چارلس سانډرس پيرس

چارلس سانډرس پيرس
(انګلیسي: Charles Sanders Peirce د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
چارلس سانډرس پيرس
چارلس سانډرس پيرس

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰ سپټمبر ۱۸۳۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 19 اپرېل 1914 (75 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۱۱][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده فیلسوف
فزيک پوه  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۲][۱۳][۱۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سیمبول پوهنه
سولپوهنه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر جورج برکلي  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک پراګماتيزم  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
چارلس سانډرس پيرس
چارلس سانډرس پيرس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
چارلس سانډرس پيرس (سیپتمبر ۱۰، ۱۸۳۹ – اپریل ۱۹، ۱۹۱۴) یو امریکایی فیلسوف، منطقپوه، ریاضي پوه او ساینسپوه و، څوک چې ځینی وختونه د «واقعيت پالنې د پلار» په توګه هم پیژندل کیږي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د کیمیا پوه په توګه یې زده کړې کړي او د دېرشو کلونو لپاره یی د ساینس پوه په توګه دنده ترسره کړې، پیرس د منطق برخه کې ډیرې مرستې کړي، دا یوه داسې موضوع ده چې د نوموړي په اند ډېر هغه څه پکې رانغښتي چې اوس د علم پوهنې (ايپسټيمالوژي) او ساينس د فلسفې په نوم يادېږي. هغه منطق د نښو پېژندنې د علم يوه رسمي څانګه بلل، د کوم چې هغه بنسټګر دی، کوم چې د منطقي مثبت پالانو او د ژبې د فلسفې پلويانو تر منځ د بحث وړاندوينه وکړه چې د شلمې پیړۍ په لوېدیځه فلسفه واکمنه وه. سربېره پر دې، هغه د اټکلي استدلال مفهوم هم تعریف کړی، همدرانګه یې په دقت سره ریاضیکي اټکل او استنتاجي استدلال جوړ کړی. د ۱۸۸۶ز کال په لومړیو کې، هغه ولیدل چې منطقي عملیې د استنتاجي استدلال له خوا ترسره کیدای شي. لسیزې وروسته همدا اند د ډیجیټل کمپیوټرونو د تولید لپاره وکاریده. [۱۹]

په ۱۹۳۴ز کال کې، فیلسوف «پاول ویس» «پیرس» ته د «امریکایی فیلسوفانو تر ټولو اصلي او هر اړخیز او د امریکا تر ټولو لوی منطق پوه» لقب ورکړ. [۲۰]

ژوند سمول

پیرس د میساچوسټس، کامبریج په ۳ فیلیپس پلیس کې زیږیدلی دی. هغه د «سارا هنټ میلس» او «بینجامین پیرس» زوی و چې خپله هم په هارورډ پوهنتون کې د ستورپوهنې او ریاضیاتو پروفیسر و.  په دولس کلنۍ کې «چارلیس» د خپل مشر ورور د «Richard Whately's Elements of Logic» ولوست، کوم چې وروسته پر دې موضوع د انګلیسي ژبې مخکښ متن وګرځېد. په دې ډول د منطق او دلیل ویلو سره د هغه عمري لېوالتيا پيل شوه. هغه په ۱۸۶۲ز کې د هنر په برخه کې د لیسانس او ماسټرۍ سند لاسته راوړلو لپاره هارورډ ته ولاړ. په ۱۸۶۳ز کال کې د «لاورینس» ساینسي ښونځي هغه ته د ساینس په برخه کې د لیسانس سند ورکړ چې په کيميا کې د هارورډ لومړی تر ټولو د لوړ امتياز سند و. له دې پرته د هغه علمي مخينه د تشخيص وړ نه وه. په هارورډ کې، هغه د «فرانسیس ایلینګوډ ابوټ، چاونسي رایټ او ولیم جیمس» سره همېشنۍ ملګرتيا پيل کړه. په هاروډ کې د هغه يو ښوونکي «چارلیس ولیم ایلیټ» د پیرس په اړه ناسم اند جوړ کړ. دا یی برخلیک جوړونکی ثابت شو، ځکه کله چې « ایلیټ» د هارورډ رئیس و (۱۸۶۹-۱۹۰۹ - یوه دوره چې د پیرس نږدې ټول کاري ژوند پکې شامل دی)، په مکرر ډول یی په پوهنتون کې د پیرس دنده رد کړه. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

پیرس د تنکۍ ځوانۍ له وروستيو کلونو راهيسې د عصبي حالت څخه رنځیدو چې په هغه وخت کې د "مخ نیورالجیا" (د عصب يا مخ  درد) په نوم پیژندل کیده، کومه ناروغي چې اوسمهال د «ټریجیمینل نیوریجیا» په توګه تشخیص کیږي. د هغه ژوند لیکونکی، جوزیف برینټ وایی چې کله هغه د خپل درد په وخت کې و «هغه په لومړیو کې تل ستومانه او وروسته بيا څنګزن، سوړ، خفه، خورا شکمن، له حد څخه د لږې تېرېدنې څخه بې زغمه او د سختی غوصې د توپان ښکار و». شونې ده چې د همدې حالت پايلې د ژوند په وروستيو کې له ټولنيز ژوند څخه د ګوښه کېدو لامل ګرځېدلي وي.[۲۶]

لومړنۍ دندې سمول

د ۱۸۹۱ او ۱۸۵۹ز کلونو تر منځ، پیرس په پرله پسې ډول په بېلا بېلو ساینسي برخو کې د متحده ایالاتو «کوسټ سروی» او د هغې په ځای ناستي د متحده ایالاتو «کوسټ اينډ جيوډيټيک سروی» له خوا په دنده ګومارل شوی و، چېرته چې هغه په ​​۱۸۸۰ز کې د وروستي تر مړینې پورې د خپل خورا اغیزمن پلار له دندې ګټه واخيسته. دې دندې پیرس د امریکا په کورنۍ جګړه کې د برخې اخیستلو څخه خلاص کړ؛ دا به د ده لپاره ډیره عجیبه وه چې داسې څه وکړي، ځکه چې د بوسټن «برهمن پیرس» د کنفدراسیون سره خواخوږي درلوده. په «سروی» کې، هغه په عمده توګه د ځمکې د مساحت او د شي د وزن معلومولو په برخو کې کار وکړ او د ځمکې د جاذبې قوه کې د د کوچنيو سيمه ييزو بدلونونو د ټاکنې لپاره يې د اونګ استعمال ښه کړ. هغه د ۱۸۶۷ز کال په جنورۍ مياشت کې د امریکا د هنرونو او علومو اکاډمۍ تر روزنې لاندې همکار وټاکل شو. دې «سروی» هغه پنځه ځلې اروپا ته ولیږو، لومړی ځل په ۱۸۷۱ز کال کې د یوې ډلې د غړي په توګه، کومه ډله چې د لمر تندر نيولو د مشاهدې لپاره استول شوې وه. هلته نوموړي د «اګستس ډی مورګان، ویلیم سټینلي جیونز» او «ویلیام کینګډن کلیفورډ» په لټه کې و، دوی برتانوي ریاضي پوهان او منطق پوهان وو چې ذهن یې د هغه سره ورته و. له ۱۸۶۹ څخه تر ۱۸۷۲ز کال پورې، هغه د هارورډ د ستورپوهنې څارنه کې د مرستیال په توګه کار کاوه، د ستورو د روښانتیا او د شیدو لارې د شکل په ټاکلو کې یې مهم کار کاوه. د ۱۸۷۷ز کال د اپرېل په شلمه نېټه د علومو د ملي اکاډمۍ غړی وټاکل شو. همدارنګه په ۱۸۷۷ز کال کې، هغه د میټر اندازه کولو وړاندیز وکړ چې د یوې ټاکلې فریکونسۍ د رڼا ډیری موجونه اندازه کړي، دا هغه تعريف دی چې له ۱۹۶۰ څخه تر ۱۹۸۳ز کال پورې کارول شوی. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د ۱۸۸۰ز لسیزې په اوږدو کې، د بیوروکراټیک توضیحاتو  سره د «پیرس» بې پرې توب پای ته ورسېد، په داسې حال کې چې د هغه د سروې د کار کیفیت او مهال ویش کم شوی و. پیرس د راپورنو په لیکلو کلونه تیر کړل، په داسې حال کې چې هغه باید په څو میاشتو کې لیکلي وو. په ورته وخت کې، نوموړي د ۱۸۸۳-۱۹۰۹ کلونو په اوږدو کې د د پېړۍ د دايرة المعارفي قاموس لپاره په فلسفه، منطق، ساينس او نورو مضامينو کې بالاخره زرګونه شمېر کې لېکنې وکړې. په ۱۸۸۵ز کال کې، د الیسن کمیسون له خوا یوې څیړنې پیرس وباښه، خو د ولسي پانګې د ناسمې کارونې په تور سرپرست «جولیوس هیلګارډ» او د کوسټ سروې یو شمیر نور کارمندان يې له دندې ګوښه کړل. په ۱۸۹۱ز کال کې، پیرس د سرپرست «توماس کاروین مینډینډهیل» په  غوښتنه له کوسټ سروی څخه استعفا ورکړه. [۳۶][۳۷][۳۸]

د جان هاپکينز پوهنتون سمول

په ۱۸۷۹ز کال کې، پیرس په جان هاپکین پوهنتون کې د منطنق د مدرس په توګه وګمارل شو، دې پوهنتون په هغو برخو کې پیاوړې څانګې درلودې چې نوموړي پکې لېوالتيا درلوده، د بېلګې په ډول فلسفه (رویس او ډیوي خپلې دوکتوراوې په هاپکین کې بشپړې کړي)، روانپوهنه (د جی سټینلي هال له خوا تدریس شوی او د جوزف جاسترو له خوا مطالعه شوی، چا چې د پیرس سره په تاریخي تجربوي مطالعه ګډه لیکنه کړې) او ریاضیات (د جی.جی سایلویسټر له خوا تدریس کیده، چا چې په ریاضیاتو او منطق کې د پیرس د کار ستاینه کړې). د جان هاپکنز پوهنتون د غړو له خوا د منطق په برخه کې د هغه مطالعې (۱۸۸۳) د هغه او «ایلن مارکونډ، کریسټین لاډ، بنیامین ایوس ګیلمن، او آسکر هاورډ مچل» له خوا اثار لري، چې ډیری یې د هغه فارغ شوي زده کونکي وو. په هاپکنز کې د پیرس غېر دايمي دنده، د هغه يواځينۍ علمي دنده وه چې هغه تر سره کړې.[۳۹][۴۰]

برنټ داسې څه مستند کړي چې پیرس هیڅکله پرې شک نه درلود، یعنې د علمي دندې، مرستې، او ساینسي درناوی تر لاسه کولو د هغه هڅې د هغه مهالد يو ستر کاناډايي-امریکايي ساينس پوه «سايمن نيوکومب» د پټ مخالفت له ماله بيا بيا له ناهيلۍ سره مخ شوې. شونې ده چې د پیرس هڅو کې له دې امله هم خنډ پيدا شوی وی کوم چې «برينټ» د «د هغه د ستونزمن شخصيت» په توګه بللي دي. د دې په خلاف، «کیت دیولین» په دې باور دی چې د پیرس کار د هغه وخت څخه ډیر مخکې و،ډ کوم چې د هغه مهال د تعليمي ادارې له خوا نه تعرفېده او دا چې همدې چارې د دايمي دندې تر لاسه کولو په ناکامۍ کې ستره ونډه درلوده. [۴۱][۴۲][۴۳] له شک پرته چې د پیرس شخصي ژوند د هغه د مسلکي بریا پر پر ضد کار کاوه. وروسته له هغه چې د نوموړي لومړۍ میرمن «هیریټ میلوسینا فای» ("زینا") په ۱۸۷۵ز کې هغه پرېښود، په داسې حال کې چې لا هم له قانوني اړخه واده کړی و، د «جولیت» سره په اړيکه کې ښکیل شو، چاته چې ډېر ځله د «فروسی» او «پورتالی» په توګه وروستی نوم ورکړل شوی دی او هويت يې (هغې فرانسوي ژبه خبرې کولې) هم ناڅرګند پاتې دی. کله چې په ۱۸۸۳ز کال کې له «زينا» سره د هغه طلاق وروستی شو، نوموړي له «جوليت» سره واده وکړ. په همدې کال، نیوکومب د جان هاپکنز یو متولي ته وويل چې د هاپکنز د کارمند په توګه پيرس له يوې داسې مېرمنې سره اوسېدو او سفر کولو، له چا سره چې د هغه واده نه و شو؛ له دې وروسته [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

سرچينې سمول

  1. https://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12027958b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ https://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12027958b — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Charles-Sanders-Peirce — subject named as: Charles Sanders Peirce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6sx7zmk — subject named as: Charles Sanders Peirce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/charles-s-peirce — subject named as: Charles S Peirce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/peirce-charles-sanders — subject named as: Charles Sanders Peirce — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0049737.xml — subject named as: Charles Sanders Peirce — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3696 — subject named as: Charles Sanders Peirce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/94867 — subject named as: Charles Sanders Pierce
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/165514 — subject named as: Charles Sanders Peirce
  11. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12027958b — subject named as: Charles Sanders Peirce — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  12. https://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12027958b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/196990819
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/52600675
  15. "Peirce", in the case of C. S. Peirce, always rhymes with the English-language word "terse" and so, in most dialects, is pronounced exactly like the English-language word "".
  16. (په December 1994 باندې). Note on the Pronunciation of 'Peirce'.
  17. Weiss, Paul (1934). "Peirce, Charles Sanders".. Arisbe.  Archived 2013-11-03 at the Wayback Machine.
  18. کينډۍ:Cite dictionary
  19. Peirce, C. S. (1886). "Letter, Peirce to A. Marquand". Writings of Charles S. Peirce. د کتاب پاڼي 5:541–43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0253372017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) See Burks, Arthur W. (1978). "Charles S. Peirce, The new elements of mathematics" (PDF). Book Review. Bulletin of the American Mathematical Society. 84 (5): 913–918. doi:10.1090/S0002-9904-1978-14533-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Also Houser, Nathan. "Introduction". Writings of Charles S. Peirce. 5. د کتاب پاڼې xliv. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Weiss, Paul (1934). "Peirce, Charles Sanders".. Arisbe.  Archived 2013-11-03 at the Wayback Machine.
  21. Fisch, Max, "Introduction Archived 2018-10-22 at the Wayback Machine.", Writings of Charles S. Peirce, 1:xvii, find phrase "One episode".
  22. "Peirce, Charles Sanders" (1898), The National Cyclopedia of American Biography, v. 8, p. 409.
  23. Brent 1998, pp. 54–56
  24. Brent, Josep (1998). Charles Sanders Peirce: A Life (الطبعة 2nd). Bloomington, Ind.: Indiana University Press. د کتاب پاڼې 363–64. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780253211613. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Brent 1998, pp. 19–20, 53, 75, 245
  26. Brent 1998, p. 40
  27. Burch, Robert (2001, 2010), "Charles Sanders Peirce", Stanford Encyclopedia of Philosophy
  28. Brent 1998, p. 139
  29. Brent 1998, pp. 61–62
  30. Brent 1998, p. 69
  31. Brent 1998, p. 368
  32. Brent 1998, pp. 79–81
  33. Moore, Edward C., and Robin, Richard S., eds., (1964), Studies in the Philosophy of Charles Sanders Peirce, Second Series, Amherst: U. of Massachusetts Press. On Peirce the astronomer, see Lenzen's chapter.
  34. Brent 1998, p. 367
  35. Fisch, Max (1983), "Peirce as Scientist, mathematician, historian, Logician, and Philosopher", Studies in Logic (new edition), see p. x.
  36. Houser, Nathan, "Introduction Archived 2011-06-07 at the Wayback Machine.", Writings of Charles S. Peirce, 5:xxviii–xxix, find "Allison".
  37. See "Peirce Edition Project (UQÀM) – in short Archived 6 July 2011 at the Wayback Machine." from PEP-UQÀM.
  38. Brent 1998, p. 202
  39. Randall R. Dipert (1994) The Life and Logical Contributions of O. H. Mitchell, Peirce's Gifted Student
  40. Houser, Nathan (1989), "Introduction Archived 2010-05-30 at the Wayback Machine.", Writings of Charles S. Peirce, 4:xxxviii, find "Eighty-nine".
  41. Devlin, Keith (2000). The Math Gene. Basic Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0465016198. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Brent 1998, p. xv
  43. Brent 1998, pp. 150–54, 195, 279–80, 289
  44. Brent 1998, pp. 98–101
  45. Brent 1998, p. 141
  46. Brent 1998, p. 148
  47. Houser, Nathan, "Introduction Archived 2011-06-07 at the Wayback Machine.", Writings of Charles S. Peirce, 6, first paragraph.
  48. Brent 1998, pp. 123, 368
  49. In 1885 (Brent 1998, p. 369); in 1890 and 1900 (p. 273); in 1891 (pp. 215–16); and in 1892 (pp. 151–52, 222).
  50. Brent 1998, p. 77
  51. Brent 1998, pp. 150–51, 368