کونړ سيند
د چترال سیند چي د افغانستان په دننه کي د کنړ سیند په نوم پېژندل کیږي، [pashto-alpha ۱] ۴۸۰ کيلومتر (۱٬۵۷۰٬۰۰۰ فوټه) متره اوږد سیند دی، چي په شمالي پاکستان او ختیځ افغانستان کي بهیږي. دا سیند د چینټر له یخچالونو څخه سرچینه اخلي، او د پاکستان د ګلګت بالتیستان او چترال په پوله کي موقعيت لري. سیند وروسته په ارندو سیمه کي افغانستان ته ننوځي[۱] او د ننگرهار ولایت له لاري د کابل سیند سره یوځای کیږي. د کونړ سیند سیستم د هندوکش غرونو د ویلي سویو ګلیشیرونو او واورو څخه تغذیه کیږي، او د چترال سیند د کابل سیند د یوه لوی مرستیال په توګه کار کوي، چي هغه بیا په پاکستان کي د سند سیند یو ښاخ ګڼل کیږي.
د سیند سرچینه او جریان
سمولد کونړ سیند د پاکستان د چترال د لیري شمالي هندوکش غرونو څخه سرچینه اخلي. [۲] د کونړ سیند د کلني جریان شاوخوا له ۶۰٪ څخه تر ۷۰٪ پوري اوبه له همدغه چترال څخه سرچینه اخلي. [۳] دا سیند د مستوج تر ښار پوري د مستوج سیند په نوم یادیږي، او ورپسې د لوټکوه سیند سره یوځای کیږي. تر هغه وروسته بیا په جنوب کي د افغانستان د کنړ پورتنۍ درې ته ننوزي، او په اسد آباد کي د پیچ سیند سره په یو ځای کېدلو باندي په پای کي د افغانستان د جلال آباد ښار ختیځ ته د کابل سیند سره ګډیږي. [۲] یاد ټول سیندونه تر ګډېدو وروسته دویم ځل بیا د ختیځ په لور پاکستان ته وربهیږي، او د اټک په ښار کي د سند سیند سره یوځای کیږي. [۲]
سرچينې
سمولhttps://books.google.com.af/books?id=YtOlBQAAQBAJ&pg=PA37&redir_esc=y#v=onepage&q&f=false