کارل سيګن
(انګلیسي: Carl Edward Sagan د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کارل سيګن
کارل سيګن

د شخص معلومات
پيدايښت ۹ نومبر ۱۹۳۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 20 ډيسمبر 1996 (62 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سیاتل  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل[۱۱][۱۲]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه لېن مارګولیس (۱۶ جون ۱۹۵۷–۱۹۶۵)  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
نمایاں شاگرد نيل ډيګراس ټايسن  د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده ليکوال
فزيک پوه
سکرين ليکوال
تلویزیوني خپرونکئ  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۳][۱۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ستورو ژونپوهنه
سیاروی ساینس
د ستورو فزيک
ستورپوهنه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
کارل سيګن
کارل سيګن

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کارل ايډوارډ سيګن (۹ نومبر ۱۹۳۴ ز– ۲۰ دسمبر ۱۹۹۶ز) امريکايي تبعه ستور پېژندونکي، اسمان پېژندونکی، د سيارو فزيکپوه، کاينات پېژندونکی، اسماني شيانو پېژدونکي، د اسماني ژوند پېژدونکی، لیکوال او د علم خپروونکی و. د هغه تر ټولو زيات پېژندل شوی علمي اثر، له ځمکې د بهر ژوند په اړه څېړنه ده او د وړانګو له لارې د اساسي کيمياوي موادو څخه د اميني تيزابياتو د توليد تجربوي ښودل دي. سيګن تشيال ته د استول شوو لومړنیو مادي پيغامونو ټولګه راټوله کړه، چې هغه مخکښه لوحه او د سفر زرين سوانح دي، هغه نړيوال پيغامونه که چېرې له ځمکې بهر هر ذهن ته ورسېږي، هغه به بالقوه ډول پرې پوه شي. سيګن د دې فرضيې په اړه استدلال وکړچې، له هغه وخته منل شوې ده او هغه دا چې، د زهره سيارې پر سر د تودوخې درجې ته د شنې خونې د اغېز سره نسبت ورکړل شي او له همدې څخه په ګټې اخیستنې سره د دې سيارې محاسبه وکړای شي.[۱۵]

په لومړي سر کې هغه په هارورډ کې مرستيال پروفيسر و، سيګن وروسته کورنيل ته ولاړ، چرته چې هغه د خپل مسلک زيات وخت د ستور پېژندنې او تشيال د علومو پروفيسر «ډاويډ ډاناکن» په توګه تېر کړ. سيګن له ۶۰۰ زياتې علمي رسالې او مقالې خپرې کړې او له شلو څخه د زياتو کتابونو يا خپله ليکوال و، يا شريک ليکوال و او يا سموونکی و. هغه زيات مشهورعلمي کتابونه هم ليکلي دي، لکه د عدن اژدها، کاينات، د بروکا ماغزه، پيکه اسماني رنګه نقطه چې ورستی کتاب يې خپله ويلی هم دی، همدا راز يې د کاينات په نوم تلويزيوني لړۍ په شریکه لېکلې چې په ۱۹۸۰ ز کال کې يې جايزه ګټلې وه: د دې لړۍ نوم يو شخصي سفر و. په تاريخ کې په عام امريکايي تلويزیون تر ټولو زياته لیدل شوې تلويزيوني لړۍ، کاينات، په شپېتو هېوادونو کې د پنځه سوه ميلیونو خلکو له خوا کتل شوې. د کاينات کتاب د يادې لړۍ سره د يو ځای والي په توګه خپور شو. هغه په ۱۹۸۵ ز کال کې علمي خيالي ناول «اړيکه» ولیکه، په ۱۹۹۷ زکال کې، په همدې نوم د يوه فلم لپاره بنسټ همدا کتاب و. د هغه په مقالو کې ۵۹۵،۰۰۰ توکي شامل دي اود کانګريس په کتابتون کې ارشيف شوي دي.  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سيګن له تجسسي علمي څېړنې او علمي طريقې څخه ملاتړ وکړ، بهر پېژندنې په برخه کې مخکښ و او له ځمکې څخه د بهر ژوند لټون ته يې وده ورکړه. هغه د خپل مسلکي ژوند ډېره برخه په کوارنل پوهنځي کې د ستورپېژندنې د پروفيسر په توګه تېر کړ، چېرته چې هغه د سيارو د مطالعاتو لابراتوار مديريت کاوه. سيګن او د هغه فعاليتونو ګڼې جايزې او وياړونه تر لاسه کړل چې په هغې کې د ناسا د عمومي غوره خدمتونو مډال، د عمومي غير خيالي لپاره د پوليټزرجايزه، د هغه د کتاب د عدن اژدها لپاره او د کايناتو د لړۍ لپاره: يو شخصي سفر د ايمي دوه جايزې، د پيو باډي جايزه او د هوګو جايزه شامل دي. هغه درې ودونه کړي وو او څلور ماشومان يې درلودل. د وينې په يو ډول نري رنځ(سرطان) له اخته کېدو وروسته سيګن په دوه شپېته کلنۍ کې د ۱۹۹۶ ز کال د دسمبر په شلمه نېټه د سږو د پړسوب له امله مړ شو.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې سمول

کارل سيګن د نيويارک د بروکلين د بنسون هرسټ په سيمه کې د ۱۹۳۴ ز کال د نومبر په نهمه نېټه زېږېدلی و. د هغه پلار سمويل سيګن د کامينيټس-پډيسکي د سيمې کډوال و، چې هغه مهال دا سيمه په روسي سترواکۍ کې شامله وه او د اوسني يوکراين برخه ده، هغه د جامو په برخه کې کار کاوه. د هغه مور ريچل مولي ګروبرد نيويارک اوسېدونکې او د کور مېرمن وه. کارل ته دا نوم د ريچل د بيولوژيکي مور په وياړ ورکړل شوی و، چې چای کلارا نومېده، د سيګن په وينا: «هغه مور چې هغې نه پېژنده»، ځکه هغه د دویم ماشوم په زېږون مړه شوه. د ريچل پلار د روز په نوم له يوې بلې ښځې سره واده وکړ. د (کارل د خور) کارلو په وينا :«ريچل کله هم روز د خپلې مور په توګه ونه منله. هغه پوهېده  چې دا هغه مور نه ده چې دا يې زېږولې...هغه يو ياغي ماشوم او ځوان مشر و... چې اوس موږ ورته خپلواکه ښځه ويلی شو». [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

دا کورنۍ د اتلانتيک سمندر په غاړه د بروکلين په يوه اړونده سيمه  کې د بنسون هرسټ په يوه ساده کور کې اوسېده. د سيګن په وينا:: دوی سمون غوښتونکي يهوديان وو، د شمالي امريکا د اصلي يهوديت د څلورو ډلو څخه تر ټولو ازاده ډله. کارل او د هغه خور په دې موافق دي چې د دوی پلار خاص مذهبي نه و، خو د دوی مور بېخي په خدای ايمان درلود او په عبادت ځای کې ډېره فعاله وه...او يوازې پاکه غوښه يې خوړه (هغه چې د يهوديت په لوښي چمتو شوې وي). د رکود د اوج پر مهال، د هغه پلار د صحنې لارښود په توګه کار کاوه.[۲۳]

د ژوندليک ليکونکي «کی ډيويډسن» په وينا: د سيګن کورنی جنګ، له مور پلار سره د هغه د نژدې اړيکو پايله وه، چې له ډېرو اړخونو څخه يو د بل پر ضد وو. سيګن وروسته خپلې ارزوونکې هيلې په خپلې مور پورې وتړلې، يوه ښځه چې د لومړۍ نړيوالې جګړې او ۱۹۲۰ ز کلونو پر مهال، د يوې ماشومې په توګه د نيويارک په ښار کې ډېره زياته بې وزله وه، د يوې ځوانې ښځې په توګه هغې خپلې فکري هيلې درلودلې، خو د ټولنيزو محدوديتونو، له امله ناهيلې شوې، محدوديتونه لکه: د هغې بې وزلي، د يوې ښځې او يوې مېرمنې په توګه د هغې حيثيت او يهودي توکم ته د هغې نسبت. ډيويډسن ليکي چې:: په همدې اساس، هغې يوازې د خپل يوازيني زوی کارل عبادت کاوه، چې هغه به د هغې نيمګړي خوبونه بشپړ کړي.[۲۳]

په هر حال، هغه ادعا کوي، د هغه پلټونکی احساس د هغه له پلار څخه دی، چې هغه به په خپل وزګار وخت کې بې وزلو ته مڼې ورکولې يا به يې د نيويارک د کالو(جامو او لباس) په صنعت کې د مزدورانو مديريتي فشار کمولو لپاره، هغوی ته د ځواک په ورکولو کې مرسته کوله. سره له دې چې هغه د کارل فکري وړتياوو ته حيران و، هغه د خپل زوی تجسس په ارامۍ سره ومانه او دا يې د هغه د سترېدو يوه برخه وبلله. د ليکوال او ساينسپوه په توګه د سيګن په وروستيو کلونو کې به، هغه ډېر ځله په علمي نقطو د پوهېدو لپاره د خپل کوچنيتوب له يادښتونو څخه ګټه اخسته، لکه چې هغه په خپل کتاب «د هېرو شوو نيکونو سيوري» کتاب کې کړي دي. سيګن په خپلو وروستيو افکارو د خپل موراو پلار اغېز تشرېح کوي.[۲۳][۲۵]

زما مور او پلار ساينسپوهان نه وو. دوی د ساينس په اړه هېڅ نه پوهېدل، خو دا چې تل يې ماته تجسس(پلټنه) او پوښتنې راښودلې، دوی ماته دوه فکري لارې زده کړې چې په عملي چال چلند کې بنسټیزاغېز لري.

سيګن يادونه کوي چې: د هغه لپاره يوه تر ټولو زياته ټاکونکې شېبه، هغه وه، کله چې په څلور کلنۍ کې، هغه په ۱۹۳ زز کال کې موراوپلار د نيويارک نړيوال نندارتون ته بوت. دا نندارتون د هغه په ژوند کې د عطف نقطه وګرځېده. هغه د امریکا د سبا ورځې د نندارتون د خوځنده نقشې يادونه کوي: «په هغې کې ښکلې لارې، د لونګو بوټي او کوچني عام موټر چې خلک يې دنګو ماڼيو ته بېول، د ښکليو منارو ودانۍ او د ودانيو الوتکونکې پښتۍ – او دا هر څه ښکلي ښکارېدل». په نورو نندارتونونو کې هغه يادوي چې څنګه يو برېښنايي څراغ، په يوې نوري برېښنايي حجره کې غږ پيدا کړ او څه ډول د ښاخۍ اواز په اسيلوسکوب باندې په څپو بدل شو.هغه د رسنيو راتلونکې ټيکنالوژي ولیده چې د راډيو او تلويزيون ځای به ونيسي. سيګن دا هر څه ليکلي دي.[۲۳]

په څرګند ډول، د عجايبو داسۍ نړې وه چې ما يې هېڅ فکر نه کاوه. څه ډول يو غږ په انځور او رڼا په غږ بدلېږي؟

هغه د نندارتون يوه تر ټولو خپره شوې پېښه ولیده چې څه ډول يو کپسول له وښو ډک خوټېدونکي ځای کې خښېږي، چې د ۱۹۳۰ ز کلونو يادښتونه يې له ځانه سره لرل، دا کپسول به په راتلونکې زريزه کې په ځمکه د پاتې خلکو له خوا را و ايستل شي. د وخت کپسول کارل په هېجان راوست، ډيويډسن ليکلي: د غټانو په توګه، کارل او د هغه ملګري به يو همدا ډول کپسول جوړ کړي – داسې کپسولونه چې کهکشان ته به واستول شي؛ دا مخکښه لوحه  او د زرين سفر د رکود جزئيات وو چې ټول د سيګن د نړيوال نندارتون له خاطراتو اخستل شوي دي .[۲۳]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12375841d — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6vm4fjv — subject named as: Carl Sagan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?1503 — subject named as: Carl Sagan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1347 — subject named as: Carl Edward Sagan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?numauteur=1168 — subject named as: Carl SAGAN — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/sagan-carl-edward — subject named as: Carl Edward Sagan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Carl Sagan — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF14641
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0057727.xml — subject named as: Carl Edward Sagan — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=53982 — subject named as: Carl Edward Sagan — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ JSTOR article ID: https://www.jstor.org/stable/3181999
  11. https://www.elmundo.es/elmundo/2011/12/19/ciencia/1324316030.html
  12. https://www.clarin.com/sociedad/murio-carl-sagan-cientifico-acerco-estrellas_0_r1Nbm8mZRKx.html
  13. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12375841d — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/25572963
  15. Sagan, Carl; Head, Tom (2006). Conversations with Carl Sagan (الطبعة illustrated). University Press of Mississippi. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57806-736-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Extract of page 14
  16. "Carl Sagan". scholar.google.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "StarChild: Dr. Carl Sagan". StarChild. NASA. د لاسرسي‌نېټه October 8, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. The Seth MacFarlane Collection of the Carl Sagan and Ann Druyan Archive: A Finding Aid to the Collection in the Library of Congress (PDF). Manuscript Division, Library of Congress. 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Lowensohn, Josh (February 4, 2014). "Massive Carl Sagan archive posted by Library of Congress". The Verge. د لاسرسي‌نېټه January 16, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Poundstone 1999, pp. 363–364, 374–375.
  21. (په December 21, 1996 باندې). Carl Sagan, an Astronomer Who Excelled at Popularizing Science, Is Dead at 62.
  22. "Carl Sagan". Internet Accuracy Project. Grandville, MI: Internet Accuracy Project. د لاسرسي‌نېټه August 22, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ ۲۳٫۲ ۲۳٫۳ ۲۳٫۴ ۲۳٫۵ Davidson 1999.
  24. "Carl Sagan". archive.nytimes.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Spangenburg & Moser 2004, pp. 2–5.