ژونکيميا په ژونديو اورگانيزمونو کې د کيميايي کړنو د شننو او څېړنو زده کړې ته وايي.[۱] همدا نوم د ژوند او کيميا د وييونو يو تړنگنوم دی. ژونکيميا ته په انگرېزي ژبه بايوکېمېسټري يا "biochemistry" وايي. د انگريزي ژبې همدا نوم خپل آر له يواني لغت βιοχημεία biochēmeia, چې مانا يې ده "د ژوندانه کيميا" څخه اخيستې.[۲] د پوهې همدا ډگر د سلولي توکيو د جوړښت او کړنو سره سروکار لري، د ساري په توگه پروټينونه، کاربوهايډرېټ، هشمي توکي، هستوي اسيدونه او ډېر نور ژونماليکيولونه. د کيميايي ژونپوهنې موخه دا ده چې د ژونکيميا په ډگر کې راپورته شويو پوښتنو ته د هغه پرمختللي اوزارونو په مرسته چې په کيميايي جوړښتونو کې دي، ځواب ووايي.

وهلر د يوريا د جوړښت کتنه کوي.

که څه هم چې داسې گڼ شمېر ژونماليکيولونه شته، چې ډېری يې پېچلي او لوی ماليکيولونه دي (پوليمر بلل کېږي) چې د يو شان پر له پسې يوونونو څخه جوړ شوي (مونومر بلل کېږي). د ژونماليکيولونو هر پوليمريز ټولگی د يو ډول بېلابېلو يوونونو يو سيټ لري. د ساري په توگه، يو پروټين يو داسې پوليمر دی چې له ۲۰ او يا هم ډېرو امينو اسيدونو څخه جوړ شوی. ژونکيميا د اهمو ژونماليکيولونو لکه پروټينونه، په ځانگړي توگه د اينزايمونو د کټلايز شوي تعاملونو، د کيميايي ځانتياوو په اړه يوه څېړنه او د زده کړې ارت ډگر دی.

د سلولي ميټابوليزم او اېنډوکراين غونډال ژونکيميا په پراخه کچه سپړل شوې. د ژونکيميا په نورو برخو کې د ژنيټيک کوډونو (ډي ان اې، آر ان اېد پروټينو جوړښت، سل مېمبرېن لېږد, او د لېږدنده سېگنالونو زده کړې شاملې دي.


سرچينې