ژان ویلیم فریټز پیاژه (د ۱۸۹۶ز کال د اګسټ له ۹مې- د ۱۹۸۰ز کال د سپټمبر تر ۱۶مې) یو سویسی ارواپوه و، چې د ماشوم د ودې لپاره یې په خپل کار کې پېژندل شوی و. د پیاژه د ادراکي ودې او معرفت پېژندنې نظریه د «جینیټکي معرفت پېژندنې» په نامه یادېږي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

ژان پیاژه
(فرانسیسی: Jean Piaget د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژان پیاژه
ژان پیاژه

د شخص معلومات
زیږون نوم (فرانسیسی: Jean William Fritz Piaget د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۹ اگسټ ۱۸۹۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 16 سپټمبر 1980 (84 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژینو   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سويس   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ارواپوه [۱۳][۱۲]
فیلسوف [۱۲]
بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان)   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي [۱۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ساپوهنه
پرمختيايي ارواپوهنه [۱۵]
ادراکي ارواپوهنه [۱۵]
ژونپوهنه [۱۵]
سولپوهنه [۱۵]
فلسفه [۱۵]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی پاریس پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر امانوېل کانت   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
ايراسموس جايزه (۱۹۷۲)  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پیاژه د ماشومانو زده کړو ته ډېر ارزښت ورکاوه. هغه په ۱۹۳۴ز کال کې د نړیوالې زده کړې د ادارې د رئیس په توګه اعلان وکړ، چې «یوازې زده کړې دي، چې کولای شي زموږ ټولنه له احتمالي وېش، چې ښایي تاوتریخوالي وي یا په تدریجي ډول وي، وژغوري». د هغه د ماشوم د ودې نظریه په تعلیمي خپرونو کې تر خدمت مخکې مطالعه کېږي. [۲۳]

پیاژه په ۱۹۵۵ز کال کې په جینوا کې د جنیټکي معرفت پېژندنې نړیوال مرکز جوړ کړ او تر هغه چې د جینوا د پوهنتون په علمي هیئت کې و؛ نو دغه مرکز یې تر مرګه، یعنې تر ۱۹۸۰ز کال پورې مدیریت کړ. د هغو همکاریو شمېر چې د هغه جوړونه یې شونې کړې او اغېزه یې پرې کړې، په پایله کې د دې لامل شو، چې په علمي ادبیاتو کې دغه مرکز د «پیاژه د کارخانې» په نامه شي.[۲۴][۲۵]

د ارنسټ فون ګلاسرسفلډ په وینا، پیاژه «د پوهاوي د جوړښتي تیورۍ لوی مخکښ» و. له دې سره د هغه ایډیاوې تر ۱۹۶۰مې لسیزې پورې په پراخه کچه دود نه شوې. وروسته دغه چاره په ارواپوهنه کې د ودې د مطالعې یوه فرعي څانګه شوه.  د ۲۰مې پېړۍ په پای کې پیاژه تر بي اف سکینر وروسته تر ټولو نامتو ارواپوه شو او هغه مهال په دویم مقام کې راغی. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

شخصي ژوند سمول

پیاژه په ۱۸۹۶ز کال کې په نوشاتل، د سویس په فرانسوي ژبې سیمه کې زېږېدلی دی. هغه د آرتور پیاژه (سویسي)، په نوشاتل پوهنتون کې د منځینو پېړیو د ادبیاتو ښوونکی او د ربکا جکسون(فرانسوۍ) مشر زوی و. ربکا جکسون د فرانسوي فولادو د کارخانې د مالکینو له لوړې کورنۍ نه وه، د هغې انګلیسي توکم د هغې نیکه جیمز جکسون ته رسېږي، چې په لانکشایر کې د فولادو جوړونکی و. پیاژه لا ماشوم و، چې له ژوند پوهنې او طبیعي نړۍ سره یې علاقه لرله. د هغه لومړۍ علاقه له ژوپېژندنې سره وه، چې په ۱۵کلنۍ کې یې د تنپوستو په اړه څو مقالې ولیکلې او هغه یې په خپل وخت کې ډېر شهرت ته ورساوه. [۳۰][۳۱][۳۲]

کله چې هغه ۱۵ کلن و؛ نو پخوانۍ دایې یې والدینو ته نامه ولیکله، چې یو ځل یې هغوی ته دروغ ویلي وو، چې د ژان د ماشومانو د لېږد له وسیلې نه احتمالي انسان تښتونکو غلا کوله او دې ورسره مبارزه کړې ده، د همدې لپاره یې بښنه وغوښته؛ ځکه هېڅ انسان تښتونکي نه وو. پیاژه لېواله شو، چې په یوې طریقې یې د انسان تښتونکو پېښه د هغه په ذهن کې یوه خاطره جوړه کړې، هغه خاطره چې د دروغو له ثابتولو وروسته یې هم په ذهن کې د تل لپاره پاتې شوه. [۳۳]

هغه د خپلې مذهبي روزنې د پلار په ډېر اصرار سره د فلسفې او منطق په برخو کې د معرفت پېژندنې له مطالعې سره علاقه پیدا کړه. هغه په نوشاتل پوهنتون کې زده کړې وکړې او د لنډې مودې لپاره یې په زوریخ پوهنتون کې هم زده کړې وکړې. په دغې مودې کې هغه د فلسفې دوه مقالې خپرې کړې، چې د هغه د تفکر لار ښکاروي، خو وروسته یې د ځوان فکر په توګه رد کړه. رواني شننې سره یې علاقه درلوده او هغه مهال د ارواپوهنې برخه د ودې په حال کې وه؛ نو کولای شو چې علاقه یې له دغې دورې سره وتړو. [۳۴][۳۵]

پیاژه د جینوا او پاریس په پوهنتونونو کې تر تدریس وروسته په ۱۹۶۴ز کال کې په دوو کنفرانسو کې د ارشد سلاکار په توګه؛ کرنل پوهنتون (د مارچ له ۱۱مې نه تر ۱۳مې) او د کلیفورنیا برکلي پوهنتون (د مارچ له ۱۶مې تر ۱۸مې) ته وبلل شو. کنفرانسونو د ادراکي مطالعاتو پر اړیکو او د درسي برنامو د پراختیا په اړه بحثونه وکړل او هڅه یې وکړه چې د ماشوم د ادراک د ودې په اړه د وروستیو څېړنو مفاهیم په درسي برنامو(نصاب) کې شامل کړي. [۳۶][۳۷]

پیاژه په ۱۹۷۹ز کال کې د ټولنیزو او سیاسي علومو په برخه کې د بالزان جایزه ترلاسه کړه. هغه په ۱۹۸۰ز کال کې ومړ او لکه څنګه یې چې وصیت کړی و، له خپلې کورنۍ سره یې په بې نښې قبر کې، چې په Cimetière des Rois (د پاچایانو هدیره) کې و، په جینوا کې خاورو ته وسپارل شو. [۳۸]

پیاژه مخکې له اراواپوهنې سمول

پیاژه مخکې تر دې چې ارواپوه شي، د فلسفي او طبیعي تاریخ په برخه کې یې روزنه ولیده. هغه په ۱۹۱۸ز کال کې په نوشاتل پوهنتون کې د ډوکټورا سند اخیستی. بیا یې په زوریخ (۱۹۱۸ز-۱۹۱۹ز) او پاریس (۱۹۱۹ز-۱۹۲۱ز) پوهنتونونو کې مافوق ډوکټورا زده کړې وکړې. هغه په ۱۹۱۹ز کال کې د ټیوډور سایمون له خوا وګومارل شو، ترڅو له فرانسوي ماشومانو نه په ګټې اخیستنې سره د هوښ د ازمایښت معیارونه سټنډرډ کړي. هغه ټیوریسټ چې نن یې موږ پېژنو، هغه مهال راڅرګند شو، چې په ۱۹۲۲ز کال کې جینوا ته لاړ، ترڅو د روسو د څېړنو د موسسې د مدیر اډوارډ کلاپارداس لپاره کار وکړي. [۳۹]

نظریه سمول

پیاژه خپل ځان د یو جنیټکي معرفت پېژندونکي په توګه معرفي کړ، چې د زده کړې له کیفي پراختیا سره علاقه لري. هغه د ادراکي جوړښتونو وده د بیولوژیکي مقرراتو د توپیر په توګه وبلله. کله چې په لومړي ځل د هغه ټوله نظریه وپېژندل شوه؛ نو دغه نظریه په خپل ذات کې یوه جوړښتي او د پوهاوي پر بنسټ وه، دا د هغه مهال د ټولنې د روانپوهنې لپاره یو غوره او حیرانوونکی تحول و. [۴۰]

د څېړنې مېتود سمول

پیاژه غوښتل، چې د څېړنې په مېتود کې یو انقلاب رامنځته کړي. که څه هم هغه له خپلو ملګرو سره څېړنه پیل کړه او په دودیز مېتود سره یې معلومات راټولول، خو په بشپړ ډول له خپلو پایلو راضي نه و او غوښتل یې چې د څېړنې له نوي مېتود نه ګټه واخلي او د معلوماتو یو ترکیب چې په کې طبیعي مشاهده، د هوښ ازمایښت او دماغي درملنه چې د څېړنې د لږ لارښود بڼه لري او باوري تجربوي پایلې تولیدوي؛ نو غوښتل یې چې دا ډول مېتودونو ته دوام ورکړي. کله چې پیاژه د څېړنې نوو مېتودونو ته پراختیا ورکړه؛ نو د ماشوم د ژبې او فکر په اړه یې یو کتاب ولیکه او موخه یې د داسې مېتودونو ګډون و، چې د خپلې مطالعې لپاره هغه پایلې وګوري، چې د ماشومانو له موقعیتونو نه راوتلي او بیا دغو پایلو ته رسېدلي دي. د مشاهدې اصلي ایډیا دا وه، چې ماشومان څنګه ځانګړو موقعیتونو ته عکس العمل ښيي او له خپل استدلال سره هغه بیانوي، ترڅو د هغوی د افکارو بهیر وازمایي. (مایر،۲۰۰۵)

زده کړې سمول

د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو په لړ کې، د پیاژه آثارو اروپایي او امریکایي زده کړې متحولې کړې دي، چې له دغې ډلې نظریه او عمل وو، چې د ماشوم محورۍ لامل شو. برینګویر له ژان پیاژه سره په مرکه کې وایي: د زیاترو وګړو لپاره زده کړې د دې لپاره دي، چې ماشوم د هغې ټولنې د لوړ سن له عادي وګړي سره ورته والی ولري، خو زما او د هېچا لپاره زده کړې، د پنځګر د جوړولو په معنا دي...د مخترعینو او نوښتګرو د جوړولو لپاره، نه د مطابقت غوښتونکو لپاره.

د هغه د ادراکي ودې نظریه ښايي د ماشومانو د لومړنیو ټولګیو په لړ کې د یوې وسیلې په توګه تدریس شي. د پیاژه په وینا، ماشومان په درسي ټولګیو کې د تعامل له امله ښه وده کوي.

ګومارنې سمول

  • له ۱۹۲۱ز-۲۵ز کال پورې په جینوا کې د ژان ژاک روسو د انسټیټوټ د څېړنې مدیر(Chef des travaux) .
  • له ۱۹۲۵ز-۲۹ز کال په نوشاتل پوهنتون کې د ارواپوهنې، ټولنپوهنې او د علم د فلسفې ښوونکی.
  • له ۱۹۲۹ز-۳۹ز کال پورې په جینوا پوهنتون کې د ساینسي افکارو فوق العاده پروفیسور.
  • له ۱۹۲۹ز-۶۷ز کال پورې په جینوا پوهنتون کې د زده کړو د نړیوال دفتر مدیر.
  • له ۱۹۳۲ز-۷۱ز کال پورې د جینوا د پوهنتون د تربیتي علومو د انسټیټیوټ مدیر.
  • له ۱۹۳۸ز-۵۱ز کال پورې په لوزان پوهنتون کې د تجربي ارواپوهنې او ټولنپوهنې استاد.

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118594133 — د نشر نېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6pc3h05 — subject named as: Jean Piaget — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/jean-piaget — subject named as: Jean Piaget — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8515319 — subject named as: Jean Piaget — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/piaget-jean — subject named as: Jean Piaget — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Jean_Piaget — subject named as: Jean Piaget — سرليک: Store norske leksikon
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Jean Piaget — سرليک: Piaget, Jean — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T067264
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0050746.xml — subject named as: Jean Piaget — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=jean;n=piaget — subject named as: Jean Piaget
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3718 — subject named as: Jean Piaget — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=48099 — subject named as: Jean Piaget — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ https://cs.isabart.org/person/116568 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  13. پیوستون : 118594133  — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/50496611
  15. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000701408 — د نشر نېټه: ۷ جون ۲۰۲۳
  16. کينډۍ:Cite EPD
  17. کينډۍ:Cite American Heritage Dictionary
  18. "Piaget". Collins English Dictionary. HarperCollins. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  20. اشرف غنیمتی
  21. Jean Piaget's Theory and Stages of Cognitive Development, by Saul McLeod, Simply Psychology, updated 2018
  22. Jean Piaget's Theory and Stages of Cognitive Development, by Saul McLeod, Simply Psychology, updated 2018
  23. Munari, Alberto (1994). "Jean Piaget" (PDF). Prospects: The Quarterly Review of Comparative Education. XXIV (1/2): 311–327. doi:10.1007/bf02199023. S2CID 144657103. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "About Piaget". Jean Piaget Society. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اگسټ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Burman, J. T. (2012). "Jean Piaget: Images of a life and his factory". History of Psychology. 15 (3): 283–288. doi:10.1037/a0025930. ISSN 1093-4510. PMID 23397918. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. von Glasersfeld, E. (1990). "An exposition of constructivism: Why some like it radical". Journal for Research in Mathematics Education – Monograph. 4: 19–29 & 195–210 [22]. doi:10.2307/749910. ISSN 0883-9530. JSTOR 749910. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (p. 22).
  27. Hsueh, Y (2009). "Piaget in the United States, 1925–1971. In U. Müller, J. I. M. Carpendale & L. Smith (Eds.), The Cambridge Companion to Piaget (pp. 344–370). Cambridge, UK: Cambridge University Press. Müller, U., Burman, J. T., & Hutchinson, S. (2013). The developmental psychology of Jean Piaget: A quinquagenary retrospective". Journal of Applied Developmental Psychology. 34 (1): 52–55. doi:10.1016/j.appdev.2012.10.001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Pickren, W. E. (2012). Joseph McVicker Hunt: Golden age psychologist. In W. E. Pickren, D. A. Dewsbury, & M. Wertheimer (Eds.), Portraits of Pioneers in Developmental Psychology (pp. 185–203). New York: Psychology Press/Taylor & Francis.
  29. Haggbloom, Steven J.; Warnick, Renee; Warnick, Jason E.; Jones, Vinessa K.; Yarbrough, Gary L.; Russell, Tenea M.; Borecky, Chris M.; McGahhey, Reagan; Powell, John L., III; Beavers, Jamie; Monte, Emmanuelle (2002). "The 100 most eminent psychologists of the 20th century" (PDF). Review of General Psychology. 6 (2): 139–152. doi:10.1037/1089-2680.6.2.139. S2CID 145668721. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۳ جولای ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "🥇▷ Jean Piaget: biography of the father of evolutionary psychology 【NUOVO】". 🥇▷ All about Psychology - VirtualPsychCentre (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Jean Piaget", Biography. Accessed 28 February 2012
  32. "James Jackson". geni_family_tree (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Restak, Richard (2006). The Naked Brain: How the Emerging Neurosociety is Changing How We Live, Work, and Love. New York: Harmony. د کتاب پاڼې 156. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400098088. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Biehler, Robert F. (1978). Psychology Applied to Teaching. Houghton Mifflin. د کتاب پاڼې 113. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0395119211. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. A Brief Biography of Jean Piaget Archived 24 August 2019 at the Wayback Machine., Jean Piaget Society (Society for the study of knowledge and development)
  36. Rockcastle, Verne N. (1964, p. xi), the conference director, wrote in the conference report of the Jean Piaget conferences about Piaget:
    Although few of us had any personal contact with Piaget prior to the conference, those who attended came to have the deepest and warmest regard for him both as a scientist and as a person. His sense of humor throughout the conference was a sort of international glue that flavored his lectures and punctuated his informal conversation. To sit at the table with him during a meal was not only an intellectual pleasure but a pure social delight. Piaget was completely unsophisticated in spite of his international stature. We could hardly believe it when he came prepared for two weeks' stay with only his 'serviette' and a small Swissair bag. An American would have had at least two large suitcases. When Piaget left Berkeley, he had his serviette, the small Swissair bag, and a third, larger bag crammed with botanical specimens. 'Where did you get that bag?' we asked. 'I had it in one of the others,' he replied.
  37. Anon (1970). "Distinguished Scientific Contribution Awards: 1969: Citation for Jean Piaget". American Psychologist. 25 (1): 65–79. doi:10.1037/h0020564. PMID 4910176. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Burman, Jeremy Trevelyan (2013). "Profiles of international archives: Les archives Jean Piaget, University of Geneva, Switzerland". History of Psychology. 16 (2): 158–61. doi:10.1037/a0031405. PMID 23544355. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) A photograph of his grave is available here.
  39. Mayer, Susan (2005). "The Early Evolution of Jean Piaget's Clinical Method". History of Psychology. 8 (4): 362–82. doi:10.1037/1093-4510.8.4.362. PMID 17152748. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Gardner, Howard (1981) The Quest for Mind: Piaget, Levi-Strauss and the Structuralist Movement, University of Chicago Press.