کارل ډونیټس

کارل ډونیټس (۱۶ سپټمبر ۱۸۹۱ – ۲۴ ډسمبر ۱۹۸۰ زکال) جرمنی امیر البحر و چې د ۱۹۴۵ زکال په مۍ میاشت کې یې د اډولف هیټلر له مړینې وروسته د لنډ مهال لپاره د جرمني واک خپل کړ او متحدینو ځواکونو ته په بشپړ ډول بې له قید او شرط پرته د فلنسبورګ د دولت تر تسلیمېدو پورې یې دغه ځایګی وساته. د سمندریز ځواک د اعلي سرقوماندان په توګه نوموړي د ۱۹۴۳ زکال په پیل کې د دویمې نړیوالې جګړې په سمندریز تاریخ کې مهم رول ولوباوه. نوموړی په ۱۹۴۶ زکال کې د نورمبورګ په محکمه کې په جنګي جرمونو محکوم شو. [۱۷]

کارل ډونیټس
(الماني: Karl Dönitz د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کارل ډونیټس
کارل ډونیټس

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۶ سپټمبر ۱۸۹۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه 24 ډيسمبر 1980 (89 کاله)[۱][۲][۴][۵][۶][۷][۸][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت جرمني   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند نازي ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
پوځي افسر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه [۱۴][۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري نازي جرمني   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
برخه کريګسمارينه (۱ جون ۱۹۳۵–)[۱۶]  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتوب کريګسمارينه (۳۰ جنوري ۱۹۴۳–۳۰ اپرېل ۱۹۴۵)  د (P598) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه
دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
کارل ډونیټس
کارل ډونیټس

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هغه له لومړۍ نړیوالې جګړې وړاندې خپل کار د جرمني د سترواکۍ په سمندریز ځواک کې پیل کړ. په ۱۹۱۸ زکال کې یې د UB-68 قومانداني کوله او د بریتانوي ځواکونو له خوا د جګړې پر مهال اسیر ونیول شو. هغه مهال چې په POW کمپ کې وه، هغه څه یې فورمول بندي کړل چې ده ورته وروسته Rudeltaktik («pack tactic»، او په عامه توګه د لیوانو تکتیک « wolfpack»)وایه.

د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې، ډونیټس د کریګس سمندري ځواکونو د یوبوټ (جنګي بېړیو) څانګې ((Befehlshaber der Unterseeboote (BdU))) ترټولو جګ پوړی قوماندان و. د ۱۹۴۳ زکال په جنوري میاشت کې، دونیټس د ګرنډ امیرالبحر (ګرنډ اډمیرال) رتبه ترلاسه کړه او د پخواني ګرنډ اډمیرال اریش ریدر پر ځای د سمندریزو ځواکونو اعلی سرقوماندان شو. ډونیټس په اتلانتیک جګړه کې د متحدینو د سمندریزو ځواکونو اصلي دښمن و. له ۱۹۳۹ زکال څخه تر ۱۹۴۳ زکال پورې یوبوټس په اغېزمنه توګه جګړه کوله خو د ۱۹۴۳ زکال په مۍ میاشت کې یې د عمل ابتکار له لاسه ورکړ. ډونیټس خپلو جنګي بېړیو ته امر ورکړ چې تر ۱۹۴۵ زکال پورې په جګړه کې ښکېل شي ،څو د وسله والو ځواکونو په نورو برخو فشار را کم شي. ۶۴۸ بېړۍ له منځه لاړې – ۴۲۹ نورې له کارکوونکو پرته پاتې شوې. په دې سربېره له دغو ۲۱۵ یې په لومړۍ ګزمه کې له لاسه ووتې. د ۴۰۰۰۰ هغو کسانو څخه چې په جنګي بېړیو کې یې خدمت کاوه ،نږدې۰۰۰ ۳۰ یې له منځه لاړل. [۱۸][۱۹]

د ۱۹۴۵ زکال د اپرېل په ۳۰ مه نېټه، د هیټلر له ځان وژنې وروسته د هغه د وصیت له مخې ډونیټس د جرمني ولسمشر او د جرمني د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان وټاکل شو . د ۱۹۴۵ زکال د مۍ په اوومه هغه د وسله والو ځواکونو لوی درستیز الفرد جودل ته امر وکړ چې د فرانسې په ریمز کې د جرمني د تسلیم کېدو اسناد لاسلیک کړي. ډونیټس تر هغه مهاله د فلنسبرګ دولت مشر پاتې شو، کله چې د متحدینو د ځواکونو له خوا د مۍ په ۲۳ مه منحل اعلان شو. [۲۰]

د ډونیټس د خپل اعتراف له مخې هغه یو نازي سرتېری او د هیټلر پیاوړی ملاتړی و، هغه یهودي ضد باورونه لرل او ټینګار به یې کاوه چې کریګز سمندري ځواکونه هم باید د هغه په سیاسي لیدلوري ټینګ ولاړ وي. له جګړې وروسته د یو جنګي مجرم په توګه ډونیټس په نورمبرګ محکمه کې په درېیو تورونو محکوم شو: د سولې پر وړاندې د جنایاتو د ترسره کولو توطئه، جنګي جرمونه او د بشریت پر ضد جرایم، د متجاوزې جګړې پلان کول، پیلول او مخکې وړل او همدارنګه د جګړې د قوانینو پر ضد جرایم. نوموړي د بشریت پر ضد د جرمنو له تور برائت ترلاسه کړ، خو د سولې پر وړاندې د جنایاتو د ترسره کولو او د جګړې د قوانینو پر وړاندې جنګي جرمونو له مخې پړ وبلل شو. هغه په ۱۰ کاله بند محکوم شو، له بند څخه له خوشي کېدو وروسته نوموړي هامبورګ ته څېرمه په یوه کلي کې تر ۱۹۸۰ زکال پورې تر هغه مهاله چې ومړ، ژوند وکړ.

د جرمني ولسمشر سمول

ډونیټس به هیټلر ستایه او د هغه په مشرتابه کې به یې د یو شمېر ځانګړنو اړوند خبرې کولې. د ۱۹۴۳ زکال په اګست میاشت کې نوموړي خپل راتلونکی لیدلوری او پر ځان باور وستایه، ده وویل: «هرڅوک چې فکر کوي، له رهبرنه ښه کار ترسره کولی شي، هغه احمق دی». له هیټلر سره د ډونیټس اړیکه د جګړې تر پایه په ځانګړې ډول د جولای د ۲۰ مې له توطئې وروسته ډېره پیاوړې شوه، ځکه په دغه توطئه کې د سمندریز ځواک افسرانو لاس نه درلود، هغه مهال چې دغه خبر OKM ته ورسېد غصه یې راوپاروله. آن له جګړې وروسته ډونیټس وویل چې ده هېڅکله نه شو کولای له توطئه ګرانو سره مل شي. ډونیټس هڅه کوله د خپلو افسرانو ترمنځ سوسیال ملت پاله انګېزه رامنځته کړي، په داسې حال کې چې د سمندریزو ځواکونو باورونه د ډونیټس له فکر څخه سرچینه نه اخیسته، بلکې د هغې نازي سازۍ دوام و چې د هغه د مخکښ ریډر پر مهال پیل شوې وه. د سمندري ځواک افسران اړو و څو د نازي آیډیالوژۍ په پنځه ورځني روزنیز پروګرام کې برخه واخلي. هیټلر او د هغه آرمانونو ته د ډونیټس د وفادارۍ له امله، چې هیټلر پوهېده چې د ډونیټس تر مشرۍ لاندې سمندریز ځواک به هېڅکله هم دی یوازې نه پرېږدي، نوموړي له ځان وژنې وړاندې د سمندریزو ځواکونو دغه قوماندان د خپل ځای ناستي په توګه وټاکه. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

په پوځي مسائلو کې هم د ډونیټس اغېز معلوم و. هیټلر د ۱۹۴۴ زکال په سپټمبر میاشت کې د ډونیټس په مشوره وروسته له هغه چې فنلنډ له محور ځواکونو څخه ووت، د فنلنډ خلیج بند کړ. د Tanne Ost عملیات هم یوه کوچنۍ فاجعه وه چې عملي شوه. د جګړې په وروستیو ورځو کې هغه مهال چې هیټلر په برلین کې د صدارت عظمی په باغ کې خپل پناه ځای فورربنکر ته لاړ، په ښکاره توګه رایش مارشال هرمن ګورینګ د هیټلر ځای ناستی بلل کېده چې وروسته بیا رایشسفور- اس اس هینریش هیملر هم یادول کېده. ورته مهال ګورینګ په برلین کې هیټلر ته د راډیويي/مخابروي پیغام په استولو له هغې اجازه وغوښته چې واک رایش ته ولېږدوي، هغه چاره چې د هیټلر غصه یې راوپاروله. هیملر هم هڅه وکړه چې له کونټ برناډوت سره له خبرو اترو وروسته واک خپل کړي. د ۱۹۴۵ زکال د اپرېل په اته ویشتمه بي بي سي راپور ورکړ چې هیملر لویدیځو متحدینو ته د تسلیمۍ ویلي ،خو د هغوی له خوا یې غوښتنه رد شوې. [۲۷][۲۸]

د ۱۹۴۵ زکال د اپرېل په نیمايي کې ډونیټس او د رایش د دولت یو شمېر پاتې چارواکي په پلون کې Stadtheide Barracks  ماڼۍ ته ولېږدول شول. هیټلر د ۱۹۴۵ زکال د اپرېل په ۲۹ مه نېټه په خپل وروستي حکم او وصیت کې ډونیټس پر خپل ځای د ولسمشر او د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان د القابو په ورکولو د دولت مشر وټاکه. په همدغه سند کې یې د تبلیغاتو وزیر یوزف ګوبلس د لومړي وزیر په لقب سره د حکومت مشر اعلان کړ. په دې سربېره هیټلر ګورینګ او هیملر دواړه خاینین اعلان کړل او هغوی یې له ګونده واېستل. هغه د اپرېل په ۳۰ مه ځان وواژه.[۲۹][۳۰]

د مۍ په لومړۍ نېټه، د هیټلر له ځان وژنې یوازې یوه ورځ وروسته ګوبلس هم ځان وواژه. له دې ځایه وروسته ډونیټس د مخ پر زوال رایش جرمني یوازنۍ استازی پاتې شو. د مۍ په دویمه رایش نوی دولت فلنسبرګ –مورویک ته وتښتېد او هلته د ۱۹۴۵ زکال د مۍ تر ۲۳ مې هغه مهال چې ډونیټس ونیول شو دوام یې وکړ. د مۍ د دویمې نېټې په شپه ډونیټز ملت ته په یوه راډیويي پیغام کې اعلان وکړ چې هیټلر مړ شوی او زیاته یې کړه چې په ختیخ کې به جګړه «د مخکې تلونکو بلشویکي ځواکونو له ویجاړولو څخه د جرمني د ژغورنې په موخه دوام ولري». [۳۱][۳۲]

ډونیټس پوهېده چې جرمني نور د دفاع وړتیا نه لري او ورماخت نه شي کولای په معنا داره توګه مقاومت وکړي. هغه د خپلې ولسمشرۍ په لنډه موده کې هڅه وکړه چې د جرمني ځواکونو له وفادارۍ ډاډ ترلاسه کړي او همدارنګه یې هڅه وکړه څو جرمني وسله وال ځواکونه بریتانویانو یا امریکایانو ته تسلیم شي نه شورویانو ته. هغه د شوریانو له غچ اخیستو ویره لرله او تمه یې لرله چې له لویدیځو متحدینو سره ژر یوې هوکړې ته ورسېږي. په پایله کې د ډونیټس تاکتیک تر ډېره بریالی شو او لار یې برابره کړه چې نږدې ۱.۸ میلیونه جرمني سرتېري د شوروي له بنده وتښتي. همدارنګه نږدې ۲.۲ میلیونه نور واېستل شول. [۳۳]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118526251  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12810533c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12810533c — سرليک: Hitler's U-Boat War: The Hunters, 1939-1942 — پاڼه: 35 — ISBN 0-394-58839-8
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Karl-Donitz — subject named as: Karl Donitz — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6pz57rb — subject named as: Karl Dönitz — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4363 — subject named as: Karl Dönitz — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Karl Dönitz — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/07c36aab11f541ebb5330db88677605c — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/dönitz-karl — subject named as: Karl Dönitz — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Karl_Dönitz — subject named as: Karl Dönitz — سرليک: Store norske leksikon
  10. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0022777.xml — subject named as: Karl Dönitz — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/18276 — subject named as: Karl Dönitz — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  12. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=15928 — subject named as: Karl Dönitz — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000636 — subject named as: Karl Dönitz — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12810533c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  15. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/17364835
  16. دوتنه: Rainer Busch او Hans-Joachim Röll — سرليک: Der U-Boot-Krieg, 1939-1945 — پاڼه: 55 — خپرونکی: E.S. Mittler & Sohn — ISBN 978-3-8132-0515-2
  17. Zabecki 2007، صص. 65–67.
  18. Terraine 1989، صص. 614–615.
  19. Niestlé 1998، ص. 4.
  20. Hamilton 1996، صص. 285, 286.
  21. Thomas 1990، صص. xxi, 253.
  22. Thomas 1990، ص. 249.
  23. Thomas 1990، ص. 211.
  24. Terraine 1989، ص. 521.
  25. Thomas 1990، ص. 241.
  26. Frieser او نور 2007، ص. 227.
  27. Thomas 1990، ص. 250.
  28. Frieser او نور 2007، ص. 635.
  29. Steinweis، Rogers او Grier 2003، ص. 182.
  30. Kershaw 2008، صص. 943–946.
  31. Kershaw 2008، ص. 962.
  32. Beevor 2002، صص. 380–381.
  33. Vego 2003، ص. 280.