آرنۍ غورنۍ پرانيستل

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپیریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

نيوليک

څړځای پوهنې (Range science) تعريفسمول

څړځای د هغې ځمکې څخه عبارت دی چی د کلونو په موده کې پخپل سر شنه کېدونکو نباتاتو پوښ شوي وي، پدې اساس زموږ په هيواد کې هره سيمه او ځمکه چی په مودو د څارويو د څرېدلو په مقصد واښه تهيه کوي او د څارويو د څريدو لاندې راشي،څړځای

په نامه سره يادېږي .                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                 يا څړ ځاي  يو ټوټه ځمکه ده چه د اهلي او وحشي حيواناتو د څړ لپاره دومره نباتي پو ښښ ولري چه د کال په اوږدو کي تري د نباتي غذا په حيث استفاده وکړي .

يا څړځای هغې ساحی ته ويل کېږی چې دکال په اوږدوکې دڅارويودڅرېدولپاره دومره نباتی ټولنه ولری چې څارويوته کافي وي . يا هرهغه ځمکه چې لږنباتی ټولنه ولری اوڅاروی په کې دڅه وخت لپاره وڅرېږي دڅړځای په نامه سره يادېږي . ياڅړځای دځمکې هغه شنه پراخه ساخه ده چې علوفايي عنمياتو،ليګومې نباتات اويايوکلن اوڅوکلن بوټولرونکی وی چې څاروي دخوړلولپاره ورڅخه ګټه اخلي دڅړځای په نامه سره يادېږي . څړځايونه په هغه هېوادونوکې چې دڅارويوروزنه يي په ملي اقتصاد کې ډېره ونډه لري مهم ګڼل کېږي لکه نيوزلينډ،انګلستان ،استراليا، امريکا ،روسيه ،افريقااوداسې نوردي . زمونږپه هېواد کې ګڼ شمېرنفوس دکوچيانوپه شمول په مالدرئ بوخت دي اوداقتصادی فعاليتونومهمه برخه تشکيلوی .

څړځايونه او دهغی اهميتسمول

د افغانستان څړځايونه د مختلفو اړخونو له محې په لاندی ډول زموږ لپاره د ارزښت وړ دي . الف - د څارويو لپاره د غذايي د تيارولو له مخې پوهيږو چی د افغانسان ټولې ځمکې پرته له اوچتو او وچو ځمکو چی يا واښه نه لري او يا د يو علت په سبب څاروي پکې نه څريږي، پاتې نورې د څارويو د څريدلو او ګټې اخستنې لپاره دي. څاروي لکه پسونه،اوزې، غواګانې، کچرې ، خره ، آسونه او اوښان ډيري د کال په اوږدو او يا د کال په يووخت کی په څړځای کې څريږي او خپله خوراکه لاسته راوړي . ب - د اوبو او خاورې ساتنې له امله: نباتي پوښ خاوره د اوبو باد د تخريب يعنې (Erosion) څخه ساتي، د سېلابونو بهېدل لږ پکې صورت نيسي، او اوبه په ځمکه کې د کتنې وړ نفوذ کوي، چی پايله کې د ځمکې د لاندنيو اوبو د ډيريدو سبب ګرځي او چينې رامنځته ته کېږی. نباتات د سطحي اوبو جريان کموي او په خاوره کې د اوبو د ننوتو زمينه برابروي. ج - د سون موادو د تيارولو له مخې: زموږ د ليرې ځايونو او د غرو اوسېدونکي خلک او يا هغه کسان چی په دښتو کې خاصتاً کوچيان دا چی د سون نورو توکو ته لکه تېل، ګاز اونورو ته لږ لاس رسی لري او يا يې هم نه لري، د بوټو او نورو نباتاتو څخه د سون موادوپه مقصد ګټه اخلي او همدارنګه په ډېرو ځايونو کې د پخلي، د حمام ګرمولواو د خښتو پخولو کې ترې ګټه اخستل کيږي . د- د ساختماني موادو د تيارولو له مخې: زموږ د وطن په ډيرو سيمو کې، کورونه د لرګيو په وسيله پوښول کيږي او له پاسه يې نور بوټي اچوی او معمولاً هر شی چی جوړيږي په ټولو کې د نباتاتو د بوټو څخه ګټه اخستل کيږي . هـ - د صنعتي توکو او د طبعي درمل له مخې : ډير هغه نباتات چې په غرونو ، د غرو په لمنو او د څړځايونو په ځمکو کې شنه کيږي طبی وی يا يو شمير ځنې د کاليو په پاکولو او پريمنځلو کې د صابون په ځای ترې کار اخيستل کيږي او يادځينو ونو لکه د غوړ نښتر (لمنځه) د ننځړو تيل چې د ځينو حيواناتو د ناروغۍ د پاره د دوا په څير ترې کار اخيستل کيږي او د ځينو بوټو تخمونه دوا ده . و - د وحشي حيواناتو د ژوند د پالنې له مخې : ځينې وحشي حيوانات لکه هوسۍ او نور وحشي حيوانات په طبيعي څړځايونو کې روزل کيږي چې د څړځايونو په له منځه تلوسره د وحشي څارويو ژوند هم د منځه ځي . ز - د منطقې د ښايست او دهوا د تصفيې له مخې : شنه او چمن لرونکې ځمکه د طبيعت ښکلا زياتوي خاروې او دوړې جذبوي د پاکې هوا درامينځته کيدو سبب کيږي چې د انسانانو د روغتيا او سلامتيا سبب کيږي .

دافغانستان دڅړځايونو اجتماعی او اقتصادی ګټیسمول

الف - دحيواناتو لپاره غذايی مواد برابروي . ب - دخاوری تخريب مخنيوی کوي . ت - دباد پواسطه د خاوری دانتقال مخنيوی کوي . ث- د سيلابونو منځته راتګ کموي . ج- سون مواد هم برابروي . ح- دطبي بوټود توليد زمينه برابروي . د- سياحانو توجو يوی منطقی ته راجدلبوي . ذ- چاپيريال ته ښکلا ور بښی . ر- تفريحی ارزښت لري . ز- د ساختمان لپاره مواد برابروي . س- لاسی صنايع د صنعت لپاره خام مواد برابروي . ش- وحشی حيواناتو دژوند لپاره زمينه برابروي . ص- د اوبو جريان منظم کوي . ض- زمونږ کلتور ( رسم رواج ) کی هم رول لري . ظ - کوچنی طبی بوټی چی دڅړځايونو او ځنګلونو کی ورته د راشنه کيدو زمينه مساعده ده د مخ پر ودی هيوادونو د ٪۷۵ نه تر٪۹۰ خلک په يونانی طب متکی دي چی د نباتاتو پاڼو،پوټکی ،ريښه ،ميوی ،ګل ،تخم او د نبات نوری حصی استعمالوي ۵۰۰۰کاله پخوا طبی نباتات په هندوستان کی د (ايورويدا) په کتاب کی جمع بندی شويدی او پدی کتاب کی ۸۰۰۰ډولونه علاج لپاره سفارش شوی دي چی پدی علاج کی د کلمو درد ،اسهالات ، ويروسی ناروغی ،پوستکی د زړه تقويه او داسی نور شامل دي او تحقيقات څرګندوي چی ٪ ۴۷ دويجات په کيماوی طب کی يی علاج کوي . په يونانی طب باندی هم شفا بخش دي او ٪ ۲۵ کيمياوی د کيمياوی طب موثره دوا دنباتاتو څخه تامينيږی . هر کال ۴۳ زره ميليونه ډالره يونانی ادو يه مارکيټ ته عرضه کيږی او امريکا کی ۱۰۰۰نوعی يونانی بوټی په سرطانی او ايډز ناروغيو علاج لپاره تجربی لاندی ګتل کيږي .

د څړځايونو ډګرونه يا منطقیسمول

څړځايونه هغه ساحې په برکې نيسي چې حيوانات د هغې دوښو ځينې د خوړو په مقصد استفاده کوي اودهغه ساحي په اړوند چې دهغه ځای د حيوان د جوړښت او خاصيت له مخې او دوښو انتخاب يې د خوړو دپاره په طبيعې ډول تعين شوي او جوړشوي وی . ځينې څاروي لکه اوزي په غرونو کې خوشاله دي ، پسونه د غرو لمنې خوښوي ، اوښان بيديا او د ښتې خوښوي او يا دا چې نباتات څنګه او په کوم ځای کې شنه کيږي او کوم څاروي څنګه واښه غوره کوي او همدارنګه د يخو منطقو سره کوم څاروي جوړښت کوي او کوم څاروي ګرمي منطقي خوښوي،چې دا موضوعوګانې په دوه برخو کې مطالعه کوو

الف - دا چی په لری پرتو منطقو کی د کار کولو نوری منابعی کمی دي همدا مالداري ده چی د خلکو لپاره يی کار زمينه برابره کړيده او خپل ضرورتونه پری پوره کوي .

ب -څرنګه چی مالداری زمونږ په ژوندانه کی ډير رول لري همدا څړځايوونه دي چید مالداري د ودی لپاره يی زمينه مساعده کړيده .

==د افغانستان مشهور څړځايونه==

د بدخشان ولايت ( شيوه ورشک ) څړځايونه. د کندوز ولايت ( ارچی ،شيرماهی،لاله ميدان ،ابدان ميرعلم ) څړځايونه . غزنی ولايت ( ناور) څړځايونه . د فراه ولايت ( پرچمن ، ګلستان او لولافي ) څړځايونه . جوزجان ولايت ( د کوهستانونو ) څړځايونه . بادغيس ولايت ( د ابشار ) څړځايونه . هرات ولايت ( چشت شريف او اوبه ، کوشک ) څړځايونه . د باميان ولايت ( د يکاولنګ ،پنجاب او ورس ) څړځايونه . غور ولايت ( د ساوند ،شهرک، لعل او سرجنګل ) څړځايونه . زابل ولايت ( دای چوپان ) څړځايونه . وردګ ولايت ( بهسود ) څړځايونه . ارزګان ولايت ( شهرستان ) څړځايونه بغلان ولايت ( سردره خوست فرنګ ، بای ثقال ، دشت ګبر) څړځايونه د کنړ ولايت ټول غرنی اوړني او ژمنی څړځايونه او سيدو په مسير بيلی . =iد افغا نستان دځمکي ويش دنوي سروي له مخي په (۱۹۸۱)ميلادی کال کی F A O دافغانستان د اراضی ويش او د ګټی اخستلو په اساس په لاندی جدول کی داسی ښودلی دی.

                                                                                                                                                          ==په افغانستان کی د ځمکو څخه د ګټی اخستنی ډول==
  

مساحت په هکتار د ګټی اخستنی ډول مساحت په هکتار دځمکی ډول


۷۹۱۰۰۰۰ د کر وړ ځمکی ۳۹۰۰۰۰۰ نه کرل کيږي ۳۹۰۰۰۰۰ غيری کرل شوی ځمکی ۲۵۸۶۰۰۰ ابي ۴۰۱۰۰۰۰ کرل شوی ځمکی ۱۴۲۴۰۰۰ للمی


۳۷۲۰۰ ونی ۳۷۲۰۰۰ دايمي نباتات ۵۴۷۰۰۰۰۰ څړځای ۵۴۷۰۰۰۰۰ دايمی ځړځانه ۱۹۰۰۰۰۰ ځنګل ۱۹۰۰۰۰۰ ځنګلونه څلورپنځوس ميليونه او اووه سوه زره هکتاره څړځای د جملی څخه ۱۶۲۰۰۰۰۰هکتاره ژمني څړځايونه دی او۲۴۶۰۰۰۰ هکتاره د اوړی څړځايونه تشکيلوی او نور يی تر اوسه د څړ د فصل په اساس په دقيق ډول طبقه بندي شوی ندي.

په ولايتونوکی دڅړځايونوساحیسمول

فيصدي د څړځايونو اندازی په هکتار سره ولايت شماره 3.1 ۹۳۰۰۰۰ کابل ۱ 1.4 ۴۲۰۰۰ پروان ۲

دکاپسا خلک څارویو ته په اوړی کی ريشقه او شفتله ورکوی او دژمی لخوا سپين بوس ورکوی کاپيسا ۳ دلوګر خلک څارويو ته اوړی ژمی د غنمو بوس او ټانټی ورکوی لوګر ۴ د وردګ خلک څارويو ته په اوړی کی ريشقه او شفتله ورکوی او دژمی لخوا سپين بوس ورکوی وردګ ۵ 4.7 ۱۴۱۰۰۰۰ غزنی ۶ 2.3 ۶۹۰۰۰۰ پکتيا ۷ 0.6 ۱۸۰۰۰۰ ننګرهار ۸ 0.2 ۶۰۰۰۰ لغمان ۹ 1.8 ۵۴۰۰۰۰ کونړ ۱۰ 7.0 ۲۱۰۰۰۰۰ بدخشان ۱۱ 1.3 ۳۹۰۰۰۰ تخار ۱۲ 2.8 ۸۴۰۰۰۰ بغلان ۱۳ 0.9 ۲۷۰۰۰ کندوز ۱۴ 2.4 ۷۲۰۰۰۰ سمنګان ۱۵ 1.1 ۳۲۰۰۰۰ بلخ ۱۶ 3.5 ۱۰۵۰۰۰۰ جوزجان ۱۷ 2.3 ۶۹۰۰۰۰ فارياب ۱۸ 4.4 ۱۳۲۰۰۰۰ بادعيس ۱۹ 8.5 ۲۵۵۰۰۰۰ هرات ۲۰ 8.7 ۲۶۱۰۰۰۰ فراه ۲۱ 5.9 ۱۷۷۰۰۰۰ نمروز ۲۲ 10.5 ۳۲۵۰۰۰۰ هلمند ۲۳ 8.4 ۲۵۲۰۰۰۰ کندهار ۲۴ 3.0 ۸۷۰۰۰۰ زابل ۲۵ 4.4 ۱۳۲۰۰۰۰ اروزګان ۲۶ 7.3 ۲۰۹۰۰۰۰ عور ۲۷ 3.4 ۱۰۲۰۰۰۰ باميان ۲۸ 0.2 ۶۰۰۰۰ پکتيکا ۲۹

دافغانستان دولت دڅړځايونودتنظيم لپاره څومادېسمول

دولسمه ماده: دکرنې اوبولګولواومالدارئ وزارت مکلف دی چې ددښتوله پراختيااودبومي نباتاتودمينځه تلوڅخه دکنټرول اومخنيوي په منظورددولتي ادرواوټولنيزې ځنګلدارئ اتحاده همکارئ درغونې دځنګل دداحداث دنباتی فرش درغونې دبدرناموله لارې له ځنګلوڅخه ددوامدارې ګټې اخيستنې لپاره په لاندې معيارونوپه پام کې نيولوسره اقدام وکړ ي

الف - دځنګل درغونې ،ځنګل جوړونې اونباتی فرش درغونې لپاره ډول ډول بومي نباتاتوته لومړيتوب ورکول.

ب- دنباتي فرش دسوځېدومنع کول خوداچې دايکوسيستم ياځانګړوانواعودبقاپه غرض اورته اړتياوي چې په هغه صورت کې دکرنې اواوبولګولواومالدرئ وزارت دمخه اجازه اړينه ده. ت- په هغه ساحوکې چې دبومي نباتاتواونورونباتاتو درغونې بهير په کی دوام لري دڅارويودڅرولومنع کول ترهغه وخته پورې چې نباتي فرش دڅارويودڅرېدوفشاروزغملی شي. ج- درودغاړونباتی فرش ساتنې ته لومړيتوب ورکول . ح- دکرنې اوبولګولواومالدارئ وزارت کولای شي چې داړوندواداروپه همکارئ دزرغون افغانستان پروګرام په جلامقررئ په واسطه تنظيم کړو. ديارلسمه ماده دکرنې اوبولګولواومالدارئ وزارت کولای شي دځنګلونودساتني په منظوردځنګل دسرچينوڅخه ګټه اخيستنه اودهغه دلرګيواوڅړځایونوڅخه ګټه اخيستنه په دايمي يالنډمهاله توګه منع اعلان کړي .

د څړ ځايونو طبقه بنديسمول

څړځايونه دڅولحاظو له مخې تقسيم بندي يا طبقه بندي کولای شو: الف - د مساحت ياد پراخوالي په لحاظ ب - د طبيعي او مصنوعي څړځای په لحاظ ج - د موسومو د ګټې اخيستنې په لحاظ ( د تودو او سړو سيمو ) هـ - د حيوان دڅړيدو په اساس و - د ګياه د ډول په اساس ی - د حيواناتو د څريدو دظرفيت په زړه پورې والی او د وښو د توليد په اساس چې يو شمير يې په لنډ ډول معرفي کوو . الف - په مجموع کې د څړځايو په وسيله د افغانستان اشغال شوی مساحت . اګرچی د مالچر د ساحو د اندازې دقيقه احصايه په لاس کې نشته، ولی بيا هم د هوا يي عکس اخيستنې له مخې په تخميني توګه د څړځای ټوله ساحه د (۵۴۷۰۰۰۰۰)هکتاره په حدود کې دی له دې جملې ځنې ژمني څړځايونه (۱۶۲۰۰۰۰۰)هکتاره ، د اوړي څړځايونه (۲۴۶۰۰۰۰)هکتاره پسرلنی او منی يې هم (څو) هکتاره ځمکه نيولې ده دا څړځايونه په اوړي او ژمې کې د حيواناتو د څريدو په لحاظ او هم دوښو د خوږوالي او نه خوږوالي په تړاو ذکر شوې ساحه درجه بندي شويده .

A- هغه شيمر ژمني څړځايونه چې په تودو منطقو کې پراته دي د (۸۰۰۰۰) هکتاره په حدودو کې ده او د سيستان ناحيې په برکې نيسي .

(۴۰۰۰۰) هکتاره د هندوکش د غرو لړۍ په بدخشان او هزاره جاتو کې موقيعت لري او د اوړي څړځايونه جوړوي ، چې عمده نباتات يې څوکلن خواږه واښه په برکې نيسي او د لمړۍ درجې د څړځای د جملې ځينې شميرل کيږي . B - يو شمير نور څړځايونه چې هغه هم د هندوکش د غرو په لړۍ کې موجود دي او څوکلن نباتات دی او د (Grasses) د کورنۍ ګياه ګانې دي چې په دوهمه درجه کې ځای لري .

C - يو شمير نور څړځايونه چې د يو کلن او څو کلنو نباتاتو ځنې جوړ شويدي لاکن د حيواناتو د پاره په زړه پورې نه وي او ښه يې نه خوري د جنوب غرب په ناحيو کې او د مملکت په شمالي ځنګلو کې موقيعْت لري د دريمې درجې د څړځايو د جملې ځينې شميرل کيږي .
۱- د طبيعي او مصنوعي څړځای په لحاظ

الف - طبعي څړ ځايونه ب- مصنوعي څړ ځايونه الف - طبعي څړ ځايونه : هغه پراخه ساحه ده چه هلته شنه شوي نباتات د بشر دمداخلي څخه رامينځ ته شوی وي لکه د بکوا او هلمند ژمني څړځايونه او د هندوکش د غرو د لړۍ ناحيې د اوړي څړځايونه موسمي څړځايونه (د تودو او سړو سيمو): لکه څنګه چې ذکر شوی د ی ځنی په موسم کې مالداران خاصتاً کوچيان تودو سيمو ته چې د حيواناتو د يحنۍ وهلو ويره يې کمه ده د حيواناتو د څرولو په خاطر هغه سيمو ته ځي لکه د جنوب لويديځ د برخو دښتو ته او د هيواد د ختيځو برخو ته او په اوړی او پسرلي کې سړو سيمو ته لکه په هزاره جاتو او هندوکش د غرو د لړۍ په ناحيو کې ځای په ځای کيږي او د طبعي څړځايو ځنې ګټه اخلي . ب ـ مصنوعي څړځايونه دهغه څړځای ځينې عبارت دی چې کروندګر يا مالدار يوه قطعه ځمکه شخصاً د وښو دنباتاتو د کرنې د پاره لکه رشقه ، شفتل ، اوربشواو جوارو ته اختصاص ورکوي ، او کري يې اوهغه د حيواناتو ژمنۍ خوراکه جوړوي . يا هغه څړ ځايونو ته وايي چه بشر دکړنو پواسه منځ ته راغلي وي ، ددي ډول څړ ځايونو مساحت د طبعي ځړ ځايونو څخه کم وي مصنوعي څړ ځايونه مختلف ډولونه علفي نباتات پکي په مصنوعي ډول کرل کيږي د څړ ځايونو څخه په نوبتي شکل استفاده کيږي.

۲- د څړ ځايونه ډولونه دواښو د توليد په اساس لمړي درجه څړ ځاي: نباتي پوښښ ۱۰۰/۱۰۰ کې وي يعنې د ځمکې ټوله سطحه د وښو پوسيله پوښل شوی وی او هيڅ خالي ځای په هغې کې نه ليدل کيږي . واښه يی ښه خوړل کيږي او د ګراس او ليګوم د کورنۍ ځينې وی، قوی وده لری او د ريبلو وړ وي داچې د ځمکې ټول مخ د وښو پوسيله پټ شويدی لدې خاطره د سوليدو نښې پکښې نه ليدل کيږي، معمولاً د دارنګ سيمو کلنی اورښت د (mm۵۰۰) ځينې زياد دی د دا ډول څړځای ظرفيت چې واښه ونه ريبل شي ۲ واحد څاروي په يوه هکتارساحه کې ۱۰۰ ورځې دڅړ ظرفيت لري.

دوهمه درجه څړ ځايونه: دوهمه درجه څړځای دلاندنيو ځانګړنو درلودونکی دی تقريباً ۸۰/۱۰۰ ځمکه يی د وښو پوسيله پټه شويده، واښه يی ښه خوړل کيږي د ګراسو د کورنيو او چترۍ لرونکی نباتات دی لږو ډيرې د سوليدو نښې په هغې کې ليدل کيږي، او واښه ْيی يو کلن او څوکلن وی او د اورښت اندازه يي په کال کې ( mm ۵۰۰-۲۵۰) وی اودڅړد ضرفيت اندازه يي اکثر د دی ډول څړځای يو واحد څاروي په يو هکتاره ځمکه کې د (۱۰۰ ) ورځو د پاره څرول کيږی. ۱- د زيات څړ په وخت کي لږ تخريب پکي وليدي شي ۲- ديو کلن او دوه کلن نباتو لرونکي وي دريمه درجه څړ ځاي: دلاندنيو ځانګړنو درلودونکی دی واښه يی يو ښوی منځنی څړځای ورته ويل کيږی، په وښو پوښيده يی د مختلفو کورنيو واښه دی په هر ځای کې يی د اندازی ځينې ډير څريدل ليدل کيږي په داسی سيمو کې دکلني اورښت اندازه د (mm ۳۰۰-۲۵۰ ) په حدودو کې ده دا ډول څړځای زياتره په غرنيو سيمو کې او هموارو بيديا ګانو کې موجود وي د څړځای د ظرفيت ډير حد د نيم ځينې تر يو واحد څاروي په هکتار کې۱۰۰ ورځو د پاره د څريدو ظرفيت ولري. ۱- د مختلف فاميليو نباتاتو لرونکي وي ۲-د څړ تخريب پکی وليدل شی يعنی اندازی څخه زيات څړ

څلورمه درجه د څړځای:

دا ډول څړځای زياتره په وچو سْمو کې موجود وی او د دی ځانګړنو لرونکی دی، واښه يی د ۵۰ سلنې ځينې ډيره ځمکه پوښوي او د غريب څړځای جزدی، او د کليو په څنګونو کې پروت وی، پسرلنی او منی څړځای شميرل کيږي پدی سيمو کې د کلني اورښت اندازه اکثره حد (250mm) ده او د. څړځای د ظرفيت يو واحد څاروی په هرو څلورو هکتارو کې د ۱۰۰ ورځو د پاره د څريدو ظرفيت ولری پنځمه درجه څړځای: د لاندنيو ځانګړنو لرونکې دی: د افغانستان ډير غريب څړځای دی، دې ډول څړځای په ټولنيز ډول يی خپل ارزښت د لاسه ورکړيدی د دی سيمې د کلني اورښت منځنۍ اندازه mm 150) ده د خاورې تحريب يي زيات د ی څاروېو د حد ځينې ډير څريدل د څړځای په هر ځای کې ليدل کيږی . واښه يی په زياته اندازه يو کلن دی د هيواد په وچو سيمو کې ليدل کيږي، دا رنګ څړځای د اوښانو او وزو د پاره چي د وچوالي په مقابل کې مقاومت لري مناسب وی د داسې څړځای ظرفيت غريب وی چې اکثره يو واحد څاروی په ۱۰ هکتاره ساحه کې د ۱۰۰ورځو لپاره د يو پسه څړ ظرفيت ولری ۳- څړ ځايونه د ګټي اخيستلو په منظور په لاندي ډول دي الف - دښتي ياژمني څړ ځايونه: دا هغه څړ ځايونه دي چه په نسبتا ګرمو سيمو کي موقعت لري .پدي سيمو کي د ژمي هوا ډيره سړه نه وي دباران د اوريدو له وجي واښه راشنه کيږي او دژمني څړ ځاي په توګه تري استفاده کيږي. ب - غرني ياپسرلني څړ ځايونه دا هغه ځړ ځايونه دي چه د څړ ا لپاره تري پسرلي کي استفاده کيږي او معمولآ په يخو سيمو کي مو قيعت لري. کله چه د ژمني څړ ځايونوکي واښه ختم شي مالداران خپل مالونه يخو سيمو ته وړي ت - اوړني غـرني څړځا يونه داڅړځايونه په غرنيو ساحو او دغرونو په لوړو برخو کي موقيعت لري ، دژمي موسم کي دا ځايونه د واورو پواسطه پوښل شوي وي کله چه پسرلي کي واوري ويلي شي د نباتاتو تخمونه او د نباتانو بيخونه راشنه کيږي او مالدارن په اوړي کي له هغه څخه استفاده کوي .اوزي معمولآ په غرنيو سيمو کي څريږی. ۴-څارويو دڅړ په اساس د څړځايونو ډولونه الف - د پسونو څړځايونه: پسونه هم د ګراسو د کورنۍ واښه خوښوی مګر قديی دهغه قد په نسبت چې غواګانې خوښوي ټيټ وی چې زياتره غرنۍ سيمې او نيمه وچې سيمې چې د کلني اورښت اندازه يې (mm 600-500-300 ) په حدوو کې وي غوره کوي . يا د دي څړ ځايونو نباتات اکثره ټيټ قدي وي اوزياتره په غرنيو سيمو کي موقعت لري دا ساحي نيمه مرطوبي ساحي دي چه د٣٥٠-٥٠٠مترو په ارتفاعتو کي پرتي دي .

ب- د وزو څړ ځايونه د وزو لپاره هغه څړ ځايونه مناسب دي چه نور حيوانات پکي نشي څريدلي وچو او د لږو اوبو څړځايونه او اغزی لرونکې وی چې د غواګانو او پسونو د څريدو د پاره مناسب نه وی هلته څريږي، اوهغه ځايونه چې په وښو ډک وي ښې چاقيږی او ښی شيدې ورکوي ، غرنۍ سيمې او هغه سيمې چې ډيرې لري او د نورو څارويو د پاره لکه غواګانې، ميږي، اوښان، اوآسونه ګرځيدل ګران وي اونشي کولای هلته و څريږي وزې هلته څريږي او په اسانۍ سره ځان موړ کوي دا د وزو څړځای دی نه د نورو څارويو . ت- د غوا ګانو څړ ځايونه دغواګانو لپاره هغه څړځايونه مناسب دي چه لوړ قدي نباتات ولري.مرطوب چمن زاره د غوا ګانو لپاره مناسب دي يا غواګانو هم د چمنونو واښه چې ( Grass) د کورنۍ ځينې وی او اوږده وی خوښوی او د غرونو په ځايوکې چې ډبری ولرې پدی خاطر چې هغه کوم ضرر ونه ګوری ونه څرول شي. ج - د اسونو څړځايونه: اسونه چمنونه خوښوی او معمولاً هغه څړځايونه چې نباتات يی د غنمو د کورنۍ (Graminee) ځينې وی او اوږده وی غوره کوي. ح - د اوښانو څړځا يونه: د اوښانو څړځا يي اوښ د وچو سيمو د پاره ځانګړي شويدي او د تندی په مقابل کې ډير مقاومت ښاېي د اوښانو دپاره ډير ښه څړځای،دی. ۵-د ځمکي د شکل (Topography) له مخي څړ ځايونو ډولونه الف - غرني څړ ځايونه: ب- دښتي څړ ځايونه الف- غرني څړ ځايونه دا چې غرونه اوچت او هوا يې سړه وی او همدارنګه اورښت هم په هغه ځايو کې ډير صورت نيسي لدی خاطره د څارويو د څريدلو دپاره په اوړی پسرلې او حتا د مني په موسمو کې مناسب وی، زمونږ د وطن او غرو د لمنې طبعي څړځايونه جوړوی يا غرني څړ ځايونه د غرو په لوړو ساحاتو کي واقع وي او څړ ځايونه يي دزيات اورښت له امله د ښه کيفيت لرونکي وي . ب -دښتي څړ ځايونه دا چې بيديا او دښتې د غرونو په نسبت ټيټی واقع وی مګر د ځينو ناحيو په برخو کې پوره اورښت موجود وی چې د غرونو په نسبت هم شنې اوغنی وی لدی خاطره زمونږ د هيواد ژمني څړځايونه جوړوي. يا دښتي څړ ځايونه معمولآ د لږ اورښت لرونکي وي او په ژمي کي د څړ لپاره اماده وي او د لږ اورښت له امله ټيټ ارزښت لري خو په ځينو ځا يونو کي د ګڼ نبا تي پوشش لرونکي وي . -6د وښواوبوټو په اساس د څړ ځايونه ډول الف - ونې لرونکی څړځای (مشجر)

ونې لرونکی څړځای د هغه څړځای ځينې عبارت دی چې د ونو او کوچنيو ونو درلودونکي وی د ځنګل په مخ تيت وی او د لرګيو د توليد ارزښت يی په طبعی شرايطو کې د وښو د ارزښت ځينې لږ وي چې دا ډول څړځای ته ځنګلي څړځای هم ويل کيږي، د هيواد په غرونو (پکتيا) په ختيځ (کنړونو) په شمالي صفحو د هيواد شمال لويديځ  ځايونو کې وجود لري .

ب - بيله ونو څړځای: (غيری مشجر) د هغه څړځای، بوټو، چمنونو شنيليو او يا په وښو باندې په ټولنيز صورت پوښل شوي وی او بيله ونووی.

څړځای پوهنې علماو څړځايونه په لاندی ۵ کلاسونو ويشلی دي    

۱.غني يا excellent کليماکس اندازه يي.۷۵نه تر ٪۱۰۰ دخاوری تخريب نلری عضوي مواد يی ډيرزيات وي ۲.ښه يا Good کليماکس اندازه يي ٪ ۵۰ نه تر ٪ ۷۵ دخاوری تخريب هيڅ نه تر خفيف پوری وي عضوي مواد يی په کافي اندازه وی


۳.مناسب يا fair کليماکس اندازه يي٪ ۲۵ نه تر٪ ۵۰ دخاوری تخريب خفيف نه تر متوسط پوری وي عضوي مواد يی متوسط وی

۴.خراب يا poor کليماکس اندازه يي ٪۰نه تر۲۵٪ دخاوری تخريب متوسط نه تر شديده پوری وي عضوي مواد يی لږ وی

۵.ډير خراب very poor کليماکس موجود نه وي دخاوری تخريب ډير شديد وي عضوي مواد يی ډير لږ وی

څړ ځايونو ويشل په قطعا توکیسمول

څړ ځايونه بايد په مختلفو قطعاتو او اشکالو وويشل شی ١- د قطعاتو ويش د چرا دوخت په اساس: ځيني عوامل او طبيعت لکه توپو ګرافي ، دځمکي حالت د خاوري نوعيت ، دوښو ډول د څړ وخت تعينوي په ګرمو سيمو کي د ژمي څړ ځايي او په يخو سيمو کي د اوړي څړ ځايي وی. ٢- د قطعاتو ويش د حيواناتو د ډول له مخي : دهيواد په اکثره څړځايونوکي مالداران په نا متوازن شکل حيوانات په څړ ځايي کي څروي چه دا يو غير تعادل کار دی ، د هيواد مالدارانو ته بايد وښودل شي چه پسونه جدا ، وزي جدا ،غواکاني جدا و څرول شي تر څو د څړ ځايي تعادل مراعت شي له څړ ځايي څخه بايد په علمي بنسټ کار واخيستل شي ،که چيرته د څړ ځايي علوفه جات له٪ ۵۰ څخه کم په حيواناتو وخوړل شي نو کيداي شي د اوږدي مودي لپاره دوام وکړي که واښيز بوټي٪ ١٠ پاڼي ولري او دهغه٪ ٥٠ د حيواناتو پواسطه وخوړل شي څړ ځايي پاتي کيږي او که ٪٦٠وخوړل شي ددي سبب کيږي چه دنبات نيمي ريشي له منځه لاړي شي، او د٪ ٨٠ پاڼوخوړل د حيواناتو پواسطه د ټول نبات د له منځه تلو سبب ګرځي . دريشو دودي دريدل د پاڼو د له منځه وړلو فيصدي ٠% ١٠% ٠% ٢٠% ٠% ٣٠% ٠% ٤٠% ٢٠-٤٠% ٥٠% ٥٠% ٦٠% ٧٨% ٧٠% ١٠٠% ٨٠% ١٠٠% ٩٠%

دڅړځايونو اوسنی حالتسمول

د افغانستان څړ ځايونو بدلون اوس په يو نزولی حالت يا منفی بدلون کی قرار لري چی اصلي علت يی ۱-انسانانو پواسطه دسوخت موادو په حيث د څړځايی نباتاتو استعمال . ۲- په زراعتی ځمکو تبديلول . ۳- د يوی ساحی څخه زيات څړ د حيواناتو په وسيله . چی پورته مشکل دلاندی عواملوله وجهی رامنځته شو دی . داجتماعی او اقتصادی مسايل • فقر • امنيت نشتوالی • نفوسو رشد • عدم حاکميت • اقليمی تغيرات دی .

سرچینېسمول

۱.شفيق استاد لکچرنوټ د کونړ پوهنتون د کرنې پوهنځی کال ۱۳۹۱.

۲.تابيع الله زراعت رياست دځنګلونومديریت کنړ

۳.څړځای پوهنی کتاب د ننګرهار پوهنتون • راټولوونکی محمد نواز سيد جماالدين افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونواو طبیعي منابعوڅانګه