کرایو ساټ - CryoSat ته د کرایو ۲ نوم هم اخلي (European Space Agency satellite) د دې لپاره طرحه شوې تر څو په قطبي سیمو کې په یخ باندې په اقلیم کې د بدلون اغیز مطالعه کړي. دا سپوږمکۍ فضا ته له بایکونور کوسمودروم (Baikonur Cosmodrome in Kazakhstan) چې په قزاقستان کې ده د اپرېل میاشتې په ۸ نېټه، کال ۲۰۱۰ کې په یو روسي لېږدونکي ماشین (Russian Dnepr launch vehicle) فضا ته ولېږدول شوه. کرایو سات په فضا کې د ځمکې په قطبي مدار کې تاویږي. د دې سپوږمکۍ اساسي اله چې د (SAR Interferometric Radar Altimeter - SIRAL) په نامه یادیږي د دې لپاره طرحه شوې چې هر کال په یخ کې له یو سانتي متر کم لوړوالی (۰.۴ انچه) مطالعه کړي. سار (SAR) د ( Synthetic Aperture Radar) مخفف او د یو تخنیک نوم ده کوم چې رادار د انځور اخیستنې لپار کاروي. د کرایو سات ماموریت کې ۶ میاشتې د همدې سپوږمکۍ ازموینه او درې کاله د ځمکې کتنه ده. په دې درې کالو کې به د یخ د کچې مطالعه ساینسپوهان په دې وتوانوي چې مالومه کړي چې په اقلیم کې د بدلون کوم نرخ د ځمکې او سمندر په یخ باندې اغیز کوي. د کرایو سات د سپوږمکۍ لېږد کې اولنۍ سپوږمکې فضا ته د لېږلو پر وخت د اکتوبر په ۸ نېټه کال ۲۰۰۵ کې ویجاړه شوه او د ویجاړېدو وجه ېې ناسم نصب وو.