؟))

هغه به ځواب ورکاوه: (( نه!))

 څو ستر لښکر راغى، چې 5000 تنه پکې وو او يوازې 2000 تنو يې "زغرې" اغوستې وې او په ټاکلو واټنونو کې يې بيرغونه درلودل. ددې لښکر نوم "کتيبه خضراء" و؛يانې "شين لښکر" چې تر وېښتو پورې په وسله سمبال وو.

پېغمبر اکرم ددې لښکر په منځ کې، په خپل ځانګړي اوښ سپور او د انصارو او مهاجرو ستر شخصيتونه ترې راتاو وو او خبرې يې ورسره کولې. ددې لښکر عظمت "ابوسفيان" دومره ووېراوه،چې بې واکه يې حضرت "عباس" ته وويل: ((يو قدرت هم له دې ځواکونو سره جنګېداى نۀ شي. عباسه! د وراره سلطنت او ځواک دې خورا زيات شوى دى!))

حضرت "عباس" د رټنې او نيوکې په دود وويل: (( زما د وراره د ځواک سرچينه خداى ورکړى نبوت او رسالت يې دى،چې په مادي مسائلو پورې اړه نه لري.))



ابوسفيان مکې ته ځي

تردې ځايه حضرت "عباس" ښې چارې وکړې او "ابوسفيان" يې د اسلام له پوځي قدرته ووېراوه. اوس پېغمبر اکرم مصلحت وليد،چې "ابوسفيان" د اسلام د ځواكونو له تګه مخکې مکې ته ولېږي او مكيان د مسلمانانو له ستر ځوااکه خبر كړي او د خلاصون لار هم وروښيي؛ځكه يوازې وېرولو د پېغمبر اکرم موخه عملې نه کړاى شو او بايد خلكو ته لار هم وښوول شي.

 "ابوسفيان" ښار ته راننووت. خلكو چې کړۍ شپه په وېره تېره كړې وه او بې له ابوسفيانه يې هم هوډ نۀ شو کولاى؛  نو پرې راټول شول .

 "ابوسفيان" په الوتي رنګ او رپرېدلي ځان مدينې ته اشاره وكړه او خلكو ته يې وويل:((د اسلام ځواكونو ښار كلابند كړى او څو شېبې وروسته به راننوځي،چې مقاومت ورسره نه شئ کړاى، مشر يې "محمد"راسره ژمنه كړې،چې كه چا "مسجدالحرام" ته پناه يووړه او يا يې وسله پر ځمكه كېښووله او په خپل ځان پسې يې د بې پلو په توګه د كور ور وتاړه او يا زما او يا د "حكيم حزام" كور ته ولاړ شي؛ نو ځان او مال به يې دروند وي او له خطره به ژغورلى وي.))

پېغمبر اکرم پردې هم بسنه و نۀ کړه او،چې ښار ته راننووت؛نو بې له معرفي شويو پناه ځايو يې يو بيرغ "عبدالله خثعم" ته وركړ او ورته يې وويل:((خلكو ته ووايه: څوك چې تردې بيرغ لاندې راغلل؛نو په امان كې به وي.)) (349)

د "ابوسفيان" دې پيغام د خلكو له ذهنه د مقاومت خيال بېخي واېست او د حضرت "عباس" هلو ځلو پايله وركړه او بې له وينې توييدنې يې د مکې د فتح زېرى وكړ.

خلك په وېره ولاړل او ځانونه يې خوندي كړل. منډې ترړې او په ښار كې تېښته پېل شوه او د اسلام ستر دښمن،د پېغمبر اکرم په عقلمنه نقشه، تر ټولو د اسلام ستر خدمت وكړ. همدغه  مهال د  "ابوسفيان" ښځې،"هندې" خلك مقاومت ته راوبلل او خپل مېړه ته يې كنځل او سپكې سپورې وكړې. يو لړ افراطي مشرانو؛ لكه "صفوان اميه"،"عكرمه بن ابي جهل" او "سهيل بن عمرو" او د حديبې  په تړون كې د قريشو استازيو قسم وخوړ،چې ښار ته د اسلام د ځواكونو د راننوتو مخه ونېسي او يوه ډله ساده خلك يې هم له ځان سره كړل او په ايستليو تورو يې د اسلام د لومړۍ ډلې د راننوتو مخه ونيوه.



د اسلام پوځي ځواكونه ښار ته راننوځي

مخکې له دې چې د اسلام پوځي ځواكونه پر ښار ورننوځي،پېغمبر اکرم خپل لوړ پوړي افسران راوغوښتل او و يې ويل:

(( ټول كوښښ مې دا دى،چې مكه بې وينې تويدنې ونيسم؛نو ځكه يې مۀ وژنئ،چې درته نۀ خنډېږي او دغه لس تنه؛"عكرمه بن ابي جهل"،"هباربن لاسود"، "عبدالله بن سعد ابيسرح"، "مقيس حبابه ليثي"، "حويرث بن نقيذ"،"عبدالله بن خطل"،"معذان بن اميه"، "وحشي بن حرب"( د حضرت "حمزه" قاتل)،"عبدالله ابن الزبيري" او "حارث بن طلاطله" او څلور ښځې، چې وژنې او جنايتونه يې كړي وو او د جګړې اورونه يې بل كړي وو، هر چېرې مو چې ونيول؛ بې ځنډه يې اعدام كړئ.)) (350)

د پېغمبر اکرم دا حکم افسرانو سرتېرو ته ورساوه. سره له دې،چې پېغمبر اکرم د مکې د خلكو له روحي وضعيته خبر و؛خو د احتياط لپاره يې لاندې نقشه پلي كړه:

 ټول پوځي ټولي "ذى طوى" (لويه سيمه ده) ته راورسېدل،چې د مکې كورونه او "مسجدالحرام" ترې ښكارېده. د پېغمبر اکرم سترګې،چې د مكې پر كورونو ولګېدې؛نو په سترګو كې يې د شوق اوښكې وغړېدې. پېغمبر اکرم له احتياط نه خپل ځينې ځواكونه څه له بره او څه له كوزه ولېږل او ځينې ځواكونه يې مكې ته ورغليو لار ته ولېږل. ټول پوځي ټولي بې له مقاومته ښار ته ورننوتل او يوازې د  حضرت"خالد بن وليد" په مشرۍ ټولي ته د "عكرمه" او "صفوان" په مشرۍ هڅوليو خلكو مقاومت وكړ؛خو چې ١٢ يا ١٣ تنه يې ووژل شول؛نور وتښتېدل.(351)

يو ځل بيا "ابوسفيان" ناځانخبرى د اسلام په ګټه يو كار وكړ. تر اوسه پرې لا وېره ناسته وه او پوهېده،چې مقاومت ګټه نۀ لري؛نو ځكه يې وويل:(( قريشو! ځان د خطر په خوله كې مه اچوئ؛ ځكه د "محمد" له منظم او ستر لښكر سره جنګېدل او مقاومت بيخي ګټه نۀ لري،ولاړ شئ او وسلې مو پر ځمكه كېږدئ او په خپلو كورونو كې كېنئ او ورونه په ځان پسې وتړئ او يا "مسجدالحرام" ته پناه يوسئ، چې له خطره بچ شئ.))

 د "ابوسفيان" خبرو اغېز وكړ او ډېرى خپلو كورونو ته ولاړل او ځينو "مسجدالحرام" ته پناه يووړه.

پېغمبر اکرم د "اذاخر" په سيمې كې د حضرت"خالد بن وليد" د ټولي د تورو پړكار وليده او علت يې ترې وپوښته او ويې ويل:(( د خداى رضا تر هر څه غوره ده.))

 پېغمبر اکرم د مکې له لوړې څوکې "اذاخر" نه "حجون" ته او د خپل ګران تره حضرت"ابوطالب" د قبر تر څنګ راكوز شو او هماغلته يې ورته خېمه ووهله او څومره چې يې ورته ستونه وكړل،چې د چا كور ته ولاړ شه؛خو ورسره يې و نۀ منل.



د بوتانو ماتول او د کعبې پرېمينځل

د مکې ښار،چې كلونه كلونه د شرك او بوت لمانځنې مركز و، اسلامي ځواكونو ته تسليم شو او د ښار ټولې سيمې د اسلامي ځواكونو په ولكه كې شول. پېغمبر اکرم په خپله خېمه كې، چې د "حجون" په سيمه كې يې ورته وهلې وه استراحت وكړ، بيا پر خپل اوښ سپور، د طواف لپاره د "مسجدالحرام" پر لور روان شو. پوځي جامې يې پر تن او د جګړې خول يې پر سر وه او انصار او مهاجر ترې راتاو وو. د پېغمبر اکرم د اوښ مهار حضرت"محمد بن مسلمه" نيولى و.

 د پېغمبر اکرم په لار كې مسلمانانو او مشركانو منظمې ليكې جوړې كړې وې.ځينې وېرېدل او ځينې خوشحاله وو. پېغمبر اکرم د يو لړ مصالحو له مخې، له اوښه راكوز نۀ شو او پر خپل اوښ سپور يې د کعبې طواف وكړ او ددې پر ځاى،چې پر "حجرالاسود" لاس ومښي،په امسا يې تيږې ته اشاره وكړه او تكبير يې ووايه. د پېغمبر اکرم يارانو هم ورپسې تكبير ووايه. د مسلمانانو غږ د هغو مشركانو غوږونو ته ورسېد، چې په غرونو كې پټ وو. په "مسجدالحرام" كې ګڼه ګوڼه وه او پېغمبر اکرم يې طواف ته په ارام خيال نه پرېښووه.

 پېغمبر اکرم خلك چوپولو ته راوبلل. ټول چوپ شول،د ټولو سترګې پېغمبر اکرم پر لور شوې. پېغمبر اکرم پر طواف بوخت شو او په لومړي طواف كې يې سترګې پر "هبل" ، "اساف" او "نائله" بوتانو، چې د کعبې د وره له پاسه يې لګولي وو ولګېدې. پېغمبر اکرم په خپله سانګه (نېزه) پر بوتانو ګوزار وكړ او پر ځمكه يې راوغورځول او و يې ويل:

 (( قل جا الحق و زهق الباطل ان الباطل كان زهوقا.))؛يعنې حق له پرتم سره بريمن راښکاره شو او باطل له منځه ولاړ.په رښتيا چې باطل خو له سره بې بنسټه و.

"هبل" د مشركانو په مخ كې د پېغمبر اکرم په حکم دړي وړي شو.

 حضرت"زبير" په ملنډو "ابوسفيان" ته وويل: (( هبل؛ستر بوت مو مات شو.))

 "ابوسفيان" په خپګان حضرت "زبير" ته وويل: (( پر خپل حال مو پرېږده! كه د هبل له لاسه څه كېداى؛ نو زموږ به دا حال نه و.))

د پېغمبر اکرم طواف پاى ته ورسېد او د "مسجدالحرام" په ګوټ كې يوه شېبه كېناست.

 په هغو ورځو كې "عثمان بن طلحه" د کعبې كونجيوال و او د كونجي والۍ دا منصب ورته له پلار نيکه په ميراث كې پاتې و. پېغمبر اکرم خپل موذن، حضرت "بلال"(رض) ته دنده وركړه،چې د "عثمان" كور ته ولاړ شي او د کعبې كونجي ترې راوړي.

  حضرت"بلال" د پېغمبر اکرم پيغام ورساوه؛خو مور يې "عثمان" ته وويل:(( د کعبې د كونجي والۍ وياړ يوازې زموږ د كورنۍ دى،كونجي ورنۀ کړې.))

 "عثمان" د مور لاس ونيو او كوټې ته يې دننه  كړه او ورته يې وويل: (( كه كونجي ورنۀ کړم؛ نو په زور به يې رانه واخلي.)) (352)

د کعبې كونجي وال راغى او د کعبې ور يې پرانيست او پېغمبر اکرم کعبې ته ننوت او ورپسې حضرت"اسامه بن زيد"،حضرت "بلال" او  حضرت"عثمان بن طلحه" ورننوتل او د پېغمبر اکرم په حکم د کعبې ورۀ ته "خالد بن وليد" ودرېد،چې د خلكو د ګڼې ګونې مخه ونېسي.

 د کعبې پر دېوالونو يې ډول ډول انځورونه کښلي وو. د پېغمبر اکرم په حکم يې، د زمزم په اوبو دېوالونه پرېمينځل او ټول رسمونه يې پاك كړل.



حضرت "علي" د پېغمبر اکرم پر اوږو محدثان او تاريخپوهان وايي: ځينې په كعبه كې دننه او بهر بوتان حضرت "علي" (ک) مات كړل. پېغمبر اکرم،حضرت "علي" ته وويل:(( كېنه چې پر اوږه دې وخېژم او بوتان مات كړم.))

 "علي" (ک) د کعبې د دېوال تر څنګ، پېغمبر اکرم په خپلواوږو جګ كړ. "علي" (ک) د دروندوالي او کمزورۍ احساس كړه. پېغمبر اکرم پوه شو، حضرت"علي" ته يې وويل:((پر اوږو مې وخېژه!))  "علي" د پېغمبر اکرم پر اوږو جګ شو او د قريشو د لوى مسين بوت يې راونړاوه او بيا پر نورو بوتانو لګيا شو.(353)

"حله" او "ابن العرندس" د نهمې پېړۍ اسلامي شاعران دي،چې دا پېښه يې په خپلو قصيدو كې راوړې، چې پښتو مفهوم يې دادى:

(( د پېغمبر اکرم پر اوږو د "علي" (ک) ختل،د "علي" فضيلت دى،چې دا فضيلت په خپلوۍ او ملګرتيا سربېره دى.))

پېغمبر اکرم حکم وكړ:(( د کعبې ور خلاص كړيء،لاسونه يې د ورۀ پر چوكاټ اېښې وو،خلكو ته يې وويل:د هغه خداى شكر كاږم،چې په خپله ژمنه يې عمل وكړ او له خپل بنده سره يې مرسته وكړه او دښمنان يې يوازې ځان وځپل .))

څښتن تعالى د قصص د سورت په 85  آيت كې پېغمبر اکرم ته ژمنه وركړې وه:

إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ= بېشكه چا چې دا قرآن پر تا فرض كړى دى، تا هرومرو خپل ځاى (= ټا ټوبي) ته ستنوي))

پېغمبر اکرم ددې وينا په ويلو،چې:(خداى پر ژمنه عمل وكړ)د هغه د غيبي وعدې د عملي كولو خبره وکړه او يو ځل بيا يې خپله ريښتينولي په ډاګه کړه.

ټول خلك چوپ وو او د هر چا ماغزو ته ډول ډول فكرونه راتلل. اوس هغه ډله د پېغمبر اکرم تر واك لاندې ده،چې له پېغمبر اکرم سره يې ډول ډول خونړۍ جګړې وكړې او ځوانان او ياران يې ورته ووژل او هوډ يې نيولى و،چې د شپې د پېغمبر اکرم پر كور يرغل وكړي او په خپل كور كې يې ووژني. دې خلكو به يو بل ته پر پېغمبر اکرم كړي تيري رايادول او يو بل ته يې ويل: (( اوس به مو وژني،ځينې به مو بنديان كړي او ښځې او ماشومان به مو اسيران كړي.))

  دوی په خپلو شيطاني فكرونو كې ډوب وو،چې پېغمبر اکرم وويل:(( څه وياست او زما په باب څه فكر كوئ؟))

ټولو په وېره او رپېدلي غږ وويل:((موږ يوازې ستا د نيكۍ‌ په باب فكر كوو، تا خپل ستر ورور او د ستر ورور زوى بولو.))

د پېغمبر اکرم د زړۀ سواندۍ او لورېنې چينه راوخوټېده او ويې ويل:

 (( زه به هم هماغه تاسې ته ووايم،چې ورور مې "يوسف" خپلو ورونو ته وويل: ((لا تتريب عليکم اليوم يغفرلکم و هو ارحم الراحمين))؛يعنې نن پر تاسې ملامتي نۀ شته،خداى به مو ګناهونه وبښي او هغه "ارحم الراحمين" دى.)) (354)

 له دې ويناوو مخکې،څه چې د مکې خلك هيله من كړي وو، د خپل بولندوى پر وړاندې د پېغمبر اکرم سخت غبرګون و،چې ويلې يې وو: (( نن د جګړې ورځ ده او نن مال او ځان مو حلال شمېرل کېږي.))

 پېغمبر اکرم چې دا خبره واورېده؛نو ډېر سخت خپه شو او د بولندوى تاديب ته يې له خپل مقامه عزل كړ او "علي" (ک) ته يې دنده وركړه، چې ولاړ شي او بيرغ ترې واخلي او ويل كېږي،چې زوى يې پر ځاى بولندوى كړ. دا بولندوى حضرت"سعد بن عباده"،د "خزرج" د ټبر مشر و.



پېغمبر اکرم عمومي بښنه اعلان كړه

پېغمبر اکرم عمومي بښنه داسې اعلان كړه:

(( تاسې زما ډېر ناوړه هېوادوال وئ،زما رسالت مو و نۀ مانه او له خپل كوره مو وشړلم او هغه لرې ځاى ته،چې ور مهاجر شوى وم،له ما سره وجنګېدئ؛خو له دې ټولو جرمونو سره مو بښم او له پښو مو د مريتوب زنځېرونه خلاصوم او اعلانوم،چې: "اذهبوا فانتم الطقاء" ولاړ شئ ! ټول ازاد ياست او خپل ژوند وكړئ !))



حضرت بلال اذان كوي

د ماسپښين د لمانځه وخت راورسېد. د پېغمبراکرم رسمي موذن د کعبې پر بام وروخوت او پر خوږ غږ يې اذان وكړ. مشركانو خبرې كولې اوويل يې:(( پلانى څومره بختور و، چې مړ شو او د اذان غږ يې وا نۀ ورېد.))

 پردې  مهال "ابوسفيان" وويل:(( په دې باب څه نۀ وايم؛ځكه د "محمد" استخبارات دومره قوي دي،چې وېرېږم د جومات شګې هم جاسوسانې يې وي او  خبره مې ور ورسوي.))

خو ده ته بايد وويل شي،چې:پېغمبر اکرم د وحې له لارې د نړۍ پر حالاتو پوهېده،نۀ د استخباراتو له لارې .

پېغمبر اکرم د ماسپښين لمونځ وكړ،بيا يې "عثمان بن طلحه" راوغوښت او د کعبې كونجي ګانې يې وركړې او ورته يې وويل: (( دا مقام ستاسې دى او ستاسې په كورنۍ كې به خوندي وي.))

له پېغمبر اکرمه همدا تمه كېده؛ځكه خداى ورته ويلي وو: (( خلكو ته امانتونه يې وروسپاره. ))(355)

 هغه كله هم په زور او پوځي ځواك د خلكو حقوق تر پښو لاندې نۀ کړل او خلكو ته يې په  ډاګه وويل: (( د کعبې كونجي والي د "ابن طلحه" څرګند حق دى او بل څوك په کې حق نۀ لري)) او همداسې پېغمبر اکرم د کعبې ټولې دندې،بې له هغو چې د خلكو پر ګټه وو،لرې كړې. پېغمبر اکرم د کعبې د كونجي والۍ، پر کعبې د پوښښ اچولو او د "بيت الله" زايرانو ته د اوبو د ورکړې وظيفې پر خپل حال پرېښووې.



د مکې ښځې له پېغمبر اکرم سره بيعت كوي

د "عقبه" له تړون وروسته (هغه تړون،چې په کې اويا تنو ګډون كړى و، چې درې تنه يې ښځې وې او له هجرت مخکې تړل شوى و) دا لومړى ځل و، چې پېغمبر اکرم له ښځو لاندې دندو ته بيعت واخېست.

1 _ څوك له خداى سره شريك نۀ کړئ.

 2 _ خيانت ونۀ کړئ.

 3 _فحشاوو پسې به نۀ ګرځئ.

4 _اولاد مو و نۀ وژنئ.

5 _ د نورو زامن په خپلو مړونو پورې ونه تړئ.

6 _ له پېغمبر اکرم سره په نېكو كارونو كې مخالفت ونۀ کړئ.

د بيعت تشريفات داسې ترسره شول:

پېغمبر اکرم حکم وكړ: د اوبو ډك لوښى راوړيء،چې په کې يې عطر ګډ كړل او خپل لاس يې په کې كېښود او د "ممتحنه" سورت دولسم آيت يې پرې تلاوت كړ او له خپل ځايه پاڅېد او ښځو ته يې وويل: (( د چا چې ويل شوي شرطونه قبول وي او راسره بيعت كول غواړي؛نو لاس دې په هغه لوښي كې ننباسي او رسمي دې خپله وفا اعلان كړي.))

 ددې بيعت اخېستو علت دا و،چې د مکې په ښځو كې ځينې ناپاكه هم وې او كه پېغمبر اکرم ترې دا بيعت نۀ واى اخېستى؛نو امكان يې درلود چې په پټه ناوړه کارونه وكړي.



د مکې او د چاپيريال بوت خانې يې ړنګېږي

د مکې په شاوخوا كې ډېرې بوت خانى وې،چې د شاوخوا ټبرونو، خورا درناوى يې كاوه. پېغمبر اکرم هم په مکې كې د بوت پالنې د جرړو رانړولو ته يوه ډله د مكې شاوخوا سيمو ته ولېږله او په مكه كې يې هم اعلان وكړ،چې كه څوك په كور كې بوت لري؛نو مات دې يې كړي. (356)

 حضرت "خالدبن وليد" د يوې ډلې په مشرۍ د "جذيمه بن عامر" ټبر ته ولاړ، چې اسلام ته يې راوبلي. پېغمبر اکرم ورته ويلي وو،چې وينه يې توى نۀ کړئ. په دې ډله كې د حضرت "خالد بن وليد" مرستيال  حضرت "عبدالرحمن بن عوف" و.

 د جاهليت په دوران كې د "بني جذيمه" ټبر د  حضرت خالد تره او د  حضرت "عبدالرحمن بن عوف" پلار له "يمنه" د راستنېدو پر مهال وژلى و او مالونه يې لوټ كړي وو؛نو له هماغه وخته د "خالد" ورته په زړۀ كې كينه او دښمني وه؛نو چې "خالد" او "بني جذيمه" سره مخ شول؛ نو هغوى يې دفاع ته چمتو وموندل.

 بولندوى غږ كړ: (( وسلې مو پر ځمكه كېږدئ؛ځكه د بوت پالنې دوران تېر شو او مكه د اسلام ځواكونو ته تسليم شوه.))

 د ټبر مشرانو سلا په دې  كې وليده،چې تسليم شي. په دوى كې يو تن پوه شو،چې د بولندوى په زړۀ كې خيرى دى او خپلو مشرانو ته يې وويل: ((د تسليمېدو پايله اسارت او ورپسې مرګ دى))،چې بالاخره د ټبر د مشرانو خبره ومنل شوه او تسليم شول او وسلې يې پر ځمكه كېښووې.

 پر دې مهال د اسلام د ځواكونو بولندوى،د پېغمبر اکرم د وينا پر خلاف د ټبر د سړيو لاسونه له شا وتړل او ټول يې بنديان كړل. بيا سهار وختي له هغوى ځينې د "خالد" پر حکم اعدام او ځينې يې  ازاد  شول.

د "خالد" د سرغړونې خبر پېغمبر اکرم ته راورسېد، چې خورا خپه شو. ژر يې "علي" ته حکم وكړ،چې نوموړي ټبر ته ولاړ شي او ورته د وينې بيه او تاوان يې وركړي.

 حضرت "علي" په تاوان وركولو كې دومره پام او احتياط وكړ، چې ان د هغه لرګينې كاسې پېسى يې هم وكړې، چې سپي په کې اوبه څښكلې،چې د خالد ځواكونو ماته كړې وه او بيا يې ټول غمځپلي مشران راوغوښتل او ورته وويل:(( آيا د ټولو بې ګناه وژل شويو تاوان مو واخېست؟ ))

  ټولو وويل: (( هو!))

 بيا حضرت "علي" دا چې غم د خلكو له ياده وتلى وي؛ نو اضافه پېسې يې هم د احتياط لپاره خلكو ته وركړې او مكي ته راستون شو.

پېغمبر اکرم د "علي" (ک) كار وستايه او خپل لاسونه يې اسمان ته پورته كړل او ويې ويل: (( خدايه! زه د "خالد" له كاره بېزاره يم، ما ورته د جګړې حکم نۀ وكړى.)) (357)

دا چې حضرت "علي" (ک) د پېغمبر اکرم په حکم په دقت غمځپلي ټبر ته تاوان وركړى و او په پوره عدالت يې چلن كړى و،و يې ويل:

 (( "علي"! زه ستا دا كار د سرو وېښتو له اوښانو سره نۀ بدلوم.(358) "علي"! زه دې راضي كړم،خداى دې له تا راضي شي."علي" تۀ د مسلمانانو لارښوونكى يې. نېكمرغه هغه دى، چې درسره به مينه كوي او لاروي به دې كوي او بدمرغه هغه دى،چې درسره مخالفت كوي او له لارې دې كوږ ځي. (359) "علي"! تۀ ما ته داسې يې؛ لكه هارون، چې موسى ته و؛خو پردې توپير،چې له ما وروسته بل پېغمبر نۀ راځي.)) (360)

 يادونه: "خالدبن وليد" د  حضرت "ابوبكر" د خلافت پر مهال حضرت د "مالك بن نويره" پر قبيله بريد وكړ،چې ټول د قبيلې وګړي دفاع ته چمتو وو او ټولو وويل:((موږ مسلمانان يو او بايد د اسلام ځواكونه راباندې يرغل و نۀ كړي."خالدبن وليد" ټول بې وسلې كړل او د ټبر مشر  حضرت"مالك بن نويره" يې وواژه او د هغه مېرمن يې پر همغه شپه ځانته په نکاح کړه.)) (361)



اووه درېرشم څپرکى

د حنين جګړه

د پېغمبر اکرم كړنلار دا وه،چې سيمه يې  فتح كړه؛څو په خپله به هلته و؛نو د سيمې سياسي او ديني چارې به يې په خپله سمبالولې او په راستنېدو كې به يې لايق او وړ انسان ته چارې سپارلې،چې د اسلام د دين قوانين پلي كړي او خلكو ته په ښه توګه لارښوونې وكړي.

 پېغمبر اکرم،چې هوډ ونيو،له مکې د "هوازن" او د  "ثقيف" ټبرونو ته ورشي؛نو حضرت"معاذ بن جبل" ته يې د خلكو د ديني چارو د سمبالنې دنده وركړه او د ښار چارې او د جومات امامت يې حضرت"عتاب بن اسيد" ته وسپاره او په خپله په مكه كې له پينځه لسو ورځو پاتې كېدو وروسته، د "هوازن" د ټبر سيمې ته روان شو.(363)


د اسلام بې سارى لښكر

حضرت پېغمبر اکرم په هغو ورځو كې دولس زره وسلوال سرتېري درلودل،چې لس زره يې له مدينې څخه د مکې فتح ته راغلي وو او دوه زره تنه د قريشو ځوانان وو،چې د مكې له سوبې وروسته د اسلام له ځواكونو سره يوځاى شوي وو، چې مشري يې "ابوسفيان" كوله.

 داسې لښكر په هغو ورځو كې سارى نۀ درلود او د لښكر همدا ډېروالى د لومړنۍ ماتې لامل يې شو؛ځكه د وګړيو پر ډېروالي غره شول او پوځي تاكتيكو ته يې شا كړه،د يو صحابي سترګې،چې پر لښکر ولګېدې؛نو ويې ويل:((موږ به د سرتېرو د ډېروالي له امله ماتې و نۀ خورو؛ځكه ځواكونه مو له دښمنه ډېر دي.)) (364)

خو دې ټکي ته يې پام نۀ و،چې يوازې د شمېر زياتوالى د بري لامل  نۀ دى،چې قرآن شريف هم دې خبرې ته اشاره كړې ده:

 لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُم مُّدْبِرِينَ= په  رښتياخداى په ډېرو ځايو كې له تاسې سره مرسته كړې ده (او پر دښمن بريالي شوى) او د حنين د غزا پر ورځ ( يې هم درسره مرسته وكړه) چې تاسې د خپل شمېر پر زياتوالي غره وئ ؛ خو څه ګټه يې درته و نۀ رسوله او پراخه ځمكه درباندې تنګه شوه؛ بيا مو (دښمن ته ) شا واړوله او وتښتېدئ . (365)


د اطلاعاتو راټولول

د مکې له فتح وروسته د شاوخوا په قبائلو؛لكه "هوازن" او "ثقيف" كې پټ او مرموز خوځښتونه ليدل كېدل او ترمنځ يې اړيکې هم نيول كېدې، چې رابط يې "مالك بن عوف نصري" و او ددې اړيکو او ناستو پاستو پايله دا شوه:مخکې له دې،چې اسلام پر لور يې ورشي، په خپله اسلام ته ښه راغلاست ووايي او مخکې له دې،چې مسلمانان پرې بريد وكړي، په ځانګړي پوځي تاكتيك د اسلام ملا ماته كړي؛نو دېرش كلن بې پروا ځوان يې بولندوى كړ،چې په دې جګړې كې ټول ټبرونه يو لاس شول او بولندوى حکم وكړ،چې: (( په جګړې كې ټول برخوال دې خپلوان او ښځې هم له ځان سره راولي.))

 ددې كار په باب وپوښتل شو؛نو ځواب يې ورکړ: (( پر دې  مهال به سرتېري د خپلوانو او ښځو د ساتنې لپاره په مېړانه وجنګېږي او د تېښتې فكر به يې ماغزو ته نۀ راځي.)) (366)

"دريد بن صمه" چې زوړ پوځي كار پوه و؛نو چې د ماشومانو او ښځو ژړاګانې يې واورېدې؛نو پر "مالك" يې نيوكه وكړه او دا كار يې د پوځي تكتيكونو پر خلاف وباله او ورته يې وويل:(( كه ماتې مو وخوړه؛نو ښځې، ماشومان او مالونه به مو مسلمانانو ته ورتسليم كړي وي))؛خو "مالك" خبره يې و نۀ منله او و يې ويل: (( زوړ شوى يې او پوځي شعور او عقل دې له لاسه وركړى دى.))

راتلونكې وښووه،چې د زوړ سړي خبره سمه وه او د ماشومانو او ښځو جګړې  ته راوستل  بې له ګېرېدو بله ګټه نۀ درلوده.

پېغمبر اکرم حضرت"عبدالله اسلمي" د دښمن پر تجهيزاتو ځان پوهولو ته ولېږه. هغه د دښمن لښكر ته ورغى او ځان يې پر خبره پوه كړ او پوره معلومات يې راوړل.

 "مالك" هم درې تنه جاسوسان د مسلمانانو پر لور ولېږل.

د دښمن بولندوى هوډ ونيو د خپلو سرتېرو كم والى پر يو پوځي تكتيك جبران كړي او د غافلګېرولو د ناڅاپي بريد له لارې د مسلمانانو د لښكر نظم له منځه يوسي. د "حنين" په  دره كې يې واړوله او خپلو سرتېرو ته يې وويل: (( د ګټونو او ډبرو شا ته پټ شيء او سنګر ونيسئ، د اسلام لښكر چې دې اوږدې  درې ته راورسېد؛نو  ټول راووځي او په ډبرو او غشيو يې وولئ او بيا دې ځانګړې ډله له غره راكوزه شي او مسلمانان دې ووژني.))


د مسلمانانو تجهيزات

پېغمبر اکرم د دښمن له ځېل او قدرته خبر و او مخکې له دې،چې له مکې حرکت وکړي،"صفوان بن اميه" يې راوغوښت او 100 "زرې" يې ترې د "عاريه مضمونه" په نامه واخېستې او په خپله يې هم دوه زرې پر تن او خولۍ يې پر سر كړه او په خپله سپينه "غاتره" سپور شو او د لښكر شاته روان شو.

 اسلامي ځواكونو شپه د درې په خوله كې تېره كړه. تر اوسه لا لمر نۀ و راختلى چې د "بني سليم" ټبر د  حضرت "خالدبن وليد" پر مشرۍ د "حنين" لارې ته ننوت. تر اوسه اسلامې ځواكونه لا په دره كې وو، چې له هر لوري پرې د تيږو او غشيو باران شو او د دښمن نورو سرتېرو د غشيو په باران كې پر مسلمانانو بريد وكړ. د دښمن دې ناڅاپه بريد مسلمانان سخت وارخطا كړل،بېواکه وتښتېدل او بې نظمه شول.

 د اسلام په لښكر كې منافقان له پېښې خورا خوشحاله شول. ان "ابوسفيان" وويل:((مسلمانان به د سمندر تر غاړې وتښتي.))

 بل منافق وويل: (( جادو باطل شو.)) بل منافق هوډ نيولى و، چې په هغه اخ و ډب كې پېغمبر اکرم ووژني.


د پېغمبر اکرم او وفادارې ډلې  پايداري

د مسلمانانو تېښتې پېغمبر اکرم خورا خپه كړ،چې اصلي لامل يې وېره او بې نظمي وه. احساس يې كړه، چې كه لاس و نۀ خوځوي او ځنډ وكړي ؛ نو هر څه به پر سيند لاهو شي؛نو په خپله غاتره سپور شو او په لوړ غږ يې وويل: (( يا انصار الله و انصار رسوله انا عبدالله و رسوله ! = د خداى او د هغه د رسول يارانو! زه د خداى بنده او رسول يې يم.)) دا جمله يې وويله او په خپله غاتره د جګړې د ډګر پر لور روان شو او حضرت "علي"،حضرت فضل بن "عباس"، حضرت "اسامه"، حضرت "ابوسفيان بن الحارث" (رضى الله عنهم)، له پېغمبر اکرم سره روان شول.(367)

پېغمبر اکرم خپل تره حضرت "عباس" ته،چې ښكلى غږ يې درلود،وويل: ((مسلمانانو ته ووايه: انصارو! چې له پېغمبر اکرم سره مو مرسته وكړه ! اى هغوى چې تر ونې لاندې مو له پېغمبر اکرم سره "بيعت رضوان" وكړ، چېرې روان ياست! پېغمبر اکرم دلته دى!))

 د حضرت "عباس" غږ غوږونو ته يې  ورسېد او په رګونو كې يې د غيرت وينه راوخوټوله. ټول راستانه شول او و يې ويل: (( لبيك! لبيك!))

د حضرت "عباس" پرله پسې غږونو،چې د پېغمبر اکرم د روغتيا زيرى يې وركاوه،ددې لامل شو،چې تښتېدلي په پښېمانۍ پېغمبر اکرم ته راوګرځي او خپلې ليكي د دښمن پر وړاندې سمې كړي. مسلمانانو د پېغمبر اکرم پر حکم او د تېښتې د بې غيرتۍ جبرانولو ته پر ستر بريد لاس پورې كړ او په يوه شيبه كې يې دښمن پر شا وتمباوه.

 پېغمبر اکرم د مسلمانانو ډاډ ته وويل: ((زه د خداى پېغمبر يم او هېڅكله دروغ نۀ وايم او خداى راته د بري ژمنه راكړې ده.))

دې پوځي تدبير وکړاى شول د "هوازن" او "ثقيف" جنګيالي ښځې، ماشومان او مالونه پرېږدي او د زياتو تلفاتو له وركولو وروسته د "اوطاس" او "نخله" سيمو او د "طايف" كلاګانو ته وتښتي. د جګړې  غنيمت

د مسلمانانو د تلفاتو شمېر 8 تنه و او مسلمانانو له دښمنه 6000 اسيران، 24000اوښان، 40000 څاروي او څلور زره وقيه(٨٥٢ کيلو ګرامه) سپين زر ونيول.

پېغمبر اکرم حکم وكړ:((بنديان او غنيمتونه "جعرانه" ته يوسئ))  او څو تنه ساتنې ته يې وټاكل او حکم يې وكړ:((څوك دې غنيمت ته لاس ور نۀ وړي،چې تښتېدلى دښمن تعقيب كړو.))

"ابن هشام" په خپله سيره كې د مسلمانانو د تلفاتو شمېر 4 تنه ليكلى؛ خو داسې لويه جګړه بايد ډېر تلفات ولري.


اته دېرشم څپرکى

د اتم هجري كال پېښې


د طائف جګړه

"طايف" د "حجاز" حاصلخېز ښار دى،چې د مکې په جنوب ختيځ كې پروت دى،چې له مکې12فرسنګه واټن لري او د سمندر له سطحې 1000 متره لوړ پروت دى او دا،چې "طايف" ښکلې هوا او باغونه درلودل؛نو د "حجاز" د تفريح او سيال مركز و.

 د عربو غښتلى ټبر؛ "ثقيف" په دې  ښار كې اوسېده.د "ثقيف" عربانو د "حنين" په جګړې كې د اسلام پر ضد جنګېدلي وو،چې له غاښ ماتوونكي ماتې وروسته خپلو هسکو او قوي کلاګانو ته پر شا شول.

 پېغمبر اکرم د بري د بشپړولو حكم وكړ،چې د"حنين" تښتېدلي دې تعقيب شي او حضرت " ابو عامر اشعري" او حضرت "ابوموسى اشعري" ته يې حكم وكړ،چي "اوطاس" ته تښتېدلي تعقيب كړئ."ابوعامر" په دې جګړې كې شهيد شو؛خو "ابوموسى" دښمنان وځپل. (368) پېغمبر اکرم هم له پاتې لښكر سره "طايف" ته روان شو.(369)

پېغمبر اکرم "طايف" ته په لار كې د "حنين" د جګړې د اور بلونكي؛"مالك" كلا له خاورو سره يوه كړه؛البته د "مالك" د كلا ورانولو، د غچ بڼه نۀ درلوده؛بلكې ددې لپاره وو،چې دښمن ته د پر شا تګ سنګر او اډانه پرې نۀ ږدي.

 اسلامي ځواكونو په يو بل پسې حركت وكړ او د ښار په شاوخوا كې يې غونډونه جوړ كړل.

د "طايف" كلا ډېره لوړه وه، قوي دېوالونه يې درلودل او د څار برجونو يې پر بهر پوره تسلط درلود.

 مسلمانانو كلابندي پېل کړه؛خو تر اوسه لا د كلابندى كړۍ نۀ وه پوره شوې،چې د دښمن له غشيو سره مخ شول او د اسلام د سرتېرو د پرمختګ مخه ونيول شوه او په هماغه لومړى شېبه كې ځينې شهيدان شول.(370)

پېغمبر اکرم د پرشاتګ حكم وكړ او ويې ويل:(( لښكرتون په داسې ځاى كې جوړ كړئ، چې د دښمن غشي درته نۀ رارسي.)) (371)

مسلمانان چې د حضرت "سلمان فارسي"له پوځي پوهې خبر وو، پېغمبر اکرم ته يې وړانديز وكړ چې د "چپنډې" او "ليندۍ" په جوړولو پر دښمن ډبرې ووروي. په هغه ورځو كې چپنډې د نننۍ توپخانې كار كاوه.

 چپنډه راوړل شوه او مسلمانانو پر چپنډه 20 ورځې د دښمن پر كلا ډبرې ورولې؛خو دښمن هم په مقابل کې د غشيو پر ورولو ډېر مسلمانان ټپي كړل.

"ابن هشام" د خپلې سيرې په 2/ 126 مخ كې وايي:((پېغمبر اکرم لومړى تن و، چې له چپنډې يې كار واخېست.))

اوس بايد وليدل شي،چې مسلمانانو په هغه بد حال كې چپنډه له كومه كړه؟ ځينې وايي:

 ((حضرت سلمان چپنډه جوړه كړه او مسلمانانو ته يې د هغه د كارولو چل وښود؛خو ځينې وايي،چې مسلمانانو چپنډه د "خيبر" په جګړې كې تر لاسه كړې وه او له ځان سره يې "طايف" ته راوړې وه.))(372)

 له تاريخه جوتېږي،چې دا چپنډه د "خيبر" نۀ وه؛ځكه پېغمبر اکرم د "حنين" او "طايف" له جګړې سره سم حضرت "طفيل بن عمرودوسي" د "دوس" د ټبر د بوت خانو ځپولو ته لېږلى و او هغه له 400 سرتېرو سره ، چې ټول يې د خپل ټبر وو،له يوې چپنډې سره په "طايف" كې له پېغمبر اکرم سره يوځاى شول او په دې جګړې كې له هغه وسايلو ګټه واخېستل شوه،چې د "دوس" له ټبره نيول شوي وو.(373)



په جنګي وسايلو د كلا د دېوال سوري كول

د دښمن تسليمېدو ته هر اړخيز يرغلونو ته اړتيا وه. د چپنډې له لګولو سره سم پرېكړه وشوه،چې د كلا دېوال سورې شي او مسلمانان كلا ته ورننوځي؛خو دا خورا ستونزمن كار و؛ځكه دښمن د باران په څېر غشي ورول  او څوك يې كلا ته نږدې نۀ پرېښوول.

 دې كار ته هغه مهال غوره وسيله جنګي "ارابه" وه، چې هغه مهال د نړۍ منظمو لښكرو درلوده. جنګي ارابه له لرګي جوړېده او د ډبل پوټكي پوښ وركول كېده او غښتلي سرتېرى ورلاندې شول او د كلا پر لور يې روان كړه او ترې لاندې يې د كلا دېوالونه سوري كول.

 د اسلام سرتېرو هم له دې جنګي وسلې كار واخېست او د كلا د دېوال په سوري كولو يې لاس پورې كړ؛خو دښمن پرې له پاسه سره کړې اوسپنه او سکروټې وغورځولې او د ارابې پوښښ يې وسوځاوه او مجاهدين يې له پاسه ټپيان کړل او مسلمانانو د ارابې له کارولو لاس واخېست. (374)



اسلامي ځواکونه مدينې ته راستنېږي

پېغمبر اکرم په دې جګړه كې له ټولو مادي او معنوي لارو كارو واخېست؛خو دې كلا نيولو ډېر  وخت غوښته؛خو په هغو موسمي شرايطو كې د اسلام د لښكر امكاناتو اجازه نۀ وركوله، چې تردې زيات هلته پاتې شي؛ ځكه چې:

1 _ د كلابندۍ په موده كې له مسلمانانو 13 تنه شهيدان شوي وو، چې اوه تنه له قريشو،څلور د انصارو او يو تن له يو بل ټبره  وو. ځينې هم د "حنين" په جګړه کې شهيدان شوي وو.

2 _ د "شوال" مياشت پر تېرېدو وه او د "ذي القعده" په را رسېدو وه، چې په کې د عربو له نظره جنګېدل حرام وو؛نو ځكه په كار وو،چې بې ځنډه كلابندي پاى ته ورسېږي،څو د "ثقيف" عربان پېغمبر اکرم له صالح سنت سره پر مخالفت تورن نۀ کړي اود "حج" موسم رانږدې و او سږ كال پر حج څارنه د مسلمانانو پر غاړه وه؛ځكه له دې مخکې څارنه يې د مکې مشركانانو كوله او په حج كې هم د "عربستان" له ټولو ځايو خلك راتلل او تبليغ ته مهم وخت و او پېغمبر اکرم هم غوښتل له حج حداكثره ګټه واخلي؛ځكه د "طايف" كلابندي يې ماته كړه او له لښكر سره د "جعرانه" پر لور روان شو،چې د غنيمتونو د ساتلو ځاى و. له جګړې وروسته پېښې

د "حنين"  او "طايف" جګړې پاى ته ورسېدې او پېغمبر اکرم "جعرانه" ته د غنيمت وېشلو ته راغى. دا له ټولو لوى غنيمت و،چې مسلمانانو لاس ته راوړى و،چې د اسلام د لښكر بودجه يې پوره کړاى شوه.(375)

د اتم هجري كال په پاى كې د پېغمبر اکرم مشره لور حضرت "زينب" مړه شوه. هغې له بعثته مخکې د خپل ترور زوى "ابوالعاص" سره واده كړى و او له بعثت وروسته يې په خپل پلارايمان راوړ؛ خو مېړه يې ا يمان رانۀ وړ او د بدر په جګړې كې يې د اسلام پر ضد په جګړې لاس پورې كړ او په هماغه جګړې كې اسير شو. پېغمبر اکرم پردې شرط ازاد كړ، چې لور يې مدينې ته راولېږي. هغه هم پر کړې ژمنه عمل وكړ او د پېغمبر اکرم لور يې مدينې ته ولېږله؛خو د قريشو مشرانو څو كسانو ته دنده وركړه، چې له نيمايي لارې يې راوګرځوي. د قريشو مامورانو په نيمايي لار كې د پېغمبر اکرم لور راونيوه او پر كجاوه يې نيزه وټومبله،چې حضرت "زينب" له وېرې پر ګېډه ماشوم سقط او وغورځاوه؛خو له خپلې ارادې يې لاس وانۀ خېست او مدينې ته په ناروغ ځان ولاړه او پاتې عمر يې له ناروغۍ سره په مدينه كې تېر كړ او د اتم هجري كال په پاى كې مړه شوه؛خو د پېغمبر اکرم دا غم له يوې خوشحالۍ سره يو ځاى و او له "ماريه" يې  زوى وزيږېد؛ هغه مينزه چې د "مصر" واكمن ورته ډالۍ كړې وه،چې نوم يې پرې "ابراهيم" كېښود.

او چې قابلې "سلمى" پر پېغمبر اکرم د زوى زېرى وكړ؛نو پېغمبر اکرم ورته په بدل کې قيمتي ډالۍ ورکړه.پر اوومه ورځ يې پسه "عقيقه" كړ، د ماشوم سر يې وخرايه او د سر د وېښتانو د وزن هومره يې سپين زر خيرات وركړل.(376)



نهه دېرشم څپرکى

د نهم هجري كال پېښې


د پلاويو راتګ

 د عدى بن حاتم اسلام

اتم هجري كال له ټولو ترخو او خوږو سره تېر شو، په دې كال كې د كفر له ټولو ستره هډه اسلام ته تسليم شوه او د اسلام د پوځي ځواک سيورى د "عربستان" ډېرو ځايو ته وغځېد. د عربو قبايلو فكر نۀ کاوه،چې اسلام به دومره ستر برى لاس ته راوړي؛نو له دې وروسته لږ لږ په دې فكر كې شول،چې مسلمانانو ته ځان ورنږدې كړي او دين يې ومني؛نو ځكه د ټبرونو استازي او كله كله به خپله ټبرونه پېغمبر اکرم ته راتلل او ايمان يې راوړ.

 په دې كال كې دومره پلاوي او استازي مدينې ته راغلل،چې پرې د "عام الوفود" نوم كېښوول شو.

چې کله د"طى" د ټبر يوه ډله د "زيدالخيل" پر مشرۍ پېغمبر اکرم ته راغله او د ټبر مشر پر خبرو پېل وكړه؛نو متانت او عقلمنۍ يې پېغمبر اکرم حيران كړ او و يې ويل:

((د عربو له ډېرو شخصيتونو سره مې كتلي دي؛خو دومره نۀ وو،چې څومره مې په هکله يې اورېدلي وو؛خو د "زيد" به باب مې لږ اورېدلي وو،حال دا چې هغه له دې ډېرغوره و، چې څه مې په باب يې اورېدلي وو،څومره به ښه وي،چې ورته د "زيد الخيل" پر ځاى "زيدالخير" ووياست.)) (377)

ددې پلاوو او استازيو راتګ راښيي اسلام د منطق او تبليغ له لارې په "عربستان" كې خپور شوى و.(378)البته د وخت فرعونانو؛يعنې "ابوسفيان" او "ابوجهل" د اسلام د پرمختګ مخه نيوه.

 د پېغمبر اکرم جګړې هم ډېرى د دسيسو شنډولو ته وې او همداسې  د فرعونانو ځپلو ته هم وې او هر دين او اصلاحي پروګرام بايد له خپلې لارې اغزې او خنډونه لرې کړي،چې خپلو موخو ته ورسېږي او ګورو،چې يوازې پېغمبراکرم نۀ؛بلكې ترې مخکې پېغمبرانو هم زيات كوښښ كاوه،چې داسې فرعونان او خنډونه له لارې لرې كړي.

 قرآن شريف د سوره نصر په 1-3 آيتونو كې ددې پلاوو د راتګ يادونه كوي او وايي:

إِذَا جَاء نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ=(پېغمبره!) چې كله د خداى مرسته او( پر باطلو د حق ) بريا راورسېږي.

وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا= او خلک وينې،چې ډلې ډلې د خداى دين ته ننوځي،

فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا= نو د خپل پالونكي پاكي او ستاينه ووايه او له بښنه ترې وغواړه! [ځكه] چې هغه ډېر توبه منوونكى دى.

سره له دې ټولو راشه درشو، اوه سريې او يوه غزوه پېښه شوه،چې سريه د دښمنانو د دسيسو د خنثى كولو او ډېرى بوتانو ماتولو ته وې،چې له دې سريو يوه هم د  حضرت "علي" سريه وه، چې پېغمبر اکرم د "طى" سيمې ته ولېږه.

 د نهم هجري كال له غزاګانو د "تبوك" غزا ته هم اشاره کړاى شو،چې په دې جګړې كې پېغمبر اکرم له ستر لښكر سره د "تبوك" سرحدي سيمې ته ولاړ او بې له دې، چې له دښمن سره مخ شي او يا وينه توى شى، مدينې ته راستون شو او د سرحدي ښارونو فتح كولو ته يې نورو ته لار پرانېسته.



د طى د ټبر بوت ماتېږي

پېغمبر اکرم له مخکې خبر و،چې د "طى" په ټبر كې لوى بوت دى، چې اوس يې هم عبادت كوي؛نو ځكه پېغمبر اکرم خپل لوړ پوړي افسر؛ حضرت "علي" (ک) له 150 تنو سپرو سره بوت ړنګولو ته ولېږه.

 حضرت "علي" (ک) احساس كړه،چې دا ټبر به هرومرو د اسلام د ځواكونو پر وړاندې مقاومت كوي او جګړه به پېښېږي؛نو ځکه سهار وختي پر هغه ځاى يې بريد وكړ، چې په کې بوت و او بريالي شول او له ډېرو جنګي غنيمتونو سره مدينې ته راستون شو.

 "عدى بن حاتم"،چې وروسته يې اسلام راوړ او مجاهد مسلمان شو او له خپل شريف پلار؛ "حاتم" وروسته ددې ټبر مشر و، د خپلې تېښتې خبره داسې كوي:

((مخکې له دې،چې اسلام راوړم،مسيحي وم او د اسلام پر ضد د تبليغاتو له امله مې له پېغمبر اکرم سره كينه وه. د اسلام له سترو بريو هم بې خبره نۀ وم او ډاډ مې درلود،چې يوه ورځ به "طى" ته هم راورسي او دا چې په خپل دين پاتې شم او د اسلام سرتېرو ته تسليم نۀ شم؛نو خپلو مريانو ته مې وويل،چې ماته تېز اوښان چمتو كړئ،كه خطر راپېښ شو، چې "شام" ته ولاړ شم او د مسلمانانو تر واك لاندې سيمې ووځم. يوه ورځ يو مريي راغى او د خطر زنګ يې وواهه او د اسلام د ځواكونو له پرمختګه يې خبر كړم. زه، ښځه او بچي مې ختيځ ته د "شام" پر لور، چې د "مسيحيت" مركز و،روان شو. خور مې په ټبر كې پاتې شوه او بندي شوه. وروسته له دې، چې زما خور يې مدينې ته بوتله؛نو د پېغمبر اکرم جومات ته نږدې په يو كور كې ساتل كېده ،چې د اسيرانو مركز و. هغه خپله کيسه داسې كوي:"يوه ورځ پېغمبر اکرم د اسيرانو د كور تر څنګه تېرېده، ما هم وخت غنيمت وګاڼه او د پېغمبر اکرم مخې ته ودرېدم او ورته مې وويل: ((پلار مې مړ شوى او زما ساتونكى هم ورك شوى دى.پر ما احسان وكړه، چې خداى درباندې احسان وكړي.))

پېغمبر اکرم وپوښتل: ((كفيل دې څوك و؟))

  ورته مې وويل:((ورور مې "عدى بن حاتم".))

 راته يې وويل:((هماغه چې له خداى او رسوله يې "شام" ته وتښتېد.)) پېغمبر اکرم دا خبره وويله او جومات ته روان شو. سبا بيا هم زما او د پېغمبر اکرم ترمنځ همدا خبرې وشوې ؛خو څه پايله يې نۀ درلوده.

 پر درېمه ورځ له پېغمبر اکرم نهېلې وم،چې يو ځوان مې وليد،چې د پېغمبر اکرم شا ته راروان دى او اشاره راته كوي،چې پاڅه او پرونۍ خبره بيا ورته وكړه.پاڅېدم او پرونۍ خبرې مې بيا ورته وكړې.پېغمبر اکرم راته ځواب راكړ:(( تګ ته بيړه مۀ كوه! ما هوډ نيولى،چې له يو امين سره دې خپل وطن ته ولېږم؛خو لا تر اوسه دې د سفر سريزې نۀ دي چمتو شوي.))

خور مې وايي:((هغه ځوان علي بن ابيطالب و،چې په پېغمبر اکرم پسې روان و او اشاره يې راكړه ،چې پرونۍ خبرې بيا پېغمبر اکرم ته وكړه.))

يوه ورځ يو كاروان، چې زموږ خپلوان هم په کې وو، له مدينې "شام" ته تله. خور مې له پېغمبر اکرم غوښتي وو،چې اجازه وركړي له دې كاروان سره "شام" ته خپل ورور ته ورشي. پېغمبر اکرم وړانديز يې ومانه او د سفر لګښت،يو اوښ او څه جامې يې وركړې.

 زه په "شام" كې په خپله كوټه كې ناست وم،چې ناڅاپه مې وليدل،چې يو اوښ له كجاوې سره زما د كور مخې ته پر ګونډو شو.و مې ليدل،چې خور مې پرې ناسته ده. خور مې له اوښه راكوزه كړه او كور ته مې بوتله.له دې وروسته مې خور پر ګيلو شوه،چې هغه مې په "طى" كې پرېښې وه او په خپله  ترې "شام" ته راغلى يم.

ما خپله خور هوښياره ګڼله؛يوه ورځ ورسره د پېغمبر اکرم په باب پر خبرو شوم او ورته مې وويل:((تۀ څه نظر لرې؟))

 خور مې راته ځواب راكړ:((په کې مې ډېر فضايل وكتل او ښه به وي، چې ژر تر ژره ورسره د دوستۍ تړون وکړې؛ځكه كه هغه پېغمبر وي؛نو ګټه به هغه كړې وي، چې چا پرې مخکې ايمان راوړو او كه يوازې  عادي واكمن وي؛نو زيان به در ونۀ رسوي؛بلكې د ځواک له سيوري به يې ګټمن شې.))


عدى بن حاتم مدينې ته ځي

عدى وايي:((د خور خبرو راباندې اغېز وكړ.مدينې ته ولاړم، چې ورسېدم؛نو ځان مې نېغ پېغمبر اکرم ته ورساوه.هغه مې په جومات كې پيدا كړ. پېغمبر اکرم چې وپېژاندم؛نو له خپل ځايه راپاڅېد او له لاسه يې ونيولم او خپل كور ته يې بوتلم. په لار كې يې يوه زړۀ ښځه مخې ته راغله؛و مې ليدل چې هغه په مينه ددې زړې خبرې اوري او په نرمۍ ورته ځواب وركوي.اخلاقو يې رامات كړم او له ځان سره مې وويل،چې هغه عادي واكمن نۀ دى.كور ته يې،چې ولاړم؛نو ساده ژوند يې نور هم حيران كړم. په كور كې يې د خرما د پاڼو توشك و،چې تر ما لاندې يې واچو. د "حجاز" واكمن،چې هر څه يې په واک کې وو،په خپله پر ځمكه كېناست. پوه شوم،چې هغه عادي واكمن نۀ دى، پردې مهال پېغمبر اکرم راته مخ كړ او زما د ژوند ټولې ځانګړنې يې راته وويلې او راته يې وويل:

(( آيا تۀ د دين له پلوه "ركوسي"(د "مسيحيت" او صابئى تر منځ يو دين دى) يې؟))

  ورته مې وويل:((هو!))

 راته يې وويل:((ولې دې د خپل ټبر د عايداتو څلورمه برخه په خپل جيب كې اچوله؟ آيا دين دې دا اجازه دركوله؟))

 ورته مې وويل: (( نۀ!))

له دې غېبي خبرو يې پوه شوم،چې د خداى استازى دى؟ تر اوسه په فكر كې ډوب وم،چې پېغمبر اکرم بيا پر خبرو شو او ويې ويل:(( د مسلمانانو نيستي دې ددې لامل ونۀ ګرځي، چې تۀ اسلام رانۀ وړې؛ ځكه يوه ورځ به د نړۍ‌ شتمني د هغوى په واك كې وي او څوك به نۀ پيدا كېږي، چې شتمني راټوله كړي. كه د مسلمانانو لږوالى او دښمن ډېروالى ستا د اسلام د نۀ راوړو لامل ګرځي؛ نو پوه شه چې يوه ورځ به مسلمانان دومره ډېر شي، چې له "قادسيه" به ښځې ځانته د خداى د كور زيارت ته راځي او څوك به ورته پورته هم نۀ شي كتلاى او كه نن وينې،چې ماڼۍ او ځواک د نورو دي؛نو ژمنه درسره کوم،چې يوه ورځ به هر څه د مسلمانانو په لاس كې وي او "بابل" به هم ونيسي.))

عدى وايي:((ژوندى وم او و مې ليدل،چې د اسلامي ايمان تر سيوري لاندې ښځې ځان ته له لرې لرې ځايو د خداى د كور زيارت ته راځي او چا ورته پورته هم نۀ شو كتای. و مې ليدل،چې "بابل" فتح شو او مسلمانانو د "كسرى" تاج و تخت ونيول. زه هيله لرم د پېغمبر اکرم درېمه خبره هم ووينم:"د نړۍ شتمنۍ به مدينې ته راشي او څوك به نۀ وي، چې راټوله يې كړي.")) (379)

"طبرسي" د توبې د سورت د 30 آيت په تفسير كې له پېغمبر اکرم سره د "عدى" كتنه رانقل كړې ده او وايي:(( پېغمبر اکرم،چې ورته آيت ولوست؛ نو "عدى" نيوكه وكړه او و يې ويل:"موږ هېڅكله د خپلو احبارو او راهبانو عبادت نۀ كوو؛نو څنګه مو تورنوئ،چې هغوى زموږ اربابان دي؟"))

 پېغمبر اکرم ورته وويل:(( كه هغوى د خداى حلال حرام او حرام يې حلال كړي؛ آيا بيا هم لاروي يې كوئ؟))

  ورته مې وويل: (( هو!))

  پېغمبر اکرم وويل:(( دا خبره پردې ګواه ده،چې هغوى مو خپل پالونکى او د واك خاوندان كړي دي.)) (380)



څلوېښتم څپرکى

د تبوك غزا

"تبوك" لويه ټينګه كلا وه،چې د اوبو د چينې ترڅنګ جوړه شوې وه او د "حجاز"  او "شام" په لار كې د "سوريه" د هېواد پر پوله پرته وه. "سوريه" هغه  مهال د ختيځ "روم" په ښكېل كې وه،چې مركز يې "قسطنطنيه" و.د "سوريه" د پولې ټول اوسېدونكي مسيحيان وو او د "سوريه" واكمنان د "روم" لاس ناستي وو.

د اسلام داسې په توندى خپرېدل او فتوحاتو د دښمن خوبونه حرام كړل او د چارې په فكر كې شول. د مکې د چارواکيو تسليمېدل او له پېغمبر اکرمه د "حجاز" د نورو ټبرونو لاروي،ددې لامل شول،چې د روم امپراتور له منظم لښكر سره پر مسلمانانو يرغل وكړي؛ځكه د اسلام نفوذ يې خپل حكومت ته ګټور نۀ باله.په هغو ورځو كې يوازې "روم" د "فارس" سيال و، چې په وسله سمبال و او روم ، فارس ته په پرله پسې ماتو ډېر غره كړى و.د روم لښكر له 4000 سپرو او پياده سرتېرو سره راغى او د "شام" په پوله كې يې واړول او د هغه ځاى ټبرونه؛لكه "لخم"،"عامله"، "غسان"، او "خدلم" هم ورسره شول او د "بلقاى" تر سيمې يې پرمختګ وكړ.(381)

پېغمبر اکرم ته دا خبر هغو كاروانو راورساوه،چې د "حجاز" او "شام" ترمنځ پر سوداګرۍ بوخت وو. پېغمبر اکرم بې له ځواب وركولو بله چاره و نۀ ليده او دا ناوړه خبر هغه وخت راورسېد،چې د مدينې او د شاوخوا  خلكو لا خپلې مېوې او درمندونه نۀ وو راټول كړي او کجورې هم نۀ وې رسېدلې او ويل كېږي،چې وچکالي هم وه؛خو مسلمانانو ته معنوي ژوند او لوړو موخو خورا ارزښت درلود.


د سرتېرو راټولول او د جګړې لګښت

پېغمبر اکرم د دښمن له سمبالښته خبر و؛نو له دې لوري ډاډمن و، چې دښمن ته ماتې وركول،پر معنوي شتمنۍ سربېره،مادي ځواک ته هم اړتيا لري؛ځكه پېغمبر اکرم خپل كسان مکې او د مدينې شاوخوا ته ولېږل،چې سرتېري راټول كړي او له شتمنو مسلمانانو وغواړي د زكات پر وركولو د جګړې لګښت پوره كړي.

بالاخره 30000 تنه جګړې ته چمتو شول او د جګړې لګښت هم تقريبًا پر زكات پوره شو،چې ددې لښكر 10000 سرتېري سپاره او 20000 يې پياده وو.

پېغمبر اکرم حكم وكړ:((هر ټبر دې ځان ته بيرغ ولري.))(382)

د حضرت "علي" يو وياړ دا دى،چې په ټولو جګړو كې د پېغمبر اکرم بيرغچي و،چې يوازې د پېغمبر اکرم پر حكم يې د "تبوك" په غزا كې برخه وا نۀ خېسته او په مدينه كې پاتې شو؛ځكه پېغمبر اکرم پوهېده،چې منافقان او ځينې "قريش" غواړي د پېغمبر اکرم په نشتوالي كې د اسلام نوى حكومت ړنګ كړي او دا هله كېداى شوه،چې پېغمبر اکرم لرې سيمې ته ولاړ شي او له مركز سره يې اړيکه پرې شي او "تبوك" هم له ټولو لرې سيمه وه،چې تر اوسه پېغمبر اکرم ورته سفر كوي.

 پېغمبراکرم پوره پوه شوى و،چې په نشتوالي كې به يې د اسلام ضد ډلې د "حجاز" له بېلابېلو سيمو خپل هم فكران راټول كړي او هر څه به پر سيند لاهو كړي.

 پېغمبر اکرم سره له دې،چې حضرت"محمد بن مسلمه" خپل ځايناستى كړى و؛خو "علي" (ک) ته يې وويل:(( تۀ مې د اهلبيتو،خپلوانو او د مهاجرو پالندوى يې او دې كار ته بې له ما او تا بل څوك وړ نۀ دي.))

په مدينه كې د حضرت "علي"  پاتې کېدو د منافقانو نقشې خاورې ايرې كړې؛ځكه پوهېدل كه حضرت "علي" (ک) وي؛نو ورانى  نۀ شي کړاى؛نو ځكه د حضرت "علي" وتو ته يې داسې اوازې خپرې كړې:

(( پېغمبر اکرم،"علي" جهاد ته راوبله؛خو "علي" د ګرمۍ او د لارې له سختۍ  ووېرېده او په جګړې كې يې ګډون و نۀ کړ.))

 حضرت "علي" (ک) د اوازو خنثى كولو ته پېغمبر اکرم ته ورغى. پېغمبر اکرم ورته خپله تاريخي خبره وكړه او پردې خبره يې د منافقانو زاره پړكه وچوله او ورته يې وويل:

 (( زما وروره! ځه مدينې ته ستون شه! د مدينې د چارو سمبالښت ته بې له ما او تا څوك لياقت او وړتيا نۀ لري،تۀ مې په اهل بيتو او خپلوانو كې استازى يې... آيا پردې خوشحاله نۀ يې، چې تۀ ما ته داسې يې؛ لكه "هارون" چې "موسى" ته و؛خو پردې توپير، چې له ما وروسته بل پېغمبر نۀ راځي.)) (383)



د لارې سختي

د اسلام لښكر له مدينې تر "تبوك" ډېرې سختې وګاللې؛نو ځكه پردې لښكر يې د "جيش الصره" نوم اېښى؛خو ايمان او مينې دا ستونزې هوارې كړې او په خلاصه غېږ يې د ستونزې خولې ته ودانګل.

 اسلامي ځواکونه،چې د "ثموديانو" سيمې ته ورسېدل؛نو پېغمبر اکرم د ګرمو او سوځنده بادونو له امله مخ په ټوټه پټ كړ او د كورونو له څنګ يې په بيړه تېر شو او يارانو ته يې وويل:((د "ثمود" د قوم د عاقبت په باب فكر وكړئ،چې له الهي حکم د سرغړونې له امله د خداى پر قهر ككړ شو او پوه شئ،چې هېڅ ايمانوال دې ډاډ و نۀ لري،چې د ژوند عاقبت يې د "ثمود" د قوم په څېر نۀ شي.)) بيا يې حكم وكړ چې:(( ددې سيمې اوبه و نۀ څښكئ او له اوبو يې خواړه هم جوړ نۀ کړئ،ان اودس هم پرې ونۀ کړئ او كه چا له دې اوبو ډوډۍ پخه كړې وي او اوړه يې اخكلي وي؛ نو څارويو ته يې واچوئ.))

د اسلام لښكر له دې حكم وروسته،خپله لار ونيوه. شپه وه،هغه څاه ته ورسېدل،چې د حضرت "صالح" اوښې ترې اوبه څښكلې وې. پېغمبر اکرم حكم وكړ، چې ټول دلته دمه وكړئ.

د احتياط حکم

پېغمبر اکرم د هغه ځاى له تودو او سوځنده طوفانو خبر و،چې انسان او ان اوښ تر خاورو لاندې کړاى شي؛نو ځكه يې حکم وكړ:((د اوښانو ګونډې وتړئ او څوك ځانته له خپلې خېمې را و نۀ وځئ.))

 تجربې جوته كړه،چې د پېغمبر اکرم د احتياط حکم ډېر ګټور و؛ځكه د "بني ساعده" د ټبر دوو تنو بې انضباطي وكړه او د شپې ځان ته له خېمې راووتل او بهر ووتل،چې يو يې طوفان وواژه او بل يې پر غره وايشته. پېغمبر اکرم ددې دوو له بې انضباطۍ سخت خپه شو او يو ځل بيا يې ټول عمومي انضباط ته راوبلل.(384)

حضرت "عبادبن بشير" د لښكر د ساتندوى غونډ بولندوى و. پېغمبر اکرم ته يې خبر وركړ،چې لښكر د اوبو په تنګسه كې دى او نږدې دى،چې د اوبو زېرمې خلاصې شي؛نو ځكه ځينو خپل ګران بيه اوښان حلال كړل او د هغوى د ګېډې اوبه يې وڅښكلې او ځينو صبر وكړ،چې خداى څه كوي.

خداى چې په خپل پېغمبر د بري زېرى كړى و،يو ځل بيا يې له پېغمبر اکرم او له يارانو سره يې مرسته وكړه. باران وورېد او ټولو اوبه وڅښكلې او لښكر د اوبه زېرمه بېرته ډكه كړه.

له غيبو د پېغمبر اکرم خبرېدل

د قرآن د وينا له مخې:

إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا= خو هغه استازى (ترې خبروي) چې (دې کار ته يې) غوره كړي؛نو په حقيقت كې مخكې او شاته يې ورته ساتونكي ګومارلي دي، (جن/ 27)

پېغمبر اکرم له غيبو خبرېږي؛خو د پېغمبر اکرم د علم حدود محدود دي او الهي ښوونو ته اړتيا لري؛ځكه كېداى شي له وړې موضوع خبر نۀ وي؛خو كله له تر ټولو كړكېچنو مسئلو خبر وي،چې د خلکو عقلونه حيران کړي او علت يې هماغه و،چې وويل شو: که خداى وغواړي پېغمبر يې له غيبو خبر شي؛نو خبر به يې کړي؛ ګنې د عادي انسان په څېر به بې خبره وي.

په نيمايي لار كې د پېغمبر اکرم اوښ ورك شو او ياران يې ورپسې شول. يو منافق راپاڅېد او و يې ويل:((وايې زه د خداى پېغمبر او له بل عالمه خبر دركوم؛خو حيران يم،چې ولې ورته د خپل اوښ درك  نۀ دى معلوم.))

 خبر پېغمبر اکرم ته راورسېد.پېغمبر اکرم ځواب وركړ:(( زه يوازې پر هغه څه پوهېږم،چې خداى راښوولي دي. همدا اوس راته خداى د اوښ درك راوښود، زما اوښ د پلانۍ دښتې په پلانۍ دره كې دى او پړى يې په ونې پورې نښتى او له حركته يې اېستلى دى.))

څو تنه هغه ځاى ته ولاړل او اوښ يې پيدا كړ.(385)



له غيبو بل خبر د حضرت"ابوذر"(رض) اوښ له تلو وتلى و،چې د اسلام له لښكره يې پاتې کړ. حضرت "ابوذر" لږ تم شو،چې كېداى شي اوښ يې پاڅېږي؛خو دې تمېدو ګټه نۀ درلوده، اوښ يې پرېښود او خپله ګنډه يې پر شا كړه او لار يې ونيوه،چې ژر تر ژره ځان خپلو مسلمانانو ورونو ته ورسوي. د اسلام لښكر د پېغمبر اکرم پر حکم په يوه ځاى كې دمې ته درېدلى و. ناڅاپه له لرې يو سړى وليدل شو،چې پر سخته‌ د لښكر پر لور را روان دى. رسول اکرم يې خبر كړ. پېغمبر اکرم وويل:((هغه "ابوذر" دى. خداى دې "ابوذر" وبښي،ځان ته روان دى،ځانته به مري او د قيامت پر ورځ به هم ځانته راژوندى كېږي.))

 راتلونكي پر ډاګه كړه،چې د پېغمبر اکرم خبره د كاڼي كرښه وه؛ځكه  حضرت "ابوذر" له ټولنې لرې په "ربذه" دښته كې له خپلې لور سره ومړ.(386)

د "تبوك" په جګړې كې د پېغمبر اکرم دا وړاندوينه 23 كاله وروسته جوته شوه او دا ستر صحابي،چې د حق ويلو او عدالت ته رابللو پر جرم ربذې ته شړل شوى و، لږ لږ يې د بدن قوت له لاسه وركړ او په كټ كې پرېوت. د عمر وروستۍ شېبې يې وې،چې مېرمن يې نوراني څېرې ته وكتل او په كړيكو په ژړا شوه. حضرت "ابوذر" وپوښتله:((ولې ژاړې؟)) مېرمن:(( ځكه ژاړم،چې كه مړ شې؛نو زه خو دومره ټوټه هم نۀ لرم،چې تا په کې كفن كړم.))

 حضرت "ابوذر" خپلې مېرمن ته موسكى شو اور ته يې وويل:(( په كلار شه! مۀ ژاړه! زه له پېغمبر اکرم سره وم،چې څو ياران يې هم وو،ناست وو،چې راته يې وويل: له تاسې به يو په دښته كې له ټولنې لرې يوازې مرئ او يوه ډله مؤمنان به يې خاورو ته سپاري، ټول هغه كسان  چې په هغه ورځ په  مجلس كې وو، په ابادۍ كې مړ شول او بې له ما بل نۀ دى پاتې او اوس ډاډمن يم،چې هغه زه يم،چې پېغمبر اکرم زما په باب خبرې كړي دي.زما له مړينې وروسته د "عراق" د حاجيانو په لار كې كېنه،يوه ډله مؤمنان به راشي،هغوى زما پر مرګ  خبر كړه.))

 د حضرت "ابوذر" مېرمنې وويل:((د حاجيانو د كاروان د تېرېدو وخت تېر شوى دى.))

 "ابوذر":(( لار وڅاره. پر خداى چې نۀ دروغ وايم او نۀ مې دروغ اورېدلي دي. ))  دا يې وويل او د روح مرغۍ يې د جنت پر لور والوته.(387)

"ابوذر" رښتيا ويلي وو. د مسلمانانو يو كاروان را روان و، چې په کې ستر ستر شخصيتونه؛لكه  حضرت"عبدالله بن مسعود"،حضرت"حجربن عدى" او حضرت"مالك اشتر"(رضى الله عنهم) هم وو. له لرې د  حضرت "عبدالله" سترګې پر مړي ولګېدې،چې ښځه او ماشوم ورته ناست دى او ژاړي. حضرت "عبدالله" لار پر لور يې وركږه كړه،كاروان هم ورپسې شو. حضرت "عبدالله"چې ور ورسېد؛ و يې ليدل چې دوست او ورور يې حضرت "ابوذر" پروت دى.سترګې يې له اوښكو ډكې شوې، د حضرت "ابوذر" مړي ته ولاړ و،چې د "تبوك" په جګړې كې يې د رسول اكرم وړاندوينه را پر ياد كړه: ((ځانته ځي،ځانته به مري او ځانته به له قبره راپاڅېږي.))

تاريخپوهانو د حضرت "ابوذر" د مرګ او ښخولو کيسه په بېلابېلو ډولونو نقل كړې ده. د تاريخ  په ځينو کتابو كې ليكل شوي،چې د كاروان تر رارسېدو پورې حضرت "ابوذر" ژوندى و او له كاروانيانو سره يې خبرې هم وكړې؛خو ځينې وايي د كاروان د رارسېدو پر مهال د حضرت "ابوذر" سا وتلې وه او ځينې داسې هم وايي، چې د حضرت "ابوذر" مړى ښځې او زوى يې لارې ته رااېستلى و او ځينې وايي ښځه  او لور يې د سرك پرغاړى ناست وو او كاروان، چې راغى؛نو كاروان يې له مړي خبر كړ.(388)

حضرت "عبدالله بن مسعود" د  حضرت "ابوذر" د جنازې لمونځ وكړ او خاورو ته يې وسپاره (ځينې وايي د جنازى لموځ يې "مالك اشتر" وكړ) د "ابوذر" له ښخولو چې خلاص شول؛نو حضرت "مالك اشتر" د حضرت "ابوذر" د قبر تر څنګه ودرېد، لاسونه يې پورته كړل او و يې ويل: (( خدايه! دا "ابوذر"؛ستا د پېغمبر يار و،چې خپل عمر يې ستا پر عبادت تېر كړ او ستا په لار كې له مشركانو سره وجنګېد او هېڅكله ستا د دين په لار كې كوږ نۀ شو؛خو جرم يې دا و، چې پر زړۀ او ژبه يې له منكر او فساد سره مبارزه پېل كړه؛ظلم او تېرې پرې وشو،ورټل او وشړل شو او بالاخره په غربت او يوازېتوب كې ځانته ومړ.



په تبوك كې د اسلام لښكر

د توحيد لښكر د نهم هجري كال د "شعبان" د مياشتې په پېل كې د تبوك سيمې ته ورسېد؛لکه چې د روم مشران د اسلام د لښكر د شمېر له زياتوالي او سرښندنې خبر شوي وو،چې دا مېړانه د "موته" په جګړې كې يې هم ازمېلى وه. روميانو خپل خير په دې كې وليد،چې لښكر پر شا كړي او په عمل كې دا خبره يې جوته كړي،چې د مسلمانانو پر ضد راغونډېدل دروغ و او هيڅ كله يې په ماغزو كې د بريد فكر نۀ درلود او دا خبره يوازې اوازه وه او په دې توګه خپل ځان بې پلوى وښيي.

"واقدي" په "مغازي" كې  ليكلي: (( پېغمبر اکرم په "تبوك" كې 20 ورځې پاتې شو.))

 پېغمبر اکرم يوه ورځ د سهار له لمانځه وروسته خطبه وويله،چې "واقدي" راخېستې ده.(389)

پردې مهال پېغمبر اکرم خپل لوړ پوړي افسران را وغوښتل، چې د "وشاورهم فى الامر" له مخې ورسره، مدينې ته د تګ په باب سلا مشوره وكړي.

شورا نظر وركړ: دا چې لښكر تبوك ته د را رسېدو پر مهال ډېرې سختۍ ګاللې دي؛نو غوره به وي دمې ته مدينې ته ولاړ شي او پردې سربېره،مسلمانان هم خپلې موخې ته رسېدلي وو او دښمن يې خپوروور کړ او وېره يې پرې كېنولې وه،چې دا ډار به يې پرې نۀ ږدي،چې ان پر اسلام د يرغل فكر وکړي او په دې توګه د شمال له لوري د "عربستان" امنيت تضمين شو.

په شورا كې لوړ پوړو افسرانو د پېغمبر اکرم درناوي ته وويل: (( كه له دې شرايطو سره بيا هم د خداى له لوري پر پرمختګ مامور يې؛ نو د پرمختګ حكم وكړه، موږ خدمت ته سينه پر لاس چمتو يو.)) (390)

پېغمبر اکرم وويل:((د خداى له لوري حكم نۀ دى رارسېدلى او كه راغلى واى؛نو په دې باب مې درسره  مشوره نۀ کوله؛نو ځكه د شورا نظر راته محترم دى او مدينې ته ستنېږو.))

د ضرار د جومات کيسه

د "عربستان" په ټاپووزمه كې،مدينه او "نجران" د كتابوالو دوه ستر مركزونه وو؛ نو ځكه د "اوس" او "خزرج" ځينې عربان  مسيحيان شول.

"ابوعامر"( د احد د جګړې د مشهور شهيد د حضرت"حنظله" پلار) د جاهليت په دوران كې مسيحي و. په مدينه كې،چې د اسلام ستورې وځلېد؛نو "ابوعامر" له دې پېښې سخت خپه شو او د "اوس" او "خزرج" له منافقانو سره يې خپلې صميمي همكارۍ پېل كړې. پېغمبر اکرم له ورانكارۍ يې خبر شو او د نيولو حكم يې وكړ. هغه له مدينې نه مکې، "طايف" او بيا "شام" ته وتښتېد او هلته يې د منافقانو د ګوند د استخباراتي څانګې مشري كوله،چې په يوه ليك كې يې خپلو دوستانو ته وليكل: (( د "قبا" په كلي كې د "قبا" د جومات پر وړاندې جومات جوړ كړئ او د لمونځ پر مهال په کې راټول شئ او د لمونځ په پلمه په کې خپلې نقشې او خبرې اترې وكړئ.))

"ابوعامر" هم د ننني دښمن په څېر پوهېده چې: په يوه هېواد كې، چې دين دود وي؛نو د دين تخريب ته غوره وسيله خپله د دين نوم دى او د دين له نامه د دين پر ضد ډېره ګټه اخېستل كېداى شي.

پېغمبر اکرم،چې تبوك ته روان و؛نو د نفاق د ګوند استازي پېغمبر اکرم ته راغلل او پلمه يې وكړه،چې زموږ ناروغان او بوډاګان د شپې په تياره او باراني شپو كې د "قبا" جومات ته نۀ شي راتلاى؛نو له پېغمبر اکرم يې وغوښتل هغوى په خپله سيمه كې جومات جوړ كړي. پېغمبر اکرم ورته هېڅ ځواب ور نۀ کړ او هر څه يې له "تبوك" نه راستنېدو ته پرېښوول.(391)

د نفاق ګوند د پېغمبر اکرم په نشتوالي كې د جومات په نامه خپلو جلسو ته يو ساختمان پرېښود.پېغمبر اکرم،چې له تبوك راستون شو؛نو ورته يې وويل: (( تاسې دا عبادتځى په څو ركعتو لمانځه پرانېزئ.))

پردې مهال پرېښته راغله او پېغمبر اکرم يې له هر څه خبر كړ او د "ضرار" نوم پرې يې كېښود؛ځكه په مسلمانانو كې سياسي درز اچولو ته جوړ شوې و. (د سوره توبه 107-110 آيتونه ددې جومات په باب نازل شوي دي)

پېغمبر اکرم حكم وكړ:((جومات له خاورو سره سم كړيء،ستنې يې وسوځوئ او څه موده ډېران يې كړئ.))

د "ضرار" د جومات ورانول،د نفاق ګوند ته غاښ ماتوونكى ګوذار و، چې بيا وروسته دا ګوند ټوټې ټوټې شو او ددې ګوند يوازېنى ملاتړ "عبدالله ابى" هم د "تبوك" له جګړې دوه مياشتې وروسته ومړ.

"تبوك" د پېغمبر اکرم وروستۍ جګړه وه، چې وروسته يې په يوه جګړې كې هم برخه وا نۀ خېسته.(392) يوڅلوېښتم څپرکى

د نهم هجري كال پېښې


د منى د ورځې پرېكړه ليک

د نهم هجري كال په پاى كې د وحې پرېښته راغله او د توبې سورت  (برائت) څو آيتونه يې راوړل او پېغمبر اکرم ته يې دنده وركړه،چې يو تن د حج په موسم كې مکې ته ولېږي،چې د "برائت" ياد شوي آيتونه له څلور مادييزه پرېكړه ليک سره هلته ووايي.

 په دې آيتونو كې د مشركانو امان پاى ته رسېدلى او ټول تړونونه ناليدلي ګڼل شوي،بې له هغو،چې لاسليكوونكي يې پرې عمل كړى وي او ورته ژمن وي او د كفر مشرانو او كافرانو ته اعلان دى،چې په څلور مياشتو كې دننه دننه له اسلامي حكومت سره خپله خبره سپينه کړي او كه په دې موده كې مو له شرك او بوت پالنې لاس وانۀ خېست؛نو خونديتوب به مو نۀ وي.

پېغمبر اکرم حضرت "ابوبكر"(رض) راوغوښت او د برائت آيتونه يې ور زده كړل او له څلوېښت تنو سره يو ځاى يې مکې ته ولېږه،چې د لوى اختر پر ورځ مشركانو ته يې ولولي. "مغازي" له حضرت "ابوبكر" سره د كسانو شمېر 300 تنه كښلى دى. (393)

حضرت "ابوبكر" د رسول اکرم پر حكم د سفر تيارى ونيو او مکې  ته روان شو. ډېر وخت لا نۀ و تېر،چې د وحې پرېښته راغله او د خداى له لوري يې ورته حكم راوړ،چې د توبې سورت يا بايد پېغمبر اکرم او يا هغه، چې له پېغمبر اکرم څخه وي،خلكو ته ورسوي. (394)

نو ځكه پېغمبر اکرم،حضرت "علي" راوغوښت او پر خبره يې پوه كړ او خپل ځانګړى اس يې وركړ او ورته يې وويل: (( ژر تر ژره ځان "ابوبكر" ته ورساوه او د توبې سورت ترې واخله او  په خپله يې ولوله.))

د پرېكړې څلور مادې:

1 _ بوت پالي حق نۀ لري بيت الله ته ننوځي.

2 _ په بربنډ بدن طواف منع دى.

3 _له دې وروسته به هېڅ بوتلمانځى د حج په مراسمو كې ګډون نۀ کوي.

4 _ هغوى چې له پېغمبر اکرم سره تړون كړى و او په خپل تړون ولاړ و، تړون يې د تړون د وخت تر خلاصېدو پورې محترم دى، ځان او مال يې هم محترم دى؛خو هغه مشركان،چې له رسول اکرم سره تړون نۀ لري او يا تړون لري؛خو عمل يې پرې نۀ دى كړى؛له ننه (د ذي الحجې لسم) څلور مياشتې مهلت لري،چې له اسلامي حكومت سره خپله خبره سپينه کړي،يا دې مسلمانان شي او يا دې جګړې ته تيارشي.(395)

حضرت "علي" له يوې ډلې سره مکې ته روان شول،چې حضرت"جابر بن عبدالله انصاري"(رض) هم په کې و او په "جحفه" نومې ځاى كې يې حضرت "ابوبكر" وليد.د پېغمبر اکرم پيغام يې وركړ او د توبې سورت يې ترې واخېست.

شيعه او ځينې د اهل سنتو محدثان ليكي،چې حضرت "علي" (ک) وويل:((پېغمبر اکرم اختيار دركړى،چې راسره مکې ته ځې او كه له همدې ځايه مدينې ته ستنېږې.))

 حضرت "ابوبكر" مدينې ته راستون شو او نېغ پېغمبر اکرم ته ورغى او ورته يې وويل:((زه دې داسې كار ته ولېږلم،چې هر چا غوښتل،ددې دندې وياړ ولري؛خو چې نېمائي لارې ته ورسېدم؛نو له دې وياړه دې بې برخې كړم، آيا زما په باب وحې راغلې ده؟))

 پېغمبر اکرم ورته وويل: ((جبرائيل راغى او د خداى له لوري يې پيغام راوړ،چې دا كار بايد يا زه په خپله وكړم او يا هغه، چې له ما وي.)) (396)

خو ځينې د اهل سنتو روايتونه وايي،چې حضرت "ابوبكر" د"حج" د كاروان مشري پر غاړه درلوده اوحضرت "علي" يوازې دنده درلوده،چې د "منى" پر ورځ د "برائت" آيتونه او پرېكړه خلك ته واوروي. (397)

"علي" (ک) مکې ته ولاړ او د "ذي الحجې" پر لسم يې د "برائت" د سورت 13 آيتونه او هغه پرېكړه خلكو ته واوراوه.

ددې پرېكړې او آيتونو اغېز دومره و،چې تر اوسه لا څلور مياشتې نۀ وې تېرې او د لسم هجرې كال نيمائي و، چې ډلې ډلې مشركان راغلل او ايمان يې راوړ او له عربستانه د بوت پالنې ريښې راونړېدې.

دوه څلوېښتم څپرکى

د لسم هجري كال پېښې


د زوى په وير كې

((ګرانه ابراهيمه! درته مې هېڅ له لاسه نۀ کېږي،دا به د خداى تقدير و، د پلار سترګې دې پر مړينه ژاړي او زړۀ يې غمجن دى؛خو هېڅكله به داسې خبره و نۀ کړم،چې خداى راباندې پر غوسه شي،كه د خداى رښتينه ژمنه نۀ وه،چې موږ به هم په تا پسې درځو؛نو ستا په بېلتون كې به مې له دې زيات ژړلې واي.)) (398)

ېيغمبراکرم دا جملې د خپل زوى "ابراهيم"  په وير كې وويلې. پېغمبر اکرم به تل ويل: (( له اولاد سره مو مينه وكړئ.))(بحار:٢٣/١١٤) تردې چې له ماشومانو سره مينه د پېغمبر اکرم له اخلاقو ګڼل كېږي.(399)

 په تېرو کلو کې د پېغمبر اکرم درې زامن؛ "قاسم"، "طاهر" او "طيب" مړه شول او يوازې "فاطمه" بي بي ژوندۍ وه او درې لوڼې؛ "زينب" ، "ام كلثوم" او "رقيه" مړې شوې وې،چې خورا خپه و.(400)

 پېغمبر اکرم پر شپږم هجري كال بهر ته سفيران ولېږل او په يوه ليك کې يې د "مصر" واكمن اسلام ته راوباله. كه څه هم د پېغمبر اکرم بلنې ته يې مثبت ځواب ورنۀ کړ؛خو د پېغمبر اکرم د ليك  په ځواب كې ډېرې ډالۍ يې،چې يوه يې هم د "ماريه" په نوم مينزه وه،په درناوي پېغمبر اکرم ته راولېږله.

 دې مينزې وروسته له پېغمبر اکرم سره واده وكړ،چې "ابراهيم"  ترې وزيږېد،چې پر پېغمبر اکرم ډېرګران و. د "ابراهيم"  زوكړې تر يو حده د پېغمبر اکرم د شپږو اولادو د مړينې د غم بوج سپک كړ؛خو په خواشينۍ،چې له 18 مياشتو وروسته، د پېغمبر اکرم د هيلو د باغ دا ګل هم ورژېد.

 پېغمبر اکرم يو كار ته بهر وتلى و او،چې  د زوى د ناروغۍ خبر يې ورته راوړ؛ نو ژر يې ځان كور ته ورساوه او تېرې خبرې يې ورته وكړې.

 د زوى په وير كې د پېغمبر اکرم ژړا، انساني عواطف يې راښيي او دا، چې پېغمبر اکرم د خداى پر خلاف يوه خبره هم ونۀ کړه، پر "الهي تقدير" او د خداى پر رضا ايمان يې راښيي،چې څوك ترې تښتېداى نۀ شي.



بې ځايه نيوكه

حضرت"عبدالرحمن بن عوف" د پېغبمر ژړا حيران كړ او ويې ويل: ((تاسې موږ پر مړيو له ژړا منع كوئ؛ نو اوس په خپل زوى پسې ژاړئ؟!))

پېغمبر اکرم ورته وويل:((ما هېڅكله نۀ دي ويلي، چې په خپلو عزيزانو پسې مۀ ژاړئ؛ ځكه ژړا او احساسات د زړۀ سوي او ترحم نښه ده او د چا،چې پر بل زړۀ و نۀ سوځي؛نو خداى پرې نۀ لورېږي.ما ويلي: د خپلو عزيزانو په مرګ كې چغې مۀ وهئ او د كفر خبرې په کې مۀ كوئ او پر خداى بې ځايه نيوكې مۀ كوئ او د غم له امله خپل ګرېوانونه مۀ څېرې كوئ .)) (401)

  حضرت "علي"  د پېغمبر اکرم پر حكم "ابراهيم"  ته غسل وركړ او په كفن كې يې تاو كړ. بيا د پېغمبر اکرم يوه ډله اصحابو جنازه يې وکړه او د "بقيع" په هديره كې يې ښخ كړ.(402)

 په سيره "حلبي" كې راغلي دي، چې "فضل بن عباس"، "ابرهيم" ته غسل وركړ.

پېغمبر اکرم د "ابراهيم"  قبر ته وكتل،د قبر په كونج كې ناهمواري وه، كېناست او په خپل لاس يې هواره كړ او ويې ويل:

 (( ښه چار ښه سم وکړئ.)) (403)


له خرافاتو سره مبارزه

د "ابراهيم"  د مړينې پر ورځ لمر تندر ونيو. څو ناپوهو وانګېرله،چې لمر د "ابراهيم"  د مړينې له امله تندر نيولى دى.

 دا باطل فكر كه څه هم افسانه وه؛خو په ظاهره د پېغمبر اکرم پر ګټه وه او كه پېغمبر اکرم عادي او مادي مشر و؛نو دا خبره به يې سمه ګڼلې واى، چې له دې لارې خلكو ته خپل عظمت ثابت كړي؛خو پېغمبر اکرم داسې و نۀ کړل،پر منبر كېناست او خلك يې پوه كړل:  ((خلكو! پوه شئ، چې دا سپوږمۍ او لمر د خداى د ځواک نښې دي،د طبيعي قوانينو له مخې،چې خداى ورته وضع كړي،په خپل مدار كې چورلي او هېڅكله د چا د زوكړې او يا مړينې ته نۀ نيول کېږي؛بلكې د "كسوف" او د لمر د تندر نيولو پر مهال ستاسې دنده ده،چې لمونځ وكړئ.))

پېغمبر اکرم د ډېرو مادي مشرانو په څېر د خلكو له ناپوهۍ ناوړه ګټه وا نۀ خېسته او پر حقايقو يې پرده وا نۀ چوله.(404)


درې څلوېښتم څپرکى

په مدينه كې د نجران د استازيو پلاوى

د "نجران" سيمه د "حجاز" او "يمن"  پر پوله پرته ده،چې اويا كلي په کې وو.د اسلام د راښکاره کېدو له پېله،دا يوازېنۍ سيمه وه،چې د بوتانو عبادت يې نۀ كاوه او د "مسيحيت" پر دين وه.

"ياقوت حمويي" په ((معجم البلدان)) (5/ 267 – 266) كې د هغوى د "مسيحيت" علتونه ښوولي دي.

پېغمبر اکرم،چې د دولتونو او مذهبونو مشرانو ته ليکونه ليكل؛نو يو ليک يې د نجران اسقف "ابوحارثه" ته وليكه او اسلام ته يې راوباله.

 ليک داسې و:

(( د "ابراهيم" ، "اسحاق" او "يعقوب" د خداى په نامه.

 له محمد رسول الله نه د نجرا ن اسقف ته. د "ابراهيم"،"اسحاق" او "يعقوب" د خداى عبادت كوم او تاسې د خداى د بندګانو له عبادته د خداى عبادت ته رابولم. تاسې رابولم،چې د خداى د بندګانو له ولايته راووځئ او د خداى تر ولايت لاندې راشئ او كه زما بلنه مو و نۀ منله؛نو بايد اسلامي حكومت ته ماليات (جزيه) وركړئ،(چې ددې ناڅيزه پيسو په بدل کې ستاسې ځان او مال ساتي) او بې له دې درته د خطر اعلان كوم.)) (405)

 ځينې شيعه عالمان ليكي،چې پېغمبر اکرم د آل عمران سورت/ 64 آيت هم ليكلى و،چې په کې ټول كتابوال د خداى عبادت ته رابلل شوي دي.(406)

د پېغمبر اکرم استازي "نجران" ته ورغلل او ليک يې د نجران اسقف ته وركړ. ليک يې په ځير ولوست او هوډ نيولو ته يې د مذهبي او غير مذهبي شخصيتونو غونډه جوړه كړه.

په غونډه كې "شرجبيل" هم ناست و،چې پر عقل او كارپوهۍ مشهور و. اسقف ته يې وويل:

((د مذهبي مسايلو په باب لږ پوهېږم؛نو زه د وړانديز وركولو حق نۀ لرم او كه په بله مسئله كې مو راسره مشوره كړې واى؛نو حاضر وم؛خو ناچار يم يوې خبرې ته اشاره وكړم: موږ له خپلو مذهبي مشرانو ډېر اورېدلي،چې يوه ورځ به د نبوت منصب د "اسحاق" (ع) له نسله د "اسماعيل" عليه السلام نسل ته ولېږل شي او امكان لري، "محمد" (ص) هم د "اسماعيل"  عليه السلام له ځوځاته وي او هماغه موعود پېغمبر وي.))

غونډې پرېكړه وكړه،چې د نجران د استازيو پلاوي دې مدينې ته ولاړ شي او له نږدې دې له "محمد" (ص) سره خبرې وكړي او ورنه د نبوت دلايل وپوښتي؛نو ځکه د نجران له خلكو60 تنه هوښياران او پوهان وټاكل شول، چې په  كې يې دا درې مذهبي مشران هم وو.

1 _ "ابوحارثة بن علقمه" د نجران ستر اسقف او په "حجاز" كې د روم د كليسا رسمي استازى.

2  _  "عبدالمسيح" د نجران د استازيو د پلاوي مشر.

 3 _ "ايهم" يو بوډا و، چې د نجران د خلكو محترم شخصيت و.(407)

مازيګر و،چې د استازيو پلاوى نبوي جومات ته راننوتل، چې د ورېښمو جامې يې اغوستې وې،د سروزرو ګوتې يې پرګوتو وې او صليبونه يې په غاړو كې راځوړند كړي وو. پر پېغمبر اکرم يې سلام واچو، د دوى دا ډوله جامو پېغمبر اکرم ډېر سخت خپه كړ. هغوى پوه شول، چې پېغمبر اکرم ترې خپه شو؛خو د خپګان پر لامل پوه نۀ شول.

ژر يې له حضرت "عثمان بن عفان" او له حضرت "عبدالرحمن بن عوف" سره اړيکه ونيوه،چې له دې خلكو سره يې پخوانۍ اړيكې درلودې او له دې خبرې يې خبر كړل.هغوى ورته وويل: (( ددې ستونزې د هواري لار له "علي" سره ده.))

حضرت "علي" ته،چې ورغلل؛نو ورته يې وويل:((بايد جامې بدلې كړئ او  بې له سينګاره پېغمبر اکرم ته ورشئ.))

د نجران استازيو هماغسې وكړل او پېغمبر اکرم ته ورغلل. سلام يې واچو. پېغمبر اکرم په ځانګړي درناوي سلام ته يې ځواب وركړ او د هغوى راوړې ډالۍ يې ومنلې.

 مخکې له دې،چې خبرې اترې پېل شي،هغوى وويل:(( د لمونځ وخت دى.))پېغمبر اکرم ورته اجازه وركړه،چې په جومات كې يې لمونځ وكړي. حال دا چې مشرق لور ته ولاړ وو.(408)



د نجران د پلاوي خبرې اترې

ځينې سيره ليكوونكيو محدثانو او اسلامي تاريخپوهانو دا خبرې اترې رانقل كړي.موږ ه دلته د خبر اترو يې څو برخې راخېستې دي،چې "حلبي" په خپله سيره كې راوړې دي.(409)

پېغمبر اکرم وويل:((د خداى عبادت ته مو رابولم)) او بيا يې ورته د قرآن شريف څو آيتونه ولوستل.

د نجران استازى:((که د اسلام مطلب پر خداى ايمان راوړل دي؛ نو دا ايمان خو موږ  ډېر پخوا راوړى دى.))

پېغمبر اکرم:(( اسلام نښې لري او کړنې مو راښيي،چې په سمه توګه مو اسلام نۀ دى منلى؛څنګه ويلاى شئ،چې د خداى عبادت كوئ،حال دا چې د "صليب" عبادت كوئ او د "خوګ" غوښه خورئ او عقيده لرئ، چې خداى زامن لري؟))

د نجران استازى:((موږ هغه خپل خداى بولو؛ځكه مړي يې راژوندي كول، ناروغانو ته يې شفا وركوله،له خټې يې مرغۍ جوړه كړه او وا يې لوزوله او دا ټول کړه وړه يې جوتوي،چې خداى دى.))

پېغمبر اکرم:(( نۀ! هغه د خداى بنده او مخلوق و،چې د خپلې مور "مريمې" په رحم(زيلانځ) كې يې كېښود او دا ټول ځواک ورته خداى وركړى وو.))

د نجران استازى:(( هو! هغه د خداى بنده دى؛ځكه مور يې "مريم" وزېږاوه،حال دا چې له چا سره يې واده نۀ و كړى؛نو ويلاى شم پلار يي هماغه خداى دى.))

دا مهال د وحې پرېښته راغله او پېغمبر اکرم ته يې وويل:(( ورته ووايه: "حضرت ادم او حضرت "عيسى" له دې پلوه له يو بل سره شباهت لري،چې خداى په خپل ځواک بې له مور و پلاره جوړ كړل او كه د پلار نۀ درلودل پردې ګواهي وركوي،چې هغه د خداى زوى دى؛نو حضرت ادم؛خو دې منصب ته له"عيسى" غوره دى؛ځكه حضرت ادم نۀ مور درلوده او نۀ پلار.")) (410)

د نجران استازي: (( ستا خبرې موږ نۀ قانع كوي،د هواري لار دا ده،چې مباهلې ته وخت وټاكو او دروغجن ته ښېرې (بدې دعاګانې) وكړو،چې خداى هلاك يې كړي.))(411)

د مباهلې له آيت او سيره "حلبي" جوتېږي،چې د مباهلې وړانديز په خپله پېغمبر اکرم كړى و.

پر دې مهال د وحې پرېښته راغله او د آل عمران سورت  61 آيت يې راوړ:

فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةَ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ=( د مسيح په باب) چې وپوهېدې؛نو (بيا) هم كه څوك په دې اړه له تا سره شخړه كوي؛نو ورته ووايه:((راځئ چې موږ به هم خپل خپلوان راوبلو او تاسې هم، موږ به هم خپلې ښځې راوبلواو تاسې هم خپلې ښځې، موږ به په خپله راشو او تاسې هم په خپله راشئ ؛نو بيا به مباهله (او دعا) وكړو،چې كه څوك دروغجن وي؛نو و به وايو،چې پر هغوى دې د خداى لعنت وي.))                                                                               

 دواړه اړخونه مباهلې ته تيار شول او وخت يې وټاكه.

  پېغمبر اکرم مباهلې ته ځي

د پېغمبر اکرم د مباهلې پېښه د تاريخ له حيرانوونكيو پېښو شمېرل كېږي.كه څه هم ځينو مفسرينو او سيره ليكونكيو د مباهلې د جزئياتو له رانقلولو سره ظلم كړى؛خو "زمخشري" په كشاف كې ( 1ج/ 282-283)، "امام رازي" په خپل تفسير مفاتيح الغيب( 2/ 471-472) کې ، "ابن اثير" په كامل ( 2/ 112) كې په دې باب روايتونه رانقل كړي دي،چي موږ دلته د "زمخشرې" څو خبرې راخېستي:((د مباهلي وخت راورسېد. پېغمبر اکرم او د "نجران" استازيو له پخوا پرېكړه كړې وه، چې مباهله به له ښاره لرې په دښته كې کوي. پېغمبر اکرم له ټولو مسلمانانو او خپلوانو يوازې څلور تنه له ځان سره راوستل،چې په دې تاريخي پېښه كې ګډون وكړي. دا څلور تنه؛ "علي"، "فاطمه"،"حسن" او "حسين" وو؛ځكه په مسلمانانو كې د هېڅ چا پاكي او ايمان ورته نۀ رسېده.

 پېغمبر اکرم "حسين" په غېږ كې،"حسن" يې له لاسه نيولى و او "فاطمه" او "علي" (ک) ورپسې راروان وو او،چې د مباهلې ډګر ته راورسېدل؛ نو پېغمبر اکرم خپلې كورنۍ ته وويل:(( ما چې هر وخت دعا وكړه؛ نو تاسې راپسې "امين" ووياست.))

د "نجران" استازيو مخکې له دې،چې له پېغمبر اکرم سره مخ شي؛يو بل ته يې ويلي وو:((كه ومو ليدل "محمد" سرتېري او افسران مباهلې ته راوستل او مادي او ظاهري ځواک يې راوښود؛نو پوه شئ په خپل نبوت عقيده نۀ لري او رښتين نۀ دى او كه خپله  كورنۍ يې راوسته؛ نو پوه شئ چې رښتين پېغمبر دى او دومره په خپل نبوت پوخ ايمان لري،چې له ځان؛بلكې له خپلې كورنۍ هم ورته تېر دى.))

 د "نجران" استازي پر خبرو بوخت وو،چې ناڅاپه يې سترګې د پېغمبر اکرم پر څېره ولګېدې،چې څلور تنه ورسره راروان دي. ټول حيران شول او يو بل ته يې وكتل،چې څنګه پېغمبر اکرم خپله يوازېنۍ لور او  زامن يې له ځان سره راوړي دي. پوه شول،چې پېغمبر اکرم په خپل نبوت ښه پخه عقيده لري او كه نۀ يې درلوداى؛نو خپل دا عزيزان به يې له ځان سره نۀ وو راوستي.

د "نجران" اسقف وويل:((داسې څېرې وينم كه دعا وكړي،خداى ورته غرونه له بېخه راونړوي؛نو ورته يې رانړوي؛نو غوره به وي،چې ورسره مباهله ونۀ کړو؛ځكه كه دا كار مو وكړ؛نو پوپنا به شو او امكان دې ولري، چې دعذاب لمنه پراخه شي او د نړۍ ټول مسيحيان پر عذاب اخته شي او يو مسيحي هم پر ځمكه ژوندى پاتې نۀ شي.))


د نجران استازيو له مباهلې ډډه وكړه

د نجران د استازيو پلاوي،چې دا حالات وكتل؛نو ټولو په يوه خوله پرېكړه وكړه،چې له مباهلې ډډه وكړي او هر كال اسلامي حكومت ته جزيه وركړي او اسلامي حكومت دې د هغوى د مال او ځان امنيت وساتي. پېغمبر اکرم ورسره ومنله او پرېكړه وشوه، چې هغوى اسلامي حكومت ته ماليات وكړي.

 بيا پېغمبر اکرم وويل:((د عذاب سيورى د نجران پر استازيو خپور شوى و او كه مباهله يې كړې واى؛نو په همدې دښته كې به سوځېدلي واى او د عذاب لمنه به "نجران" ته هم خپره شوې واى او پر الهي عذاب به اخته شوي واى.))

حضرت عايشه بي بي روايتوي چې: (( د مباهلې پر ورځ پېغمبر اکرم څلور تنه تر خپل تور څادر لاندې كړل او دا آيت يې ولوست: (( انما يريدالله ليذهب عنكم الرجس اهل البيت و يطهركم تطهير ))

 او بيا "زمخشري" ليكي: (( د مباهلې پيښه او ددې آيت مفاد د "اهل كساء" د اصحابو فضيلت راښيي او د اسلام حقانيت ته ژوندى سنددى.))

له هغو روايتونو،چې له مذهبي مشرانو رانقل شوي،ګټه اخېستل كېږي،چې مباهله يوازې په پېغمبر اکرم پورې محدوده نۀ وي؛بلكې هر مسلمان کړاى شي،له خپل مخالف سره مباهله وكړي.

 د مباهلې طريقه او دعا يې د "نورالثقلين" په لومړي ټوك، 291-292 مخونو كې راغلې ده.

 خداى بښلي "علامه طباطبايي" په خپله رساله كې ليكلي: (( مباهله د اسلام له معجزاتو ده او هر مسلمان د اسلام حقانيت  ثابتولو ته يې کړاى شي.)) څلورڅلوېښتم څپرکى

وروستۍ حج يا حجة الوداع

د مسلمانانو په ټولنيزو عبادتونو كې د حج مراسم له ټولو ستر عبادت دى؛ځكه حج په كال كې يو ځل د مسلمانانو يووالى،له مال او مقامه د خلاصون،د ټولو مسلمانانو د برابري او د اړيكو د ټنينګوالي نښه يې ده او كه نن موږ مسلمانان له دې خپور شوي دسترخوانه ګټه نۀ شو اخېستلى او دې كالنۍ اسلامي ټولنې(،چې د مسلمانانو ډېر ټولنيزې ستونزې هوارولای شي)ته بې له پوره ګټې اخېستو ورځو؛نو د قانون نېمګړتيا نۀ ده؛بلكې زموږ د اسلامي مشرانو نېمګړتيا ده،چې له دې مراسمو ګټه نۀ شي اخېستى.

له هغې ورځې،چې حضرت ""ابراهيم" خليل الرحمن" كعبه جوړه كړه او د خداى عبادت كوونكي يې ددې كور زيارت ته راوبلل؛نو دا سيمه د خداى پېژندونكيو مركز و او هر كال به د "عربستان" له لرو لرو سيمو ورته خلک راتلل او د حج هغه مراسم يې پر ځاى كول،چې له حضرت "ابراهيم خليل الرحمن" يې زده كړي وو؛خو د وخت تېرېدنې،د حجازيانو له پېغمبرانو لرې كېدل،د قريشو ځانمني او د نړۍ پر افكارو د بوتانو حكومت ددې لامل شول،چې په کې د ځاى او وخت له نظره اړونې او بدلونونه راشي او اصلي څېره له لاسه وركړي؛نو ځكه پر لسم هجري كال خداى تعالى پېغمبر اکرم ته دنده وركړه،چې پر هغه كال په خپله د حج په مراسمو كې برخه واخلي او خلك له دې تكليف سره اشنا كړي او د حج له ونې اضافي ښاخونه پرې كړي او د "عرفات" او "منى" حدود  ور زده كړي.

 پېغمبر اکرم د "ذوالقعده" په مياشت كې حكم وكړ،چې د مدينې شاوخوا ټبرونو ته اعلان كړئ،چې سږ كال پېغمبر اکرم د خداى د كور زيارت ته روان دى. پر دې اعلان ډېرو مسلمانانود مدينې په ښار كې  خېمې ووهلې او د پېغمبر اکرم د تګ پر تمه شول.(412)

د "ذى القعدې" پر 26م  پېغمبر اکرم په مدينه كې "ابودجانه" خپل ځايناستى كړ او د قربانۍ 60 څاروي يې واخېستل او مکې ته روان شو چې کله "ذي الحليفه" (هغه سيمه،چې په کې د شجره جومات دى) ته ورسېدل؛ نو پېغمبر اکرم له همدې جوماته په دوو سپينو ټوټو احرام وتاړه او د احرام تړولو پر مهال يې د((لبيک)) ځانګړې دعا وويله او يا،چې يې كوم سپور وليد او يا پر لوړه او ځوړي تله؛نو(( لبيك)) يې وايه.

 مکې ته،چې ورنژدى شو؛نو ((لبيك)) يې بند كړ. پر څلورمه ورځ مکې ته ورننوت. نېغ جومات ته ولاړ او د "بني شيبه" له ورۀ "مسجدالحرام" ته ورننوت،چې ثناء يي وويله او پر "ابراهيم" عليه السلام يې درود ووايه.

 د طواف پر مهال،چې د "حجرالاسود" مخې ته ورسېد؛نو لومړى يې تيږه "استلام" كړه او بيا يې اوه ځل د کعبې طواف وكړ.

له "استلام" مطلب دا دى،چې له طواف مخکې پر تيږه خپل لاسونه وموږي او بيا د طواف لمانځه ته د مقام "ابراهيم" شا ته ولاړ او دوه ركعته لمونځ يې وكړ؛نو لمونځ يې،چې خلاص شو؛نو "صفا" او "مروه" ته  منډو ته ولاړ. بيا يې زيارت كوونكيو ته وويل:(( چا چې قربانې نۀ ده راوړې؛ نو له احرامه دې ووځي او ټول محرمات ورته له تقصير (د وېښتانو كمول يا د نوكانو اخيستل) سره حلال دي او ما او هغوى،چې قرباني راوړې؛بايد په احرام كې پاتې شو، چې قرباني وكړو.))

د پېغمبر اکرم دا خبره پر ځينو ښه ونۀ لګېده او دليل يې دا و، چې موږ ته ښه نۀ دي،چې پېغمبر اکرم په احرام كې وي او موږ له احرامه ووځو او ځينې څيزونه ورته حرام او موږ ته حلال وي  او ځينو وويل:(( سمه نۀ ده، چې د خداى د كور زيارت كوونكي اوسو او له سره مو د (جنابت) د غسل اوبه راوڅڅي.))

 د پېغمبر اکرم سترګې پر حضرت "عمر" ولګېدې، چې تر اوسه په احرام كې دى؛نو ورته يې وويل:(( آيا قرباني دې  راوړې ده؟))

 و يې ويل:(( نۀ!))

 پېغمبر اکرم: (( نو ولې له احرامه نۀ يې وتلى؟ ))

 حضرت "عمر":((راته ښه نۀ ده،چې تۀ په احرام كې يې او زه له احرامه ووځم.))

 پېغمبر اکرم: (( تۀ اوس نۀ؛بلكې تل به پردې عقېدى پاتې شې.))

پېغمبر اکرم د خلكو له دې دوه زړۍ او شكه خپه شو او و يې ويل: (( كه د تېر وخت په څېر له راتلونكي هم خبر وم او ستاسې له دې دوه زړۍ او شكه خبر وم؛نو ستاسې په څېر به ما هم قرباني نۀ وه راوړې؛خو څه وكړم چې اوس مې قرباني راوړې ده او د خداى د حكم له مخې بايد په احرام كې پاتې شم،چې د"منى" پر ورځ قرباني وكړم؛خو چا چې قربانې نۀ وي راوړي؛نو بايد له احرامه ووځي او، چې څه يې كړي وي،عمره وشمېري او وروسته بيا حج ته احرام وتړي.)) (413)


حضرت علي (ک) له يمنه راګرځي

حضرت "علي" (ک) د پېغمبر اکرم له حج كولو خبر شو او له خپلو سرتېرو او د قربانۍ له 34 څارويو او له هغو ټوكرانو سره حج كولو ته روان شو،چې د "نجران" له خلكو يې په مالياتو كې اخېستي وو. په نيمائي لار كې يې مشري بل افسر ته وركړه او په بيړه يې مکې ته حركت وكړ او نېغ يې ځان پېغمبر اکرم ته ورساوه.

 پېغمبر اکرم د حضرت "علي" (ک) له ليدو خورا خوشحاله شو او ورته يې وويل: (( څنګه نيت دې كړى دى؟))

 حضرت "علي":((د احرام تړولو پر مهال مې ستاسې پر نيت احرام وتاړه او ومې ويل:"خدايه پر هماغه نيت،چې ستا رسول تړلى،زه يې هم تړم." له ځان سره مې قرباني هم راوړې ده.))

 پېغمبر اکرم: (( ما او تا يو شانته يو او څو مو قرباني نۀ وي كړي؛ بايد په احرام كې پاتې شو او سرتېرو ته دې ورشه او مکې ته يې راورساوه.))

"علي" (ک) چې خپلو سرتېرو ته ورستون شو؛نو و يې ليدل، چې له نجرانه راوړې ټوټې،پر سرتېرو وېشل شوې وې او ټولو ترې احرام تړلى و.

 حضرت "علي" (ک) له دې،چې ځايناستي يې په نشتوالي كې دا كار كړى و، ډېر خپه شو او و يې ويل:((ولې دې ټوټې مخکې له دې،چې پېغمبر اکرم ته وسپارل شي،پر سرتېرو وېشلې دي؟))

 ورته يې وويل: (( سرتېرو ټينګار وكړ،چې د حج كولو لپاره ورته ټوټې امانت وركړم او وروسته يې ترې واخلم.))

 حضرت علي (ک): ((تا دا واك  نۀ درلود.))

 بيا حضرت "علي" (ک) ترې ټولې ټوټې واخېستې،و يې تړلې او په مكه كې يې پېغمبر اکرم ته وسپارلې.

هغوى په دې اړه پېغمبر اکرم ته راغلل او له حضرت "علي" (ک) يې ورته زړۀ وخوړ.

 پېغمبر اکرم خپل يو يار راغوښت او ورته يې ويل: (( زما پيغام شكايت كوونكيو ته ووايه:"په "علي" پسې له بدو ردو ويلو لاس واخلئ ؛ځكه هغه د خداى د حكم په اجرا كولو كې د چا پروا نۀ لري.")) (414)



د حج مراسم پېل شول

د عمرې کړنې پاى ته ورسېدې.پېغمبر اکرم خوښ نۀ و د عمرې او حج د مراسمو په واټن كې له چا كره اوسي؛نو حكم يې وكړ له مکې بهر دې ورته خېمه ووهي.

د "ذي الحجې" اتم راورسېد،د خداى د كور زيارت كوونكي پر هماغه ورځ له مکې "عرفات" ته ځي،چې په "عرفه" كې د نهمې ورځ له ماسپښينه د لمر تر ډوبېدو پاتې شي. د "ذى الحجه" پر اتم تاريخ،چې د "ترويه" ورځ هم نومېږي،پېغمبر اکرم د"منى" له لارې عرفات ته ولاړ او د نهمې ورځې د لمر راختو پورې په "منى" كې پاتې شو،بيا په خپل اوښ سپور شو او د"عرفات" پر لور روان شو او د "نهره" سيمې ته ولاړ،چې پېغمبر اکرم ته يې په کې خېمه وهلې وه او په هغه ستره ټولنه كې په خپل اوښ سپور تاريخي وينا وكړه.



په حجة الوداع كې د پېغمبر اکرم تاريخي وينا

...... پر هغه ورځ په عرفه كې دومره ستره غونډه وه،چې تر اوسه لا د "حجاز" خلكو نۀ وه ليدلې.په سيمه كې د توحيد غږونو انګازې كولې؛ هغه سيمه،چې څه وخت مخکې د بوت پالو مركز و؛خو نن د توحيد تر ټولو لويه هډه ده.

په پېغمبر اکرم پسې يو سل زره تنه مسلمانان د ماسپښين او مازيګر په لمانځه كې ولاړ وو او بيا،چې په خپل اوښ سپور تاريخي خطبه يې وويله او  يو يار يې،چې لوړ غږ يې درلود،د پېغمبر اکرم خبرې خلكو ته رسولې.

پېغمبر اکرم خپلې خبرې داسې پېل كړې:

(( خلكو! زما خبرو ته ښه غوږ شئ ! کېداى شئ له دې وروسته مې په دې سيمه كې و نۀ وينئ. خلكو! وينه او مالونه مو تر هغه،چې له خداى سره ملاقات وكړئ د نن او ددې مياشت په څېر محترم دي او هر ډول تېرې پرې حرام دى.))

پېغمبر اکرم د خپلې خبرې د اغېز او دا، چې د مسلمانانو د مال او ځان له احترامه ډاډمن شي؛"ربيعه بن اميه" ته يې وويل: (( ترې وپوښته دا كومه مياشت ده؟))

 ټولو وويل:(( حرامه، چې جګړه او وينه توېدنه په کې حرامه او منع ده.)) پېغمبر اکرم "ربيعه" ته وويل: (( ورته ووايه: خداى ستاسې مال او ځان پر يو بل تر هغه،چې مړه شئ، ددې مياشتې په څېر حرام كړي دي او محترم يې ګڼلي دي. له هغوى وپوښته، چې دا كومه سيمه ده؟))

 ټولو وويل: (( محترمه سيمه ده، چې تېرى او وينه توييدنه په کې حرامه ګڼل شوې ده.))

 پېغمبر اکرم وويل:((ورته ووايه: ستاسې وينه او مال ددې سيمې په څېر محترم شمېرل شوى او هر ډول تېرى په کې منع دى.))

 پېغمبر اکرم بيا وويل: (( ويې پوښته نن كومه ورځ ده؟))

 ټولو وويل:(( حج اكبر دى.))

 پېغمبر اکرم وويل: (( ورته ووايه،چې ځان او مال مو د نن په څېر محترم شمېرل شوى دى. خلكو ! پوه شئ هغه وينې،چې په جاهليت كې توى شوې، ټولې بايد هېرې شي او څوك ورپسې و نۀ ګرځي، ان د "ابن ربيعه" ( د پېغمبر اکرم يو خپلوان) وينه هم بايد هېره شي. تاسې به ډېر ژر خداى ته ورشئ او هلته به ستاسې ښه او بد كړه وړه وليدل شي؛نو زه درته اعلانوم، چې كه د چا امانت درسره وي؛نو مالك ته يې وركړئ. خلكو! پوه شئ ربا او سود خوړل په اسلام كې حرام دي؛نو چا چې خپلې شتمنۍ سود خوړولو ته پر كار اچولې وي؛نو يوازې کړاى شي خپله شتمني وغواړي. نۀ ظلم وكړئ او نۀ د چا ظلم ومنئ او هغه "ربح" چې "عباس" له اسلام مخکې له خپلو پوروړو غوښته،د غوښتولو حق يې نۀ لري.خلكو! شيطان له دې ډېر نهيلى شوى،چې نور په دې سيمه كې لارويان نۀ لري؛خو كه په كوچنيو كارونو كې ورپسې ولاړ شئ؛ نو ډېر به مو له ځانه خوشحاله كړى وي، د شيطان له لاروۍ ډډه وكړئ. په حرامو مياشتو كې بدلون راوستل،په كفر كې د افراط پايله ده او هغه كافران،چې له حرامو مياشتو سره اشنايي نۀ لري،ددې بدلونو له لارې،بې لارې كېږي او دا بدلونونه ددې لاملېږي،چې حرامه مياشت په يوه كال كې حرامه وي او په بل كال كې حلاله. د حلالو او حرامو مياشتو ترتيب به هماغسې وي؛لكه څرنګه،چي خداى په کې ځمكه، اسمان، سپوږمۍ او لمر جوړ كړل. د مياشتو شمېر د خداى په نزد دولس دى،چې څلور يې حرامې دي او دا دي،چې په پرله پسې په يو بل پسې راځي: "ذي القعده"،"ذي الحجه"،"محرم" او "رجب". خلكو! ښځې پر تاسو حق لري او تاسې هم پرې حق لرئ، ستاسې حق پرې دا د‌ى،چې بې له اجازې مو څوك كور ته رانۀ ولي او ناوړه اعمال و نۀ کړي او كه داسې يې و نۀ کړل؛نو خداى اجازه دركړې،چې خپله بستره ترې بېله كړئ او ادب وركړئ او كه د حق لارې ته راستنې شوې؛ نو مينه ورسره بيا پېل كړئ او د ژوند وسايل ورته برابر كړئ. زه په دې سيمه كې سپارښتنه كوم،چې له خپلو ښځو سره نېكي وكړئ؛ځكه درسره د خداى امانتونه دي،چې پر الهي قوانينو درته حلالې شوې دي. خلكو! زما خبرو ته ځير شئ او په کې فكر وكړئ. هر مسلمان د بل ورور دى او د نړۍ ټول مسلمانان سره ورونه دي او د مسلمانانو مال يو بل ته حلال نۀ دى؛خو دا چې په خپله خوښه يې وركړى وي. خلكو! حاضران دې غايبانوته ورسوي،چې له ما وروسته بل پېغمبر نۀ شته او له تاسې وروسته بل مسلمان امت. خلكو! پوه شئ، چې نن زه د جاهليت د دوران ټول دودونه او ګروهې تر پښو لاندې كوم او د بطلان كرښه پرې راكاږم.)) ( ٤١٥-418)

پردې مهال پېغمبر اکرم وينا بنده كړه او د شهادت په ګوته يې اسمان ته اشاره وكړه او و يې ويل:(( خدايه! ستا پيغامونه مې ورسول.)) بيا پېغمبر اکرم د درې ځل " اللهم اشهد " په ويلو خپلو خبرو ته د پاى ټکى كېښود.

پېغمبراکرم د نهمې ورځ د لمر تر ډوبېدو په "عرفه" كې پاتې شو.لمر، چې ډوب شو او هوا تياره شوه؛نو پېغمبر اکرم په خپل اوښ سپور شو او د شپې يوه برخه په "مزدلفه" كې و او د "سپيده داغ" او لمر راختو تر منځ په "مشعر" كې پاتې شو.

 پر لسمه ورځ "منى" ته ولاړ او د "رمى جمره" قربانۍ او "تقصير" مراسم يې ترسره كړل او د حج د نورو مراسمو لپاره ته مکې ته ولاړ او په دې  توګه يې خلكو ته د حج كولو طريقه وښووه.

د حديث او تاريخ پر ژبه دې تاريخي سفر ته "حج وداع" او كله "حج بلاغ" او "حج اسلام"ويل كېږي،چې دا هر نوم د ځانګړي مناسبت له امله ايښوول شوى دى.

په پاى كې بايد ووايم: په محدثانو كې مشهوره ده، چې پېغمبر اکرم دا خطبه د عرفې پر ورځ ويلې؛خو ځينې ګروهمن دي،چې دا خطبه يې د "ذي الحجې" پر لسم ويلې ده.(419)



 غدير

د حج مراسم پاى ته ورسېدل.مسلمانانو له پېغمبر اکرم د حج كولو طريقه زده كړه.پېغمبر اکرم هوډ ونيو له "منى" نه مدينې ته ولاړ شي. د حركت حكم وشو. كاروان،چې د "رابع" سيمې ته ورسېد،چې له "جحفې" درې ميله لرې ده ؛نو د "خُم" په سيمه كې،چې په "خم غدير" مشهوره دى، د وحې پرېښته راغله او دا  آيت يې راوړ:

يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ= پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پر تا نازل شوي،بشپړ(خلكو ته) ورساوه اوكه داسې دې و نۀ کړل؛نو د هغه پيغام دې نۀ دى رسولى،خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانو) ژغوري. هو ! خداى (ځېلي) كافرانو ته سمه لار نۀ ښيي . (420)

له آيته معلومېږي،چې خداى پېغمبر اکرم ته مهمه او خطرناكه دنده  وركړې ده او كومه دنده به له دې مهمه وي،چې پېغمبر اکرم د سل زره خلكو په مخ كې حضرت "علي"(ک) خپل ځايناستى وټاكي؛نو ځكه د درېدنې حكم وشو او څوك،چې له كاروانه مخکې تللي وو،راستانه يې كړل او نورو ته پر تمه شول.

 ماسپښين و او ګرمۍ خلك راخستې وو،خلكو خپل څه څادرونه پر سر او څه يې تر ځان لاندې هوار كړل. پېغمبر اکرم ته يې تر ونې لاندې د څادر سيورې جوړ كړ او پېغمبر اکرم د ماسپښېن  لمونځ په جماعت وکړ. خلك ترې راتاو وو او پر هغه لوړ ځاى ودرېد،چې پېغمبر اکرم ته يې جوړ كړى و او پر لوړ او ښكلي غږ يې خطبه وويله:

(( د څښتن ستاينه کوم.ترې مرسته غواړم او ايمان پرې لرم او توكل پرې كوم او له خپل بدو او ناوړه اعمالو ورته پناه وړم. هغه خداى،چې  بې له هغه بل لارښوونكى نۀ شته او چا ته يې،چې لار وښووه؛نو څوك به يې بې لارې نۀ کړي.ګواهي وركوم،بې له هغه بل معبود نۀ شته او "محمد" يې بنده او پېغمبر دى.خلكو! نږدې دى د حق بلنې ته لبيك ووايم او له منځه مو ولاړ شم. زه مسئول يم او تاسې هم مسئووليت لرئ. زما په باب څه  فكر كوئ؟))

 پردې مهال د خلكو د تصديق غږونه را پورته شول او و يې ويل: (( موږ ګواهي وركوو تا خپل رسالت سرته ورساوه،كوښښ دې وكړ،خداى دې اجر دركړي.))

پېغمبر اکرم وويل:((آيا ګواهي وركوئ،د نړۍ معبود يو دى، "محمد" يې بنده او استازى دى او په هغه دنيا كې دوزخ او جنت شته؟))

  ټولو وويل: ((سمه ده او ګواهي ورکوو.))

 بيا يې وويل:(( زه درته دوه قيمتي څيزونه پرېږدم،ووينم له دوو يادګارونو سره مې څرنګه چلېږئ؟!))

 دا مهال يو تن راپاڅېد او په لوړ غږ يې وويل: (( له ددو څيزونو مو مطلب څه دى؟))

 پېغمبر اکرم ورته وويل:((يو "د خداى کتاب" دى،چې يو سر يې د خداى په لاس کې او بل يې ستاسې په لاس کې دى او بل زما "عترت" (ځوځات) او اهل بيت دي. خداى خبر کړى يم دا دوه يادګارونه به بيخي له يو بله بيل نۀ شي. خلکو! له قرآن او عترته مۀ مخکې کېږئ او پر دواړو په عمل کې سستي مۀ کوئ،چې هلاکېږئ.))

په دې شېبه کې يې د "علي" لاس ونيو او دومره يې لوړ کړ،چې خلکو ته د تخرګونو سپين يې ښکاره شو او ټولو ته يې وښود. بيا يې وويل:

(( پر مؤمنانو له هغوى ډېر وړ څوک دى؟))

 ټولو وويل:((خداى او رسول يې ښه پوهېږي.))

 پېغمبر اکرم وويل:(( خداى مې مولا دى او زه د مؤمنانو مولا يم او زه پر مؤمنانو له هغوى وړ يم. خلكو! د چا چې زه مولا يم؛ نو "علي" هم مولا يې دى؛ خدايه! د "علي" د دښمنانو يې دښمن  او د دوستانو يې دوست اوسه. خدايه!  د "علي"  د يارانو مرسته وكړې او دښمنان يې خوار او ذليل كړې او "علي"  د حق محور وګرځى.))


د غدير پېښه تلپاتې ده

د حكيم خداى اراده ده،چې د غدير تاريخي پېښه په ټولو وختونو او پېړيو كې د ژوندي تاريخ په څېر پاتې شي او اسلامي ليكوونكيو په هر پير كې د تفسير،تاريخ،حديث او كلام په کتابو كې ددې موضوع په باب خبرې وكړي او مذهبي شخصيتونه په هر ځاى كې د پېغمبر اکرم د ځايناستي د فضايلو په باب خبرې وكړي او ددې پېښې د تلپاتې كېدو لامل هم د مائدې د سورت  3 او 67 آيتونه دي او څو قرآن ژوندى او تلپاتې وي؛نو دا پېښه به هم تلپاتې وي.

 د تاريخ له لوستو جوتېږي،چې د "ذي الحجة الحرام" اتلسمه په مسلمانانو كې د"غدير" پر اختر مشهور دى. تر دې چې  "ابن الخكان"  د "المستعلي ابن المستنصر" په باب وايي:

(( په كال 487 كې،چې د  "غدير" د اختر ورځ وه او د ذي الحجة الحرام اتلسمه وه؛ نو خلكو ورسره بيعت وكړ.)) (421)

او د "المستنصر بالله العبيدي" په باب ليكي: (( په كال 487 كې د ذي الحجة الحرام مياشت ته 12 شپې پاتې وې،چې مړ شو، دا شپه هماغه د غدير د اختر شپه وه.)) (422)

"ابوريحان بيروني" د الآثار الباقيه په 395 مخ کې ليكلي: (( غدير د مسلمانانو اختر و او لمانځه يې.)) (423)

پېغمبر اکرم د غدير پر ورځ مهاجرو او انصارو او خپلو ښځو ته حكم وكړ، چې "علي" (ک) ته ددې ستر فضيلت مباركي وركړي.

حضرت "زيد بن ارقم" وايي:(( له مهاجرو حضرت "ابوبكر"،حضرت "عمر"،حضرت "عثمان"،حضرت "طلحه"، او حضرت "زبير" لومړي كسان وو، چې له "علي" (ک) سره يې بيعت وكړ او د بيعت مراسم تر ماښامه  روان وو.))

"ثعالبي" هم دې ورځې ته د مسلمانانو د اختر ورځ ويلې ده. (424)



ددې پېښې پرتلپاتې كېدو نور دليلونه

ددې پېښې ارزښت ته همدومره بس،چې يو سلو او لسو اصحابو رانقل كړې ده؛ البته ددې خبرې مطلب دا نۀ دى،چې له هغې سترې غونډې يوازې همدې كسانو دا پېښه نقل كړې؛بلكې مطلب مو دا و،چې د اهلسنتو په کتابو كې يوازې ددې يو سلو او لسو تنو نومونه ليدل كېږي.

سمه ده،چې پېغمبر اکرم خپله دا خبره په سل زريزه ټولنه كې كړې وه؛خو په كې زيات داسې هم وو،چې د "حجاز" له لرو سيمو راغلي وو، چې حديثونه ترې نۀ دي رانقل شوي او ځينو،چې دا پېښه نقل كړې، تاريخ  پرې نۀ دى برلاسى شوى،چې حديثونه يې ثبت كړي او كه ثبت شوي هم وي؛نو موږ ته سم نۀ دي رارسېدلي.

دويمه اسلامي پيړۍ،چې د تابعينو زمانه وه،دا پېښه 89 تنو نقل كړې ده. په نورو پېړيو كې د  "غدير" د حديث راويان ټول د اهل سنتو عالمان دي .

 360 تنو دا حديث په خپلو کتابو كې راوړى،چې زياتو پرې د سموالي اعتراف كړى دى. په درېمه پېړۍ كې  92 تنو، په څلورمه پېړۍ كې 643 تنو،په پينځمه پيړۍ كې 24 تنو،په شپږمه كې 20 تنو،په اومه كې 21 تنو، په اتمه كې 18تنو،په نهمه كې 16تنو، په لسمه كې147 تنو،په يوولسمه كې 12 تنو،په دولسمه كې 13 تنو، په ديارلسمه كې 12 تنو او په څوارلسمه پېړۍ كې 14 عالمانو دا حديث نقل كړى دى.

ځينو يوازې ددې حديث پر نقلولو بسيا و نۀ کړه؛بلكې پر اسنادو او مصادرو يې هم كتابونه وليكل.

ستر اسلامي مؤرخ؛"طبري" په دې باب د "الولايه فى طرق حديث الغدير" كتاب او دا حديث يې له 75 لارو له پېغمبر اکرم رانقل كړى دى.

"ابن عقده كوفي" د ولايت په رساله كې له 105 تنو دا حديث رانقل كړى دى.

"ابوبكر محمد بن عمر بغدادي"،چې پر "جمعاني" مشهور و، دا حديث يې له 25 لارو نقل كړى دى.

له حديث پوهانو:

"احمد بن حنبل شيباني"په 40 سندوونو،"ابن حجر عسقلاني"په 25، "جرزي شافعي په80، "ابوسعيد سجستاني"په120،"اميرمحمد يمني"په  40، نسائي په 250،"ابوالعلا همداني"په 100 او "ابوالعرفان حبان"  په 30 ا سنادو دا حديث راخېستى دى .

26 تنو ددې تاريخي پېښې په باب مستقل كتابونه ليكلي او كېداى شي داسې كسان هم وي،چې ددې پېښې په باب يې رساله يا كتاب ليكلى وي،چې په تاريخ كې يې نوم نۀ وي ثبت شوى.

 دا ټولي سرشمېرنې د "الغدير" د كتاب له لومړي ټوكه راخستل شوې دي.

 د شيعه مذهب عالمانو هم ددې تاريخي پېښې په باب ارزښتناك كتابونه ليكلي،چې بېلګه يې د "الغدير" كتاب دى،چې "علامه اميني" ليكلى دى .

بيا يې وويل:

((خلكو! اوس د وحې پرېښتې راغله او دا آيت يې راوړ: "اليوم اكملت لكم دينكم و اتممت عليكم نعمتى و...." ؛يعنې نن مې ستاسې دين پوره كړ او نعمت مې پر تاسې پاى ته ورساوه او اسلام مې ستاسې دين وټاكه.

پر دې مهال پېغمبر اکرم د تكبير نارې پورته کړې او ويې ويل: (( د خداى شكر،چې خپل دين يې پوره كړ او نعمت يې پاى ته ورساوه او د  "علي"  له وصايت، ولايت او ځايناستۍ خوشحاله شو.))

 بيا پېغمبر اکرم راكوز شو او "علي" (ک) ته يې وويل: (( په خېمه كې كېنه،چې د اسلام شخصيتونه درته مباركي دركړي او تر ټولو مخکې شيخونو ورته مباركي وركړه او ورته يې خپل "مولا" ووايه.))

"حسان بن ثابت" له وخته په ګټنې او له پېغمبر اکرم نه په اجازه شعر ووايه، چې موږ يې دوه بېته راوړي دي:

(("علي"  ته يې وويل: راپاڅه، چې تۀ مې خپل ځايناستى كړې او له ځان وروسته مې د خلكو لارښوونكى وټاكلې. زه چې د چا مولى يم؛ نو "علي" يې هم دى. تاسې،چې ورسره د زړۀ له كومې مينه لرئ؛نو لاروي يې وكړئ.))

دا حديث د حضرت "علي"(ک) فضيلت راښيي،چې خپله يې هم په بېلابېلو وختونو كې پرې استدلال هم كړى دى.



په خُم غدير كې د ځايناستي د مراسمو له ټاكلو وروسته، هغوى چې له "شام" او "مصر" راغلي وو، ټول په "جحفه" كې له پېغمبر اکرمه بيل شول او خپلو سيمو ته روان شو او هغوى،چې له "حضر موت" او "يمن"راغلي وو، همدلته او يا لږ مخکې د حج له كاروانه بيل او خپلو سيمو ته روان شول؛ خو هغه لس زره تنه، چې له پېغمبر اکرم سره راغلي وو، ټول ورسره مدينې ته ستانه شول او تر اوسه لا لسم هجري كال پاى ته نۀ و رسېدلى، چې مدينې ته راورسېدل.

پېغمبر اکرم پوهېده،چې د "روم" قوي دولت د اسلام له نفوذه وېرېده او هم دا،چې پېغمبر اکرم يهوديت له عربستانه واېست او له ځينو مسيحيانو باج هم اخلي؛نو روميان به ډېر پر غوسه وي. پېغمبر اکرم د روميانو خطر له پخوا جدي نيولى و؛نو ځكه يې پر اتم هجري كال د حضرت"جعفر ابن ابيطالب"،حضرت"زيد بن حارثه" او حضرت"عبدالله رواحه"(رضى الله عنهم) پر مشرۍ لښكر د روميانو سيمې ته ولېږه، چې په دې  جګړې كې د اسلام دا درې واڼه لوړ پوړي افسران شهيدان شول او د حضرت "خالد بن وليد" د تدبيرونو او پوځي تاكتيك پايله وه،چې مسلمانان ژوندي؛خو بې له بري مدينې ته راستانه شول.

پر نهم هجري كال،پېغمبر اکرم ته خبر راورسېد، روميانو پر "حجاز" د بريد تيارى نيولى؛نو په خپله پېغمبر اکرم له درې زرو تنو سره "تبوك" ته ولاړ او بې له جګړې مدينې ته راستون شو؛نو ځکه پېغمبر اکرم د روميانو خطر جدي انګېره؛نو پېغمبر اکرم، چې له وروستي حجه راستون شو؛نو له مهاجرو او انصارو يې لوى لښكر جوړ كړ،چې په کې د اسلام پېژندل شوي شخصيتونه؛لكه حضرت "ابوبكر"، حضرت "عمر"، حضرت "ابي عبيده" او  حضرت "سعد بن وقاص" (رضى الله عنهم) او... هم شامل وو.

(د "ابن هشام" سيرة،٢ ټوک،٦٤٢ مخ.)

  همداسې پېغمبر اکرم حكم وكړ: ((هغه ډله مهاجر،چې له ټولو مخکې مدينې ته مهاجره شوې؛ټول بايد په جګړې كې برخه واخلي.))

 پېغمبر اکرم د مسلمانانو د ديني احساساتو راپارولو ته په خپل لاس "اسامه" ته بيرغ وتړه او ورته يې وويل:((د خداى په نامه او خداى ته وجنګېږه، له دښمن سره وجنګېږه،سهار وختي د "انبا" پر خلكو بريد وكړه او دا واټن دومره په بيړه ووهه،مخكې له دې،چې د رسېدو خبر دې ورسېږي، تۀ او سرتېري دې ورو رسئ.)) (425)

د اهل سنتو سرچينې د بيرغ تړلو مراسم د صفر پر شپږ ويشتمه مه بولي او دا،چې هغوى د پېغمبرد وفات ورځ د ربيع الاول دولسمه بولي؛ نو دا ټولې پېښې،چې وروسته به وويل شي،کړاى شي، په شاړلس ورځو كې راپېښې شوې وي.

 د شيعه مذهب سرچيني د پېغمبر اکرم د وفات ورځ  اته ويشتم د صفر بولي؛ نو دا مراسم بايد د صفر له 28 مې څو ورځې مخکې سرته ورسي.

حضرت"اسامه" بيرغ "بريده" ته وركړ او "جرف" د "شام" پر لور[ له مدينې درې ميله لرې) يې خپل لښكرتون كړ، چې سرتېري هلته راټول شي او ټول پر ټاكلي وخت حركت وكړي.

پېغمبر اکرم يو زلمى د لښكر بولندوى وټاكه،چې د انصارو او مهاجرو مشران يې هم تر لاس لاندې وو او دليل يې دا و، چې :

1_غوښتل يې د حضرت "اسامه" هغه مصيبت جبران كړي،چې پلار يې له روميانو سره په جګړې كې شهيد شوى و او شخصيت يې وستايي.

2_پېغمبر اکرم ددې ټاكنې له لارې غوښتل د كار د ويش قانون د شخصيت او لياقت له مخې راژوندى كړي او ښكاره خلكو ته ووايي، چې ټولنيز منصبونه او مقامونه بې له لياقت او كارپوهې بل څيز ته اړتيا نۀ لري او په عمر پورې اړه نۀ لري،څو هغه ځوانان،چې لياقت لري،ځانونه يو لړ ټولنيزو مسئووليتونو ته چمتو كړي او پوه شې،چې په اسلام كې مقام او منصب له لياقت او كارپوهې سره نېغه اړيکه لري؛نۀ له عمر او كلو سره.

واقعي اسلام هماغه د الهي ښوونو پر وړاندې نظم ښوول دي او حقيقي مسلمان هغه دى،چې دې حکمونو ته د جګړې د سرتېري په څېر ځان تسليم كړي او د زړۀ له كومې يې ومني،كه پر ګټه يې وي يا تاوان، كه له غوښتنو سره يې سمون لري او يا نۀ.

 حضرت "علي" د اسلام حقيقت داسې ښوولى دى:(( اسلام حکمونو ته يې تسلېمېدل دي.)) (426)

 هغوى،چې د اسلام د حکمونو په عملي كولو كې توپير كوي او چېرې،چې د اسلام حکمونه له دننني غوښتنو سره يې سمون نۀ لري؛نو ژر پر نيوكو لاس پورې كوي او پر ډول ډول پلمو له  اوامرو يې اوږه خالي كوي،چې اسلامي نظم او انضباط نۀ لري او د واقعي تسلمېدو ځانګړنه نۀ لري،چې د اسلام بنسټ دى.د حضرت "اسامه بن زيد" په څېر د تنكي ځوان مشري،چې عمر يې لا شلو كالو ته هم نۀ و رسېدلى؛نو ځکه د حضرت "اسامه" مشري منل، هغو اصحابو ته ډېره سخته وه،چې له "اسامه" مشران و؛نو پر نيوكو يې لاس پورې كړ او هغه څه يې وويل،چې راو يې ښوول اسلامي نظم او د اسلام د احکامو پر وړاندې د تسليم ځانګړنه يې نۀ درلوده او د خبرو محور يې دا و، چې ولې پېغمبر اکرم تنكى ځوان د سترو اصحابو  بولندوى ټاكلى دى. (427)

هغوى ځان له پېغمبر اکرم ډېر هوښيار ګڼل او ددې كار له مصالحو خبر نۀ وو او چارې يې په خپل وړوكي عقل او شخصي معيارونو سنجولې.

 سره له دې،چې پوهېدل پېغمبر اکرم د لښكر پر لېږلو خورا ټينګار كوي؛خو مرموزو لاسونو ددې لښكر د حركت مخه نيوه او په پټه يې ورانى كاوه.

پر هغه ورځ،چې پېغمبر اکرم حضرت "اسامه" ته د جګړې بيرغ وركړ؛نو سختې تبې،چې سردرد هم ورسره و،پر كټ كړ.دې ناروغۍ څو ورځې جريان درلود،چې ترې وفات هم شو. 

په ناروغۍ كې خبر شو،چې ځينې د حضرت "اسامه" پر مشرۍ نيوكې كوي او د لښكر د حركت مخنيوى كوي.له دې خبرې خورا خپه او پر غوسه شو. پر ناروغه ځان،چې يو دسمال يې پر اوږه او پر بل يې سرتړلى و،جومات ته روان شو،چې مسلمانان ددې سرغړونې له خطره ووېروي. له هغې سختې تبې سره پر منبر كېناست او له  ثنا وروسته يې وويل:

(( خلكو! زه د لښكر د حركت پر ځنډ ډېر خپه يم. كه د "اسامه" د مشرۍ منل ځينو ته ګران وي او پر نيوكو مو لاس پورې كړى وي؛خو دا نيوكې او سرغړونې مو نوې خبره نۀ ده،مخکې مو د هغه د پلار پر مشرۍ نيوكې كولې. پر خداى قسم ! هم يې پلار او هم يې زوى دې منصب ته وړ وو، هغه پر ما ګران دى.خلكو!ورسره نېكي وكړئ او نور هم ورسره نېكۍ ته راوبلئ؛ځكه هغه دركې له نېكانو دى.))

پېغمبر اکرم په همدې ځاى كې خپلې خبرې پاى ته ورسولې او له منبره راكوز شو او سختې تبې نيولى و او په بستره كې سملاست او هغه اصحاب،چې د پېغمبر اکرم پوښتنې ته راتلل،ټولو ته يې ويل،چې د "اسامه" لښكر ته حركت وركړئ.(428) او پر هغوى دې لعنت وي،چې له دې لښکره بېليږي او په مدينه کې پاتې کېږي.

وګورئ: ملل و نحل شهرستاني:څلورمه سريزه،٢٩ مخ او همداسې: د ابن ابي الحديد معتزلي شافعي د نهج البلاغې شرحه،٢/٢٠

دا سپارښتنې ددې لامل شوې،چې ځينې انصارو او مهاجرو د پېغمبر اکرم خوشحالۍ ته د هغه حضور ته ورتلل،چې هرومرو له لښکر سره يو ځاى کېږو. په هغو دوه درې ورځو كې،چې "اسامه" د لښكر پر تيارولو بوخت و،له مدينې به ورته د پېغمبر اکرم د ناروغۍ د سختېدو خبرونه راتلل، چې تګ ته يې د لښكر هوډ سستاوه،څو د لښكر بولندوى پېغمبر اکرم ته راغى او د هغه په مبارکه څېره کې يې د ښه والي نښې حس کړې.

پېغمبر اکرم ورته وويل:(( ژر تر ژره لښكر ته دې حركت وركړه.))

"اسامه" لښكرځاى ته ولاړ او د حركت حكم يې وكړ. تر اوسه لښكر لا  له "جرف" نۀ و وتلى، چې له مدينې خبر راورسېد د پېغمبر اکرم ځلكدن دى. ځينې چې په پلمې پسې ګرځېدل او 16ورځې يې په ډول ډول پلمو د لښكر له تګه مخنيوى كړى و،د پېغمبر اکرم ناروغي يې پلمه كړه او مدينې ته راستانه شول او ورپسې د لښكر نور كسان هم مدينې ته راستانه شول او د ځينو د بې انضباطۍ له امله د پېغمبر اکرم پر ژوندون حكم ته يې د عمل جامه ور وانه غوستل شوه.(429)

 

بقيع والو ته د بښنې غوښتنه

پر هغه ورځ،چې پېغمبر اکرم د ناروغۍ احساس وكړ؛نو د حضرت "علي" لاس يې ونيو او هغوى،چې ورپسې وو،د "بقيع" هديرې ته روان شو او و يې ويل:(( خداى راته دنده راكړې،چې بقيع والو ته بښنه وغواړم))؛د بقيع هديرې ته چې ورسېد؛نو و يې ويل:(( پر تاسو دې زما سلام وي .اى چې تر خاورو لاندې ياست!په كوم حال كې،چې ياست،پر تا سې دې مبارك وي، فتنې د تورې شپې په څېر مخ کړى او سره تړل شوي دي.))

 بيا يې "بقيع والو" ته دعا وكړه او "علي" (ک) ته يې وويل:

 (( د دنيا د خزانو كونجيانې او په دنيا كې ژوند يې راته راوړ او زه يې د دنيا او د خداى د ملاقات او جنت ته د تلو ترمنځ اختيارمن كړم؛خو ما د خداى ملاقات او جنت غوره كړ. د وحې پرېښتې به هر كال يو ځل قرآن راوړه؛خو سږ كال يې دوه ځل راوړ او مانا يې داده،چې اجل مې رارسېدلى دى.)) (430)

څوك،چې دنيا ته په مادي سترګو ويني،ښايې شك وكړي او له ځان سره ووايي: څرنګه څوك له ارواحو سره خبرې کړاى شي؟ او څرنګه كېداى شي ورسره اړيکه ټينګه كړي؟ څرنګه كېداى شي انسان له خپل مرګه خبر وي؟؛خو هغوى له روح سره له اړيكو نۀ منكرېږي او ورته شونې او واقعي كار وايي،چې د ماديت دېوالونه يې نړولي وي.

پېغمبر اکرم،چې د وحې له نړۍ سره په اړيکه كې و؛نو دا مسلمه ده، چې له خپل مرګه به خبر وي.

پينځه څلوېښتم څپرکى

د يوولسم هجري كال پېښې


هغه ليک چې کښلو ته پرې نۀ ښوول شو

د پېغمبراکرم د ژوند وروستۍ ورځې د تاريخ حساسې شېبې دي. مسلمانانو په هغو ورځو كې د خپګان شېبې تېرولې.د ځينو اصحابو ښكاره مخالفت او د حضرت "اسامه" په لښكر كې نۀ ګډون، د هغوى پټې سياسي هلې ځې راښوولې،چې د پېغمبر اکرم له وفات وروسته د اسلام حكومت او سياسي چارې تر لاسه كړي او د پېغمبر اکرم رسمي ځايناستى،چې د "غدير" پر ورځ يې ټاكلى و، له صحنې وباسي.

پېغمبر اکرم هم د هغوى له نقشې خبر و؛نو ځكه د شنډولو لپاره يې ټينګار درلود،چې ټول اصحاب دې د حضرت "اسامه" په لښكر كې ګډون وكړي او ژر تر ژره دې له مدينې د روم له لښكر سره د جګړې پر لور ووځي؛خو د سياست د صحنې لوبغاړو د خپلې نقشې پلي كولو ته د يو لړ پلمو په راوړو،په دې  لښكر كې له ګډونه سرغړونه وکړه او ان د لښكر د تګ  مخنيوى يې هم وكړ،چې بالاخره له 16 ورځو ځنډ وروسته د پېغمبر اکرم د مرګ د خبر په خپرېدو، بېرته مدينې ته راستانه شول.

 د پېغمبر اکرم مطلب دا و،چې د وفات پر ورځ يې مدينه له مزاحمو سياسي وګړيو تشه وي،چې ځايناستي ته يې د خلافت پر كرسۍ كېناستو ته  خنډ پيدا نۀ کړي؛خو هغوى نۀ يوازې دا، چې له مدينې ونۀ وتل؛ بلكې د پېغمبر اکرم د ځايناستي د موقعيت د تحكيم او تثبيت مخه يې هم ونيوه او پر بېلابېلو پلمو يې د پېغمبر اکرم مخه هم نيوه.

 پېغمبر اکرم د هغوى د ځينو لورګانو د پردې تر شا له سياسي فعاليتونو هم خبر و او سختې تبې نيولى و،چې جومات ته راغى او د منبر تر غاړې ودرېد او پر لوړ غږ  يې،چې له جوماته بهر هم اورېدل كېده، وويل:(( خلكو! (د فتنې) اور بل شوى او فتنو يې د شپې د تيارې په څېر مخ کړى او تاسې زما پر وړاندې هيڅ ډول لاسوند نۀ لرئ،ما چې څه حلال كړي (؛نو)هماغه قرآن حلال كړي او،چې څه مې حرام كړي،هغه قرآن هم كړي دي.)) (431)

دا وينا د پېغمبر اکرم له مړينې وروسته د اسلام د برخليك په باب د هغه تشويش يې راښيي.

 رښتيا! د پېغمبر اکرم مطلب څه و، چې ويې ويل: (( اوربل شو!))

 آيا بې له درز او تفرقې يې كوم بل مطلب و،چې مسلمانانو ته په څار کې و او دا اور د پېغمبر اکرم له وفات  وروسته پر لمبو شو،چې تر اوسه هم لمبې وهي او نۀ دى مړ شوې؟

قلم او دوات راوړئ چې ليک وليكم

پېغمبر اکرم له هغو پټو فعاليتونو خبر و،چې له كوره يې بهر د خلافت قبضې ته كېدل؛نو دا چې خلافت له خپل محوره كوږ نۀ شي او د اختلاف مخه يې نيولې وي؛نو هوډ يې ونيو د حضرت "علي" (ک) د ځايناستۍ او د خپلو اهل بيتو د موقعيت خبره د ليكلي سند په ډول پاتې شي؛نو هغه ورځ،چې اصحاب يې پوښتنې ته راغلي وو،سر يې ټيټ كړ، لږ څه فكر يې وكړ،بيا يې اصحابو ته وكتل او و يې ويل:

(( كاغذ او دوات راوړئ،چې درته څه وليكم،چې وروسته ترې بې لارې نۀ شئ.)) (البته ويلو ته يې اړتيا نۀ شته،چې د پېغمبر اکرم مطلب دا و، چې ليک يې "كاتب" وليكي؛ځکه پېغمبر اکرم د خپل عمر تر پايه قلم په لاس كې نۀ و اخستې او ليک يې نۀ و ليكلى).

 پر دې  مهال حضرت "عمر" د ناستې چوپتيا ماته کړه او و يې ويل:

(( د پېغمبر ناروغي سخته شوې. قرآن  درسره دى او اسماني كتاب راته بس دى.))

 د حضرت عمر پردې خبره، خبرې اترې وشوې؛ځينو ورسره مخالفت وكړ او و يې ويل: (( بايد د پېغمبر اکرم حکم اجرا شي. ولاړ شئ او كاغذ او قلم راوړئ،چې څه غواړي، و يې ليكي)) او ځينو د دويم خليفه اړخ ونيو او د قلم او كاغذ له راوړو يې مخه ونيوه.

 پېغمبر اکرم د هغوى له دې اختلاف او سپين سترګۍ خورا خپه شو او ويې ويل:(( پاڅېږئ او زما له كوره ووځئ.))

"ابن عباس" ددې پېښې له رانقلولو وروسته وايي: (( اسلام ته تر ټولو ستر غم دا و چې د ځينو اصحابو شخړه ددې لامل شوه، چې پېغمبر اکرم خپل ليک و نۀ ليكي.)) (432)

 

له ليکه د پېغمبر اکرم مطلب څه و؟

كېداى شي دا پوښتنه ذهن ته راشي،چې پېغمبر اکرم د كومې موضوع په اړه ليک ليکه ؟

ځواب يې څرګند دى، چې  پېغمبر اکرم غوښتل، د حضرت "علي" (ک) د خلافت او وصايت خبره پخه كړي او خلكو ته د خپلو اهل بيتو د لاروۍ خبرې وكړي او دا خبره موږ د "ثقلين" د حديث پر بنسټ كوو،چې داهل سنتو او شيعه و عالمان پرې يوه خوله دي؛ځكه د ليک په باب يې وويل: ((ځکه يې درته ليكم،چې له ما وروسته بيخي بې لارې نۀ شئ.))

چې دا جمله يې د "ثقلين" په حديث كې هم كړې او له كتاب او اهل بيتو د لاورۍ علت يې دا ګڼلى،چې كه  ددې دوو درندو مو لاروي وكړه؛ نو بې لارې به نۀ شئ او حديث داسې و: (( په تاسې كې دوه ګران بيه څيزونه پرېږدم،چې كه  لاوري مو ترې وكړه؛نو هېڅكله به بې لارې نۀ شئ،چې د خداى كتاب (قرآن) او زما عترت او اهل بيت دي.))

له يارانو سره وروستۍ وداع

پېغمبر اکرم په ناروغۍ كې كله كله جومات ته راتله او له خلكو سره يې لمونځ كاوه او د ځينو خبرو په باب يې ورته يادونه كوله.

 يوه ورځ،چې سخت ناروغ و او سر يې په ټوټه تړلې و او حضرت "علي" (ک) او حضرت "فضل بن عباس" په تخرګونو كې نيولى و او پښې يې پر ځمكه ښوييدې،جومات ته راغى او پر منبر كېناست او پر خبرو شو: ((خلكو! وخت يې رارسېدلى،چې له تاسې ولاړ شم،كه چا ته مې د څه وعده وركړې وي؛ نو راغلى يم پوره يې كړم.))

 پر دې  مهال يو سړى را پاڅېد او و يې ويل: (( څه موده مخكې مو ژمنه راكړې وه،چې كه واده وكړم؛نو څه پېسې به راكړې.))

 پېغمبر اکرم، "فضل" ته حكم وكړ،چې پيسې وركړه.

 پېغمبر اکرم له منبره راكوز شو او كورته ولاړ او بيا د جمعې پر ورځ، له خپل وفات درې ورځې مخکې،يو ځل بيا جومات ته راغى او خلكو ته يې خبرې وكړې او د خبرو په ترڅ كې يې وويل: (( څوك كه پر ما حق لري؛نو ووياست؛ځكه په دې دنيا كې قصاص له هغې دنيا اسان دى.))

پر دې  مهال "سواده بن قيس" پاڅېد او ويې ويل: (( د "طايف" له جګړې،چې راستنېدو،په خپل اوښ سپور وئ او غوښتل مو اوښ په متروكه ووهۍ،په تېره کې مو زه پر ګېډه ووهلم او اوس قصاص غواړم.))

 د پېغمبر اکرم خبره يوازې اخلاقي ست نۀ و؛بلكې غوښتل  يې داسې حق هم جبران كړي، چې د چا ورته پام نۀ و.

پېغمبر اکرم حكم وكړ،چې ولاړ شئ او له كوره هماغه متروكه راوړئ. بيا يې خپل كميس پورته كړ،چې "سواده بن قيس" خپل قصاص واخلي. د پېغمبر اکرم ياران ژړغوني په تمه وو،چې څه به كېږي. آيا "سوادة" به خپل قصاص واخلي؟ و يې ليدل،چې "سوادة" بې واکه د پېغمبر اکرم مباركه سينه او ګېډه ښكولوي.پر دې مهال پېغمبر اکرم ورته دعا وكړه او و يې ويل: (( خدايه "سواده" وبښې؛ځکه ستا رسول يې وباښه.)) (433).

شپږڅلوېښتم څپرکى

د ژوند وروستۍ سلګۍ

پر مدينې د غم او ژړا سيورى و. د پېغمبر اکرم ياران په ژړغونو سترګو او خپګان د پېغمبر اکرم له كوره بهر راټول شوي وو،چې د پېغمبر اکرم د ناروغۍ پر احوال ځان پوه كړي. ټولو دا خبره كوله،چې د پېغمبر اکرم د ژوند وروستۍ سلګۍ دي. د پېغمبر اکرم ځينو يارانو علاقه درلوده، چې خپل ګران مشر له نږدې وګوري؛خو د ناروغۍ حالت يې داسې و،چې په كومه كوټه كې پروت و؛نو بې له اهل بيتو  نور څوك تلاى راتلاى نۀ شو.

حضرت "فاطمه" بي بي د خپل پلار له بسترې سره ناسته وه او نوراني څېرې ته يې پر كتو وه،چې د پلار پر تندي يې د مرګ خوله راماته شوې ده . "زهرا" بي بي په غمجن غږ دا شعر ووايه:

((وابيض يستسقى الغمام بوجهه))

((ثمال ايتماى عصمه للارامل))

((يعنې هغه نوراني څېره،چې په درناوي يې له ورېځو بارن غوښتل كېږي. هغه شخصيت،چې د پلار مړيو او كونډو پناه ځاى و.))

 پردې مهال پېغمبر اکرم سترګې  پرانيستې او په ټېټ غږ يې ورته وويل: (( دا شعر "ابوطالب" زما په باب ويلى؛خو غوره ده د آل عمران سورت 144 آيت ووايي:"محمد"(ص) يوازې د خداى پېغمبر دى او له هغه مخكې نور پېغمبران هم تېر شوى وو؛نو كه ومري يا ووژل شي،تاسې پرشا ګرځئ ؟ ( او اسلام پرېږدئ، جاهليت او كفر ته بېرته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې پر شا واوړي؛نو هېڅكله به خداى ته زيان و نۀ رسوي او خداى به ډېر ژر شكر اېستونكيو ( او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي.")) (434)

پېغمبر اکرم خپلې لور ته خبره كوي

تجربې ښوولې،چې په خپل اولاد د سترو شخصيتونو عواطف د كار او بوختيا له امله كمېږي؛ځكه سترو موخو او نړيوال افكارو، فكر يې دومره بوخت كړى وي،چې اولاد او كورنۍ يې له ياده ورته اېستلې وي؛خو ستر معنوي شخصيتونه له دې قاعدې او قانونه مستثنى دي او يو كار يې د بل تر سيورى نۀ شي راتلاى.

له لور سره د پېغمبر اکرم مينه،د انساني عواطفو ستره بېلګه وه. تر دې، چې پېغمبر اکرم به د خپلې لور، بې له مخه ښې چېرې نۀ تله او، چې له سفره به راستنېده؛نو له هر څه د مخه ليدو ته به يې ورتله. د خپلو ښځو په مخ كې د هغې يې خورا درناوى كاوه او خپلو يارانو ته يې ويل:

 (( "فاطمه" زما د وجود ټوټه ده،زما خوشحالي په خوشحالۍ كې يې ده او غوسه مې په غوسه كې يې ده.)) (435)

د "زهرا" بي بي وړوكتوب ورته حضرت حضرت "خديجه" رايادوله، چې د خپل مېړه په لار كې يې خپله شتمني لګولې وه او هغه مهال، چې ټولو دروغجن باله، رښتين يې باله.

د ناروغۍ په ورځو كې "فاطمه" بي بي د پلار په څنګ كې وه،چې اشاره يې ورته وكړه،چې خبره درته كوم.د پېغمبر اکرم لور سر ورټيټ كړ. بيا پېغمبر اکرم ورته په غوږ كې خبره وكړه،چې د شاوخوا كسانو وا نۀ ورېده؛ خبره يې،چې پاى ته ورسېده؛ نو "زهرا" بي بي پر ژړا شوه. پېغمبر اکرم ورته بيا اشاره  وكړه او "زهرا" بي بي ورټيټه شوه او بيا يې په غوږ كې ورته خبره وكړه،چې دا ځل "زهرا" بي بي خوشحاله شوه او و يې خندل.

 دې ژړا او ورپسې خندا،خلك حيران كړل. له فاطمې بي بي يې وغوښتل ددې علت ورته ووايي؛خو "زهرا" بي بي ورته وويل:(( زه د پېغمبر اکرم راز نۀ ښكاره كوم.))

د پېغمبر اکرم له وفات وروسته،حضرت عايشې بي بي په دې باب "زهرا" بي بي وپوښتله؛نو ورته يې وويل:(( پلار مې په لومړي ځل راته وويل: "زه به د همدې ناروغۍ له امله مرم"؛نو پر ژړا شوم او بيا يې راته وويل:" تۀ زما په اهل بيتو كې لومړى تن يې،چې په ما پسې به راشې"،چې دې خبرې خوشحاله كړم او ومې خندل.)) (436)

پېغمبر اکرم د ژوند په وروستيو شېبو كې سترګې خلاصې كړې او و يې ويل:(( ورور ته مې غږ كړئ،چې څنګ ته مې كېني. ))

ټول پوه شول،چې حضرت "علي" غواړي.حضرت "علي" تر څنګ يې كېناست. حس يې كړه،چې پېغمبر اکرم له ځايه جېګېدل غواړي."علي" (ک) له بسترې يې راجېګ كړ او خپلې سينې ته يې تكيه كړ.(437) ډېر وخت نۀ و وتلی،چې په پېغمبر اکرم كې د ځلكدن نښې راپيدا شوې. 

 يو سړي حضرت "ابن عباس" وپوښته:((پېغمبر اکرم د چا په غېږ كې سا وركړه؟ )) حضرت "ابن عباس" وويل:(( د حضرت "علي"  په غېږ كې.)) هماغه سړي وويل :((حضرت عايشې بي بي خو ويلي،چې زما په غېږ كې يې سا وركړه.)) "ابن عباس" د عايشې بي بي خبره و نۀ منله او و يې ويل: (( د "علي"په غېږ كې يې سا وركړه او حضرت "علي" (ک) او زما ورور  "فضل" ورته غسل وركړ.)) (438)

ځينو محدثانو رانقل كړي:پېغمبر اکرم خپله وروستۍ خبره داسې وكړه: ((لا، مع الرفيق الا علي.))

 لکه چې د وحې پرېښتې پېغمبر اکرم خپلې خوښې ته پريښى و،چې رغېږي او په دنيا كې اوسېدل غواړي او كه د مرګ پرېښته دې سا واخلي؛ خو پېغمبر اکرم ددې جملې په ويلو د مرګ پرېښتې ته وويل، چې د خپل جانان ديدن ته تلل غواړي او د هغو كسانو ديدن ته تلل غواړي،چې د نساء سورت په 69 آيت كې يې يادونه شوې ده:

وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا= او څوك،چې د خداى او پېغمبر اطاعت وكړي (د قيامت پر ورځ به ) د هغو خلكو ملګرى وي، چې خداى پرې خپل  نعمت لورولى دى(؛يعني) له پېغمبرانو او رېښتينو او شهيدانو او نېكانو (سره به وي) او هغوى ښه ملګري دي.))

پېغمبر اکرم دا جمله وويله او سترګې يې پټې كړې.(439)



د رحلت ورځ

د پېغمبر اکرم روح د دوشنبې پر ورځ د "صفر" د مياشتې پر 28 مه د جنت او خپل جانان پر لور ور والوت.(٤٤٠) بيا يې يوه "يمني" ټوټه د پېغمبر اکرم پر مړي هواره كړه او يوې شپې ته يې د كوټې په كونج كې كېښود.د ښځو او خپلوانو ژړاګانو او چغو خلك پوه كړل،چې پېغمبر اکرم وفات شوى دى. ډېر وخت لا نۀ و تېر،چې د پېغمبر اکرم د رحلت خبر په ټوله مدينه كې خپور شو.

حضرت "عمر" د ځينو لاملونو له مخې،له كوره بهر چغې كړې،چې: پېغمبر اکرم نۀ دی مړ شوى او د موسى(ع) په څېر خداى ته ورغلى دى او پردې خبره يې بې حده ټينګار کاوه او نږدې وو ځېني نور هم ورسره يوه خوله شي،چې د "بخاري" د روايت له مخې،حضرت "ابوبكر" راغى او دا آيت يې ورته ولوست:(("محمد"(ص) يوازې د خداى پېغمبر دى او له هغه مخكې نور پېغمبران هم تېر شوي وو؛ نو كه ومري يا ووژل شي، تاسې پرشا ګرځئ ؟ ( او اسلام پرېږدئ، جاهليت او كفر ته بېرته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې پر شا واوړي؛ نوهېڅكله به خداى ته زيان و نۀ رسوي او خداى به ډېر ژر شكر اېستونكيو ( او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي.))

هغه چې دا آيتونه واورېدل؛نو له خپل ټينګاره يې لاس واخېست. (44١)

 حضرت "علي" د پېغمبر اکرم بدن ته غسل وركړ؛ځكه ويلې يې وو، چې ماته تر ټولو نږدې دې غسل راكړي،چې دا سړى بې له حضرت "علي" (ک) بل څوك نۀ شو كېداى.(441)

له غسل وروسته "علي" (ک) د پېغمبر اکرم مخ خلاص كړ. له سترګو يې اوښكې بهېدې  او و يې ويل:((مور و پلار مې درنه ځار. پر مړينه دې نبوت او وحې پاى ته ورسېده،چې د هيچا پر مړينه پاى ته نۀ رسېده.كه په خپله دې په غم كې صبر ته نۀ وم رابللى؛نو دومره به مې ژړلي واى،چې سترګې مې وچې شوې واى؛خو زه به تل په تاسې پسې غمجن يم او دومره ژړا تاته ډېره لږه ده،چې بې له دې چاره هم نۀ لرم. مور و پلارمې درنه ځار! په هغې دنيا كې مو هېر نۀ کړې.)) (44٣)

حضرت "علي" (ک)  لومړى تن و،چې د پېغمبر اکرم د جنازې لمونځ يې وكړ او بيا يې ياران ډلې ډلې راغلل چې دې مراسمو تر ماسپښينه دوام درلود. بيا پرېكړه وشوه،چې پېغمبر اکرم په هماغه كوټه كې ښخ كړي ،چې په کې مړ شوى دى .

 حضرت"ابوعبيده جراح" او حضرت"زيد بن سهيل"(رضى الله عنهما) د پېغمبر اکرم قبر وكنه او د پېغمبر اکرم بدن، حضرت "علي" (ک)، حضرت "عباس" او  حضرت فضل په قبر كې كېښود.  

هو مسلمانانو! همدا وو، چې زموږ ګران پېغمبر د خپل جانان لوري ته ولاړ.

پاى



پاېليکونه

١_ اعلام الورى/ 35 – 40 او همداسې بحار الانوار،19 ټوك \8- 11

2- دا قصه محمد علي (ک) سالمين په حياه محمد كتاب په 24 او 25 مخونو كې راخيستې ده]

3- بحارالانوار: 22ج/ 155

4_  بحار 15ج/ 392

5-  تحف العقول/ 25 او سيره ابن هشام 3ج/412

6-  سيره ابن هشام، 3ج/ 412

7- فتوح البلدان، ابوالحسن بلاذرى/ 457 او 459 مخونه.

8-اعراف/125

9- نازعات / 24

10_ قصص/38

11_  تفسير برهان 1/535

12- سوره انبياء/ 51-70 آيتونه ،كامل ابن اثير/ 53-62،بحار 12ج/ 14-55

13_ سعد  السعود/ 41-42 او بگار 12ټوك/118

14_ سوره بقره/ 126

15_ تفسير قمى/ 52 مخ او بحار 12ټوك/100مخ

16_ بحار، 12ټوك/ 112 چې له قصص الانبياء نه يې راخيستى دى

17_سوره ابراهيم(ع)/35

18_ سوره بقره /126

19_ كامل ابن اثير 2ج/ 1 او 21

20_ سيره حلبي، لومړى ټوك/ 26

21_ ابن اثير 2ټوك/ 21-25

22_ تاريخ طبرى، 2ټوك/ 13

23-كامل ابن اثير 2ج/ 10

24_ كامل ابن اثير 2ج، 6 او تاريخ طبرى 2ج\ 8-9 ، سره حلبي 1ج\8

25_ سيره حلبى 1ج/4

26_ سيره ابن هشام 1ج/ 153 او بحار الانور 16ج/ 9-74

27_كامل، 1ج/253

28_ مجمع البيان 5ج/ 464-466

29_ سيره ابن هشام، لومړى ټوك/ 43-62،كامل/ لومړى/ 260-263،بحار 15ټوك/ 130-146

30_: تاريخ طبرى، 2ج/ 7-8،سيره حلبى 1ج/59.

31_(مريم سورت 18-33 آيتونه)

32_ سوره مريم 18-33

33_ يعقوبي تاريخ 2ټوك/5، بحارالانور، 15ټوك/ 248، سيره حلبى 1ټوك/ 64

34_ سيره حلبي، 1ټوك/93

35_ سيره حلبى 1ټوك/ 97

36_انسان العيون فى سيره الامين والمامون، 1ټوك/ 93-100

37_ وګورئ: بحارالانور، 15ټوك/ 384   او مناقب، ابن شهر اشوب، 1ټوك/119

38_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 162-163

39_ بحارالانور 15ټوك/ 442

40_ سيره حلبي، 1ټوك/ 106

41_ بحارالانور، 15ټوك/ 345مخ

42_ د ابن شهر اشوب مناقب 1ټوك/24

43_ سوره مريم/ 24-25

44_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 167

45_ سيره حلبى، 1ټوك/ 125

46_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 168

47_ سوره الضحى/ 6

48- تاريخ طبرى، 2ټوك/ 7-8 مخ

49_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 179مخ

50_ طبري تاريخ، 1ټوك/ 33-34  او  د ابن هشام سيره 1ټوك/ 180-183

51_ نهج البلاغه عبده، 3ټوك/ 92

52_  سيره ابن هشام، 1ټوك/ 186

53_  نهج البلاغه د محمد عبده شرحه 3ټوك/ 214 مخ

54_ سره ابن هشام ، 1ټوك/ 166

55_ بحار 16ټوك/ 22مخ

56_ سيره ابن هشام، لومړى ټوك/ 158،كامل ابن اثير 2ټوك/ 24

57_ بحار، 16ټوك/ 22

58_ تاريخ يعقوبى 2ټوك/ 16 د نجف چاپ

59- الخراج/186 او بحار 16ټوك/ 4

60_ بحار ، 16ټوك/ 18

61-سيره ابن هشام، لومړى ټوك/ 26

62_ بحار، 16 ټوك/19

63_بحار، 6ټوك/ 104

64_بحار، 6/104

65_ سيره ابن هشام 1/ 204

66_ مناقب 1/30، بحار 16/16

67_ سيره حلبى، لومړى ټوك/ 123

68_ مناقب ابن شهر اشوب، لومړى ټوك/ 140

قرب الاسناد، 706

الحضال، 2ټوك، / 37

بحار الانوار، 22/ 151-152

تاريخ طبري 2/ 35بحار 22/ 166

69_ امالى شيخ/ 247

70_الاصابه ، 1/ 545، اسدالغاابه، 2/ 224

71_ مقاتل الطالبين، 26  ، تاريخ كامل، 371

سيره ابن هشام، 1/ 236

72_ نهج البلاغه، 190 خطبه.

73_  تاريخ الخميس 1/ 258

74_ نهج البلاغه و 190 خطبه. ، فيض الاسلام / 775

75_ نهج البلاغه

76_ صحيح بخاري، لومړى ټوك، كتاب العلم/3، بحارالانور 18/194

77_ سوره علق

78_ سيره ابن هاشم، 1/ 236  او  صحيح بخارى 1/3

79_ سيره ابن هشام، 1/ 240

80_ بحار 16/8

81_ نهج البلاغه عبده 2/ 182

82_ سيره ابن هشام، 1/ 245-262

83_ تاريخ طبرى 2/61

84_ سيره ابن هشام، 1/263

85_سوره شعرا 214 آيت

86_ سيره حلبى 1/ 321

87_ تاريخ طبري 2/62-63 ، تاريخ كامل2/40-41

مسند احمد 1/111،شرح نهج البلاغه ابن ابى الحديد 13/210-221

88_ سيره حلبى، 1/321

89_ سيره حلبى، 1/321

90_ سيره ابن هشام 1/265

91_ سيره ابن هشام  1/ 265-266

92_ سيره ابن هشام 1/266-267

93_ تاريخ طبرى 2/ 66-67  ، سيره ابن هشام 1/295-296

94_ سوره ص / 4-7

95_ سيره ابن هشام 1/313  او تاريخ طبرى 2/ 72

96_ سيره ابن هشام 1/ 298-299

97_ وګورئ: بحارالانوار ،  18/ 204

98_ سيره ابن هشام، 1/ 318

99_ طبقات ابن سعد" 3/233

100_ ابن اثير،كامل 2/45

101_ سيره ابن هشام، 1/ 320

102_ سيره ابن هشام 1/314

103_اسدالغابه 1/301 ،الاصابه، 4/ 64 ،الاستيعاب 4/62

104_ سو ره واقع / 10 او 11 آيتونه ، سوره توبه / 100 آيت

105_سوره حديد/ 10

106_ حليه الاولياء 1/158-159

طبقات ابن سعد، 4/225

الاستيعاب 4/63

الاصابه 4/64

الدرجات الرفيعه / 228مخ.

107_ طبقات ابن سعد، 4/ 223

108_ طبقات ابن سعد، 4/221-222 او 226 مخونه

الدرجات رفيعه/ 225-226 مخ او همداسې 229-230

109_سوره يس/ 78-79

110_تاريخ كامل، 2/47-51

111_سوره زخرف/320

112_  سيره ابن هشام، 1/361

113_سوره عبس/ 33-37

114_سوره نساء / 56

115_ سوره قصص/57

116_عنكبوت /56

117_سيره ابن هاشم، 1/321  او تايخ طبرى 2/70

118_ ابن اثير،كامل 2/52-53

119_تاريخ كامل، 2/54-55  او تاريخ طبرى 2/73

120_ سيره ابن هشام 1/338  او امتاع الاسماع /21

121_ سيره ابن هشام 1/371

122_سيره ابن هشام 1/300-301

123_ سيره ابن هشام، 1/270

124_سيره ابن هشام ، 1ټوك/ 350 ، تاريخ طبرى 2ټوك/ 78

125_سيره ابن هشام 1ټوك/ 374  ،تاريخ طبرى 2ټوك/ 79

126_ تاريخ يعقوبى، 2ټوك/ 19،

تاريخ كامل،2ټوك/ 61،طبقات ابن سعد، 1ټوك/ 208 – 210

127_ سيره ابن هشام، 1ټوك/ 374 – 380

128_سيره حلبى، لومړى ټوك/ 125

129- وګورئ: طبقات كبرى، لومړى ټوك/ 202-203 ، طرايف، 85مخ ،الحجه/ 61

130_ "مجمع البيان" 7ټوك/ 37، الحجه/ 57 او همداسې،

مستدرك حاكم، 2ټوك/ 623

131_ ديوان ابوطالب/ 32 او "سيره ابن هشام" ، 1/ 373

132_ ابن ابى الحديد، 14/74، ديوان ابوطالب/ 173

133- سيره حلبى، 1/390 ،تاريخ الخميس، 1/339

134_طرايف، سيد محمد ابن طاووس / 85

135_ شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد، 14/ 76

136_ مجمع المبيان، سوره "اسراء" 3/ 395

137_طبقات ابن سعد، 1/ 210 – 212 او البدايه والنهايه 3/137

138_ وګورئ: طبقات، 1/216 ، سيره ابن هشام، 1/422

139_ تاريخ طبرى، 2/86

140- سيره ابن هشام، 1/131

141_ سيره ابن هشام 1/ 448-450

142_ اعلام الوري/ 37، بحارالانور، 19/10-11

143_طبقات ابن سعد، 7/210

144_طبقات كبرى، 1/227-228 ،سيره ابن هشام، 1/ 480-482

145_سوره انفال/30

146_ طبقات كبرى، 1/228 ، تاريخ طبرى 2/100

147_ سيره حلبى، 2/32

148_بحارالانوار 19/50 ،اعلام الورى/39

149_ تاريخ طبرى، 2/100

150_ طبقات كبرى، 1/229

151_ مسند احمد 1/ 87 ، كنزالعمال 6/ 407 ،الغدير 2/ 44 – 45

152_سوره توبه /40

153_كامل 2/ 73

154_ سيره ابن هشام 1/ 491 ، تاريخ كامل 2/75

155_ تاريخ طبرى 2/ 104

156_ ابن اثير،تاريخ كامل، 2/ 74

157_بحار، 9/ 75 او 88 مخ

158_ ابن اثير، تاريخ كامل، 2/ 75

159_ امتاع الاسماع/ 48

160_تاريخ طبرى 1/ 106

161_ اسدالغابه، 4/ 99

162_ بحار 19/ 108

163_  سيره ابن هشام  1/ 500 – 501 او بحار: 19/ 126

164_ صحيح بخارى، لومړى ټوك

165_ سيره ابن هاشم، 1/ 496 او تايخ الخميس، 1/ 345

او سيره حلبى، 2/ 76

166_سيره حلبى، 2/ 76-77

167_ مستدرك حاكم، 3/ 385، د صفين پېښه

168_ينابيع الموده، 1/ 226

169_مرجع  الذهب، 2/ 287 – 288

170_ طبقات ابن سعد 1/ 241 – 242

اعلام الورى الهدى/ 81 – 82

171_ سيره ابن هشام 1/ 606

172_ كامل 2/ 80

173_ سوره بقره/ 144

174_ سوره بقره/ 143

175_ سوره بقره/ 143

176_ تحفه الاجله فى معرفه القلبه / 71، 1319 كال چاپ

177_ صدوق، من لا مفيد، 1/ 88  او ابواب قبله، 3/ 218

178_ مغازى واقدى، 1/ 20

179_ امتاع الاسماع/ 62-63

180_سوره حج/ 39

181_تاريخ طبرى، 2/138 او تاريخ كامل 2/82

182_ سيره ابن هاشم، 2/ 249 – 248

183_ مغازه واقدى 1/ 48 او سيره ابن هشام 1/ 615

184_ سيره ابن هشام 1/617

185_ سوره انفال/7

186_ سيره ابن هشام 1/ 620 او تاريخ طبرى 2/ 144

187_ سيره ابن هشام، 1 622

188_ مغازى 1 62، بحار 19 234

189_ سيره ابن هشام 1 623 او بحارالانوار 19/ 224

180_تاريخ طبرى 2/ 149

181_تاريخ طبرى 2/ 148 او سيره ابن هشام 1/ 625

182_ نهج البلاغه  64 نامه

183_سيره ابن هشام 1/ 626

184_ تاريخ طبرى ، 2/ 149

185_سيره ابن هشام، 1/ 632

186_ صحيح بخاري 5/ 97، 98، 110 مخونه د بدر جګړې

صحيح مسلم، 4ټوك، د جنت كتاب، 77مخ

سنن نسائى، 4/ 89، 90 مخونه،مسند امام احمد 2/131

سيره ابن هشام 1/  639

مغازى واقدى 1ټوك، د بدر غزوه ،بحارالانوار، 19/ 346

187_سيره ابن هاشم، 2/ 645

188_سيره ابن هشام، 1/ 645

189_ فهرست نجاشى/5

180_سيره ابن هشام، 1/ 648

181_ سيره ابن هشام، 1/ 651-658

182_ شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد، 14/ 191

183_ سوره آل عمران/ 61

184_ بحار الانوار 43/93

185_ بحارالانوار، 43/94 او  كشف الغمه، 1/359

186_ رسايل الشيعه، 15/8

187_ بحارالانوار 43/96

188_ بحارالانوار 43/96

189_ مسند احمد، 2/ 259

190_  بحار 20/ او همداسې د كتاب د ليكونكى "در مكتب وحې" كتاب

191_  "مغازى واقدى، 1/ 211

192_. بحارالانوار 2/ 125

193_ مغازى واقدى 1/ 214  او طبقات كبرى 2/ 38

194_  سيره ابن هشام، 2/ 65

195_ (سوره فتح / 18)

196_ سيره ابن هشام، 2/ 9.

197_  سوره نوره 62 آيت  او بحار الانوار 20/ 57

198_ اسدالغابه، 2/ 59 ا،  بحارالانوار، 20/ 57

199_ مغازى واقدى 1/ 221-221

200_ سيره ابن هشام 2/ 66

201_ سيره ابن هشام، 2/ 68-69

202_  سيره ابن هاشم، 2/ 68 – 69

203_ بحار 20/ 51

204_ سيره ابن هشام 2/ 68  او  تاريخ طبرى 2/ 194

205_ سيره ابن هشام 2/ 83

206_  تاريخ كامل، 2/ 109

207_ ( آل عمران / 153)

208_ ( آل عمران سورت 144 آيت)

209_شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد 15/ 23 – 24

210_ سيره ابن هشام، 2/ 84 ، مغازى واقدى، 1/ 244

211_  تاريخ كامل، 2 / 107

212_ شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد 15/ 21

213_  تاريخ كامل، 2/ 107

214_ شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد 14/ 251

215_ خصال 1/ 368

216_  سيره ابن هشام 2/ 81

217_ ناسخ 1/ 357.

218_  سيره ابن هشام، 2/ 69 – 72

219_ شرج نهج البلاغه، ابن ابى الحديد،14/ 265 – 267

اسدالغابه 5/ 555.

220_  بحار الانوار 20/ 44 – 45.

221_  سوره نمل/ 126.

222_  سيره ابن هشام، 2/ 498 ،  بحار 20/ 131.

223_ سيره ابن هشام 2/ 95

224_ سيره ابن هشام، 2/ 99

225_  سيره ابن هشام 2/ 99

226_ شرح نهج البلاغه 14/ 262)

227_  مغازى واقدى، 1/ 265.

228_ كشف الغمه/ 54

229_  سيره ابن هشام، 2/ 101

230_  سيره ابن هشام 1\ 101

231_  طبقات كبرى 2 \49

232_ سيره ابن هشام 2/ 104، طبقات كبرى 2/ 36 - 49

مغازى واقدى  1/ 199- 340 ،  بحارالانوار 20 / 14  - 146

شرح نهج البلاغه ،  ابن ابى الحديد ، 14/ 14 – 218 او همداسې 15/ 60

233_  سره ابن هشام 2/ 169 ، طبقات ابن سعد 2/ 39

234_  مغازى واقدى 1/ 364 – 369.

235_ مغازى 1/ 364

236_  مغازى واقدى 1/ 365.

237_ بحارالانوار 19/ 110 – 111

238_  سيره ابن هشام 2/ 191

239_ ( سوره حشر/ 6)

240_  ارشاد/ 47 او 48

241_  مغازى واقدى، 1 484 – 390

242_  تاريخ الخميس 1 467

243_ امتاع الاسماع  187، تاريخ الخميس 1 \ 464

244_ اسد الغابه، الاستيعاب او الاصابه د زيد برخه.

245_ سوره احزاب / 36

246_ (د احزاب د سورت د 4 او 5 ا آيتونو خلاصه)

247_ سوره احزاب / 37-38

248_ مغازى واقدى، 2/ 441

249_  مغازى واقدى 2/ 443

250_  تاريخ طبرى 2/ 224

251_  مغازى واقدى، 2/ 445

252_ سيره ابن هشام 2/ 230 ، مغازى 2/ 453

253_ مغازى واقدى 2/ 446 ،  سيره ابن هشام 2/ 224

254_  سيره ابن هاشم، 2/ 238

255_  مغازى واقدى، 2 455-456

256_  بحار 20/223

257_  مغازى واقدى، 2/ 458-459

258_  سيره حلبى 2/ 335

259_  سيره حلبى، 2/345

260_ الامتاع / 240

261_  سيره حلبى 2/349

262_  طبقات كبرى 2/68

263_  مغازى واقدى 2/ 470

264_ كنز الفوئد / 137

265_  بحارالانوار 20/ 227

266_ مستدرك حاكم 30/ 32 ،  بحار 20/ 216

267_  مستدرك حاكم 30/ 33

268_ سيره ابن هشام 2/ 223 ،  بحار 20/ 252

269_: سيره ابن هشام 2/ 229-231  ، تاريخ طبرى 2/ 242-243

270_  تاريخ طبرى 2/ 244

271_ سيره ابن هشام 2/ 234 ، تاريخ طبرى 2/ 245-246

272_ سيره ابن هشام 2 235

273_  سيره ابن هشام، 2 237

274_  مغازى واقدى 2/ 501

275_  ارشاد 50

276_  سيره ابن هشام 2 240 ،  مغازى واقدى 2 510

277_  تورات، سفر تثنيه، 20 فصل

278_  تاريخ طبرى 2 250

279_  سيره ابن هشام 2 /250 – 254

280_  تاريخ طبرى 2/ 260

281_  تعاليق سيره ابن هشام.

282_  مجمع البيان 9/ 126

283_ (سيره ابن هشام، 2/ 309)

284_ (روضه كافى، 322)

285_(مجمع البيان 2/ 488)

286_ تاريخ طبرى 2/ 270-272

287_  سيره ابن  هاشم 2/ 314 ،  تاريخ طبرى 2/ 274-275

288_  تاريخ طبرى 2/ 278

289_  تاريخ طبرى 2/ 278-279

290_ (سوره فتح/ 18)

291_ ارشاد مفيد/ 60 ،  اعلام الورى/ 106  او  بحار / 20/ 368

292_  کامل، 2/ 138 ، بحار / 20/ 353

293_  کامل/ 3/ 162

294_  سيره حلبى، 3/ 24 ، بحار، 20/ 353

مجمع البيان  9/ 117،  سيره حلبى 3/ 25 او 26  مخونه

295_: سيره حلبى، 3/12  او  بحار 20/ 312

296_ تاريخ طبرى، 2/ 281  او بحار 20/ 353 ، سيره ابن هشام 2/ 318

297_ مغازوى واقدى 2/ 624  او تاريخ طبرى 2/ 284

298_ وګوري: سيره ابن هشام 2/ 323

299_ طبقات کبرى 1/ 260   او  تاريخ طبى 2/ 295

کامل 2/ 81     او بحار 20/ 389

300_  طبقات کبرى 1/ 260

301_  تاريخ يعقوبى 2/ 62

302_  مسند احمد 1/ 96

303_  سيره حلبى 3/ 278

304_ طبقات کبرى 1/ 260   او بحار 20/382

305_  سيره حلبى 3/ 36    او تاريخ يعقوبى 2/ 46

306_  امالى طوسى/ 164

307_  سيره ابن هاشم، 2/ 328

308_ طبقات 2/77

309_  کامل، 2/ 147

310_  سيره حلبى ، 3/ 38

311_  سيره ابن هشام 3/ 345

312_  سيره ابن هشام، 2/ 346 او 350 مخونه

313_(تاريخ طبرى، 2/ 300)

314_ مجمع البيان 9/ 120 ، سيره حلبى 2/ 43 ،سيره ابن هشام 3/ 349

315_  بحار 21/ 28

316_ صحيح مسلم 5/195  ، صحيح بخارى 5/ 22، 23

317_  سيره ابن هشام 3/ 349  ،  تاريخ طبرى 2/ 94

318_  تاريخ يعقوبى 2/ 46

319_  ارشاد/ 59

320_  بحار 21/ 21

321_  سيره ابن هشام، 1/ 327 او 356 مخونه.

322_سوره اسرا/ 26،مجمع البيان 3/ 411،

شرح ابن ابى الحديد 16/ 248

323_  الدارالمنثور 4/ 176

324_ مجمع البيان 2/ 411  ، فتوح البلدان / 45

325_ وګورئ: شرح ابن ابى الحديد 15/ 277

326_  شرح نهج البلاغه ابن ابى الهديد 16

327_ نهج البلاغه / 45 ليک

328_  فتوح البلدان/ 43

329_  شرح ابن ابى الحديد 16/ 374

330_ سوره مريم/ 6  ، سوره نمل/ 16 ،احتجاج طبرسى 1/145 دنجف چاپ   او فرازهايى حساسي از زندگى علي (ک) 1/ 325-349

331_  سيره ابن هشام، 2/ 37

332_ سيره ابن هشام 3/ 12-14  ، تاريخ الخميس 2/ 62-65

333_ طبقات کبرى 2/ 128

334_مغازى واقدى، 2/ 557-558 ،بحار 21/60 ،طبقات 2/128

335_ سيره ابن هاشم، 2/ 374

336_ مغازى واقدى، 2/ 760 ،سيره ابن هشام 2/ 375

337_ سيره ابن هشام 2/ 381، 383، 389 مخونه.

338_ مغازى واقدى 2/ 763

339_ بحار 21/ 54-55  ،مغازى واقدى 2/766

340_ امالى طوسى / 239

341_ مغازى واقدى، 2/ 780-794 او سيره ابن هشام 2/ 389-397

342_ مغازى واقدى، 2/ 779-800

343_(سوره ممتحنه/ 1

344_مجمع البيان 9/ 269-270  ، سيره ابن هشام، 2/ 399

345_ وسايل الشيعه 7/ 124  ، سيره حلبى 3/ 90

346_ (سوره حجرات/ 1)

347_ سيره ابن هشام، 2/ 400-404  ، مجمع البيان 10/554-556   او همداسې  مغازى واقدى 2/816-818 ،شرح ابن ابى الحديد 17/268

348_  مغازى واقدى 2/ 800-801 او 819

ابن ابى الحديد 17/ 270-271

349_  امتاع الاسماع، 1/ 379

350_ سيره ابن هشام، 2/ 409 او تاريخ الخميس 2/ 90 – 94

351_ سيره ابن هشام ، 2/ 408 او واقدى، 2/ 825-826

352_ مغازى واقدى، 2/ 833

353_ الغدير، 7/ 10-13 مخونه.

354_مغاذى واقدى، 2/ 835 او بحار 21/107-132

355_ مغاذى واقدى، 2/ 835 او بحار 21/107-132.

356_ بحار 21/ 140مخ.

357_ سيره ابن هشام 2/ 430

358_حضال 2/ 125

359_مجالس ابن الشيخ / 318مخ

360_امالى صدوق/ 105 مخ.

361_النص والاجتهاد / 61 – 75 مخونه.

362_  طبقات كبرى  2/ 137.

364_  طبقات كبرى، 2/ 150

365_ توبه / 25آيت

366_  مغازى واقدى، 3/ 897

367_  مغازى واقدى، 3/602 مخ.

368_  مغازى واقدى، 3/ 915-916 مخونه

369_  بحارلانوار 21/ 162

370_  سيره حلبى، 3/ 132مخ.

371_ وګورئ: طبقات ، 2/ 158مخ.

372_  سيره حلبى 3/ 134

373_ طبقات، 2/ 157.

374_  مغازى واقدى، 3/ 928مخ.

375_  طبقات ابن سعد، 2/ 152

376_  تاريخ الخميس2/ 131

377_سيره ابن هشام ،2ټوک ،577 مخ.

378_  الطبقات الكبرى، 1/ 291-359 مخونه.

379_ مغازى واقدى، 3/ 988-989 ، سيره ابن هشام 2/ 578-581

الدرجات الرفيعه فى طبقات الشيعه الاماميه / 352-354

380_  مجمع البيان 3/ 24.

381_ طبقات 2/ 165.

382_ طبقات 2/ 166.

383_ سيره ابن هشام، 2/ 520 ، بحار 21/ 207  او همداسې

پيشوائى از نظر اسلام/ 248-251

384_  سيره ابن هشام 3/ 152

385_  سيره ابن هشام، 2/ 523

386_  سيره ابن هشام 2/ 525  او

مغازى واقدى 3/ 1000

387_ اسدالغابه، 1/ 302، طبقات ابن سعد 4/ 243

حليه الاوليا 1/ 302

388_ طبقات ابن سعد، 4/ 34-232 مخونه، الدرجات الرفيعه / 53 مخ.

389_ واقدى، مغازى 3/ 1015 – 1041.

390_  سيره حلبى 1/ 161 مخ.

391_  مغازى واقدى، 3/ 1046مخ.

392_ سيره ابن هشام 2/ 530 مخ  او بحار 20/253

393_ مغازى تواقدى، 3/ 1077 مخ.

394_ سيره ابن هشام، 6/ 545مخ ، بحار  21/ 267

395_  فروغ کافى، 1/ 326 مخ.

396_  ارشاد مفيد/ 33

397_  سيره ابن هشام، 2/ 546 مخ.

398_ سيره حلبى 3/ 34 او بحار 22/ 157 مخ.

399_ بحار 23/ 114 او المحجه البيضا 3/ 366مخ.

400_  بحار 22 166مخ

401_بحار 22\ 151 مخ او سيره حلبى 2\348 مخ.

402_  بحار 22\ 156مخ.

403_   بحارالانوار 22\157مخ

404 المحاسن \ 313 مخ او سيره حلبى 3\ 348 مخ

405_ وګورئ:  بحارالانوار 21/ 285 مخ

406_  بحار 21/ 287 مخ.

407_ تاريخ يعقوبى 2 66

408_  سيره حلبى 3 \239مخ.

409_  سيره حلبى 3/ 239 مخ.

410_ (سوره آل عمران  59)

411_ بحار 21\ 32 مخ.

412_  سيره ابن هشام 3 \ 289مخ.

413_  بحار 21\319   ، النص والاجتهاد شرف الدين.

414_ بحار 21/ 385 مخ

415_  سيره ابن هشام 2/ 605

416_ سيره ابن هشام 2 \605 مخ

417_ خصال صدوق، 2\ 84مخ.

418_ بحار  21\ 405مخ

419_طبقات ابن سعد 2\ 184مخ.

420_(سوره مائده\ 67 آيت)

421_  وفيات الاعيان" 1\ 60 مخ.

422_  وفيات الاعيان 2\ 223 مخ.

423_  الغدير 1\ 267مخ.

424_  ثمار القلوب / 511 مخ.

425_ سيره ابن هشام، 2/ 642 ، النص والاجتهاد/ 12

426_ (نهج البلاغه/ كلمات قصار/ 125)

427_طبقات ابن سعد 2/ 120 مخ.

428_  طبقات ابن سعد 2/ 190 مخ.

429_ طبقات 2/ 190 مخ.

430_ طبقات 2/ 204 مخ، بحار 22/ 466 مخ.

431_طبقات ابن سعد 2/ 216، سيره ابن هشام 2/ 654

432_ صحيح بخارى د علم كتاب لومړى ټوك، 22 مخ او همداسې 2ټوك، 14 مخ  ، صحيح مسلم، 2 ټوك، 14

مسنداحمدلومړى ټوك، 325 مخ ، طبقات كبرى 2 244

433_ مناقب آل ابى طالب لومړى ټوك  \ 164 مخ.

434_  ارشاد \ 98

435_ صحيح بخارى، 5ټوك \ 21 مخ.

436_ طبقات ابن سعد 2ټوك / 247 ،كامل 2ټوك/ 219

437_  هماغه سرچينه/ 263 مخ.

438_"طبقات" 2ټوك \ 263مخ.

439_ اعلام الورى  83 مخ.

440_

په دې نېڼه د شيعه و حديثپوهان او سيره ليکونکي يوه خوله او د ابن هشام په سيرة ٢/ 65٨ مخ کې د يوې وينا په توګه روايت شوى دى.



441_ طبقات كبرى 2ج \ 57 مخ.

442_  نهج البلاغه، 23 خطبه






 

 

 



 




د ژباړن خبرې   5


د "عربستان" ټاپو وزمه يا 6


له اسلام مخكې عرب   10


د پېغمبراکرم نيكونه  28


د پېغمبر اکرم ميلاد 63


د پېغمبر اکرم ماشومتوب   70


كور ته راستنېدل  72


د ځوانۍ دوران  76


له شپونولۍ  تر سوداګرۍ   78


له واده تر بعثته  89


پټه بلنه – د خپلوانو بلنه  102


حبشې ته هجرت   132


زاړه چلونه  145


اقتصادي كلابندي   149


معراج  169


د طايف پر لور سفر  172


د عقبه تړون  180


هجرت   191


د پېغمبر اکرم لومړى کړنه  212


د قبلې بدلېدل  220


د بدر غزا 225


(فاطمه بي بي) ودېږي   261


د ُاحُد غزا 267


د تبليغيانو شهادت   321


د "بني النضير" غزا 325


د ناسمو دودونو ځپل  334


د خندق غزا 341


د فساد وروستۍ ځاله  368


ديني - سياسي سفر  383


نړيوال رسالت اعلانوي   409


د خيبر جګړه 416


فدک   427


د قضاء عمره 434


د موته جګړه 441


د مکې سوبه  450


د حنين جګړه 486


د طائف جګړه 492


د پلاويو راتګ   499


د تبوك غزا 507


د منى د ورځې پرېكړه ليک    520


د زوى په وير كې  523


په مدينه كې د نجران د استازيو پلاوى   527


وروستۍ حج يا حجة الوداع  535


هغه ليک چې کښلو ته پرې نۀ ښوول شو  560


د ژوند وروستۍ سلګۍ  566